(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه خطا خو نه یم؟

که زمونږه زړونه يې نه غواړي هم پښتانه او پښتنه خاوره په ښکاره دوه برخو کې ویشلی شوې ده.یوه برخه لر او بله برخه بر پښتانه دي.سوړ جنګ د پښتنو په بره برخه شوی وو.او د جنګ ښکاره یو فریق د لرو پښتنو سیمه او ځوانان ددې جنګ د پاره کارول،او د پښتنو دا د امن ډکه سیمه هم د بمونو بارودو او کلاشنکوفونو ډکه شوه،په هغه وخت کې د پښتنو د څه سیاسي ګوندونو پرته د هر پښتون دا رامان وو چې سرې لښکرې له وطنه وشړي.او ددې موخې د پاره په قامي او دیني جذبه پښتانه ځلمي د ګڼو تنظیمونو د سیوري لاندې د روسیانو سره وجنګیدل او روس ماتې وخوړه.دا خبره هم د هیرولو نه ده چې دا یواځې د دوه وطنونو ترمنځه شر نه وو بلکې د دوه نظامونو یانې سرمایه دارو او اشتراکیت جنګ وو.سرې لښکرې چې له کومې ورځې تللي د هغه ورځې نه زمونږ قامي فکري انتشار زمونږ پوهانو ته په نظر راغلی دی.خپل منځي جنګونه وشول او د یو بل په مرګونو کې جنتونه ولټولی شول.د پښتون هغه ځانګړتیا چې د وطن او قام ساتنه په هرحال او د هرچا په ضد کولی شوه د قامي نه داسې مذهبي رنګ ته لاړه چې زمونږ د ننګ او ورورولئ ټول رسمونه يې مات کړل.او نن مونږ په قامي توګه د خانه جنګئ ښکار کیدونکي یو.بر پښتانه په شعوري فکري او عملي توګه داسې ویشلی شوي چې د هر دویم نفر سره د کفر ټاپه ورسره ده او اعتدال زمونږ د دغه ټولنې نه بیخي ورک شوی.او دغه اغیزې اوس په پښتونخوا کې هم په ډاګه کتلی شئ.دلته به قامپرست او مذهبي ګوندونه د ټولټاکنو په وخت کې په اولسي غونډو کې د یوه بل په ضد غږیدل دا خبره عادي وه خو د تیرو پنځه کلونو نه دلته هم د یو بل وژنه پیل شوه.د بیلګې په توګه د قامپالو ګوندونو د کارکونکو او مشرانو مرګونه لیدی شئ او د مذهبي مشرانو مرګونه هم له چا پټ نه دي.نو سړی ښه په اسانه اندازه لګولی شي چې په قامي توګه زمونږ راتلونکي وختونه څومره د خطرو نه ډک دي.او زمونږ قامي فکري انتشار او ګډوډي تردې بریده رارسیدلې چې که زمونږ د خاورې او قامه اوس بهرني لاسونه اوځي نو هم مونږ د یو قام په توګه یوځاي ژوند نه شو کولی.تاسو فکر وکړئ چې نن زمونږ پښتون طالب ورور او قامپال ورور د یوه بل مرګونو ته ناست نه دي؟او که زمونږ د برې سیمې نه د اغیارو مداخله ختمه هم شي نو مونږ به په یوه کلي او کوڅه کې ګډ ژوند وکړی شو؟او ددې اغیزې لاندې لر پښتانه د بیخي نوې خانه جنګئ په ډګر نه یو ولاړ؟که دروغ نه وایو نو مونږ میراثي پښتانه نه یو؟او زمونږ پښتو د ويئنا تربریده محدوده نه ده؟او ننني پښتون د لاسه زمونږ قامي وقر برباد نه شو؟زمونږ د ننګ شملې نړۍ والو ته سپکې نه شوې؟نن چې د پښتون نوم چرته واخستلی شي نو د ترهه ګر داغ ورسره نړلی نه وي؟دا ولې؟دا ځکه چې بیا خپله تکراروم /چې مونږ د ويئنا ترحده پښتانه پاتې یو/----------------زه خطا خو نه یم؟
- بېرته شاته