(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په كاردى چى زموږ مخه د پښتو وده او پرمختياوى

 ليك: عبدالجباركاكړ
دريمه برخه
په تيره اوني كښې مو دا ژمنه كړي وه چي په افغانستان كښې پښتو ځموږ مورني ژبه په څه حال ده په دي به خپل وس سره سم څه ليك كوم په كار خو دادي چي موږ په ټول لر او بر كښې هغه ټولي ناخوالو چي ځموږ ګرانه پښتو ورسره مخامخ ده هغه و ټول لر او بر پښتنو ته ورپه ګوته كړو لكه مخ كښې چې ويل شوي وو بيا ددي دپاره داسې چاري وترا شوه چې كوم خنډونه چې پراته دي هغه ليري كړو او خپله ژبه نه يواځى ژوندي وساتو بلكي د نورو پرمخ تللو نړۍ والو ژبو په ليكه كښې ودروو ځكه كه پښتو ژوندي وه پښتون به ژوندي وي كه پښتو پر مخ تللې وه پښتون افغان به پر مخ وي خو كه پښتو خواره وه موږ به ټوله خواريو او بيله د بلې ژبى څخه د كركي په ځائى موږ په خپله ژبه يو ډول راكړه وركړه ونه كړو ولي چي د نړۍ او قام ودي ته تيار نه دي چي په خپله ژبه سوداګري وكړي نه يې په خپله ژبه داربليږي چي دادي خو اره وي نو موږ ته هم دا ژمنه په كارده چي د پشتو د پرمختيا دپاره وو ډوكړو او بښتو د نورو پر مخ تللو ژبو وارو لرغوني كړو او په پښتو كښې داجوهر او صلاحيت شته خو دا بيله خبره ده چي موږ ودي ته دومره كار نه دي كړي نه دومره چيړنه ور باندى شوى ده د تاريخ په اوږدو كښې پښتو د دربار ژبه نه د ګرځيدلي نه په بشپړه ډول افغان حكمرانانو د پښتو په سر لاس ايښې دي خو بيرته هم خوار ولس په زياته بيا ځموږ شاعرانو ليكوالانو اور رڼ  اندو پښتو دا نن ورځي ته را رسولي ده چي يواځي ژوندي پاته شوي ده كښې هر باندني چې څنګه د پښتون مخالف ګرځيدلي دي هم دا ډول د پښتو د مخالفت او مخ نولو څخه مخ نه دي ګرځولي چي ځما په اندداتكى تكي پښتون افغان ته په هره سيمى كښې درك لګيدلي دي خو يوه چركه چي خپل چچوړي تراګي وباسى دهغه د ځغورلو دپاره څه څه نه كوي  ان دا چي كلهخ كله په يوه وګړى هم و رايله شې چې په دي پوه شې چې چچړى ته خطر دي نو پښتنو ته هم اړنه ده چې دوي د خپلې ژبى د ځغورلو دپاره بيداره وي داخبره چي موږ يې د زياتره افغانانو او پښتو څخه اورو چې دا خو د نورو د زياتوب د كبله د موږ يا ځموږ د ژبى سره داسې كيږى نو چي ته ورته ويده يې نو به خو د داسې كيږى يا چي ته د خپلې ژبى څخه بيګانه يې نو به ارومرو داسې كيږى ولې چې دا د بشر فطرت دي چي غواړي خپله برخه غټه كړي پښتانه افغانان كه د نورو په برخه نظرنه ساتي نو دومره خو دي وكړې چې خپله برخه كه هغه په هر اړخ وي هغه خوندي وساتي خبره په افغانستان كښې په پښتو باندى كيدله نو په كاردې چي دوه وروڼه دريم حساب په نظر كښې وساتل شې هم دهغه اسلامى افغانى بشرى تګ لاره او اصول دي خبره به د باركوال مياخيل چې ځوان شاعر دي ددي شعر څخه ونښلوو.
له مينې به دي څنګه په ژوني اخلم لاس
وطنه ستا بچي يمه پيغور راته كه ګوري
يا د جلال امرخيل دهغه شعر......
څو په خپل وطن كښې د پښتون په نوم زوريږمه
څو به په كابل كښې په پښتو پوښتنه نه كوم..؟
ځموږ دي دواړو ځوان شاعرانو هغه څه ډېر ښه انځور كړي دي كوم څه چي د دوى دواړو وارو نور ډيريې احساسوي بايې تر سترګو تيريږي رښتيا خبره ده چې دا پيغور د كرښې ودي خواته د ډېرو تر غوږ و هر ورځ تيريږي چي د كرښې پورى د پښتو او د پښتو سره څه كيږي او دا په رسنيو كښې لوئى لوئى مشران كوي داسې نه چې دوى ځموږ په غم كښې مړه دي بلكې ددي كبله چې پيغور وړاندي كړي چي تاسو ډېر كيو ته لږكيو څه دركړي دي څه خوسته سره څه كړى دى..؟ نو مخ به ارومرو ژرشى؟ ځكه چې پړه پړه ده كه ځه كوم كه ځما ورور؟ خو چې كله حق او برخه د عدالت د لاري وي نو بيا نه ګيلي وي او نه كركه..؟
     ځه باركوال مياخېل جلال امر خيل او نورو بې شميره پښتنو افغانانو ته وايم چي دهغه ستونځه د نن څخه نه ده بلكې دا د ډېره وخته څخه را روانه ده چي د پښتنو ژبى سعدي ارواښاد ګل باچا الفت او د مهال او عصر رڼ اندو شاعرانو او ليكوالانو په دي اړه ډېره مبارزه كړي ده او ليك يا په ولسى جرګى كښي په وارو وارو رابرسيره كړي ده خو اوس وخت بدل شوي دي د افغانستان په اساسى قانون كښې نه يواځى پښتو په ښوونځيو او لوړو زده كړو كښې بلكې د افغانستان دفتري ژبه هم منل شوي ده په كاردى چي دافغانستان اسلامى جمهوري حكومت دا ساسي قانون دلارښو دنو سره سم بيله دڅه څنډه دهغه كار عملي كړي او هغه څوك چي داساسي قانون درناوي كوي ولكه كه هغه څوك وي هغه دي ملاتړ وكړي خوتركومه چي نورو ولس دي هغه دي هم په سوله ايزه حكومت  ودي ته وهڅوي چي په خپل اساسي قانون دي لومړي حكومت عمل ښكاره كړي ځماپه اند په افغانستان كښې د دري پښتو او نورو دافغانى ژبو ترمنځ څخه توپيرنه شته خوځيني تنګ نظره شته چي دوي ددي لاري كركه رابرسيره كول غواړي كنې دنړۍ په قانون كښې به چا داسي نه وي ليدلي چي يوه ژبه دي په بله باندي برلاسي وي بلكى دهر چا او څه برخه ښكاره ده دا خو هغه تنګ نظره خلګه او ياتنګ نظره ملكونه كوي چي هغه بس تنګ نظره وي بلكي د دوي ددي كړو څخه داسي څرګندسيږي چي دوي دخپلى ژبى سره ناراسته دي ځكه چي څه ستاقدر كوم نويه ارومرو ته ځماقدر كوي او اسلام هم دا لارښو دنه كړي ده چي كوم څه وځان ته خوښوي هغه وبل ته هم خوښوه كنې موږ ليدلي دي چي داسلام دهغه دا وي داره دلږكيو د ژبو او د دوي سره څنګه چلن كوي؟
           خولكه مخ كښې چي راغلو چي پخلپه ډير پښتانه دخپلى ژبى په وياړ او قدرنه پوهيږي ځكه دكابل دپښتنو په اړه خو ډيري ټوكي اوريدل كيږي دوي كه دپښتنو يوه مجلس كښې هم ناست وي او ټول ناست پښتانه وي خو دوي دپښتو په ځائي بله ژبه سره وائى په كورو كښې هم دهغه حال دي په دفتر كښې پښتون دپښتون سره په پښتو خبري نه كوي په دفتر كښې عارضه دوي په پښتونه ليكې او داسي ډير جعفرخان اڅكزي دي لوئى څښتن وبخښى دځلاند دپاره موږ مركه ورسره كوله دوي ويل چي په كابل كښې په موږ ټول پښتانه سره ناست وو دوي به په بله ژبه خبري سره كولي ماورته وويل چي دلته خو دبلى ژبى څوك نه شته نوتاسوولي په پښـتو خبري نه كوي؟ نو خوبيرته هم پړه ځموږ شوه په نورو باندي ولي پړه واچول شي؟ په كار دي چي ونورو ته دګوتي پورته كولو دمخه ځان ته ګوته پورته كړو؟
  داسي خو دا يوه معمولي خبره ده چي موږ دبل په ژبه خبري پخپلو كښې سره كوو ياليك د نورو په ژبه كوو خو ددي پايلى ډيري بدي وي او ژبى هم په دي ډول خوار يږي يا دمنځ څخه ځې يا دا چي په خپله ژبه كښې توري ديوه توري ديوه توكي دپاره وي او ته بيځايه دبلى ژبى توري ګاروي يا دپښتو دالناپه ځائي دبلې يا نورو ژبو توري ګاروي په دري كښې دپښتو ځانګړي ټكى نشته اود دي ژبى خلګه مجبور اوړدي چي ډ يه دوليكى ټ په ت وليكى او داسي نور خور پښتو ويونكى او ليكونكي هم هغه چم كوي لكه څنګه چي درې وال كوي ليكه سسټم چي دانګريزي ژبى توري دي په درې كښې ټ نه وي كيږي نو دوي يې سستم ليكى خو پښتو ليكوالان يې هم سستم ليكې كله كله خو په پښتو ليك كښې د درې او عربى ژبو دومره توري ګاريږي چي لوستونكي يې په مانانه پوهيږي هم دا ډول د كابل په را ډيو باندي دنورو ژبو بهر ماردي چي اوريدونكي نه پوهيږي ځكه چي ځموږ په دي سيمه كښې د ډير و دخولى دهغه وخته څخه ما اوريدلي دي چي دوزي وائي چي دكابل دراپو په خبروموږ نه پوهيږو.
    كله چي موږ په كورو كښې پښتونه وايو په شاوخوا كښې پښتونه وبله كيږي په دفتر او ښوونځي كښې پښتوته دومره ارزښت نه وركول كيږي پخپلو كښې موږ  پښتو باندي خبري نه كوودنورو ژبو توري په لويه كچه پخپله ژبه منډونو كه د مينځ نه وړي نو موږ خپله خپله ژبه د مينځ د وړلو ډنډه تر سره كوي هم دهغه خبره ده چي په دي افغانستان كښې څومره پښتانه افغانان دي چي دوى بشپړه پښتو ايره كړي ده او د نورو په ژبه خبرى څه هغه دلته په ګوته كول نه غواړم خو هر څوك په دى خبر دي داسې خو بې شميره پښتانه په هند كښې دي خو دوى اوس پښتانه او افغانان نه دي پاته خو د ځان سره او يوسف ذي لودهي او نور څه ليكي چي دوي ځان اوس هم پښتانه شميري ددي سره سره چي دوى د پښتنو سره ډېره مينه كوي كله چي موږ هند ته تللې وو په كوم هوټل كښې چې موږ پاته كيدو هغه د يوه هند وو خو منشى يې مسلمان پښتون افغان او يوسف ذي وو د موږ څخه ډېر نزديكت او مينه كوله بيا يو بل ځائى موږ په نه پيژندنه يو پخوانى پښتانه چي هغه هم يوسف ذي پښتون وو موږ ته د ماخستن ميلمستيا راكړه داسې نور ډېر پښتانه موږ وليدو چي په نامه پښتونه وو خو د موږ سره يې ډېره مينه كوله ځما ددي خبرى مطلب دادي چي موږ په خپله ګرانه پښتو پښتانه افغان يو چي پښتو نه يواځي ځموږ مورني ژبه ده بلكى ځموږ دود او دستور هم دي ځموږ تاريخ هم دي او ځموږ سباون هم دي پښتو د ژوند يوه پشپړه تك لاره ده اوس چي نړۍ د كلى والتوب(GLOBALAZATIO)په لور روانه ده او يو د بل په ژبو باندى د دوى په دود او دستور باندى وارو نه كيږى نو كه ځموږ دخپلې ژبى دود دستور او خاوري سره دومره بيګانه وو نو آيا موږ به د دهغه ناترسه ځپو سره سيالي وكړو..؟ آيا موږ به په دي كليوالتوب كښې خپل ټول ارزښتونو سره ددي برخه جوړيږو كه په موږ د نورو په رنګ رنګيږو چي هغه ځموږ د سپيڅلي دين او ځموږ د ژبى دود دستور او كلتور سره يو ډول اړه نه لري دا پوښتنه ځه په تاسو باندى پريږدم..؟

څلوريمه برخه

په تېره اوني كښې موږ په افغانستان كښې د پښتو مخ ته د خنډونوپه اړه د خپلو معلوماتو سره سم يو څو ليكي ستاسو و مخ ته وړاندى كړى كيدي شې چې ځموږ معلومات بشپړه نه وي نو كيدي شې چې يو بل څوك ځموږ د معلوماتو څخه هم زيات معلومات و لر بر لوستونكو ته وړاندي كړي چي موږ ټوله هغه ناخوالو باندى خبر شو چي بيا يوه داسې لاره و تراشل شې چې ځموږ مورني ژبه زياته وده وكړي او ددي د څنګه دهغه تكي تكي ولس يو د بل په هر اړخيزو چارو ځان سره خبر كړى.

                      په دي ليك كښې به موږ په شمالى پښتونخوا (خيبرپښتونخوا) منځني پښتونخوا (قبائيلى) سيمو كښې د پښتو په حال ځان خبروو كه څه هم په دهغه خوا كښې د پښتو دپاره ډېر كار شوي دي او د ډېره وخته څخه كار روان دي او د پښتو ډېر نامتو او د نړۍ والي كچى  شاعران او ليكوالان دي خاوري ژيژولى دي چي د ټولو نومونه دلته په ګوته كول آسانه خبره نه ده كه د دوي د پښتو دپاره شوى كارو ته موږ ځير شو نو موږ كولى شو چي د ډېرو ناخوالو د څنګه د پښتو مركزو نوموو خو چي كلو هغه ناخوالى موږ په ګوته كړو نو بيا يو سړى په خپله دهغه پريكړه باندى د نوي سره څخه و غور كولو ته اړ كوي چي پښتو مركز دي شمالى پښتونخوا وګرځول شې هم دهغه ناخوالي دي چي سړى دا ويره احساسه وي چي داسې نه وي چي موږ خپله رښتني پښتو دلاسه وركړو ولي چي په دهغه سيمه كښې دتېرو څوكلو يا لسيځو څخه د پښتو په ليك دود كښې ډېر توپير راغلي دي كه موږ د شمالى پښتونخوا د نن څخه شل پنځويښت يا ددي څخه د پورته څو كلوچاپ شوي كتابونه و ګورو او د نن ورځي د چاپ شوو كتابو سره پرتله كړونو به حريان ورته پاته شو يو خوا د پښتو ځانګړى ټكي لكه ښ، ږ، ڼ، څ، ځ په نوو ټكو بدل شوي يا ددي دپاره كار روان دي خو ددې د مخه داسې نه وو كه موږ د خدائى بخښلې اجمل خټك كتاب دا زه پاګلوم ولولو يا د باچا خان دهغه وخت پښتون مجله و لولو يا نور پخوانى كابونه نو د پښتو ځانګړى ټكي پخپل ځائى ګار شوي دي او يوه معياري پښتو ليك دود په كښې ګار شوي دي خو اوس چې كوم كتابونه چاپ كيږى يو خوا د پښتو د تورو او الفاظو په ځائى د نورو ژبو دومره و دننه كړل شوي دي چي كله كله د چا دا ګمان باندى راشې چې ځه د پشتو كتاب نه لولمه بلكې كوم د بلې ژبى كتاب دي او په وارو وارو په دي باندى ليكنى شوي دي كه ځموږ د شمالى پښتونخوا ليكوالانو شاعرانو او اديبانو ودي لويه تېروتنه ته پاملرنه ونه كړه لوبه ارومرو يوه ګلابى پښتو ژر ځموږ و مخ ته راشى.

     عجبه خبره خو دا ده چي نن چين او ايران په دولتى كچه دا پريكړه كړي ده چي هم دواړه ملكونه د خپلو ژبو څخه د پربديو ژبو توري وباسى او په دي باندى په دولتى كچه  كار روان دي دا دواړه داسې ملكونه دي چي د دوي ژبى چينائى او فارسى هم دفتري ژبى دي هم د ښوونځي او ماركيټ ژبى دى هم د رسېنو آن دا چې دا دواړي ژبى حكومتى او دولتى ژبى چې څومره ارزښت په خپلو خپلو هيوادونو كښې لرى پښتو خو دهغه ټولو اسانتياو څخه بې برخى ده يا بى برخى كړل شوي ده نه يواځي چين او ايران بلكې د نړۍ نور ملكونه په دي كار بوخت دي چي د خپلو ژبو څخه د باندنيو ژبو توري وباسى څرګنده خبره ده چې ارومرو به ددي په زيان دوي پوه شوي وي خو موږ يو چي په پټو سترګو د نورو ژبو توري په خپله ژبه منډو چې دا ښه پايلى ونه لرى چې پښتو ته به د وخت د تېريدو سره رسوي بيا به موږ ددي وړلو چې د پښتو څخه د باندنيو ژبى توري وباسى يا دا چې د نورو ژبو توري دومري ډېروي چي د پښتو تورو واستلو ته د را روان كهول اړشې ځكه د مخه موږ ويلي ووچي د يوه قام د مينځ څخه د وړلو دپاره اړنه ده چي دهغه ژبه ځينى واخلى د پښتو او پښتنو د مينځ څخه د وړلو د دښمنانو هڅي د ډېرو وختو څخه د مغل ددوره را رواني دي خو دوي لولي څښتن په فضل ځموږ دښمنان په دي كار كښې بريالي نه شول كه څه هم په ډېره لويه كچه داسې هڅي وشوى نو ځكه دوى دا بله لاره خپله كړه چي پښتو يې ورګډ وډه كړه چي د كار په كابل كښې په دومره لويه كچه نه دي روان لكه په شمالى پښتونخوا كښې چې روان دي نن موږ د پښتو دوځو نومونه لكه د ګل ورځ د زيارت ورځ د جمعه د خالى ورځ دلاسه وركړى دي او ډېر لږ كليوال وګړى يې ګاروي كښې د شمالى پښتونخوا په ګډون منځنى پښتونخوا او سويلي پښتونخوا يا خو پير،منګل، بدهه، يا يكشنبه، دوشنبه، سه شنبه او نوري ټكى ګاروي په شمالى پښتونخوا يا پى كي پى خو د پښتو شميرني يا ګتني هم ايره كړي ده او دهغه په ځائى بيس تيس چاليس په كار راوړي او ځما په اندچې په سلو كښې لسى وګړى به داسې نوي چي دوى د يوه څخه نيولي بيا تر سلو پوري شميرني وكړى دا ولى داسې كيږى ددې ډېر علتونه دي خو ددي ټولو پيړه هم په موږ باندى راځي په كاردي چي موږ نور پړه نه كړو خو د پاكستان چاپيريال داسې جوړ شوي دي او رسنېاو ميډيا هغه څه ښكاره كوي چي هغه نه زموږ د مذهب سره اړه لرى نه ددي ملك د تاريخ قامونو د جوړ شوي دي او رسنې او ميډيا هغه څه ښكاره كوي چي  هغه نه زموږ د مذهب سره اړه لري نه ددي ملك د تاريخى قامونو د دود او كلتور سره څه اړه لرى چاچي څه وكړو هغه يې وكړو د مخ نوي سوچ د چا سره نښته خو دا به هغه وخت و دوي ته څرګند شې چې اوبه تر ورخ واوړي كه د لويديځ دود او كلتور و دوي ته ډېر خوښ دي او ګران دي خو ځموږ د آسيا دود او كلتورو نه يواځي ډېر پخوانى دى بلكې ډېر ارزښت هم لرى دا رښتيا خبره ده چې لويديځ و زده كړو تعليم او سائنس ټيكنالوجى ته مخه كړه او د نه يواځې ډېر پخوانى دى بلكى ډېر ارزښت هم لرى دا رښتيا خبره ده چي لويديځ و زده كړو تعليم او سائنس ټيكنالوجى ته مخه كړه او د پرمختيا واوج ته دوي ورسيدو او موږ و دوي ته اړ او محتاج شول او دهري لاري دوي په موږ باندى اغيزي كوي كه په وخت موږ د آسيا خلګو زده كړو سائنس او ټيكنالوجى ته مخه كړي وي نو به نن دا حال نه وى.

     يو بله لويه تېروتنه چې ځموږ د شمالى پښتونخوا په ايالت كښې د كلچر په نامه كيږى هغه هم د پښتو دود او رواج ته ډېر زيان رسولي دي كوم فلمونه او ډرامي او په نورو نومو چي كلتوري دستوري كړي هغه ځموږ د پښتنو د دود او كلتور سره يو ډول اړه نه لرى خو بيا هم ځموږ دهغه كهول روان دي نورو كلتور د پښتنو  په نامه ښكاره كيږى دديې د څنګه د پيسو په نامه باندى داسې شاعرى ځموږ په دهغه سيمو كښې كيږى چې هغه ځموږ د تاريخ دود دستور او كلتور سره يو ډول اړيكى نه لرى كيدى شى چې د ځينو نورو خلګو به دهغه كلتور وي او د دوي په ټولنه او كورو كښې به دي څخه څوك بد نه وړي خو نه دا د پښتنو دو ددي نه پښتانه په خپل كور كښيې داسې څخه ځغملى شې.

داسې نه چي موږ پښتانه د يوې بلې نړۍ مخلوق يو او ددي نړۍ اغيزي به په موږ نه كيږى دا هر څه شته موږ به هم د نړۍ سره سم په ځان كښې څه نه څه بدلون راولو خو ددي مانا دا هم نه ده چي خپل هر څه دلاسه وركړو او د نورو ښه او بد خپل كړو دا وخت لر او بر پښتون افغان د يوه لوئى ناورين څخه تيريږى د تېرو پنځه ديش كلو څخه موږ د نورو په جګړو كښې راګير يو ځموږ خاوره ځموږ هر څه وران شوى دى په لكاو لكاو وژل شوي دي په لكاو لكاو وګړي د خپلو كورو څخه بې كوره شوي او بې كوره كيږى په دا تېرو درې لسيځه كښې چې ددي قام سره څه وشو په تاريخ كښې به د بل چا سره نه وي شوى او اوس هم دانه د څرګنده چې په را روان وخت كښې به ددې ولس سره څه كيږى ټوله نړۍ كه هغه ليري دي كه نزدې ځموږ په ورانيو بوخت دي او ددي څخه څوك ډه ډه نه شې كوي خو ددي ټولو ناخوالو د څنګه د ډېر وخته څخه موږ ګرانه ژبه او ځموږ دود دستور دورانولو د هڅو څخه مخ نه ګرځوي دا هر څه چې موږ په ګوته كوو دا ددي دپاره چي و خپل لر بر قام ته دا څرګنده وي او دوي د خپله وسه داسي هڅي وكړى چې د دهغه نړۍ وال ناورين څخه ځان وځغوري او نړۍ والو ته دا ورو ښايى چې پښتون افغان نه وران كار دي نه تهره ګر نه نا سياله دي نه غير مذهب دي بلكى په بشپړه يو نوموړي قام دي چي يو لرغوني تاريخ لرى داسې ژبه لرى چې د نړۍ د لويو ژبو څخه يو ده ډېر پراخ وطن لرى ډېر شتمن دود دستور او كلچر لري چي هم يې د غم ځائى ښكاره دي هم يې د ښادي او اختر ورځ ښكاره ده دابيله خبره ده چې د تهره ګري په نامه باندى د پښتنو افغانانو نه جنازي خوندي دي نه يې جمات خوندي دي نه يې مركه او جرګه خوندي ده نه يې ښوونځي ليسه او كالج خوندي نه يې مشر سپين ږيري او د مخ سړى نو ځكه چې و پښتون افغان ته په كارده چي خپل تس نس وجود سره راټول كړي يو بل ته لاس سره وركړى او كوم ناورين او طوفان چې په راوستل شوي دي دهغه مخ نوي په مړانه وكړى او كوم باندنې لاسونه چې ځموږ ګريوانو ته را رسيدلي دي هغه غوڅ كړي دا هغه وخت كيدي شې چي موږ لاس په لاس كښې سره وركړو د خپلې خاوري د خپلې ژبى د خپل دود او دستور ساتنه وكړى ولې چې دا ځموږ د ټولو پيژندګلوي او شناخت دي نو هر څوك چې ځموږ دي وباړونو ته لاس اچوي هغه خپل دښمن وګڼو كه هغه خپل دي يا پريدي..؟ ډېر خلګه به دا فكر كوي چي داسې خبرى او ليكنه د خلګو په مينځ كښې كرګه رابرسيره كوي خو يوواربيا په لويه چغه د خبره كول غواړم چي نن پښتون افغان د يوې ډېري بدي ناخوالى سره مخامخ دي دا هر څه چي د قلم د څوكي څخه راوځي دا ټوله رښتيا او حقيقت دي او په كاردي چي په رښتيا سترګي پټي نه شې او څوك چې مخالفت ورسره كوي هغه هم دا رښتيا ومنې داسې هم د اسلام سپيڅلي د بن ښووني په رښتيا باندى ولاړي دي او دا ښوونه كوي چي كوم ښې دي ځان ته خوښ دي هغه تل ته هم خوښوه او كوم شې چې دي ځان ته نه وي خوښ هغه بل ته مه خوښه وه پښتون افغان خو يو پراخ لمني قام دي هم چي نن د كومو ناخوالو سره مخامخ دي ددي يو علت هم دهغه دي.

     نن چي پښتون افغان ته د مارانو كوم سرونه ښكاره كول كيږي په كاردي چي په هغه موږ پوه شو او تر ډېره پوري په پوه يو خو په دي نه يو پوه چې د شطرنج په دي لوبه كښې كوم چال خپل كړو هر كله چي موږ په چال ورسره پوه شو نو بيا هيڅوك د موږ څخه برى نه شې وړي نن هر څه څرګند شوي دي د تېروتنې ګنجائش نه دي پاته خو ددي هر څه سره سره په كاردي چې ځموږ نړۍ والو ته دا څرګند كړو چې ددي خاوري بچى او خاوندان موږ يو د نړۍ والوسره د برابرى په كچه ژوند كول د هر بشر حق دي پخپله خاوره په خپله ژبه خپل دود دستور او خپل سپيڅلى دين اسلام ساتنه ځموږ شعار دي.

- بېرته شاته