(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې ساري مبارزه خو پايلى يې څه.؟

ليكونكى:محمدنعيم كاكړ
وطن كړو وران سپينويګړو، سپينو كوكو كۀ دواړو
دې ملك ته اور ورته كړو خپلو كۀ پردو كۀ دواړو
داشعرد ارواښاد كاكا چي صنوبر حسين دي چي نز دي نيمه پيړي يا تر دي هم دمخه جوړ كړي او ويلى دي كاكا جي زموږ دخاوري يو ډير لوئى مبارز وو چي دوي نه يواځي دسره فرنګي په ضددخپلو ملګرو سره مبارزه اوسله واله كوله بلكي دانګريزانو دځائي ناستو په ضد يې دتوري او دقلم دلاري ترخپلى وروستي سلګي دپښتون قام او دخوار ولس دپاره ږغ پورته كړي وو دوي دخاوري دخپلواكي او خوار ولس د زورځواكو څخه دځخورلو دپاره ښارغرونه كلى اوكورونه تر خپلو پښو لاندي كړى وو آن داچي كاكاجى صنوبر حسين واده هم ترپا يه ونه كړي او خپلى مبارزي ته دوام وركړي چي  هم ددهغه جنوري په مياشت كښې په حق ورسيدي خو خپل نوم دوطن پالو او خواري كښو په مبارزو كښې ثبت او وليكي ددي څخه علاوه ارواښادكاكاجى صنوبر حسين تر شاد شاعري او نثر ښه  ډير چاپ ناچاپه كتابونه پرۍ اښنې دي خو زموږ دبى غوري او دپام نه كولو دكبله هم  دالوئي مبارز ليكوال شاعر او په خاوره مين څوك دسره څخه اير كړي دي نه ددي په مبارزه چي دوي دخاوري دځخورلو دپاره كوله نه ددوي دقلم په مبارزه دومره څه پيژندګلوي په خپل ولس كښې كړي ده چي دخدائى بخښلى ارواح ته كرار ورسيږي ددي پړه په چاواچول شې ځه پخپله په دي اړه څه نه شم ويلى خوارو مرو دخپل ځان څخه داپوښتنه كوم چي دنړۍ ډير لږ قاموبه دنړۍ په مخ تير شوي چي دومره سرشندني كړي وي لكه د هغه پښتون افغان چي په ځان وړي دي خو دوي هيڅ هم نه دي ترلاسه كړي بلكې نور په شاتللي دي او دومره يې هم من حيث القوم نه دي كړي چي دوي ددي مبارزو نيټه ليك وليكي د دوي مبارزه وخپل ولس ته  وړاندي كړي بلكې هر مبارزه او مبارز يې داسي اير كړي دي لكه ارواښاد كاكاجى يا حاجى صاحب دترنګزو او يو شمير نور دي غيرت مني خاوري او ننګيالىولس خو دومره قارمانان وركړي دي كه د دوي ورځي او تلينونه موږ لمانځل پيل كړو نو نه شم ويلي چي دكال يوه ورځ به هم داسي تشه او خالى پاته شې خو ددي مانادانه ده  چي موږ دوي ايركړو ولي چي تاريخ هم دهغه ننګياليان جوړه وي او دتاريخ څخه مخ ګرځول د پوهانو په وينا ديوه وګړي څخه حافظه وړل دي په لراوبر كښې په پښتو ژبو په تاريخىكسانو او شخصياتو باندي غونډي سيمنار ونه او ورځى لمانځل او تللينونه كيږي داسي نور ډير څه خو په دي ټولو كښې ځموږ  يو شمير كارمانان دسره څخه دپام غورځي خو داسي څوك تراوسه  نه دي ليدل شوي چي دوي دهغه مبارزينو شهيدانو او نورو په كال كښې يوه ورځ وټاكي چي  دكاكاجى صنوبر وارو مبارز وګډه ورځ ولمانځل شې  آياداسي به كله وشې؟
ځماليك دكاكاجى صنوبر حسين په پورتني شعر باندي وو چي په دي شعر كښې دپښتنو افغانو دپاره هر څه نخښتي دي چي دنن څخه يوه پيړي دمخه هم داسي ناورين په دي بشپړه خاوره او ولس جوړ وو او نن هم جوړ دي دپښتانه افغان كورته اورورته شوي دي هر څه يې په كښې سوځلي دي خوداڅرګنده نه ده چي دا اور خپلو لګولي دي كه پردولګولي دي په دي خاوره باندي چي يو اور سوړشي بل اور باندي تازه شې او دانه دڅرګنده چي دا ورونه به تركله ددي خاوري په ماشومانو ښځوسړيوبل وي خو لكه چي ويل كيږي چي يوځنګل نويدي او وچي ټولي په كښې سوځي چي دپښتانه په كورلګيدلي او رهم و دهغه ځنګله اورته ورته دي كاكاجى صنوبر حسين خو وهغه چاته ګوته نيولي ده چاچي دهغه وخته څخه په دي خاوره اورلګولي دي خو داپوښتنه يې هم كړي ده چي داپريدي دي كه خپل دي؟
خو دلته داپوښتنه هم كيږي چي ددهغه دومره سرشندنو وروسته پښتون افغان ولي خپل منزل ته نه دي رسيدلي پښتانه افغانان مبارزوميدان ته راووځي بى ساري مبارزه وكړي څلويښت كاله پنځوس كاله خو يو څه هم ترلاسه نه كړي سپين ږيري يا په حق ورسيږي يا بياشهيدان شې هم دهغه كاروان دپيرروښان دوخت څخه را روان دي او ترنن پوري دوام كوي دهغه زموږ په دهغه شپته كاله ژوند كښې موږ څوني دكار سړي دلاسه وركړوخو په ځائي ددي چي مخ ته ولاړشو خوموږ د هري لاري وشاته تللي يو او نور  و شاته بېول كيږو ډير دكار سړي اوس هم لرو خو دوي هم دپخوانيو وارو په  دي چي نن به رڼا شې صبا به رڼا شې دهغه دي زموږ اوستاسوو مخ ته دهغه درې څلور ليسځى تيري شوي خو پايلي صفردي  رښتياه خبره دا ده چي دا اوږده مبارزه په زياته بيادتيري نزدي يوپيړي مبارزي او ناورين موږ ته د پوه پناه كيدو په چپه بل څه نه  دي راكړي ځكه داټوله مبارزه رڼه رڼاكښې نه دشوي بلكى په توره تياره او بيله دڅه مخه او هدف ترسره شوي ده يا موږ داهوډ نه دي كړي چي دخپل ولس او قام حالت په بدلوو او داهر څه به په خپلو موټوكو وقرآن شريف كښې لوئى څښتن هم دا خبره كړي ده چي ځه(ج) دهغه قام حالت نه بدلوم كوم قام چي دخپل قام دبدلولو هو ډ نه وي كړي خو موږ مبارزه ډيره اوږ ده كړي ده خو دقام حالت مونه كړي بدل دا ځكه چي موږ هر لوري دبل اسره اخستي ده او دنورو په بيساكي ولاړ او دريدلي يوبلكى په خپله ناپوهي موږ وخپل كورته اور ورته كړي او په دي خو شحاليږو چي اوس به ګټه راځي اوس به راځي كه دباچا خان دمبارزي څخه موږ دحالاتو جاج واخلونو پايله به هم هغه وي لكه وړلندي چي وويل شو ارواښاد خان عبدالغفار خان دخپلو ملګر وسره دخدائي خدمتګار په نامه يوه ډيره پراخه او مغز نه مبارزه د ۱۹۱۹ء څخه پيل كړي وه چي دانګريز به ددي خاوري څخه باسو او د پښتنو د هغه مبارزه دوي دهنددكانګريس سره تړلي وه او دګاندهي جى او نورو ګانګرسانو په ګډه دا يو لوئي پاڅون وو خو كانګريس ځان ته خپله مخه ټاكلى وه دپښتنو په ملګر تيااو مبارزه خو سور انګريز ددي سيمى څخه ولاړ كانګريس آزادي ترلاسه كړه او هنديې يو خپلواك او پرمخ تللي هيواد هم په دي لور روان كړي او روان دي خو خدائى بخښلى باچاخان او دده ملګرو ته څه په لاس ورغلو په دي اړه خپله باچا خان په خپل كتاب زما ژوند او مبارزه كښې په ډيررڼ تندي او رښتيارښتياليكلى دي دوي خپلواكي ترلاسه كړه خو باچا خان ،خان شهيد عبدالصمدخان او په سلاؤ نورو ته بيله دبندي خانو ځورولو او در په درې نور څه په لاس ورغلو چي داهر زموږ اوستاسو ومخ ته دي كانګريس داتراشلي وه چي دخپلواكى ولاس ته دراوړ لو دپاره او دهغه وروسته به څه كوي خو خدائى خدمتګار دا نه و اتراشلي  چي انګريز ولاړشې نو به څه كوي هم په دهغه لوئي هند كښې پاته كيږي دافغانستان دخپل ټاټوبى سره به ګډيږي پا به به په پاكستان كښې ورګډيږي يا دا چي  دپښتنو به جلا هيواد وي؟ ددي سره سره باچا خان او ملګرو يې داهم  نه وسنجولي او تراشلي كه دايو څه ونه شو لكه  چي دباچاخان دده ملګرويادپښتنو دپاره دانګريزانو دتلو څخه څه پراخى نه راغله بيا به خدائى خدمتګار او پښتانه  څه كوي كه به اوبو ته لاهوكيږي چي هري خواته يې يو وړو؟   
دويمه برخه
تيرليك موږ دارواښاد مبارز كاكاجى صنوبر حسين ددي شعر څخه پيل كړي وو
   وطن كړو وران سپينوپګړوكوكوكه دواړو
    دي ملك ته اور ورته كړو خپلوكه پردوكه دواړو
           دپښتنو افغانانو هيواد او خاوره پخوا هم ورانه شوي وه او اوس ورانه شوي ده كه څه هم دورانولو يې بيل بيل رنګونه او ډولونه دي خو د نزدي پيړو څخه چي ځمو زموږ خاوره څنګه ورانيږي هغه يوه داسي بڼه لري چي دكاكاجي صنوبر حسين دوينا رښتنونى ښكاره كوي خو دشلمى پيړي په وروستېو دووليسځو او د يوشتمي پيړي په لومړي لسيځه كښې چي ددي خاوري او ددي ولس سره چي څه وشوو دا ډول به هلاكو خان او چنګيزخان دچاسره نه وي كړي لكه دنن ورځي نړۍ والو ناترسو چي دپښتون افغان ولس او خاوري سره چي وګړو زه دلته هغه ټول ورانى دلته نه شم بيا كولي ولي چي دا دومره جيراو ناتار دي او په دومره لويه كچه دي چي كتابونه باندي ليكل كيدي شي خو افسوس او وير په دى كوم چي نه كوم پښتانه افغان نه باندنيانو په دي څه وليكل چي څومره دپښتانه افغان ككړي دخاورو سره خاوري شوي څومره افغانان پښتانه دكورو څخه بى كوري شول څومره اواره او بىلاري شول او څومره دا وطن په كنډولو بدل او ويجاړ شو خو موږ بيرته هم د دونى ناتار وروسته يوبل ته په مورپو كښې سره ناست يو او پخپله سره وژنو خپلى ښځي كونډوو خپل ماشومان يتميان كوو او خپل روغ ويجاړو او زمامطلب كله هم دانه دي چي زه ويوي ډلي ګونديا سړي ته اشاره وكړم يا يې په نخښه كړم د افغان پښتون كورسوځل شوي دي هر څه وران شوي دي لانور ورانيږي دا چي هر چاچي هو ځموږ هر څه وران شوي او تالار شوي دي
 ځموږ په لكاؤ وګړي داسي دوانېو سره مخامخ شوي دي دوي بيرته وخپل ځائى ته رسول به هم لسيځى وغواړي نو ځكه چيث هر پښتون افغان يا يو مسلمان چي دبشر خوا خوږي وي هغه د نزدي څلور ولسيځو په ناروين خواښني كيږي نه هغه پښتانه او مسلمان چي دي نه رښتني پښتون وي نه سپيڅلي مسلمان چي هميش د بم (بوم) د ارواح څخه وي او دهغه مرغه طبيه لري....؟
خو دلته پښتنو افغان رڼ اندو او تاريخ پوهانو ته په كار دي چي دمغل ددور څخه نيولي بياترنن پوري پښتون افغان دوخت دحكمرانانو په نخښه پاته شوي دي چي هم دهغه قام بل دومره نه دي ځورولي لكه پخپلو كښې چي دوي يو دبل په غاړه كښې داچولو هڅه يې كړي ده او دوي يې په بيلو بيلو مور چلو كښې يو دبل په ضد كښينولي دي خو زه په ډيره خواښني داخبره كوم چي دپښتانه افغان د اورور ژنه داسلام په سپيڅلى نامه باندي شوي ده اوارو اښار د كاكاجى صنوبر حسين ودي ته ګوته نيولي ده.
       وطن كړو وران سپينو پګړو كوكو كه دواړو . دي ملك ته اورور ته كړو خپلو كه پردو كه دواره كه موږ دپير روښان د دوره څخه خپله خبره ونښلوونو پيرروښان ارواښاد او دده دملګرو غوښتنه څه وه چي په دي خبره هر سړي پوه دي دوي دنړۍ دنورو قامو وارو يو پښتون ملت غوښتني داځكه چي دمغل پاچاخان  كه څه هم مسلمانان وو خو دوي دمسلمانانو په ځائي وهندوانو ته ډير مات وو ولي چي دوي په دي خبروو چي تر هغه وخته چي دهندوانو ملګرينه وي راسره تر هغه وخته په هندپاچاهي نه شي كيدي او بل دا چي دمغل وپاچاهى ته دهري هوا خطروي دهغه كاركول ضروري دوي ګڼلي وو روښان او د روښان غورځنګ څرګنده ده چي دخپل پښتون قان بشري حق يې غوښتي ولي چي دشير شاه سوري په هند كښې دحكومت د ختم كيدو وروسته دپښتنو مركزيت فاش فاش شوي وو او دهر پښتون دا ارمان وو چي دومره پياوړي قام دبل چاترواك لاندي شې نو ولي دتش نش پښتون سره راټول شې او خپل پخوانى وياړ ترلاسه كړي خو مغل هم په دي بنه پوه وو كه چيري دپښتون افغان په ضد جګړه پيل كړم نو پښتون افغان بشپړه راته يو كيږي چي ماتو وركول به ګران وي نو ځكه چي مغل واكمنانو داسلام دسپيڅلي نوم را وړاندي كړي خوكه پيرروښان او دده غورځنګ ومغلو څخه پورته مسلمانان نه وو خو تردوي پاته هم نه وو خو مغل په دي خبر وو چي د روښان غورځنګ ته ماته دوركولو يواځني لاره هم دهغه ده ځكه چي دوي مغلودر ويزه ورته راپوته كړي او پيرروښان او دده ملګري داسلام وچوكاټ څخه واستي اوو ارواښا دپيرروښان ته دپيرتحريك نوم وړكړي او د روښان لخوا چي دپښتو او پښتنو دپاره كوم ويارلي كارونه كول دهري لاري دهغه مخالف كاوي او په ځان هم هغه پښتانه راټول كړي وو چي په اسلام ډيرمين وو خودبده مرغه دهغه ساداره مسلمانان پښتانه په دي وو خبر چي لوبه څه ده او اسلام څنګه دپيرروښان وغورځنګ په ضدګارول كيږي در ويزه په ځكه چي دمغل حكمرانانو ټولى اسانتياوي لكه وسله كلداري دجمات خان اوملك  او دمغل په تهال راټول د نوموړي راټول وو خو پيرروښان په اسلام او په خپل قان باورلري نو ځكه چي سل كاله وروسته هم دپيرروشان غورځنګ دخپل قام په مرسته دمغل او د ده دڅائى لاس پو څو پعه ضدو جنګيدو كله خپله ماته خوړله او كله مغلوته ماته وركوله خو دبل دپاره چي څوك كار كوي دهغه د نوم څخه تاريخ كركه كوي نن هم پيرروښان نوم دده په مبارزه پښتانه افغانان وياړ كوي او دده په پله ګام ايښى دي خو دبده مرغه هميش دپښتون افغان دښنمانو او حكمرانانو هغه لاره خپله كړي ده وكومي بنسټ چي مغلو ايښي وو خو تاريخ رښتيا وائي او اسلام هم دښتنو ملا تړي دي اروښادپيرروښان او دده مبارزه نه ايريدونكي ده خواخونددروازه بى دركه دي.
     تاريخ خو داپريكړه وكړه چي دښتنى څوك وو خو زموږ ولس په دي ناخبره دي چي څنګه دښمن دهري لاري ځان وخپلي ګټي ته رسوي دپيرروښان غورځنګ تراوسه ژوندي دي او د هغه وخته څخه تراوسه پوري بيل بيل ډولو نوځان ساتلي دي خو دمغلو پلو يانو هم دخپلو بادارانو ورسيسو ته دوام وركړي هم  هغه حربه ګاروي لكه داخوند درويزه په لاس كښې چي دخپلو ګټو دپاره اسلام سپيڅلي نوم ورپه برخه كړي وو او دپښتوورانى اوس هم په هغه ډول روان دي كه تر پخوا نور زيات شوي دي په دي كښې به شك نه وي دپيرروښان په ضدباندي مغل واكمنان او ځائى لاس پوځى ولاړوو وو خواوس  دتيرو نز دي څو لسيځو څخه ټوله نړۍ د دوي په ضد راپاريدلي ده نو هم دا خبره ده چي نن ترپرون دپښتون افغان هر څه تالار شوي دي خوپه  نن حالاتو كښې بيرته هم دااړنه خبره ده چي دپيرروښان دغورځنګ په رڼا كښې پيتانه افغانان پيرروښان او اخوند د رويزه وپيژنى چي دلومړي ورځي څخه تراوسه دا دواړه څنګ په څنګ سره را روان دي نو ځكه چي پيژند كلوي به څه ګرانه وي خواڼ انده او پوهان دهغه سرښته دتاريخ په اوږ دو كښې سره تړلي شي نو ځكه چي ارواښادكاكا جى صنوبر حسين داموږ څخه داپوښتنه كوي.
             وطن كړو وران سپينو پكړو كوكو كه دواړو
            دي ملك ته اورورته كړو خپلو كه پردو كه دواړه
- بېرته شاته