(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جګړیزوجرایمو رپوټونو یوه امنیتي کاپي په برکسل کې شته

دفرانکفورته  الګمینه څیتونګ ویبپانه
برلین  :  ۱۳ ـ ۰۱ ـ ۲۰۱۲
لیکواله : فدریکه بوګه  
 ژباړن  : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دافغانستان د بشري حقونو دخپلواک کمیسون  له دندي ګوښه  کړل شوي کمیشنر  دنادر نادري لخوا یو ډیر پټ او ځانګړي رپوټ د جنګې جرایمو په  هکله چمتو شوي دی . دی مجبور دی  د دغې رپوټ د سانسور یدلو مخه  ونیسي .
نادر نادري هیچ یي خپل تصادف ته پریښي نه دي .که ده ته څه  ورپیښ هم شي ،هغه څه چې افغانستان کې په اساني  سره شوني دي او یا که د ده ځای ناستي پریکړه وکړي، د دغي چاودیدونکې رپوټ  په  ځینو برخو کې لاسوهنه کړي، په پای کې به بلاخره هر څه له جزیاتو سره روښنايي ته راوستل شي . له همدي کبله نادري  د جنګي جرایمو او ډلیزو وژنواسنادیا لاسوندنو یوه کاپي  په برکسل کې دخپل سیال په یودفترکې ایښودلي  ده.
د دوی نومونه نه شم کولي چې واخلم ،ځکه زه نه غواړم دوی له ستونزو سره مخامخ کړم . نادري د هیواد دبشري حقونو یو ټکړه  کارپوه دی، ده له دغي دندي څخه ډیره ګټه  پورته کړي  هم ده، دی داسي وايي .کله چې ده په تیره اوونۍ کې برلین ته سفر درلود، تر څو دی په برلین کې داسپین انستیتیوت  کانفرانس کې برخه واخلي او خبري وکړي . دی تر دې مهاله  په رسمي ډول دافغانستان د بشري حقونو دخپلواک کمیسیون  دکمیشنر  په نده ګمارل شوي  وو. نادري سم نه پوهیږي، چې دی د خپلي کمیشنر ي دندي څخه شړل شوي دی او که نه ، دی وايي تر اوسه ده ته په رسمي ډول  خبر وکړل شوي نه دی . د کرسمیس څخه مخکې ولسمشر کرزي اعلان وکړو،چې د نادري  کاري موده پای ته رسیدلي ده او نوره  نه اوږدیږي . دوه ورځې مخکې دهیواد ولسمشر دخپلو دوو مرستیالانو او نږدي مشاورینو سره  په یوه خوله شوي وو، چې دغه مزاهم  ګوټنیونکې سړی له خپلي دندي وشړي .  د ده په برخه کې ډیر زور  وازمیل شول .سیمه ایزو رسنیو ولیکل، چې نادري څنګه  دیوسړی له خوا په کلاشینکووف  وګواښل شو .
دسولې او پخلاینې خبرو اترو سیاست  په وړاندې  ملي ضد ټلواله  له دندي څخه د نادري ګوښه کیدو خبر په  ناڅاپه توګه رانه غي، نادري له کلونوکلونو څخه دجګړیزو جرایمو،  ډلیزو وژنو او دبشري حقونو څخه سرغړونو په  ډاکومنټو یا لاسوندنو باندي کار کوي ،افغانستان کې  دغه جنګې جرایم د ۱۹۷۸ څخه تر ۲۰۰۱ کالونو کې تر سره شوي دي . داسي انګیرل کیده چې دډسمبر په میاشت کې د دغي رپوټ پایلي باید رسمآخپري شوي وي  
له سیاسي پلوه دغه رپوټ خورامهم او نندریز ځکه دی،چې په رپوټ کې د حکومت   ګڼ شمیر  لوړپوړي چارواکو نومونه  د قاتلینو او مجریمینو په نامه یاد شوي دي . د ساري په ډول د ولسمشر مرستیال محمد قسیم فهیم، دی د ملګروملتونو په یو رپوټ کې چې تر اوسه خپور شوي نه دی ،دی دکابل   په ډلیزووژنواو جنګې جرایمو باندې تورن دی . دا تصادفي  خبره نه ده ،د نادري ځای ناستي  په اړه  د قسیم فهم  د نږدي ملګري په راوستو باندې  خبري کیږي . عبدالکریم خلیلي د هیواد ولسمشر دوهم مرستیال  هم په نویمو کالونو کې په توکمیزو وژنو او جګړیزو جرایمو باندي متهم دی . د ملي اوردو  درستیزوال رشید دستم  په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په جنګې اسیرانو باندي ډلیزي وژنې  او جګړیز جرایم ترسره کړي دي . زه هیله من یم ، چې دغه رپوټ زما ورستي چار وي ، زه پوهیږم ، چې د رپوټ د خپریدو څخه ورسته ،زه د کمیسیون غړي نشم پاتي کیدلي . نادري وايي .
دا کومه نوي خبر ه نه  ده، چې دغه  کسان دکورنيو جګړو پرمهال  په جنګې جرایمواو دبشري حقونو د سرغړونو باندې  تورن دي . دغه  تورنونه یا اتهامونه په یو ناسم وخت کې یوځل بیا رابرسیره  کیږي . دغه کسان  لکه فهم یا دوستم  چې ځانونه  په دیره مینه سره د لږکیو توکمونو مشران معرفي کوي . دوی اوس په یوه سیاسي  فتنه  جوړوونکې دسیسه لاس پوري کړي دی . دوی دطالبانو سره د سولېز حل  او دپخلاینې  خبرواتروله و جهي  په خلکو کې  ویره خپروي .تر څو چې دوی خپل ځانونه  دکرزي حکومت په ځای دیوالترنتیف په څیر وړاندې کړي . په دغه ډله کې د دوستم سره د شمالي ټلوالي  دوه نور مشران  د برلین فتنه جوړونکې کنفرانس ته ورغلي وو. دبرلین کنفرانس ته  د کنفرانس غړي نادري  اجازه لرله ،چې  د جګړمارو  او تورنو مشرانو سره  په هوټل کې دګهیځ  چاي وچښي . د شمالي ټلوالي مشران د دریو جمهوري غوښتونکې امریکایي سناتورانو په بلنه راغوښتل شوي وو . دغي ناستي کابل او واشنګټن ته  ډیري اندیښني او  زړه بدګې رامنځته کړي دی  . ځکه دغه ناسته د کرزي  دحکومت د سولې او پخلاینې سیاست په وړاندي یوه ناسته وه . دوستم  او د ده ملګري تور لګوي ،چې لږکې توکمونه په انذوا کې ساتل کیږي .
دمرمي ضد موټر او نورو امنیتي امتیازاتو پرته د توکمي لاملونو له امله  دطالبانو سره دسولې او پخلاینې  خبري اتري څخه په شا کیدل ،دغه لار به دغه هیواد سره هیڅ  کومه مرسته ونه کړي . نادري دداسي یو سیاست  په وړاندې  ولاړ  دی .
نادري وايي ، که خلک وايي، چې موږ له طالبانو سره سوله نه غواړو، ځکه چې طالبانو په موږ ظلم کړي دی . دغه رپوټ به دوی ته په  واضع ډول ثابت  کړي ،چې د دوی  دډلو غړو همداسي جنګې جرایم په نور باندې ترسره کړي دي . د هغي ټولنې څخه چې طالبان را پاڅیدلي دي ،دوی هم ډیر ظلمونه اوتاوترخوالي ګاللي دي .
په افغانستان کې دغه نورمال او جوتي  خبرې  د بشر د حقونو فعالین د  یو جدي ګواښ سره مخامخ کولي شي .  په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا د بشري حقونو سازمان هم همداسي یو رپوټ خپور کړي وو. په دغه رپوټ کې د مجاهدینو مشرانو څخه نوم اخیستل شوي وو،د مجاهدینو مشرانو د افغان  دبشر د حقونوفعال  غړي ته ډیر بد رد  وویل :                                                                                                                                            ماته  د حکومت ، دملګروملتو او د ناټو له خوا مالومات راکړل شول ،چې زما نوم د جنګسالارنو،توپکمارو د وژلوپه  لست کې دی . نادري  له خپلي کورني سره دري ورځې د ملګروملتو په یو پټانځاي کې پټ وو. داځل دی باید د مرمي ضد موټر ،د امنیتي ساتونکواو وسایلو څخه پرته  ژوند وکړي . دغه امتیازات  د بشري حقونودکمیسیون  له دندي ګوښه کیدلو څخه ورسته نور نشته .
ډیري بدي خاطري په کابل کې دلویدیځ سفارتونو، سفیرانو د بشر دحقونو کارپوه  اوفعال هڅې او د خونړي تور تاریخ په اړه  دمالومات په راټولو کې زړه نا زړه مرسته کوله . دځینو لویدیځوالو  ډیپلوماتانو په اند، ددغي رپوټ دخپرولو سم وخت نه دي . ځکه اوس له طالبانو سره دسولې  خبرو اترو په بهیر کې پرمختګ شوي دی .
نادري بیا په بل  انددی، دی وايي، چې همداوس او په همدي چوکاټ کې دغه رپوټ د سولې اوملي پخلاینې  بهیر لانوره کړندي  کولي شي، دغه رپوټ خلکوته ښيي، چې جنګې جرایم او پر خلکو ظلمونه په  یو توکم او نه  هم په یوه سیمه پوري اړه لري .
تراوسه دا مالومه نه ده ،چې دا رپوټ به کله او څنګه ،په کابل اویا  برکسل کې  خپور شي نادري اوس  د لیکلوخپل میز ټولوي اوپلان لري  د افغانستان لپاره دخپلواکه او رني ټاکنو مرکز  فیفا چې ده په کال ۲۰۰۵ کال بنسټ ایښودلي دی له افغانستانه وباسي . نادري  په دغه برخه کې هم څوک خوشحاله کولي  نه شی . په ۲۰۱۴ کال کې بیا د ولسمشري ټاکنې  ترسره کیږي . کرزي له دغي دفترڅخه په  ۲۰۰۹ کال  د ولسمشري  د ټاکنو له بهیر څخه ډیره بده خاطره لري  .کله چې دغي دفتر د  ټاکنو په  درغلیو کې مرسته وکړه .
پای

- بېرته شاته