(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد خيال محمد

خيال محمد د پښتو فن د خيال شمله ده خــداى دې تـل دغــه شــمـله لــري اوچــته (كبير ستورى) استاد خيال محمد د خېبر د چوره كلي د اوسېدونكي د سپين ګل زوى دى، په هډ پښتون او د اپريدو د ملك دين خېل په ټبر پورې اړه لري. سپين ګل خان د خېبر د چوره كلي وو او پېښور ته يې كډه كړې وه او استاد خيال محمد په 1946ع كال كې په پېښور كې زېږېدلى دى. د استاد خيال محمد اته سكه وروڼه او دوه خوېندې وې، چې درې وروڼه چې له خيال محمد څخه مشران وو او يوه خور يې په حق رسېدلې ده دى د خپل پلار څلورم زوى دى. اوس څلور وروڼه او يوه خور لري، چې دى يې منځومى دى، دوه وروڼه ترې مشران او دوه ترې كشران دي. استاد خيال محمد دوه ښځې لري، چې يوه مېرمن ئې ژوندۍ ده. د مشرې ښځې يې اووه او دكشرې ښځې يې اته اولادونه دي. لومړى واده يې په 1963ع كال كې كړى دى. په 1964ع كال كې يې لومړى زوى او په 1965 كال كې انور خيال پيدا شوى دى. استاد خيال محمد د پښتو ژبې د كلاسيكې موسيقۍ، ولسي موسيقۍ او د نوې موسيقۍ په برخه كې نه يوازې په پښتونخوا كې بلكې په اّسيا كې د يو لوړ مقام خاوند دى. د استاد خيال محمد د موسيقۍ د فن اغاز: په دې هلكه استاد د المان غږ له راډيو سره په يوه مركه كې وايي: (زما والد صاحب هم له موسيقۍ سره تړون در لود، زما مشر ورور سيف الملوك هم د پيښور د راډيو نه به سندرې ويلې. په دې كې څه عجيبه غوندې خبره خو دا ده چې موږ به هم دا راډيو اورېدلو ورته به كله مخې ته شو او كله شاته چې د راډيو نه سړى د اواز څنګه راوباسي، نو حقيقت دى چې د يوه دوكاندار سره داسې غټ غوندې راډيو وه، زه يې شاته راغلم. په دغه وخت زموږ د ورو پروګرام وو مطلب دا دى، چې ورور دي هر څنګه چې وي خوږ وي، خو دغه ډېره څه سيده ساده زمانه وه او زمونږ ماشومتوب و، نو هغه راډيو ته زه شاته و درېدم، چې ما وى ګوره چې په دې كې ناست وي، خو دا سوچ خو زموږ نه وه دا څه عجيبه غوندې كار دى. نو پس د هغې نه هم زموږ ددې سره شوق و او زما والد صاحب او زما ورور هم باجه، تبله، ډول سره اشنا وو زما مشر ورور زه په 1958ع كال كې پېښور راډيو ته راوستم ويلې راشه ازموينه دې اخلم، كه د راډيو واله منظور كړې، نو زما هم شوق و رسره وْو نو ورغلم، په هغه وخت كې رشيد على دهقان صاحب د راډيو د موسيقۍ پروګرام مشر و او ما دا سندره وويله: نن مې د ښكلې ځوانۍ بيا نوى دوران دى په هغه وخت كې چې تبله را سره چا غږولې وه، خداى دې وبښي د هغه ثمرګل نوم و او شپېلۍ چې را سره چا غږولې وه، د هغه ګل رحيم نوم و. هغه دواړه اوس خداى بښلي دي او په دې مې فخر دى، چې استاد بختيار را سره دى دغه سندره اّزمايښتي شكل كې ما وويله او هغوى ريكارډ كړه د پېښور د راډيو نه په دغه وخت كې ريكارډ ميكارډ نه وو، چا چې به څه وويل د هغه وخت سره به وو، نو خبره به ختمه وه، نو زما په خيال په هغه وخت سره چې د راډيو كوم مشران وو، نو زما د اواز پرې لږ څه اثر شوى وي. نو موږ چې سندره څنګه وويله، نو موږ ته يې ريكارډ واورولو، بيا زه هم په سوچ كې شوم). د غزل د موسيقۍ نوى رنګ: استاد خيال محمد لس اته كاله د سندرو نه لاس اخيستى و او يوازې د تبلې او باجې سره يې شوق ساتلو، خو بيا خداى بښلى رفيق شينوارى دى بېرته سندرو ته تشويق كړ او په دې لړ كې يې د غزل موسيقۍ ته نوى رنګ ور كړ. دى په دې هكله پخپله وايي: (رفيق شينوارى دې خداى وبښي نو ما سره به يې ګپ لګولو، چې وروره تا ولې راډيو ته شاكړې ده، په تا كې زه لږ څه وينم. دى ډېر يو پوه سړى و، پخپله يې هم سندرې ويلې وې او بيا په راډيو كې كمپوزر (طرز جوړونكى) شو. ما ورته وويل چې بس رفيق جانه! زما زړه اوس نه غواړي، تسلي خپله راته نه ميلاوېده، خو داسې يو وخت راغى، چې ده ويل ټپه، چاربېته بدله خو زموږ روايتي شى دى بنيادي غزل هم پكې شته دى، دې غزل ته هم يو رنګ وركول په كار دي. رفيق بيا ماته وويل چې سبا ته ريكارډنګ دى راډيو ته ځو، نو بيا زه اته لس كاله پس راډيو ته ولاړم. دوه درې سندرې مې وويلې لكه د ارباب ودود كلام:

اوس دې يادونه افسانې ښكاري دا څــه دسـتور د زمـانې ښــكاري

او د حمزه صاحب كلام:

ژونـــد تــه وګــــوره ژونــد څـــه دى؟ هـمه كـار كـار دى هغه ژوند په مرګ حساب دى، په دنيا چې بې روزګار دى

نو ددې دوه سندرو سره سره داسې حالات هم پكې راغله، چې د غزل برخه په پښتو مسيقۍ كې لږه وه، دا به ووايم چې په ولس كې كمه وه، چې بس دغه يو منګى و ډز او ډوز به و، خو موږ ويل چې خامخا ددې څيز لږ وړاندې تګ ته هم څه په كار دي، چې د موسيقۍ نه سړى خوند واخلي. دومره څه موږ وكړ چې د موسيقۍ رنګ بدل شو. زموږ متعلق به دا هم خلكو ويل يو ښه سندر غاړى و چې هدايت الله او خيال محمد خو د راډيو نه هډو ليرې كړئ. هو بعضې تعلميافته خلك هم و چې هغوى دا قبول كړل، چې دا غزل خو هم جدا يو خپل معيار او بنياد لري، نو چا مخالفت كولو او چا مو مرسته او ملګرتيا كوله. نو د قدرت مهرباني وه چې غزل كې موږ دومره مخ په وړاندې لاړو او دومره مو داېره را جوړه كړه، چې غزل مو په خپل ولس ومانه). په تلويزيون كې په كار پيل: استا خيال محمد په 1968ع كال كې په تلويزيون كې په كار پيل كړى دى. دى په دې هكله وايي: (په دې وخت كې په پېښور كې د تلويزيون اسگټيشن نه و او زموږ د راډيو استېشن هم داسې وو، چې د چا خبره چې ورننه به وتو پته يې نه لګېده، چې دا د راډيو سټېشن دى؟ نو د پنډۍ په چكلاله كې د تلويزيون سټېشن و، نو دغه د 1968 كال خبره وه په دغه سټېشن كې زما په خيال استاد بختيار اول پروګرام كړى دى. ولې چې دا راغى ريډيو ته نو موږ ته يې د هغې كيسه كوله موږ خو د تلويزيون هسې نوم اورېدلى وو، نو ده ويل چې دغسې جونګړه يې راته جوړه كړې وه او پكې ناست وم، نو هغه بيا به موږ د پنډۍ نه د تلويزيون پروګرام كولو. پېښور كې د تلويزيون د سټېشن د جوړېدو راهيسې ددغه تلويزيون سره كار كوم په كوېټه كې، كراچۍ، لاهور او د نورو سيمو چې په تلويزيون كې موږ څه ويلي دي، د خپل ولس او قام په خدمت كې ويلي دي). په فلمونو كې د استاد خيال محمد برخه: استاد خيال محمد پر 1970ع كال كې فلمونو كې په برخه او ونډه اخيستلو پيل كړى دى. ده د پښتو په تقريباً ټولو فلمونو كې چې شمېر يې درې سوو ته رسېږي برخه اخيستې ده او يوازې په درې فلمونو كې يې كار نه دى كړى. ځيني فلمونه په ده باندې پكچرايز شوي او په ځينو كې يې يوازې اواز دى. دده لومړى فلم (دره خېبر) و. دى په دې هكله داسې وايي: "د پښتو لومړنى فلم (يوسف خان او شېربانو) او دويم فلم (دره خېبر) و، چې دغه هم په كلتور باندې جوړ شوى فلم و په دغه فلم كې دومره ساده ګي وه، چې زموږ خور لڼو او پښتنو وروڼو كتو، نو پرې ښه لګېده د دره خېبر په فلم كې دا سندره چې د يونس قياسي شعر دى، ما ويلې ده":

مــونږ يو د خېبر زلمي پـــښـــتو زموږه شان دى مــونږه پــښـتانه يــو په وطن مــو ځان قربان دى مونږه د خېبر په خوشكو غرونو كې لوى شوي يو مــونـــږه پــتـنـګان يـو د غـېرت په شمعه سوي يـو مـــونـــږ د وطـــن مـــټــې يو وطن زمونږه ځان دى مـــونـــږه پــښــتانه يو په وطن مو ځان قربان دى زمــــونــږه ارادې د تــاتــرې نه هـــم اوچـتې دي پـــه ويـــنو كې زمونږه خزانې د غېرت پټې دي مــونږه تورياليو يو دا وطن په مونږه ګران دى مـــونږه پــښــتانه يو په وطن مو ځان قربان دى څوك چې په خېرنو سترګو دې وطن ته وګوري سـترګې به ترې وباسو چې دې چمن ته وګوري زمـــونــږ په يــوه چـــغه لړزېدلى ټـول جهان دى مـــونږه پــښــتانه يو په وطـن مو ځان قربان دى

دغه سندره د ريكارډنګ نه وروسته په ما فكچرايز شوه. دا د هغوى خواهش و، خو زه يوې خبرې ته حېران شوم، هغه ځاى ته چې اوس زه ګورم هلته په غه ستېژ باندې چې موږ دغه سندره فكچرايز كړې وه، كه زموږ په دې دوستانو كې اوس څوك هغه ځاى ته لاړ، نو په هغه ځاى جومات جوړ دى، خو دومره ښاېسته او ښكلى جوما جوړ دى، چې هغه چا جوړ كړى، خو د خداى كور دى، خو ډېر اعلى اكټر جوړ كړى دى، چې خداى بښلى الحاج سلطان راهي نومېږي. جاېزې او مډالونه: استاد خيال محمد د موسيقۍ د فن په برخه كې د خپل ستر خدمت له كبله ګڼ شمېر جاېزې او مډالونه لاس ته راوړې دي، چې ځينې يې دا دي: په 1970ع كال كې د خېبر جاېزه د حيات خان شېرپاو له خوا چې د صوبه سرحد ګونر او لومړى وزير و. په 1980ع كال كې د پاكستان د صدر له خوا د ملك د خدمت عالي مډال. په 1988ع كال كې د پاكستان د كلتور وزارت د فلم د ادارې له خوا ملي ايوارډ. په 1989ع كال كې د پاكستان د تلويزيون د پېنځه ويشتمې كاليزې د نمانځلو په خاطر د تلويزيون د كورپورېشن له خوا طلايي مډال. په 1989 كال كې د باچا خان د امن جاېزه. په 1990ع كال كې د صوبه سرحد د اسمبلۍ د سپكر له خوا د خدمت مډال. په 1991 كال كې د پاكستان د كلتور وزارت د فلمي ادارې له خوا ملي ايوارډ. د سگوډنټ فېډرېشن لاهور له خوا مډال. د استاد خيال محمد په اواز نه يوازې د افغانستان او پاكستان د راډيو او تلويزيون پروګرامونه ښكلي شوي دي، بلكې د زيات شمېر نورو هېوادونو راډيو پښتو پروګرامونو ته هم د استاد خيال محمد اّواز او فن ژوند وربښلى دى. ده د خپلو سفرونو په لړ كې چې زيات شمېر هېوادونو ته يې سفر كړى دى، اّزاد كنسرتونه هم وركړي دي. د قيصر خان د يوې څېړنې له مخې استاد خيال محمد (81590) سندرې ويلي دي، چې (11590) سندرې يې ريكارډ شوي دي. دغه ريكارډ شوې سندرې په دې ډول دي: د راډيو پاكستان د راډيو پېښور، راډيو كوېټه، راډيو اسلام اباد او د لاهور له راډيو څخه 4290 سندرې. د فلمي سندرو مجموعه (2000). په كېسټونو كې نيول شوې سندرې (2200). په ولسي، قومي، كلتوري، رسمي پروګرامونو كې (70000) سندرې چې څه يې د ريكارډ شوو سندرو تكرار دى. لنډه دا چې استاد خيال محمد د پښتو د فن او هنر د تاريخ نه بېلېدونكې برخه ده او بل له ده نه د پښتو د هنر او فن تاريخ نيمګړى دى. - بېرته شاته