(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دثوربله غميزه اوکه دافغانستان بله ناڅاپه پېښه

دویمه برخه
د افغانستانه روسانو د ۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري په ۱۵ نېټه خپل وسله وال ځواکونه وايستل او يا هم له افغانستان وتښتېدل. روسانو له ۱۹۸۹ ميلادي کاله د مرحوم ډاکتر نجيب د واکمني تر نسکورېدو پورې د افغانستان له واکمنو سره اقتصادي او نظامي مرستې جاري پرېښودې، خو د افغانستان جګړې يا بر حقه جهاد داسې نښې نښانې د شوروي اتحاد په اقتصادي برخه کې پرېښې وې، چې په ۱۹۹۱ ميلادي کال شوروي اتحاد هم له نړېدو سره مخامخ شو او پر ځايې ۱۵ خپلواک جمهوريتونه جوړ شول. وروسته له دې په روسيه کې داسې اقتصادي بحران رامنځ ته شو، چې د شوروي اتحاد په دوکانونو او مغازو کې حتی د خواراک شيان هم نه موندل کېدل او خلکو ته ډوډۍ، غوړ، بوره، وريژې او نور اړين خوارکي توکي په کوپون ورکول کېدل. د ۱۹۸۵ ميلادي کال
په بهير کې په روسانو د ودکا قحطي هم راغل، چې خلک يې په ساختګي سرابو اخته کړل او يو شمېر د دغو شرابو له برکته مړه شول. د شوروي اتحاد په
اداره کې مافيايي سيستم رامنځ ته شو، چې نن سبا هم هلته يو قوي مافيايي سيستم واک چلوي.
وروسته له دې چې مرحوم ډاکتر نجيب په ۱۹۹۱ ميلادي کال د اوګست له ۱۹ تر ۲۱ نېټې پورې په شوروي اتحاد کې د ميخاييل سرګېيويچ ګورباچف پر ضد د کودتا پلوي وکړه، نو د کودتا له ناکامي سره سم د ډاکتر نجيب الله د واکمني د له منځه تللو پېلامې هم رامنځ ته شوې، ځکه وروسته له ډېرې لنډې مودې شوروي اتحاد ټوټې ټوټې شو او د ګورباچف ځای هم بوريس نيکولاييويچ يلتسن ونيو، چې په نړۍ کې يې د کمونيستي سپوږمکيو د له منځه وړلوهلې ځلې پيل کړې، چې د ډاکتر نجيب د واکمني د له منځه تللو نښانې هم ورځ تر ورځې پياوړي کېدلې.
د کمونيستي يا کيڼ اړخو واکمنيو نه د افغان ولس د صبر کاسه هم ډکه شوې وه او د روسانو په راتګ يې ټولنیز پرهارونه نور هم وشړېدل، نو د افغاني ديموکراتانو يا کمونيستانو له نسکورېدو سره سم افغانان نوي بدلون ته سترګې په لاره ول او د مجاهدينو د راتګ هرکلی يې کاوه، خو نه ول خبر چې پرچميانو نوې ناندره ورته سمبال کړې ده، نو مخکې له دې چې واک د ملل متحد له غوښتنو او وړانديزونو سره سم د ملګروملتونوتر څارنې لاندې د افغانستان مؤقت دولت ته وسپارل شي، نودافغاني کمونيستانو لکهفريد مزدک، نجم الدين کاوياني، نبي عظيمي، احمد شاه مسعود، وکيل، رشيد دوستم او يو شمېر نورو لخوا د يوې کودتا په ترڅ کې د ملل متحد دسولېپلان شنډ شو او کابل د بېلابېلو جهادي ګروپونو تر منځ ووېشل شو. جهادي ډلې هم په وهابي سلفيزم او د پان ايرانيزم په بټۍ کې پخې شوې وې او ځينو يې افغاني ضد دريځ خپل کړی ؤ. په ايران کې مېشتو ډلو په افغانستان کې هزاره جات غوښت او په پاکستان کې مېشت جمعيت اسلامي بيا د اسلام تر سيوري ﻻندې پان ايرانيزم او تاجکيزم ته هلې ځلې کولې، نو د افغانستان په بل اور يې غوړ وروشيندل، چې قرباني يې زموږ د هېواد ټول وګړي شول.
د اسلامي اوښتون په ترڅ کې لومړی صبغت الله مجددي د لنډې مودې لپاره واکمن شو، چې د ځينو پاڼو د لاسليکولو په ترڅ کې ښاغلی حامد کرزی هم ورته په غوږونو کې بوږنېده. وروسته له دوو مياشتو بيا مرحوم استاد رباني د مرحوم احمد شاه مسعود په مرسته واک ته ورسېد، چې له ۱۹۹۲م کاله تر ۱۹۹۶پورې افغانستان د تش په نامه مجاهدينو له ناورين سره مخامخ شواو په ځانګړي توګه د کابل خلک په وينو کې ولمبول شول او د نورو سيمو خلک له نورو بدمرغيو تر څنګ د تجرېدېدو، کړېدو او د زورواکانو د ملنډو قرباني شول.
د يادونې وړ ګڼم، چې په ايران کې لږ تر لږه ۹جهادي ډلې وې او پښتني ډلې يې نه درلودې او ټولې شيعه مذهبه او فارسي صفته وې. په پاکستان کې لږتر لږه ۸رسمي راجستر شوې جهادي ډلې وې، چې په هغوی کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند او د مرحوم استاد رباني جمعيت اسلامي تر ټولو پياوړې ډلې وې او د مرحوم ملا محمد نبي، مرحوم مولوي خالص، استاد سياف، د ښاغلي ګېلاني او حضرت صيب صبغت الله مجددي ډلو د پورته يادو شويو ډلو تر منځ ورکې وې او کوم ځانګړی دريځ يې نه درلود، خو د استاد سياف ډله په کورنيو جګړو کې د جمعيت اسلامي پلوي کوله.
د دغو جهادي ډلو شعارونه اسلامي ول، خو په اصل کې د مرحوم پروفيسور برهان الدين رباني په ډله کې د پان ايرانيزم لېوالتيا څرګنده ده او تر ننه پورې د دغه ګوند ضد افغاني هلې ځلې روانې دي. د استاد رباني د واکمني رامنځ ته کېدنه هم کوم تصادف نه ؤ.استاد برهان الدين رباني په ۱۹۸۹م کال مسکو ته سفر وکړاو د مسکو هوکړهيې تر ﻻسه کړه او امريکايانو هم خپل غوږونه پر دغه تړون کاڼه واچول.
د مسعود-رباني په څلور کلنه واکمني کې د پښتو او پښتنو سټه وايستل شوه او د هېواد ټول رسمي ليکونه او رسمي پاڼې په فارسي شوې او د پښتو ويل او ليکل کفر ګڼل کېدل، په کوڅو کې به ويل کېدل: به زبان دوزخ ګپ نزنيد!، د پوهنتون لپاره يې دانشګاه، د پوهنځي لپاره يې دانشکده غوره وګڼل او د ښوونې او روزنې لپاره يې معارف وټاکه او داسې نور بدلونونه يې په زور په خلکو وتپل، خو په زړه پورې خبره خو دا ده، چې ښاغلي سيد محمد ګلابزوی د مسکو په نغوته د ډاکتر نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم د مبارکي يو پيغام د احمد شاه مسعود په نامه واستوه، چې د روسي په ګې «г»حرف يې لاسليک کړی ؤ، خو ملګری ګلابزوی نه دی خبر چې په روسانو کې دګې «г»حرف د ګونو يانې پرېشنو يا خوشيومانا هم ورکوي.
د نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم آوازه شوه چې ګواکې ګلابزوی له مسکوه راځي، چې په دې اړه داسې يوه ټوکه هم رامنځ ته شوې وه:کومه ورځ ښاغلیبرهان الدين رباني په کومه سيمه کې روان ؤ، چې ناڅاپي يو طوطي ورته ناره کړه: خوش آمدېد! نو د رباني صيب دغه طوطي ډېر خوښ شو او د طوطا له خاونده يې رانېوه او ارګ ته يې راوړ، خو بله ورځ په ارګ کې د وزيرانو د شورا غونډه وه او ټول مجاهدوزيران راغلي ول، چې هر وزير ته به طوطي ويل، چې: «خوش آمدېد!»، خو د غونډې په نيمايي کې سید محمد ګلابزوی په عسکري-پوليسييونفورم کې غونډې ته ننوځي، په دې وخت د استاد رباني صيب طوطا په رمباړو پيل کوي او وايي: مرده ګ.. ها بګرېزېن کې پوليس آمد!!...
مګر د مجاهدينو په واکمني کې ملګری ګلابزوی افغانستان ته راستون نه شو، خو د سوسياليستي او کمونيستي چلند سره سم د مسکو په نغوته د کرزي په واکمني کې له خپلو سيالو پرچميانو (نورالحق علومي، بصير رنجبر او نور) د جهاديانو او استاد رباني په ملي جبهه کې ورګډ شو، چې د اسلامي-کمونيستي انترناسيونال څپې يې د ملا کرزي اخوند په واکمني کې راوخوځولې، خو ښه ويل شوي، چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي، نو دغه بدمرغه سازشونه او جبهې هم لکه خاورينه پوله د ټولنيز سېلاب تاب را نه وړ او لکه خوړينه خواره ټول بيا وښويېدل.
جهادي ډلو د استاد برهان الدين رباني په مشري حتی د هېواد د بشپړتيا او د هېواد د لمنځه تللو ګواښ هم رامنځ ته کړ، د فدارسيون او کونفدارسيون ولولې يې رامنځ ته کړې او افغانستان يې په سيمه واکي ووېشه، چې د دوستم امارت (مزار)، علي مزاري امارت (باميان)، اسماعيل خان امارت(هرات)، نادري امارت (بغلان) او مزاري ملت او د رباني ارګ رامنځ ته شول.د مرحوم پروفيسور رباني د بې کفايتي په اړه هم خلکو ټوکې کولې، چې وايي يوه ورځ برهان الدين رباني د کابل په ستديوم کې د فوتبال لوبه کتله، نو کله چې له لوبې ارګ ته ولاړ، نو امر يې صادر کړ، چې هر فوتباليست ته يو توپ په مجاني ډول ورکړل شي، نو د ښار ښاروال ترې پوښتلي ول، چې «رئيس صاحب چرا برای هر بازيکن يک توپ حواله کرده ايد؟ نو برهان الدين رباني ورغبرګه کړې وه، چې: «در ستديوم آن بېچاره ها پشت يک توپ بيستو چند نفر ايسو اوسو مېدويدند، بهتر است که هر کدامشان يک توپ داشته باشد!»، باز آنقدر هلاک نمې شوند او سر به يې لکه برقي پکه يو پلو او بل پلو ښوروو
 د استاد رباني له بې کفايته واکمني سره کابل ښار هم په ملکولطوايفي سيمو ووېشل شو او په هېواد کې يې کورنی اور بل کړ، چې د ۴کلونو په اوږدو کې د (BBC) خپرونو په حواله يواځې په کابل کېله ۸۰۰۰۰ نه تر۹۰۰۰۰انسانان ووژل شول او د اور لمبه په ټول هېواد کې خپره شوه. مګر بې وزلو هېوادوالو خپل غبرګون داسې څرګند کړ، چې مسعود ته يې د (بز کابل شېر پنجشېر!) لقب ورکړ، نورو ملايانو ته يې د قرآنخور لقب وټاکه او ملت پخپله په وينو کې ولمبول شو، يو شمېر وتښتېدل او نور له بې واکي د خير په غونډې لاس تر زنې کېناستل.
د جمعيت اسلامي لنډغرانو يکه تازي پيل کړه او د علي مزاري له ډلو او اوزبکانو سره يې په جګړې لاس پورې کړ، چې په دې اړه علي مزاري په خپلو مرکو کې چې په (youtube) کې موجودې ديد استاد ربانياو احمد شاه مسعود لخوا د زرهاوو هزاره ګانو د بندي کېدلو او وژلو يادون کوياو جنرال سيد عبدالقدوس قدوس په خپل کتاب کې د افشار ټول وژنه څېړلې او څرګنده کړې ده، خو هزاره ګانو هم پر هېچا صرفه و نه کړه د مېرمنو له تيو يې امېلونه جوړ کړل، د خلکو په سرونو کې يې مېخونه وټکوهل او د نورو په وژلو يې «رقص مرده» په خپلو سيمو کې رواج کړ.
 ملکي خلک څه وکړي، نو د هرې واکمني په اړه د خپل زړه خواله په ټوکو کې څرګندوي، نو په کابل کې د مسعود-رباني د ظلمونو په اړه هم ټوکې رامنځ ته شوې وې، چې زه يې بېلګه تاسو ته ليکم. وايي چې يوه ورځ د کابل په افشارو کې د مسعود ډلې موټر تلاشي کول، نو يو موټر ته وروختل او له ټولو يې د اسنادونو پوښتنه کوله، نو په درېيم سېټ کې يوه مېرمن په چادري کې ناسته وه او ټوپکسالار ورنه پوښتنه وکړه چې: کيستي؟ نو مېرمنې ورته ووېل، چې: ناميم فاطيمه يه! تايموني موروم! نو بل جهادي ورته وويل، چې: بانش سياسر است! نو سياسره يې په کرار پرېښودله. د دغه مېرمېنېتر څنګ يو هزاره نارينه ناست ؤ، نو مسعودي هغه ته مخ ورواړاوه او ويې پوښته: تو کيستي؟ نو ده ورته په ځواب کې وويل: نامم عليه، اما در خانه از ناز مره فاطيمه موګن!!...
 د کابل جنګونو د علي مزاري او رشيد دوستم ډلې، دې ته اړ ايستلې چې د حزب اسلامي (ګلبدين حکمتيار) سره يو ځای شي. دغو درېواړو ډلو د هماهنګي شورا رامنځ ته کړه او دا شعار په کابل کې رامنځ ته شو(هزاره و اوغو پک بېراره، هردويش ضيد شورای نظاره!!)، خو دغه تړون هم ډېر وخت دوام ونکړ او کابل ته د سولې د پرېښتو (طالبانو) نيژدې کېدل ښاغلی ګلبدين حکمتيار دې ته اړ ايستیچې له چارآسيا څخه وتښتي او له برهان الدين رباني سره يو ځای شي او خپل د شورای هماهنګي سيال علي مزاري د طالبانو توپ ته په ډاګ پرېږدي.
 د جهاديانو په واکمني کې د کابل په جګړو کې د علي مزاري، رشيد دوستم، مسعود او د استاد سياف ډلو بنسټيز رول لوباوه او د ګلبدين حکمتيار ډله د کابل په جنوب-غرب کې پرته وه او ويل کېږي چې په کابل يې راکټونه ويشتل. که د کابل ښار ورانيوته وګورو، نو افشار، قلا واحد، متاوقلا، کوټه سنګي، درېيمه کارته، څلورمه کارته، دېمزنګ، ، دارالامان، چهلستون، جاده، نوې کارته او داسې نورې سيمې ورانې شوي دي، خو په دغه سيمو کې د ګلبدين حکمتيار خپل ځواکونه او د انډيوالانو (رشيد دوستم او علي مزاري) لنډغران يه ځواکونه پراته ول، نو عجيبه خبره ده، چې حکمتيار په خپلو ځواکونو او د همآهنګي په دوستانو پخپله راکټونه راغورځول!
په دشت برچي، افشار، متاوقلا کې بيا د حکمتیار د سيال او سياسي ملګري علي مزاري ځواکونه پراته ول، چې وروسته د مرحوم احمد شاه مسعود له جګړو سره له ګلبدين حکمتيار سره يو ځای شو، چې د مسعود له ظلمونو څخه هزاره ګان وژغورل شي.د زړو مکروريانونو او په جاده کې بيا د دوستم قواوې پرتې وې، چې د اسلامي اوښتون په سر کې له احمد شاه مسعود سره يو ځای ؤ او بيا دواړو په يو او بل پسې راواخيسته. د کمونيستانو دوه-ځلېجګړه له مسعود سره کمونيست نبي عظيمي هم په خپل کتاب کې راسپړلې ده او د جګړو پړه يې په نورو اچولې او له ځانه يې ټولنيزه پرښته جوړه کړېده.
درنو هېوادوالو که دغه سيمې په پام کې ونيسو او د يادوشويو جګړه مارانو کړنو ته ځير شو، نو له ځينو پوښتنو سره مخامخ کېږو، ځکه چې ټول ليکي او وايي چې کابل ګلبدين حکمتيار وران کړی دی، خو که داسې وي، نو حکمتيار په خپلو ځواکونو راکټونه ويشتل او که راکټونه يې هوا ته ويشتل اوبيا يې سرونه ورته نيول چېبيرته په دوی راشېوه کېدل؟؟مجاهدينو به سرونه د هېواد د ژغورلو او يا د واک تر لاس کولو لپاره په ورغوي کې نيولي وي، مګر نه دا چې دومره احمق وي چې پر خپل ځان راکټونه هم وولي!
که د حکمتيار ډلو د کابل افشار، دېمزنګ، درېيمه کارته، څلورمه کارته او افشار ويشتلی وي، نو بيا خو حکمتيار د علي مزاري سيمې تر برېد لاندې نيولې دي، نو بيا په کوم منطق علي مزاري له حکمتيار سره په شورای همآهنګي کې يو ځای شو؟؟ او که زاړه مکروريانونه او جاده يې ويشتلې بيا يې نو د اوزبکانو ځواکونه ويشتل، نو بيا ولې عبد الرشيد دوستم ورسره يو ځای شو؟؟ کله چې طالبان د کابل چاپېر راټول شول، نو ګلبدين حکمتيار پرته له جګړې ډګر ورته پریښود. هوايي ځواکونه خو يواځې مرکزي دولت (رباني-مسعود) کارول او سيمې يې بمبارولې، اوس نو تاسو خپله قضاوت وکړۍ، چې په افغانستان او کابل کې څه تېرېدل
 افغانستان ته هر څوک د خوږو مچ ګرځېدلی، هر پردی او خپل په افغانستان ملنډې وهي، چې د امريکايانو او نورو لوېديزوالو د هغوی غلام ملک يانې د پوليند د بهرنيو چارو وزير هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کړې او يا يې کوي او د ګلبدين حکمتيار د محاکمې غوښتنه يې په يوه مرکه کې کړې وه، چې ګواکې هغه د BBCژورناليست ميرويس جليل او يو انځور ګر په وژلو تورن دی، خو زه د انځور ګر په اړه مالومات نه لرم، مګر د ميرويس جليل په اړه مې د نويمو کلونو په پيل کې لوستي ؤ، چې مرحوم ميرويس جليل په باميان کې له علي مزاري سره مرکه وکړه او په سيمه کې يې د هزاره ګانو د ځواکونو يو مستند فلم واخيست، چې وروسته له دغه پېښې د باميان-کابل په لاره په مرموزه توګه ووژل شو، چې هلته د هزاره ګانو او مسعود ډلې واکمنې وېاو زه نه پوهېږم چې ولې هر څه په حکمتيار ټپېږي؟؟او يا دا چې د يو کلي د يتيم ماشوم کيسه ده.
 ويل کېږي، چې په يوه کلي کې د يوې خانداني مېرمنې باد مات شو، نو يو يتيم ماشوميې چې ترڅنګ ناست ؤ نو هغه يې په څپېړه وواهه او ورته يې ووېل: نه شرمېږې دا دې څه وکړل! خو ماشوم ورته په معصومانه سترګو وکتل او سترګې ېې له اوښکو ډکې شوې، خو چپه خوله پاتې شو. يو څو شېبې لا نه وې تېرې چې  د بلې کومې خانداني ميرمنې باد مات شو، لکه چې ډېر ناخود، موشنګاو يا باقولي يې خوړلي ول، خو دغه مېرمنې هم هغه يتيم ماشوم په څپېړه وواهه، نو مخکنۍمېرمنې ورته نارې کې چې دغه ماشوم دې ولې وواهه؟ نو مېرمنې په ځواب کې ورته وويل: ما ګومان کاوه، چې په دغه کلي کې چې د هر چا باد مات شي، نو دغه ماشوم باید په څپېړه ووهي! نو درنو هېوادوالو اوس هم که په نړۍ کې د هر چا باد مات شي، نو څپېړه يې افغانستان خوري،که په افغانستان کې د هر چا باد مات شي، نو څپېړه يې پښتانه خورياو که په سياسي ګوندونو کې د چا باد مات شي نو څپېړه يې حکمتيار او يا طالبانو ته تياره نيولې ده!!
 د ســــولې پـلـــــــوشـــــــې
 د طالبان غورځنګ: په هېواد کې ملکولطوايفي، بې امنيتي، د هېواد دورکېدو او ټوتېکېدو ګواښونه، د خلکو په لورانو، ښځو او زامنو تيري، د وګړو ډلييزې وژنې او د هېوادوالو ټولنيزو نا خوالو په پښتني سيمو کې ځيني افغانان دې ته وهڅول چې راټول شي او د افغانستان بيا ژغورنې ته ﻻس سره ورکړي او هېواد وژغوري، دغه ډلې د طالبانو په نامه سر راپورته کړ او خلکو د سولې پرښتې ونومول او استاد برهان الدين رباني هم د سولې پلوشېيادول. طالبانو د خپلو وينو په بيه د افغانستان د بشپړتيا ګواښ له منځه يووړ،په هېواد کې يې ټولنيزه انارشي له منځه يووړه او په هېواد کې يې امنيت راووست. د سولې د پرښتومشري هغه مهال او وسمهال ملا محمد عمر مجاهد کوي.
 د غورځنګ د جوړېدو په پيل کې يې په کندهار کې د ملا نقيب او ريس عبدالواحد خان ملاتړ هم تر ﻻسه کړ، خو ملا غفار اخوندزاده او حاجي سرکاتب ورسره په جګړو پيل وکړ، چې پايله يې د داوړو ماته او تېښته شوه. طالبانو په ډېره لږه موده کې د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، فراه او داسې نورو پښتني سيمو واک تر ﻻسه کړ. په ۱۹۹۶م کال يې واکمني تر کابله خپره شوه.
د کابل په جګړو کې يې د هزاره ګانو واکمني د ښار په جنوب-غرب کې له منځه يووړه چې د علی مزاری په مړينه پای ته ورسېده او په 1998 م کال کې يې د شمال ولايتونو واکمني هم تر ﻻسه کړه او د هېواد بشپړتيا يې وژغورله، په هېواد کې يې امنيت رامنځ ته کړ او د هېواد د لمنځه تللو ګواښ يې له منځه يووړ.
طالبان د ۱۹۹۶کال په مني کې کابل ته راورسېدل او د کابل له نيولو سره يې سم ډاکتر نجيب الله مړ کړ او د آریانا څلور لارې سره يې وځړاوه، چې د مرحوم نجيب الله سره يې يو ورور هم په شهادت ورسېد. داسې ويل کېږي، چې د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور وژل د مرحوم ملا رباني په امر تر سره شويدي، ځکه چې هغه مهال ملا رباني د کابل د جبهې يو قوماندان ؤ او داسې څرګندونې هم کېږي چې ګواکې د ملا رباني دوه وروڼه او نور د کورنۍ غړې يې د کمونېستانو په واکمني کې د خاد لخوا وژل شوي ول او مرحوم ډاکتر نجيب الله هغه مهال د خاد رئيس ؤ.
 ځيني ليکوال بيا ليکي چې ډاکټر نجيب د پاکستان د «ISI» په نغوته وژل شوی دی، ځکه چې ډاکتر نجيب الله د ډيورند کرښه نه منله او کومه پاڼه يې نه لاسليکوله، خو زما په ګومان د ډيورند د کرښې پرابلم د يو شخص څه چې د پارلمانونو واک هم نه دی، د ډيورند د کرښې ستونزې ته به ټولافغانان د پای ټکی ږدي، خو د ډاکتر نجيب په اړه بايد ياده شي چې هغه د کمونيستي واکمني په بهير کې د خاد رئيس ؤ او بيا د افغانستان ټولواک، نو د کمونيستانو په واکمني کې په زرهاوو خلک د خاد د مسؤلينو لخوا ووژل شول، چې نن سبا يې يو غني نومی جنرال په جرمني کې د ډله ييزو وژنو په تور تر پوښتنو لاندې دی او د کمونيستانو د واکمني په موده کې،د روسيې عالماندرې ديميترويچ سخروف «Sacharov»په وينا لږترلږه ۲ميليونو افغانانو خپل ځانونه له لاسه ورکړل او د ډاکټر نجيب الله په واکمني کې په پښتنو د سکاډ، لونا او اوره ګان غوبل روان ؤاو په کابل کې د ګلم جم، زورواکانو انارشي وه، چې ټول وګړي يې قرباني ول، نو طبيعي خبره ده چې په مرحوم ډاکتر نجيب الله چا ګلونه نه شنل او شاباسی يې نه ورته ويل.
 د ملل متحد په مرکز کې له مرحوم نجيب الله سره د هغه ساتونکی جفسر او د ډاکټر نجيب د دفتر رئيس اسحاق توخی هم ول، مګر دغه دوه تنه د ملل متحد له دفتره ژوندي او سلامت تر پاکستانه او بيا هند ته ورسېدل، چې اسحاق توخی اوسمهال په هالند کې ژوند کوي او جفسر په امريکا کې. ښاغلی اسحاق توخی د پېښې ژوندی شاهد دی، مګر تر ننه پورې يې د ډاکتر نجيب د مړينې راز افشا نه کړ او هر ځله لکه د هندي فلمونو ناټک يوه ببولاله وايي.
 اسحاق توخی ټينګار کوي، چې کله طالبان د ملل متحد دفتر ته ننوتل، نو ډاکټر نجيب او د هغه ورور احمدزی يې له ځانه سره بوتلل او جفسر او ما هم ورته وويل چې موږ هم درسره ځو، خو طالبانو اسرار وکړ چې تاسو ته اړتيا نشته. وروسته له دې موږ (جفسر او توخی) ودرېدلو، نو کله چې نجيب او طالبان زموږ څخه ۵۰متره لرې شول، نو د دوی په منځ کې غالمغال پورته شو او ټکوټوک شو، نو موږ منډه کړه او بيرته د ملل متحد په دفتر ننوتو، وروسته له يو څو شېبو د ملل متحد د دفتر يو موټروان چې د وردګو ؤ، موږ ته يې وويل چې په هغوی (نجيب او احمدزی) پسې مه ګرځی، اوس ښه موقعېده، نو له دغه ځايه وتښتی. د دغه سړي په سپارښت موږ (توخی او جفسر) د ملل متحد د دفتر له دېواله واوښتو او د چين سفارت پر خوا وتښتېدو او بيا مو موټر ونيو، چې ځانونه مو پټ ځای ته ورسول او بيا پاکستان ته ولاړلو.
د يادونې وړ بولم چې د ملل متحد د دفتر او د چين د سفارت دېوالونه لږ تر لږه ۴متره لوړ دي، خو ګومان نه کوم چې په هغه دېوال پرته له زينې څوک وکولای شي پورته شي او بيا پرته له دې چې پښې يې خوږ او يا ماتې شي ځان ترې راشېوه کړي او عجيبه خبره ده، چې په دغه سيمه کې نور طالبان نه ول چې د سيمې امنيت په هغه حساس وخت کې ونيسي!! زما په ګومان ښاغلی توخی او جفسر د باليوډ د ناټکونو په خوبونو لاهو دي او يواځې ښاغلی اسحاق توخی او جفسر په دغو اپرتو باور کوي او بس.
طالبانو وروسته له کابله د شمال ولايتونو د آزادولو او له ياغيانو څخه د خلکو د ژغورلو عزم وکړ او په ۱۹۹۷کال يې له پهلوان مالک سره تړون لاسليک کړ، چې د رشيددوستم په راپرځولو کې ورسره مرسته وکړي. د خبرواترو مشري ملا محمد عباس اخوند، ملا احسان الله احسان او ګڼشمېر نورو کوله، چې د ځينو غوښتنو پر بنسټ پرېکړه وشوه، چی په هغې کې د مالک واکمني پر ځينو سيمو، د مسلحو ګروپونو څخه د سلاح ټولول او د بنديانو تبادله وه، چې د دغه پرېکړې په ترڅ کې تورن اسماعيل خان هم طالبانو ته وسپارل شو. طالبانو د بغلان او بادغيس له لارې د فارياب، جوزجان، مزارشريف او سمنګان ولايتونو ته ننوتل او رشيد دوستم پښې سپکې کړې، چې لومړی تاشکند او بيا تورکېې ته وتښتېدو، خو په استاد رباني د شپې خوب حرام شو، نو د فارسي له متله سره سم، چې وايي «حاضره بزن که ... غيرحاضر بروه!.
د طالبانو واکمني په شمال کې اوږده نه وه، وروسته له ۲ورځو د پهلوان مالک ملېشو او زړو ګلمجمانو د طالبانو پر ضد بغاوت وکړ او طالبان په مزار شريف، جوزجان او فارياب کې محاصره شول او د ښارونو په کوڅو کې له هرې خوا د ګوليو باران پرې وورېد، چې د طالبانو د دغې تېروتنې په ترڅ کې په زرهاوو طالبان او د سيمې پښتانه زلميان د اوزبکو ملېشو د غوبل قرباني شول، چې په دې ترڅ کې ملا احسان الله احسان هم د شهادت جام پر سر واړاوه او پښتانه زلميان او طالبان په ډېر بد حالت ووژل شول.
 د جوزجان ولايت د شبرغان ښار د اندخوی په بندر کې د قوماندان جوره بيګ په امر په سلهاوو تسليم شوي طالبان لومړی په پښو وويشتل شول او بيا د سړک پر سر وغورځول شول چې موټر پرې تېر او بېر شي، چې د دغو طالبانو پر مړيو ټوله ورځ موټر تېرېدل او د دغه وحشت په اړه ټولې غربي نړۍ او د بشر د حقوقو هڅاندو غوږونه کاڼه اچولي دي، ځکه چې بيا صليبي جګړې ته تاوان رسېږي.
د طالبانو موخه د هېواد بشپړتيا او هوډ يې د غدارانو ورکول ول، نو په ۱۹۹۸کال يې بيا په شمال سيمو کې نظامي عمليات وکړل او د ګلمجمانو ټغر يې ټول کړ. د طالبانو د دويم ځل راتګ سره، په ښارونو کې ټول خلک نيول کېدل او بنديخانو ته بېول کېدل، خو وروسته له پوښتنو او څېړنو څخه دغه خلک ټول خوشې شول او په هغو چا چې نورو خلکو عريضې کړې وې، هغوی محکمې ته وروپېژندل شول.
 د طالبانو واکمني د هېواد په ۹۵٪ خاوره خپره شوه او په هېواد کې بشپړ امنيت ؤ، خو هېواد کوم اقتصادي او د پرمختګ کوم ځانګړی پلان نه درلود او د هېواد نيمايي وګړې د لوږې له ګواښ سره مخامخ ول او په هېواد کې اسلامي بنسټپالنه روانه وه. د باميان بت طالبانو له منځه يووړ، چې وروسته له دې د طالبانو په واکمني کې افغانستان په نړيواله کچه تجريد شو، خو دغه ډله ډېره ځوانه وه او د ځبرځواکونو او نړېوالو ښکېلاکګرو د چلونو بهير نه وورته مالوم او د خپلې سياسي-خامي قرباني شول.
 طالبانو عربي بنسټپالو ته په افغانستان کې ځای ورکړ او په افغانستان کې يې د نړيوالې اسلامي بنسټپالنې پلوي وکړه او افغانستان د نړيوالو کړکېچونو ډګر وګرځېد. پښتني ضد لنډغرانو له دغه فرصت څخه بيا ناوړه ګټه پورته کړه او له امريکا او روسيې څخه يې نظامي او اقتصادي مرستې تر ﻻسه کړې، چې د ۲۰۰۱م کال د سپتامبر له پېښو څخه وروسته يې د امريکايانو تيري ته لبيک وويل او افغانستان يې د نوي يرغلګر خولې ته ورټېلواهه.
د طالبانو د نسکورولو لپاره امريکايي سياسي، نظامي او جاسوسي سازمانونو له هرډول روا او ناروا څخه کار واخيست او په شمال تلواله يې پيسې ووېشلې، چې د طالبانو پر ضد د امريکايانو مريتوب وکړي.د CIAيو لوړپوړی چارواکیپه خپل يو کتاب کې ليکي، چې د امريکايي يرغل په ترڅ کې يې فهيم قسيم ته يو ميليون ډالره، بسم الله خان، معروف خان او ډاکتر عبدالله عبدالله ته يې په لکاوو ډالر ورکړل، چې د طالبانو په ضد د شمال خلک ولمسوي چې وجنګېږي. دغه امريکايي ليکي چې استاد سياف ته يې هم يو لک ډالره ورکړي ؤ چې په دې برخه کې بيا فهيم قسيم مخالفت کاوه، خو د امريکايانو خپل پلان ؤ اودپلورل شويو لاسپوڅو خبرو ته چا غوږ نه نيوه، ځکه نو امريکايانو د ۲۰۰۱ ميلادي کال د اکتوبر په ۷ نېټه په افغانستان بربنډه تېری وکړ او د امريکايي ديموکراسي يا افغاني تکنوکراتانو د انارشي د غميزې اور يې په افغانستان کې بل کړ. پايله
د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې ښکېلاکګرو ځبرځواکونو د پښتني ضد هلې ځلې په افغانستان کې پياوړې کړې دي او قومي جنګونه يې لمسولي دي، چې د روسانو پر ضد د افغانستان مقدس جهاد هم د دغې پاليسي قرباني شو، نو افغانان بايد له دغه تاريخي تيروتنو عبرت واخلي او د هېواد چارو لپاره يوه سمه اداره رامنځ ته کړي، د صادقو افغانانو ملاتړ وشي او افغانان بايد پرېنږدي چې د افغان ولس علما، مخکښ پوهان او مشران د ښکېلاکګرو د دسيسو ښکار شي، چې افغان په افغان  او ورور په ورور ووژل شي.
نن سبا امريکا دې ته غاړه ږدي، چې د افغانانو پر ضد يې جګړه بايللې ده او د تېښتې لاره لټوي، نو په دغه حساس حالت کې افغانان بايد هڅه وکړي، چې ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي او د يووالي هلې ځلې پيل کړي، چې په خبرو نه کېږي، مګر هر څه په عمل تر سره کېږي. له خواشيني سره بايد ياده کړم، چې لوستي افغانان د دې توان نه لري چې يو موټی شي او د افغانستان لپاره يوه څانګپوه اداره رامنځ ته کړي، خو افغانستان د امنيت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، چې د افغانانو نظامي ځواک په بېلابېلو ډلو وېشل شوی او يوازې له هغوی تمه کېږي چې په افغانستان کې امنيت رامنځ ته کړي.
په قطر کې د سولې خبرې له طالبانو سره روانې دي او د حزب اسلامي استازي د کرزي له دولت سره خبرې کوي، خو د سولې خبرې کېدلی شي تر يو او يا هم دوو کلونو دوام وکړي، چې په دغه موده کې به امريکايان هم له افغانستانه ووځي، نو اړينه ده، چې افغانان وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي کاله د افغانستان د برخليک په اړه فکر وکړي، چې وروسته له هغې به څه کېږي!
د افغانستان په ټولنيزه اداره کې يو شی ډېر غوره دي، چې هر څه په اقتصاد چلېږي او د سولې په خبرو کې به هرې ډلې ته د مرستو ژمنه کېږي او جګړه هم تل پر وېش ده، نو زما سپارښت ښاغلي حکمتيار صيب او ملا محمد عمر مجاهد ته دا دی، که دغه دوې ډلې د هېواد د امنيت چارو لپاره سره يو شي، نو بيا کېدی شي د څانګپوه افغانانو په مرسته يوه سمه ملي اداره رامنځ ته شي. بايد ياده شي، چې وزارت په څانګپوه ښه سمبالېدلی شي نسبت بل چاته. د قوي ډلې په مقابل کې وړې پراګنده ډلې په مقاومت لاس نه پورې کوي، مګر که وړې وړې ډلې وي بیا نو هغه به مو حال وي لکه څه مو چې په نويمو کلونو کې په برخه ول. په پای کې دغه فلم هم وګوری!
په درنښت