(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هزارې چاربيته

پښتو يوه داسې ښيرازه ژبه ده چې په دې کښې دهرې ژبې نه زيات ادبى اصناف موجود دى. په دغو اصنافو کښې داولسى ادب يو مشهور صنف چاربيته ده. چاربيته دخپل ساخت، چابکدستۍ، چستو مصرعو او زوردار بيانۍ په وجه په اولسى ژوند کښې ډير اهميت لرى. په اولسى ادب کښې د ټپې سره سره چاربيته هم يو هر دلعزيزصنف دے. پخوانو مشرانو کښې به داسې څوک نۀ وى، چې هغۀ ته کم از کم يوه چاربيته نيمه نۀ وى ياده. خو موجوده دور کښې چاربيته ورو ورو دګمنامۍ په ګردونو پټيږى. چاربيته دافسانې او ناول غوندې دپښتون معاشرې مکمله عکاسى کولے شى. ځکه چې دې کښې دپښتنې معاشرې د اولسى ژوند ژواک، د کورکلى، دحجرې جومات، غرونو ډاګونو اوګودرونو خبرې په وسيع خيال او په ارت مټ بيانيدے شى.
دا هم دعربۍ او فارسۍ نه پښتو ادب ته راغلې ده. چې دغلته ددې شکل دقصيدې او مثنوى ؤ. خو چې پښتو ادب دا صنف قبول کړو نو شکل ئې خلاص دپښتو ديو کوټلى صنف وګرځيدو. ځکه چې چاربيته کښې دپښتون مزاج او رنګ ځائيدو ډير ګنجائش ؤ. اوپکښې يوخپل ملى اوزان او اهنګونه پيدا شو. او هيڅ قسمه خارجى اثر ئې نۀ قبلولو. او نۀ قبلوى. ځکه خو ورسره جديدو شاعرانو او ليکوالو بې وفائى وکړه. ځکه چې دغه شاعران اوليکوال دجدت جنون اخستى وو. او په غزل، نظم او هائيکو کښې دپښتود مزاج او معاشرت فټ کولو کوشش کوى. خو دپښتون سوچه او ساهو مزاج بغير دچاربيتې ، ټپې ، مصرعه ايزې، سندرې، لوبې ، نيمکۍ، بګتۍ، او بدلې نه بغير بل يو هم ژانر کښې نۀ ځائيږى. نن دچاربيتې دا حال دے چې په شته ميراث خورو کښې بيا هم ميراته ده. او کۀ يو نيم اولسى شاعر ئې جوړه کړى هم. خو نۀ ددې دور پښتانۀ سامعين ورته غوږ ږدى.
نۀ ورځپاڼې ، مياشتنۍ، اودرې مياشتنۍ مجلې ورته ځاې ورکوى، نۀ ريډيو ټى وى ئې دخپلو سټيشنونو ددرشلو نه دننه پريږدى. او نۀ ئې مشاعرې د خپل سټيج نه د اورولو جوګه ګڼى. بس چاربيته په موجوده دور کښې ددې نسل دپاره يو بې کاره، فرسوده، اودقيانوسى صنف ګرځيدلے دے. او شاعران ، ليکوال، چې دجدت په لاره روان شوى دى، نو په چاربيته ئې بيخى سترګې پټې کړى دى.ځکه چې دې قبيلې سره دا ويره ده، کۀ مونږ په چاربيته کار وکړو، نو په مونږ به داولسى شاعرانو چاپ ولګى. د چاربيتې دفن څۀ ليکلې ذخيره يا آثار يا خو بيخى نشته او يا کۀ لږه ډيره شته نو هغه ددې صنف کمے نۀ شى پوره کولے. دا شاعرانو او خلقو ته سينه په سينه زبانى يادې راروانې دى. خو دځينو مشهورو شاعرانو مشهورې چاربيتې دهغوى د مرګ سره ورکې شوې،ځکه چې ديونيم ليکوال نه بغير نور څوک هم ددې صنف د محفوظ کولو هڅه نۀ کوى. دغه وجه ده چې ډيرې مشهور او معيارى چاربيتې ورکې او ضائع شوې. اودپښتون نوے کول، چاربيته بيخى نۀ پيژنى.
کۀ دچاربيتې دغه حال وى نو زر ده چې دا قيمتى صنف به ختم شى. د ډيرو ليکوالو خيال دے چې چاربيتې ته چاربيته ځکه وائى چې دې کښې څلور بيتونه وى. شايد ددوى په خيال د اردو "چهار" دے . کۀ داسې وى نو بيا خو د چاربيتې په ځاې چهاربيته ليکل پکار دى. خو دا "چهار" دخود کفيله په معنى اخستے شويدے.يعنې دچاربيتې دبيتونو چار ښۀ او معموره دے. بله دا چې چاربيته يوازې څلورو بيتونو ته نۀ ده مختص، په دې کښې دڅلور بيتونو نه واخله تر نهو او شپيتو بيتونو پورې کار کيږى. دا ځکه چې چاربيته يو قسم پورې نۀ ده محدوده. ددې ډير قسمونه دى لکه ساده چاربيته، سوره چاربيته، کړه بند چاربيته، زنځيرۍ چاربيته، بندى چاربيته، يو يستوې چاربيته، مستزاد چاربيته، اود ډمامې چاربيته وغيره.
په چاربيته کښې دپښتون کلچر او تاريخ مشهور واقعات، قيصې، روايات، تاريخى داستانونه، د جنګونو تذکرې، د نبيانو او اولياؤ معجزات، د عشق او محبت قيصې بيانيدے شى. دچاربيتې په يادو شاعرانو کښې نورالدين اخون، احمددين طالب، عبدالواحدټيکيدار، على حيدر جوشى، د ټوپۍ جمشيد، رضاخان ناتار، خواجه، خان شاه، زرجان ، محمددين، مسعودملا، محمدجى ليونے، ملنګ جان مندڼ، صالح محمد، قمردين، تاج محمدمهمند، عبدالوهاب دستى، سيداکبر صابر، نور محمد، عبدالقيوم باجوړے، فياض دشيدو، عبدالرحيم ګډبه قلندرمومند. دا خو دچاربيتې تمهيد ؤ. زماد مقالې اصلى روح دهزارې چاربيته ده. په هزاره کښې هم چاربيتې د اټک پار پښتونخوا چاربيتې سره اوږه په اوږه سفر کړے دے.
په هزاره کښې دچاربيتې زاړۀ او اوسنى شاعران دا دى. غلام احمدخان دتنوى، طائب ګل د تورغر، ميرافضل د کوزو شينګلو، داؤدجان دشينګلو، شمروز ګلاله او انور شاه دقلاع، فضل رحيم، سائين فقير، عبدالله جان، جهانزيب خان، عبدالديان، صابرخان، پيرزمان شاه، اسرين ګل، اکاجان، بهادرخان غريب، وزيرجان، قامى، عالم زيب خان، اکوجان، خان ولى، شيرمحمدخان، بلاله ، هارون الرشيدخان، مصطفى استاد، هاشم خان، انورزيب خان ګلاله،امان الله خان، ممتاز، خطاب ګل، سکهياهندو اود سکهيا خورسلوچنه، وغيره. په دې شاعرانو کښې زياتره فى البديع وو. دوى به يو بل سره دبيت بازۍ مقابلې کښې يو بل پړ کول، اولس به ددوى چاربيتې ډيرې خوښولې. او مجلسيانو ته به ددوى چاربيتې زبانى يادې وې.
او د شپې حجرو کښې به ئې دساز په اهنګ په چاربيتو محفلې ګرمولې. سکهيا هندو اودهغۀ خور سلوچنه د فى البديع چاربيتې ماهر شاعران وو. خصوصاً سلوچنه، چې تکړه شاعر به ورته په ميدان پښه نۀ شوه نيولے. حالانکې دوى هندوان وو. او مورنۍ ژبه ئې هم هندکو وه. خو دپښتو چاربيتې سره ئې ډيره مينه کوله. دنمونې په توګه ددې شاعرانو د چاربيتو يو بند
غلام احمد خان
دسرو زرو اميل دې په سينه کښې وهى ټال
شغلې پکښې دنمر دى
تنکۍ دې بناتۍ ده بل په سر دې زرين شال
چړاؤ ورباندې زر دى
د سرو زرو اميل دې په سينه کښې کوى خوند
شالور ئې دنواب
يو ځل دې ښکلے مخ د رب دپاره کړه څرګند
ژوندون مې شو خراب
دهجر پرهارونه زما نۀ اخلى پيوند
يم هر وختې بيتاب
ظالم درنه چاپيره کړو په اووۀ بنده ديوال
څوکۍ پرې مقرر دى
مصطفى استاد
په وړومبۍ مينه کښې غوڅ د زړۀ په سر شومه زۀ
محبت به بيا ونۀ کړم ماقسم کړيدے
په وړومبۍ مينه کښې سوخت لکه مجنون ګرځم
نۀ مې وليدۀ اشنا په سور پالنګ باندې
سوے لوے هميش پټ په اندرون ګرځم
دفراق اوښکې مې څاڅى په هر درنګ باندې
چې تر کومه مرضى به دطاعون ګرځم
دعلاج والا مې نۀ راځى په څنګ باندې
څوک خبر نۀ دى له درده کير وکر شومه زۀ
په وړومبۍ مينه کښې غوڅ د زړۀ په سر شومه زۀ
ناڅاپې قاصد ګوزار په ما د بم کړيدے
محبت به بيا ونۀ کړم ما قسم کړيدے
شمروز ګلاله
چې وباسى مې له کوره نۀ ډولۍ
کليمه وايه په جمع دشهادت
ماته مۀ وهئ پردو خپلو جلۍ
ښۀ مې وسپارى په دين دپاک حضرت
چې ډولۍ مې ځى له کوره بيابان ته
د اوله نه شروع کړئ بسم الله
زۀ به ګورم د دوستانو خوږ زبان ته
اخلئ نوم د محمدرسول الله
ورپسې بيا لا اله الا الله
دا په زوره زوره واوروئ شيطان ته
ښۀ سمبال په بخښنه مې کړئ رخصت
فضل رحيم
صنم له خياله مازيګر راځى
په اراده کښې دګودر راځى
جوړ د اوربل ئې قينچې لام کړو
خور ئې د تورو زلفو دام کړو
صنم له خياله راروانه شوه
الله دې خير کړى ډيره ګرانه شوه
هر يو قدم سره ئې اور دے
کوم يو سړے ئې بل د زور دے
په لاره تږے سوداګر راځى
په اراده کښې دې ګودر راځى
زر ئې نسکور په منګى جام کړو
خور ئې د تورو لفو دام کړو
سائين فقير
په کربلا کښې شهيدان شو
يزيد دلاسه اميران
دجنګ ميدان له په نمبر تلے دے
هر يو نمسے دپيغمبر تلے دے
دا کربلا ورته بلا شوه
چې مقرره د الله شوه
اوس به عمر شمر له تله غواړى
چې سکينه بى بى اوبۀ غواړى
عباس (رض) راووتۀ له کوره
دجنګ ميدان ته زما وروره
په تماشه ئې يزيديان شو
په کربلا کښې شهيدان شو
وروستو ئې جنګ کښې دا مصرعه وکړله
چا دعباس (رض) دمرګ نعره وکړله
دمرګ اواز ئې په لښکر تلے دے
هر يو نمسے دپيغمبر تلے دے
اکوجان
د وفا خبرې نشته په جانان کښې
زۀ مجنون له ځانه څۀ له جوړومه
داسې عمر مې تيريږى په جهان کښې
د زړګى حالونه چاته ووايمه
د وفا خبرې نشته نازنين کښې
تاؤراتاؤ لکه دمارغوندې کښې شومه
شنۀ خالونه دى وهلى په جبين کښې
ناديده په دام ايسار غوندې کښې شومه کله وګورى له خياله په ائين کښې
په کتو ئې زۀ بيمار غوندې کښې شومه
دښائست ثالنى ئې نشته دے بوستان کښې
کۀ بورا شم زيړ ګلونه بويوومه
اکاجان
زلفان دې دسينې په منارو کوى غورځنګ
بيدارشو دماغونه
دملکو بوراګان پکښې راونښتل په جنګ
ډک شوى دى باغونه
زلفان دې د سينې په منارو کوى کشش
راخيژى ترې وږمې
اخته دى باڼۀ غشى کړۀ د وروځو په ترکش
جوړيږى هنګامې
بورا دې دښائست ياره کوى پکښې ګردش
دحسن علامې
ګولۍ دې تورو سترګو دى خطا نۀ ځى په څنګ
ګاګير ولى مارغونه
جهانزيب خان
غږ ئې وکړو لويه لار کښې
مستې جينکۍ ورته راووتې په سينګار کښې
راغے بنجارے
غږ ئې وکړو په دا رنګ
ما ستاسو کلى ته راوړى شيشى رنګ
ټولې شئ راجمع
په دې درنګ
داسې ارزان بيعه شے به نۀ وى خلقه ښار کښې
راغے بنجارے
اکا جان
جدائى راغله جانانه
دا راته وايه چې به چاته جوړ کړم ځانه
تۀ رانه لاړې
تۀ رانه لاړې په نصيب مې شوګيرې دى
دا دواړه سترګې مې هميش له غمه سرې دى
په ژړا سر يم
ګيرچاپيره خطرې دى
زخم د زړۀ مې پټۍ نۀ اخلى دا زمانه
تۀ رانه لاړې
- بېرته شاته