(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څوک متعصب دی؟

 له تاریخي لیدنوڅخه روښانه ښکاره کیږي چې زموږپه هیواد وکلتورباندې یرغملوواغیاروزموږله دیني شعوراوښو خویونو څخه زموږ دقامي وکلتوري احساس په وږلوکې ډیرې ناوړه ګټې اخستي دي، او زموږپه ناپوهیو وبیرته شاتمبولوکې یې په نیغ وبې نیغ ډول سره هڅې کړي... خو که چیرې موږ دخپل ځان په راویښولویا احساس راږوندي کولوکي غږ پورته کړو نوبیا راته متعصب وایې چې دې بې انصافه اتهام زه دې ته راوپارولم چې دلمړي ځل لپاره هغه کتنه یابحث ولیکم چې زماپه اند هیچا په ترما څخه مخکې نه وي لیکلي تر څوچې هرچاته څرګنده شې چې رښتیانی متعصب څوک دی؟؟؟
 
راشـه وګـوره چې څوک ښـه ایسیدونکی دی
بیاقضاوت وکړه چې څوک بدایسیدونکی دی
؟
   په خپل قام او خپلې ږبې باندې ویاړنې ته تعصب وعصبیت نه ویل کیږي، او په هغوی باندې ویاړکونکی متعصب وتمیزنږاد نه شمیرل کیږي، هغه وخت انسان ته متعصب ،کینه ور، تبغیضي ،عنصري وتمیږنږاده ویل کیږي چې خپل ځان ،ادب وکلتورترنوروڅخه غوره، ښه او لوړوګڼي لکه نازیان په اورپا او ایرانیان په اسیاکې چې دنوروقامونود ثقافت وږبو په وږلواو ورکولوپوسې یې تل ترتله بډې راپورته کړي وي اوغواړي چې دنوروقامونو فرهنګ وکلتورله منځ څخه یوسي ،او په نوروخلکو باندې دخپل ادب وکلتورفرضول وکړي، بې له دې چې دخلکو ادب وکلتور ته په کوم درناوی سره کتنه وکړي، چې په دې انډول یې له لوی داریوش څخه بیا ترنن پوري دګاونډیانوقامونووملتوپه دننه نیوچاروکې تل دفساد وبې اتفاقی ګوتې وهلي دي اووهي یې،اولوی قامونه لکه پښتون یې تل له بدبختیوسره مخامخ کړي وي،اوډیرکوچني قامونه لکه ایراني عربان،کوردان، ارمنیان اوبلوچیان چې نه یې خودارادیت او نه یې ږبو ودودونونه ته تر اوسه پورې کوم درناوی کیږي.
   که چیرې څوک له خپل قام وخپلې ږبې سره مینه او ویاړنه کول ونلري نو هرو مرو به دخپل پیغمبرمخالف وي داځکه چې پيغمبر له خپل قام وخپلې ږبې سره ترهرچاډیره مینه او ویاړنه درلوده، وګوری چې دخپل قام اوخپلې ږبې په مینه کې او په هغو باندې ویاړنه کې موږته څومره لوی درس راکوي کله چې وایې :زه عرب(خپل قام) دې دریو شیانو له امله خوښوم او مینه ورسره لرم او ویاړنه پرې کوم– یوخو دا چې زه عربي یم ،بل داچې قرآن په عربي ږبه دی، او  دجنت دخلکوخبرې په عربې ږبه دي.
1/احب العرب لثلاثة: أنا عربي، والقرآن عربي، وكلام أهل الجنة عربي  
   په بل ځای کې بیا دخپل قام مینه وپایدل په خلکو باندې مني او امر ورته کوي چې تاسو دپيغمبرقام – العرب – او دهغوی پاتیکیدل باید ښه وایسوي او مینه ورسره ولري ،داځکه چې دهغوی پاتی کیدل په اسلام کې رڼاده.
 2/أحبوا العرب وبقاءهم، فإن بقاءهم نور في الإسلام).
    که چیرې دقام او ږبې سره مینه دانسان فطري غریزه نوای نو بیا په زموږ پيغمبر ولې ورسره مینه درلوده او ویاړنه به یې پرې کوله؟اوڅله به یې بیا دا دومره تاکیدونه پريې کول؟  ایا دې ته تعصب وعصبیت ویلی شو؟ که چیرې دې ته تعصب نشو ویلی، نو بیا ولې پښتون چې په پښتون ویاړنه وکړي اویا په خپله ږبه باندې لوست ولیک غوښتنه وکړي ورته متعصب وایو؟
   وګوره چې په بل ځاي کې دهغه له قام سره کینه کول یا بد ایسیدل پخپله له پیغمبر(ص) سره کینه کول او بد ایسیدل دي ،نو په دهکله په سلمان فارسي باندې غږ کوي چې ته ما له تاسره مه کینه کونکی یاکارجن کوه، که چیرې داکاردې وکړنودین به له تاڅخه لري کیږي – هغه ورته وویل چې یا رسول الله زه به څنګه تا په غوسه یاکینه کوم ؟په داسې حال کې چې په تاندې ماته الله لارښودنه وهدایت کړی دی؟ پيغمبر ورته وویل : کله چې ته زما له قام (عربانو) سره کینه وبدایسیدنه وکوی، نوهغه به یبا ته له ماسره کینه وبد ایسیدنه کوي. ایا داتعصب دی اوکه له خپل قام سره مینه ده؟؟؟؟؟
 3/ (ياسلمان لاتبغضني يفارقك دينك فقال :  
 يا رسول الله كيف أبغضك، وبك هداني الله؟ قال: (تبغض العرب).  أخرجه الترمذي
   له حضرت علي (رض) څخه روایت شوی وایې چې نبی علیه السلام مې خپلې سینې ته رانږدې کړ راته ویې ویل چې یا علي وصیت درته کوم چې له خپل قام قریشوعربانو سره ښه کوه په دې مانا چې دخپل قام چو‎پړکوه.
4/(وعن على قال: أسندت النبي صلى الله تعالى عليه وعلى آله وسلم إلى صدري فقال: ( يا على أوصيك بالعرب خيرا(.  
   و ګوره چې زموږپيغمبرپه خپل قام باندې څومره پاملرنه او هغه ته څومره دې درناوی غوښتنه کوي وایې :چې که څوک زماله قام سره کوږوالي یا خیانت وکړي نو دقیامت په ورځ په زما له بخښل غوښتنې وشفاعت څخه بې برخې پاتې شې اوزما مینه واحسان په ونه مومي.
5/(من غش العرب لم يدخل في شفاعتي، ولم تنله مودني) أخرجه الترمذ
   داچې له خپل قام سره مینه او هغه ته خیر غوښتل او چوپړ کول دپیغمبرانوانساني فطرت دی نو هر انسان ته دا الهي حق ورکول شوی دی چې په خپل قام او خپله ږبه باندې ویاړنه وکړي او چوپړ ورته وکړي که څه هم په دوعا سره وي.
    وګوره  چې زموږ نازولی پیغمبرپه څومره قومې مینه واحساس کې خپل قام ته له خپل رب څخه دې دین و دنیا غوښتنه دقیامت ترورځې پورې کوي وایې : اِې زما ربه زما قام ته په دین کې پوه ورکړه، او زما له دې ورځې- حجة الوداع- څخه دقیامت تر ورځې پورې خیر وروڅکه اوبې له کوموسختیوګاللویې ورپه برخه  کړه .
6/(اللهم فقه قريشا في الدين، وأذقهم من يومى هذا إلى آخر الدهر نوالا)
   موږباید له خپل پیغمبرڅخه  د قام ودږبې دمینې ودچوپړ په لاره کې پوره زده کړه وکړو،اونوروته(ایرانیان) ورپه ګوته کړوچې تاسوپه زرګونوزرګونوکلوخپل کلتور وخپله ږبه که په زورده او که په رضاده ، که په احتلال ده او یا له دين څخه په ناوړه استغلال ده، په منځني لرې ونږدې ختیځ کې لکه العراق،افغنستان، تاجکستان، اږبکستان... په خلکوباندې فرض کړې ده، چې هرومرو ورسره اشناشې پیداکړي او لیکل ولوستل وخبرې کول پرې وکړي، چې په دې ډول تاسوخپل ادب وکلتورته لوی لوی چوپړونه کړي دی،اود نوروګاونډیانو قومونو دږبودپرمختک اوپوهې وتعلیم وزده کړې وخپریدو ټولې لارې په نیغ اوبې نیغه ، مباشراوغیر مباشرډول سره په خلکوبندې کړي دي، که څه هم دې بیلي ږبې څښتنان وي،اوځانګړې سیمه وهیواد ولري.
   دبیکي په توګه زموږپه هیوادکې په مباشرډ ول سره له ډیر پخواڅخه موږ   دتقلید وپیښېوپه توګه په رسمي دولتي اداري ودوتري کارونوکې تر اوسه پوري   دتاسو ږبه په کاراچوو، به داسې حال کې چې زموږپښتوږبه له دې کارڅخه محرومه وشړل شوې ده، سره له دې چې دهیواد په بنسټي یا اساسي قانون کې دې دولت لمړنی رسمي ږبه بلل کیږي، په دې مانا چې دې دولت ټول دوتري رسمي کارونه لمړی باید په پښتو وشې، اوپه نړیوالوکنفرانسوکې افغاني لیډران لمړی بایدپه هغې باندې وګړیږي او خبرې پرې وکړي ، ترڅوچې ڼړیوالوته یې حقیقت ښکاره شې ،چې درناوی یې وکړي، مګرتاسو دې دې وضعې دپاتې کیدلواو پایدلولپاره هرډول زیارونه دمرستو په نوم باندې کوۍ.
    بله نیغه ومباشره بیلکۍ خوداده چې دپوهنې وتعلیم دوزارت له خوا پښتو ږبې ته په پوهنتونو، ښونځیواو لیسوکې پوره اهتمام نشته چې البته دا ستاسو دفرهنګي سیا ست اغیزه ده، نو موږ به خپل ځان ته ووایو داچې کابل دافغانستان ترپښو لاندې پالنګ دی اوډیرې پښتنې کورنی پکښې ږوند کوي، چې په سلوکې ترشپیتو ډیردهغه اوسیدونکي جوړوي،  خو سره له دې بیاهم دې دوی دماشومانو لپاره پخپله ږبه لکه څنګه چې اړین ولازم دی، ابتدائي،اعدادي ښونځې، لیسې ومعاهد وپوهنتنونه په ګډو وډواو مختلفوعلمي څانګوکې ندي جوړشوي،اودپښتنوماشومان تر اوسه پورې پخپله ږبه باندې له تعلیم څخه محروم وبې برخې پاتې دي، مطلب دا چې په دې هکله دتعلیم وزارت رښتیانی ګامونه واخلې ترڅو چې دپښتنو مینه واحساس له وړکتوب څخه له خپلې ږبې سره پرې ومړنشي.
   مګر دبې نیغواوغیر مباشرودسیسوبیلکۍ خورا ډیرې دي اوهرچاته څرګندې دي چې دلته به یې له لیکلو څخه ډه ډه وکړو.
   له لوی داریوش.. ونوشیروان.. څخه رانیولې ترسامانیانو.. پورې د منځني ختیځ ډیرې برخې دې ایرانیانو تر واکداری لاندې وې.. او دې دوی ږپه وکلتور به دې دولت په رسمي واداري کارونوکې په کاراچول کیده..او لیک ولوست به دې دولت په ږبه کیدل، او کله کله به دې دوی ترواکداری لاندې هغه مهال کې دنورو خلکو ږبه به چې ډیره پوره اوقوي ږبه وه ،لکه اریاجه چې نن ورته پښتو ویل کیږي ،چې څښتنان یې ډیر غښتلي وزړورو جګړه مارخلک وه دې دولت دواکدارانوپه ږبه کې به ورګډیدله چې دډیرو تاریخي یادګارونولیکنه به یې پرې کوله لکه دلوی داریوش په قبر شناختې چې په پخوانی پاړسي او پخوانی پښتو لیکل شوي دي،چې ډیر ږبپوهان یې دپښتوږبې دې ډیر لرې لرغونبتوب ښکاره ودقناعت وړبیلکۍ ګڼي، خو په ټولنیز ډول بې له پاړسي څخه په نوروږبو لیکل ولوستل نه کیدل چې دوخت په تیریدو به له هغو څخه ډیرې یا هیریدلې او یابه مړې کیدلې، په ځانګړی ډول سره که چیرې څښتنانو به یې په ښارونو کې ږوندکاوه، داځکه چې
-         یابه داوه چې شمیربه یې لږوه په خپلې ږبې دګړیدو امکان به ډیرکم ورته ملاو کیدو.  
-         یا به داوه چې بیریده به که پخپله ږبه دخلکو په منځ کې خبرې وکړي شرمول یا سپکاوی به یې وشي.
-         یا به داوه چې دخپل بادار ږبه وګړوي ترڅو چې ورڅخه خوښ شي ګوندې یوه ورځ په يې په کار ورشي.
-         یابه داوه چې له وړکتوب څخه به یې لیک ولوست په پردی ږبه وه نو کله به چې ځوان شو خپله مورنی ږبه به ورڅخه هیره شوې وه.
-         یابه داوه چې له خپلې ږبې سره به یې مینه واحساس مړشواو له مورنی ږبې سره دمینې واحساس کمیدل، په عقل ووجدان کې دهغې مړه کیدل دي.
-         یابه داوه چې پاړسیوانو به ځانونه واکداران وباداران ګڼل او دنوروترلاس لاندې قومونودږبو درناوی به یې نه کاوه او غوښتل به یې چې له منځ څخه لاړې شي، نوځکه به که کله کوم غیورسړي پخپله ږبه خبرې وکړي توهین کاوه به یې، چې داشیطاني غریږه تر اوسه پوري په دوی کې شته کله چې افغانان(پښتانه) ایران ته دکارلپاره لاړ شي، افغان غول ورته وایې ، که په پښتویا بلوچي خبري وکړي په ډیر سپکاوي سره ورته وایې چې(ګومش کو به فارسي ګپ بزن) نو مزدور خو بیا بادارته نشې ویلی چې ته خو هم زما لږ درناوی وکړه ( کومش کو به پښتو ګپ بزن) چې دې دواړوترمنځ یوبرابردوه خواوي درناوی وي.
    لنډه داچې تر اسلام څخه مخکې یوازې دایراني وکدارانوږبه دې دولت ژبه وه چې دپوهنې اوتاریخونو لیکل ولوستل په پرې کیدل او دنوروقامونوتاریخونه وکیسې به دهغوی په سینوکې دهغوی په ږبو پاتې شوي وه، چې په جرګو ،مرکو، دیروودودونوکې به یې په کلیو،بانډو،غرونوودښتونوکې په ګڼو ګوڼوکې اوریدل، او له یوه نسل څخه به بل نسل ته په نکلونو ویلوکې وراړول کیدل، داځکه چې دې دوی په ږبو به نه لیکل وه اونه به لوستل وه، تل به له زده کړې وپوهې څخه بې برخې وه ،په دې پلمه چې دوی شپانه وکډوال خلک دي، کومه ځای په ځایې نلري چې دتعلیم وپوهې وسائل ورته برابرکړی شي،چې تراوسته پورې دهمدې کرغیړن  چاچلن وسیاست په پلمه خپل تعصب بدبیني په موږ باندې چلوي،خوسره له دې بیاهم دوی خپل ځانونه ښه غوښتونکي وخواخوږي بولي اوموږ ته بدغوښتونکي ومتعصب وایې ،چې ته به وایې له یوې خواڅخه مووږنې ،او له بلې خواموپه جنازه کې روان وي دوروروخواخوږي ویرونه راندې کوي.
  خوکله چې اسلام راغی او دمجوس کبریاء یې تر پښو لاندې کړه، او دعدل ومساوات جنډی یې به هرځای کې دخلکو ترمنځ پورته کړه،خلک ډیر خوښ شول چې دمجوس له ظلم وتعصب څخه خلاص شول، او دازادی هوایې بوی کړله، او خپله دانسانیت ستاینه یې وپیږندله، او په هرقام کې دخپل قام وخپلې ږبې مینه راپیداشوله ، داځکه چې دا دانسان فطرت دی الله(ج)ورته ورکړی دی او اسلام دانسان دفطرت مطابق دین دی، له همدې کبله ټولوخلکوډیرږراسلام بې له سختو جګړوڅخه په ډیر ټینګ ایمان سره ومانه،او په پیږندلو کې یې هلې وځلې پيل کړې اوپه زده کولوپوسې به یې له بخاری څخه ترمکې ومدینې پورې روان وو.
   داسلام په لمړنیو پيړیوکې دهغه دخپریدلو لپاره ډیر دیني پوهان عالمان وملایان به هغه خلک ووچې ډیربه یې بې له عربې وپاړسې په نوروږبو لیک ولوست نشو کولای که څه هم خپله ږبه به یې وه لکه پښتو،بلوچي کوردي..
   داچې عربي دې دین او قرآن ژبه ده نوزده کول یې دهر مسلمان لپاره اړین شو، چې قرآن ولوستلی شې که څه هم په مانایې پوه نشې.
   اودپاړسې ږبه دمجوس دامپراطورږی له ورانیدوڅخه ورسته له عربي ږبې سره څنګ په څنګ کې روانه پاتې شوله او له عربي ږبې څخه یې خورا ډیرې وییې په خپل ځان کې ورګډې کړې چې شمیر یې په سلوکې تراویا څخه تیریده،په داسې حال کې چې دنوروقومونوږبې په دیني وعلمي ډګرکې له لیک ولوست څخه بیرته اولرې پاتې وې،او له تطوروپرمختګ څخه ټپې ټوپې پاتې شولې، او زده کړه وتعلیم به نه پرې کیده،لکه څنګه چې تر اسلام څخه مخکې به بدبینو ومتعصبانودپرمختګ په لاره کې بندونه وپتمونه ورته اچول، نو ځکه کوم لرغوني تاریخونه ندي پرې لیکل شوي،اودلیکل شویونښانووآثارواومر یې ډیر لنډ اټکل کیږي،چې له حقیقت سره هیڅ برابري نلري.  
    
    ،داسلام دین دذات دازادی لپاره راغلی ده، او زموږ رسول صلی الله علیه وسلم دټولې نړیوالو لپاره رحمت ومهرباني رالیږل شوی ده،خو اسلامي ډیرو واکدارانو او دهغوی ترلاس لاندې پوهانو وعالمانوپه ډیرو هغو حقیقتونوسترګې پوټې کړي دی کوم چې ددوی له ځان ځاني ګټو سره ټکر وهي، که څه هم دخلکو دناپوهی وجهل او بیرته پاتې کیدواړوند کیږي، دهمدې کرغیړن چاچلن ېه اړوند پښتو او پښتانه تر ننه پوري دمنځنیو پیړیو په توروتیاروکې بیرته پاتې ږوند کوي چې له مرګه څخه کم ندی.
   که چیرې زموږپیغمبر صلی الله علیه وسلم دخپل قام دبرم دساتلوا ودرناوي  دپورته کولو په لارکې ټول خلک مسلمانان وکافران په خپلو خوښوکې ازاد پرې ایښي نو بیا موږڅنګه په خپل قام باندې بدیزونه لګوو او دتعصب وعصبیت  تورونه پرې ورتپو؟ وګوره چې رسوالله صلی الله علیه وسلم په الصحیحین الشریفین چې دټولو اسلامي عالمانو یوالی پرې راځي وایې: په قومي مینه واحساس وشعورکې خلک زما دقام قریشو شاته وی یا تابعت کوي که څوک مسلمان وي زما دقام دمسلمانوتابعت کوی او که څوک کافران وي زمادقام دکافرانوتابعت کوي.
 في الصحيحين: (الناس تبع لقريش في هذا الشأن مسلمهم تبع لمسلمهم، وكافرهم تبع لكافرهم
   دلته دخپل قام مینه واحساس وشعورباید دټولو خلکو دې درناوي وړ وي،که کافران وي که مسلمانان وي ،دجزاء وثواب، دحساب وکتاب کار یې دالله(ج) دی، مګرقومي احساس وشعوریې یو دی اړین ده چې درناوی یې وشي.
   خودې ډیر افسوس ځاي داده چې زموږ دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا له قامې مینې ډکې ښونې ودرسونه تر ننه پورې موږته چا ندي را ښکاره کړي. داځکه چې موږ په تیرو مهالو کې پښتانه په دین پوهان وعالمان وملایان ډیرکم درلودل،او هغه عربي وفارسي کتابونه به یې لوستل کوم چې فارسې ثفافت وفرهنګ به په خپل متعصب چوکات کې جوړکړي وتآلیف کړي وه، چې دې دوی دادب وکلتورچوپړکونکی ودږبې ساتندوی وي، او زموږ دې ادب وکلتور وږبې وقامي احساس وږونکی وتباه کونکی وي.
   اوسه به نو داسوالونه وکړوچې :
   1/ دتاریخ په اوږدوکې ایرانیانوخپل کلتوروږبې ته هرډول چوپړکړی دی،او موږتراوسه پورې درناوی کوو، مګر دوی زموږ دې ږبې وکلتوردپرمختګ په لاره کې تل خنډون جوړکړي وي،او کوم درناوی ورته نلري، نو ایا دوی متعصب دي او که موږ؟
   2/ خیرده عربې خو دې دین  ږبه ده، مګر ولې زموږ په جوماتوکې له ډیر پخواڅخه بیا ترنن پورې په پاړسې ږبه لکه : پنج کتاب. خوجه حافظ ، ګلستان او داسې نورکتابونه لوستل کیږي؟ ایا زموږ په ملایانو وعالمانو کې څوک نوه چې په پښتوږبه باندې یې خپل قام ته دیني کتابونه لیکیوای او یایې ږباړه کړي وای ؟ چې دې دوی دې دین ودنیا چوپړ ګڼل شوی وای؟
   3/ ولې په عربې ملایانو وپاړسې ملایانوکې له خپل قام وخپلې ږبې سره مینه واحساس  ترپښتنوملایانو څخه ډیر دی؟ ایا زموږ ملایانودحضرت محمد صلی الله علیه وسلم به سیره کې  - برسیره په مسلمانانو باندې- له خپل قام سره  دمینې لرلو او چوپړ کولو په هکله څه ندي لوستلي یاندي پرې پوهیدلي؟ لکه ځنګه چې پاړسې ملایانوهغه لوستلې اود خپل قام وخپلې ږبې سره یې په مینه واحساس کې په کارکړي دي؟
    لیکوال : علي خان صافي.
 
سرچین (مصدر)
الكتاب : مبلغ الأرب في فخر العرب
المؤلف : ابن حجر الهيتمي
مصدر الكتاب : موقع الوراق
http://www.alwarraq.com
   
- بېرته شاته