(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند زيارپر هېوادني او جهاني کچ ...

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيارپر هېوادني او جهاني کچ د پښتو ژبې او پښتني فر هنگ د سرڅڼې او سيالۍ په هڅه
مرکه وال: انجنير عبدالقادر مسعود
(دويمه برخه)
مسعود:ستاسو له انده د اروپايي، هندي او پښتو موسيقۍ اساسي ځانگړنې کومې دي او څه توپير سره لري او دا راته وواياست، چې موسيقي او شعر سره په خپل منځ کې څه تړاو لري؟
زيار:زه د موسيقۍ نه هنر منديم او نه يې څانگپوه، خو د غږپوهنې  او بيا له شعري     سره تړاو يې راته د پښتو بدلمېچ  (ميز ان الشعر)   (rhythem) تول و تال ياوزن دڅېړنې او اوډنې په ترڅ کې ښه ترا جوت شو.
د پښتو موسيقۍ، ټنگ ټکور يا سندرا او سندرو وتلې څېرو، لکه د لرې پښتونخوا هغه چې په سر سر کې يې ارواښاد رفيق شينواری راځي او دبرې دې چې  په سر سر کې يې ارواښاد محمددين زاخېل او نن سبا استاد عبدالرحمان رحماني او لطيف جان بابي ټيکاو لري، دا راجوته کړې ده چې ښايسته ډېرپښتني وگړني آهنگونه( غاړې، نارې، بابولالې، شين خالۍ، کاکړۍ...) پر هندي راگونو اوښتي دي. په بله وينا، يو لړ هندي راگونه او غږونه چې افغاني او بيا پښتني هنرمندان غږوي او کاروي، آره او ريښه يې بيرته پښتونخواته راگرځي!
ډیره په زړه پورې دا چې په یوه لنډۍ کې د (ارم راګ) یادونه شوې ده :
راګ د ارم  راته ږغېږي  -  چې لیونۍ د ښاپېرۍ خندا کوینه
 په هره توگه، له دې هم نټه نه شي کېدای چې همدا هندي تربوران ول چې  په ټوله مانا يې تر بل هر ټبره له آريايي پېره تر اوسه زموږ د بېلابېلو گډو فرهنگي پاتوړو(ميراثونو) ساتندويي او استازندويي  ښه تراکړې ده. کټ مټ، لکه څنگه چې له اروپايي تربورانو سره مو په گډ ژب- توکميز ((هندواروپايي)) نامونه کې  استازي کوي!
نو پر همدې دک و دليل د موسيقۍ په تړاو هم  د دې ځواب په کار دی چې  هندي- اروپايي، او لا ويلای شو، د ختيزې- لويديزې موسيقۍ ترمنځ توپير په څه کې نغښتی دی، او غبرگون به يې هم داوي چې تر دغه منځ د هنري جوهر له پلوه کوم ستر توپير نشته، خو د رغښتي تخنيک او فورم له پلوه په دې  توپير مومي چې زموږ داپر اتوسُرو ((سا-را-گا-ما-پَ-دَ- ني-سا)) ټيکاو لري او لويديز دا پر شپږو. نور نو د دواړيو ساز  الې  هم له لويه سره  پر څلورو ډولو وېشنه مومي: پرده يي(هارمونيه يا باجه، ارغنون، اکورديون، پيانو...)، تاري(رباب، ستار، سنتور، دوتار، تنبور، ترنگو ياغژکه، سرينده، سرود، ويلن، گيتار...)، وهنيز ياضربي(ډُول، ډومبکی، چمبه يا داريه، نغاره، دوکړه يا تبله، زېربغلي، منگی، ډرم، جاز...) او بادي(دروی، شپېلۍ، سورنی يا سُرنا، کرنا، ترومپېت، ساکسفون، بينباجه، کلاريونېت، کلاريون...). ښايي اړوند هنرمندان او په تېره څانگپوهان تر دغه منځ نور توپيرونه او بېلابېلې ځانگړنې له گرد ټول و ټوک(جزئياتو) سره وړاندې کړي، زما افاقي معلومات يا جنرل نالج  همدومره دی. هرگوره، مينه والوته به زمادا سترگو ليدلي او غوږو اورېدلي هم په زړه پورې وي چې د تېرې پېړۍ په شپېتمو کلو کې  لکه دا نن سبا، دغلته د نا انساني پانگوالي(کپيتالېستي)، په بله وينا، پانگواکي(اېمپريالېستي) ناخوالو  پر وړاندې يو سراسري سرغړاوی او پاڅون راپيل شوی وو او له کارگرو  او کارمندانو رانيولې تر زده کړيالانو، استادانو، ليکوالو، شاعرانو، رسنوالو، پوهانو او هنرمندانو پورې به له سرو بيرغونو او شعارونو سره هره ورځ  لاريونونه کول او په هغه لړکې يې په زړو توکيزو او مانيزو فرهنگي آرونو او لارو رَودواو بياموسيقۍ پسې راواخېسته. پاپ(وگړنی) موزيک چې وار له مخه يې پيلامه رانښتې وه، تر بل هر دو ديز(کلاسيک) هغه ډېر منښت او گرانښت وموند چې هيپيان او بيتلان پکې تر بلې هرې ډلې ټپلې ښه ترا وځلېدل. د الهام سرچينه يې هم له آره  انگازوره ختيزه  موسيقي وه. خوځښتونه او لوړ غږونه يې ورسره له افريقايانو راخپل کړي ول او نور تول وتال يې له هندي هغه . نور نو د يوهان شتراوس، موسارت، سبستيان بخ...... سېمفونيو ارامو نغمو او کنسرتونه دځوانان لا څه چې د پوخمنگو هم نه خوښېدل او بيا هغسې لوکس دريشي کړي، درانه او غلي پلي نه کښېناستل.  له يه سره به يې له سندرغاړو سره هممهاله يوراز ټوپونه وهل او هماغسې يې اوازنه هم ور سره انگازه کول .  بيايې ((راک اندرول)) يا په پارسي نومونه  ((رقص بجنبان و بچرخان)) ځېل ځايناستی شوچې سندرغاړي له اواز سره سره چورلکونه هم خوري .   ما لږو ډېر د اړوند پوهنتون پر يونيم بنډار او تلويزوني ننداره بسنه کوله، خوچې  په خپلو گناهگا رو  سترگو مې وليدل، مستې او نشه نجونې خپل سلتراجونه ورغوځاروي،   نو پر خپل ايمان وډارشوم او له هغې هم توبه گار شوم .
په ايران کې پاپ موزيک گوگوش راپيل کړی وو او په افغانستان کې احمد ظاهر او چې ترڅو د دغه بل ډول  وار رارسېده، په دواړو هېوادو کې  بنسټپالي واکمنه شوې وه !
راوروسته په لويديځ کې  د هندي موزيک په تېره ستار زده کړه هم دود شوه.(( راوي شنکر)) به يې اروپا او امريکاته راباله او  ستار ته به يې د دوکړو له تال سره ساتونه ساتونه کښېناستل. زده کړې ته يې ان هندستان ته هم پسې ور تلل. په پای کې افغاني رباب ته هم وار راورسېد او استاد محمد عمر د اتيا يمې په نيمايې کې امريکاته د ښوونکي په تو گه وغوښتل شو!
مسعود:تاسې هغه شعرونه، چې سياسي، ايديولوژيکي، ارماني، متعهد او يا ناژمن اړخونه ولري څه ډول څېړئ؟
زيار:د ناب ونږه  شعروادب يا ((هنر د هنر يا ادب د ادب او بيا شعر د شعر لپاره)) الماني فېلسوف مانوېل (subjectivist) ليدتوگه چې له ذهنيوال  يا ذهني گرا کانت(۱۷۲۴-۱۸۰۴)څخه سرچينه اخېستې، په کړن کې بې سروبوله زباده شوې ده. په دې مانا چې تر اوسه  هېڅ  يوه بشپړه( مطلقه) نږه او سوچه هنري، ادبي او بيا شعري پنځونه نه ده ليدل شوې.چې سل په سل کې دې يې يوازې ((خوند)) رانغښتی وي او د((ژوند))  هېڅ کوم څرک ترې نه وي لگېدلی. ځکه پنځگر يې په چوپه خوله طبيعي چاپېريال کې نه، بلکې په ټولنه کې اوسي او ټولنيز اندوژوند ورباندې لږ و ډېر اغېز ښندي او په دغه لړ کې اندپوهه(ايديالوژي) او سياست هم بې نقش و اغېزه نه دی. هغه پنځگراو په ځانگړي ډول شاعر چې د سوچه او بې موخې پيغامه شعر داوه کوي، د چا خبره له همدې داوې يې د يوې موخې او پيغام وږم توږم راځي.
شعر تر هرڅه له مخه  په يوه کره کېښکلې ژبنۍ ځولۍ کې د اند-و- واند(انديشه و خيال) او بيانگېر و ولولې(احساس او عاطفې) يوه گډه زېږنده ده او دغه ذهني ښکارندې(پديدې) يومخيزې نانگېره(نامحسوسې و مجردې)  نه شي رامنځته کېدای، بلکې دا هم پر خپل وار له نگېروړ مادي پنځيز(طبيعي) او ټولنيز چاپېرياله تومنه اخلي. له همدې کبله داخبره پرځای ده چې د  شعر په نغښته او رغښته کې د طبيعي او انساني چاپېريال ليدنه کتنه(مشاهده) ستر نقش و اغېز لري.
زه پخپله هم د شعر په پنځونه او هم ارزونه کې دوې غبرگې ټولۍ(مقولې) هېڅکله له پامه نه غورځوم چې يوه يې((ژب- ښکلاييزه)) ده او بله((ژب- انديزه))، چې د((هنري ارمان)) او(( ټولنيز ارمان)) ښکارندويي کوي. د ريالېزم او بيا انتقادي او ټولنوال ريالېزم او هومايېزم لاره لېله هم همداده  له دې پرته هره پنځونه يوه  هسې وييلوبه، لفاظي يا فورمالېزم بلل کېږي او له انساني – ټولنيز ارمانه يوه توره تېښته. له دې نه هم څوک نټه نه شي کولای چې رښتيني او ژمن هنر د پوهې او تخنيک تر څنگ  د انسان په گټه د پنځ(طبيعت) په اېلونه او مهارونه کې پوره ونډه اخېستې او د تمدن تر اوسني بشپړتيايي پړاوه يې رارسولی دی. زه نه وايم،  چې شعر دې د نورو هنرونو او بيا ادبي ځېلونو هومره د پنځيزو او ټولنيزو ناخوالو په ځلونه کې برخه واخلي، بلکې  له داسې يوه پيغامه کار واخلي چې  له ډېر هنري او ښکلاييز راکښونه يې څوک وار له واره و نه نگېرلای شي. داهم اړينه نه ده چې د هر لوستي او نالوستي سر دې پرې يوراز خلاص شي. همدا به بس وي، هماغه سيالان او بيا هغه پرې پوه شي چې د ناخوالو د پړې گوته ورته نيول په کاردي.  او تر هرڅه له مخه پخپله شاعر د د واړو ارمانونو له پيوستون او خړوبتيا خوند واخلي. نو زه   همداسې يو ويناوال ژمن او استازگر بولم چې يوخوادخپلځانياو مينه والو د ښکلاييز څوب(ذوق) خړوبوي او روزي او بل خوا د غمېدلو او غمولو پر وړاندې خپله ژمندويي او استازگري(تعهد او رسالت) راسمبالوي. په ترځ کې بيا داچې، هم يې د خپلې ژبنۍ ټولنې پر کچ  د پرمختيا او لوړتيا او هم يې د نړيوالې سيالۍ لپاره خپله تاريخي پازه ښه ترا  پرځای کوي.
د ايران د نوميالي انقلابي شاعر(احمدشاملو)تردې هم  وړاندې ځي او وايي:       ((... من به اين حقيقت معتقدم که شعر، برداشت های زندگی نيست، بلکه خود زندگی ست.))
مسعود:ارسطو وايي: (دشاعر وظيفه د اسطورې جوړول دي). ستاسې پر اند شعر له اسطورې سره څه اړيکي لري او  پر پښتو شعر يې اغېز څنگه ارزوئ او همداراز د هېواد او نړۍ پر کچ  په اوسنيوکړکېچنو حالاتو کې مو د شاعرانو له خوا د اسطورو د پنځولو(ايجادولو)  په اړه ليد  څه دی؟
زيار:  ارستو د خپل استاد اپلاتون د شعرپوهنېیاپويتيکه(بوطیقه)په توپيرچې شعر يې د پنځ(طبيعت هسې تشې پېښې گڼلې، لکه په نورو فلسفي او پوهنيزو ليدتوگو کې د هنر او بيا شعر په تړاو هم له اسمانه ځمکې ته راکوزشوی.  نو دا خبره يې له اوسني جاج سره ښه ترااړخ لگولای شي. له اسطورو نه يې موخه همدغه نن سبا دود خيالي انځورونه، سېمبولونه او نور ټول ښکلاييز(استېتيکی) پسولونه او پردازونه دي چې په ټوله مانا له هسې هو بهو پېښو او ساده سيده گوزارش سره د شعر بريدليکه راجوتولای شي.
تر هرڅه له مخه وړنده برېښي چې داسطورې دپېژندنې په اړه يو څه ووايم.
اسطوره يوه عربي نومونه ده چې ډېرگړی يې اساطير راځي. انگرېزي انډول يې
 څخه آره اخلي او مانا یې (ويی، خبره)ده . (Mathos) یونانيله(mith)میتڅ
 (Religion Encyclopedia)دیني پوهنغونډ  
 ليکيچې یوناني لوګوس
په استدلالي ښکالوههم په همدې مانادی، په دې توپیر چې لوګوس (logos)
    (بحث) کې کارول کېږي او مېتوس هغه ويی دی چې په کيسه او روايت کې راځي. په دې توگه په کيسه او افسانه کې هر کارېدلی يا کارېدونکی ويی اسطوره بللای شواو په ښکالوه (بحث) کې ټول کارېدونکي وييونه لوگوس نومولای شو. لوگوس راوروسته د (پوهنې) په جاج په يوناني کې د – لوگي او په لاتين کې د – لوجي په بڼه کارول شوی او عربي د ((لغت)) په بڼه د (ژبې) او (کلمې) په جاج و مانا راخپل کړی دی.
 ((د اسطورې د ښه ترا پېژندنې لپاره: شاه سعود، د پوهاند زيار په شعرکې مېت يا اسطوره، لېمه(۱۹۹۸)١٠ گڼه.))
هنر او بيا شعر له مېتولوجۍ(اساطير پوهنې) سره  نه شلېدونکی يا ((ديالکتيکي تړاو)) دا رازبادوي چې انسان د رښتينې يا واقعي نړۍ تر څنگه له ((خيالي)) هغې سره هم اړ او تړاو لري. هغه نار ژېدلي ارمانونه او نا خړوبېدلې هيلې او غوښتنې يې چې له وړکينې راهيسې ناځانخبرې (تحت الشعوري)  نړۍ ته چار ناچار  ورتمبول شوې، زېرمه شوې او په ورځني ژوند کې تازه پرتازه همښه اوبدورپېښېږي ډېر څه اوري ګوري او ورته خوښېږي، ارمانېږي او پخسېږي،بې له دې چې پوه شي، دېته يې اړباسي، د همداسې يوه خوالگر په لټه کې شي يا د چا خبره يوې ((خيالي)) نړۍ ته پنا يوسي. نو که يو مخيز يې ورخړوب نه شي کړای، د يوه دردارامي (مُسکن) درمل هومره خو يې ور سپکولای او ارامولای شي؛ استېتيکي ( ښکلاييز) ذوق خړوبېدنه، يا په ساده ژبه، خوند اخېستنه که غريزه يي هم وي، له هماغې ناځانخبرې ((زېرمې))او ورځنیو تودوسړو سرهټينگ و ترينگ تړاو لري. که څوک دا ووايي چې په دې ډول شاعر يو دننپال(درونگرا) دی  او د چاخبره د خپل زړه بړاس باسي، خپل ځانگړي گرومونه يا عقدې(کمپلکسونه) اراموي او ورسره ورسره خپل ښکلاييز څوب و ذوق خړوبوي. پر دې ناگار يا  ناخبر چې په يو ډول نه، په يو ډول يې دغه هرڅه له نورو سره گډ او شريک دي. که داسې نه وای، دا دومره مينه وال به يې له کومه کول؟
 د فرويد او ملگرو، لکه اتورانک پر اند اسطورې او وگړنۍ يا فولکلوري کيسې، افسانې اوروايتونه له خوب(رؤيا) سره ورتوالی لري . دوی وايي، هماغسې چې خوب د تمبېدلو او شړل شويو هيلو، غوښتنو او يادونو(خاطرو) د ټولگې د څلورگونو دويونو(قواعدو) تر اغېزلاندې رامنځته کېږي، د ولسونو افسانې او اسطورې هم په رښتينه هغه خوبونه دي چې را پنځوي يې.
د فرويدېستانو د شننې او ځيرنې( تجزيې او تدقيق) له لارې د اړوندو توکمونو، ټبرونو او ولسونو رواني اکر بکر جوتېدای شي او دغه کار د تمدن د تاريخ او ډېرو ټولنيزو اکرونو (حالاتو) دآرې او ريښې په بياموندنه کې ستر ارزښت لري(تعبيرخواب ۱۵-۱۶مخ) .
داهم نومېرل شوې چې خوب (رؤيا) هرڅه  په تېرژوندو ژواک کې ليدلي، ارمانلي او بيا زېرمه شوي هو بهو نه راځلوي، بلکې د شعر غوندې پرداز ورکوي او پر  سېمبولونو يې اړوي، د بېلگې په توگه اوبه، باران، واوره ، ږلۍ، توپان، مار، لړم، ځناور، اوښ، غر، پېچومی ...د ربړو، ستونزو يا خطرونو سېمبولونه گڼل کېږي او ځينې نور بيا د هيلو او هوساييو او داسې نور، په دې توگه خوب تر هر هنره له شعر سره زياته همرنگي او اړاو تړاو لري، په بله وينا، خوب ليدل يو راز((شعرويل))دي له دې دا پايله هم اخېستای شو چې هر انسان په خوب، په بله وينا،ناځانخبرۍ  (تحت الشعور) کې شاعر دی،  خو يوازې  هغه څوک چې په ځانخبري ( شعوري) ډول هغه هرڅه ته ژبه ورکولای شي، شاعر بلل کېږي!
د دې ټکي هېرول هم په کار نه دي چې اسطوره همهاله يو سېمبول هم دی، مانا دا چې دغلته بياهم له سېمبول، په بله وينا، له اسطوره يي سېمبول
(mythological symbol)
سره مخ کېږو؛ په همدومره توپير چې پر سېمبول باندې پوهېدل اسانه دي او دا کار دکتنې (مشاهدې) او لوستنې اورېدنې له لارې کېدون موندلای شي، خو اسطوره يي سېمبول د پوهېدنې لپاره څه غور و ژورتيا اړينه برېښي. د ساري په توگه بې له دې څوک پر ((اهريمن)) نه پوهېږي چې څه راسېمبولوي او موخه مانا يې څه ده!
که له بل گوټپېره وکتل شي، هره اسطوره او بيا اسطوره يې شعر و کيسه له سېمبولونو سره کار لري، په بله وينا، د اسطورې ژبه له آره سېمبوليکه ده. نو کله چې د اسطوره يي سېمبول نومونه کاروو، موخه مو په ټوله کې د هماغې ټاکلې اسطورې يو بياځلي(مکرر)سېمبولايزېشن دی.
په هره توگه، اسطوره که يو خواد شعر په ژبنۍ سپما او کېښکلتيا کې تر سېمبول هم ډېره ونډه اخلي، بلخوايې د نننۍ هنري جولې په رنگينۍ کې لا په زړه پورې ونډه پرځای کولای شي. ځکه زياتره يوه درسته کيسه او شأنِ نزول رانغاړي. هرگوره، ((مېتولوجي)) نومونه (اصطلاح) مو هم چې تر نورو هنرونو يې په
شعرکې د کار اخېستنې زيات ټينگار کېږي، وار له مخه سترگوته
نېغ دروي.(Myth)
که نه د دې توک په گډون گرده هنري رغنده  ټوکونه (متشکله اجزا)يا اوزار،
لکه څنگه چې پرله پسې مو راغبرگ کړل، يو مخيز د ((خيال)) زېږنده بلل کېږي او يو هم بهرنۍ رښتينې (واقعي) هستي نه لري او په دې ډول تر ((مېتولوجۍ)) غونډ نوم لاندې راځي. په دې ډول پښتو شاعران هم د نورو ښکلاييزو پسولونو په ترڅ کې د اسطورو کارونه هم له پامه و نه غورځوي، نه جوړونه. په دې مانا چې اسطورې وار له مخه زموږ پښتني- افغاني، آريايي- آرياني، سامي_ اسلامي او پر نړيوال کچ يوناني- اروپايي... تاريخ او فرهنگ  کې شتون لري. له انځور، سېمبول...  سره يې توپير په همدې کې دی  چې دغه د شاعر د خپل اندو واند(فکروخيال) زېږنده او نوښت بلل کېږي(د لا څرگنداوي لپاره: پښتو بدلمېچ اړوند څپرکی).
هرگوره، چې له نړيوال دود سره سم زموږ شاعران  او کيسه ليکوال... رښتيني(نه افسانه يي) ټولمنلي ملي اتلان د سېمبولونو او ورسره  ورسره د اسطورو په نامه نومولای او کارولای شي، لکه واخلې، د درو گونو(افغان-انگريز)  جنگونو او ورته ملي ازاديپال اتلان  او نورې تاريخي سټې. د ستر خوشال خبره، (مېړني دي... چې يادېږي  په بدلو په سندرو)، له بدلو او سندرو يې موخه هم وگړنۍ هغه دي، لکه پخپله خوشال په دې لنډۍ کې:
  نن پر خيبر د زلمو جنگ دی   ــ   خوشاله پاڅه چې مغول راغلي دينه؛
غازي اکبر خان پکې یې داسې ستايلی دی :
د توريالي اکبر له برمه ــ  ځوانان د ننگ تورې وهي سرورکوينه
 د اکبر خان غازي په توره ــ  وطن رڼاشو دښمنان به ماتې خورينه
که جهان مري اکبر دې نه مري ــ  يو خو ښه ځوان دی بل يې کړي جهادونه
 د ميوند اتلیې هم په دې ډول:
 پرايوبخان مې سلام وايه  ــ  دادی جانان مې کومکي در ولېږنه
د هندستان پېرنگۍ ژاړي ــ که ژيړ ايوب پر دنيا وي کونډې به شونه...
 او پرپاچاخان داسې ناره شوې ده:
 که له زلمونه پوره نه شوه  ـــ  خان باچاخانه جينکۍ به دې گټينه!
د گاردين نومور خبريال او ليکوال ((جنتان ستيل)) بيا د افغانستان په تړاو په خپله يو تازه څېړنه او شننه کې هغه گردې تش په نامه اوسنۍ((جهادي  اسطورې)) درغلي ارزولې دي چې تر  اوسه انگروزل کېږي او ډنډوره کېږي!
ښايي، زه د نوي شعر ړومبنی استازی اوسم چې هم مې په زړو دوديزو اسطوروکې د ادلون بدلون هڅه کړې او هم مې د دغو نورو په کارونه او دودونه کې تر ټولو زياته ونډه پرځای کړې ده.  په دغه تړاو د شاه سعود له خوا په ياده شوې ليکنه  او بدلمېچ کې له راغلې اړوندو بېلگو او هم له نويو کارول شويو هغو څخه  يو کوشنی غورچاڼ را اخلم .  ړومبی د پخوانيو نورستانيانو د خدايگوټو (ارباب الانواعو)  نومونو چې په ((الينا)) نومي ازاد شعر کې مې رانغښتې دي:
يوش (د شر خدايگوټی)؛ ترسکن (د انگورو او نورو شرابو-  سته، خدايگوټی)؛
یمرا (پنځګر)، مرا (تر ګردو لوی پنځګر چې تر اوسه پرې لوړي یاسوګند خوري)؛
ګېش (د ښېگڼې خدايگوټی)؛
 andr اندر
  (د کرکيلې او ښېرازۍ خدايگوټی) ... (سوزونه او سازونه (۱۳۰ -۱۳۵).
د ځوان نوښتگر شاعر غفور لېوال د درېگونو اسطوره يي منظومو په لړ کې چې ماد((حماسو)) په نامه ورارزولي،  ((لام او ايلينو)) هغې  څه ناڅه ورته الينايي اسطورې را نغښتې دي .
 زه له خپلو  نورو اسطوره يي شعرو څخه پر دې لاندې قافيوالو  بېلگو بسنه کوم  :      
ـــ نوړي دايوا داهورا د مزدک څلي زما
داواز سيوري اهريمن په غشو ولي زما
ما هر طاغوت ته دايمان په مټ ورکړې ماته
دي يې ډالونه په توبرو د برم سکڼلي زما
ما د بهمن په پاک قلم واړه له سره وکښل
چې دازل قلم په برخه ول ليکلي زما
ـــ... روان تخت  د سليمان به څه ارمانم
ـــ ...لکه لمرکړم د سبا پر لورې لاره
د قاف غرونه مې ېرمخ هم تړاي نه شي
جابلقا نه، جابلسا پر لورى لاره
ما امرلې يې د مينې په تړون کې ،
له دايوانه ، د مزدا پر لورې لاره!
ـــ... خدايان د ځمکې په دا دومره مرګ وژوبلو ناګار
چې د دې بورې نيمه خواپه زړه کې څه تېرېږي                                        
چې اهريمن د سپين تومان پر مېنه اور بلوي
څوک څه خبر، د اهورا په زړه کې څه تېرېږي      
ـــ غږ مې نه رسي تر عرشه ، د اسما ن لا رې اوږدې شوې
دېوتا يان را ته را سېلمه، د يزدان لارې اوږدې شوې ...
 ـــ ...د لمرڅرک له نا رنجباغه، پر وړانګنو وزرونو
هسک د عرش مزدک پرلوري، برا ق وزمه والوتلې
که ته ولاړې تر معراجه، د نا پای ښا يست ترستونځه
ما سره کيسې د مينې ، دې لا هسې خوبولې ...
ـــ... څه د وختو د هوسو زليخا
ښكلى يوسف کړ په تزوير زولانه!
ولى پرځای د بېګناه«حسنک»
نه شي زورواك امير، وزيرزولانه؟
لامو په غچ د هسك د خداى د د ښنو
به ګوركې كړي، منكر نكير زولانه!
ـــ... د منصورۍ مينې زباد نه دی، څه دی؟
داچې د دار پر لورې لار لنډ وو
چې بې اجله مرګ ته ماتې وركړو
موږ د (( لزار)) پر لورې لار لنډوو
د اور تونو د خوګلنونو په ياد
د « نووهار» پر لورې لار لنډ وو...
ـــ... په لټون د پرومېتوس سپېڅلي اور کې
واوښتم  پرد ا څه  تورو مړو دوهيو
  ـــ... د زردشت له دشتو لېږدي، جنازې د سرو رېديو
آرياناوېجه  نيولې، له يوې مخې اغزياڼو
د سوما له سوي کښته، لاس پر سر« سکه» لوګري
تورې خاورې پر خوله پورې، د بخديو وږيڅاڼو
دا بيا کوم سرغړاند سيند، ياغي ښامارته ډالۍ کېږي،
سرې ډولۍ د ښايست پېغلو، را لښلې چې  ورا باڼو؟                                                                        
مسعود:تاسو د ادبي نقد او کره کتنې او د ادبي او فرهنګي مرکزونود جوړولوپه اړه په هېواد کې د ننه او بهر، چې د نورو ادبي څانگوالو تر څنگواکیالي(باصلاحيته) څانگپوه کره کتونکي غړيتوب و لری، څه لید لری؟
زيار: ولې نه واياست، داسې يو مرکز رامنځته شي چې دا هرڅه  په خپله غېږه کې راونغاړي! په هر ډول، نن سبا د تش په نامه سرکاري بنسټونو او بيا((د افغانستان د پوهنو اکادمۍ)) د يو نيم تش په نامه ((د ژبو او ادب انستيتوت)) د يوه داسې ازاد بلونج(بديل) په بله وينا، ((پښتو اکادېمۍ)) رامنځته کول خورا اړين برېښي چې پياوړي څانگپوهان پکې غړيتوب ولري او د پښتو ژبې، ادب او فرهنگ لپاره يو رښتينی او پرلغښتی کار وکړای شي. سم له لاسه  کېدای شي، د نړيجال(( انټرنېټ) په مټ دغه چاره راپيل شي، کړنلار و تگلار ورته جوړ شي. ان تردې چې پرانستونې غونډه يې هم  په همدې وسيله کېدون موندلای شي.
ما پخپله درې کاله وړاندې په هېواد کې دننه د((پښتو فرهنگيستان)) په نامه د يوه داسې  اکادېمۍ  پرانستونې غونډه جوړه کړې وه او له هغه راهيسې مې په همدې موخه او نامه په خپل کلي(حصارک-مزينه- ننگرهار) کې پر نوي ودان کړي کور ليکدړه(لوحه) ځړولې ده. خو د نوموړې غونډې برخوال يې په عدليه وزارت کې  پر راجسترولو ټينگار کوي. که نه هسې خو ډاډه دي چې اوسنی((اېمپريالېستي- جهادي)) دولت بې له هغې هم له ډېرې ناغېړۍ څخه،  له څوکلو راهيسې د نورو سرکاري بنسټونو غوندې د پوهې او فرهنگ دا هم  ځاني(شخصي) کولو لپاره زرغون څراغ بل پرېښی، خو ټول زور پر  رسنيزو او  بيا تلويزونونو اچول شوی او زموږ داهڅه گړسره نوې ده. ما دلته په انگليستان کې هم له نورو څانگپوهو ملگرو سره پتېيلې چې اروپايي او امريکايي ختيځپوهان هم له ځان سره ملگري کړو، که څه هم زياتره بوډاگان شوي، خو لېوالتيا يې را ته پوره څرگنده شوې  او له واک او اغېزه يې پوره گټه تر لاسه کولای شو.
مسعود: يو شمېرليکوال او څېړنوال وايي، چې پښتويوه زړه آريايي ژبه ده، اود آرياييژبو يوه خپلواکه څانګه ده. تاسو د يوه ژبپوهاند او بياتاريخي- پرتليزې ژبپوهنې څانگپوه په توګه دپښتو ژبې لرغونتوب د تاريخي او ادبي اسنادو له مخې څه ډول څېړئ؟
زيار: د لرغونپالنې(قدامت پسندۍ) دا ليد توگه د دوديزو پوهانو پاتوړې(ميراث دی) چې آره او ريښه يې لرغوني پېر ته رسي. يهودو دا باټې وهلې چې عبري(عبراني) ډېره زړه ژبه ده او ټولې ژبې ترې رازېږېدلې او بيا يونانيانو له خپلې ژبې پرته بله ژبه نه باوروله او له همدې لامله يې نور گرد نړيوال بربروس(بلبلان) بلل. راوروسته پکې پوهان، فيلسوفان او په تېره د تاريخ پلار(هېرودت) رامنځته شو او د گردې نړۍ ژب- توکميزې ليکنې څېړنې يې هم مخې ته ور کېښوې، خوچې د سکندر په مشرۍ یې نورو هېوادو اوبيا دېخواته خپلې سوبې راوغځولې او له يونانۍ سره  د نورو ژبو ژ ورتوالي ته ځيرشول، نو دوی هم يهودي ورته ساټې باټې راواخېستې. عربوټول نا عربلا گړسره گونگ (عجم) وبلل؛ ډېری روسان له پېړيو راهيسې تر اوسه جرمنيان په ورته نامه((نيميسکي)) يادوي!
په پښتنو کې لږ و ډېر يو دبل پر گړدود هم ملنډې وهي او په راز راز نومونو يې نوموي، لکه واخلې پېښوريان او نور شاوخوا پښتانه بنوڅيان نيمژبي((شيتک)) بولي او ستر خوشال چې له شپږو پښتو(نسلو) راهيسې يې کورنۍ په اکوړه کې اوسېدلې او د خپل غرني کرلاڼي گړدود پر ځای يې  پېښورۍ او بيا ادبي پښتو را خپله کړې وه، په خپله نوموره بولـله کې هم همداسې ياد کړي دي:
:له هرچاسره چې کښېني، همهغه شي_  اوس مې نيمه ژبه خوښه شوه شيتک يم
زموږ دوی ته هم چې پر(۱۹۳۶)ز .کال د افغانستان د يوازېنۍ ملي- رسمي ژبې په توگه دپښتو روزنې پالنې پازه وسپارل شوه او په ترڅ کې له دې هم خبر شول چې ختيځپوهان پر پښتو او پښتنو ليکنې څېړنې کړې دي، نو دهغوی له منځه  يې د نولسمې پېړۍ د يونيم انگرېز پښتو پوه دا خبره واره داره وگڼله چې داژبه د دواړو(هندي او ايراني) څانگو ترمنځ ځانته جلا ((درېيمه)) څانگه جوړوي. د هماغې پېړۍ په وروستيو او دشلمې پېړۍ په لومړيو کې چې د نوې ژبپوهنې استازيو، لکه فرانسي دارمستېتر، الماني گايگر او نارويژي استاد مورگنستيرن  يې په ساينتيفيکو(فونولوجيکو او اېتېمولوجيکو) فارمولونو  ايرانيوالی پر زباد هم ورسا وه، بيا يې د((ايران)) پر ټکي سرنه خلاصېده، ځکه پر نوموړي کال زموږ تربورانو دخپل هېواد نوم له ((پارس)) څخه پر((ايران)) راړولی وو. هغه هم د نازي غورځنگ په پليونۍ په دې موخه چې د عراق او تورکيې له پولو تر مارگلۍ ((تکسيلا)) پورې دگردې آرياني ژبې سيمې ټولواکمنۍ لپاره لاره هواره کاندې. سره له دې چې د (۱۹۷۵)ز کال په وروستي نړيوال پښتو سېمينار کې د استاد مورگنستيرن په مشرۍ ټولو آريانپوهانو او پښتو پوهانو پرې ومنله چې ((ايران)) د ((اريان)) اوښتې بڼه ده او که بياهم ورسره ناباندې پاتې شول او حساسيت ورسره لري، افغاني ليکوال او پوهان يې پرځای هماغه پخو انۍ آره بڼه بيرته رادودولای شي، خو دوديزو ژبپوهانو له خپلې هېنډې وانه وښتل او تراوسه يې يونيم ژوندی پاتې پليونی ځوان پښت ته هماغه زړې اوتې بوتې انگروزوي چې ته يې هم ورته پوښتنې ته اړېستلې!
د نړۍ گردې شپږزره ژبې سره همزولې دي او گردې د خپلو خپلو ټولنو ورځنۍ اړتياوې پر ځای کوي.  تر منځ يې يوازېنی توپير له  فرهنگي  پلوه دی. پښتانه د دې پرځای چې دغې سيالۍ ته پام  راواړوي او پکې د پوهې او فرهنگ د غوړېدا او د دې کار لپاره يې د يوې- يوازېنۍ- کره ليکنۍ بڼې سمبالتيا ته ځير شي، پر هماغو زړو پاتشونو يې شخوند وهي او همدا وايي: ((پښتو چې دومره زړه ژبه ده، ولې ورته له پارسۍ سره يو برابر حق نه ورکول کېږي؟)). يو لاڅه مهال مخکې ليکلي ول (( داچې وايي، پښتو شپږ زرکلنه ژبه ده، نو ولې...))، که زه د همدغې جهل و جنگ ځپلې ژبې د علمي او فرهنگي  له سرڅڼې وزگار وای، يوازېنی ځواب به مې ورته داوای: (( ورشه، له هماغو و پوښته چې دا خبره يې په غوږ کې درڅڅولې ده!  )) اودادی  مټې ته راباندې زورور شوې او غبرگون ته دې اړېستم!
له پښتو او پښتون سره د  هېرودت پکت او پکتويس يا هندي پکتها... هم همداسې درواخله.
(د دغو ناسمو انگېرنو پوره سپيناوی :پښتو اوپښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې له ساکي مخينې سره- ۱۰۷تر ۱۲۵مخ.)
مسعود: هغه مهال چې د دولت له خوا زموږ په هېواد کې د پښتو ژبې د پالنې اودودونې غورځنگ را پيل شو، ستاسې  پراندکوموپوهانواوليکوالودڅرنګوالي  له څومره ييز او څرنگيز پلوه پښتو ژبې او ادب ته ځانګړې پاملرنه کړې ده؟
زيار :  هسې خو تېره پېړۍ په دولتي چوکاټ کې د پښتو پالنې نوی پېر له اماني او بيا په نادري پېر کې له(( پښتومرکې)) را پيل شوی وو، خو  د يوه پرلغښتي سراسري غورځنگ بڼه ورته پر(۱۹۳۶)ز کال ورکړشوه. د دغه غورځنگ انگېزه او موخه، لکه په سرکې چې ورته نغوته وشوه، زموږ لويديز گاونډي شاهي نظام د هېتلري او موسولوني فاشېستي ژبتوکميز پيورېزم او  په تېره د نازيانو د((آريانيوالي)) بې سروبوله داوو او انگروزو تر اغېز لاندې پر (۱۹۳۵)ز. کال د خپل هېواد زوړ تاريخي نوم((پارس)) پر ((ايران)) راواړاوه، نو افغان شاهي نظام مټې يو کال پس  پر ځان وخوړه چې ولې  يې په پټو سترگو پوښتنپاڼه(استعلام) ورلاسليک  کړې دی!
ځکه  د محمد گل مومند په مشرۍ يو څو روښانداندو ليکوالو افغان شاهي دربار د گاونډي تربره نظام دسيسې ته ورځيرکړ چې غواړې د((ايران)) تر نامه لاندې  له  پارس خليجه تر مار گلۍ (تکسيلا) ټول تاريخي ((ايران زمين)) په خپله اوېجه(قلمرو) کې راگډ کاندې. مومند بابا هغه شپې ورځې د لوی کندهار پوځي او ملکي پازوال(تنظيمه رئيس) وو. نو دميوند تاريخي هديرې له رغاونې او پښتو ډبر ليک(څلي) يې راپيل کړه. ((طلوع افغان)) يې پښتو ته راواړاوه او تاند زلمی مرستيال (حبيبي) يې  چلوونکی(مدير) وروټاکه او ننگرهاری ((خادم)) يې ورسره مرستيال. بيايې چې د استاد حبيبي نوښتگرانه هلو ځلو تر سخت اغېز لاندې راوست، له کابله يې ورته د هغه مهال د لوړترينې(دېرش زره افغاني) جايزې او یو څه ځمکې هوکړه تر لاسه کړه. همداسې يې د نورو استعدادونو په لټه کې شو. داسې برېښېده چې له کندهاره کابل ته((مرکه د پښتو)) په نوي نامه((پښتو ټولنه)) را لېږدونه  هم د ستر مومند په نوښت شوې وي. ځکه نادر خان د کابل د نيونې په پاداش کې نه يوازې((لمراعلی نښان)) ور لورولی وو، بلکې خپل شپږم ورور يې هم نومولی وو، نو ظاهر، داود او نعيم دواړو ورونو ورته کاکا وايه.  نو وزير صاحب يې له دغه ويسا(اعتبار) څخه د پښتو ودې وش، پراختيا او پرمختيا لپاره گټه اخېسته. د ژوندو ژواک په وروستيو ورځو شپو کې  يې له هيبکه  ظاهر خان ته زنگ را وواهه او ده  چې ورته وويل، ((کاکا خيريت است در اين نصف شو...؟)) او هغه له لوښې سره سم په توند پښتو گړدود خبره ورپرې کړه: (( بيامو لکه چې ځان پر ايران وپلوره او پاړسو مو ورقانوني کړه!)) . پاچا چې ورته وويل: د اساسي قانون د جوړونې په کومېټه کې له نورو سره يو برابر پښتانه ول، لکه سيد شمس الدين مجروح، موسی شفيق او دوکتور صمد حامد، هغه راغبرگه کړه، دوی چا پښتانه کړل، يو عرب، بل کشميری او دابل ستاسې خپل  بې پښتو محمد زی! ))
په هر ډول، هغه لوی  انسان هغه غورځنگ تر دې بريده راورساوه چې لومړی ځل پښتنو ته په مورنۍ ژبه لږ تر لږه د لومړنيو، منځنيو او څه ناڅه لوړو زده کړو رښته(حق) ترلاسه کړ، د اړوندو سيمو دوتر دېوان يې هم پښتو کړي ول چې تراوسه يې يوازې په ننگرهار کې نښه نښانه هومره راپاتې ده. د پښتني- افغاني ملي وکر(هويت) د نومېرنې(تشخيص) په لړ کې يې
له پاميره تر ميمنې د پښتنو د آر ټاټوبي بيرته افغاني کول او داسې نورې کارنامې يې په هره توگه د تاريخ په زرينو پاڼو کې د تل لپاره خوندي پاتې دي، خو  د ژبنيو هاندوهڅو پايله او يېبره يې پر ژوندونې وليده او هغه دا چې د استاد حبيبي راوروسته يې له جوماتونو څخه د نورو گڼو راچاڼلواستعدادونو په لړکې نور څلور ((ستوري)) او ستورگي د ژبې او ادب پر هسک راځلولي ول.
دا د همغه غورځنگ لوی او واړه ستوري ول چې د زاړه دوديز و نوي اکادېميک پښتني پښت ترمنخ  يې يو تاريخي پول رامنځته کړ.
مسعود:پر تاسې  د یو شمیرليکوالو له خوا دا تور هم لگول کېږي چې دوديز پوهان او بيا د پېنځگونو ستوريو پر وړاندې  يو سخت انتقادي دريځ لرئ، که په دې تړاو راته څه ووياست!
زيار:پر ما باندې د نورو تورونو او پيغورونو په لړ کې دا تور هم بې سروبوله دیداچې زه له علامه  (حبيبي) تر استاد بینوا، استاد رښتین، استادالفت، مولانا خادم... اواستاد (رشاد) پورې د پخوانو استادانو څېړنې او څېړندودونه، هغه هم د ((ژبپوهنې)) په تړاو نه منم او د زاړه((يوناني)) طب په څېريې له دود و موده وتلی بولم،  نو دا يې خدای مکړه، د شخصيتونو سپکاوی دی!
هو،  لکه څنګه چې سوکرات،اپلاتون، ارستو... علمي پاتوړو ته  ټوله علمي نړۍ له تېرمهال پلوه درناوی لري، ما هم له تاريخي پلوه د خپلو پخوانو پوهانو او استادانو او ورسره ورسره ليکنو څېړنو ته تر بل هرچا ډېر درناوی درلودلی، په تېره استاد حبيبي اوليکنو هستونواو په ځانګړي ډول يې تاريخي او متني اثارو ته. خو دامې اوس نه، بلکې هغوی ته  په غونډو سېمينارونو کې هم مخامخ په زغرد ويلي چې تاسې له نشته راپيل کړې وه او په دې توگه مو زموږ نوي اکادېميک پښت ته لاره هواره کړې او دا د زمانې غوښتنه ده چې نوې خبرې به د زړو ځايناستې کېږي. ما تر تاسې وروسته له وسمهالولويديزو استادانو سره د ادبپوهنې، تو کمپوهنې او نورو څېرمه ټولنيزو څانگو خرانگو ترڅنگ نوې ژ بپوهنه او بيا هندواروپايي او هندوآرياني فېلالوجي د آرو څانگو په توگه لوستې او له لوړترين لاسوند سره راستون شوی يم. نو په دې به مې نه گرموئ چې خپل لوستليکي(تکسبوکونه) ستاسې دهغو ځايناستي کوم!
 په پخوانيو استادانو کې يوازې ترگردو مخکښ استاد حبيبي ددې منښتې مېړانه درلوده چې ووايي: موږ تردې ځايه راورسوله، نور تاسې نوی اکادېميک پښت پوه شه  چې څنگه په نويو علومو فنونوخپله ژبه، ادب، تاريخ او فرهنگ د جهاني سيالۍ جوگه کوئ!
په دې توگه استاد حبيبي د نورو په توپير له ما او نور نوي اکادېميک پښت سره دومره اړپېچ نه لاره او بيا يې دا پراخنظري چې د سمتپالو پرخلاف يې د يوازېني سیمییز ګړدود پرځای ان د لسمو لمريزو کلو راهيسې د ټولو ګړدودو د يوه  معياري غورچاڼ  ټينګ پلوي وو او په همدې موخه يې د اړوندو غونډو مشري کوله.
د اطلاعاتو او کولتور د سلاکار په توګه يې رانه پر (۱۳۵۳)ل. کال وغوښتل چې تازه بشپړه کړې ((وييپوهنه)) د کالنۍ جايزې لپاره وروړم. د ژوند په وروستيو ورځو کې تر بل هر وخته زيات پوښتنې ته ورتلم او بهرته داستونې اودرملنې لپاره مې له وزير ((مجيد سربلند)) سره تڼۍ وشلولې. خو ماچې تر څو دوکتور نجيب الله ور واسطه کاوه،ګوندیانو((پوهنتون =دانشګاه)) پر سر ناڅاپه د مېلمه استاد په پلمه دېموکرا تيک المان ته راشړونی (تبعيد) کړم او مياشت دوې وروسته مې د ارواښاد استاد له((ويرنې)) سره گوندي استعفا پاڼه هم ور ولېږله!
له استاد بېنوا سره زما راشه درشه هم تر پايه ټينگه او ترينگه پاتې وه. د انقلاب په بوږنوړي زورواکي پېر کې چې زه تر بندي کېدو پورېڅو میاشتتېد پښتو څېړنو نړيوال مرکز سروال وم، د يوه وياړلي سلاکار په توگه مې تر وسې وسې نازاوه او په خپل سرکاري گاډي کې مې تر((بربڼه)) رساوه. د ليدو کتو وروستی وياړ يې  هغه مهال را په برخه شو چې دانقلاب له نوي پېرسره په ليبيا کې سفير شوی وو او په مسکو کې تر درملنې وروسته کابل ته راغلی وو.
استاد الفت هم چې له يوې لسيزې راهيسې کورناستی وو، د هغو دوو استادانو غوندې له نوي پښت سره کوم اړپېچ نه لاره او دايې د پښتو ټولنې په مشرتابه پېرکې پر زباد رسولې وه؛ تر دې چې  ما ځنې د ژبپوهنې په نويو نومونو کې سلاهم اخېستله.  خو دوه نور  ننگرهاي ستوري، مولانا خادم او په  تېره استاد رښتين  راسره تر پايه مرورول . همدا به يې ويل چې پښويه(گرامر)، وييپوهنه(اشتقاقونه او ترکيبونه) ... يې  د کاڼي کرښې دي او ما هغه د نورو استادانو ترلوستليکيو له مخه د پوهنځي له نصابه ورکښلي او خپل دا مې ورځايناستي کړي ول!
مايې بيا هم پوره درناوی  کاوه او هغه مهال چې په خپل کور،  ننگرهارکې گوزنوهلی پروت وو، د ليکوالو له انجمنه مې د((ممتاز فرهنگي)) ستاينوم له مادي امتياز سره ور په برخه کړ او د پېښور د کډوالۍ په شپو ورځو کې يې هم پوښتنې ته ور تلم.
مسعود: لکه څنگه چې ما له نورو ليکوالو اورېدلي او څه ناڅه راته ستا له ((اندوژوند)) څخه پته لگېدلې، تاسې د ژبپوهنې، ادبپوهنې، توکمپوهنې، تاريخ او داسې بېلابېلو اثارو او زرگونو مقالو په ليکنه او خپرونه تر علامه استاد حبيبي راوروسته له څومره ييز، اوبيا څرنگيز پلوه د رېکاډ څښتن ياست، نو که په دې تړاو لنډ څه ووياست!
زيار: د رېکارډ خبره  ړومبی ځل ځوان هڅاند ليکوال اسماعېل يون زما په نامه کښلي نښير(۱۹۹۳م) کې د خپلې شمېرنې له مخې کړې وه او په دويم چاپ(۲۰۰۹) کې يې د نويو چاپ شويو کتابو له يادونې سره بيا راغبرگه کړې ده. ددې لپاره چې په څو ناستي سيالان راپسې راوانخلي، وار له مخه دا څرگنداوی اړين بولم چې زما له څه له پاڅه ۱۳۰نښيرونو څخه تر اوسه مټې څلوېښت دا له چاپه راوتلي کتابونو او پاتې هماغه ۱۰۴پښتو گړدودي اثار دي چې د(( افغانستان ژبپوهنې اتلس)) د يونسکو پروژې په لړ کې مې  کښلي او د نورو برخوالو په توپير مې د سويس له شپږکلنې زده کړيزې مېشتياسره په څانگپوهيز بهير (پراسېس) ونډه هم اخېستې ده.  له بده مرغه د اړوند اتلس په ترڅ کې د نورو ملگرو هغو تر څنگ زما تيار څېړلي او چاپ ته چمتو دا هم د برن پوهنتون په خونديځ کې  همداسې بې برخليکه پراته دي او منډو ترنډو مې تر اوسه کومه گټه نه ده کړې!
مسعود:  تر ماپورې ډېرو پښتو مينو ته جوته ده چې تاسې د گڼو پښتو گړدودونو او بيا نوې ژبپوهنې په رڼا کې پر پوهنتوني او اکادېميک کچ  د يو لړ بنسټيزو لوستليکيو يا درسي کتابونو(پښتوپښويې، وييپوهنې، شعرپوهنې، آرپوهنې، ليکلارې، ليکلارښود، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې ...) پر کښنه او ښوونه( تدريس)  او بيا زرگونو رسنيزو ليکنو څېړنو سربېره، د((يوې پښتو- کره پښتو)) غورځنگ هم پرمخ بيولی او اغېزې يې له هېچا پټې نه دي، نوکه  يوه لنډه رڼا پرې واچوئ  او بيا يې تر اوسه مخته پرتې ستونزې راته پر گوته کړئ!
زيار: دا پر زباد رسېدلې چې تر سياسي غورځنگه پوهنيزاو فرهنگ دې ډېرې ستونزې او کړاوونه لري. ځکه دلته د نوي او زاړه تر منځ  د شخړې او ټکر خبره ده چې تر هرڅه زياتې رواني ريښې لري. د افغاني، په تېره پښتني وروسته پاتې دوديزې او ټبريزې ټولنې ډېری نالوستي خو بې له هغې له ليکنۍ ژبې سره څه اړاو تړاو نه لري، خو هماغه کم سلنه لوستي،زده کړه وال ليکوال او پوهان يې له ورته ټبرنيز او سيمييز اندو واند (ذهنيت) سره په اسانه او يوواريزه توگه  د ژوند و ژواک د نورو ډگرونو غوندې ژبني- گړودودي  يووالی  ته نه چمتو کېږي.  او بيا د هغه چې يو ټولواکمني ښاڅ و غرور ورته له نيکونو ورپاتې دی،  د خپلو مشرانو کړې او منلې پرېکړې هم ردوي. هغوی د ياد شوي غورځنگ په هماغو لومړيو کې د نورو سيمو له استازيو سره دې پرېکړې ته رسېدلي ول چې
د يوازېني کندهاري گړدود پرځای د ټولو غورو گړدودونو يو غورچاڼ بايد د يوې کره پښتو بنسټ وټاکي. له همدې لامله يې په دېرشمو لمريزو او راوروسته کلونو  کې تردرو سراسري غونډو او پرېکړو راوروسته يې نوره هم پسې پاينه موندلې او تر ټولو وروستنۍ بېلگه  يې پر() کال  په کابل پوهنتون کې د علامه استاد حبيبي په مشرۍ جوړه شوې غونډه وه.. تر څو  وار نويو ژبپوهانو ته راورسېد.  پر هماغه کال چې  تر څلورکلنو گړدودي څېړنو وروسته مې په برن پوهنتون کې خپلې زده کړې نوې پيل کړې وې چې  استاد تږي له امريکا څخه د ژبپوهنې له ماستري لاسوند سره((نوې ژبپونه او ژبني مسايل)) رساله د پښتو ټولنې په چوکاټ کې له چاپه را وکښله . په هغه کې يې د زړې دوديزې ژبپوهنې او د ټولنې له رامنځته کېدو راهيسې شوې هڅې او پرېکړې ناسمې او ناپوهنيزې ښوولې، خو د هماغه هوکې کړی((غورچاڼ)) يې نورهم ښه ترا ور ځيرلی وو.  هغه هم په دې علمي دليل  چې  د کندهاري او ننگرهاري  گړدودو په گډون هېڅ يو پښتو گړدود کوم((اقتصادي، اجتماعي او سياسي سيادت)) نه لري چې د يوازينۍ((معياري لهجې)) په توگه پر نورو  پښتنو و منل شي. د استاد رحيم الهام او همداراز قلندر مومند بيا په دې((سوسيو لنگويستيکي)) لاسوند دا ((پلرنی نصېحت)) را مخته کاوه:
((تر څو چې پښتني ټولنه له اوسني قبيلوي او بيا فيوډالي پړاوه، پانگوالي هغه ته نه وې رسېدلې، د معياري پښتو د ربړې هواری ناشونی دی! ))
زما دلايل چې ان څوکاله وړاندې د بي بي سي پښتوخپرونې په گډه مرکه کې بې کچکوله قلندرته هم وړاندې کړل داسې لنډيز مومي ((اوس سم له لاسه موږ دا له ټبرنی او فيوډالي پړاوه را وتلي او  پرمختللې نړيوالې علمي- فرهنگي سيالۍ ته مو ملا تړلې ده، په کوم گړدود لويديزوالو ولې په هغه پړاو درې پېړۍ پخوا يوه کره ليکنی  .. اياموږ بيرته پرشا ولاړ شو او کتاب، قلم، ښوونځی... د بنسټپالو په څېر وسوځوو))، اوياد بېلاېلو سيمو، کليو، بانډو او خېلونو، ټبرونو لپاره  بېلابېل ښوونيز يا درسي کتابونه، پښويې(گرامرونه)، ليکدودونه، ليکلارې، سيندونه     ( قاموسونه)، چاپي او برېښنايي رسنۍ... رامنځته کړو؟
مسعود: له  څو کلو ، په تېره د ((پښتو ليکلارښود)) له خپرېدا راهيسې په دې کال دوه کېځینې لیکوال پر تاسې دا نیوکه کوي  چې د(( يوې- کره- ليکنۍ پښتو)) په تړاو موسویل لویدیزه ګړدودي ډله خورا لږه په پام کې نیولې  او زيات زور مو پر درونوروډلو، په بله وینا (منځنۍ، سویل ختیزه او شمال ختیزه پښتو) اچولی دی، ایا دا نیوکه یې څومره پر ځای ده ؟
زيار: د يوې ژبې علمي پښويه(گرامر) او بيا يې اړونده ټاکلې کره(معياري)بڼه هغه اساسي  قانون ته ورته دی چې د ولس د امرلو(منتخبو) استازيو له خوارامنځته کېږي او سرکاريې د پلي کولو پازه(مسووليت) لري. ما څه د اتلس په تړاو او څه په ځانگړي نوښت له آمو تر مارگلۍ، په بله وينا، له اسلام کلا تر اسلام اباد او بيا له بولانه تر واخانه  سل يو نيم سل پښتو گړدودونه راټول کړي او د اروپايي پښتوپوهانو تر لارښوونې لاندې څېړلي، شنلي او پر څلور ډلو ويشلي، او هله مې د يوه ژبپوهنيز  پروسيجر له مخې ځنې رغولی غورچاڼ د ((يوې پښتو- کره پښتو)) په نامه په ليکلارښود کې رانغښتی دی. په دې ډول ، دالارښود د هرچا او هرې سيمې او ټبر استازندويه دی، نو هېڅ يوگړی(منفرد) وگړی ددې داوې او نيوکې رښته(حق) نه لري چې ووايي، دا زما يا سيمې او ټبر ځلندويه او استازندويه پښتو نه ده ، نه پکې زده کړه کوم او نه ليکنه لوستاو لیکوالي !
مسعود:  له دوه درو کلو راهيسې د(ی) گانو شخړه راروانه ده، که  پر دغه ليکدودي ربړه يوڅه رڼا واچوئ!
زيار:  ما د پښويې درېيم چاپ(۲۰۰۵ل) په سريزه، لارښود او گڼو ليکنو، ويناووکې پوره روښانه کړې چې دا ليکدودي ناغېړي يا تېروتنه نه ، بلکې دگړدودي توپير زېږنده ده او دشخړې  پرځای يو څانگپوهيز او گډ پوهاوی رامنځته کول په کار دي.
 دلمريزې پېنځمې لومړی يا دويم کال وو  چې ما د اړوندي سیمې شاگردانو څخه د يو لړ پوښتنو په ترڅ کې د دې  مشوړې سر پيداکړ.    داسې چې د نورو گردو پر خلاف يې  په هر خجن خپلواک(واوبل) پسې هر يو پربل اړاوه، په دې وروسته ډول  :
زور  پر زورکي( لکه مينه او ښځه)، اوږده- ې پر لنډه-ي،لکه (ښځې- ښځي، ښوونکې- ښو ونکي)، زورواله- ی پر زورکيواله(ۍ،ئ)، لکه (پلی- پلئ،ښوونکی – ښوونکئ )، اوږد و
، لکه ( تودوخه – تودو (u)  پر لنډ – و (o)      
 خه، مېړوښه – مېړو  u
 ښه )u
  سویل لویدځوال په دغه لړ کې اوږد خجن واوېل هم پر لنډ اړوي، لکه (توری- توری، زېږې- زيږي، چېرې- چيري)...؛ لا په زړه پورې يې بيا دا چې يووستويناخجن توکي چې پوهاند تږي (۱۹۷۸)ز. پرې د
 
 ((clitics))
   تر سرليک لاندې دوکتورا تېزس کښلی دی، هم د درو نورو ډلو پر وړاندې له ورته خپلواکونج(واوېلي بدلون) سره ادا کوي:
، u،خو-oخو،uنو-oاړيکوييکي(ربط ادات)، لکه(چې- چي، نو
 ، wu-ووwo  ځکه- ځکه،)؛  مرستيالکړ، لکه:  (دی- دئ، ده- ده، وو
، uوه- وه، وم- وم)؛ ضميري يا پرونومينال، لکه (مې- مي، مو- مو
،يې- يي )؛ وستربلونه، لکه(ته- ته، څخه- څخه، سره- سره، وروسته- وروسته، لاندې- لاندي، باندې- باندي، پسې- پسي،کې- کي، پورې- پوري، ځنې- ځني...)؛ بېلښتي او تړښتي (اشتقاقي او ترکيبي) اداتي ضميرونه هم همداسې دروا خله،  لکه(راته- درته- ورته، راکې- راکي، درکې- درکي، ورکې- ورکي، پکې- پکي ...)؛ پوښتوييکي او پوښتنومځري، لکه(ولې- ولي، چېرې- چيري،کوم- کوم، کله- کله، څنگه- څنگه...)؛ کړولونه يا قيدونه، لکه(اوس- اوس، هلته- هلته، دننه- دننه، د باندې- دباندي، هورې- هوري) ....
ما داسې انگېرله چې دد سویل لویدیزېپښتو دغه خجيزه ځانگړتيا زما برسېرونه ده، ځکه نه يې  هربرت پنزل په خپل اړوندگرامر(۱۹۵۵) کې يادونه کړې وه او نه يرژي بيچکا په پښتو خجپوهنه(۱۹۶۹) کې((دغه دواړه اثره استاد الهام په (۱۳۴۰)او(۱۳۶۸ل.)کلو کې را پښتو کړي دي)). خو (۳۶)کاله پس چې استاد مکنزي راته پر(۱۹۹۸)کال  په خپل کور، وېلس کې د خپلې وروستنۍ پښتو رسالې يوه کاپي راکړه او  په دې  تړاو يې د اخښنگ(التباس) لپا ره د(ته اوسې) پر وړاندې د سوېل لويديزگړدود (ته اوسي)   بېلگه وړاندې کړې وه، نو مايې چې  درستې خجپوهنې          (اکسنتولوجۍ) ته پام راواړاوه، هک پک پاتې شو، ځکه دمشر استاد مورگن ستيرن د تاريخي پښتو پښويې(گرامر)په ناچاپه لاسکښنه کې يې دغه ځانگړتيا
  تر سترگو شوې نه وه.
 له ښه مرغه همدا يوه نيمه مياشت له مخه (۲۴-۱۰-۲۰۱۱) مې د استاد بېنوا هغه ليکنه له ((وريت پښتون)) فېسبوکه را ثبت کړه چې  په لمريزه دېرشمه ليکلې((ادبي فنون)) رساله کې يې د(ياگانو) د ډولونو او ليکبڼو په تړاو ورته اخښنگ(التباس) بیلګې ته گوته نيولې ده، درسته ليکنه  يې په لاندې ډول ده:ورته
 ((په پښتو کې د "ى" ليکل دا شکلونه لري:
الف: معروفه (ی)- راوروسته يې (ي) بڼه ومنل شوه(زيار)
لکه خپلوى، ورورګلوى ، دا "ى" بې له کومه نښې ليکله کيږي
ب: مجهوله (ې)
ددې تورى شکل لومړى چپه (يا) وه چې اوږده لمن(يې) درلوده مګر څنګه چې دا شکل که دکلمې په منځ کې راشي اشکالات پيښوي نو (ې) يعني معروفه يا ته دوه ټکي سر به سر ورکړه شوه چې په منځ او اخر کې يو شان وي او دا تورى اوږد او کشاله وايه کيږى لکه:
نارې ، غلبلې ، مېلمه مېرمنه يا نور....
په ليکلو کې د معروفي او مجهولي يا فرق په کار دي که نه وي مانا غلطيږي بيلګه:
خاندي (معروفه ى) او خاندې (مجهوله ې) مانا( يې) فرق لري ، يو غايب او بل مخاطب فعلدى ، يا لکه مستى(مستي) او مستې ، مينه او مېنه...
ج : تانيثي( ۍ)
دا ۍ په اخير کې يوه کوچنۍ لکۍ لري چې د نورو ياګانو سره يې فرق وشي لکه: چوکۍ،خولۍ ، ډوډۍ ، نجلۍ او نور...
د : ثقيله (ئ)
ثقيله (ئ) هم د تانيثي يا په شان ثقيله ادا کيږي مګر په ليکلو کې يې شکل فرق کوي يعنيپه اخيريا پر سر همزه لري بيلګه : راغلئ،ځئ چې دا اکثرا د جمع مخاطب  په اخيرکې راځي))
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادر مسعود
له تاسوګران او مشر ورور استادزیار څخه ډیره ډیره مننه چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل .
 له تاسې هم منندوی یم چې دومره زړه غټاوی مو را په برخه کړ!
ګرانوفرهنګپالو اود ادب مینانو!
 زه غواړم  چې له پوهاند استاد زیارصاحب سره  په راتلونکي کې هم نورې  مرکې  ولرم . که تاسو دپښتو ادب،  فرهنګ او شعر په تړاواښتنې پوښتنې لرئ ، کولای شی د ما د ایمیل په پته یې راولیږی .
[email protected]
- بېرته شاته