(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت د غليمانو په پته

په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت د ولس او خاورې غاصبانو پنجابي پوځ او بيروکراسۍ تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
پداسې حال کې چې پنجابى پوځ او بيروکراسي د افغان ماشومو لوڼو اوزامنو په وينو او اوښو  کې ډوبيږي، د پنجاب يو شمير چوپړيان شپه او ورځ لګيا دي چې واقعيتونه د پروپاګند او دروغو په تورو وريځو او تورتم کې ونغاړي. پدې هکله د دې اونۍ په سرکې يو ځل بيا کوم "تينک- ټانک" د خليفه له کڅوړې په خورا سخاوت سره وړانديز کړى و چې د افغانستان د  کشالې د حل لپاره به دا ښه وي چې "ډيورند لاين" په رسميت وپيژندل شي!!
د دې حاطم طايي وړانديز د يو شمير ويښو او څار افغان وطنپالو شديد غبرګون وپاراوه او د هغه په ځواب کې يې يو لړ دلايل وړاندې کړل.   خودا دلايل په ټوليزه توګه پداسې کليشه- يي بنسټونو زړو اسنادو او پيکه منطق ولاړ وو چې له اساسي موضوع او لاسوند سره يې هيڅ تړاو نه درلود.
پدې تړاو اساسي لاسوند يواځې اويواځې د ګندمک تړون نهمه ماده ده:
٩ماده:  د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ د اتحاد د نوي کېدلو په پام کېنيولو سره، چې [د دې پوهاوي ليک] د مخکنيو مادو په  ترڅ کې تائيد او خونديشوى دى، د برتانيا  حکومت د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير ته دکندهار او جلال اباد ښارګوتي ـ له کُرمې، پشين او سيپۍ پرته ـ د ګردو هغوسيمو په ګډون چې دا اوس د برتانيا د پوځ په لاس کې دي بېرته ور سپاري.  دافغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير، له خپله لوري، موافقه کوي چې د کُرمې،پشين او سيپۍ سيمې به، [له دې لاسوند] د مله [ضميمه] پلان له حدودو سرهسم،  د برتانيا د حکومت تر حمايې او ادارې لاندې پاتې شي.  د دې مانا دا دهچې نوموړې سيمې به د ګومارل [کرايه - ليز–    Aassigned] ]شويو سيمو په توګه پېژندلکېږي او په داسې توګه به ورته نه کتل کېږي چې ګوندې هغه د افغانستان دسلطنت له پولو څخه د تل لپاره جلا شوې وي.  د دغو سيمو عايدات به، د اداريلګښتونو له اخستلو  وروسته، جلالتمآب امير ته ورکول کېږي.  د برتانيا حکومتبه د خيبر او مېچنۍ کنډوونو کنترول، چې د پېښور او جلال اباد د ضلعو[سيمو] ترمنځ پراته دي ـ  او له هغو ازادو قبايلو سره د اړيکو پر ګډون چېله دې کنډوونو سره سيده تعلق لري ـ هم تر خپل کنترول لاندې وساتي.
دا پوهاوى ليک د ١٨٧٩ زيږديزکال (د ١٢٩٦ د جمادى الثاني پر څلورمه) نيټه د امير يعقوب خان او ميجر ناپوليون کيوناي له خوا لاسليک شوى دى.
9. In consideration of the renewal of a friendly alliance between the two States which has been attested and secured by the forgoing Articles, the British Government restores to his Highness the Amir of Afghanistan and its dependencies the towns of Kandahar and Jelalabad with all the territory now in possession of the British armies, excepting the districts of Kurram, Pishin and Sibi. His Highness the Amir of Afghanistan and its dependencies agrees on his part that the districts of Kurram and Pishin and Sibi, according to the limits defined in the schedule annexed, shall remain under the protection and administrative control of the British Government : that is to say, the aforesaid districts shall be treated as assigned districts, and shall not be considered as permanently severed from the limits of the Afghan kingdom. The revenues of these districts, after deducting the charges of civil administration, shall be paid to His Highness the Amir.

The British Government will retain in its own hands the control of the Khyber and Michni Passes, which lie between the Peshawar and Jelalabad districts, and of all relations with the independent tribes of the territory directly connected with these passes.
دا تړون له نړيوال قانون سره  سم سرته رسېدلى. په برتانوي قانون کې اوږد- مهاله لييز يا کرايي تړونونه د ٩٩ کلونو او يا ٩٩٩ کلونو لپاره اتبار درلود. په همدې اساس د دې تړون  موده، چې د امير عبدالرحمن له خوا تاييد شوې وه، په ١٩٩٣ کې پاى ته رسيدلې او افغان خاوره  بايد افغان ملت سپارل شوې واى. خو افغانان په نړيواله کچه د ملګرو ملتو په امنيت شورى کې د برتانوي پاکستان له زيږوونکو سره مخامخ و او د خپلې خاورې د بيرته خپلولو وس يې نه لاره، خو غږ يې ژوندى ساتلى و.
داسې بل  کوم هيڅ لاسوند وجود نه  لري چې پر هغه دې امير عبدالرحمن خان  لاسليک کړى وي، ځکه چې امير په  بهرنيو اړيکو کې خپلواکي نه لرله او د هغې ژمنې پر اساس چې يعقوب خان په بهرنيو اړيکو ازادي پرنګي ته سپارلې وه. نو امير عبدالرحمن خان د برتانيا يو مامور و. هره فيصله به هغه ته د  په پام کې نيولو او پلي کولو لپاره وراستول کيده.
پدې توګه – د کرکټ-کپتان عمران پشمينه خان؛ د پيښور ارجل ښاريانو او نورو ورته  برتانوي او پنجابي چوپړيانو ته دا اخطار دى چې تر اتيا مليونه زيات افغان ملت له امو تر مارګلې دخپلې خاورې هره لويشت  پيژني او پدې خاوره کې په  رنډو squatters   پنجابي پوځ او بيروکراسۍ غږ کوي چې نور  نو خپل رنډتوب ته د پاى  ټکى کيږدي. افغان ملت نه د کوم بهرني "تينک- ټانک"، که لوى وي اويا کوچنى، زړه سوي ته ضرورت لري او نه يې لارښوونې ته. پنجابى مکار غليم که وغواړي اوکه نه پدې برخه کې به تر هر قانون - شرع او عرف، جومات اوحجره – لاندې د افغان ملت خاوره خوشې کوي. ان  شاالله تعالى.
يا ربه توفيق!
غلام محمد زرملوال   
- بېرته شاته