(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کې د کونړ د ځوانانو .....

په جرمنی کې د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی هلو ځلو ته ځغلنده نظر د ۲۰۰۷ ع کال د مارچ د میاشتی په ۲۱ نېټه د جرمنی د کولن په ښارکی د یوی لوی او درنی غونډی په ترڅ د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی بنسټ کیښودل شو . پدغه بنسټیزه غونډه کې په کولن کې دمیشتو کونړو ځوانانو او مشرانو سر بیره د ځینو افغانی کولتوری ټولنو استازو هم ګډون کړی ؤ . غونډه د ښاغلی عزیز سرشار لخوا راغلو میلمنو ته په ستړۍ مه شی او لنډه وینا پرانستل شوه ، ورپسی ښاغلی مبارز څاپی د قران مجید څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره غونډه پیل کړه . ددغه ټولنی د جوړیدو په ضرورت او هدفونو ښاغلی انجنیر فریدالله ساپی رڼا واچوله، ورپسی ښاغلی ډاکتر شیر ولی شیر د کونړ د ځوانانو د ښوونی او روزنی بهیر ته دکتنی تر سر لیک لاندی خپله لنډه څیړنیزه لیکنه ولوسته . دغه راز ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر ، ښاغلی محمد رحیم یوسفی ، ښاغلی الحاج ډګروال حضرت رسول ، ښاغلی محمد اجان یار او ښاغلی پیښوری شینواری د خپلو و-ینا وو په ترڅ کې د کونړ د ځوانانو هلو ځلو ستاینه او ملاتړ وکړ . غونډه کې د افغانستان د کولتوری ودی ټولنی په استازیتوب ښاغلی زرین انځور ، د افغانستان د بیا رغونی د ټولنی په استازیتوب ښاغلی ډاکتر ماخان شینواری او د پښتون کور ( کولتوری مرکز بن )په استازیتوب ښاغلی مبارز څاپی د کونړ د ځوانانو دغه قدم یو نیک فال وګاڼه او ددی ټولنی سره د ګډکار ډاډ ئې ورکړ . د غونډی په جشنی برخه کې په زړه پوری مشاعره وشوه له مشاعری وروسته د هیواد نامتو او پیاوړی سندرغاړی ښاغلی استاد یارمحمد علیزی په خپل خواږه غږ سره غونډی ته رنګینی او ښکلا وبخښله، چې د موسیقۍ په برخه کې ورسره ښاغلی جهان متین ( غرزی ) او ښاغلی احمد نور احمدی بدرګه ؤ. د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه به په لومړی قدم کې د کولن په ښار کې د میشتو کونړی ماشومانو او ځوانانوپه پښتنی/افغانی روحیه سمبالولو هڅه کوی . او دغه راز به ټولنه د افغانستان د تاریخ ، کولتور او ادبیاتو د ودی او په ځانګړی توګه د کونړ کولتوری او علمی پرمختیا لپاره هر اړخیزی ، هلی ځلی کوی ، په جرمنی که به د میشتو افغانی او په سر کې د کونړ ځوانانو او ماشومانو دښوونی او روزنی په موخه پرو ګرامونه جوړوی ، او په کونړ کې به د ځوانانو سره په کولتوری ، ښوونیزو او روزنیزو برخو کې د خپل وس تر بریده، مادی او معنوی مرستی کوی او دا هڅه به کوی چې خپلې کولتوری هڅی په هیواد کې دننه او بهر د نورو کولتوری کړیو سره هم غږی کړی . دی موخو ته د رسیدلو په خاطر د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د خپلو هیوادوالو په ملاتړ په دی وتوا نیدله چې د کولن او شاو خوا ښارونو کې د پښتو ژبې د لیک لوست او د اسلامی زده کړی ( ۷ ) روزنیز او ښوونیز کوروسونه جوړ کړی،چې ۹۷ ماشومان او تنکی ځوانان پکې په زده کړه بوخت دی ،چې دپیاوړو استاذانو هر یو ښاغلو محمد رحیم یوسفی ، انجنیر عبدلفغار ستارزی ، ډاکتر تاج محمد خان سالارزی ، پېښوری شینواری ، الحاج ډګروال ګل محمد خان ، قاری ایمل، انجنیر حلیم حکیمزی او همایون روفی لخوا ورته درس ورکول کیږی. د بدنی روزنی په برخه کې ۲۷ تنه ځوانان د والیبال او پنګ پانګ په لوبو کې بوخت دی . د ټولنی د کار ډله په پام کې لری چې د هیواد دننه د کونړ ولایت د ( ۱۲ ) دولسمو ټولګیو زده کوونکی ته د کانکور په ازموینه کې د ښو پايلو په موخه د تیارۍ کورسونه جوړ کړی . د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه به د خپلو ملی او عنعنوی ورځو د پالنو په موخه په جرمنی کې د اخترونو په ویاړ کولتوری او ادبی ماښامی جوړوی چی په دی لړ کې یی د راتلونکی ۲۰۰۸ ع کال دجنوری په میاشت کی کې د ځوانانو لپاره د مخدری موادوتر سر لیک لاندی دیو ورځنی روزنیز سیمینار تابیا کړیده . د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه دلیورکوزن،لانګل اوایرفټ سټاډټ دکورسونو څو انځورونه
- بېرته شاته