(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دعوت خپرونه په پردېسي کې د ذهني ...

د دعوت خپرونه په پردېسي کې د ذهني پرهارونو د تسکين تپۍ
ډاکټر لمر
درنو لوستونکو! ما په برېښناپاڼو کې د دعوت خپرونې د ۲۳ کليزې د لمانځنې خبرتيا ولوستله، چې د دغه خپرونې يادون د يوې پوهنيزې څېړنغوڼدې په بڼه د ديسامبر په ۱۰ نېټه د ستاګولم په ښار د سويدن په ملک کې جوړېږي او چارې يې يو شمېر ځوانانو تر سره کړې دي، نو د ځوانانو دغه ګام زه هم د ې ته وهڅولم چې په پردېس کې د پښتني خپرونو يوې ځانګړې خپرونې، چې دعوت نومېږي په اړه خپل یادښت را په ياد کړم او د قلم په مينه او مينه يې وليکم، چې د دغسې خپرونو وږمې په پردېسي کې څه ډول اغېز د يو انسان په روحياتو کولی شي ولري.
له ننه لږ تر لږه ۲۵ کاله مخکې په افغانستان کې سیاسي بدلونونه په زغرده روان ول، د ببرک کارمل ډلې په شوروي اتحاد کې رابوږنېدلې  وې او د پوهنپالو په منځ کې يې هرچېرې عمومي غونډې جوړولې، زه هم په بېلاروسيه کې د آماده ګي پوهنپال وم، چې روسي ژبه زده کړم او بیا په هغه ملک کې لوړې زده کړې تر سره کړم، خو ژوند د دغه کلونو په بهير کې ډېر څه را زده کړل، چې وروسته له هغه موده يې زما د ذهنيت په جوړېدنه کې ډېر غوره رول ولوباوه.
په ۱۹۸۶ ميلادي کال لا ببرک کارمل د افغانستان لاسپوڅی واکمن ؤ، په شوروي اتحاد کې پوهنپالان په يوه او بله څانګه وېشل شوي ول. په غونډو کې د غير حزبي پوهنپالو سپکاوی له ورايه ښکارېده او دغه پوهنپالان په يو او بل ډول تر څارنې لاندې ول، چې د انتي سوويتيک يا اشرار ټاپه به پر ولګېدله، نو پوښتنه به دې يې بيا د افغانستان په پلچرخي کې کوله یا هم د وژل شويو په پوليګون کې، په ښه حالت کې به کنډک تجمع ته واستول شوې او د خوست په جبهه کې به تری تام شوې او يا لکه يو شمېر پوهنپالو به د ليليې له ۱۲ يا ۱۳ پوړه ښکته راوغورځول شوې، چې د مينسک په ښار کې د شهيد انجينير داود نوم د يادولو وړ دی. داسې پېښې ډېرې وې، چې زه يې شاهد وم، خو په شوروي اتحاد کې ژوند په ډېرو پوهنپالو ډېرې ناخوالې تېرې کړې، څوک د «کې.جي.بي» ميلمه شو او څوک هم د يوې او يا بلې سيمې د جېلونو بندي شو.
تاسو به وایی، چې دغو ناخوالو او سياسي کړکېچونو د دعوت له اخباره سره څه اړېکې درلودلې او يا يې لري! مګر بايد ياده کړم، چې په شوروي کې افغانان په سياسي لحاظ په خلکي، پرچمي او بیا وروسته په سزايي او کجايي وېشل شوي ول او تر ټولو بد د اشرارو په ډله کې راتلل، نو دغه ډلې خپلې ذهني غوښتنې په جهادي خپرونو کې لټولې، چې د جهاد غږ هم په بهر کې دغو خپرونو لکه دعوت او نورو پورته کړی ؤ، خو په روسيه کې دغه خپرونې منعه وې، مګر آوازې به يې هم انسان ته د زړه تسکين وې.
 په روسيه کې پوهنپالان همدا ډول په پښتنو او نورو هم وېشل کېدل، مګر له بده مرغه پښتانه بيا په لر او بر هم وېشل شوي ول. د شوروې اتحاد پاليسي هم همدا وه، چې په افغانانو کې د تفرقې تخم وکري او سره بېل يې کړي، چې د دغه پاليسي په پايله کې يې د پوهنپالو تر منځ په سياسي ډګرونو او قومي ارزښتونو کې شخړې روانې کړې وې، مګر په بهر کې خپرېدونکې پښتني خپرونو د ذهني آرامتيا تضمين رامنځ ته کړی ؤ او د پوهاوي رښکۍ يې پياوړې کړې وې.
وروسته له دې چې ببرک کارمل د واک له ګدۍ په چلول لرې شو، نو د شوروي په ډېرو ښارونو کې حزبي غونډې جوړې شوې، چې د بېلاروسيې د مېنسک په ښار کې هم د افغانانو د بېلاروسيې د ملک عمومي منشي يوه لويه غونډه رابللې وه، چې د پېرېسترويکې، ګلسنوست او په افغانستان کې د سياسي بدلون په اړه روښنايي واچوي. د غونډې مسؤلينو خپلې خبرې وکړې او د غونډې يوه برخه پوښتنو ته ځانګړې شوې وه، خو يو شمېر حزبيانو د رفيق کارمل د آيندې په اړه اندېښنې ښکارولې او نورو بيا د حزب ډيموکراتيک د مضبوتېدلو خواخوږي کوله، خو يوې پوښتنې ته زما د سرو ځان وېښته ودرېدل، پر ځان مې سړه تبه راغله او په خپل ځای کې يو دم کرخت شوم!
يو له محصلينو څخه پورته شو او داسې وړانديز يې وکړ: به منشي صاحب محترم من یک پېشنهاد دارم! بفرماييد! در غرفه های «بې. ګې.او» اخبار حقيقت انقلاب ثور به زبان دري و پشتو مې آيد اما از زبان پشتو کسې استفاده نمېکند اګر به جايش حقيت انقلاب ثور تنها به دري آورده شود، بهتر خواهد بود؟ په غونډه کې کراره کراري وه، تا به وېل چې ټول د ساړه سيند په اوبو کې لاهو شوي  وي! هېچا هم غبرګون و نه ښود، حتی دو آتشه خلکيانو هم غوږونه مړه اچولي ول، خو زه له وېرې او کرکې راتودېدلم! لاس مې زړه نا زړه پورته کړ، چې د منشي صاحب راته پام شو! او رفيق مېخواهد چېزې بګويد! سر بېره پر دې چې نه رفيق وم، نه ملګری او نه هم برادر، خو زه هم پورته شوم او ومې ويل: «با آنکه من به مطالعه دري بسيار علاقه دارم، اما حقيقت انقلاب ثور را به زبان پشتو مېخوانم و از غرفه «بې.ګې.او» خريداري ميکنم! امېد که اين اخبار به زبان پشتو هم به بېلاروسيه آورده شود، که همچو من افغانها از اين اخبار های پر محتوا مستفيد شوند!» وروسته له دغه خبرې د يو او بل کونجه د لاسونو پړکاری مې تر غوږ شو او دغه خپرونه هم په غرفو کې پاتې شوه.
ما د انقلاب ثور له خپرونې سره هېڅ علاقه نه درلودله، خو له غرفې به مې اخيستله، چې غرفه والا به هم تل ماته دغه خپرونه په پښتو ساتلې وه، خو د وخت په تېرېدو سره  ورو ورو د دغه افغاني اخبار څرک هم د «بې.ګې.او» په غرفو کې ورک شو، په شوروي اتحاد کې هم ورځ تر بلې وضيعت بدلېده او زه هم لکه نورو افغاني پوهنپالو غوندې د بېلاروسيې بل ښار ته وکوچېدلم او د مينسک ښار له خوالو او ناخوالو لرې شوم، مګر د افغانستان ټولنيز ژوند، سياسي کړکېچونو او اقتصادي پېچوميو سره لاس او ګرېوان پاتې شوم.
د پښتو ژبې ته مې تنده لا زياته شوه او له يو ذهني اوښتون سره مخامخ شوم، چې نه يې په خوب کې او نه هم په بيداره په کراره نه پرېښودم. زه محصل وم او هېڅ مې له لاسه نه راتلل، خو که چېرې به مې په پښتو ژبه يوه پاڼه هم پيدا کړه، نو د درنښت په سترګه به مې ورته کتل او له امکاناته سره مې ساتله. په افغانستان کې سياسي او ټولنيز حالات د پښتنو په نقص روان ول، خو موږ په بهر کې په سياسي کړيو او يا سم ووايم د يوې او بلې ډلې په خوشبينانو وېشل شوي ؤ، د پښتون او غير پښتون، اشرار او حزبي پوهنپالو تر منځ د ذهنيت يوه د بېلتون کرښه تېره شوې وه، چې ما ته داشرار يا انتي سوېتيک په سترګه کتل کېدل، خو له بده مرغه دغه د بېلتون کرښه لا هم موجوده ده او په افغاني ټولنه کې نوره هم ژورېږي، ځکه چې د افغانستان په لوی ټبر پښتون باندې دا دي له دريو لسيزو ډېره موده کېږي، چې د ځبرځواکونو جګړه تپل شوې ده او د خپل تاريخي او ټولنيز ژوند له ودې، سياسي چاپېريال او افغاني هويته محروم شوی دی.
په ۱۹۸۸ ميلادي کال د مجاهدينو لخوا په جلال آباد حمله وشوه، چې په بهر کې د پوهنپالو وضيعت هم ډېر ستونزمن ؤ، د يو شمېر پوهنپالو کورنۍ هم په جلال آباد کې وې، خو موږ پوهنپالان هم په بېلابېلو ذهنيتونو وېشل شوي ؤ، نو نه پوهېدو چې څه وکړو، خو د محصلينو لخوا يوه ډله د بېلاروسيې له چارواکو سره وغږېدل، چې افغاني پوهنپال غواړي د جلال آباد له جنګ ځپلو سره مرسته وکړي، چې چا پيسې، چا هم خپلې جامې او چا هم کمپلې واخېستې او د جلال آباد جنګ ځپلو ته يې واستولې، خو هغه ټولنيزه چاوده چې زموږ پوهنپالو تر منځ وه، لا هم لويه شوه او په يو ناسور واوښته!
دغه مهال سيد محمدګلابزوی د افغانستان سفير ؤ، د دغه جناب له را تګ سره سم د اوزبکستان په ترمېز سرحدي ښارګوټي کې د افغاني پوهنپالو لپاره يوه نظامي روزنيزه اډه هم جوړه شوه، چې فارغين پوهنپال به لومړۍ ۳ مياشتې هلته تلل او عسکري تمرينات به يې تر سره کول  او له هغه ځايه به مخامخ عسکري ته سوق کېدل او د افغاني جبهاتو د توپ غوښه به شول. په ۱۹۸۹ ميلادي کال د افغانستنان د دفاع د وزير شهنواز تڼي کودتا له ناکامي سره مخامخ شوه او په پښتني محصلينو باندې د تجرېدېدو بله څپه هم راغله، چې افغاني پوهنپال يې نور هم له يو او بله لرې کړل. د افغاني پرچميو او پښتني ضد ډلو سره روسي چارواکي هم همکار ول، خو افغاني خلکيان هسې لکه خسي شوي وينده ګان هلته او دلته بوڅ بوڅ کېدل، چې تجريد شوي پښتانه يې هم به دوو برخو وېشلي ول او د بې اعتمادي فضا يې رامنځ ته کړې وه.
هغه پوهنپالانو چې د پښتو په اړه يې شعوري خوځښت په پام کې نيولی ؤ، نو يو او بل ته به يې د پښتني هلو ځلو په اړه مالومات ورکول، هغه مهال ډېرو پښتني پوهنپالو د حزب اسلامي او د افغان ملت ګوند ډېوه بله ساتلې وه، چې زياتره په چکوسلواکيا او پولينډ کې ول، خو په روسيه او بېلاروسيه کې بيا پښتني ضد ډلې ډېرې پياوړې وې. له نېکه مرغه هغه مهال ما هم له يو او بل ګوټه د سياسي بهيرونو او پښتني هلو ځلو په اړه مالومات تر لاسه کول. بايد ياده کړم، چې وروسته د امريکايي له تېري نه ډېرو هېوادپالو پښتنو افغان ملت او نورو هغو بهيرونو ته چې پښتو د خپلو سياسي ګټو لپاره کاروي، شا کړه، خو له پښتو سره وفادار پاتې شول.
موږ هغه مهال د پښتني خپرونو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان ؤ، چې د لومړي ځل لپاره مې له يوه دوسته د ښاغلي ډاکټر صيب بزګر، چې د ښاغلي طارق بزګر ورور دی، نوم واورېد، چې په پېښور کې د پښتو کتابونو د تصحيح، چاپ او خپرولو چارې پر مخ بيايي، نو دغو خبرو به په موږ کې د پښتو په اړه هېلې ژوندۍ ساتلې. په نويمو کلونو کې چکوسلواکيا ته تللی وم، نو د پراګ په ښار کې مې يوه ملګري د دعوت خپرونه راکړه. د پښتو کرښې مې پکې وليدلې، څو ګڼې ورسره وې، ټولې مې ولوستلې، چې وزګار به شوم دغه د دعوت ګڼې به مې بيا راواخيستې او بيا به مې خپلې وږې سترګې په پښتو کرښو ستومانه کړې.
تاسو به لوږه تېره کړې وي، تنده به مو احساس کړې وې، خو ګمان نه کوم چې د خپل کولتور، ژبې او خلکو د مېنې په انزوا او ټولنيز-سياسي جېل کې تېر کړی وي، نو لکه يو بندي غوندې، چې د لمر رڼا او وړانګو ته يې تلوسه وي، نو ما هم د خپلې پښتنې تندې د ماتولو لپاره لکه د لمر رڼا يو شمېر خپرونې وليدلې، چې يوه له هغوی نه د دعوت مياشتنۍ وه. د خپرونو په لوستلو او په تېره بيا د دعوت خپرونې په لوستو مې د کلونو کلونو تنده ماته کړه. هغه ورځ چې اوس هم په ياد راشي، نو ستونی مې وپړسېږي او سترګې مې درنې شي، چې بيا مې په خپله ژبه او د افغانستان په ملي ژبه څو کرښې ولېدلې او ولوستلې.
وروسته له لسيزو مې ښاغلی طارق بزګر هم له نېژدې ولېد. زما د يو بل دوست ميلمه ؤ، خو زه هم ناڅاپي هلته وم. د دعوت د خپرونې مسؤل يا ښه ووايم مشر مې وليد. لوړه بيه، پراخه ټنډه او له خلوصه ډک بحث يې درلود. له دوستانو سره يې په مينه خبرې کولې او پر ما به  کله کله د دعوت خپرونې هغه اغېز چې ډېره موده مخکې ما احساس کړی ؤ لکه توده څپه راغله او د پښتو بې وزلي ته به په سوچونو کې لاهو شوم، خو هغه مهال زه پټه خوله پاتې شوم او هېڅ مې هم ياد نه کړل، خو وروسته له ډېرو کلونو زه د خپل ذهن دې پخېدو ته ورسېدلم، چې خپله دغه ورکه کيسه راتلونکي ځوان نسل ته په ليکبڼه پرېږدم، چې د ليکنو، خپرونو، کتابونو په ارزښت پوه شي او د دې ذهنيټ ورکړل شي، چې هېڅوک بايد د هغوی د بنسټيزو رښتو څخه محروم نشي، حتی ژبنيزه انزوا هم کېدلی شي انسان له داسې کلتوري تندې سره مخامخ کړي، چې انسان په فزيکي بڼه په تولنيزو ستونزو کې ښکېل کړي، خو په داسې حالت کې پخپله ژبه کېدلی شي يوه کرښه هم لکه د پرهارونو تپۍ روغتيايي حالت او ذهني تسکين رامنځ ته کړي.
په درنښت
- بېرته شاته