(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبدالهادي داوي په شعر کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری
 
عبدالهاديداوي  دکندهاري  مشهورطبیب عبدالاحد خانزوی دی، چې په کال ( ۱۲۷۴ ل) کې  دکابل په باغ علیمردان کې زېږېدلی  دی ، هغه یو نامتو  لیکوال ، شاعر  اوسیاستمدار و، د هغه  ډیر  طنزي شعرونه او مقالې   د افغان ولس د وېښتیا په هکله دي هغه  دمشروطیت د نهضت له مهمو غړو څخه او د سراج الاخبار محرر  و.
   د عبدالهاديداوې   دژوند بهیر ډیري لوړې او ژورې لري ،چې دژوند لنډه کیسه يې داسې ده
عبدالهاديداوي په کال( ۱۲۹۷ ل) بندی سو د بندی کولو علت يې د عبدالرحمن لودینبرید پر امیر حبیب الله  خان و،  د غازی امان الله  خان په پاچا کیدو سره  له زندانه خلاص سو او د «امان افغانیه » دجریدې محرر او بیا مدیر سو ، بیاپه بخارا کې سفیر سو ، په لندن کې وزیر مختار ، په افغانستان کې وزیر تجارت  سو،بیا له بده مرغه   ددولت لخوا اووه لس کاله بندي سو له زندان څخه له خلاصیدو  وروسته هند  ته ولاړ په لاهور کې یې د افغانستان په نامه  یوه مجله خپروله  ،د نادرخان  په راتلو بیرته وطن ته راغی او په المان  کې سفیر مقرر سو د نادر خان د قتل په وخت کې بیا دیارلس کاله بندی سو ،له بندڅخه له خوشی کیدو وروسته  په مصر کې بیا په اندونیزیا کې سفیرمقرر سو ،وروسته  د مشرانو جرګې ریس سو او په کال ( ۱۳۶۱ ل )کې مړ سو.
د هغه ځینې مشهور اثرونه  دا دي :دداوي کلیات، پریوتې لاله(غاټول)،عبرت نامه،سفرالاخبار،غياصه ګلخانه،نغمات،دوطنرجال ،د پښتنو تاريخ او راتلونکې،پښتو اشعار...
 داوي صاحب  د«پریشان»  په ستاینوم شعرونه ویل د هغه  قلم د آزادي یار اویاور  و، هغه
.ملت معارف ته هڅوی
 کله چې  داوي د هاشم خان په وخت کې بندي و، یو ورځ سيد احمد خان کندهاريهاشم خان ته ویل  که د توپ او توپک یوه منظمه فرقه  داوي  دې بې ازاره سړي ته ورکړې   هغه يې  له  استعمال څخه عاجز دی نو ولي دي بندي کړی دی؟
هاشم خان يي په ځواب کې ویل: تاسو هغه نه پيژنئ دهغه په دې ارامه او ښه ه څیره مه ختاوځه د هغه یوه خبره دیو توپ تر مرمۍ مخریبه ده.
عبدالهادي  داويد نیول سوی بلبل  طنزیه منظومه په  سراج الاخبارکې  له چاپیدو وروسته دمولوي  صالح  محمد کندهاريلخوا  په پښتوو ژباړله  او خپره سوه چې په خپریدو يې  د برتانیا سیاسي نمایندګی په تشویش کې واچوله
دبلبل دقفسڅو بندونه چې  دافغان د آزادی ږغ  دی داسې  ده :
 
 : ژباړه يي مولوی صالح محمد داسې کړې ده
سحر زما تر غوږ شوله بلبله
په قفس کې یې ژړل دا یې ویله
چې بندي شوم د صیاد له سخته دله
ولې نه پوښتي څوک حال زما یو له بله
ولې نسته بې فغانه کاروبار زما
ولې حبس ابدي راغی په  وار زما
سراج الاخبار ښوونیزې ، انتقادي او طنزي ادبیاتو ته لاره پرانیستله او په طنزی شعر ونو او مقالو يې حکومت خپل مسؤلیت ته ځیر وئ او جدیت ته یې هڅوئ، چې د هیواد د ودې لپاره  اوچت ګامونه پورته کړي.
د طنز لیکنی لومړی اساس یا تاداو په سراج الاخبار کې د هغه د لیکوالو لخوا کیښوول سو او دا پر حکومت د نیوکو  ډیره اغیزمنه لاره وه
سراج الاخبار دشمس النهار  په خلاف نه یوازې په لوړ رتبه کارمندان باندې نیوکې کولې ان د هغه  یوه څنډه ترامیر حبیب اللهپورې هم ورسیده.
دداوي صاحب هغه طنزی  شعر چې اميرحبيب اللهیې په غوسه کړ  داسي دی :
په هیوادکې معرفت  که ډیرسوی وای بده  خونه وه
ددې بیمار دولت درملنه که سوی وای بده  خونه وه
دا توره  د غفلت شپه که سهار سوی وای بده خونه وه
داستا خوبجنې سترګې  که ویښي سوي وای بده خو نه وه
داستا مسته ککرۍ که هوښياره سوی وای بده خونه وه
وخت تنګ او فکر ګوډ  اود جولان ځای پراخ
 د امیدنخل په زړه کې ریښې ریښې ښاخ  ښاخ
بیله خدای  له بل چا نه امید نسته آخ آخ
تر منزله پاته دی ډیره  لاره او سنګلاخ
اې خدایه که لاره مو اواره  سوی وای بده خو نه وه
۲
 
 
داوي  صاحب  «تر کله» تر عنوان لاندې شعر کې ویده افغانانو   ته په طنز وايي :
 
 داوي صاحب د زړه له درده افغانانو ته تانه ورکوي او په طنزورته وايي چي دنیا اسمان ته وختل ته لا پروت يي خر خر  دی دی. ماشومان دی د ښونځي پر ځای  په کوڅه لوبې کوی ځوانان د کار پر ځای  په  مسخرو وخت تیروي لویان  او مشران  دی  لکه ماشومان یوازی د ځان په غم کې دی . دا تر کله ؟!
ژباړه
تر کله  دافغان اولاده تر کله
تر کله آه  تر کله  آه تر کله
د سهار د مارغه کوکو پیل سو
د خوب خرخر، ای ګرانه تر کله
د ویښتیاد ړنا وړانګو نړۍ ونیوله
اې حریفانو د غفلت خوب تر کله
د لیری د سیل ږغ  راځي
ته ویده يي اې کورخرابه تر کله
  دسرای  اوڅو کورونه لرلوپه  شوق
په خاورولوبه لکه ماشومان تر کله
ماشومانو  ته ښوونځی او مدرسه ده
 په بیابان کې په خاورو لوبه ترکله
تیر سو د خندا،ټوکو او مسخرو وخت
لویانو ماشومتوب  تر کله
 اې قلمه ! اخیر دی ژبه پرې کوي
«پریشان » دومره خبرې  تر کله
 داوي صاحب  د وطن د پرمختګ یوازینی خنډ د خلکو بې سوادي بولي  او د معارف د اهمیت په هکله وايي :
ژباړه
يوه  شپه مي وویل  خر دته اې پير عارف
د خپل ملت د راتلونکی یم خایف
څه وکړو چي ځان  خلاص کړو د مخالف
سر یی پورته کړ ویل پير مکایف
 معارف معارف معارف معارف
 په ختیځ کي وګوره حال دجاپان
په لویدیځ کي وګوره حال د ال عمان
 هغوته  پرمختګ  څنګه سو اسان
 هغه و چې له دی مطلب سره  ومصادف
معارف معارف ،معارف، معارف
 
- بېرته شاته