(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه

Germany: 04.11.2011  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Democratic Partyد ټولو پښتنو د یوالی او خپلواکی ( ازادۍ(ګوند دی چې د یوی داسی ټولنی د جوړولو هڅه کوی چې هر څوک پکی په ازادانه توګه خپل شخصیت ته وده ورکوی او د انسانانو په خدمت کی د ټولنی په سیاسی، اقتصادی او کلتوری ژوند کی برخه اخلی. پښتونولی ، ټولنولی او ولسولی د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تاداو او بنسټ جوړوی. پښتونولی او ټولنولی د ولسولۍ په واسطه چې ګډ خوی ئی دی یو د بل پوری تړلی او نه بیلیدونکی دی. پښتونولی په اولسی ټولنولۍ کی او ولسی ټولنولی په پښتونولۍ پیاوړی او بشپړیږی.
ازادی عدلت ( انصاف) او ورورولی د پښتنی ټولنیزی و لسولۍ غوښتنی دی. لدی کبله پښتانه ټولنیز ولسولی وال هر ډول امیرولی ( ډیکتاتوری) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه منی چې د انسانانو ازادۍ او حقوق د مینځه وړی.
لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده، د څو لسیزوراهیسی په هیواد کی روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوی پلان له مخی د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوی ده.
پدغه تپل شوی جګړه کی د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږی، اقتصادی بنسټونه ئی ړنګیږی، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئی سوځول کیږی. ماشومان او ځوانان ئی له زده کړی پاتی کیږی او د انسانی ژوند د پرمختګ ټولی لاری ئی تړل کیږی.۱. مونږ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو او همدارنګه په سیمه کی د میشتو نړیوالو قوتونو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چی نور په سیمه کی د پښتون وژنی او ولس وژنی څخه چی په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلی.
د جګړی پر ځای دی د جګړی د ټولو خواوو سره د سولی او سیاسی تفاهم په یو ګډ سیاسی میکانیزم کار پیل شی.
۲.د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته د پښتون قام څخه یو باصلاحیته قومی دودیزه جرګه راوبلل شی، تر څو په جګړه کی د ښکیلو خواو تر منځ د پخلاینی او سیاسی تفاهم لپاره لاره هواره کړی او ددی تر څنګ په خپله سیمه کی د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبی لاری چاری ولټوی.
۳.د افغانستان او پاکستان په حکومتونو کی هغه سیاسی او جنګی ډلی چی تر اوسه پوری ئی په زرګونو سیاسی اوملی پښتانه مشران او ولسی وګړی په بیلابیلو نومونو وژلی بی عزته او سپک کړی دی او د پښتنو او نړیوالو ځواکونو تر منځ ئی ددښمنئ فضا رامینځ ته کړی ده ،د حکومتی چارو څخه وویستل شی.
۴.په پښتنو کی له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چی د ډیرو سیاسی او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئی نیولی وه، او په وروستیو کلونو کی د بیلابیلو سیاسی او مذهبی جنګی ډلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوی دی، مونږ غوښتنه کوو چی دغه بنسټونه بیرته فعال او تقویه شی.
۵.زمونږ په اند د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته د پښتون ملت اقتصادی بیرته پاتی والی څخه بیلابیلی جنګی ډلی د جګړی د دوام لپاره ګټه اخلی.
مونږ غوښتنه کوو چی نړیوال دسیمی او منطقی د ثبات په خاطر په دغه منطقه کی په اقتصادی پروژو پانګونه وکړی.
همدارنګه نړیوالی مرستی پرته ددوهم لاس څخه نیغ په نیغه دغه سیمو خلکو وګړو ته ورسیږی. دلته ددی خبری ‌ذکر په ډاګه کوو چی نړیوال که په نزدی او یا لری راتلونکی کی پدغه سیمه کی سوله او ثبات راوستل غواړی نو په غیر د پښتنو د فعالی ونډی د اخستنی څخه ممکن ندی.
۶. زمونږ په اند نا پوهی او بی سوادی بله لویه ستونزه ده چی پدغه سیمه کی تری جنګی ډلی سیاسی ګټه پورته کوی.
مونږ غوښتنه کوو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته د یو ځانګړی پروګرام او پلان مطابق د ښونځیو او پوهنتونونو جوړول پیل شی.
۷.مونږ وینو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته پښتون ملت په پښتو ژبه د رسنیو (میډیا) د کموالی او جګړه مارو ډلو دپراخو تبلیغاتی پروګرامونو په نتیجه کی ډیر ځوانان په ناپوهئ او غیر شعوري ډول جګړه مارو ډلو سره یو ځای کیږی.
مونږ غوښتنه کوو چی ددوئ د ذهنیتونو دروښانه کولو لپاره ددوئ په مورنئ ژبه (پښتو) راډیوئی، تلویزونې او لیکلی رسنیو ساحه پراخه شی.
۸.مونږ د ټولو جنګی ډلو څخه په کلکه غوښتنه کوو چی د ښونځیو او ښوونیزومرکزونه سوزول او ورانول او همدارنګه د ټولګټو پروژو د بندولو څخه لاس واخلی . هره ډله چی دغه کار په هرنوم کوی ، مونږ ئی د هیواد او پښتون ملت دښمنان بولو.
مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى.. پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى،زمونږ په اند پغير د پښتنو د قامى وحدت، سوکالئ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه یو ځل بیا  غږ کږی اوغوښتنه  تری کوى چې د پښتنو په قامې يووالې کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.

په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
خپرونکی: د ګوند د خپرونو څانګه
- بېرته شاته