(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فرمايشي لوې جرګې پرېګړې شرعي او حقوقي ...

د فرمايشي لوې جرګې پرېګړې شرعي او حقوقي مشروعيت نه لري

م . ن. سالارزی

د ټول افغان په ويب پاڼه کې مې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون مسوده ولوستله او همدارنګه د دغه مسودې په هکله مې د ځينو کسانو منفي او مثبتې ليکنې هم ولوستلې. زه د يادتړون په هکله د خپل شخصي نظر څخه ډډه کوم، يوازې غواړم چې د امريکا د متحده ايالتونو سره د ستراتيژيک تړون په هکله د الله پاک د سيڅلي کتاب، قرآن کريم د يو ايت ژباړه وليکم:
د المايده سورت ايت ٥١ژباړه: اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى: يهودان او نصارا (عيسويان) د خپلو ځانونو لپاره دوستان او مرستندويان مه نيسئ. دوۍ د ځينو نورو مرستندويان دي، ستاسو مرستندويان نه دي.
ستاسو څخه چې هر څوک هغوۍ د (مسلمانانو) په ضد کومکيان ونيسي، نو يقينآ هغه له هغوى څخه دي. بې شکه اللهج ظالم قام ته لارښوونه او هدايت نه کوي.
په پورتني ايت شريف کې مسلمانانو ته څرګند حکم دى چې د کافرانو سره ددوستۍ او انډيوالۍ څخه ځانونه وساتئ او که څوک فکر کوي چې د يادو قامونو انډيوالي به مو يو وخت په کار شي، خو دا سوچ او فکربالکل غلت او بې بنسټه دى، ځکه دا حقيقت اوس پوره څرګند دى چې يهودان او عيسويان يوازې د خپلو ډلو مرستندويان دي او تر هغو پورې د مسلمانانو او نورو مرسته او ملاتړ نه کوي ترڅو چې د خپل دين څخه لاس وانخلي.
دا حقيقت پوره څرګند د ى چې جنوبي کوريا د امريکا سره ستراتيژيک تړون او دوستۍ د بودايت څخه په عيسويت بدله کړه. امريکا د ستراتيژيکو تړونونو په وسيله هېوادونه د نامخامخ ښکېلاک لاندې راولي، د مرستې او کومک تر چتر لاندې د عيسوي سازمانونو مبلغين يادو هېوادونو ته استوي چې د عيسويت لپاره تبليغ وکړي، فحشا، بې حيايي او بداخلاقي رواجوي او د هېوادونو اسلامي او ملي ارزښتونه کمزوري کوي او له منځه يې وړي.
دادې مونږ په خپلو سترګو وينو چې د امريکا متحده ايالتونه او نور انډيوالان يې په ډيره سپين سترګۍ سره په اسلامي هېوادونو کې مخامخ او نامخامخ پوځي لاسوهنه کوي، بې ګونا وګړي وژني، طبيعي زيرمې تالا کوي، کلي او ښارونه يې کنډواله کوي، چې غوره بېلګې يې په افغانستان، عراق او ليبيا کې ليدل کېږي.

په پاى کې زما يادونه داده چې د الله پاک د پورتني حکم او همداسې د قرآني نورو ايتونو او نبوي احاديثو کې د يهودو او نصاراوو سره دوستي او انډيوالي منع او ناروا ده. که هر مسلمان او هر اسلامي هېواد د کافرو سره دوستي کوي، نو په څرګنده د الهي حکمونو او محمدي شريعت څخه څرګنده سرغړونه کوي. په هغه څيزونو کې چې الله پاک صريح احکام او نبوي احاديث موجود وي په هغه مسئله کې فتوا او شورا ته اړتيا نه ليدل کېږي.
کيداى شي چې ځيني پردي پالي دا استدلال وکړي، چې نړۍ اوس د يو کلي په څير ده او راشه درشه په کې اړينه ده او خپل منځي اړيکو ته اړتيا ده. دا سمه ده، لکن مونږ يوازې د هېوادونو تر منځ اقتصادي، سياسي اړيکو او همکاريو ته اړتيا لرو، نه ستراتيژيکو تړونونو او هميشنيو پوځي اډو ته.
ديوې خبرې ليکل اړين ګڼم او هغه دا چې د افغانستان په اوسني پارلمان کې د پرديو لاسپوڅي راټول شوي دي چې هيڅ ډول ملي صبغه او ملاتړ نه لري.
د اوسني پارلمان او حکومت په وسيله د لوى جرګې جوړول په هيڅ صورت د افغان او مسلمان ولس استازيتوب نه شي کولاى او نه ددغسې فرمايشي او نمايشي لويو جرګو پرېکړې کوم شرعي، حقوقي او ملي مشروعيت لري.

- بېرته شاته