(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهنیزو کتابونودچاپ لپاره دبسپني غوښتنه

ډاکتر ماخان  شینواری  ‏د پښتو نړیوالجالونو، رادیوګانو او نورو خپرونو څخه په هیله، چې د دې په تبلیغ کې به راسره ، زما ‏له خواپه ډېره مننه، مرسته وکړي.‏د ډېرو شمیرپوهنیزو(ریاضیکي) او درې نورو چاپ ته چمتو کتابونو زېری ‎
ګرانو هیوادوالو!‏هغه وخت چې زموږ د ستر پوه(عالم)، سیاستوال، ساستپوه، ادیب، شاعر له ۳۳څخه زیاتو کتابونو د ‏نشریدلو په هکله غونډه جوړه شوې وه، ما هم په هغې غونډه کې د ګډون کولو افتخار درلود، چې په ‏خپله وینا مې د خوښئ د اوښکو سره بدرګه کړه او د پوره د مینې احساساتو راپیرېدلو له امله مې ‏وعده وکړه، چې زه به هم
تر ۱۵شمیرپوهنیز کتابونو لیکل په غاړه واخلم. ما وعده کړې وه، چې دا ‏کار به  په چټکه سرته ورسوم،  خو په دې ترڅ کې ماته له یوې خوا د زړه په سر څلور نلونه ‏‏(بایپاسونه) و تړل شول او له بلې خوا د کتابونو ګڼون یا تعداد راڅخه زیات شو.‏ګرانو هیوادوالو!‏ستاسو ډېروخت نیسم او تاسو ته دا خپل اوس چاپ ته چمتو کتابونه در پیژنم. دا دې په ګوته شوې ‏وي،چې زه باید د کتابونو ټول کار یعنې له لیکنې، ژباړنې تر کمپوز پورې پخپله غاړه واخلم،  چې ‏په دې توګه مې د شوونتوب پولې پورې د ناټیکاوي مخه باید نیولې وي.  ‏د کنابونو لړئ:‏لومړی:  د برینکمن د لیکنو ژباړې لړئ ده.‏اول:   د پنځم ټولګي څخه نیولې تر ۱۳ټولګې زده کوونکو لپاره چمتو شوې کتابونه.
دا ډېره په زړه ‏پورې او غوره لیکنه ده، ټولټال له پنځه لس شوه(۱۵۰۰) څخه زیات دا لوي مخونه لري،چې نږدې ‏‏۲۰۰۰دوه زره مخونو کې به په د رې ټوکه کې چاپ سي.‏دلته د دي متن یا خوندیونه، ډېر تمریونه او د تمرینونو حل ځای نیولی، چې د زده کوونکو، ښوونکو ‏او د نورو مینه والو لپاره د استعمال له امله په زړه پورې باید وي یا دی. دا کتاب د ښوونځیو لپاره د ‏درشي مرستدوی لیکنې په توګه ډېر مهم دی، چې باید زده کوونکي  او ښوونکي هم ورته باید ‏لاسرسی ولري. ‏دوه: ستاتیسکي: دا هم د ښوونځي لپاره په دې موضوع کې غوره لیکنه ده، چې دا هم د خوندیونې یا ‏متن برسیره زیات تمرینونه او حل یې لري.‏درې: د احتمالوالي شمیرنه: دا هم نږدې درې سوه مخونه خوندې لري او د ښووڼځي لپاره چمتو لیکنه ‏ده. دا هم زیا تمرینونه او د هغوي حل خوندې لري.‏همدلته له دې امله د ګرانو لوستونکو څخه هیله:‏که څوک په دولتي اړخ په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت باندې اغیز لرودی شي، باید مرسته ‏وکړي، چې دا کتاب به نږدې درې ټوکه کې د ښوونځیو لپاره د مرستندوی کتاب په څیر چاپ کړي، ‏چې بې پیسو ورته لیکل شوی. دا ډېر ستر کار دی او دا باید زموږ ځوانانو ته په هرډول چې وي ‏وړاندې شي.
دې ته بیا ګوته نیسم، چې دا لیکنه او د دې ژباړه ډېره غوره اواړین د کار ده، نو ستاسو ‏څخه بیا د پوره ملاتړ په هیله. ‏په همدې ډول ، لکه پورته لیکنه، د ستاتیستیک او احتمالوالي شمیرنې لیکنې هم دي. ‏باور وکړئ، چې د دې پورته درې لیکنو چاپیدل د دولت له خوا ډېر لړین دي، چې بیاد دا په غاړه ‏واخلي.‏دویم: د پوهنتون لپاره :‏‏   لاندې کتابونه د ستوتګارت د پوهنتون د سمستري درس لپاره چمتو شوي، چې هر یو یې د یوه ‏سمستر په درس کې تدریس کیږي.  دا ټول هغه د پروفیسورانو څخه راټول شوي موضا ت خوندي ‏لري او له بلې خوا د اولم او شتوتګارت د رسمي کلتوري څاګو څخه هم ملاتړ شوي.  ‏‏۱ . کرښیز الجبر‏۲ . کرښیز الجبر بل واریانت‏۳. وکتور فضا‏۴ .  بنسټیزه شمیرپوهنه‏۵.  فنکشنل انالیزې‏۶.  د فرمولونو ټولګه‏۷ . انالیزې د یوې متحولې  یا اوښتونې سره‏۸انالیوزې له د وه متحولو  یا اووښتونو سره.‏‏۹. د ګڼونو تیورې  یا ګڼونتیوري .‏‏۱۰ . د ګروپونو تیوري.‏دریم: زما له خوا راټول سوي یعنې لیکلي کتابونه:‏‏۱. د شمیرپوهنې ستر کتاب شاید په دوه جلده کې چاپ شي، چې نږدې ۱۰۰مخونه به ولري.‏‏۲. ځمککچپوهنه یا هندسه، چې دکتروشمیرنه او نسبت او ناسب به هم خوندي ولري. دا هم پوره ‏ستره لیکنه ده.‏‏۳ . ډېرئ پوهنه یا سټ تیوري‏۴ . د شمیرپوهنې سم اند(منظق)‏‏۵ . الجبر ( ټولیز یا یونیورزال)‏‏۶ . شمیرپوهان‏۷ . ګډوډ شمیرپوهنې څه راټولونې.‏‏۸ . د شمیرپوهنې د پښتو ډکشنري‏۹.
د شمیرپوهنې انګریزي پښتو او هغهورسرهبلدو ناپوهوړو لغاتونو ډکشنري.‏‏۱۰ . د افغانستان په هکله سپینې خبرې‏۱۱.  مختلف مضامین یا د زړه له کومې‏۱۲ . له مجلو  څخه رانیونه. زما لیکنې.‏‏۱۳. د دولسم ټولګي لپاره تمرینونه.‏دریم: دا هم د برینکمن لیکنه ده او متن ، تمرینونه او حل یې خوندي لري درې نور کتابونه دي:‏د پنځم تر ا ووم ټولګي پورې قزیک ژباړل شوی، خو دا به بیا وروسته د نور فزیک سره ګډ چاپیږي ‏او دا زما لخوا د خیره یو بل پل(قدم) اخستل وي، چې یو ستر د فزیک درسي مرستندوی کتاب چاپ ‏شي. ‏پشې مې د اقتصاد لپاره او یوه بله لیکنه په پام کې ده، چې که لوي څښتن راته صحت همداسې راکړ ‏هغه به هم وژباړم.‏ګرانو هیوادوالو!‏د کتابونو ژباړه او لیکنه ما په غاړه اخستې، مککن دد یوه  یا دوه کتابونو د چاپیدل زماکورنئ په تیره ‏بیا زما لور او ځوي په غاړه واخلي، خو دا چې دا ډېر دي، له تاسو هیله کیږي، چې د دې د چاپ ‏امکانات راته برابر کړئ.‏زه ستاسو  دمرستو په هیله او د دې لپاره دا لاندې  په المان کې بانکي نمبره درکوم او د نوروپوښتنو ‏او ملاتړ لپاره زماد برېښنا لیک پته هم مل ده. او په افغانستان کې د تلیفون نمره، چې د ۲۰۱۱نومبر د ۱۵ ‏څخه وروسته به فعال وي.‏دا دې ګرانو  هیوادوالو ته هم په ګوته وي، چې زما ځنو ملګرو په دې هکله مرسته کړې، خو ‏کتابونه خورا زیات دی، چې یو څه به په دې چاپ شي او د ونورو لپاره به ستاسو په ملاتړ ځانونه ‏باوري وګڼم.‏
ستاسو ماخان(میږي(شینواري
-Mail:  [email protected]: (+93)0773138586‎
 
- بېرته شاته