(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبه دانسانيت اوهويت معېار،سره دګډ...

ژبه دانسانيت  او هويت معېار  ،سره دګډ ژوندکولو اوڅښتن پېژندلو وسيله !
ليکونکی : ش . ک .پېښوری
له ټولو لومړی دښاغلي حبيب الله ( غمخور ) خبره« هرڅوک دې ليکنې په خپل نوم وکړي » پرځاې ده .
دووم ـــ راځۍ چې کنځل کو ل  پرېږدو .
درېم ـــ   باېد ځان بلد کړو ، چې : هغه څوک چې ېو څه ليکي ، په هيڅ ډول  دهغې نا سمتوب  نه مني ،هغه همهغه پوهېږي او دا تاوان نه لري .
بل داهم څرګندول غواړم  چې : دجرمني ژبې ستونزې له پښتونه کمې نه دي ، خو ددوې په پرمختګ ېې دکمښت (منفي) اغېزه نه ده کړې . زه په دې اند ېم  چې  : تر څو ېو کس  ېا څېړونکې ډله  په  سانسکرت ، لاتېن ، او عربي پوهـ نه شي پښتو ته ډېر څه نه سي کولی .
دابه غولونکې وي ، چې وواېو چې : ېو څوک دې دخپلې ژبې سره مينه ونه لري .
دپخواني  شوروي اتحاد او د ايران د«توده » ګوند دټولوناوړه هڅو سره سره ېې له پښتنو نه پښتونواله وا نه خستله ، اوپه همدې ډول  په اسلا مي ګوند کې .
دشلمې پېړۍ دفلسفې غوره برخه ( څېړنيزه ـــ شننيره « تحليلي » ) فلسفه وه .
زه په دې هکله په تېروتنه کې له ستر څښتن نه بخښنه غواړم ، او د ېوې پېچلې برخې  ( څښتن «خداې » ) ېادونه کوم .
د « څښتن » ګړ  دهر  د انسان  دپاره  ، دهغه دپوهې  دکچې دپراختېا له مخې ، داسې  لاسبری دی ، چې :  انسان پخپله او هرڅه چې دی ېې  پېژني  ، په هغو کې  ، او له هغو هه خوا (لوړ ،...)  دی  ، موږ ېې له هغه په ټيټو(په قدرتونو)  ، او  ېوازې « ګړ » کې پېژنو او «لمانځنه ـــ ستاېنه » ېې کوو .
د« ګړ » ېا « وی »  ېادونه  په ېوناني فلسفه کې  د(ايډې )په توګه لومړی وار د سکراتس (سقراط ) دشاګرد  پلاتون (افلاتون ) له خوا رامنځ ته شوې .
دسانسکرت دژبې جوړښت د« ګړ » ژوروالی ، له  ېوناني فېلسوفانو سلونه  ــ سلونه کلونه  وراړوي . : دسانسکرت ژبه  دکړو (کولو) له مخې دوه ډوله فعلونه لري ، چې ېو ډول ېې ېوازې دبل  دپاره  ــــ او ډېر ېې هم د څښتن د  (لمانځنې ــ ستاېنې ) دي .
  دشخصي  ضمير  ونه    ېوازې دوه ( زه ، ته ) او  ډېر ېې ( موږ ، تاسو ) لري .
ترې پوهېدل (مطلب ) دادی ، چې : ېوازې  ژبه  ( دشتو  مغزي نيو  او ورکړه)  ده  ، چې د نيچې  (المانی فلسوف ) خبره  ،چې  :   انسان  ېې  له  بې سا (بې روحه ) او ساوالو په پرتله  څو ګامه څښتن ته ور نژدې کړی دی .
زه له(  ۴۰ ) کلونو را هيسې  دژبو دجورښت سه سر او کار لرم . دما دکار  پاېلې  د نورو  سره  سر تر پاېه  توپير   لري  . له همدې وېرې  ېې مډېا ته نه شم ويستلی ، چې خداې دې ېې ونه کړي ، چې  د بې ځاېه  ستونزو سره مخامخ شم .
په نړۍ کې هرڅه  منظم دي  او هر بدلون  په نظم پرمخ ځي .
هره ژبه ( اېن داپريکا دکوهسان ژبه چې دژبې په تړک ، شپېلي ، وږو او سر په ښورولو سره پوهوي ، ېوسستم لري .
ماته داسې څرګنده شوه ، چې پښتانه پوهان اوس  دپښتو په علمي رغونه کې لا پرمخ ځي .
ما هم  دمسلک له مخې نه ، خو د مينې او عقيدې له مخې په دې هکله لږ زړه خوړلی دي .
kitabtoonما ددې زړه خوراک نتجه  په 
نومې انترنتي پاڼه کې خوره  کړې ده . زه  ټولو با احساسه  زورېدلو  ورونو ته په ډاګ واېم چې دتاسو ګوته نيونه  رغوونکې ده ، اوما پوره کوي .
                                                                                                          ستاسو دنظر په هيله 
                                                                                        دتاسو   شينواری ، کابلی ـــ پېښوری
 
- بېرته شاته