(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانان به كله پوه كيږي .؟

 محمدنعيم كاكړ
              دافغانستان دسولى امنيت اوپرمختيادپاره دبون دغونډي څخه نيولي بياتراوسه پوري په وارو وارو نړۍ والى غونډي چي دلوړى كچى غونډي هم وي ترسره شوي خو دبده مرغه ددي څخه څه ترالاسه نه شول ددي سره سره چي دملګرو ملتو په لارښود نه په لويه كچه باندنى ځواكونه افغانستان ته راغلو خو دلس كاله پاته كيدوسره سره په دي هيواد كښې سوله او سوكالى چاونه ليدله بلكى جګړي نوري تودي او زيانونه زيات شول دا ولي؟ په كار دي چي افغانان په دي غور وكړي چي دنړۍ والو داوږ دوهلو ځلو سره سره دا هيواد نه په كراره كيږي كه داعلتونه  ولټول شې اولاري چاري ورته وتراشل شې نو تر ډيره افغانستان ددهغه ناخوالو څخه ځان استلي شې خو څنګه او كله؟ لومړي به افغانان دنورو داغيز وڅخه ځان خلا صوي هغه لاس پوځي چي دنورو دګټو دپاره خپل هيواد خاوروي هغه به افغان دنوم څخه استل وي او هغه باندنيان او ګاو نډيان چي دخپلو ګټو دپاره افغانستان او افغانان اورته ورغورځوي هغه به په ګوته كول وي دافغانستان دتيرو دوديش كلو كښې باندنيانو كومى ناوړه كارونه كړي دي هغه به وولس ته ورښكاره كول وي او دابه هم ليدل په كاردي چي دافغانستان سوكالى او پرمختيااو سوله دچاپه زيان تماميږي دهغه لاس به غوڅ كول وي خودبده مرغه افغانان دنورو دپاره خپل هيواد په داؤلګولى دي كه دوي پخپل سوچ فكر كښې بدلون رانه ولى تر دي به حالات نو ركړكيچن شي  او افغانستان به ويوه داسي كندي ته لويږي چي نوم بى هم پاته نه وي نو هغه ټول پښتون افغان  چي و داسي خبري اوريدوته تيارنه وي او باندنيان هم ودي ته ناست وي او داكار بيرته هم دافغانانو په غولولو كوي نو ددهغه ډول تش په نامه افغانانو سره څه كول په كاردي؟ داپريكړه به هم ټول افغان ملت كوي ځكه چي ديوه وګړي لاس دناسورټپ جوړشي نو دهغه يواځنى علاج د ناسور شوي لاس قطح كول وي كه په يوه كور كښې يو وګړي خپل كور ورانوي يا اور ورته وركوي آياد كور نور غړي به لاس په لاس ورته ناست وي؟ په افغانستان كښې لويه جرګه راروانه ده په كاردي چي دهغه خبره ورته وړاندي شې چي لوئى جرګى كومه پريكړه وكړه حكومت دي په هغه عمل وكړي.
           دافغانستان سوله سو كالى پرمختياپخلپه دافغانانو په لاس كښې ده دوي ته دهغه هر څه په لاس نور باندنيان او ګاونډيان نه شې وركولى دافغانانو دناپو هي اوبى اتفاقى دكبله دنورو ملكو خپل منځني جګړي په افغانستان كښې روانه دي چي دنړۍ په يوه هيواد كښې داسي څه ته ليدل كيږي ځكه چي نور ملكونه لومړي خپلى ګټى څاري بيادنوروسره چل چلاوكوي خو افغانان خپلى ګټى په نورو قربانوي چي ځان او ولس دواړه داورلموته دروي خو اوس دافغانانو او ددوي خپلواكي تر پوښتنى لاندي ده دوي په دي اړه كوم ګام پورته كوي؟ يواځى يوه  ډله او ګونددا ناخوالى دمنځ څخه نه شي وړي ټوله به لاس سره وركوي كه څوك نه دريږي هغه دافغانستان دښمن دىدافغانستان ۳۲كلنه جګړه په رښتياددي هيواد جګړه نه ده بلكى داجګړه دهغه ملكو جګړه ده چي دوي ددي سيمي دقدرتى وركړو څخه واخلى او ياد هغه چاده چا چي داسلام سپيڅلى نوم دخپل وجود او خپلو ګټو دپاره دوخت څخه ګاركړي او ګاره وي يې خوداجګړه ددي كبله وافغانستان ته وغزول شوه چي دافغانستان دهغه وخته څخه څه سياسي او جغرافيائى نظر او وژن نه ووتراشلي او سنجولي ځكه د دوي هدف نه لري نو دچا چي يو هدف نه وي هغه به څنګه ځان ته لاره ټاكى بلكى د دوي هر څه خودرو وو  چي څه د ددي هيواد جغرافيائى جوړښت دي او ددي دڅنګه دګاونډ يانو چي انګريزانو يې بنسټ ايښي وو ناوړه چلن وو چي حكمرانان ودي ته اړ وو چي دګاونډيانو غوښتنى ومنې او خپل هر څه ترپښو لاندي كړي ولكه هغه په هيواد كښې دننه  وو ياد هيواد څخه دباندي چي نن دهغه بې مرامه حكمرانانو كارونه دي چي ټول لراو برورسره مخامخ دي.
                                         دشوروي اتحاد په افغانستان كښې خپلى لښكري د داخل كيدو وروسته داسلام سپيڅلى نوم داسلامى ملكو او دغير اسلامى نړۍ لخوا په دومره ناترسي ګار شو چي ددي ګټى يې واسلامى نړۍ ته لږ او غيراسلامى  نړۍ ته زياته ورسيدي چي ددي څخه څوك ډه ډه نه شې كيدي خو افغانانو څه ترلاسه كړو په لكاؤ ګډوال دخپل هيواد څخه ووتل د هيواد ورانى دملى پوځ دمنځ څخه استل افغانان په دوو ډلو كښې ويشل كيدل چي يو دطالب په نامه وپيژندل شو او بل په غيرطالب ونومول شو چي دباندنيو ځواكونو دڅنګه پخپله دهغه دواړي ډلى افغانان سره وژل كيږي نور څه زيانونه وشو هغه هر ستر ګورته ورڅرګنده دي چي دلته بيانول ګران دي خو چا چي داسلام په سپيڅلى نامه په لكاؤ ګډوال وګاونډ يانو ته په لاس وركړودهغو سره څه وشو هغه هم په هر چا  څرګنددي خو هم په دي اونۍ كښې چي زه په اسلام آباد پنډي كښې وم سهار وختى هغه څوك چي دكورو صفائى كوي چي دلته بهنګى ورته ويل كيږي خپله د لاس ريړي روانه كړي وه چي دڅنګه  يې يوه افغان سپين سري ښځه روانه وه چي دمرداري په ريړي كښې به لاس وهى اوكاغذونه به ځينى رااستل دا ديوې ښځى يا ديوه افغان سره نه كيږي بلكى دپاكستان په زياتره ښارو كښې افغانان دهغه كارونه كوي چي داسي ښكاره كيږي چي افغانان به دهغه چاته چي بهنګيان او مهتر ورته ويل كيږي دهغه چاځائى به ونيسى  چي دځانګړي مذهب اونسل سره اړه لري هم ددي كار دپاره ټاكل شوي دي چيري دهغه مشران چي دنوروباندنيانو دپاره يې دهغه افغانان راكډه كړو كار يې ځينى واخستى او بيايې داسي و غورځول لكه ټشو چي لاس په پاك كړي او بيا يې وغورځوي ددي جواب به څوك وركوي ولى چي دحساب ورځ پاته ده؟
 
د دودايزي لوئى جرګي دومره مخالفت ولي...؟
محمد نعيم كاكړ
            په افغانستان كښې ددو دايزه لويه جرګى د چارشنبى په ورځ څخه پيل شوه  چي دوه ټكى ايجنډا لري لومړى دامريكا سره اسټراټجيك تړون خبري وشې او دويم په افغانستان كښې دبشپړه سوله راشى او داسي لاري چاري وتراشل شې چي د ۳۲كلو څخه  روانه جګړه وپائى ته ورسيږي په دي لويه جرګه كښې تر دوه زره زياته استاځي دهيواد دګوټ  ګوټ  څخه  راغلى دي او په دهغه دوه ټكى ايجنډباندى خبر اتري كوي لويه جرګه كښې چي سپين ږيري مخور دينى پوهان پخوانى جهادي مشران دمدنى ټولنى استاځى دپارليمان غړى او دښځويو لوئى شمير هم ګډون پكښې لري دوي پخپلو كښې ۴۰ كميټى جوړي كړي دي او دوي په دهغه كميټو كښې جلا جلا غور كوي چي هر كميټى يو مشراو يو سكيټر لري چي ددي لاري دوي وكولى شي چي د دهغه كميټو دلاري خپل نظر و او روي او ولوئى غونډي ته وړاندى كړي ددهغه څلويښت كميټو وړاند يځونه به سره راټو ليږي او بيا به دخالى په ورځ(نن) د جرګى په تالار كښې به ددوه زره زياته استاځوو مخ ته وړاندي كړل شې او وروسته بڼه به وركول كيږي چي بيا به ولسمشر حامدكرزئى خپله وروستى وينا به ګډون والو ته واوروي تاريخ  داښوولى ده چي جرګه دافغانانو دپاره ډير ارزښت لري او ددي جرګه دلاري افغانانو ډيري ګرانى او پيچلى لانجى اواري كړي دي ولكه كه هغه باندنى لانجى وي او ياكه كورنى او دافغانستان تاريخ د داسي ارزښتونو څخه ډك دي چي هر وخت افغانان دلانجو سره مخامخ شوي دى دوي دا اوسنى جرګى وارو جرګى راغوښتى او خپلى لانجى يې اواري كړي دي.
                            افغانستان چي د اوخت د ډيرو ناخوالو اولانجو سره مخامخ دي و داسي جرګى ته اړتياوه نو ځكه دا اوسنى جرګه راغوښتل شوي ده ددي سره سره چي ګاونډيانو په  باندنيو هيوادو كښې ميشته مخالفينو او پخپله په افغانستان كښې دننه افغانانو چي په حكومت كښې هم شتون لري ددي جرګى سره كلك مخالف ښو ولى وو او په افغانستان كښې دننه چي ځان د دولت اپوزيشون ګڼې خو په دولت كښى د دوي برخه تر نورولږ نه  ده دوي هم خپل كلك مخالفت كړي وو طالبان چي د دوي درك و چاته څرګندنه دي دوي خبر داري وركړي وو چي دوي به دهغه جرګه سره ګډو ډه كړي په بله ماناويني به پكښې وبېوي وځان ته دطالبانو ويان ويونكى دهغه خبردار ي په ډير زوو نړۍ والوته اورولي وو آن داچي د دوي په نامه په روانه لويه جرګه دوه توغندي هم وتوغول شول خو دخيره سره هغه ددوي هدف ته ونه رسيدو خبره او پوښتنه دار او لاريږي چي دهغه او به او اور څنګه سره يو ځائى شول چي دوي په ګډه دروانى جرګه مخالفت په يوه وارسره وكړي داځان ته  بيل مجلس دي كه وخت وو په دي به بيا خبري وشي
                  د درو  ورځو دجرګى دغونډو او د دوي دخبرواترو څخه داڅرګنده شو چي افغانان په حسيت ديوه ملت دوي په هره بيه په خپل هيواد كښې سوله او امنيت غواړي كه دافغانانو ترټو لو لوئى دښمن هم ودوي ته د اباور  و ركړي چي سوله به ورته راولي دهغه ټول افغانان كه هغه په لركښې پراته دي او كه په بر كښې دوي به په دهغه لوئى دښمن پسې شې كه څه هم دښمنان په افغانستان كښې نه سوله راوستل غواړي نه د دوي مخه سوله ده. خو افغانان د ۳۲دپريديود جګرو څخه دومره ستړي شوي دي او دومره مالى او ځائى زيانونه او بى ارزي يې وړى دي چي په تاريخ كښې ډير لږ ساري ليدل كيږي خو داخبره هم په يادكښې ساتل په كار ده چي سوله او امنيت دلراوبر افغان لومړى غوښتنه ده او داكار يواځى هم دوي كولى شى د باندنيانو  په هيله دي نور ورانى نه كوي؟
                 په كار دي چي ددي جرګى دنني حالاتو هر سړي ځان خبر كړي چي دافغانانو غوښتنه څه ده؟  هر هغه څوك چي ددي هيواد او ددي ملت ښيګڼه غواړي هغه دي دولس وغوښتنو ته سرټيټ كړي ځكه چي وخت مخ په وړاندي روان دي ارتقاء روانه ده نن چي څه دي هغه سبا نشته او هغه ملتونه په نړۍ كښې خپل شتون ساتلي شي چي هغه دنړۍ والو سره ګام په ګام او وږه په  وږه روان وي خو خپلى ملي ګټى يې په نظر كښې وي نو دوي كولى شې چي  پنځه  خپلى غوښتنى په نور و ومني او پنځه دنورو د  ومني هم ود هغه ته سياست ويل كيږى خوكه څوك وديوال ته سره ونيسي نو به  دسردماتيدو په چپه بل څه ترلاسه نه كړي دوديش كاله دهغه خوار  ولس كه هغه په لر كښې دي او كه هغه په بركښې دي دنورو دجګړو څخه ددي په چيه بل څه ترلاسه كړو بيله ددي چي دسر سړي دلاسه وركړي ولس و وژل شي اوبى ناموسه شې او دنورو ملكو خاوري په سرباد كړي يا دنورو چي پخپله مهتران دي ددوي مهتران شې دهيواد هر څه يې وران شي او په حيث ديوه ملت دوي دنورو په اسره كښينې په كار دي چي يو دبل مجبوري ځان ته څرګندي كړي او خپل غم دخپل سره ګډ كړي او په ګډه په يوه ټغر سره راټول شې او يوه كړنلاره ځان ته وټاكى اسلام هم موږ ته دالارښوونه كړي ده او افغانيت هم داښووله ده چي پخپلو كښې مشوري وكړي پخپلو كښې جرګى وګړي او پخپله ځان ته لاره پيدا كړي نورو موږ ته هيڅ نه راكوي خو كه بيا هم موږ سترګى پټى كړي دي نو لوئى څښتن (ج) دي په موږ رحم وكړي خو لوئى څښتن هم د حركت لارښودنه د پوهى لارښودنه دولس دښيګڼى حكم كوي.
              روانه جرګه چي هر څه ده په دي موږ خبره نه كوو خو داسلام او افغانيت په رڼا كښې كه موږ ورته وګورو نودا يو ښه عمل دي دلراوبر څخه تر دوه نيم زره پورى افغانان سره يوځائى شول دوي دولس  ږغ  ددي جرګى دلاري وخپلو چارواكو ته ورسوي ولكه هغه مخالفت وي ونړۍ والو ته داڅرګنده كړه چي افغانان داسي دود لري چي په يوه ټغر سره راټوليږي خپل وړانديځ بيله دويري ونورو هيواد والوته  ايږ دي څونى به ښه وي چي هغه چا چي  ددي جرګى سره مخالفت ښكاره كړي دي چي يا خو دوي په دي جرګي كښې برخه لرلي وي  خپل دريځ يې ولوئى جرګى ته وړاندى كړي وي او كه داهم نه وي كرار چري چي ناست وو هم الته پاته شوي وي خوداګواښ يې نه وي كړي چي دوي به جرګه سره ګډو ډه كړي يادا چي ويني به په جرګه كښې وبېوي چي هغه هم د دوي په نامه ددووتو غنديو په بڼه وشو خوپوښتنه داده كه دهغه دوي توغندي لګيدلى هم وي نو څوك چي وژل شوي او ژوبل وى هغه به څوك وي؟
 
- بېرته شاته