(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تيراه د غرونو سندرغاړې صادق افريدي سره مرکه

مرکه کونکې  فيروز اپريدي
چرته چې د تيراه په لوړو لوړو غرونو ،اوږدو پلنو کسونو کښې يخ يخ موسمونه شنې او د ګلونو ډکې خائيسته ګل درې،لوړې دنګې د نښترو لمنزو ،څيړو او چنارونو غوزانو ونې بوټې،ګور ځنګلونه او د يخو سړو اوبو چينې بهيږي ،هلته د خلکو په مينځ کښې د هغوئ څه ښه او بد دودونو،روايتونو او دستورونه هم نسل درنسل راروان دي ، د سوونو کالو بد رويات دښمنۍ هم پالي ،او د ځينې نشئ شيانو کر کرونده لکه بنګ افيون هم پکښې کيږي.
د لرګو،لاړو، بارګو تيرونو او تمبو خرڅولو رواياتي کاروبارونه هم پکښې کږي ، د څاروو پالنه، او څه لږه ډيره کر کرونده پکښې هم په ځينې ځينې ځائيونو کښې کيږي خو زياتره برخه ئې غريئيزه ده، نو اکثر د خواراکي موادو کمې د پيښور کوهاټ او ورسره تړلي ملحقه سيمو نه پوره کوي
په دې ترهيدلي او د يري خوف ليکن انتهائي ښکلې او ګلورينه فضا کښې کله کله د يا قربان ،يکه زار او د غريزه سندرو اهنګونه او د ډوٰل سرنا سردونه هم راپورته کيږې چې د خلکو په ودونو او محفلونو کښې د واورينو چپو وهلي زړونه ګرموي او د ځنګل په قانون کښې کله کله د مينې ، محبت ، سولي او د امن پيغام ورکوي.
کاش چې په دې خاوره د سرونو ، اهنګونو او منيې او سولې پيغام خورونکو غلبه وئ او د بارودو لوګي او بمونو درازه پکښې ورکه شوې وئ.
هم په دغه د امن او مينې پيغام خورونکيو په کورنيو دوه کورنئ ډيرې مشهورې دي چې د خيبر اورکزئ،او کرمې ايجنسئ د شينوارو،افريدو اوکزو څوکنو بنګشو او خټکو نه علاوه د پېښور په سيمه هم ښه شهرت لري.
اولنئ کورنئ د مشهور سندرغاړې پرائيډ اف پرفارمنس ښاغلې خيال محمد صيب ده چې د ملک دينو خيلو افريدو قبيلې سره تعلق لري او د د چورې اوسيدونکي دي چې ډير پخوا د خيال محمد پلار مرحوم پېښور ته منتقل شوي دي.
د خيال محمد په خاندان کښې د هغه ځامن انور خيال او وصال خيال نوموړي سندرغاړي دي.
دوئيمه کورنۍ هم د سوونو کالو راهسې په دې خاوره د ژبې او موسيقئ خدمت کوي چې د ارواښاد دوران په خاندان مشهور دے..د دې کورنۍ معلوم مشر ارواښاد دوران يو شاګرد ارواښاد زاخيل چا چې نړيوال شهرت موندلي دے . د لر او بر دغه وتلې موسيقار په هند کښي د موسيقئ په سيالئ په بانډار کښې هم د دوران نه زده کړې يوه تيراه والا غريزې سندرې په سرونو ستره جائيزه ګټلې وه
د ارواښاد دوران نه وروستو د هغه په خاندان کښې استاذ کالام ،غالب، کابل جان،او کلا مشهور سندرغارې تير شوي دي او ځني له تر اوسه د فن او موسيقئ روزن کوي.
د دې خاندان نور مشهورو سندرغاړو کښې د نن وخت ،صادق افريدي ،سرفراز، شان خيل،اشرف ګلزار،جمشيد او الياس نومونه شامل دي.
د صادق اپريدي په نوم يو خوش شکله او خوش اوازه فنکار 1982 کښې د حاجي نواز علي په کور کښې سترګې غړولې دي
صادق افريدې په قام اکاخيل افريدې دے او د دوئي خاندان د کوم چې بره ذکر وشو د سوونوکالو راهسې د موسيقئ د فن سره وابسته د دې خاورې د خلکو ،ژبې او موسيقئ خدمت کوي.
صادق افريد ې تيرو ورځو کښې د پاک پښتو ادبي ټولنې دوحه قطر د سلور جوبلي دستورې‌ د لمنځلو د پاره په خصوصې دعوت قطر ته رابللې شوې وو .چرته چې هغه د پاکستان سفارتخانې په لوئي هال کښې د موسيقئ په يو خوندور بانډار کښې د خپل فن مظاهره وکړه ، او په قطر کښې ميشت پښتنو زړونه او ذهنونه ئې په خپل خوږ اواز او خوږو سندرو ګرم کړل.
په مختلفو محفلونو او ودونو کښې ئې توده برخه واخيسته ، چې يقينا د مسافرو پښتنو زړونه، او سماعتونه ئې د موسيقئ په سرونو او په خپل خوږ اواز خواږه کړل او محسور کړل.
مونږ د پېښور انټرنشنل مجلې د پاره د صادق افريدي سره خصوصي مرکه کړې ده چې ستاسو په خدمت کښې ئې وړاندې کوو
پېښور:
قطر ته هر کله راشې او لوئي اختر دې څنګه تير شو؟
زه ستاسو ډير شکر ګزار يم چې په دوئيم ځل مو قطر ته راوبللم او ستاسو سره دغه محفلونه او د اختر دا خوشحالئ زما د ژوند لويه او قيمتي اثاثه ده.

پېښور انټرنشنل:
تاسو په کوم سن کښې زيږدلي ئې او په دې فن موسيقئ کښې ستاسو څومره وخت کيږي

صادق افريدي :زه په کال 1982 کښې پيدا شوې يم او د ديارلسوکالو په عمر کښې د موسيقئ د فن سره اشنا شوې يم . د تيرو 15 کالو راهسې د دې فن سره وابسته يم.

پېښور انټرنشنل:

تاسو د موسيقئ زدکړې د کومو استاذانونه کړي دي.؟

صادق افريدي: ما د خپلو مشرانو نه علاوه د کابل جان استاذ،ماسټر علي حيدر ،سيف الله خان استاذ او استاذ نذير ګل نه د موسيقئ زدکړې کړې دي.

پېښور انټرنشنل: تر اوسه پورې ستاسو څومره کيسټونه البمونه مارکيټ ته راغلي دي؟

صادق افريدي: تر اوسه پورې زما پينځه څلويښت البمونه خوندي شوي او خپاره شوي دي.

د دې نه علاوه په ستېج،ټي وي ريډيو او پرائويټ محفلونو او ودونو کښې بې شميره سندرې وئيلي دي.

پېښور انټرنشنل:
کومو ځائيونو کښې مې د خپل فن مظاهره کړې ده

صادق افريدي :
ما په پاکستان کښې کراچئ کوئيټه او پښتونخوا کښې په هر ځائي کښې په بانډارونه کښې برخه اخيستې ده او د پښتونخؤا او پاکستان نه بهر په افغآنستان ،قطر،دوبئ بحرين او سلطنت عمان کښې هم د خپل فن مظاهره کړې ده.

پېښور انټرنشنل:
ستاسو په موسيقئ کښې کوم طرز موسيقي خوښيږي؟

صادق افريدي:

زه يو کسبي سندرغاړې يم او کسبي سندړغاړي بائيد خپله زده کړه د موسيقئ په هر صنف کښې وکړي.
په خپله زما کلاسيکل موسيقي ډيره خوښيږي.
بيا په لر او بر کښې کښې مروجه موسيقي کومه کښې چې غزل،چاربيته ،لوبه،نيمکئ،داستان،ټپې ،لنډئ او اولسي سندرې هم خوښوم .زاړه سازونه او د موسيقئ په الاتو کښې مې هارمونيم او رباب د خوښي ساز غږونکي الات دي.

پېښور انټرنشنل:
کوم کوم مشران سندرغاړي مو خوښيږي؟
صادق افريدي :
ټول په خپل ځائي ډير ښۀ دي خو د خيال محمد صيب خپل مقام دے
په ځوانانو سندرغاړو کښې مې بريالې صمدي ډير خوښ دے

او په موسيقارانو کښې ماسټر علي حيدر او ماس خان خوښ دي

صاحب ګل او نذيرګل استاذ هم ښه موسيقاران دي.

په شاعرانو کښې مې د خاطر افريدي ،خيبر افريدي او حمزه بابا شاعري ډيره خوښيږي.

د دې نه علاوه زما مشهوره سندره د برات خآن شاعري کلام
کومه چې د ټولو نه اول ما وئيلې ده

عجيبه غوندې قانون دې ستا د کلي
دلته خلــــــــــق عاشقان په کاڼو ولي
هم ډيره خوښيږي

د حشمت ما سره به کړې په افريدو جرګه او دغه شان د بسمل کاکاخېل سندرې مې هم وئيلي دي.
پېښور انټرنشنل:
نوي د موسقئ اوزار يا نوي کپميوټري سندرغآړو په حکله تاسو څه وائيٰ؟

صادق افريدي:
نوي اوزار يا د موسيقئ الات مې نه خوښيږي دا زاړه اوزار د سوونو کالو راهسې راروان دي او نوې نوې الاتو وخت په وخت پکښې ځائي نيولې دے

کيدې شي دا نوي اوزار څه وخت پس په نوي نسلونو کښې مقبول شي او خپل ځائي ونيسي.

پاتې شوه د نوو شوقيه سندرغاړو خبره نو موسيقي يو فل ټايم کار دے او د دې سره چې تر کومه پورې ټوله کورنئ د دې کسب سره نه وي تړلې شوې تر هغې دا مخکښې نه شي تللې.

په شوقيه فنکارانو کښې به ښۀ ښۀ سندرغاړي پيدا کيږي خو څه وخت پس ئې د څه مجبورو له کبله پريږدي
زما خپل فکر دا دے چې دا کار د کسبه فنکارانو دے چې ورسره ئې رزق هم تړلې دے او ټوله کورنۍ ورپوې اړه لري.

نو دا نوي شوقيه فنکاران د هوا چپې دي راغلې موسم ئې يخ ګرم کړو او تيرې به شي، زه فکر نه کوم چې دا به تر ډير وخت پورې وچليږي.

پېښور انټرنشنل:
موجوده حالاتو په فن او هنر څۀ اثر غورزولې دے.؟

صادق افريدي :
موجوده حالاتو په فن څه چې د ژوند په هر ډګر ئې تباهي راوستلې ده.که د پښتنو غريبانا نو د بهر هيواد دا کارونه او مزدورئ نه وئ نو اوسه پورې به مونږ ټول د لوږي مړه وئ
د دوئي له برکته فنکار غريب له هم څه نوړئ نيمه ورسيږي ګني په خپل وطن کښې خو اوس په خپلو کورونو کښې هم خلک محفوظ نه دي.
پاتې شول په حجرو او ودونو کښې د موسيقئ پروګرامونه کو ل.
الله دې امن راولي او يو ځل بيا دې خدائي پاک د پښتنو په وطن کښې د خوشحالو زيري راوړي.

پېښور انټرنشنل:
ستاسو راروان نسل کښې څوک سندرې وائي؟

صادق افريدي:‌زما کشر ورو جمشيد ماشاالله ښه سندر غاړې دے او زما بچې اوس ډير ماشوم دے نو ګورو به چې څه کيږي ځکه چې په دې حالاتو کښې چې سړې تر خپل طبيعي عمر پورې ژوندې پاتې شي نو دا به هم لوئي نعمت وي.

پېښور انټرنشنل:
ستاسو څه پيغآم

صادق افريدي :
زما پيغآم د مينې او سولي د ودې د پاره دے
زمونږ په وطن که امن وي نو مونږ به هم ژوندي وو او هم به په خپلو اوريدونکو خوشحالئ ويشو، او که امن نه وي نو خوشحالئ ويشل خو لويه خبره ده د ژوند ريښې به موهم ترمي ترمې شي.
په اخېر کښې د قطر پښتنو او د پاک پښتو ادبي ټولنې ټولو مشرانو تاسو(فيروز افريدي( امت حسن بنګش،وزيربادشاه جانان، اسلم صادق حليم بهائي او ټولو ملګرو دوستانو ډير شکر ګزار يم او ستاسو د مجلې او ويبپاڼې هم چې زما دغه انټريوو مو واخيسته او د خپرولو هڅه مو وکړه

کور مو ودان
- بېرته شاته