(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسميع الدين افغاني دريمه شعرې ټولګه

 
داغلي زړونه» »
 
دکتاب پیژندنه
------------------------------
 
د کتاب نوم  :                     داغلي زړونه
لیکنه            :                      سمیع الدین افغاني
د چاپ کال  :                    ۱۳۵٩ ه ش ۲۰۱۱ م
خپرندوی :                          افغان ننګ ويب پاڼه
کمپوز او ډيزاین :           اجمل اکبري
دچاپ ځاي:                                  د حق د لارې کلتوري ټولنه
E-Mail :[email protected]
 
 د افغان ننګ د ښکلې پانې  د قدر وړکارکونکو په خاصه توګه د اجمل اکبري صيب نه د کتاب د خپرولو او ډيزاين نه يوه نړي مننه ، کور مو ودان ٠
سميع الدين افغاني
 
 
 
 
 
خپلې خبرې

پــــه وطـــن موجوړماتم دی          تــورتمونو کې مو شپې دي
دا د کـــــوم ظــــــــالم له لاسه      چې ظلونو کې مو شپې دي
محترمو لوستونکو ! 
که دنړۍ تاريخ ته ځير شو ، يو شمير شتمنو هيوادونوددې پر ځای چې دبشر او انسا نيت د خير او فلاح لپاره کوشش اوهاند کړای وای اوانساني ټولنه يې د فقر ، بدبختۍ ،وحشت ، اوبې عدالتي څخه ژغورلې وای برعکس دې هيوادونو دخپلو مادي او معنوي ګټو د خـــوندي کولو په مقصد د ميلنونو انسانانو  ژوند  د مرګ ژوبلې او بدبختۍ سره مخامخ کړ ی  او پدې ترتيب ېې په مستقيم يا سياسي ډول نور هيوادونه تر خپل ولکې لاندې راوستلي او دهغوملکونو دارايي  يې غصب  او وګړي يې  خپل غلامان ګرزولي دی ٠
 
زموږ ګران هيواد افغانستان چې هم د تاريخ په اوږدو کې دداسې شومو اهدافو قرباني ګرځيدلی دی  ،د کلونو کلونو راهيسې ېې زموږ خلک  دنابـــودۍ کندې ته غورزولي  او زموږ  هيوادوالو د خپل دنجات او انساني ژونداو تاريخ  دبقا پـــه هيله   د پردیــو زورواکانـوسره لاس او ګريبان او د خپلې خاورې څخه په میړا نې دفاع اوساتنه کړې ده ٠
 
نن سبا کومه  جګړه چې زموږ په خلکوتحميل شوې  ده  زموږ   ډير بې ګناه هيواد وال يې د مرګ او بدبختيو سره  مخ کړي او که  د هيواد هر وګــړي د ژوند تاريخ وسپړل شي ،درد ، غم او مشکلاتو څخه بغير هيڅکله هم د يـــو ارام  او متمئن ژوند  څخه نـــدي بهرمند شوي او  زړونـه يي د داسې ناکردو څخه هميش دردولي اوداغلي دي٠
 
داغلي زړونه زما دغه شعرې ټولګه هم زموږ  د هيوادوالو د داغلي زړونو،  هيلو او ارمانونو يوه وړه شانې بيلګه ده  چې  د ادب  مينه والواو درنو لوستونکوته يې په درنښت وړ انديې کوم هيله مند يم چې ددوستانو دپا ملرنې وړوګرځي٠
 
بايديادونه وکړم چې پدغې شعري ټولګې   دهيواد    نامتو علمي  شخصیت  ښاغلي  څېړندوی حبيب الله رفيع  صیب پیزوینه کړې  او یوه ښکلې سریزه   یې پرې   لیکلې ده چې درفيع  صیب  څخه د زړه د کومې مننه کوم چې  د ډیرو بوختیاووتر څنګ یې  ددې  ټولګې په اړه خپل نظر څرګند کړی دی ٠
ښاغلی څېړندوی حبيب الله رفيع  صیب ته د اوږد ژوند او دښه صحت هیله  دلوی خدای ددربار څخه کوم٠
 
همدارنګه پدغې شعري ټولګې  پيژندل شوې ليکوالې اوشاعرې ،اغلې زرلښت حفيظ چې زموږ د هيواد د ښځود نهضت يوه با تور ه  او پـــه هيواد مينه شاعره اوليکواله ده يوه ښکلې سريــزه ليکلې  چې دمننې تر څنګ هغې تـــه  زموږ د هيواد د ښځو د نهضت د ېـــوې فعالې مبارزېې، ليکوالې او شاعرې په تو ګه د لابرياووهيله کوم٠
 
په پای کې لازمه ګڼم د هغه دوستانو څخه چې ددغې شعري ټولګې په راټولولو ،ډيزاين او چاپ کې له ما سره مرسته کړې  هم مننه او يادونه وکړم٠ د دوستانو د رغنده نظريو او وړانديزونو په هيله ٠
 
په ډيره مينه
سميع الدين افغاني
 
 
سريزه
دا عادت دی چې له درده زګيروي خېژي
ګڼه څه وو د رحمان له شاعرۍ
”رحمان بابا“
ښاغلی سميع الدين افغاني همداسې دردېدلی او ځورېدلی افغان دی چې د ده د نوې ځوانۍ په تاند پسرلي کې د ده هيواد د پرديو د ګوليو د ږليو ښکار شو او د د ه آرام او د بشپړ امنيت په غېږه کې اوسېدلی ملت د نا آرامۍ او جګړو غېږې ته ولوېد او راز راز بدبختيو او بدمرغيو دې هيواد او دې ملت ته خولې خلاصې کړې.
د همدې تودوجګړو پر وخت دی د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر لاړ، په دې هيله چې مسلکي زده کړې وکړي او بيا د هيواد د آرامۍ او د خپل اولس د هوسايۍ په لاره کې خدمت وکړي خو چې بېرته راستون شو جګړې نورې هم خونړۍ شوې او د هيواد نا آرامۍ نورې هم زياتې شوې وې.
افغاني دراک، حساس او دردمند افغان ؤ دې ټولو پېښو يې په زړه او ضمير، په وجدان او احساس ژور اغېز کاوه او د ده دردونه يې زياتول تر دې چې د دې پېښو توپاني سيلاب دی هم ورسره واخيست او د مهاجرت په بې سره او بې لوري کاروان کې يې المان ته ورساوه.
د هيواد او د ده د ملي ژوند دا ټول دردونه ډېر درانه شول، د ده په حساس احساس يې فشار راوړ، له زغمه يې ووتل، زګيروي شول او دا زګيروي يې د شعر په بڼه له خولې راووتل او په دې ترتيب يې د دردمن او ويرمن شعر لړۍ راپيل شوه.
ښاغلي سميع الدين افغاني د خپل ژوند هرې خوا ته متوجه شو او د هيواد د دردونو او غمونو په هره برخه يې رڼا واچوله او په شعر کې يې انځور کړې. ده د خپلې طبعې څپانده شعري چينه همداسې طبيعي وساتله او له دې چينې نه لاس ته راغلې شعري څاڅکي يې په همهغه بڼه د کاغذ مخ ته ورسول او خپل شعرونه يې بې ساخته باخته په بېلابېلو ټولګو کې تنظيم کړل او موږ ته يې راورسول.
د ده شعرونه د ده دردمنو هېوادوالو په مينه واوريدل او افغاني هنرمندانو د ساز له څپو سره مله کړل.
د افغاني صاحب په شعرونو کې له اجتماعي دردونو سره سره د مينې سويې نغمې هم شته او د سوي هيواد رنګين يادونه هم او له دې سره د ده په شاعرۍ کې د ادبي رنګينيو پر ځای د هدف بيانولو ته زياته توجه شوې او د خپل زړه رازونه يې د رمزونو له پوښ نه بهر په صراحت او څرګندو لفظونو بيان کړي دي. ښاغلی افغاني له هيواده ليرې خو د هيواد يادونو له هيواد سره نژدې ساتلی او د هغه ظالمانو په لټه دی چې زموږ پر وطن يې ماتم راوستی دی:
په وطن موجوړ ماتم دی
تورتمونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
***
ګران وطن راته سور اور شو
د دوزخ لمبې ترې خېژي
بل محشر ته حاجت نشته
قيامتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
***
له دې سره زه  خپلې خبرې رانغاړم، افغاني صاحب ته د ژوند کاميابۍ اوکامرانۍ غواړم .
په درنښت
څېړندوی حبيب الله رفيع
کابل، درېم پروان
۲۰/ ۲ / ۱۳۹۰
 
 
داغلي زړونه
درنو او محترمو لوستونکو ! 
 ښاغلی سميع الدين افغاني په وطن مين دسولې،صميميت ،پـرګنو اودحالاتوترجمان  دهيوادهغه پيژندل شوی شاعر اوليکوال دی چې شعرونه يې دهيواددخوږ ژبوهنرمندانوله ژبۍڅخه نيولی بيادښارنو ،کليوبانډواوسیدنکو،ځوانــانواوماشومانوله ژبونه هم دسندروپه بڼه اوريدل کيږي۰
 
ښاغلی سميع الدين افغاني دهيوادنه لـری دپرديسی شپې سباکوي هغه  نه يواځې يو ولسي شاعر دی بلکې ښه نثر ليکونکی هم دی۰
 
«داغلي زړونه  » د افغاني صيب  هغه نوې شعري ټولګه ده چې د درد يدلو  زړونوهيلی اوخبري په کې انځوراوراټولې  شوی ،دغه شعري ټولګه  که له يوې خواخلک دهيوادپالنۍ روحي ته رابولي دبلې خوا دهغه دترخــو حقايقوڅخه پــرده پـــورتــه کوي چـې دجنګ پــه دريوو لسيزوکې هيوادوال څنګه او ولې د دې غميزو ښکارګـــرزيدلي دي۰
 دا ليکنه اومجموعه دجنګ دتـرخــــوحقايقوتــــرڅنګ ديـــوې خوږۍ کليوالي  مينې  هنداره هم ده چې د شاعر دزړه اواز، رازونه ،سوزونه ،حقايق،دټولنۍ اوخلکو فلکوريک ژوندد حکايتونوبيلګۍ په کې  په سترګو کوي ۰
 
په دغه شعري  ټولګه  کې شاعريوخواته دجنګ په غميزواوبل خواته ديوې خوږې مينې خاطرې څخه پــرده پورته کـــوي چې دشاعر دژوند د مختلفوحالاتو ترتاثيرلاندی دمينې دولولو نه ډک اشعار اوغزلونه يي دهرمين  زړه د مينې احساس راپاروي۰
دشاعرپه شعرونوکې دکليوالي ماحول اثراو دافغان ګډوالودپرديسی  ژوندانځورونه اودخپل هيواد سره ژوره مينه ، دهيوادجګړه ايزماحول اوروانوحالاتو باندی کله په پسته اوکله هم په ځيږه  ژبه ليکنیدشاعر هنر بيانوي ۰
د  افغاني صيب په شعرونــوکې هــم سوز شته او هم ساز کله چــــې دهغه  حماسي اواجتماعی شعرونــــه ولولونوشاعرپـــه هيوادکــــې دجنګ په غميزوباندې ډيرغمجن ښکاري،لکه دسنګر يوزړه ورسپاهي دناخوالو په مقابل کې دريږي اود هيوادوالــــودروا حقوقـــو څخه په ميړانه دفاع کوي  په دی توګه په ډيره زړورتيا د نــړۍ بشرپالو اوخیرخواه انسانانوته دنيوکې ګوته نيسي اووايي :
دنـــــــــــــیا ټـــوله راته خاندي
موږ په چیغو چـــــــــیغو ژاړو
څه سپین سترګې دنیاګۍ ده
سیاستونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
 
بل ځای کې  شاعر بيا دخپل دژوند دخاطراتو څخه ديوې خوږې مينې لحظی لکه هنداره ترسترګو تيروي لکه دا خيالي نظم   :   
يــو ګلابــــي رنـــګين څپه
يــــوه شيبــه يــــوه لـــمحه
د ژونديــوښکلې خـاطـره
د خـــوږې ميـنـې تــــرانــه
 
هــــغه د يـــار خواږه کتــــل
په ګلابــــي شــــونډو خندل
ســـره اننګي چــــپه کـاکل
هـــغه  سئتونـــه يــــارانـــه
   دشاعر په تخيل کې دهنر دګلبڼ نه ډيرښايسته ګلان ترسترګو کيږي ، شاعــرسره د هنر ښاپيرۍ تــــر ډيره حـــده بريالې سفر لري، دښاغلی  افغاني په شاعري کې دهنردښکلاګانوډيری بيلګۍ ليدل کيږي چې دپرديسي ژوندتيری خاطرۍ اويادونه ورته يوپه يو په سترګه کوي، جلا وطن شاعر دزرهاوپرديسو افغانانو دخولۍ نه داسی ليکي :
 
مونږ ته مـــــــــو خپــل دکلې لار ياديږي
ز مونږ سپرلي مـــــــــونږ ته بهار ياديږي
 
زه  خپله ليکنه د افغاني صيب په دا څلوريځه ختمومه چې وايي:
زړونـــوتــــه لارلــــري د زړه خــــبرې
عـــزت ، وقـــار لــــرې د زړه خــــبرې
چـې په ريښتا سره ژونــــدن تيروي
لــوړ اعتــــبار لــــري د زړه خــــبرې
زه پدې باورم يمه چې دا شعرونه به ډيرو زړونو ته لار پيدا کړي په همدې هيله  تاسي را بولمه د دغې ښکلې شعــري ټولګې   لوستلو 
 ته، د افغاني صيب  د لابرياووپه هيله۰
د خورولې په مينه
زرلښته حفيظبشريار-کانادا
م .کال    ١٤٢  -  ٢٠١١
 
زه دویم یم
پر کتابونو سریزی مقدمی او تبصری یو وخت زیات مود وو هر شاعر او لیکوال به کوشش کوه چی پر خپلو اثا رو دلویو لیکوالو او پو هانو نظرونه ولری کله کله به داسی هم کیدل چی لیکوال ددغو مقدمو او سریزو له کبله خپلو اثارو ته پر خورا مهمه ستر ګه کتل معمولا مقدمه به داسی وه چی پر هغی کی به دیوه ادبی اثر لنډیز وړاندی کیده او لوستونکی ژر داثر پر منځ پانګه پو هیدلو.کله چی پر کابل کی دشپږمی لسیزی اثار ګورونو پر هر یوه ادبی اثر دډیرو لیکوالو او پوهانو سریزی خپری شوی دی دا یو ډول مود وو هر لیکوال کوشش کولو چی پر خپلو اثارو دډیر پوهانو سریزی ولری کله چی ددغو اثارو سریزی لولو نو له ورایه راته دغه څو نیمګړتیاوی پر ذهن کی تداعی کیږی۰
۱:   اکثر تبصری تکراری او بی خونده دی۰
۲:   دکره کتنی څرک په کی نه لیدل کیږی۰
۳:   له بی ځایه توصیف نه ډکی دی۰
۴:   تکراری موضوعګانی په کی ډیر ی تکرار شوی دی۰
که داسی ددغو سریزو جاج واخلو بی له شکه ډیر اضافی او بی ګټی یی بللی شوپلانی ډیر ښه شاعر دی دا او هغه شعری جونګ له انځورونو او ابتکارونو نه ډک دی زه یی خپریدل ګټور بولم او داسی ډیرتکراری مفاهم او بی ضرورته توصیفونه په کی بیان شوی دی۰
بل ټکی دادی چی اوس سریزی دومره مود نه دی ولی جواب روښانه دی ځکه چی داوس وخت لوستونکی ددی وخت نه لری چی له کتاب دمخه دی هغه څو مخیزه مقدمه ولولی.او هغه هم دلیکوال صفتونه او یا هم رښتیا نه ویل.زه به هم دخپلو استادانو پر زاړه دود اقتفا وکړم او توکل پر خدای چی څه کیږی۰
داغلی زړونه دښه شاعر او لیکوال ښاغلی سمیع الدین افغانی شعری جونګ دی او له مانه یی پر دغه اثر دسریزی غوښتنه کړی ده دا چی زه ورته چا پر ګوته کړی یم غاړه دهغو بنده خو زه به کوشش وکړم چی دلیکوال غوښتنی ته یو نیم ګړی ځواب ووایم۰
ما خپله سریزه پر دی پیل کړی ده چی زه دوهم یم ددی مطلب دادی چی له ما نه مخکی دافغانی صا حب پر دغه اثر خوږی خور او خوږ ژبی شاعری زرلښت حفیظ یو اوږده او تفصیلی سریزه کښلی ده ما چی کله دهغی لیکنه ولوستله نو را په زړه شول چی وایی:
ما چی څه ویلی هغه تاوویل
نور دویلو هیڅ حاجت نه شته
د زرلښت حفیظ له مقدمی وروسته به زما خبری دومره پر زړه پوری نه وی خو زه به خپل کوشش وکړم چی پر ډیر لنډیز سره ددی کتاب په هکله لږ یا ډیر څه ووایم۰
افغانی صاحب وایی:
دانا دوست به تل ښیګڼی درته ښایی
نادان دوست به دی اخته کړی په جنجال
افغانی ددوست په نقد کی خفه نه دی
خو ځوریږی تل دزړونو په ملال
زما په اند افغانی صیب دیو ښه شاعر نه پرته خورا ښه طرز یا تصنیف جوړونکی دی او دادده دشاعری یو لوی کمال دی ځنی طرزونه او سندری خو یی ډیر ژر داوریدونکو زړونو ته لار پیداکړی دهر چا پ پر ژبه دی او دی دده شهرت هم زیات کړی دی که دکمیت او کیفیت له پلوه يا دپوهاند صاحب زیار پر وینا جوله(شکل) منځ پانګه(محتوا)له پلوه دافغانی صاحب دغه شعری جونګ ګورو نو هغه دبنجاره کڅوړی ته ورته ده چی هر څه په کی موندلی شو څلریزی ، نظمونه، لنډی، متلونه  غزلی رباعی بګتی او دشعر هر قالب په کی موندلی شو۰
زما پر اند افغانی صاحب یو ډیر ښه اولسی شاعر او پر دی برخه کی یی دخپل وخت له ډیرو همزولو مخکی اوږده مزلونه وهلی دی که دده دغه هڅی همداسی جاری وی نو لری نه ده چی هغه له دی نه هم ډیر ښه او زړه وړنکی اثار خپلی خواری او ملنګی ژبی ته وړاندی کړی، زه ده ته اوږد عمراو د ادب پر میدان کی له دی نه هم دښو اثارو دلیکلو دعاکوم۰ اوس همدومره۰
پر شاعرانه مينه
افضل ټکور
ددوه زره یولسم کال دمی پنځمه لندن
 
 
د وطن پــــه یاد
پــــه وطـــن موجوړماتم دی
تــورتمونو کې مو شپې دي
دا د کـــــوم ظــــــــالم له لاسه
چې ظلمونوکې موشپې دي
*** ***
ګـــران وطن راته سوراورشو
دوزخ لمبې تــــــري خـــیژي
بــــل محشر ته حاجت نه شتهقیامتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم له لاسـه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
د کــــــابــــل هـــــره کــــوڅــه مو
ښکلي ښکلي خــــــــاطرې دي
اوس یې وران اوویجاړګورم
ګــــړنګونو کې مـــو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څــوک بې پلاره څوک بې موره
د چا کور جوړ قــــــــبرستان شو
زیــــــــــارتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردي
په وطن کې چې اوســــــــــیږي
ماتمونو کې یې شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***داســـلام پــــــه تــــــمه تــــــمه
د کــــــــــافرو کانــي وشــــــوې
هـــــــــــــیڅ تمیزکـــولای نه شو
په چــــرتونو کې مو شپې دي

دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
دنـــــــــــــیا ټـــوله راته خاندي
موږ په چیغو چـــــــــیغو ژاړو
څه سپین سترګې دنیاګۍ ده
سیاستونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افــــــــغانی وطن به جوړ شي
که د خدای مــــــــــــهربانـــي وه
د پــــــردو لاس بـــــــــــه لنډیږي
امــــــــــیدونو کې مو شپې ديدا د کـــــــــــوم ظـالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
ددې  شعر يوه برخه د وطن تکړه اوخوږ ژبي هنرمند ښاغلي صدیق شباب پــــه خوږ اواز او تــــرنم کې کمپوز ، کليپ او د هيواد والود
توجه وړ ګرځيدلی د ه  ٠
 
 
پریږده پریږده ای مرګيه
 
لــــږ دمـه شــه ای زړګيــه
زه لا نورڅــه کـول غواړم
 
لږ مــې پــریږده ای مرګيه
د ايمان آزمــويل غواړم
 
چې منبر مــې چــا سيزلی
دهــغو پــرځــول غــواړم
 
زمـاورورېــې چـې وژولـی
ترې ګريوان څيرول غواړم
 
بــبر سری مــاشومــان مـې
له  بــمــو بــچــول غــواړم
 
چې ترې  والوزی کــوترې
د پنجــرو مــاتول غــواړم
 
لا نيمګړی مــی آرمان دی
خپـل آرمان ته ور تلل غواړم
 
دا چې کور په کور روان دی
داماتم ختمول  غواړم
 
نــا اميد داغلــي زړونــه
په ليمو ښکولول غواړم
 
دا کشتی پــه ډوبيــدو ده
تر تـوفـان تــيريدل غواړم
 
ربــه داسې طــاقت راکړی
د ولس پــاڅــول غــواړم
 
چې موږ تول سره يوځای کړي
پــوه رهــبر درول غــواړم
 
 پریږده پریږده ای مرګيه
زه جانان تــه ورتلل غواړم
 
يوپاڅون يــوانقلاب تــه
لــراوبــريــوکــول غواړم
 
يا به دا ارمــان پــوره کړم
يا کــفن څيـرول غــواړم
 
بيا نو هــله پــه مــزار مې
ســرې جنډې رپـول غواړم
---------------------------
م ٠ کال   ١١  -  ١١  -  ٢٠١٠
 
 
 
زموږ دکلي هغه کور
 
زمــــــوږ دکـلي هغه کور
هغه خټين ديوال کې لور
هــــــا نغری د لرګـــــو اور
چا رانه واخسته په زور ؟
دکور په مينځ کې وه بياله
هــــــا د انګـــــورو ښه چيله
پکې يوښکلې شان حجره
اوس ېې احتياج کړلو دنور
چــــــا رانه واخسته په زور؟
ښکلې باغچـــه  دميلمنو
دڅــــــڼه ورو شــــــا ځلمو
وه د خوښۍا و بدو شپو
اوس راته پاته  دی پيغور
چـــــا رانه واخسته په زور ؟
چا  ترينه   ويوړې دروازې
هم ېې کرکۍ ماتې ښیښې
نــــــې د تنورخـــــيژي لمبې
اوس لوټې لوټې دی نسکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
يمه  مــــــحتاج  د بل  وطن
نه مې شته  کورنه مې مدفن
وي بــــــه د هجــــــرځانکندن
مات زړونه څنګه شي ټکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
ربــــــه موږ ستا يو بنده ګان
له تــــــانه غواړو موږ امان
يو زوريدلــــــي  په بد شان
که ته زموږه شـــــې غمخور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
چــــــې ګران وطن موشي اباد
دغــــه غمجن زړونه شي ښاد
دســــــره جــــــوړ شي دا بنياد
افغاني بياشــــــوکــــــلی کور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
*********
٥  -  ١٢  -  ٢٠٠٩
 
 وختــــونــــه
 
يــو ګلابــــي رنـــګين څپه
يــــوه شيبــه يــــوه لـــمحه
د ژونديــوښکلې خـاطـره
د خـــوږې ميـنـې تــــرانــه
 
راته پـه زړه شوې سلسلې
ها ديادونــــوښــــې شيبې
ستا د وصـــال ډکې پيالې
ښکلې ساقــي او پيمــانه
 
هــــغه د يـــار خواږه کتــــل
په ګلابــــي شــــونډو خندل
ســـره اننګي چــــپه کـاکل
هـــغه  سئتونـــه يــــارانـــه
 
هغه سپرلی ښايسته ګلان
هـــغه شنيلی ، غر او دامان
زيړ مازيګر ښکلی جانان
بـې ميـو مست وم ديــوانه
 
ژوندکې خوږې شته هم ترخې
داژونــد رڼــــا لـــري هم شپې
کلــــه خــــوښي کلــــه ګيلـــې
کــــلـــه وختــــونــــه جـــانـانه
 
داژونـــد تيريــږي هــم ايـــام
 خـــوږوې  دمينې خـوږ انجام
ښې خاطرې دخـــوږ  ګل  فام
خـــوږه  د ميـــنــــې افسانه
 
اوس نــه دلــدارشته نـه دلبر
نه  ېـې منګی شـته نــه  ګدر
لکـــه د ژمـــې مـــازديــګـر
هســـې تيـــريـــږې زمــانــه
 
*********
م کال٢٠  -  ٤  -  ٢٠١٠
 
 
ملي خائن ته
بل مــــې وژنــــې او تـــه ګـورې
 څـه عجيـبـه شــــانته  ورور ېې
 
 د وطن په غيږ کــــې لوی شوې
ورتــــه واېـــې سپکې سپورې
 
د پــــــــردوســــره دې راز دی
خوحـــــاکم  زمــاد کــــورېــــې
 
خـــوږ وطن دې په بل خرڅ کړ
تش په خوله واېې چې ورورېې
 
چې يووالــــي تــه دې بـــولي
جــوړوې بــــانې څــــه نــورې
 
دا وطــــن د هــــر افــغــان دی
ته شمـــلې پــه سپکه ګورې
 
تاريخونــه يــــې ژونــدي دي
دا چنــــګيز او مغــــل ګــورې
قدرتـــونــــه پــه ګــونډو شول
سورلښـــکر اوپرنګ پورې
 
خـــو يــــوه خــــبـــره واوره
که هرڅه پــه زړه کې تور ېې
 
چې تـيــارو رپسې رڼا شته
بيا په کومو سترګو ګورې؟
 
نن يــــووالی ضــــرورت دی
که اصيل بــچـــې د مـــورېې
 
د ملــــی ګټو پاس بــــان شه
که په هر تنظيم کې جوړ ېې
 
نور د جنــــګ لمن کړه ټوله
که خلاف د ظـــلم او زور ېې
 
افغاني احساس اشنــــا کړه
چــې د هــــر زخـــم ټکــوریې
٢٤ م کال  -  ٣  -  ٢٠١٠
اجمل بابا د مړينې په مناسبت
 
ژوند تيــريږي تمئی نشتــــــــه د هيچا
افتخار شې چــې رښتينی شي پيشوا
پښتنو کې شاعران هم ليکوالان شته
خو بيا څوک پکې رهبر شي هم پيشوا
نن په سوګ کې د اجمل بابا ماتم دي
پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا
پښتنو په لر او بر مرګی  مرګي دي
نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا
چې ېې عمرټول تيريږي په خدمت کې
دوعا ګوی شي هــــــم د زوړ هم د برنا
رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي
 جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا
کورنی ته ېې تســــل دخــــدايه غــــواړو
خـــدمتګار وه افتخار دي  هـــــم بابا
 
*********
فيبرال ٢٠١٠ م کال
 
 
د ښاغلياټک   يوسفزي  د (کرجي  بابا) د ليکنې پر بنيا د
جنتي خوب
 
ماويل جنـــت مودپښــتو ډک شو
په خــوږو ژبــــو پښتنـــو ډک شو
 
ځای د پښود ايښـــودوکـــم دی
په احـــمـــد زو او درانو ډک شو
 
هلته  ځاځي او هم ساپي وينمه
د پوپل زو او  نورزيو ډک شو
 
دلته مسود او ابـــدالي قـــامونه
په ميړنـــيو يوســـف زو ډک شو
 
ګورۍ چې ټول کړي په پښتوخبرې
د پښتونــخوا پـــه پښتنو ډک شو
 
دا دی سيـــد عبدالخالـــق وګورۍ
پــــه ماشومانـــو او زړو ډک شـــو
 
کوچني ماشوم مې غوږکې ورووويل
زموږ د کلي پــــه ځلمــــو ډک شو
 
ويل چې کرجې بابا دلې واستول
زموږ په خواخوږو او پلرو ډک شو
 
ماشوم کرجي  کرجي  نارې وهلې
ويل د کرجي بابا د کــــړو ډک شو
 
ها د شين ډنډ جنتيان هم دلې دي
ويل دحــــاکم په  فـــرمانو ډک شو
 
ماشوم لـــوی  ورته   اشاره وکړله
ويل انتظار د لوی صفو ډک شو
 
شاوليکوټ پښتانه هم رادرومي
 هــــغو بــې وسو په بچو  ډک شو
 
دا د فــراه او د شينډنډ ځامن دي
دا دهـــغو کلـــو بانــــډو ډک شـــو
 
ماته شهــــيدې پښتــنې وويلې
دزور واکانو په ظلمو ډک شول
 
ما ويل چــې زه هم جنتي شـوم ربه
څه د ځــان مـــرګو په حملو ډک شو
 
ډيربيا چارو اکو په عــــزت ليـــږلي
څــه يې پـــه مکر  او پلـــمو ډک شو
 
پېغلې شــهيدې راته داسې ويل
زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو
 
دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته
زما دخاوند په وينو سرو ډک شو
 
ناڅـــاپه غږ اوغړمبهار  شو پورته
کـــور دهنــــدارو او ګـــردو ډک شو
 
ګورم چې لرې دخپل ځايه پروت وم
زړه نــــا اميــده له سلــــګو ډک شــــو
 
ما مې د کور خلکو ته غږ پورته کړ
غــږ مـــې دزړه په لـــرزيدو ډک شو
 
زموږ ه لـــوی اوسنــــــدريـــز ه  کلـــی
  اوس پـــه نارو اوپـــه سوروډک شو
 
زماحواس ټول پريشان ښکاريده
چې ټــــول بــــدن مې دخولوډک شو
 
اوس هم هغه  وحشې غږونه اورم
کــــلی موټول له تور  لــــوګو ډک شو
 
ربــــه پــه موږ څـــه حالتونه دي نن
زمــــوږ وطــن پــــه اديـــرو ډک شو
*********
٥ - ٣  -  ٢٠١٠   م کال-جرمني
 
 
تا به دلدارکړم
مـــــازیګر دی زیړی لــــمر دی
خـــــوږ اشنـــــا می مرور دی
شینکی خــــال په تنـدي ږدمه
خپـل اشنــــــا خوشحـــــــالومه
وریـــځی وریــځی باران اوري
خوږ اشنــــــــــاپه بلۍ ښوري
د اشنـــــــــا دیدن ته ځمــــــــه
د باران کلـــــــــــه منمـــــــــــــه
اوږدې لارې دي سینــــــــــدونه
پراته مخـــــــکې ګړنګـــــــــونه
غره پـــه سر کېږدۍ وهمــــــــه
اشنا ځــــــــــــان له ستنومـــــه
خوږ اشنـــــا مې مساپر شــــــو
لاړ ځمـــــــــــا نه مرور شــــــو
سپینه خـــــــــــوله ورته ساتمــه
اشنا ځان لـــــــــه را بلمـــــــــــــه
په تنـدي دې شینکی خال دی
په یارۍ کې دې کمـــــــال دی
سترګې تورې په رنجــــوکړې
بیــا ګــــذار په مئین زړو کړې
سترګې تورې په رنجـــــــوکړه
جوړ شرنګار دې د بنګړو کړه
خیال ګـــــــــودر ته د ورتلو که
شین منــــــګی دې په اوږو که
افغــــــــــانی ستـا خریدار دی
ستا د بدې شېبـــــــــــــویار دی
سر او مال به درنه ځــــار کړي
خوږ اشنــــــــا تا به دلدارکړي
 
 
*********
١٧- ٧٢٠٠
بدلون
 
هغه دنيـــا ده نن ېـــې رنګ بدليږي
اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي
 
دا کومې لوبې  چه  پرون  چلیدې
نن  د هغه  لـــوبونیرنګ  بدلیږي
 
دا د شبـاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتیاسره یې خوندبدلیږي؟
پرون چې خپلوکې وه لاس اوګريبان
د هغه خلـــکو نن فرهنګ بدليږي
 
ځای د ټوپـــک که  دقلم سره شي
زمونږه شاه زموږ ملنګ بدليږي
 
د يو ارمان  د یـــو تغیر  په هيله
په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي
*********
٧- ١١  -  ٢٠٠٩
نیمګړې لار
 
مونږ ته مـــــــو خپــل دکلې لار ياديږي
ز مونږ سپرلي مــــــونږ ته بهار ياديږي
مونږ دژوندن پــــــــــه اوږ دې لار ورتلو
خپل مستـقبـل تـــــه امـــيد وار ورتــلو
دامــــــــــو دديـــــن او دائــــيــــن لاره وه
دامــــودپــــــوهــــې او يــقـيــــن لاره وه
مـونږ پدې لارکې خپل مقصدلورې تلو
مونږ خپل بري اوخپل مطلب لورې تلو
ددغــې لارې د مــنــــزلـــنــــــو وروسته
بــيا دکلــــــــونو کــړاونــــو وروســتــــه
اوس هـــــم منزل ته رسیـــــدل ګران دي
په دې پــــيچومــــو ورختـــل ګران دي
ددغــــې لارې سـرانــــجــــــــام نشــته
پکــې ښــاغلی اونيک نام نشتـــــــه
پـــه پــــردوسر پــــه بــــل ګلــــــــــــشن لاړو
د خپـــل مطــــلب ځينې پـه څنــــــګ لاړو
اوس يــــو مــحتاجــــــــــه دپــردو د وطن
يــونــــاعـــلاجــــــــــــــه د مـــيــــرو د وطن
دلـــته مو هـــــــــــــم ز مونږ ارمـــان ژړوي
مونږ خپل مالت خپل ګلستـــــــان ژړوي
مــــونږ زحــــمتونـــــــــــه کـــړاونــــه ګالو
مونږ په رښتياتيــاره وخـــتــــــــونه ګالو
چې په وطن مـــــــــــولوی ناتار جوړ دی
وحشـــي خـــزان مــــــو په ګلزارجوړ دی
مونږخـپل وطن تـه دخـــــــدمت په هيلـه
مونږ د اباد کلــــي ، مالت په هيلــــــــه
اوس په همـــــدې ارمـان سوچونه کوو
په خــپل تير شوي ژوند فکرونه کوو
مونږ ويــل وطنــه چـې اباد به دې کړو
غليم به ورک کړواوبنياد به دې کړو
چې مو پــــدې دنــيا جنــت جــــــــوړوای
خپلو پــلــرو تـــه مـــــــــــو عزت جوړ وای
کله بــــــــــــه خپـــل وطــــن ابــــاد ووينو؟
د ولــــســـونــــو اتــــحــــــــــاد وويــــنــــو
اوس ترې محـــــروم يوهرهرڅه تباه دي
ټــــول زحمتـــــونه او کــړه وړه تباه دي
که خـــــــداې مو بـــيا په هغه لار بوځي
پــــه هـــغـــــه کلــــې او ګلـــزار بوځــــي
ربــــه موږ ستا نــــه تـــل امــــا ن غـواړو
د ښـــه ژونــــدون ســــره ايمــــان غواړو
ته مو عــــزت تــــه مـو همت وســـــاتې
ته مو غـيرت زمونـــږه پــــت وســاتی
څه بــــې ګناه ډيــــر افغـــانان تباه شول
زمــــوږ زاړه زمــــوږ ځـوانان تباه شول
لـــه دغـــــــه بنده مـــوږ ازاد کړې ربــه
د ولــــسو مــــو اتــحــــاد کـــړې ربــــه
تــــر څــــو د کلـــــو پــــه لار بيـا لاړ شو
د خــــپل ښاغـــــلو پـه لار بيــا لاړ شو
 
په افغاني احسـاس وطــن جــوړ کړو
ها دخپل پـلار نيکـه مدفن جوړ کړو
*********

٢- ٣٢٠١٠
 
 
٢٤
 
 
د زړه خــــبرې
 
زړونــــوتــــه لارلــــري د زړه خــــبرې
عــــزت ، وقــــار لــــرې د زړه خــــبرې
 
چــــې په ريښتا سره ژونــــدن تيروي
لــــوړ اعتــــبار لــــري د زړه خــــبرې
 
مينه ده ژونددی اواخلاص دی پکې
د زړه قــــــــرار لــــري د زړه خــــبــــرې
 
دوکـــه يوځـل وي نــــور بـيا لار نلرې
عــــزت هــــربار لــــرې د زړه خـــبرې
 
تل دي رښتـيـا تــــل دي پخې خبرې
ډيــــر طرفدار لــــري د زړه خــــبرې
 
افغاني ژوند په صداقت ښکلی شي
زرغــــون بهــــار لــــري د زړه خبرې
*********
١   -  ٢  -  ٢٠١٠
د بزکشي لو به ( وزلوبه )
څه عجیبه ساعت تیري دهبــــز کشي ده بــــزکشي ده

د حــــلال پــــه دایــــره کــــې
په همدی حساس موقعه کې
پروت و زګوړی طلا یي ده
بز کشي ده بـــزکشــي ده

د حـــلال د دایـــری نـــه
راټول شوی دی حلقی نه
ښی اوچپ ډلوسیالي ده
بـــز کشي ده بزکشي ده

وحشی لـــوبه ده چـــالانه
کشمکش له هری خوانه
چې دخان په اس څوک ځغلی
د همـــغو کامیابـي دهبز کشي ده بزکشي ده

ای ددی لوبی حامیانو
تنو مـــندو بـــزکشانو
د وزی پـــه جـګیدو مـــو
کړه قبوله خود کشي ده
بز کشي ده بـــزکشي ده

بز کشی ځـــانلــه هنر دی
هرڅوک کله تری خبر دیاوریـــدلې بـــه چـــا نوی
د چهل دزدو فکاهي ده
بــز کشي ده بـــزکشي ده

خلک حیرانــه او ابتر دید خپل ځـــانه بـــی خبر دی
که څوک لږ پکی دخیل شی
بیا نو سمدم بی ابي ده
بز کشي ده بزکشي ده

دا چې سیل یی بی پیسو دی
چانس د ځوان او د زړو دی
که جا هل پکې کامیاب شو
بیـــانو جـــوړه خـــرابــي ده
بـــز کشي ده بـــزکشي ده

اوس خو خلک دی خوشالهد بـــزکــشـــو د کـــمـــالـــه
چې سبا ته بـــه څه کیږی
نا معلومه شـــان بازي ده
بز کشي ده بـــزکشي ده

دا یو نیـــم پکې مـــکاردی
خدای وهلی بی روزګاردی
وی چې ځان پکی شریک کړه
د وزلوبی سات تیري ده
بـــز کشي ده بـــزکشي ده

یـــوه ډلـــه ده کـــاذبـــه
کور اوکلی کی فاسده
که هغه چرته چانس راوړی
بیانـــو جـــوړه ګـــډوډي ده
بـــز کشی ده بـــزکشی ده

عــجیبـــه چــاپ انـــدازان دی
څوک قوی څوک ضعیفان دی
څوک جاسوس دبل د ټیم دی
وایـــی دا دیمو کـــراسي ده
بـــز کشي ده بـــزکشي ده

بزکشی زموږ کلتور دی
ګرزیـــدلی مو غرور دی
شی که خلا صه دا سیالي نن
سبا بیا همدا خـــواري ده

بز کشي ده بزکشي ده
خدای که ښه بـــزکش کامیاب کړی
چې سیل بین ټول پری حساب کړی
چې که ښه بـــزکش کــامیاب شــو
بـــیا د ټـــولو خـــوشالي ده
بز کـــشي ده بـــزکــشي ده

دا وزه د هـــغـــه مـــال دیچې مغرور په خپل کمال دی
لوی بـــادار ورتـــه ساتلیښکلی کپ رنګ طلاي ده
بز کشي ده بـــزکشي ده
*********
٢٨٧  -  ٢٠٠٩
 
 
 
 
 
دميــنې  لار
 
پـه کومـه مينه چـې اظـهار کوي
کـلــه اقــــرار کلــه انکـار کـــوي
په يو نــظــر ېې  زړه  زما وړي دی
لکـه ښکاري دزړونــوښکــارکوي
هسې پـه نــاز اوکرشمــوتيــره شوه
 لکه سپوږمۍوريځ کې رفتارکوي
داســې پــه مينه  او  ادا غــږيـــــده
خــوږ ې خـبرې خــوږ بــنـډارکــوي
مدې شوې تيـرې چې خبرېې نشته
قــــاصـــد چمـــونـــه دبـــاز ار کـوي
دا بـــد قـاصد هم پــه نـــازلو ارزي
ځکــــه د زړونــــو کاروبــــار کـوي
 د افغاني زړه تـه  ېې لارمـــوندلې
ميــنه د زړ ه ، زړنــو تـه  لارکـــوي
*********
م کال٢٥  -  ٥  -  ٢٠١٠
هاچې روږدي په تراخه دي
که ځوانــــان دي که زاړه دي
ها چې روږدي پــــه تراخه دي
دوی دي خام کله پــــاخه دي
چې د ژونــــدځينې ماړه دي
د مـــــــاښامــــه تر سهاره
د خـــــــزانه تــــــر بــــهاره
دوی د کال په هر موسم کې
دغفلت پــــه خوب بيده دي
د دنيا د کـــارو زيــــاره
د زحـــمت او د روزګاره
ځانله نه ګوري ائینه کې
په اوږو د بــل پراته دي
د ژوندون ځانله مفهوم شته
حرکت شته هــم سکون شته
ددوی ټــــول عمر سکون دی
د يخنۍ پـــه شان ساړه دي
 
د اشنا پرون
هير شه مـــازيګره د اشنا پـــرون
ای د زړه پـــرهره د اشنا پـــرون
ما چې دکلونو پرې حساب کوه
وې وتـــم د دره د اشنا پـــرون
ما یې اوږدې لارې لنډولې خو
چا کـــړم د نظره د اشنا پـــرون
نور مې دخوبونو او خيالودنيا
هيره کـړه د سره د اشنـــا پـــرون
اوس راته حساب کې دپردوښکاري
مينه ســـوداګره د اشـــنا پـــرون
مات مي شو  پالنګ دورختوتکل
کوز شـــوم د بستره د اشنا پرون
بيا د ګلـــروخانو په چم راغلمه
پوه شوم لـــه هنره  د اشنا پرون
پريږده افغاني نور پرې حساب مکړه
لاړ  شه د  نظره د اشنـــا پـــرون
م٠  کال٢٢٣  -  ٢٠١١
 
داغلي زړونه
 
تورې وريځې طـــوفانونه
غــم لـــړلـــي مــــاښامـونه
 
 بيا اسمان ولــې په قهر دی
بد حالت دی بدروزګار دی
 
دي غمجن غمجن  وختونه
نــــا اميد داغــــلې زړونه
 
ځوانيمرګ ښکلې ځواني ده
دنــــيا هسې ده فــــاني ده
 
ځـــي داوښــکو سيلابــونه
پرې لامده شول ګريبانــونه
 
ځوانيمرګ مـو نن بهار دی
جګ نښتر لــکه چنار دی
 
ربــــه راولــــې قرار  بيا
د دې سيمې په ګلزار بيا
 
غوټۍ وسپړي  خندا شي
خوشالي په هــره خوا شي
 
ربــه ختم دا مــــاتم کړې
خوشالي په هر قدم کړې
 
د اسمان لــمنې شنې کړې
د خوښۍ بلې ډيــوې کړې
 
 ستا دربارته  دوعـاګـوی يو
چې پــدې خــــبره پوی يــــو
 
صرف تحفه زمو ږ ايمان دي
دا ژوندون يـــو امتحان دی
--------------------------------
م .کال   ٦ ٢١  -  ٢٠١١  
 
نا معلومه انتها
دغـــه حـــــالات راتــه بد نامـــه ښکاري
دا هلــې ځلــې هـــــــم ناکامـــــــه ښکاري
چې واک کې هيڅ په لاس کې هيڅ نلرو
دغـــه اغـــاز مــو بـــې انـــجامه ښکاري
داچــې مطـــلب تـــــه رسيـــــــدلی نشو
دا دصیاد له مـــکره دامـــــه ښکاري
څـوک چې زموږ ځان غمشريکه بولي
دهغــــو نـــيت هغو د ګـــامـــه ښکاري
کلـــه يقين کـــله پيښمانـــه يو مـــوږ
اوس د يـــقین خبره خـــامه ښـکاري
که موږ پـه خپلـو کې يـــوموټی شولو
بیانومطلب موږ ته څوګامه ښکاري
د افـــغـــانـــي ولـــس خـدمت لـــپاره
ملي وحدت ښکلی له نامه ښکاري
 
کليوالي مصرې
اوربل دې تور رخسار دې سپين دی
دا مې يقين دی چې به وشې ديدنونه
 
زلـــــفې ېې بيا پـــــه مخ خورې کړې
دا پټ کاته ېې په زړه غشې واروينه
 
د يار پـــــه غيږه کـــــې  شین منــګيه
غيږکې د يار ېــــې مزه ماته راکوينه
 
د جلـــــۍ شنه او ســـره بنـــــګړي  دي
شرنګ د بنګړو ېې عاشقان ازاروينه
 
اوربل ېې تور رخسار ېـــې سپين دی
په لاري تګ د ښاپيرو کـانې کوينه
 
په لار کـــــې پروت ېــــې مات بنګړيه
راته را ياد شول د اشنا خواږه وختونه
 
 
پـــــه لارکې پروت ېــــې مـــــات بنګړيه
راته رايادشول شوه داشنا ډک مړوندونه
 
د يـــــارد پـــــوزې ســـــور چـــــارګــــلــه
مزې دې وکـــــړې چې ليلا دې ګرځوينه
 
د يــــار د سپــــيـــن رخســــار پيــــکيــــه
شمال دې بوزه چې ېې سترګې ووينمه
 
*********
٨  -  ١٠  -  ٢٠٠٩
 
 
 
حيران يم
 
ځينو،ځينو انسانانــــو تـــه حـــيران يم
چې شکبر يــــې پـــه ظاهره او پنهان يم
 
پـه ظاهر به د ورورۍ نـــه درتــــه وايې
خود زړ ه  پـــه ارا دو يې بدګمــــان يم
 
چې ته نه يــې بيا د بــل سره يــــې مخ شي
ورته وايې ز ه دې  دوست په هر ميدان يم
 
خپلې ګټې به د بـــل په زيان کې ګوري
زه دا  مکر، دوه مخۍ ته يې حيران يم
 
په هرلـــوري   دنفاق  اورونــه بل کړي
پدې کار کې باوري پرې د شيطان يم
 
سکني خواخوږ ي،  ورونه سره بدکړي
بيا په هريوپاچاهي کړي وايې خان يم
 
که دبل ســره خاين شـــي ګناه ګار شی
خو ددين په نوم به څنګه مسلمان يم
 
د اخــلاص اود راستي ښکلې دنيا ده
پرې زوريږم غلطۍ تـــه يې حيران يم
 
صداقت اوورورولۍکې سرلوړي ده
ددوه مخـو په دوستي تل پښيمان یم
-----------------------------------
م .کال   ۸ ٢١  -  ٢٠١١  
 
 
 
دا څوک دي؟
 
داڅوک دي چې تاريخ او په زمان موشک لري؟
احساس مـو راته  وژني په ايمان مو شک لري
 
موږ سر د هر جنجاله د خپل سر په بيه جګ دی
زموږ پـــه قوې عـــزم  او پيمــــان مو شک لري
 
 فطرت کې مو ځای شوی آزادي دخپل ولس ده
ښکاريږي چې په لوړ نوم د افغان مو شک لري
 
باتــــور دزمانې وم پــــه ملکو مو واکداري وه
 زموږ  دجد په ځــــمکه اوآ سمان مو شک لري
 
ولس مــو راته وژنــــې دپردي سامراج په امر
 زموږ پــــه ارادو د زوړ  او ځوان مو شک لري
 
دښمن که مې پــــه خپلو کې نفاق ته سره بولې
په پوهه متانت او پــــاک وجدان مو شک لري
 
ډير ژر  بـــه ېې خپل عقل په سر راشې لـــرې نده
چې څوک موپه بـري دجنګ ميدان موشک لري
 
 نن هرڅه نـــه ای ورو نو ديـــووالي ضرورت دی
يوکيږي  هرافغان  پدې آ رمــــان مو شک لري
 
*********
م کال٢٤  -  ٤  -  ٢٠١٠
 
 
 
 
 
د مطلب انډيوال
 
چرګ مارغه،الوتی نه شي
خودباز پــــه وزرو خاندي
 
نې په  خپله څــه کـوی شي
نه دبل په سود اوزيان دي
 
بل تــــه هيڅ ويــلی نه شي
بس دکـور داړه ماران دي
 
داسپين سترګي بي کماله
 دښمنان خپله د ځان دي
 
زړه يې سوړلکه کنګل دي
دبــــزمونــــو نــــقادان دي
 
ددوی مـــيــنه بــازاري ده
د مطلب انـــډيـــوالان دي
----------------------------
م کال٨١١  -  ٢٠١٠
 
مه وژنۍ!
مـــه وژنۍ نورسه ځوانان مه وژنئ
نور دا ببر سرمــــــاشومان مه وژنئ
بس کړئ دغـــــــــه ظلم او جفا نــوره
نوردکلې زوړ اوځــــوانان مه وژنئ
پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي
زموږد انازولي بچيـــــــان مه وژنئ
تاسې به هم کـــــــــور لرئ اولاد لرئ
دغه بې ګناه انسانان مـــــــــــه وژنئ
صرف دغـارتګر اوترهګر په چــــــم
نور مــــــو د ايئن لارويان مــه وژنئ
---------------------------------
م .کال   ۵ ٢- ٢   -  ٢٠١١  
٤٤
 
 
سپرلی سپرلی وطن
موسم دســرو ګلونـــو نو بهــــار مې را پــــه زړه  شي
شيبې خــواږه وختـــونه د د لــــدار مې را په زړه شي
 
شعــــلې چې ېې دحسن او ښکلا هر لور خپرې وی
هغه ښکلې ساقي اوسپين رخسارمې راپه زړه شي
 
پرون چې وه پرديس نن ها خيــــالونه مې کوربه دي
ښايسته ښايسته باغونه  ننګرهارمې راپه زړه شي
 
په مــــينه او اخلاص چې د هر لوري ورته درومي
جنډه دســــخي جان ښکلی مزار مې را په زړه شي
 
قندهار کلي بانډي او د ميلو په جــــم او جوش کې
باغونه د انــــګورو ، ســــره انار مې را په زړه شي
 
غزنــــي کې هــــم پراته دي رسيــــدلــــي زيارتونه
د خوږ وطن تاريــــخ او افتخار مې راپه زړه شي
 
پامير پــــه جګه غاړه د اسيا يوهسک غروردی
سپن غر لمنې سرې شي لاله زار مې را په زړه شي
 
 علــــما هـم د وطـــن زمــــوږ  د پوهــــې پسرلې دی
هرات کې عالم پوه خواجه انصارمې را په زړه شې
 
بادغيــــس پـــه وچـــو دښتو او د للمو په تــــپو کې
هغه لوی لوی ځنګلونه پسته زار مې راپه زړه شي
 
بانــــډي هــــا کلا ګــــانې پــــه دره د اليشنګ کې
تګاب ، نجراب  راواخله ګلبهار مې را په زړه شي
 
لغمان مو هم ډير ښکلی طبيعت شي په سپرلي کې
ښايسته عمر زائي او الــينګار مې را په زړه شي
*********
٢٧  -  ١  -  ٢٠١٠
ووايــــه!
 
ووايــــه اشنا که  راتــــه څه وايې
اورمه که بـــد يا  راته ښه وايې
 
ستا لوري مې ټول په ځان منلي دي
ستا زړه کـه خواږه که څـه ترخه وايې
 
ماته په رښتيا باندې منظوريې دي
وايــه د رنــد ۍ که دې د زړه  وايې
 
زه خو دې په ميـنه باندې پايمه
ته به اوس پدې کې راته څـه وايې
 
پـــوی يمه  اشنا په دې با وريمه
ماته د خوږلن زړ ګي خواله وايې
 
------------------------------------
م .کال   ٦ ٢١  -  ٢٠١١  
 
 
يوه لنډه  کيسه د مور د ورځې په مناسبت
د مور زړه
 
يــــوکيسه د يـــوې ښکلــــې  ناوکۍ
وه حسينه  پــه مثـــال  د ښاپـــــيرۍ
 
د ښکلا شهرت يـــې ډيــروه بې انداز
چې پـــرې خپلـــه وه اګاه لـــدغه راز
 
ډيرځـــوانان يې  د ښکلا وه  خريدار
کبرجنه ډيــــر مـــغـــروره پـــه رخسار
 
ښکلی ځوان وه په هغې زړګي بايللی
هغه حسن يــې زړګــي تر ګوګل وړی
 
په خپل فــــکر کــــې با عزمه  با ايمان
ښکلې پيغلې ته ېې اظهارکړه خپل ارمان
 
پيغلې وليده چې ځوان دی هسې ښکلی
چی په ماباندی ېې خپل زړګی بايللی
 
چې دځوان اظهاريې واوريـدپه ښه شان
ورته وړانــدې کـــړه خپل شرط په هغه ان
 
که دې شـــرط راته قبول کړه زه يم ستا
 بــــی لـــه شــــرطه بــــه دې نشــــمـــه ليلا
 
ځوان ويــــلې چې هــر شرط ته يــــم تيار
راتــــــــه وايــــه چــــې زه نــــلــــرم قــــرار
 
ويل چې شرط مې دی مشکله که پوهیږې
هــــمدا اوس بــــه د مور کورته روانیږی
 
مور دې مــــړه کــــړه ماته رايوړه لړمون
پس لــــه هغه به کامياب شــې په ازمون
 
زه بـــه ستا شمه ژوندون کې تل مــدام
که قبــــول کړې  زما شــــرط زما  مرام
 
ځوان په منډو دخپل کورپه لورې سرشو
د خــــپل مــــور ته رسېدلو پـــه تکل شو
 
هلته ګوري چې ېې مور په خوب بيده وه
بې خــــبره دخپل ځــــوی  پــدې قصه وه
 
لوی چاړه يې دخپل مورپه ګوګل سر کړ
سمـــدستې يې دخپل مـــورځيګربهرکړ
 
دا ځيګر  يې کړ په لاس په منډو سر شو
د جـــلې پــــه  لـــور ېې عـــزم او سفر شو
 
ورخطــــا د هـــغې پيغلې په لور سروه
ليونــــې د خپلــــه ځــــانــــه نـــا خبر وه
 
چې نا څاپه يې پښه شوه لارکی بنده
راګـــوزار شــودیوغت کانی تر څنګه
 
دی په خپل درد او فرياد باندی اخته شو
 مورځيګر  هلته ګــوزاراو کللولـــه شو
 
 مــــور ځيګر  نــــه دا اواز شولــــو بهر
اه ، پاک ربه چـــې مې ژوبـــل شو پسر
 
د اواز پـــه اوريــــدو پــــه چغــهار شـــو
ځوان په هغه سات دخــوبه  را بيدار شـــو
 
 چې دخوبه يې سرجګ کړ دم ساعت
مورېې سر ته ورتــــه نــــاسته په هيبت
 
مورې غږ وربـاند ي وکړ ځويــه څه دي
بيا ناارامـــه وې  خوبونه دې درانه دي
 
ځوان چې خپل مورته له ورايه وکتل
له هيــــبته يــــې پښو تــــه ودانـــګـــل
 
ويل مور جـــانې زه يم ستا اصلي قاتل
ما تــــه عـــفه کـــړه  انصاف نه وم غافل
 
تا روزلی يم خپل نفس کې تر دې دمه
چې ژوندی يم زه بـــه ستا قدر ساتمه
 
 خوږموجوديې ته خلقت  دپاک سبحان
ستا دا پــــاکې عــــاطفې تـــه يم حيران
 
مور ده مينه مور احساس دی د  ژوندن
یــــوهستي ده هــــم  رڼـــا د سبــــاوو ن
 
هــــغه څـــوک چـې د مور قدر ته رسيږې
د خالق پــــدی پيرزوبـــانـــدې  پوهيږې
 
پـــه دنيا کې تر هــــر څه نـــه خوږه مور ده
مور نعمت ده مـــور ښکلا د هريوکور ده
-----------------------------------------
 
م کال٩  - ٥  -  ٢٠١٠
 
 
 
تیر وخــتونـــــه
 
څه حالات موپه وطن دي چې تيريږي
ځوانې هيلې ارمــانونـــه مـو ژړيــږي
 
   څه وختونه فرصتونه په  تلو تلو دي
زموږهيلې  اميدونــه پــه سلګو دي
 
اوسيده  په يو مالت کې ښکلې ځوان
وه قانع په خپل قسمت په خپل ګذران
 
شپه اوورځ ئې په زحمت اومز دوري وه
کــر   د ځمــکې  د نيکو يــې غريبــي وه
 
 وه خوشاله خپل  مالــت کې دغه ځوان
هم راضي په سخاوت دپاک سبحان
 
 بد حـــالاتو د  وطــــنه مســــاپـــر کړ
دي نــــاخوالو د کلــــونو مهاجــر کړ
 
شپې او ورځې تيريدی مياشې کلونه
ورپه زړه شو د وطــن خـواږه وخـتونه
 
هغه  کلی هــــا ښايسته باغ او ګلز اربيا
د سپــــرليواو فــــصلونه نــــو بها ربيـا
 
يادول يــې شپه او ورځ خــپل وطنونه
د مالت هغــه شيبې خـــواږه   يادونــــه
 
ویل چې خدايه خپل ملکونه مې ياديږي
د وطن شنه شنـه فصلونه مې یــــادیږي
 
د  ودونــــو او  دودونــــــــو  رواجــــونــــو
ها دیرې ها مــجــلسونــــه مـــې یادیږي
 
د پی مــــخو ښکلو پیغلوبیر او بارکې
هغــــه لــوی لــوی زیارتونه مې یادیږي
 
د چــــینی نه د اوبو منګــــی په سر کـې
ها د پیــــغلو کتــــارونه مـــې یــــادیږي
 
پــــه  اختر کــې  د ځـــوانانو  ډلـــې  ډلې
هــــامیلې  او  اټــــنونــــه مـې  یادیـــږي
 
رنګ پــه رنګ ښکلې جامې د طاعتونو
په مسجد کې ښه وعـــذونه مې یادیږي
 
مــــړ  اوبــــل  داوربــــلـــکــــو  الــــوتــــنې
د بــــامــــو د ســــر خــــوبونه مې یادیږي
 
څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي
جــــم او جــــوش دبـــازارونو مې یادیږي
 
یــــادول  یــــې زیــــاتــــوي  د زړه  دردونه
افغاني هـــا تیر وخــتونـــــه  مې یادیږي
 
*********
 
د مينې راز
 دمـــينې راز مــــې   د اشنــــا سره وه
لکه د ګــــل  چــــې  د بــورا ســــره  وه
 
لکه درياب هاند اوڅپې ،څپې وم
کــار مې  د مــی او د ميــــنا سره  وه
 
چــــې وم د مينې پــــه وفـا بــــې باور
 دا سې مې راز هـغې لیـلا ســـره وه
 
هــره شيبه هــــره لمــــحه ېــــې بوله
څــــه د روا څــــه د ګــــناه ســـــــره  وه
 
د ا ېې د مـينې او وفا شیــــبې  وې
د نــــاز کاته  ېــــې د مسکا سـره  وه
 
افغاني څومره ښې شيــــبې تيريدې
د خوب تعبیر مې په  رښتیا سره  وه
*********
رايسويک - هالند
١  -  ١  -  ٢٠١٠
 
د سولې دښمن
چـــې وې د سولې او صــــفا خبرې
د افــــغانــــانــــو د پـــخلا خــــبرې
وي  د ورورې اوبــــې ريــــا خبرې
  دا د لسټونــــي مــارا نــــکارکوي
 
دی په جنګوکې خپل هستي غواړي
د افغانــــانـــو  تبــــاهـــي غــــواړي
ځانله بزنس دبـــل  نيستي  غواړي
ځکه د ســــولې نــه دئ ډار کــــوي
 
دید سبا ورځــــې حساب   بيرو ي
دخپل کړه وړونه ېې ځواببيروي
دید کاذب وجدان عذاب بيروې
پــــه ســــولې کلــــه اعتبــار کـــوي
 
زموږمالت ېې په سوراورسیځلی
د چا خرمن د چا ېـــې کور سیځلی
زمو ږ وطن ېې  لور په لور سیځلی
دغه جانې کار دخـــونخوار کوي
 
دی برالا د بـــل پــــه ډول ګـــډيږي
په سپين سترګئ دبل په زورغږيږي
خبره يــــو وي خــــو دئ نـــور غږيږی
خايــن  دښمن دې چــــم د مـــار کوي
 
د شرق اوغرب دوئ  پـــه فرمان دي
هسې پــــه نوم بــــانـــدې افغان دي
دوئ مو لسټونې کـــې ماران دي
صرف افغانيت په خوله اظهارکوي
 
دو ئ  پښتانــــه هـــم پشئي وژلي
هم يې ازبک نــــورستاني وژلي
دوئ د افشار واړه بچي   وژلي
اوس هم په جنګ باندې ټينګارکوي
 
راځئ اي ورنــــو اتحــاد جوړ کړو
چی سره يوشوخپل هوادجوړکړو
سوله يوالـــي تــــه بنياد جوړ کړو
پردي په جنګ باندې تلوارکوي
 
دا د باتورو شاځلميانو کور دی
دبا ايمانـــه دين دارانـــو کور دی
د بــــاعـــزتــــه افغانانوکــــور دی
 افغان پـه سولې تل اسرارکوي
م کال   ١ -  ٦  -  ٢٠١٠
٥٨
د علامه   محمدسعيد  « سعید افغانیَِ
د ١٣٥٦ هجري  شمسي کال د لیکنې پر بنا
دا څه حال دی ؟
 
پوه نه يم  چــــانه دا پــوښتنه وکړم
څنګه ددې حــــالت څيړنــــه وکړم
 
څوک به ددې تپوس ځواب ووايي؟
ددې حالت راتــــه حساب ووايي
 
ډاره ، هراس خو موخلاف ته بيايي
داسياست وال موانحراف ته بيايي
 
ارتجاع ،هروخت د دوکو سره ده
خاين، خپل  شومو پلا نوسره ده
 
د بلـې خوا دا د  څــــوکۍ نوکران
دي  د ولـــس اوتــــرقۍ دښمنان
 
اجـنټ د لاســــه دا وطن تباه دي
د جــــاهلانو نـــه  اميد خطا دي
 
استعمارګر راته  نيرنګ ښکاري
روشن فکران موهم کمرنګ ښکاري
 
يو څــــو کاذبه د قــــدرت ليونيان
پردی پـــه زور د حاکيمت ليونيان
 
په چپاول باندې روږدي دي تمام
دا وطن پــال مو زنداني دي  تمام
 
نو دې حالت تــــه به ځواب څه وي؟
دې ته  رښتينۍ فصل وباب ځه وي؟
 
که پــــرده جګـــه دعيبونو کاندې
يا بر ملا د دوئ ظلـــمونو کاندې
 
که وای چې څومره بيکاري ده دلته
ټول ناداري بـــې روزګاري ده دلته
 
وايي، چې ستا پدې کی کار نشته
ستا حاکميت کــــی اقتدار نشته
 
که واي ځوانان موټول بهرته درومي
د پــــردو زجــــر  دبل در ته درومي
 
هلته تــــوهين او رټــــل کيږي تمام
دوي پــــه ناحقه  وژل کيـږي مدام
 
واې ،په تا څه چې ټول  افکار پاروې؟
؟ زموږ  قدرت زموږ روزګار ورانوې
 
که وای دا مرستی کو م ځواب نلري
وای د خيرات پیسی حساب نلري
 
واي ،سيــــاست کــــې دتا کار نشه
خيرات اشنــــا نــلرې يــــار نشته
 
ما ويل، ملــت او بودجه یعنې څه ؟
 واي، ز موږ ه خپله  اراده په تا څه ؟
 
مصـــر فــــو ېــې خپل  بــقــــا لپاره
د خپل مــــر اد  او در ضــــا لپاره
 
که وای قدرت کې دي ناپوهه خلک
واې ، پکار ندي ز موږ پوهه خلک
 
 تر دولسمه شپږم  پــــاس ښــــه دی
تحصيل يې څه کوو اخلاص ښه دی
 
اوس دی چنګيز او هلاکو په قدرت
ستا وظــــيفه ده دحــــاکم اطــاعت
 
که دې له دندې نه دې شوې  بې خبر
ګنې چـــې ګورې ، ډبلۍ او ستا سر
 
 دوی دخيــــانت کلــــه اظهار کوې
وای، داســــې نده ترې انکار کوي
 
که واې  ژوند دعالم، پوه بدتر دې
واې، ددې راز افشا کــــول خـــطر دی
 
که واې تشخيص دمرض وړوندښکاری
وای زموږ کار موږ ته سمون ښکاری
٦٢
ما ويل، قانون مو د ځنګل قانون دي
کوتک ، ډنـــډې او دچلول قانون دی
 
يو ډارن غږ کړه چې دا څه وايې يار؟
ځان دې په خپله خيژوې ته په دار؟
 
ما ويـــل ډاريـګه مه جــرت دی  په کار
 لږ څـــه احساس د مسؤوليت  دی په کار
 
د ژوند ماهيت په حقيقت ښکلې دي
ژوندپه همت او مسؤوليت  ښکلې دي
 
هــــاد وطــــن  تاريـخ   ته پام وسا ته
لــــږ دنیکــــونــــو احترام   وسا ته
 
ای هيوادوالو دا لوی فرض دی زموږ
 داخپل ګفتارته عمل قرض دی زموږ
 
نور د پــــردو  د  دوکـــو ښـکار نشئ
چې پــه  لمسون  د لوی اغيار نشئ
 
د يــــو بــــدلــــون   او د سمون لپاره
 د يــــو واحــــد وطن د شتون لپاره
 
دې  بــــد حالت ته نور انجام شوسره
يو عمـلي ګــــام او اقــــدام شـــوسره
------------------------------
م کال    ١٥  -  ٦  -  ٢٠١٠
 
 
 
سنــــدره
يوه نغـــمه يـــوه سنــــدره
يوه مــــاشومــه، مـــلغلره
 
چـې هم مينه ده ښکلا ده
مـــحبت ده مشـــغولا ده
 
د نيـــکـــه د زړه دنيـــا ده
ده ډيـــوه  دکـــور رڼــا ده
 
مور او پلار يــې هوسيږي
دا سنـــدر چـــې لـــويـــږي
 
دا سنـــدره بـــه نغـــمه شي
په هـــر لوري به خوره شي
 
دا بـــه هيله شي اسره شي
دوطـــن د بـــاغ ميوه شې
 
رب دې تل لرې خوشاله
دا ماشومـــه سندرواله
 
دا  احساس دابه وږمه شي
  دا  ناهيد يا زرغونه شي
 
کـــورنۍ تـــه افتخار شي
افغاني عزت ، وقـــار شي
----------------------------
وړه او خوږه ماشومه  سندرې او د هغې
 عزتمندې کورنۍ ته ډالۍ ٠
 
م کال   ٢٩  -  ٦  -  ٢٠١٠
 
آزاد افغانستا ن
 
 چــې کلــــه ګل کلـه بوستان يــادوم
زه مــــې د خــوږ زړګې جانان يادوم
 
څوک به سپيڅلې ديار مينه ستايي
زه هـــم نرګس سره بوستان يادوم
 
زمــــا قــــلم او مــــحبت معلوم دی
جنګ نه نفرت زه خپل آرمان يادوم
 
ټوپکه مات ،ظالمه سر دې وخورې
زه مې په ســــوله کې ايمان يادوم
 
 يواځې  جنګ ندی چې لار پيدا کړي
زه پــــه قــــلم د ژوند داستان يادوم
 
جنګ تباهي ده جنګ وحشت راولي
د قــــاتــــلانــــو تير زمــــان يــــادوم
 
دا چــې غليم مې په بــاغونو ګرځي
پــــه اتفاق کــــې غليم وران يادوم
 
 چې شل په سلو کې قدرت غواړي دوی
زه پــــه لستوڼې کــــې ماران يادوم
 
دا دپــــردو استــــخبـــاراتــــی ادارو
ښکاره او پت جیره خوران یادووم
 
دا وزارت خــــو د خدمت موخه  ده
دا د چوکی ټيــــکه داران يــــادوم
 
راشه چــــې غــــاړه شو غړی شو سره
په ورورۍ هــــر مشکل اسان يادوم
 
افغانــــه پريــــګده د توپــک خبره
پـــه هوښاري   بـُـرد  د ميدان يادوم
 
 راځه چې لاس د ورورۍ ورکو سره
د ازوريــــدلــــي  افغانــــان يـــادوم
 
زه دښمـــني د ټوپک مار سره کړم
نه چې د دين   خدمت ګاران يادوم
 
ټوپک دې پريږده  سترګې خلاصې که نور
والصلح خير پــــه نوم قــــران يادوم
 
افغاني يــــوکــړه دا خواره قومونه
بــــيا به ازاد افغانستا ن يــــادوم
----------------------------------
م .کال  ٧٧  -  ٢٠١٠
مهاجرت
 
 
 
 
ژوندون نلري بقا
 
دا بحـــرونــــه دا فضا
دغــــه ځمــــکه دا هوا
داهستي نــــن او سبـا
ده فـــاني دغــــه دنيــا
 
که بادشاه وي دملکونو
هم صاحــب د کــــروړنو
د بنــــګلو او بـلــډنګنو
خو ترې تللي وي فردا
 
دبــــدبــــې او عــــزتونه
د قدرت مغروروختونه
ها قصرونـه او برجونه
چـاتــــه  نــلــــري بــــقــا
 
ای مــــغروره د هستيو
د قدرت او د چـــوکيو
 
د عيشونو او خوښیو
 د ژوند  نــــده   دا مـانا
 
لــــږ دمــــه شه د غــروره
ای د بــــل په زور باتوره
شــــرم ښــــه دی د تربوره
کړه حاصل د خدای رضا
 
لږ انصاف درته پکار دی
 ولس ټول درته په قهردی
 سباواک د بل واکدار دی
مــــکړه ځــــان ســــره جفا
 
عمر ټول پــه تيريدو دی
 داکاروان پــه رسیدو دی
غفلت کار د ليـــونو دی
ښه عــــزت  لري   تـــقـــوا
 
ځان دې پــيژنه انسان یې
بې خـــبره د خپل ځان يې
 
چې په غیر لارو روان يې
نور د خــدای غـواړه پناه
 
سباخــدای ته دې رفتن دی
ژوند ختميږي ځانکندن دی
بس يـــو څــــو متره کفن دی
څــــه ځـــــواب کــــړې د الله؟
......................................
 
څه تيريږي؟
 
خدای پرې خبردی چې به څه تيريږي؟
چيرته بـــه بــد چــــيرته به ښه تيريږي؟
بـــدې شيبې زمـــوږ پــه زړه تيريږي
چې ټانک د کلي پــر وياله  تيریږي
 
جنګ موسپين ګيري اوځوانان ژړوي
دبمباردنــــوم  مـــوهـــر افغــــان ژړوي
  دود د بــــاروتــــومـــو آسمــــان ژړوي
څوک په ښکاره څوک لکه غله تيريږي
چې ټانک د کلي پر وياله   تيریږي
 
هر خــــواته مـــرګ دی افغانان مــري
زمـــوږ اميـــد ســـره آرمـــان مـــــري
زمــونـږ دکلـوزوړ  اوځــوان مــري
  څوک نــــا بللي ميلمــانـــه تــیريږي
چې ټانک د کلي پـــر وياله تيریږي
٧٣
داخوعمل دکوم خونخوار ښکاري
 چې عدالت  پـه نـوم شعار ښکاري
انسان وژنــــه پـــه اشکار ښـــکاري
لکه تــر  شپـولې  چـی ليوه  تيريږي
چې ټانک د کلي پر وياله   تيریږي
 
ته بــــه هم کلی لــــرې کــور به لرې
زړه سپين سرې شانته مور به لرې
ماشوم بچي بــه لرې  ورور به لرې
په بل چې کاندي پــــه هغه تيريږي
چې ټانک د کلي پروياله تيریږي
 
په زور په بل حاکميت ګران کاردی
دا ورور  وژنــه   د نا دا ن  کــــار دی
خيــــراوفــــلاح دمسلمان کــار دی
څه  بـه په سيمه اوکــالــــه  تيريږي؟
چې ټانک د کلي پر وياله  تيریږي
 
 
بس  دی مرګـــونه او نــاتارکلو کې
ســوله،  جــرګه شې او اتبارکلــو کې
پريږدۍ  چې راشې نور قرار کلوکې
په  ببر ســـر ماشوم به څه تيريږي؟
چې ټانک د کلي پروياله تيریږي
----------------------------------
م ٠ کال٦   -  ٨  -  ٢٠١٠
 
 
غـــزل
 
نن چـــې مــې اشنا راته غصه ښکاري
ښکاري چـــې دنيا راته غصه ښکاري
مــــا دبڼو لانــــدې پــــټ  کاتل ورتــه
خدايګو په همداراته غصه ښکاري
څه مــې په وعــده کې خطائې راغله
ځکه پــه بيا بيا راتــه غصه ښکاري
هسې مې ټول ژوندپه غم بدل کاندي
دا چـــې دلـــربا راتـــه غصه ښکاري
کړم يې بـــدرګه په  سرو غنچود ګل
ګرم  يم  خاماخا راته غصه ښکاري
زه يې اوس دزړه په احوال پوه شومه
دا چــــې برالا راتــــه غـــصه ښکاري
ميــــنه،محبت لــــري په زړه کې يار
نشې چـې رسوا راته غصه ښکاري
خوندکړي  افغاني دا پښــتنه ميـــنه
 ده  دزړه  دنـــيا راتــه غصه ښکاري
   م ٠ کال٢٨  -  ٨  -  ٢٠١٠
 
مناجات
ربه ستـــا دربار دی لــــــــوی
موږیو ټـول ستــــــــا ثنا ګوی
تـه عزت چــــــاته نصیب کړې
څـوک ذلیل کړې سیـــاه روی
تفـــــاوت لري خالقــــــــــــــــــــه
ستـا مخلوق په رنګ ا وخوی
یو هـــوښیـــارکـــــــوي کا رونه
بل جــــــــاهل بې ادب لـــــــوی
څــوک ظالم خـــــــانه خرابــــه
د ی مــــــکاره درواغـــــــګوی
ربـــــــــه تا دي پیـــــــــدا کړي
څوک عاجز څوک فضـول ګوی
تـــــکبر چې پـــــــــــــــکې نـه وي
هـــــــا عالم د عقلـــــــــــــــــه پوی
چې په پوهــــــــــــه علمیت مري
د هغـــــــــوی شتــه دوعـــا ګوی
چې په جهــــــــل کې پیـــدا شي
خـدای دې نکړي چــــــاته لوی
چې په سمـــــــــــــــه لاره سر دی
افتخــــــــــــــــار په داسې ځـوی
نورو صلحـــه کې ژوند تېر کړ
موږ په جنــګ کې شو ر ا لوی
***
٢٥- ٨- ٢٠٠٩
 
پټ انځور
 
مات کړه داطلسم راښکاره شـه نور
پرېـــږده   دا غــرورلــږګذاره شه نور
غواړم چې انځوردې خيال کې ځای کړمه
څو شیبې  دسترګـونندا ره شه نور
ژونـــددی زر تـــيريــږي  بقـــا نـلري
راشه دزړه کــورکې مې ديره شه نور
څوبه تصورکـــې وي  خيالې دنيا
راشه دژوندې مينې کيسه شه نور
والـــوزه  وزرې دې راپــــرانــــيــزه
مات کړه داقفس ترې بي ګانه شه نور
ته نــور دتعصب  زاهـــده ډار مکړه
وخانده دژوندخـــوږه نغمه شه نور
د ا د پـــاکې مينې ارمــانو تـــه يار
راشه ورتـــه وخــانده دمه  شه نور
مات بـــه مې خمارشي د اوږدو کلو
ښکلې د ســـروزرو پيمانه شه نور
------------------------------------
م ٠ کال  ٢١  -  ٨  -  ٢٠١٠
 
سپيڅلې ارمانونه
 
ګوره پــــــه مينه پــــــوهيدلې  اشنا
په زړه کې پوهه په خولې غلې اشنا
خوڅه چې وائې په رښتيا ېي واېې
ای په خلوت  کــې نازولــــــې  اشنا
 
دا ستا دمينې پــــټ ا لهام ته سلام
دمينې ډک خواږه پیغام تـــــه سلام
ستا دمعصوم  زړګي اسرونه  لوګی
 ستاد اخلاص ښکلي  انجام ته سلام
 
موږ د وحشې صياد په لومه کې بند
دځــــــوانو هيلو ارمـــــانونو کې بند
ميــــنه د زړه اظــــــهارولــــــې نشو
يودتعصب وړنـــدو چمونو کې بند
 
راشه چې مينه شو ايمان شو سره
يو ښکلې راز شواوپیمان شوسره
ای  پـــــټې مينې د حـــــيا نـــــه ډکې
راشه د خوږ  زړنـــو درمان شو سره
 
دغــــــه طلسم مــــاتول دي پـــــکار
په جهد مطلب ته رسيدل دي پکار
چې  دايم  عــــزم شوهمت شو سره
دغه تياری سبــــــا کـــــول دی پکار
---------------------------------
م ٠ کال      ٢٢  -  ٨  -  ٢٠١٠
 
 
ژوندون څه دی؟
 
دا ژونــدون يـــوامتحان دی
چاتــــه سخت چاته اسان دی
چې پــه سمه لارکې سم  وي
ورتــــه فضل د سبحــان دی
 
د بــــد کارو بـــد انجام وي
رياکار کله نيک نـــام وي
چې د ښو تمه تـــرې نه وي
کور اوکلي کې بدنام وي
 
دنيا سيندپـــه څير بهيږي
د ښو ښه نوم  پــاته کيږي    
چې عبث تـــرځي وختونه
خپل مقصدته نه رسيږي
 
ژونــــدون نـــلري بــقا تل
وي  انجــــام د ابتدا تــل
 
څودې وس رسي نيکي کړه
چې فــــاني ده دادنيا تل
 
ته د پــــوهې تـــرفدار  شه
ښه تعليم وکړه هوښيارشه
د دنيا په کار او زيار کې
څه همت وکـــړه بيدار شه
 
دغه چانس په تيريدو دي
 بس فرصت دې د شيبو دی
غـــافــــل نشې د ايــــامــه
چې ايـــام درنـــه په تلو دي
----------------------------
م٠ کال  ٣٠  -٩  -٢٠١٠
 
 
توپکمار
 
خپله کارغــه دي چــم د بــاز کوي
  د ډيره کبـــره جګ پرواز کوي
 
د ابې کمالـه د قــــدرت ليونيان
نه ترحــــم شته  نــــه لحــــاظ کوي
 
دا قاتلان دي توپکماريې ګنه
هسې تبليغ دور او دراز کـوي
 
خودوی په خپله په دې ښه پوهيږي
چې تـــل ګـــډادغير په سا ز کوي
 
دغــــه دنيا دا لباســــي وختونـــه
دايمه نــــه ده چــــې پرې ناز کوي
 
زموږ د ديــــن او د ائين پــــيروان
خداي ته د سولې راز ونياز کوي
 
ربه تباه کــړې فرعوني  زورواکان
چې ستا مخلوق سره ناساز کوي
-----------------------------
م ٠ کال   ١٧  -  ١٠  -  ٢٠١٠
 
 
پټ کاته
 
نن چـې اشنا سترګـــو کې کتل کوي
ښکاري چې په زړه کې څه ويل کوي
 
جــوړې تماشې يـې دي چشمانوکې
خيال کې مې انځور دکوم غزل کوي
 
خونديې پټ کاته کاسترګوسترګوکې
مينــــه ده  د زړونــــو ښکارول کــــوي
 
پريږده  کــــه  غماز  ورته هرڅه وايي
نه مـنې د بــــل هغه چــــې خپل کوي
 
حسن ده ښکلا ده پــــه همـــزولوکې
  خونديې رواجــونـــه  دکابـل کـــوي
------------------------------
  م٠ کال  ٢۸-  ١٠  -  ٢٠١٠
                          
لويه ربه
څــــه ويرجنـــې سلسلې دي
څه غمجــن ساړه  وختونه
 
تــړمــې اوښکــې دي روانې
پرې لامــده شول ګريوانونه
 
زه د مــور پـــه حال جړيږم
چــې اوس ګالـــې ګـړاونه
 
هـــره ګـــړۍ هـــره شيبه ېې
يـــادوي خـــپل مــالتونه
 
نـــا اميده لـــه هـــر خواده
ځان ځانـــي ده تکليفونه
 
اوس يې خپل ترې پردي شوي
پرديسي پــردي ملـکونه
 
ربـــه داســـې تـــوان را کړې
چې يې وکـــړو خـــدمتونه
 
د مور قـــدر او خدمت کې
خدای نصيب کړي جنتونه
 
څه حالات ښکلې شيبې وې
دځـــوانی ها  تير وختونه
 
عمرسيند غونـدې بهيريږي
مـــري سيندونــه دریابونه
 
مورې خدای دې نګهبان شه
کړو پاک رب ته دا سوالونه
 
دا غمجن زړګی يې ښاد کړې
کـــړه نصيب يـــې راحـــتونــه
 
ته مو دا ارمـــان پـــوره کړې
تـــرينه لـــرې کــړې دردونــه
-----------------------------
م٠ کال   ٣٠  -  ١٠  -  ٢٠١٠
مهاجرت
 
دغم  وريځې
 
دغم وريځې بياپه شنه اسمان خورې شوې
بيــــا د قــــهره د افــــق لـــمنې ســـرې شوې
نـــن داوښکــو دريــــابــونـــو حساب نشي
چې په سرمودځوانۍ خاورې ایرې شوې
خپل په وير،پردي په ويرهرلورې ويردی
نامرادد ښکلي ځـــوان د زړه  اسرې شوې
ځوانيمـــرګــــې ارزوګــــانــــې اميدونــــه
ټول دخاورې سره خاورې افسا نې  شوې
دا ژوندون راته  عجيبه شانته  ښکاری
هرې خواد ځــــوانيمرګـو هـــديرې شوې
دا شيبې، شيبې دغــــم او د مــــاتم دي
پدې کليو، مالتونـــودغـم شپې شوې
ربــــه تــــه د درديدلـــو زړنــــو مــــل شې
 چې دچــــا داميدونو ډيوې مــــړې شوې
-----------------------------------------
م .کال   ۸ ٢١  -  ٢٠١١
 
يوه عجيبه خاطره
 يو عجيبه خــــاطــــره د تير وخـــتونــو
پــه ښوونځی کې د لسم  ټولګي کلونو
 
هره ورځ درس اوتعليم ،کتاب درسونه
امتحان وه هم کامياب ،ناکام وختونه
 
يـــوه ورځ ټولګي کــــې وويـــل استاد
نوې زيري درکــوم چې شۍ پــرې ښاد
 
ويل سبابه درس ټولګي کې نه تيريږي
پروګرام به بيا په بل ځای کې جوړيږي
 
سبا تاسې شاګردان ځــي سرګرمۍ ته
هــم تفريح او يــــو نوې سير علمۍ ته
 
چې سبا مـــوږ دخپل کوره راروان شو
د استاد په پلان پــــوه هغه زمــان شو
 
ويل چې  ځو د زو بڼ  ښکلو نندارو ته
تاسې بولم  دژوندون رنګين صحنوته
٨٩
 
هر ژوندي   ته چې ورځۍ وکړی پرې فکر
ټول ياداشت کړۍ بياټولګي کې کووذکر
 
چــــې ور ورسيدو دغــــه د  زو بــــڼ ته
تلوسه مـــو  شوه د هر ژوندي ديدن ته
 
وه پــــه بڼ کې ټــــول وحشي ځناوران
څوک حيوان څوک يې ښايسته پرنده ګان
 
 
چا بيا وليکه ياداشت پـــه بيزو ګانو
د هــــوسيو پـــه  واړه  واړه بچيانـــو
 
چا شروع کړه دزمرو د ژوند صحنونه
د هغو د ژوند او ځـــای د اوسيدو نه
 
زه او دوست مې يو خبر تــه شو حيران
هغه دم يــــوه  صحنه  شــــوه را عيان
 
ما ويل ګورۍ  دی حالت نه لږ خبر شۍ
سيمساره او داچـــرګوړو  تــه  نظر شۍ
 
سيمسارې اوبو د ډنډ نـه سر اوچت وه
 د دوه درې ورځو چـــرګړوبــدحالت وه
 
څوک په سر د سيمسارې باندې روان وه
څوک ترې لرې په ګوشه ترې په ترسان وه
 
در ي څلور چوچه مـــرغان ترې شاوخوا
ګرځیدل څــــوک ازرده څــوک بې پــروا
 
ما پوښتنه خــــدمتګاره ځينې وکړه
ما ويل د اچوچه مرغان نودلته  څه کا؟
 
ورته جــــوړ کړی مناسبه شانته ځای
پري چې اوسي آسوده د ژوند تر پای
 
ويل چې نه!  دسيمساریو دا خوراک دی
ورځ کې څودانې چرګوړي  استحقاق دی
 
موږ ژوندې  يې هره ورځ ورته راوړو
دا خــــدمت دي سيمساریو ته يې کوو
 
٩١
ما چې وليدل عــــاجز، عاجز چرګوړي
چې نه کور ځانله لري نه کوم ځاي سوړي
 
بس چې کله سيمساری پرې ورګذار شي
د چرګوړو ځينې ورکـــه خپله لار شي
 
زه او دوست  شلوو غمګين پـــدغه راز
و لوي رب ته مـو په زړه شو راز او نياز
 
ربه دا د ژونـــد قانـــون عجيبه شان دی
چې دايوژوندی خوراک دبل حيوان دی
 
پدې دير کې کاشکې دا نـــه پيښيدلی
چــــې يوه، د بل چــــا ژوند نه ختمولی
 
کاشکې هر ژوندون ارامه کړی ژوند وای
دا چرګوړې به اخستی  ژوندنه خوندوای
 
يو انسان ولې ژوندی د بل خوراک کړي
داګناه  ده دغه   کار به کوم بې باک کړي
 
لا تر اوسه دی حساب تــــه يــــم حيران
څه قانـــون  دې د مخلوق  ددې زمان
 
په بحرو کې هــــم همدا شانې پيښيږي
په وړو ماهيانــــو غټ نهنګ مـــړيږي
 
يا غرڅه چې د ليوه کله پـــه ښکار شي
وينې وزبيښي په غوښويې نشخوارشی
 
واې ليوه څومــره ظالمه او خونخوار دي
حقيقت کې انسان دې نه بد رفتار دی
 
د غوايې غـــاړه کــې تيز چــــاړه کړي تير
وينې تويې کړی په غوښه کړې ځان سير
 
د دنيا داسې قــــانون تــــه يم حــيران
دا سيستم دی د ژوندن پهدی جهان
-----------------------------------
م .کال    ١٢٢  -  ٢٠١١  
 
 
 
 
خــوږه مينه
 
هـــرګــړۍ مـــې ديـــار ميـــنه  ژړوي
لکه شمه پـــه  سور اور مې سوزوي
راياديږي هــر شيبه  هـــره ګړۍ  بيا
خــوږه مينه زړګـــی کلـــه هيـــروي
غنمرنګه جګه ونـــه سورسالوکې
په ښکلا دقفقازحـــورې شرموي
بيا ليلاځي  مـــازيګر پــه  ګدر نو
شين منګی په لپه  ورو وروډکوي
زه د يــاردمينې ځکه رضامنديم
واي څه چــې څوک کري هغه ريبي
 ياره ستاد مهـرګـــروسترګــو سحر
بيا چيچل  کــړي لکه تــږي  منګري
اوس خزان چې په بهارمې راروان دی
خوږ موسم هسې تيريږي د ځواني
----------------------------------------------------
م .کال    ١۵٢  -  ٢٠١١  
 
 
تل به نه وي
 
نه بل تل داپاچاهۍ نه عيش نوش وي
نه بــــه تل دا غلامــان حلقه بګوش وي
 
نه به تل وي  دا مـــاڼۍ نه  دا قصرونه
نه ساقي نه ميخا نه نـه باده نوش وي
 
نه به تل وي مــــازيګـــر د ګدرغاړې
دپی مخوچټو پيغلوجـــم،جوش وي
 
نه به اوړي کاروانونــــه په البند بيا
نه به بيا  دپسرلـــي هغه خروش وي
 
که يوه شيبه له ځانه  سره سوچ کړې
ددنياوعجايبوتـــه دې هـــوش وي
 
دا دنيادغـــه فضاه دا اسمـــانــونـــه
 دسبحان دا عظمت به درته روش وي
 
 
 
کوم ساعت چې سترګې پټې له دنياشي
خپل پردي به دې دغمه سياه پوش وي
 
چې کـــري هغه بـــه رېــبي دامتل دی
بدکـردار به دې ترعمره بـاردوش  وي
-----------------------------
 
 
 
 
ملال  زړونه
 
چې دبل په خفګان ځان ساتي خوشال
دا غـــرور دی داســـې کبر شـــه زاوال
 
داسې نده چې ژوندون چاله هميش وي
دا درياب دی چـــې  بهيږي زود مهال
 
څوک چـــې بل ازاروي خپله ازار شي
چې ازار نکړې په ژوند کې د چا سيال
 
زه ددوست اوانډيوال نه معافي غواړم
که پوه شوی وي نا سم په کوم منوال
 
د بل زړه خوشالول  لوی عبادت دی
د فـــلاح   نـــاره بـــلنـــد وه د بـــلال
 
احـترام د عـــزتـــمندو اوپـــوهـــانو
دا حکـــمت دی عــلامه ده د کمال
 
 
په اصلاح د تير وتو کې  بدي نشته
ناپوهـــان به تل مغرور وي د کمال
 
دانا دوست به تل ښيګڼې درته ښايې
نادان دوست به دې اخته کړي په جنجال
 
افغاني د دوست په نقدکې خپه ندی
خـــو زوريږي تل  د زړونو په ملال
--------------------------------------
م٠ کال   ١٢  -  ١١  -  ٢٠١٠
 
 
دخدای حکمت دی
د وطــن ښکلـــې هـــوا ښه طبيعت دی
 په وطن کې اوسيدل دخدای نعمت دی
 
هره سيمه هــــره خوا ښکلې  درې دي
موږ ته پاتې ترينه ښکلې خاطرې دي
 
اوسيدلو هرطرفښکلو ځايو کې
دوطن ښايسته بانډواوسردروکې
 
يو ورځ  د ننګرهار په لور مونيت شو
ديودوست دښادۍ رسم يې علت شو
 
محمودخان پله کې تم ځای وه دبسونو
ور روان وه ننګرهار تــه پــه لسګونـو
 
ما اودوست مې په لمړي سيټ کې دبس
موټـــــروان تــــر څنګه کيناستو خلص
 
چې روان موږ په مقصددننګرهارشوو
په ستايلو او قصو  د هغه ښار شوو
 
يوګـــړۍ لا تيره نـــه  وه  د ز مــــان
د ماهېپر ها چړاېي شــــو له عيان
 
ډيــــره ښکلــــې منظــره د مــــاهېپر
داوبـو هغه ابشار شــــو پــــه نظــــر
 
يوسپين ګيري وويل ښکلی طبعيت دی
دا ابشار او دا ماهيانو کې حکمت دی
 
ځوان ويلې:څه حکمت لري  ماهيان؟
چې ابشار ته په ختو دي سرګردان
 
تر يوحده دې ابشارته چې رسيږي
وس يې نه رسيږي بيرته ځينې وليږي
 
داناپوهه دي  بې ځايه وهې زور
ښه به داوي چې واپس شي کور په لور
 
زوړويل:دغه حکمت دی چې زې وايم
د مــــاهيانو د ختلو عـــلت  ستايم
 
ويل :  ماهيان ابشارپــه سر کې زيږدلي
هغه تيګې هغه کاڼـــو کې لـــوی شوي
 
تريووخته پورې  هلته کړی ژونددی
خېل روز ګارځني اخستی پوره خونددی
 
بيا کوم وخت چې اوريـدلي بارانونــه
پــدې سيمه کــې راغــلي سيلابــونه
 
دوی ېې لاندې د ابشاره غورځــولي
بس همدلته په همدې ځای کې لوی شوي
 
اوس چې لږ څه د طاقت او لږ د ځان دي
د خپل دزيږنده ځایو نو په ارمان دي
 
هر پرواز کې په دې هیله او آرزودي
په امید دځوانۍسيمو په لیدو دي
 
په خپل زور او په قوت ورپوته کیږ ي
هاکم ز وره ماهيان  بـیرته ترې راولیږي
 
 
ددوی صرف هدف ليدل دخپل مالت دی
پدې فکرچې بـه وران که سلامت دی
 
دا علت دی چې مالت  په هر چاګران دی
پرې خوشاله دی غريب یاچیرې خان دی
 
پدې راز اوس هم هغه خلک پوهيږي
چې د خپل وطن نه لرې کې اوسيږي
 
وطن ګران دی تر هر څه وطن عزت دی
په مالت کې اوسيدل دخدای نعمت دی
---------------------------------------
م .کال   ۵ ٢- ٢   -  ٢٠١١  
 
پای
 
 
 
- بېرته شاته