(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاوان

ليک :: زرين انځور
په پوره دريولکو افغانيو سره جوړشول يوځل بيا ئې دټينګار په توګه ورته وويل: ګوره خبره به يوازې زما اوستا په مينځ کښې وى پوهه شوې خان ولى ؟ خان ولى په غوړه مالى ورته وويل . بس همدا زما اوستا په مينځ کښې ده دريم ګړى به رانه خبر نه شى شهباز داځل دتهديد په بڼه ورته وويل : خان ولى بيابه ماله هم ښه نه وى اوتاله هم. او وروستۍ برخه ئې يوځل بيا په يوڅه جديت تکرار کړه : او تاله هم ! خان ولى دغوړه مالۍ غوړ نور هم زيات کړل . شهباز خان که دې باورنه کيږى نو قسم به درته وکړم ته په خدائې....
شهباز خان دخان ولې خبره بشپړيدو ته پرې نښوده . اوګوره بيګا له به په تيارۀ کښې راځې هلته به زما سره ځې او په کوم ځائې کښې به لرې راته اودريږى . اوبيائې خبره يوڅه دتکبر له غږ سره يوځائې کړه . بيا نو زۀ پوهه شه اوهغه ! تيارۀ چې ښه سمه خپره شوه خان ولى دشهباز کورته ورغےهغه هم تيار د پښو په سر ناست ؤ دوه نيم لکه روپۍ ئې شهبازته ونيولې : پوره دوه نيم لکه دى پنځوس زره سمدلاسه راسره نه وې په څوورځوکښې به ئې برابرې کړم بس په يوڅوورځوکښې .. شهباز پيسو ته وکتل چرته ئې ځائې په ځائې کړى ټوپک ئې اوږې ته کړو څادر ئې له ځانه راتاو کړو او خان ولى ته ئې وويل :: ځه چې ځو ! دواړه څنګ په څنګ سره روان شول په لاره کښې ترډيره بې غږه غوږه روان وو له خپلو کورونو نه چې ښه وړاندې لاړل شهباز خان ولى ته مخ ورواړاولو.
بس ته بيا چرته پټ کښينه هغه دزنديق بچےپوهه شه او زۀ . په اوږه کښې پروت کلاشنکوف ته ئې يوتکان ورکړو او خدائى زده څنګه خان ولى تيندک وخوړو : بس ماهم په والله که په بل چازړۀ کاوه زۀ خو پوهيدم چې درحمت شاه دټيک په داټول کلى کښې پل څوک نه شته . شهباز په بريتونو کښې موسکےشو. رحمت شاه اوزمادټيک! خان ولى شهباز ته وويل : په خدائى ظلم ئې راسره کړےځکه مې ئې دوژلو نيت وکړو اودرې لکه مې پرې له زړۀ وويستې : پنځوس زره به هم ډير زر پيدا کړم له حميدګل سره مې دويالې دغاړې دپټى د ګرويدو خبره کړې ده . شهباز ته بيا په زړۀ کښې څه شک وروګرځيدو.
او ګوره خان ولى سمه خبره راته وکړه په کورکښې خوبه دې خامخا څوک خبر کړى وى په کورکښې خوبه دې مصلحت کړى وى . اخر دمصلحت خبره ده کنه ؟ دخان ولى خله بيا چينګه وينګه شوه : په والله که مې لاهغه خپل داداته هم داخبره کړې وى ماويل ورکوه ئې خرابه زمانه شوه نه چې په پرده پرده کښې خبره رسوا شى . لږه شيبه ئې خبره وژوله اوبيائې شهباز غږ واوريدو: اوبيا لاتراوسه څه شوى هم نه دى څه به مې په کورکښې چاته ويل ؟ شهباز يوځل بياډاډه شو بيائې په اوږه کښې پروت کلاشنکوف ته ټکان ورکړل اويوځل بيا خان ولى تيندک وخوړو: يره چې دادزنديق بچےمې له مخې لرې شى بيابه ګورو ! شهباز اوخان ولى ښه ډير وړاندې لاړل شهباز خپلې پښې نورې هم ګړندۍ کړې اوخان ولى هم لکه په هغه پورې چې تړل شوےوى هغه هم ګړندےشو شهباز ته په زړۀ کښې نورڅه وروګرځيدل هسې نه چې رحمت شاه په کورکښې نه وى هسې نه چې دانغدې دوه نيم لکه مې له لاسه ووځى هسې نه چې درحمت شاه په وژلوکښې پاتې راشم هسې نه چې کله هغه وژنم اوڅه خنډ رامخې ته شى او داسې خوډير تشويشو نه دهغه له ذهنه ورچاپيره شول هغه خوکله هم داسې شکونو دومره نه ؤ وار خطا کړےبيائې په زړۀ کښې وروګرځيدل.
نغدې دوه نيم لکه روپۍ اودرحمت شاه په وژلوکښې خطرې يوه شيبه ئې وغوښتل چې دغه دخطرې تشويشونه له ذهنه وباسى هسې نه چې دهغه له لاسه ټوله ګټه وباسى خوداځل دهغه فکر ته نور څه ورغلل بيائې خان ولى ته مخ ور واړاوه. او ګوره خان ولى! هغه بخمل دشيطان بچےخودې زوروراشنا دےهغه ته خو به دې له خلې نه څه نه وى وتلى ؟ خان ولى داځل ګيله من غوندې شو . شهباز خانه ماخودرته سپينه وويله نوچې ته ئې نه منې! شهبازنور ځنډ لازم ونه ګڼلو دويم انتخاب ئې غوره کړو ټوپک ئې يوناڅاپه له اوږى لرې کړو خان ولى ټوپ کړو اوبيا دکلاشنکوف دججورې دتشيدو يودرزشو دخان ولى چغې په دغه درزهارکښې ورکې شوې شهباز بيرته ټوپک اوږى ته کړو او له کټ کټ خندا سره ئې وويل. خير دې پنځوس زره ئې تاوان ! اوپه بيړه له هغه ځايه روان شو.
 
- بېرته شاته