(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کرزي مرکه او غبرګون يې

لیکوال: سليم ساپى
ژباړه : سيدشاه سقيم
د ولسمشر کرزي هغه خبرې چې د تېرې جمعې په ورځ يې راسره د يوې مرکې پر مهال کړې وې احساساتي نه بلکې تللې شوې وينا وه. دغه مرکه د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان جيو ټلويزيون هم خپره کړې وه. ما داسې وانګېرله چې ولسمشر کرزي د دغې مرکې پر مټ پاکستان او امريکا دواړو ته  په جلا جلا توګه خپل پيغام په ښه توګه ورساوو. هغه د دغې مرکې پر مهال په افغانستان کې د روان  ناورين  او د پاکستان په اړه د هغه خپل نظر په ښکاره توګه وړاندې کړ. کرزي  د افغانستان په وړاندې د پاکستان د پاليسي د خطرناکو پايلو په اړه هم پاکستان ته سم خبردارى ورکړ. که څه  هم کرزي به  ترې وړاندې د پاکستان دا خبرې ردولې چې ګواکې افغانه خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي خو دا ځل يې په ښکاره دغه خبره تاييد کړه او ګواښ يې وکړ چې که د افغانستان او پاکستان خپلمينځي اړيکې ترينګلې وي. او د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کېږي نو د افغانستان له لوري به هم له پاکستان سره ورته عمل وشي.
 کرزي څرګنده کړه چې که پاکستان د افغانستان په خوښه له افغان دولت سره مرستې وکړي. نو افغانان به بيا د چا په خپه کېدلو او خوشحالېدو پسې سر  وونه ګرځوي او په هر ډول چې وي تر  ورستي حده به له پاکستان سره ولاړ وي. د کرزي صاحب د دغې مرکې له امله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې غلبلې جوړې شوې. له واشنګټن پوسټ څخه نيولې تر نيويارک ټايمز او له ګارډين څخه نيولې تر هندوستان ټايمز  پورې هر ځاى د کرزي دغه خبرې چې که هند يا امريکا پر پاکستان بريد وکړي دى به د پاکستان له خوا وي د رسنيو غوښن سرليکونه وو.
  امريکايي او هندي مطبوعاتو خو له دغې مرکې وروسته کرزي ته پيغورونه ورکړل.  افغاني مبطوعاتو هم د کرزي خبرې ښې وشاربلې او په افغان پارلمان کې يې دغو خبرو مجسلونه تاوده کړي وو. له مرکې وروسته په افغانستان کې يو ځل بيا ولسمشر کرزى د پاکستان ګوډاګى او سربدحاله وبلل شو. د انټرنيټ پر پاڼو ځينو افغان ملګرو د تېر په څېر دغه  مرکه د پاکستان يوه دسيسه وبلله  خو ډېره نادوده  لا دا ده چې په پاکستان کې هم د امريکا پر ضد د کرزي دغه خبرې  د پاکستان په ځينو ټېکدارانو ښې نه دي لګېدلې . که ولسمشر کرزي د امريکا ملګرتوب اعلان کړى واى نو په دوى به يې هم خبرې ښې لګېدلې وې خو چې  کرزي د امريکا له خوښي پرته دغه خبرې وکړې يا يې د امريکا له خوښي پرته پاکستان ته د يارانې غېږ پرانيسته نو دغو د پاکستان ټېکدارانو ورته ښکنځل وکړل. د يو پاکستاني په نامه د دغې کړنې له امله دا مهال د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ټولو پښتنو په زړونو کې له پاکستان څخه نوره کرکه هم پيدا شوې ده. له همدې امله هر وخت په  افغانستان کې د پاکستان په مرسته واک ته رسيدلي کسان بېرته له پاکستان څخه کرکه کوي.
افغانستان له تېرو لسو کالو را په دې خوا د امريکا په ولکه کې دى خو له مونږ څخه ولې هېره شوې ده چې زمونږ خاوره له تېرو شپېتو کالو را هسې د امريکايانو پنډغالى دى.
 هر څوک پوهېږي چې په پاکستان کې د ټولو سياسي چوکيو واک له امريکا سره دى د امريکايانو په خوښه مونږ ته ولسمشر راځي او ځي هم د امريکا په خوښه .
خو بله خوا په افغانستان کې تېر ځل د ولسمشرۍ د ټولټاکونو پر مهال امريکا تر خپله وسه هڅه وکړه چې د ولسمشر کرزي پر ځاى عبدالله عبدالله وټاکي خو چې هر څومره وس يې وکړ کرزى بيا هم وتوانېد چې ځان د افغانانو ولسمشر کړي.
خو بيا هم که د امريکا دغه لاسپوڅى پاکستانى حکومت  له امريکا سره د جګړې مصنوعي چاپېريال جوړوي مونږ يې ريښتنى بولو خو که افغان دولت  په راتلونکي کې د دغسې کړنې اراده وکړي مونږ يې ډرامه او لوبه بولو.
د بېشرمۍ هم يو حد وي !
په پاکستان کې د افغانستان پخوانى سفير او د ګلبدين حکمتيار زوم ډاکټر غريت بهير مونږ په اسلام اباد کې ونيو او بيا مو پر امريکا وپلوره خو همدغه کرزى وو چې بېرته يې د هغه د را خلاصولو هڅې پيل کړې تر څو يې چې بېرته را خوشي کړ.
تر راخلاصېدو وروسته ولسمشر کرزي هغه دوې اونۍ په ارګ کي مېلمه کړى وو . د لوړو لوړو دولتي چوکيو وړانديز يې ورته وکړ خو چې هغه بيا هم په افغان دولت کې په لوړه چوکۍ تر کار کولو په پاکستان کې اوسېدل خوښول نو په خپله ځانګړې الوتکه کې يې پر اسلام اباد راکښته کړ. (  ډاکټر غيرت بهير په خپله  هم دغه  خبره تاييدوي )
همدارنګه په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانى سفير  مولوي عبدالسلام ضعيف هم مونږ په بشپړه بې شرمۍ ونيو او بيا مو امريکا ته وسپاره خو ولسمشر کرزي هغه بېرته را خوشي کړ په ډېر احترام يې کابل ته راووست او هلته يې اوس ساتنه کوي.
نن هم په افغانستان د امريکا د کارېدونکې وسلې اتيا سلنه د پاکستان له خاورې افغانستان ته ځي او مونږ امريکا ته د دغه چوپړ  مزدوري په ډالرو تر لاسه کوو.  له تېرو شپږ کالو را په دې خوا مو امريکا پر خاوره د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کوي خو دومره نر راپکې نشو چې ورته ووايي چې ولې ؟
خو د خندا ځاى دا دى چې  په دې هر څه سربېره مونږ بيا هم يو خپلواک هېواد يو او کله چې هم وغواړو له امريکا سره د جګړې په نامه نوې نوې ډرامې جوړوو. خو افغان دولت ته د امريکا د غلامي پېغورونه ورکوو.
افغان ولسمشر کرزي دا نه دي ويلي چې که امريکا يا هند پر پاکستان يرغل وکړي نو دى به  خپله له ارګ څخه راوزي او د پاکستان مرسته به کوي بلکې د افغانستان خبره يې کړې ده چې د جګړې پر مهال به د پاکستان  خوا نيسي.
 د يو پاکستاني په توګه دا ايمان لرم چې هند يا امريکا پر مونږ بريد وکړي نو افغانان به له مونږ سره مرسته کوي.
مونږ ولي په افغانانو کې ځانځاني راولو . يوازى کرزى نه بلکې حکمتيار او ملا عمر هم افغانان دي. کله چې د افغانستان يادونه کېږي نو دغه ټول مشران پکې شمارل کېږي.
په نولس سوه پېنځه شپېته او نولس سوه يو اويا کې چې د پاکستان او هند تر مېنځ شخړې وې او هغه وخت د افغان دولت او پاکستان تر مېنځ اړيکې تر اوس ډېرې بترې وې بيا هم افغانانو زمونږ ملا وتړله.
هغوى که له امريکا سره د ډغرو وهلو خبرې کوې نو ښې ورسره ښکارېږي ځکه چې هغوى تر دې وړاندې له  انګرېزانو سره هم خوړلي دي. د شوروي اتحاد ته يې هم غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى د ى او نن امريکا ته هم سبق ورکوي خو ددې برعکس زمونږ واکداران د تل د پاره د امريکا غلامان پاتې شو ي دي.
نن مونږ له امريکا سره د پاکستان احتمالي جګړې ته چې په حقيقت کې يوه ډرامه ده حقيقت وايو خو امريکا ته د افغانانو ګواښ بيا ډرامه بولو.
 هند مو خاوره نيولې ده ، له تېرو شپېتو کالو را په دې خوا يې راڅخه په کشمير خېټه اچولې ده.  خو کله مو هم خپل مداريان چې د کشمير د نيولو په موخه د پاکستانيانو احساسات د خپلو ګټو د پاره کاروي د هند پر وړاندې وسله په لاس وونه ليدل خو که بله خوا وګورو نو د حامد کرزي او ملا عمر نيکونو کلونه وړاندې لا هندانو ته ماتې ورکړې وه او واک يې پرې چلاوو. هغوى څو ځله هند نيولى وو خو هندوستانيانو کله هم دوى نه وو په شا کړي.
 مونږ د هند په وړاندې د خپلو مداريانو لوبه رښتنې مبارزه بولو خو که يو افغان د هند پر وړاندې د پاکستان د ملګرتيا خبره کوي نو ښکنځل ورته کوو.
اخير بېشرمي خو به هم يو حد لري .
مونږ چې کله هم د افغانستان يادونه کوو نو ولي ځينې نذاکتونو شا ته غورځوو. که ملا عمر دى ، يا ګلبدين او يا هم کرزى دوى د افغانانو مشران دي او مونږ يې بايد د مشر په توګه احترام وکړو. د افغانستان په واکدرانو که څه هم د امريکا اغېز پروت دى خو دومره همت هم لري چې پر امريکا سترګې ور برګې کړي خو عرب وکداران بيا تل تر تله د امريکا غلامان پاتې شوي دي.
افغانان که له يوې ګولې ډوډۍ نيولې بيا د سر تر ساتنې پورې امريکانو ته اړ دي خو له  عرب شيخانو سره چې دا دواړه هم شته بيا هم د امريکا غلامي کوي. يوازې هغه څه چې عرب واکداران يې نه لري هغه د امريکايانو په وړاندې غيرت دى. کنې نو امريکايان بيا د دوى محتاج دي.
د افغانانو په  وړاندې  دغه پاکستاني زمري چې په کرزي پسې بدې ردې  وايي يوه ورځ خو دي په دغسې لهجه په عربو پسې هم څه ووايي بيا دي وګورې چې څه ور پېښېږي.
 په رښتيا چې دغه پاکستاني زمري د امريکا د غلامانو غلامان دي. خو دا چې عرب يې په يو ډول  ماماګان او نږدې خپلوان دي نو ځکه نورو  ته تر پيغور ورکولو وړاندې په خپلو ګرېوانونو کې هم نه ګوري.
دا مهال افغانستان له پاکستان څخه ګوښى کول او په افغانستان کې د پښتنو او تاجکو تر مېنځ نفرت پيدا کول په خپله يو ډول د امريکا چوپړ دى چې دوى يې وهي نه د پاکستان.
په سيمه کې د سولې د ټينګښت او د امريکا د هيلو د شنډولو يوازينۍ لاره د افغانانو يو موټى کېدل او د افغانانو په زړونو کې د پاکستان په وړاندې شته کرکه له مېنځه وړل دي.
که داسې وبولو چې پاکستان مشر او افغانستان يې کشر ورور دى نو بايد مشرى يې د کشري په ځينو تېرتنو باندې لا هم تله تېره کړي . داسې نو نه کېږي چې د کشري ورور  د خپلوي ځواب په ښکنځلو ورکړل شي.
د انسانانو په زړنو کې د يو بل په وړاندې کينه د يو انسان د پاره زهر دي. ځکه خو خداى پاک هم په خپل کتاب کې انسانانو ته له کينې څخه د ځان ساتلو ويلي دي. زه کينه ګرو ته کله هم په کينه ځواب نه ورکوم ځکه چې د اسلام ستر پيغمر حضرت محمد ويلي دي چې د ګينه ګر  د پاره  دغه تکليف هم بس دى چې هغه د خپلې کينې په اور کې سوځي. خو که بيا هم له جيو ټلويزيون او يا هم په شخصي توګه له ماسره له کينې ډډه وشي ښه به وي.
ماته مي مور داسې روزنه نه ده راکړې چې د ښکنځلو ځواب په ښکنځلو چاته ورکړم.  زه پر خپل قوم وياړم خو د نورو قومونو هم احترام کوم.
خو دا چې په  رګونو کې مي پښتنه وينه بهېږي خپل قوم ته د چا په ښکنځلو ځورېږم هم.
څوک چي مي قوم ته ښکنځل وکړي هومره پرې ځورېږم څومره  درد چې يو کينه ګر انسان ته د هغه د سيال له پرمختګ او شهرت څخه رسېږي.
- بېرته شاته