(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانان خپلى شخړ پخپله اواروي شې

يكونكى /الجبار كاكړ

زما درې وينا وي هر وخت په دفاع كښې ګرځي چي د ۱۹۷۸ء دافغانستان پسيښې وروسته زموږ پوهانواو سياسي استادانوكړي وي خوپښتانه افغانان داسي خلګه دي چي په سر يې اور نه وي لګيدلي دوي چورت هم نه پكښى وهى ولي چي  يو خوي دوي دځان ځانى(EGO) په ناورغي اخته دي او هر يومن دي دخپل ومخ ته او ځان ترهر چاپوه بولي بلى خواته يې ځانى ګټى ته ډير ارزښت وركوي وي او ډير لږ څوك دي چى دخاوري دقام او ولس په غم كښې هر وخت روحي ناروغان شوي دي.
                        كله چي په افغانستان كښې دانقلاب په نامه يوه پيښه رامخ ته شوه او د پنګه والي او داشتراكي نظامو دجنګ ميدان افغانستان وګرځيدي ارواښاد خان عبدالغفار خان باچا خان به هميش داخبره كوله چي دا دزور وروجګړه ده چي پښتانه افغانان به پكښې وځوكرول شې ددي وروسته ډاكټر نجيب الله داخبره وكړه چي افغانستان تباه شو دوي داخبره هغه وخت وكړه كله دجينوا شوي لوزنامه ې دناكامي سره مخامخ كړه ارواښاد اجمل خان خټك هم داخبره په يوه لويه غونډه كښې وكړه چي په پښتنو افغانانو باندي توره بلارا روانه ده رښتيا خبره ده چي ددهغه دروواړو خدائى بخښلو خبري رښتياوختى دشوروي اتحاداو دامريكا په جګره كښې څه وشو موږ ټولو دا وليدو چي هر سترګور سړي په پوه دي چي په دهغه جګره كښې ترټولو زياته زيان وچاته ورسيدي؟ داخوبيله خبره ده چي پښتانه افغاتان دنورو بربا ديو څخه خوندي شول چي كله دشوروي اتحاد د وخت مشر ښاغلى ګوربا چوف په شوروي تګ لاره كښې بدلون راوستي چي زموږ دهغه ټوله خاوره دزروي جګړي لاندي راتلى شوه بيا چي ډاكټر نجيب الله چي كومه خبره وكړه چي افغانستان تباه شو په رښتيا هم لومړي تباهى په كابل راغله او تراوسه هغه تباهي روانه ده او دانه دڅرګنده چي دا ورانى به تر كله رواني وي  وروستي خبره اجمل خان خټك كړي وه چي توره بلارا روانه ده د ددوي په دي خبره كښې څه شك شته؟ چي يوه وړوكى بيلګه يې دسوات دوه درې كاله دمخه راغلي وه چي اوس هم ددهغه بلامخ نوي نه دي شوي په جرګو په جنازو په جوماتو او په افغان پښتون بازار وكښې ځان وژونكي بريدونه بلانه ده نوبل څه دي؟
                                  دا دي نن پښتانه افغانان دزور وروتر پښو لاندي دي افغان او خاوره يې تباه شوه او دلوئي بلا سره پښتانه افغانان مخامخ دي او دانه د ورته څرګنده نه دي چي د دوي دښمن څوك دي؟ او خپل يې څوك دي؟ چي يوملت په داسي ناورين كښې راګير شي نو بيا څه كول په كاروي؟ يا خود كوتري وارو سترګى پټي كړي چي پشو يې ناخوري يانوبله لاره داده چي سترګى رڼي كړي دحالاتو جاج واخلى څه چي په تير شوي دي دهغه شننه او پلټنه وكړي او ځان ته دامعلومه كړي چي دا ولى راسره وشول كومى تيروتنى وي چي ددهغه ناورين سره مخامخ شول؟
                نن ودي ته داسي كتل نه دي په كار چي دا طالب دي دا حزب اسلامى دي دا خلقي دي يا پرچمي دي ياد دولت ملاتړي دي ولى دا دټولو دپاره او ټولو دپوه پناه كيدو يوه نړۍ واله لوبه ده نن د دوست او دښمن په خبره غوږ نيول نه دي په كار بلكى په خپل ځان باور په كاردي داهره  لوبه چي روانه ده او يوبل ته يې توره استله دا پخپله يوه لوبه ده چي دواړو په دهغه ډول په مخه كړي ده يواځى ددي دپاره چي پښتون افغان دهوكا كړي ؟او په هغه توره تېاره كښې وساتى لكه د هغه څو كلو څخه ساتلي شوي دي  دوي پخپله سره جنګول خو دوي دخير په غونډي ورته ناست وي خو اوس ډير څه څرګنده شوي دي خو بيرته هم پوښتنه دا ده جي هغه څوك چي په سترګويي تراټى ورتړلي دي هغه تراټى به دسترګو څخه ليري كوي كه يا؟
                 لكه پخواچي موږ ويلى وو چي دپښتون افغان ملت او ددي خاوري دځخورلو يواځي او يواځى لاره داده چي دوي پخپلو كښې په ټولو چارو په يوه ټخر سره كښيني او د دهغه څو كلو ناخوالي وچيړي هر يووپيژنى چي چاڅه وكړو اوس هم چي افغانان په بيلو بيلو مور چلو كښې سره ناست دي يو بل ته خطرنه دي بلكى خطر دهغه چا څخه دي چا چي هميش دبل دګټو دپاره دافغان پښتون په جامحه كښې ونورو ته كار كړي دى دهغه څوك اوس هم افغانان پښتانه  د اور ولمبوته وټيله ول غواړي كه دهغه ډول كسان دمنځ څخه واستل شې نو نيم كار به دوي ترسره كړي  او هغه لاسونه چي د دوي په غداري وافغانستان او پښتون خاوري ته را اوږ ده شوي دي دا به قطحه كول وي او دا كار به په افغان پښتون خاوره كښې لومړي پښتانه پورته كوي بيابه دنورو څخه داسي غوښتنه كوي شې ولي چي دوي په افغانستان كښې زياتوب جوړه وي او مشري يې كوي نو به دي كار به دوي پيل كوي.
               په افغان خاوره باندي دتاريخ په اوږ دوكښې ډيري  ناخوالي تير شوي خو داسي ناورين كله هم په دوي نه وو راغلى لكه په دهغه ۳۲كلو څخه دوي پكښى راګير شوي دي او كه اوس هم دوي په نورو ځړيږي لالا به دوي ته ښه ورځ راولي نود دي دمخه څخه دافغان ولس پاتا واخلي يواځي او يواځي هم دهغه دخاوري بچان كولي شې چي دنړۍ والو ددهغه جال څخه ځان وباسي او هر يوه ته ليكه وباسي چي د دوي سوشلزم يې هم وليدي د دوي پنګواله دبشر دحقوقود اوه داره مو هم وليده او دهغه چا اسلام موهم  وليدي چي دافغانانو سره دادري واړو لورو لخوا ورسره وشوه چي دوژني بريادي لوټ چپاؤ او دخپل كور دورانى په چپه بل څه نه شو په برخه ستاسو دټولويې كور ودان خو دومره دخدائى پاك وجه وكړي چي موږ خپله سره ايله كړي موږ افغانانو خپلى ټولى لانجى دتاريخ په اوږدو كښې اواري كړي دي زموږ ولس نور جګړه نه غواړي نه خپله خاوره نوره ورانول غواړي نه خپله خاوره دنورو دجګړو ډګر چي  زروي جګړه هم باندي كيدي شي؟
- بېرته شاته