(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلامي مشران د ټولنيز ترور په لومه کې

په نړۍ کې تر ننه ډېرې جګړې تر سره شوې دي چې لومړۍ نړېواله او دويمه نړېواله جګړه د جرمني په تېريو پيل شوه چې پايله يې د سلهاوو ميليونونو خلکو مړينه شوه.  مګر هېچا له ځانه سره فکر ونه کړ، چې د دغو پېښو علتونه څه دي او څه ول. په دغو جګړو کې ملکونه وران شول،  هم خلک ووژل شول او هم د ټولنو مخکښان. د دغو پېښو په ترڅ کې يوه پېښه ډېره په زړه پورې ده، چې په اسلامي نړۍ، افريکايي او يا هم وروسته پاتو ملکونو کې د ټولنې ولسمشران په ډېره فجيع بڼه وژل کېږي.
د افغانستان په پېښو کې له ۲،۵ ميليونو ډېر خلک ووژل شول او د انسان وژنې يوه ځانګړې بړبوکۍ ليا خوره ده، چې په افغانستان کې د مړيو نڅا، په سرونو کې د مېخونو ټکوهل، په کانټېنرونو کې د خلکو ويشتل او په رودونو او ويالو کې د اشخاصو ډوبول يې ځانګړې بڼې دي، چې زړه بوږنونکې پېښې يې د کابل په ښار کې په نويمو کلونو کې  د ټولوژنو په ترڅ کې وې او د طالبانو په موده کې د فقيد ډاکتر نجيب الله  او د هغه ورور احمدزي وژنه او بيا يې د آريانا په څلور لاره کې ځړول ول، چې ټول بشر لاس په ګوته ورته پاتې شول.
د افغانستان نننۍ غميزې هم د شوروي اتحاد د سرو پوځونو  له يرغل سره سم او د ثور د سرې  کودتاه سره پيل شوې دي، چې بيا يې د روسي سوسياليزم لوبغاړي په يو او بل نامه  ووژل شول او يا هم هجرتونو ته اړ شول. زه غواړم په دغه ليکنه کې هغه اندېښنه څرګنده کړم، چې وروستۍ  شپې  ورځې يې زما د ‌ذهن آرام  له منځه وړی، ځکه چې په اسلامي نړۍ کې يې بيا يو ولسمشر فقيد معمر القذافي  په ډېره نامردانه توګه وواژه او له وينو او جسده يې عام نندارتون جوړ کړ، چې له انساني کرامته يو ډېر لرې کار دی.
امريکايان د شلمې پېړۍ په بهير کې د شوروي سوسياليزم سره په ساړه جګړه اخته ول، خو قرباني يې ډېر وروسته پاتې ملکونه شول، اما د افغان ولس په وينه يې د سرې غميزې د پای  ټکی کېښود چې افغانستان دا دي د څو لسيزو په اوږدو کې په وينو کې لمبول کېږي اوخلک يې رټل کېږي.
د ورورسته پاتو ملکونو له ذهنيته داسې ښکاري چې ګواکې د ټول هېواد مسؤليت د يو شخص پر غاړه وي، ځکه چې په دغه ملکونو کې د شخصيت پرستي کېش غوړول شوی وي او ټول له يوه شخصه د معجزې توقوع کوي. رابه شو دې ته چې  آيا د يو شخص په وجدان يا وژلو به د يو ملک خلک نېکمرغه شي او که نه؟  له خواشيني سره بايد ياده شي چې په اسلامي نړۍ کې ډېر مشران په فجيع توګه وژل کېږي. په پاکستان کې د بوټو اعدام، د جنرال ضیاع الحق الوزول او بيا د بې نظيرې ترور، په افغانستان کې د شهيد سردار داود خان، نور محمد تره کي او حفيظ الله امين وژنه، د ډاکتر نجيب له منځه وړل، په افريکا کې د پاتريسا لومومبا (Patrice Lummumba)  وژل  او همدا ډول په نورو ملکونو کې هم خلک په يو او بل نامه د سياسي سليقو پر بنسټ ووژل شول.
په يوويشتمه پېړۍ کې  امريکايانو د نړيوال پوليس دريځ خپل کړی او دا دي د وروستيو لسو کلونو په بهير کې يې په ګڼشمېر ملکونو کې د نفاق اور بل کړی او د بېلابېلو ملکونو خلک يې په وينو کې ولمبول چې هره ورځ يې په سلهاوو تنه وژل کېږي او خلک يې د بې امني له ګواښ سره مخامخ کړي.په يو شمېر ملکونو يې په نېغه تېری کړی او د امريکايي او لوېديزوالو له چلند سره سم يې د  اسلامي ملکونو مشران  په ډېر  سپکاوي  له منځه يووړل، چې په اسلامي نړۍ کې يې د هويت ستونزې رامنځ ته کړې دي او د بنسټپالي بړبوکۍ.
امريکايانو په يو او بل نامه د نورو ملکونو ليډران چې امريکايانو او يا لوېديزوالو ته ژمن نه وي، وژني او د سيمې خلک يې هم ورټل او هم يې ووژل. کله چې په اتيومو کلونو کې د پاناما ولسمشر (نوریېګو) له امريکايانو نه سرغړونه وکړه، نو امريکايانو نظامي يرغل پر پاناما وکړ او د پاناما ولسمشر (نوريېګو) يې په سپکاوي امريکا ته بوته او امريکايي جېل کې يې واچاوه.
په افغانستان کې هم په ډېرو مشرانو نخرې وشوې، چې فقيد ډاکتر نجيب الله د سولې سياست ته په ناپېيلي توګه هلې ځلې کولې، خو بيا هم په خپل سوله ييز سياست کې ناکام شو، چې د ناکامي او بيا په ډېر سپکاوي وژل کېدلواساسي علت يې بلې ايديالوژي ته ژمنتيا وه، چې د امريکايانو نه خوښېده او د خپل ناکامه دوښمن په توګه يې د خپلو ګوډاګيانو په لاس وواژه. د خاد  رياست او سوسياليستي ذهنيت يې ورته پلمه کړه چې د مرګ جواز يې صادر کړي.
په افغانستان کې د سياسي مشرانو وژل کوم ځانګړی کار نه دی. په افغانستان کې هم سياسي وژنې د استخباراتي کړيو په نغوته تر سره کېږي، چې په وروستيو څو مياشتو کې ګڼشمېر افغاني مشران ووژل شول، چې  ښاغلي حامد کرزي هم يو کال مخکې د ملي قيام اندېښنې يادې کړې او امريکايانو هم  د احمد ولي کرزي د وژلو ګواښونه، چې پايله يې دا وه چې حامد کرزي په خپله واکمني کې د خپل ورور سر وخواړه، چې ټولو ته مالومه ده چې احمد ولي کرزی هم په ډېر مرموز حالت کې له منځه يووړل شو، مګر طالبان خو هسې هم د هر چا د مرګ مسؤليت پر غاړه اخلي.
د امريکا يرغل په عراق باندې هم يو له هغو تېريو څخه دی، چې خپل سيال صدام حسين یې له منځه يووړ او دا هم د عبرت د درس ورکولو يوه بې انصافه لړۍ ده، چې پايله يې په عراق کې د کورني جنګ اور دی، چې امريکايانو بل کړی اواسلامي ډلې تپلې ورته لمن وهي، چې لمبه يې تل تازه وساتي، خو قرباني د عراق وګړي دي او د اسلامي نړۍ  سپکاوی. 
که دعراق پېښې ته پام وکړو، نو فقيد صدام حسين کوم بنسټپال مسلمان نه ؤ، خپل ملک ته يې بې ساری خدمت کړی ؤ، مګر له ايران سره د څو کلونو په بهير کې د جګړې په ترڅ کې يې د خپل هېواد د پولې ساتلو مسؤليت تر سره کاوه که نه نو ملک به يې ايرانيانو لاندې کړی وی. په عراق کې بيا  د کوردي او شيعه مذهبو د سيپاريتيزم يا بېلنتوب سره مخامخ ؤ، نو لکه ولسمشر د خپل هېواد ځمکني بشپړتيا ته ژمن و، ځکه يې د بېلنتوب مخه نيوله. بايد ياده شي، چې هرومرو په جنګ کې خواږه نه وېشل کېږي او خلک د جګړې قرباني کېږي، نو انسانان د خپل هېواد د خپلواکي قرباني کېږي، ځکه د خپل حريم او هېواد ساتنه په هر انسان فرض ده، که نه نو روسانو به د جرمني فاشيزم مريتوب منلی وی او خپل ملک به يې جرمنانو ته تسليم کړی وی، خو د دويمې نړيوالې جګړې پايله هم د ۵۰ ميليونو خلکو وژل ول، مګر د لسهاوو ملکونو خپلواکي  او په نړۍ کې د نوي تاريخ رامنځ ته کېدل.
په  عراق کې د فقيد صدام حسين اعدام د اسلامي اختر په لومړۍ ورځ تر سره شو، ځکه چې لويديزوالو او د هغوی لاسپوڅو د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو د خوښي ورځ په غم ولړله او په ټوله نړۍ کې يې انسانان د وېر په ټغر کېنول. د صدام حسين د اعدام انځورونه يې هم  د اسلامي نړۍ د سپکاوي په نښه په ټوليزو رسنيو کې له سپکاوي نه ډک خپاره کړل.
د ۲۰۱۱ کال  له پيله رانيولې تر ننه پورې په اسلامي نړۍ کې د انارشي يوه نوې بړبوکۍ رامنځ ته شوې چې د خلکو د انقلابونو لقب ورکړل شوی، مګر دغه ټولنيزه انارشي يې په لسهاوو ملکونو کې رامنځ ته کړې. په مصر کې امريکايانو خپل سيال  حسني مبارک په ډېر سپکاوي دې ته اړ کړ چې له واکه تېر شي، ځکه چې د نړۍ ټولې رسنۍ، اقتصادي مرستې او ديپلوماتيک کانالونه دې ته وکارول شول، چې په مصر کې خلک دې ته ولمسوي چې ټولنيزه انارشي رامنځ ته کړي او د ملک واکمن بې واکه کړې او د خپلو مشرانو د سپکاوي تبۍ توده وساتي چې پايله يې د واکه د حسني مبارک لرې کېدل، د هغه د زړه  او ماغزو سکته شوه او په ملک کې د بې مسؤليتي لړۍ.
په اسلامي نړۍکې د ملکونو د بربادولو هلې ځلې ليا هم روانې دي، چې پرون د ۲۰۱۱ د اکتوبر شلمه په ليبيا کې لاسپوڅو او ګوډاګيانو د خپل ملت مشر په ډېره نامېړانه وواژه. داسې ويل کېږي چې کله د سيرت (Sirte) ښار محاصره شو، نو معمروالقذافي په  ډېره مېړانه له خپلو خلکو نه دفاع کوله، چې د ناټو يرغلګرو په دوی هوايي بريد وکړ او د شهيد معمر القذافي نقليه وسايل يې له منځه يووړل او معمر القذافي تر ځمکو لاندې سمڅو ته ولاړ، چې مقاومت وکړي، خو له بده مرغه چې معمر القذافي په دغه وخت په دواړو پښو ټپي شوی ؤ او ډېره وينه يې ضايع کړې وه، د فقيد معمر القذافي ډله په سمڅو کې هم محاصره شوه او د لاسپوڅو ځواکونو منګولو ته ورولوېدله. دغه مهال ولسمشر معمر القذافي ژوندی ؤ، خونامردو ليبيايي لاسپوڅو په ډېره نامردي يو ټپي شوی انسان په ډېره فجيعانه توګه وواژه او مړی يې په کوڅو کې واچاوه چې عام خلکو ته د ريشخندننداره شي.
د انسان په ژوند کې ډېرې خوږې او ترخې تېرېږي، خو د ژوند پايله مرګ دی، چې ځينو ته د خپل هېواد د دفاع شهادت ورپه برخه کېږي، نو شهيد معمر القذافي هم د خپل هېواد شهيد شو او د خلکو اتل! د ژوند د تاوتريخوالې وروستۍ شېبې  يې هم  په مېړنه تېرې کړې او د بشري تاريخ زرينې پاڼې يې جوړې کړې.  سر بېره پر دې چې د لږ تر لږه  د يو ۷۰ کلن سپين ږيري شخص په وينو د ليبيا ځمکه سره شوه، خو ډېر غاټول به د دغه شهېدانو په وينو وروزل شي.
زه کوم عرب نه يم او نه هم له ليبيا سره کوم تړاو لرم، مګر يوه موده چې ما په بهر کې لوړې زده کړې تر سره کولې، نو د دوو ملکونو خلکو ته مې پام شو، چې يو شمېر د عراق محصلين ول او بل شمېر د ليبيا د ملک محصلين ول. په اسلامي نړۍ کې د دغو دوو ملکونو محصلين د نورو په پرتله د تحصيل لپاره ښه امکانات درلودل، چې هم يې اقتصادي برخه او هم يې ديپلوماتيک برخه ډېره پياوړې وه او د دغو ملکونو محصلينو کولی شوی په وياړ ووايي چې د عراق او يا هم ليبيا وګړي دي.
په ليبيا کې په وروستيو ۴ لسيزو کې د ټولنې په پرمختګ کې ډېر کار شوی دی. د ليبيا طبيعي زېرمې، د تيلو فابرېکې او زېرمې  د لويديزوالو له اغېزو خلاص شول او ليبيا د سياسي او اقتصادي پلوه يو خپلواک هېواد شو. فقيد معمرو القذافي د ۲۰۱۱ ميلادي کال له پيله يې له ډېرو بهرنيو ملکونو سره د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ګڼشمېر پروژې په کار واچولې، چې قرادادونه يې په ميليارودونو ډالره ول، په اوکرايين کې يې ځمکه په اجاره نيولې وه چې د ليبيا لپاره غنم او نور اړين شيان پکې وکري او خپلو خلکو ته يې وروړي، خو د شهيد معمر القذافي دغه هلې ځلې د لويديزوالو ټولنو لپاره د زغملو وړ نه وې، ځکه يې  معمر القذافي په نامردانه توګه وواژه او د هغه کورنۍ يې په ډېره نامېړانه سټه کړه. 
پايله
درنو لوستونکو! که چېرې موږ  په نړۍ کې په تېره بيا د اسلامي نړۍ د ولسمشرانو وژنو او په ټولنه کې د انارشي د رامنځ ته کولو پېښو ته وګورو، نو دا را ته جوتېږي، چې په اسلامي ټولنو کې د زجر، جزا او وژلو توګې ډېرې  فجيعانه دي، چې د يو ملک د وګړو ټوليزې نا پوهې او نا زغمي ته ښودنه کوي. ګرم که ولسمشر وي او که عادي وګړی وي بايد له محکمي وروسته  خپلې سزا ته ورسول شي او په دې برخه کې بايد د بشري ارزښتونو غوښتنو ته درنښت وشي، نه دا چې په غير انساني توګه له انسانانو سره چلند وشي، نه دا چې په خلکو ساديزم تر سره شي، ووژل شي  او په مړيو يې بيا بزکشي وشي. 
په درنښت
21 October 2011
- بېرته شاته