(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يوه چيټۍ دچا دلورى

افسانه
ليک:طاهر اپريدی
هلته سمه دروازه بيرته شوه او دلته دميزونو دپاسه په فائلونو کاغذونو زوړند سرونه اوچت شول په سترګوکښې د ((ښۀ خبر)) داميدونو ډيوې بلې شوې اودډاکى مخه کښې داسوالونو کچکولونه وړاندې شول خوډاکى په اوچتو قدمونو نيغ دعثمان خان ميزته ورغلو او دتازه ډاک ټول بنډل ئې دهغه مخې ته کيښودو
عثمان خان يوه ستړی ساه راکښله اود راغلى ډاک نه ئې دخپل نوم خط اوچت کړو او داسې په برنډ نظرئې هغې چيټۍ ته وکتل لکه هغه ددغې خط په راتلو بيخى خوښ نه وى . تيرو څو هفتوراسې چې کوم خط هم دهغه په نوم راشى نوهغه دفکرونو ژور کوهى ته پريباسى اوپه ميز پراتۀ فائلونه ورته بقه خله پراتۀ پاتې شى خوهغه دغه وخت دلته ذهنى طور موجود نه وى ځکه چې کلى کښې ئې ښځه بچى او مورپلار خپله کښې دذهنى اختلاف په جال کښې نښتى دى اودهغوى دچغو بازګشت دخطونو په ذريعه دعثمان تر غوږونو رارسيږى
په دفتر کښې کار کوونکو په وار وار دعثمان خان د ميز نه خپل خپل خطونه اوچت کړل اوپه لوستلو ئې بنا وکړه دخط په لوستو دچاپه مخ دسپرلى دګلونو رنګونه راغلل او څوک دعثمان غوندې دکاغذ په مخ دتورو کرښو په جالونو کښې ونښتل چاته په خط کښې دزيرى تحفې راغلې وې او چاته دغمونو، فکرونو او انديښنو غټ درانۀ پنډونه . نعيم يوه ښه شيبه ددفتر کسانوته په ځير ځير وکتل لکه دهغوى په څهرو ليکلى شوى خطونو لوسته کوى اوبيا رو غوندې پاسيدو اونيغ په عمثان خان مخې ته ودريدو . ((څه دى ؟)) عثمان خان دفکر ور کوهى نه رابهر شو
نعيم دعثمان خان سترګوکښې دفکرونو او مايوسو تيارې صفا وليدې اوپه دې خبره ښه پوهه شو چې عثمان ته چيټۍ کښې څه ښه خبر نه دی راغلی ((څه وائى )) عثمان خان په مات زړۀ دهغه نه بياتپوس وکړو
((جى !زماډاک ..... )) نعيم په ويره ووى
ستاډاک ؟ که تراوسه پورې ستاپه نوم چرې يوخط هم راغلی وى نونن به هم ضرور موجود وې عثمان دټټوبې انداز کښې ووئى خوبيائې زر خبره غبرګه کړه ... (( بختور ئې دشاد غمونو خلاص ئې . نۀ ورته څوک خط راليږى اونۀ څه سوال جواب هسې هم نن سبا څومره داسې خطونه راځى چې دخوشحالو زيرى راوړى )) نعيم هيڅ جواب ورنکړو لږ ساعت په ځائې ولاړ ؤ اوبيا مايوسه پستنه په ستړو قدمونوتر خپل ځائې پورې لاړو
دادنعيم اوس يوعادت جوړشوی ؤ چې څنګه به ډاکى ډاک راوړو نو دهغه په وجود به د بې صبرۍ اوناقلارۍ ميږى خوارۀ شول او ترهغې به ئې ارام زړۀ نه موندو ترڅو به ئې چې دعثمان نه دخپل نوم دچيټۍ تپوس نه ؤ کړی او چې په تپوس به مايوسه راستون شو نوداسې به ستړی اوبې دمه په خپل ځائې کښيناستو لکه ډير لوئې اوږد اوبې مقصده مزل نه بيرته راغلی وى نن هم چې دومره ډير ډاک کښې دهغه نوم چيټۍ رانغله نو هغه سر په دواړه لاسونو کښې کلک ونيوو لکه دفکرونو انديښنو او وسوسو پيټی ئې په احساس نور هم دروند شوی وى
نعيم خانه ! کوم فکر کښې ډوب شوی ؟ خواکښې ورسره ناست سعدالله دهغه نه تپوس وکړو
((يار سعدالله ! زما ډاک نۀ راځى خدائې دې خير کوى چې څه چل شوی دی ؟)) هغه په فکرمنده لهجه کښې ورته ووئى
((مړده!)) سعدالله ورته دتسلۍ انداز کښې ووئې که ستامطلب دداسې خطونو نه وى کوم چې عثمان خان ته هره ورځ راځى نوبيا خوښه ده چې درته يوخط هم نه راځى
((ولې عثمان خان ته دڅه خبرې خطونه راځى !)) هغه ځان ناجاڼه کړو اوسعدالله نه ئې تپوس وکړو
عثمان خان نن سبا ډير پريشانه دی دهغه ښځه او دهغه مورپلار په جګړه اخته شوى دى خبره داده چې دعثمان خان ښځه خپله لور خپل خورئ ته ورکوى خودعثمان خان مور پلار پرې رضا نه دى هغه وائى چې دکور شی کورکښې پاتې شى خپله دعثمان خان هم دغه خوښه ده دهغه ورارۀ نيک اوليکلی لوستلی هلک دی خودعثمان ټبر دغه خبره نه منى او اوس خو ئې پرې يوبچی هم رنځور شویدی نوځکه نن سبا ذهنى طور هغه ډير ناقراره دی )) دسعدالله په مخ دفکرمندۍ داسې کرښې جوړې شوې لکه هغه دعثمان خان سره دغه فکرونو کښې برابر شريک وى حالانکې نن هغه ډير خوشحال وو دمشر زوئې نتيجه ئې راغلې وه او هغه په ښو نمبرو پاس شوی ؤ اود رور ئې ترقى هم شوې وه او اوس ئې وادۀ هم تيار ؤ اوسعدالله ئې څو ورځودپاره غوښتی ؤ
اونعيم خان دعثمان دفکر سره ملګری شو او داسې ئې محسوس کړه لکه دعثمان په نوم راغلى ټول خطونه هم دۀ ته راغلى وى دخوار دلور په سرجګړه ! بچی ئې رنځور اودکور نورې مسئلې ئې په سر )) هغه سوچ وکړو)) چاسره دځان غم وى ، چاسره داولاد فکر، څوک درشته دارو، عزيزانو غم اخستى وى او څوک دکلى قام ملک او وطن په غم کښې ډوب وى ! خو دملک وطن غم څوک کوى ؟ دلته خوبس تشه ځان ځانى ده اودځان غم دومره ډير دی چې بنيادم نور غم ته هډو وزګاريدی نۀ شى يره! داهم ښه ده چې ماته هډو چيټۍ نه راځى ګنى نو خدائې خبر چې ...... هغه ځان سره فکر وکړو اوبيائې يوداسې لوئې اوستړی اسويلی وکړو چې سعدالله دهغه تود اسويلی په خپل مخ لکه دسرې لمبې محسوس کړو. ((نعيم خانه ! څه چل دی ؟)) سعدالله ورنه په تعجب تپوس وکړو
(( هيڅ نه يار . هسې فکرمې کولو چې تاسو مانه ښه يئى بختور يئى چرته يونيم خط خو درته راشى ماته خو دوه ګوتې کاغذ قدر هم!........))
سعدالله هغه ته څه جواب ورکولو په ځائې د عثمان خان په لور وکتل عثمان خان خط لوستی ؤ او اوس زوړند سر ناست وو اوپه کاغذ ئې څه ليکل کول . نعيم هم په ميز سر ورټيټ کړو اوذهن ئې د حاضرۍ په ځائې په شادکلى په لور لاړو دهغه کلى يوه يوه کوڅه، يو يو کور اويو يوديوال هغه ته راوړاندې شول کوم کښې چې هغه ورکوټی لوئی شوی وو اولوبيدلی ؤ هلته نورو مينه ناکو سره سره زرغونه هم وه؟
اودزرغونې دخيال راتلو سره دهغه نه خپل ځان هير شو او اوس ورته دغه هم يادنه وو چې هغه دکلى نه ډير لری دلوئې ښار په يودفتر کښې ناست دی . کلى کښې به هم چې زرغونه دهغه مخې ته راغله نوهغه به دځان اوګير چاپير ماحول نه بې خبره شو او سترګې به ئې دزرغونې دلوپټې په هغه پيڅکې کښې ونښتې کومه به چې زرغونې ګوتوکښې مروړله او چې زرغونې به دهغه سترګو ته لاسونه ونيول اوسرې منګلې به ئې دهغه دنظر مخه کښې ديوال کړې نو هغه به لکه د خوب نه راويښ شو اوسترګو ته به ئې ځمب ورکړو او دزرغونې مړوندونه بۀ ئې لاسونو کښې ونيول او شونډې.......
او هم دغه ساعت به دزرغونې په اننګو سپرلی خورشو اوهغه به دهوسۍ غوندې په ترپکو شوه اود نعيم دخوبونو تاج محل به پرمخ راپريوتو داسې به تل کيدل چې زرغونه به دهغه مخې ته راغله نودهغه سترګو به نور هيڅ نه ليدل دهغه په ککو کښې به دزرغونې وجود راټول شو اوهغه دزرغونې دوجود په خوشبو به داسې مدهوشه شو چې دخپل چاپيرچل نه به غافله شو دهغه په ذهن کښې دمينې ماڼۍ ودانه شوله او هغه به دزرغونې سره لاس په لاس دمينې ددغه ماڼۍ په چمن کښې ګرځيدو هغه په ژوند اوعمر راخوريدونکو تيارو او راتلونکو نامناسبه حالاتو نه بيخى غافله ؤ لکه ژوند کښې دخوشحالو د سپرلى نه سيوا دغم دخزان هډو نوم نشان نه وى لکه دهغه مستقبل دزرغونې په ملګرتيا کښې په هر ډول محفوظ وى لکه دهغه مخه کښې دڅه پيښې هيڅ امکان نه وى خوډير زر دهغه ژوند او وجود او دهغه دمستقبل اميدونه دتيارو او مايوسو په بې ترسه لښکر کښې راګير شول اوبيادهغه دارمانونو اميدونو او خوبونو دنيائې داسې ورانه ويجاړه کړله چې هغه ئې دخوده بوده وويستو وخت بدل شو حالات بدل شو کلی بدل شو دکلى والو سترګې بدلې شوې او خپلوان.......
نعيم دکلى نه په يوه توره شپه کښې داسې مخ ونغاړلو چې تروخته ئې دقدم خاپى هم معلوم نه شول هغه ته خپله هم دخپل شته والى احساس ترډيرې مودې پورې نه وو خوژوند يوګوډی اوړۀ نه دی او وخت خپل اهميت هرحال کښې زباد کړی دی
لوئې عمر دځان په نفى کښې خونه شى تيريدی نعيم وو موجود ؤ اوشته وو اوبيادهغه ژوند په بله روان شو په يوه نوې لاره په يو نوى ډګر اوس نعيم ځان حالاتوته سپارلی ؤ ماضى ئې هير کړی ؤ اودحال په شپوکښې ئې دمستقبل دپاره داميدونو ډيوې بلې کړې خو يادونه دسپيرو خپسو په شان دهغه ذهن پورې نښتى وو
دډاکى په راتلو به هغه داسې اوچت شولکه دزرغونې ديادونو لړم په زړۀ ټک ورکړی وى او چې راغلی ټول ډاک به تقسيم شو نو هغه به په خپل ځائې کښيناستو لکه خپل ستړی په غم لړلی ماضى ورته مخه کښې ديوسوالګر په شان ولاړ وى هغه به د يوسوړاسويلى په پوکى دغه سوالګر ماضى دمخې وشړلو اودحال په کاروان کښې به دمستقبل په لور روان شو خوددې هرڅه باوجود به بياهم ديو نامعلوم لورى نه دچيټۍ راتلو په انتظار هغه سترګې سپينې شولې هغه به ديوې داسې چيتۍ منتظر وو چې نه ئې دراتلو څه مخه معلومه وه اونه ئې دراتلو څه اميد ؤ
زماخط خونه دی راغلی ؟ هغه به دعثمان خان مخه کښې دتپوس جولۍ وغوړوله
(( ستاخط ؟ تاته به څوک اوکوم خط راوليږى )) عثمان خان به دهغه تپوس په شا وتمبولو او نعيم به داسې زوړند سر خپل ځائې ته لاړو لکه ماتې خوړلی سپاهى چې دجنګ دخوارو کړاو سره سره دندامت پنډ په سر پستنه راشى
((هلکه نعيم خانه ! راشه !! نن خوستا په نوم هم يوه چيټۍ راغلې ده عثمان خان يوه ورځ په نعيم غږ وکړو اوچې دعثمان غږ دسعدالله تر غوږونو رسيدو نونعيم بيا خط لاس کښې راخستی ؤ دهغه په مخ داسې کرښې راغلی وې چې لوستل ئې ناممکن ښکاريده . سعدالله او نورو دهغه مخ په ځير ځير وکتل خو څه اندازه ئې ونکړی شوه اونه ورته دهغه سترګو کښې راغلو رڼو اوښکو نه دهغه دجذباتو او کيفيت څه پته ولګيده. نعيم په کرسۍ کښيناستو او راغلی خط ئې څوڅو واره ولوستو هغه په هرټکى هر لفظ داسې ورټيټ شولکه دغه ټکى دغه لفظونه اودغه فقرې دزرغونې دسرو شونډو نه ادا شوى وى هغه دخط په لفظونو کښې داسې ډوب ؤ چې هډو احساس ورنه ؤ چې دفتر کښې ټول خلق ئې په تماشه او ننداره ولاړ دى يونيم کس به دشرارت ټوخی هم وکړو اويوبل ته به ئې سترګه ګوډه کوله خونعيم ددې ټولو نه بې پروا شوی ؤ هغه ته دګير چاپيره ماحول هيڅ احساس نه ؤ داسې ښکاريده لکه دغه وخت هغه دلوئې ښارديو دفتر په ځائې دخپل کلى نه بهرد کوهى په غاړه دزرغونې مخامخ ولاړ وى او هلته ديو بل په سترګوکښې ورک شوى وى هغه او زرغونه ....... نعيم خانه اشنا! جوړې خط درته دچا ډير ګران دمخې راغلی دی ؟ څه ئې ليکلى دى مونږته خوهم ووايه کنه )) سعدالله نه صبر او نه شو اودتپوس کوتکا ڼې ئې ورګوزار کړو اودنعيم دسوچونو په ولاړو اوبوکښې چې شانې روانې شولې هغه يوه داسې ساه راښکله لکه دډيرې ژورې نه دلوړې سرته راختلی وى
هسې يوخط دی چې دکلى نه راغلی دی )) هغه سعدالله ته مختصر جواب ورکړو خونه ئې دهغه په لوروکتل اونه ئې سترګې اوچتې کړې لکه دهغه په زيزمو يودروند پيټی پروت وى . (( دکلى نه ؟)).....سعدالله په حيرانتيا تپوس وکړو د((کلى نه ورته چا خط راوليږلو!
تاخووئيل چې ......)) هغه خبره نيمګړې پريښوده اودنعيم مخې ته ودريدو اودهغه په لاس کښې نيولى اوپرانستى خط باندې ورټيټ شو
((دکلى نه راغلی دی او زرغونې راليږلی دی )) نعيم په مړغيژن غږ کښې ووئې ليکلى ئې دى چې بس اوس راشه دنور انتظار وخت په پښو شل شوی دی اوژوند دتنهايۍ دتنور په لمبوکښې لولپه کيږى بيلتون دصبر اوقرار واګې شلولې دى اولمحې په کالونو بدلې شوى دى کلی راته دپيغورونو ازغی په سترګو کښې ټومبى راشه چې مانه نورانتظار .....)) يار تاخووئيل چې زرغونه وادۀ شوې ده اوپه کلى کښې زما نور هيڅوک ......)) سعدالله دهغه خبره راايساره کړله اوخپله خبره ئې نيمه کښې پريښودله
او ماهغه هم رښتيا وئيلى وو زرغونه وادۀ شويده نعيم دډيرې ژورې نه خبره وکړه. نوبيا دغه خط دکومې راغی ؟ اوددغه خط رائټنګ ... داخوداسې معلوميږى لکه.....)) اوسعدالله ستاخيال سم دی نعيم دسعدالله خبره پوره کړه ددغه خط ليک هم زمادلاس ليکلی دی اوداهم رښتياده چې زماپه کلى کښې هيڅوک نشته خوسعدالله داسې نشى کيدلی چې زمادلاس ليکلی شوی خط زماپه نوم راشى ولې زۀ دومره حق هم نه لرم ؟؟ دنعيم په سترګو کښې دبې وسۍ او تنهايۍ اوښکې ډنډونه شولې اوشونډې ئې داسې اورپيدلی لکه چاروته دغم ډک خط راليږلی وى ؟
ورځپاڼه وحدت
 
- بېرته شاته