(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استاد رباني شخصيت او وژنې ته يو ځغلنده نظر

په دې کې هېڅ د شک ځای نشته، چې د افغانستان د تاريخ په دريو ورستيو لسيزو کې يا په بله اصطلاح د افغانستان د ديرش کلن ناورين سره به د برهان الدين نوم تړلی وي. د دغه ناورين په جريان کې؛ که د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او يا د هغې په مقابل کې د جهاد، د کورنيو جګړو، چور او تاﻻن، د پرديو او دولتي ملکيتونو غصبول، ټولوژنې، قومي تعصب او لنډه دا چې په اخيرو ديرشو کلونو کې، چې د هرې پېښې او تحول نوم اخستل کيږي د برهان الدين رباني نوم هم ورسره تړلی وي، ځکه پروفيسر برهان الدين رباني د شوروي اتحاد د يرغل څخه وروسته، په پاکستان کې د اسلامي جمعيت مشر او رهبر و او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په مهال د افغانستان موقت ولسمشر و، چې بيا يې د بهرنيو او کورنيو افغان دښمنه کړيو او اشخاصو په لمسون، خپله شپږ مياشتنۍ دوره تر کلونو وغځوله چې له همدې کبله افغان دښمنه ډلو، اشخاصو او هېوادونو ته د افغانستان د ورانيدو پلمه په ﻻس ورغله او دغه ناورين ﻻ تر اوسه هم پای ته نه دی رسيدلی.
د ښاغلي برهان الدين رباني د پاچاهۍ په دوره کې، د ده د ﻻس ﻻندې لنډغرو په افغانستان کې له هېڅ ډول وحشت او تيريو څخه ډډه ونکړه؛ قومي تعصب ته کلکه لمن ووهل شوه، ان دا چې د ده په حکومت کې د افغانستان نورو قومونو ته د افغان خو ﻻ څه، چې د انسان په سترګه هم ورته نه کتل کيدل. نور قومونه په هر صورت په خپله د تاجک قوم، چې دی هم ورپورې مربوط و، په هغې کې هم ده خپل او پردی کولو او د حکومت ټول واګی يې د دوه يا دريو سيمو خلکو ته ورکړی و.
د دوی د دغه وحشت او ناخوالو له برکته، طالبان راپيدا شول، چې ښاغلي رباني خپله څوکۍ له ارګ څخه د پامير د غرونو تر غارونو او ان د تاجکستان تر کلابه ورسوله. د طالبانو پر وړاندې هم دی د مقاومت د ډلې مشر و او نړيوالې تر پايه په کولاب کې هم د افغانستان د قانوني مشر په توګه په رسميت پېژانده.
کله چې نړيوالو د سپټمبر د 11 مې څخه وروسته د طالبانو د راپرزولو په خاطر په بمباريو ﻻس پورې کړ نو ده به ويل: (( دا بمونه واله دي؛ امريکايان بايد پر طالبانو غت غت بمونو راوغورځوي)). کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو او له کابله ووتل، استاد رباني بيا خپله څوکۍ له کلاب نه ارګ ته انتقال کړه او خپله ټوله ټلواله يې پر دولتي اداره کې حاکمه کړه، چې تر اوسه د همدې ټلوالې منګولې پر قدرت ښخې دي او افغانستان خپل شخصي او تنظيمي ملکيت ګڼي.
استاد برهان الدين رباني د ښاغلي کرزي د واک په ټولو دورو کې، په خپله پر ښاغلي کرزي، ټولو دولتي ادارو او خپلې ټلوالې خاص نفوذ درلود. ويل کيږي، چې ښاغلي کرزي به د ډېر مهمو پرېکړو تر څنګ، په دولتي ادارو کې مقررۍ او حتی د کابينې په ټاکلو کې د ټولو جهادي رهبرانو (!) څخه مشوره غوښتله خو په اخر کې به يې هغه څه کول، څه به چې ورته استاد برهان الدين رباني ويل.
خو په دې اخرو وختو کې يوازينی چا چې د استاد رباني له رهبرۍ نه سرکښي کوله او د ده مشري يې نوره نه منله، هغه د استاد د خپلې ټلوالې ځينې سرکشه بدمعاشان وو، چې اوس ټول ځانو ته رهبران وايي. هغوی هم د دولت په ټولو چارو منګولې ښخې کړي، شخصي پانګې يې تر ميلياردنو اوښتي دي او هم ځانونه اپوزيسون بولي.
سره له دې دغو ټولو اوصافو، چې پورته يې يادونه وشوه، زما په اند استاد رباني بيا هم په اوس وخت کې د خپل ګوند د نورو زور واکانو په پرتله، ډېر ښه و؛ اقلاً سپين ږيری و، هوښيار او سياستمدار و، حوصله يې درلوده او د نور په څېر يې په ښکاره بدمعاشي نه کوله.
په اوسني وخت کې د استاد برهان الدين رباني وژل کيدل د افغانستان د راتلونکې لپاره، د سولې د روانې پروسې لپاره(چې نوم يې شته او څرک يې نشته)، د هيلو او اميدواريو يو ځای و او د افغانستان د حکومت لپاره د ده وژنې يو غټ سرخوږی پيدا کړ، ځکه سر رباني بېچاره وخوړ او د ده په نامه امتيازات به ټلواله او د جهاد ټکه داران غواړي.
تر اوسه خو طالبانو د نورو وختونو برعکس، د استاد برهان الدين رباني د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخيستې نو د دې امکان هم شته، چې د دې دسيسې شاته هم په خپله د شمال ټلوالې ﻻسونه وي، ځکه يو خو به په دې بهانه د سولې د پروسې مخه ډب کړي او له بلې خوا به دوی همداسې په قدرت کې پاتې وي او ﻻ نوره زياته ونډه به غواړي، ځکه د دوی په وينا اوس خو استاد هم شهيد(!) شو، د دوی وينه توی شوه او د نورو افغانانو وينه چې هره ورځ توييږي، هغه خو هسې هم دوی ته ارزښت نه لري.
زما په اند، د استاد رباني وژنه په اوسنيو پيچلو شرايطو کې، کوم مثبت پيغام له ځانه سره نشي درلودی، بې له منفي پايلو چې مخکې يې يادونه وشوه. د کورنيو جګړو په وخت کې چې دی د وژلو و، هيچا هم ونه وژلو ولې اوس يې، چې د وژلو وخت نه و، مرګ يې پر کور بې وخته ميلمه شو.اوس دې الله (ج) ورباندې ورحميږي.
- بېرته شاته