(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون مجله

پښتون اخبار (مجله- رساله)Pakhtun / Pakhtoon /Pashtun/Pashtun : په جېل خانو کښې ما د خپل قوم په حالاتو باندې په ښه شان سره غور کړی ؤ، زه پدې نتيجه ورسېدم چې په دونيا کښې هېڅ قوم بغير د خپلې ژبـی نه ترقي کولی نه شي، او په هغوى کښې علوم او فنون پيدا کېدی نه شي، ما دا اراده کړې وه چې ضرور به يوه رساله په پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو، د دونيا د حالاتو نه دخبرولو او خپلې ژبـی طرف ته د مايل کولو(مخ کولو) لپاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې دغه وخت په پښتو ژبه کښې هېڅ نه ؤ او نه پښتو د چا ياده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه، نادانه ؤ، چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او

چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي

، د راتلو سره ما دا دواړه خبرې انجمن ته پېش کړې، انجمن دې خبرو سره اتفاق وکړو، ليکن د مالي مشکلاتو په وجه پرې عملي قدم فوراً اخيستلی نه شو، د رسالې ذمه واري ما په خپل سر واخستله او عبدالاکبر خان او عبدالله شاه ته دا خبره حواله شوه چې د رسالې د جاري کولو لپاره اجازت نامه دې د حکومت نه واخلي، ليکن په مينځ کښې درې کاله تېر شو او هغوى د اجازت نامې لپاره يو درخواست قدري هم ونه کړی شو، زه پوهـ شوم چې بغير زما نه دا کار نه شي کېدی او د ١٩٢٧ په اخر کښې ما دې کار ته پخپله ملا وتړله او دا کار مې پخپل لاس کښې واخيستو، د اجازت نامې لپاره مې حکومت ته درخواست ورکړو،اجازت نامه مې حاصله کړه او په ١٩٢٨ کښې مې د (پښتون) په نوم يوه رساله د پښتو په ژبه کښې د اتمانزو نه جاري کړه، افسوس خو په دې دی چې پښتون دومره لوی قوم او خدای ورله د نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړی دی، نه د ده پخپله ژبه کښې يوه رساله او نه يو اخبار شته، دا د پښتو ژبې اولنۍ رسا له وه،چې د پښتنو په ملک کښې جاري شوه، پښتون قوم ډېر خرچي دی ليکن دې قسم څيزونو باندې پېسې نه لګوي او په دې قسم څېزونو خرڅ کولو سره نا اشنا او نا بلده دی، ډېرې پيسې ما د خپل جېب نه پرې خرچ کړې، دې رسالې د پښتنو په ښځو او نرو کښې يوه نوی زندګې پېدا کړه او دا رساله په پښتنو کښې ډېره هر دلعزيزه شوه، دا خپل ملک خو پرېږده پښتانه په يورپ ،امريکه او اسټريليا کښې د دې نه خبر شو نو هغوى به غوښته او امداد به يې هم ورسره کوؤ، د پښتنو يـې پښتو طرف ته شوق پېدا کړو او په افغانستان کښې هم ښه لوستل کېده. عبدالهادي خان داوي ماته قيصه کوله چې پښتون اخبار به کابل ته راغی نو په قوميت (مليت) چې به کوم مضمونونه ليکل شوي ؤ هغه به يې مونږ لوستل او د افغانستان په خلکو کښې هم پښتو طرف ته رغبت زيات شو او په امان الله خان خو يې دومره اثر وشو چې هغه اعلان وکړو،چې خلکو له پکار دي چې پښتو ژبه ز ده کړي، درې کاله پس به په دې ملک کښې پښتو تعليمي او سرکاري ژبه وي، او عبدالهادي خان دا راته هم اووی چې مونږ هم د يوې رسالې بنا وکړه او د هغې نوم مو هم پښتون کېښوده نو امان الله خان راته ووی چې د پښتنو به بس دغه يو (پښتون) وي نو ما بيا هغې خپلې رسالې له( د پښتنو غږ) نوم کېښود، ليکن افسوس چې پېرنګيانو دا خبره برداشت نه کړې شوه او هغه اووې چې د دې رسالې يو څو نمبره وتي ؤ، چې افغانستان کښې بغاوت وشو، امان الله خان لاړو او د هغه په ځای(بچه سقاو) د څه وخت لپاره د افغانستان په تخت کښېناست. )Khan Abdul Ghafar Khan - Bacha Khan (Fakhr-i-Afghan) - بېرته شاته