(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوایرسي هېپاتیت پېژندنه،درملنه اومخنیوی

لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ(
 ‏18‏/09‏/2011
سریزه:
هیپاتیت یانې زیړی دینې یوې ساري ناروغي ته ویل کیږي چې په پایله کې دینې التهاب لامل ګرځي. هیپاتیت ناروغۍ پخپله له منځه ځي اویاداچې په فیبروزFibrosis اویا سېروز Cirrhosisناروغۍ اوړي . که دهیپاتیت ناروغي دشپږومیاشتوڅخه لنډه موده دوام ولري دحادهیپاتیت اوکه زیات وخت دوام پیداکړي نودکرونیک یانې مزمنې هیپاتیت په نوم یادیږي . نوموړې ناروغي د وایروسونو لکه A, B, C, D, E,.بکتریاوو،مرخیړيو ،پارازیت ،مخدره موادو،الکهول ، زهرجنو موادو اودواګانو په واسطه منځ ته راځي . دهیپاتیت وایرس دپېژندنې لپاره په وینه کې دانتي باډي تشخیص کول دي چې داړونده انتيجن پروړاندې یې ایمیون سیستم جوړوي. بلخواپه وینه کې دینې انزایمونولکه PT/INR, aPTT اندازه کول دي.
۱- هیپاتیت Aناروغۍ (hepatitis A) :دینې انتان حاده ناروغۍ ده چې د Aوایرس په واسطه منځ ته راځي اوددوومیاشتوڅخه ترشپږومیاشتوپورې دوام کوي . دهيپاتیت Aوایرس ناروغۍ په درېیمه نړۍ کې په تیره بیاپه کوچنیانوکې ډیره زیاته ده. داځکه چې هلته دیوې خوادومره پاکې اوبه نه شته او بلخو انظافت هم نه مراعات کیږي . دغه ناروغۍ دموادغايطه – خولې fecal-oral routeله لارې بدن ته ننوځي او په وایرس Aککړشووغذايي موادو(میوه،ترکاري ،ډوډی،بحري حیوانات،موشل)، دڅښلوککړې اوبه اویادککړشوي شخص سره دتماس له لارې اوهمدارنګه دجنسي تماس په واسطه لېږدي. دککړې وینې له لارې هم انتقال کیدای شي . ډیرناروغان کومه نښه نه لري اویازکام ته ورته نښې لري . شدیدزېړی نه لیدل کیږي . نوموړې ناروغي پخپله له منځه ځي اوهیڅ کله دینې په مزمنه هیپاتیت ناروغۍ نه اوړي . دناروغې داخته کیدلو څخه ترکلینیکي نښورابرسیره کیدو پورې موده Incubation periodلږڅه اته ویشت ورځې اټکل کیږي . دیوې میاشتې څخه وروسته تبه ،ضعیفوالی ،دسترګوزیړتوب ،نس ناستې ،نس دردي ،زړه بدي،غایطه مواد سپین رنګه اومتیازې یې توررنګه کلینیکي نښې کیدای شي . نوموړی وایرس دوینې له لارې ینې ته ننوځي او په خړومتیازوکې دبدن څخه وځي . په همدې موده کې موادغايطه په وایرس Aککړشوي وی اودانتان احتمال یې ډیردی . دناروغ په وینه کې دایمون سیستم ځواب تردریومیاشتوپورې انتي باډي (ایمونوګلوبولین Anti-HAV-IgM) اودټول عمر په موده کې انتي باډي Anti-HAV-IgGپیژندل کیدای شي . لومړی کلینیکي نښې یې دینې التهاب څخه دوه اونۍ وروسته پیل کیږي . دهیپاتیت ناروغۍ په حاد پړاوکې دینې انزایم (ALT)اندازه دنارمل په پرتله ډیره پورته ځی . دمخنیوي په موخه دنظافت ساتنه واکسیناسیون ،پخه شوې غوښه، دمیووپوستکی لیرې کول ،جوش شوې شودې اودجوش شوو اوبو څښل دي . لومړی واکسین ترڅلورواونۍپورې اغیزمن دی اودویم واکسین وروسته له شپږومیاشتو څخه کارول کیږي . په دې ډول سړی دلسوکالونولپاره دهیپاتیت وایرس Aدناروغۍ څخه په امن کې ساتل کیدای شي . ددرملنې لپاره استراحت کول،دغوړوڅخه پرهیزکول اوډیرې اوبه څښل دي . دمخینوي په موخه ،نظافت ساتنه ،واکسین ، روغتیاساتنه اړین ده . دوایرس Aواکسین دغیرفعال هیپاتیت Aوایرس څخه جوړشوي وي اوپه دووپړاوونوکې ترسره کیږي . دلومړي پړاوڅخه شپږ میاشتې وروسته دویم پړاوواکسین ورکول کیږي چې لس کاله معافیت ښيي. دځینوکیمیاوي موادو لکه کلورین، فورمالین،پېراسیتک اسیداوماورای بنفش وړانګوپه مټ وایرس Aغیرفعال کیدای شي . دهیپاتیت A ناروغې پروړاندې واکسین شته دي چې دغیرفعال وایرس Aڅخه جوړي دي خودبدن معافیتي سیستم دغه واکسین دژوندي وایرس A په صفت تشخیص کوي . دبیلګې په توګه لکه: Avaxim،Havrix،Epaxal‏ ‏ ،اوVaqtaهرهغه څوک چې په خطرکې وي لکه دروغتون پرسونل سمدلاسه اوهغه څوک چې نوروهیوادونوته سفرکوي اړین ده چې دوه اونۍ ترمخه واکسین وکړي.
 
دهیپاتیت Aوایرس الکترون میکروسکوپې بڼه
۲- هیپاتیت بې ناروغۍ (Hepatitis B):یوه حاده انتاني ناروغي ده چې دهیپاتیت Bوایرس په واسطه منځ ته راځي اودینې التهاب لامل ګرځي . په عادي توګه هیپاتیتBناروغي څواونۍ دوام کوي اوبیاوروسته ناروغ پخپله صحت ترلاسه کوي . په سل کې نوي تازه زیږیدلو ماشومانوکې اوپه سل کې لس بالغ وګړوکې کیدای شي چې دهیپاتیت Bحاده ناروغۍ په مزمنه ناروغۍ واوړي اودینې التهاب لامل وګرځي . په پایله کې دینې نسجونه دمنځه ځيCirrhosis اویا گونجی شوې ینه اویادینې په سرطان باندې اوړي. د هیپاتیت Bناروغۍ نښې عبارت دي له ّ: بې اشتهايي ،زړه بدي،قی کول ،دبدن درد،نرمه تبه،تورې متیازې ،موادغایطه بې رنګه ،دپوستکي ټکي ټکي زیړرنګ کیدل،دسترګوزیړرنګ اړینې نښې دي . نوموړې ناروغي هغه مهال منځ ته راځي چې دیوچا دبدن وینه اویادبدن مایع لکه دمني اویامهبل مایع،دزیاړومایع چې دBپه وایرس ککړوي اودسالم سړي بدن ته لاره پیداکړي . همدارنګه په سل کې پینځوس دجنسي تماس،دوینې ترانسفوزیون،دچټلې پیچکاری ،طب سوزني ککړې ستنې دغاښوککړبرس، ککړقاشق پنجې استعمال دناروغۍ لامل ګرځي . که چېرته یوه بلاربه مورپه هیپاتیت Bوایرس ککړه وي اوپه سیروم کې وایرسي پروتین لکه هیپاتیت بي انتیجن HBeAg ولري نوپه سل کې نوي دخطراحتمال شته دی چې اولادته دتولدپه ترځ کې هیپاتیت Bوایرس سرایت وکړي . په نوموړي حالت کې اړین ده چې زېږیدلي ماشوم ته سمدلاسه واکسین ورکړل شي . هیپاتیت Bوایرس کیدای شي چې دکورنۍ دغړوترمنځ هم یوه بل ته انتقال شي . هیپاتیت Bوایرس دلاس په تماس،دډوډی په شریکه خوړلو،ټوخی ،ترنجیدلو،مچ کولوله لارې نه انتقال کیږي . دناروغۍ دمخنیوي لپاره دواکسینوڅخه ګټه پورته کیږي. دپيژندنې په موخه دناروغ سیروم اویاوینه ازمویل کیږي . هغه پروتین یانې انتیجن لکه (HBsAg)لټول کیږي چې پخپله وایرس یې تولیدوي اویاهغه ایمونوګلوبولین یانې انتي باډی لکه Anti-HBc-IgMلټول کیږي چې ناروغ یې دB وایرس پروړاندې تولیدوي . دهیپاتیت وایرس A ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍په برخلاف ،هیپاتیت وایرس B داوبواوغذايي موادوله لارې سرایت نه کوي . دحادي هیپاتیت وایرس B لپاره کومه ځانګړې درملنه لازم نه ده اودڅواونیوپه موده کې پخپله ورک کیږي. یوازې په کرونیک انتان اودناروغۍ د اختلال په حالت کې دلاندې درملوڅخه ګټه پورته کیدای شی: (Epivir) ،(Hepsera)،(Viread)او Tyzeka . دهیپاتیت B دمخنیوي په موخه فعال واکسین شته دي چې دوایرس پوښ په شان په مصنوعي توګه جوړښوي وي اودهیپاتیت بې سطحې انتیجنHBs-Antigen په نوم یادیږي . دبدن معافیتي سیستم حجرې وروسته له درې ځله واکسین څخه دوایرس بهرنی پوښ بڼه پيژندلای شي اوخپلې حافظې ته یې سپاری .کله چې درښتونی وایرس سره مخامخ شي نویې دمنځه وړي . په پیل کې لومړی واکسین ، دویم واکسین یوه میاشت وروسته،درېیم واکسین شپږمیاشتې ورسته ترسره کیږي. غیرفعال واکسین په دې ماناچې سړي ته تیارجوړشوي هیپاتیت B ایمونوګلوبولین(HBIG) پیچکاري کیږي ترڅودبدن معافیتي سیستم سره دوایرس په وژنه کې مرسته وکړي. هرهغه څوک چې په خطرکې وي اویانوروهیوادونوته سفرکوي سمدلاسه اویاهغه ډله طبي پرسونل چې په روغتونوکې کارکوي اړین ده چې هرپینځه کاله واکسین وکړي.
 
دهیپاتیت B وایرس الکترون میکروسکوپې بڼه
۳هیپاتیت سي ناروغۍ (Hepatitis C) :- یوه انتاني ناروغي ده چې د هیپاتیت وایرس C په واسطه منځ ته راځي اودینې تخریب، نیمګړتیا اوالتهاب لامل ګرځي . نوموړی وایرس دFlaviviridaeوایرس په کورنی پورې اړه لري اودیرش ډوله جینوتایپونه یې پیژندل شوي دي . دهیپاتیت C وایرس ناروغۍ لپاره لاتراوسه واکسین نه دی پیداشوی . حادهیپاتیت C ناروغي پرته له کومې نښې پرځای پاتې کیږي خوپه سل کې اتیا80%مزمنه بڼه خپلوي . په مزمنه توګه کې هیپاتیت وایرس C په ینه کې دوامدارپاتې کیږي او دینې سیروزناروغۍ Cirrhosisلامل ګرځي . په پایله کې دینې د دندې نیمګړتیااویادینې سرطان پیداکیدای شي . نوموړی وایرس په ډېرئ سره بدن ته دوینې انتقال (ترانسفوزیون)،زخم ،دغړوپیوندول، بدن ته په وایرس ککړشوې وینې رانیول ،په ترزیقي مخدروموادودروږدیداڅخه،په وایرس ککړشوو ستنو اوپیچکاریو(60%)، جنسي تماس (15%)،دستنې په واسطه پرپوستکې خال وهنه ،دوینې ـ وینې تماس له لارې انتقال کیږي . هیپاتیت وایرس C دغاړه غړی ، مچ کونې اودخوراک شریک کونې له لارې نه انتقا ل کیږي . که چېرته یوه حامله داره مورپه هیپاتیت C وایرس ککړه وي خوددې احتمال ډیرلږدی چې دتولدپه ترځ کی ًماشوم ته نوموړی وایرس انتقال شي . په سل کې نوي ناروغان ددوواونۍ څخه ترشپږویشت اونۍ پورې 2–26 Wپرته له کلینیکي نښې پاتې کیږي . همدالامل دی چې دناروغۍداخته کیدنې څخه لږڅه درې اونۍ وروسته په وینه کې دویرس C تشخیص د Polymerase chain reactionکړنلارې په مټ کیدونی دی . خوهغه انتي باډي چې دنوموړي وایرس پروړاندې جوړیږي ددریواونیوڅخه ترپینځه لس اونیووروسته موده کې پيژندل کیدای شي .دهیپاتیت C وایرس دپېژندنې په موخه دناروغ وینې په سیروم کې دهیپاتیت C پرضد جوړشوي انتي باډي Anti-HCVمقداراندازه کیږي . خوپه مولیکولي نوکلیک اسیدازموینې طریقه کې HCV-RNAدوایرس جینوتایپ ،دوایرس Cشته والی اودوایرس مقدارهم پيژندل کیدای شي . ډاډمن کړنلاره چې دناروغۍ پړاوثابت کوي دینې څخه دنسجونواخیستل Biopsy دي . که چېرته وایرس Cپه ینه کې دتل لپاره پاتې شي نواړین ده چې درملنه یې د Peginterferon alfa-2a،اوضدوایرسي درمل لکه Ribavirin په ګده سره ترسره کیږي . دیادونې وړده چې دهیپاتیت ناروغۍ genotype 1درملنه په حاده دوره یانې لومړی شپږومیاشتوکې پیل شي .هغه ناروغان چې دسیروزناروغي اویادینې سرطان ورته ناروغۍ پکې پیداشوې وي نودحل لپاره یې دینې ترانسپلانت یانې دینې پیوندکول دي . دحادهیپاتیت C ناروغۍ نښې په لاندې ډول څرګندیږي : لږاشتها،ستړیا،دنس درد،دپوستکي ټکي ټکي زیړرنګ ، تخماریدل،متیازی کیدای شي توررنګ ولري ، اودزکام ناروغۍ ته ورته نښې دي . دهیپاتیت Cوایرس پروړاندې واکسین نه شته خوناروغانوته سپارښتنه کیږي چې دهیپاتیت A اوBوایرس پروړاندې واکسین وکړي . همدارنګه دمخدره موادوڅخه ځان وژغوري.
 
دهیپاتیت Cوایرس الکترون میکروسکوپي بڼّه
۴- هیپاتیت ډي ناروغۍ Hepaitis D:دینې التهاب کله کله پېښیدونکې ناروغي ده چې دRNA virusوایرس په واسطه منځ ته راځي . نوموړی وایرس یوازې دهیپاتیت Bوایرس په شته والي کې خپریدلای شي . داځکه چې نوموړې وایرس خپل ساتونکی بهرنی پروتیني پوښ نه لري او یوازې دهیپاتیت Bوایرس دسطحې پروتین (HBsAg) په مرسته خپل شمیرته تکثرورکولای شی . په دې ماناچې یوازې هیپاتیت Bناروغان په هیپاتیت D ناروغۍ اخته کیدلای شی .هیپاتیت D وایرس دنوروټولو وایرسونو په پرتله شل په سل20% کې دینې سیروزناروغۍ اویادینې سرطان لامل ګرځي . د هیپاتیتD وایرس دانتقال لاره دهیپاتیت B وایرس سره ورته ده . دهیپاتیت Bپروړاندې واکسین، کولای شي چې همزمان دهیپاتیت Dناروغۍ مخنیوی هم وکړی . درملنه یې دینې په پیوندکولوکې ترسره کیږي . دنوموړي وایرس پیژندنه په وینه کې دهیپاتیت Dوایرس انتیجن پروړاندې دبدن څخه جوړشوي ایمونوګلوبولین ّIgM شته والی دی چې په لاندې ډول موندل کیږي: Anti-HDV-IgM او, HDV-RNA
هیپاتیت Eناروغۍ Hepatitis E: دینې یوه انتاني ناروغي ده چې دهیپاتیت E وایرس په واسطه منځ ته راځي . نوموړې وایرس دموادغایطه - خولې fecal-oral routeله لارې بدن ته ننوځي اوهلته تکثرکوي . هیپاتیت Eوایرس په غایطه موادوکې شتون لري اوپه همدِغه وایرس ککړې اوبه اوغذايی موادوپه واسطه انتقال کیږي . د هیپاتیت Eوایرس تشخیص په غایطه موادوکې ترسره کیږي . دناروغۍمزمنه بڼه ډیره نادره ده خوپه بلاربومیرمنوکې دناروغۍ حاده بڼه وژونکې پایلې درلودلای شي. دناروغ په وینه کې دنوموړي وایرس پروړاندې دایمیون سیستم غبرګون په Anti-HEV-IgM, HEV-RNAډول موندل کیږي.
 
دهیپاتیتE وایرس الکترومیکروسکوپي بڼه
پای
په درنښت
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ(
اخذلیک:
1.  http://en.wikipedia.org/wiki/Viral_hepatitis
2.  http://127.0.0.1:50000/Xaver/start.xav?startbk=pschyrembel_kw
3.  http://en.wikipedia.org/wiki/Hepatitis_E
- بېرته شاته