(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي ګل افضل ټکور سره ادبي مرکه

د هیواد د پښتو ژبې او ادب پیاوړي او وتلي خدمتګار ښاغلي ګل افضل ټکور سره ادبي مرکه
مرکه کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود
ښاغلی افضل ټکورهغه تکړه اومخکښ شاعراولیکوال دی، چې دخپلوارزښتناکو،  علمي او ادبي آثارو، لیکنواو څیړنو په وسیله یې زموږد دپښتو ادب ستوري روښانه او ځلانده ساتلي دي، او خپلې ملي ژبې او افغاني ادب او فرهنګ ته یې د ستاینې او ویاړه ډک خدمتونه تر سره کړي دي او په دې لاره کې یې ډیر اغیزمند ګامونه پورته کړي دي،   چې زموږهیواد وال اود علم اوادب مینه وال به د ده دا ټولې علمي، ادبي اوهنري هلې ځلې او خدمتونه هیڅکله هیر نه کړي.
ښاغلی افضل ټکور په (۱۳۳۹) لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د کوز کونړ په ولسوالۍ د کوټۍ په کلي کې په یوه علمي، ادبي او روحاني کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې غړولې دي.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په ښوونځي کې سر ته رسولي دي، او په (۱۳۵۷) لمریز کال کې د ننګرهارولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سید جمال الدین له لیسې  د دولسم ټولګي نه فارغ شوی دی. ده په (۱۳۶۴) لمریز کال کې خپلې لوړې زده کړې دننګرهار پوهنتون د انجینری په پوهنځي کې پای ته رسولي دي.
وروسته له دې، چې دی دانجینری د پوهنځي نه فارغ شو دافغانستان د لیکوالوپه ټولنه کې په کار پیل وکړاو د ژوندون مجلې مهتمم وه. په (۱۳۶۷) لمریز کال کې د دغې مجلې د مسوول مدیر په توکه وټاکل شو. په همدغه وخت کې د انیس ورځپاڼې د ادبي مخ، چې د نکریزو پاڼه نومیدله د چلوونکې هم وه. ورپسې د څو کالو لپاره په رادیو افغانستان کې د شاعر شپه ، او د ځونانانو لپاره ده (ولولې) په نوم د ادبي خپرونو لیکوال وه .
د ټکور صاحب شعرونه، مقالې او څیړنیزې لیکنې د هیواد په بیلا بیلو خپرونو کې خپرې شوي دي.  په ډیرو علمي او ادبي سیمینارونو کې یې برخه اخیستې ده. د ده چاپ شوي آثار دادي:
- ښکالو دپسرلو: دا شعري ټولګه په (۱۳۶۵) لمریز کال کې دافغانستان  دلیکوالو د ټولنې له ځوا چاپ شوې ده.
- پرهرونه ټکورونه: دا شعري ټولګه په (۱۳۶۸) لمریز کال کې دلیکوالو دټولنې په زیار سره چاپ شوې ده.
- یوداغ یوټکور: دا شعري ټولکه په (۱۳۷۴) لمریز کال کې ټکور صاحب په خپل لګښت په پیښور کې چاپ کړې ده.
- دا لیکوال او دا څیرې: داکتاب په(۱۳۶۴) لمریز کال کې دبیهقي دنشراتي موسسې له خوا په (۵۰۰) مخونوکې چاپ شوی دی. په دې کتاب کې  د پښتو ژبې (۹۰) تنه شاعران  د هغوی د ادبي آثارو د بیلګو سره معرفي شوي دي.
- د نظرغشې: دا د پښتو ژبې  د نامتو شاعر ښاغلي رحمت شاه سایل  د منتخبو شعرونو ټولګه ده چې د ټکورصاحب د یوې اوږدې سریزې سره دقومونواوقبایلو چارو وزارت له خواپه (۱۳۶۷) لمریزکال کې چاپ شوی دی.
- دهسک پیغله:  دا د ارواښاد استاد بینوا د نا چاپو شعرونو جونګ دی چې ټکور صاحب  دهیواد د پنځوس کلنو مطبوعاتو نه راټول کړي او له یوې سریزې سره یې  په (۱۳۶۸) لمریز کال کې د افغانستان د لیکوالو ټولنې له خوا چاپ کړې ده.
- د زخمونو پسرلی: دا د وتلي شاعر ښاغلي سلیم راز د شعرونو انتخابي ټولګه ده چې د ټکورصاحب  له یوې سریزې سره په (۱۳۶۷) لمریز کال کې د افغانستان د قومونواو قبایلو د وزارت له خوا چاپ او خپره شوې ده.
- نوي فکرونه : دا د پښتونخوا د خیبر د سیمې د ښه شاعر ښاغلي ذاکر اپریدي شعري ټولګه ده چې د ټکورصاحب په هڅه ترتیب او تدوین شوې ده او په (۱۳۶۸)لمریز کال کې د قومونواو قبایلو وزارت له خوا چاپ شوې ده.
همدا ډول دشعرونو یوه ناچاپه ټولګه اوپه اروپا کې د مهالنیو خپرونو په اړه یواثر یې چاپ ته تیار دي.
ټکور صاحب دلومړي ځل لپاره په هالند کې مهاجر شواو اوس د خپلې درنې کورنۍ سره په لندن کښې د مهاجرت شپی او ورځې سبا کوي او په لندن کې د افغان لیکوالودفرهنګي ټولنې مسولیت ور په غاړه دی چې کله کله د افغانستان د ملي ورځو، مشاهیرو او مفاخیرو په ویاړ غونډې او سیمینارونه هم جوړوي.
زه د ټکور صاحب د درانه نوم سره آشنا وم. ما د ده شعرونه، مقالې او ادبي لیکنې او څیړنې په ورځپاڼو، مجلو، کتابونواوانټرنیټي سایتونو کې لوستلي وو، خوکله چې ما دده شعري ټولګه  ترلاسه کړه او زما سترګې یو وار بیا د ده په شعرونو ولګیدې اوپه ډیره مینه خوند او اخلاص مې دا ټولګه ولوستله نو ماته دا ذهنیت پیدا شواو زه دې ته وهڅیدم، چې د ده دادبي او فرهنګي فعالیتونو په هکله یو څو کرښې ولیکم او د ده سره یوه ادبي مرکه جوړه کړم.
- که چیرې د ده شعرونه په دقت سره ولولو، نو ویلې شو، چې د ده په شعرونو کې هنري اړخونه هم دمحتوا اومضمون په لحاظ او هم دفورم او شکل په لحاظ په ډیر ښکلي خیالونو او تصویرونوکې ترسیم شوي دي. دی هغه شاعر او لیکوال دی، چې د ده شعوري اوسپیڅلې مینه دخپلې ملي ژبې، د پښتون او پښتونولي سره، دملي وحدت او دخلکود اتحاد او اتفاق سره، د سولی، سوکالۍ،  آزادۍ، خپلواکۍ او دموکراسۍ سره، د خلکو او وطن سره په ډیر هنرمندانه شکل او ظریفانه انداز سره انځور شوې ده. دی په خپلو شعرونو کې خپله کرکه دظلم، استبداد، جنګ، وراني او وحشت سره هم بیانوي. د ده ژوردرد، ښه احساس او جذبه په دغو انځورونو کې له ورایه څرګندیږي. د بیلګې په توګه د ده دغوشعرونوته دتاسو پام رااړوم.
غزل
زه په تا ښکلی ته په ما یې ښکلې
ګله وطنه په رښتیا یې ښکلی
ټیټه دې نه شوله مغروره شمله
له پته ډکه په والله یې ښکلی
عشقه که ډیر دې کړل دغرو لیوني
ما لیوني ته له دنیا یې ښکلی
نور بې وفا دي چې وفا دې غواړي
حسنه ته ماته بې وفا یې ښکلی
دا پښتونواله ده که دود دپښتو
سره چې تل په پښتونخوا یې ښکلی
پوه شوې که نه په انتها د منصور
داره زما په ابتدا یې ښکلی
دیار په ډیرې خندا نه شوې ټکور
زخمي ګوګله بې دوا یې ښکلی
او یا لکه چې وایي :
څوځلي می وران شو سر په سر کلی
توره شپه کې ګير شو د سحر کلــــی
ډير مې ګريوانونه پکې وشکــــــول
جوړ نه شو اشنا ستــــــا دنظر کــــلی
پـــرې بــــه می لا ډیر پکې سرونه شي
زه کــــــه جــــــوړوم دا لر او بـــــر کلی
ای خورو ورو که چرته يـــــو نه شـــــــــو
وران به شي زموږ د يو ســـــفر کلـــــــی
اوس په کې اغزي راټـــو کيدلـــي دي
څــــــه شـــــو دګلـــــــونو دمحشر کلی
ضـــــد يې دی نيولې دپښتون په څير
اخلــي بــــدل اخلــــي دلته هــــــر کلــی
دا کــــوم بې انصافه کړو په وينو سور
دا خـــــو ‌ؤ پخــــــــوا د يــــــــو ټبر کلــی
- د ده د شعرونواو لیکنو نه معلومیږي ، چې دی خپل هدف ، موخه اوموضوع په ډیر ښکلي انداز سره پیلوي او لوستونکي او اوریدونکي تر پایه له ځان سره په ډیره مینه او اخلاص سره ساتي.  
- د ده په شعرونواولیکنوکې هنري اوټولنیز شعور، ملي، وطني او عاطفي احساسات،  علمي اوادبي خبرې، اصلاحي اوتنقیدي اړخونه په ډیر عیني او واقعي ښکل اوعالي فکر، تصوراو احساس سره ترسیم شوي دي. د بیلکې په توګه دا بیتونه  وګورې:
اری شو، وینې شو، زخمي شو وطن
زما په وینو الواني شو وطن
چې یې ساتلی و د سر په بدل
نن د هماغه لیوني شو وطن
ګلونه څیلمې نه خفه ښکاریږي
وران چې په لمسه د پردي شو وطن
د آزادئ د ناوې حسن وژني
دومره په زور ظلم یاغي شو وطن
نه پرې د خپل نه دپردي زړه سوزي
داسې د وخت کې جیل کې بندي شو وطن
په سپورو شونډو یې چا نوم وانخیست
د جنګ په سره اور کې ستي شو وطن
زه یې دیو زخم ټکور نه شومه
ډیر مې د مینې ارماني شو وطن
او یا وایي:
په وطن کې مې د پیغلو ارمانونه اور کې سوزي
په سرو وینو مې پاللې سره ګلونه اور کې سوزي
هر سحر او مازدیګر مې په سرونو لوبې کیږي
یو بې سره قتل عام دی امیدونه اور کې سوزي
لرو بر ده جوړه شوې کربلا په دې وطن کې
د مرګي لوبه جارې ده هوسونه اور کې سوزي
دمنزل په هره لاره د ژوندون په هره ساه کې
دښایست د لیونیو ګریوانونه اور کې سوزي
او یا وایي
تا نه وه که ما نه وه خو ورانه شوه
دا د حق خبره کول ګرانه شوه
خدایه! دې وطن کې ولې هر څه نه؟
وینه د انسان ډیره ارزانه شوه
خدایږو غورځوي مو د مرګ کندې ته
دا قافله کوم لورې روانه شوه
عقله دې زخمي زخمي وطن کې نن
لوبه د مرګي ډیره اسانه شوه
ستا دغم په جیل کې مې دغم چغه
پورته ان دظلم تر اسمانه شوه
چا وی چې د هجر زهر څله څښې
ما وی ماته پېښه له جانانه شوه
 - دی په خپلو شعرونو کې دخپل تصور، خیال او فکر په وسیله دمینې ، محبت اوښکلا مختلفې برخې  دطبعیت ښکلې او په زړه پورې منظرې، د پیمخواو ښاپیریو ښایست، حسن اوجمال، دمطربانو، مستانواورندانومحفلونه، دسوز او ساز سندری په ډیر ښکلي انداز سره څیړي او کوشش کوي، چې  د ده په اشعارو کې هنري تصویرونه، انځورونه  شعري کلمات او الفاظ ، خواږه ترکیبونه، تشبیهات اواستعارات، موسیقیت،  او داسې نوری شعري ځانګړنې په ډیرو خوندور اوهنري کلماتو کې په نوي خونداو رنګ سره ترسیم کړي.  دبیلګې په توګه دا بیتونه لولو:
چې ژړوي مې تر سهاره ګلې ستا مینه ده
چې ټوله شپه یم ناقراره بې وفا مینه ده
ارام مې نشته په بستر کې سترګې نه پټېږي
په ټول عالم کې رسوا شوې اوس زما مینه ده
د لیونتوب حال مې لیدلی دی هر چا په سترګو
ګرېوان چې څیرې ګرځوم دا دلیلا مینه ده
او یا وایي:
احساس مې ستا د سترګو د بڼو سندرې وایي
غیرت مې ستا د رلفو زولنو سندرې وایي
قسم دی ځان به ستا په مینه زه لوګی لوګی کړم
زړګی مې محبت کې د سلګو سندرې وایي
بېلتونه راته ښکاري چې اشنا به مې نن راشي
دوه سترګې مې د مینې د راتلو سندرې وایي
او یا وایي:
هاغه ده ګلونو نه تاوه شوه راتا وه شـــــــــــوه
بيامی دزخمونو نه تاوه شوه راتــــــــاوه شوه
جار دميکدی نه شم تنده پری مــــــــــاته کړم
اوښکه می جامونو نه تاوه شوه راتاوه شــوه
ښکاری نن يی بيا په زړه ډير ډير وريدلی يم
ورانو قدمونو نه تاوه شوه راتــــــاوه شــــــوه
عشقه دا زما دزړه دا بی باکه کــــــوکـــــه نن
ستا دمحلونو نه تاوه شـــــــوه راتاوه شـــــوه
او یا وایي:
غم دې داشنا راځنی کـــــــــم نــــــــــــــه شي
ورک دی دښايسته ستر ګو ديدن نه شي
واوره ليونتوب کی مينـــــــه ډيـــــــره ده
دا ليونی فکر می دی سم نــــــــــه شــــي
اوښکی چی راځی نو سلګی مه وهــــــه
ګوره چی زخمی زړه می ملهم نه شـــــي
شمعی ته بليږه زه سوزيـــــــــږمـــــــــــــه
پريږده چی خبر می پری صنم نـــه شـي
او یا وایي:
جانان چی په ملاله خوله ځواب نه راکوي
يارانـــو ښه شوه قبــر به عذاب نــه راکوي
افسوس دی په پردي وطن کی دغه زما حال دی
سپرلی شو خو هيڅوک راله ګلاب نه راکــوي
زه هم غواړم چی ولولم دا ستا دمخ کتاب
مودی وشوی خو څوک راله کتاب نه راکوي
والله چې په یوه نغمه یې سل زړونه ټکور کړم
خو څه وکړم چې څوک راله رباب نه راکوي
او یا لکه چې وایي:
سپرلی که دچمن سوداګرانو ته موسکی دی
ښایست موږ بد نصیبو لیونیانو ته موسکی دی
دا ستا تشه خندا زموږ وژلو لره بس ده
قاتل څله زموږ غوندې خوارانو ته موسکی دی
د ژوند د سروګلونو دښایست ناوې به راشي
ژوندون زما دکلي ماشومانو ته موسکی دی
خبر نه یم کرم یې څنګه سترګو کې پیدا شو
ساقي چې میخانه کې میخوارانو ته موسکی دی
اشنا دا ستا ښایست په دې چمن غوندې وطن کې
پوه نه شومه چې ولې دوزخیانو ته موسکی دی
دا سوی لوی زړه چې مې اشنا نه ټکورېږي
پوهېږمه غرور مې رقیبانو ته موسکی دی.
 
دټکور صاحب دشعرونو نه معلومیږي، چې ده په هر ډول شعري فورم کې دغزل نه رانیولې تر نوي، سپین او آزاد شعر پورې خپل قلم اوچت ساتلی دی.
ټکور صاحب هغه شاعراولیکوال دی، چې دخپلې خوږې ژبې، ادبي سلوک او کردارپه درلودلو سره د خپلو یارانواو دوستانوسره په ډیره پسته او آرامه ژبه غږیږي او د دوی په منځ کې دیو با احساسه، متواضع اومینه ناک انسان په توګه خپل ځای اومقام لري. دی یو زړه سواندی او د لویې حوصلې او سړې سینې او د ښو اوصافو او لوړو اخلاقو خاوند شخصیت دی. د ده دوستان او آشنایان د ده دادبي او علمي مجلسونو نه ډیرې په زړه پورې خاطرې لري.
دټکور صاحب د پوره پیژندګلوي لپاره ما د ده سره یو ادبي مرکه نیولې ده ، هیله ده چې د تاسوادبي تنده پرې ماته شي.
ټکور صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې. اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې پیل کړم:
پوښتنه:ستاسوشوق او مینه د شعر ویلو سره څنګه پیدا شوه،  کوم احساس اوچا دې ته وهڅولې، چې دشاعري او لیکوالیو ډګر ته مو مخه کړه؟  لمړنۍ شعر مو کوم شعر وه؟
ځواب: دجرمني ژبې يو مشهور ناول لیکونکې یورخیم زایل نه کوم ژورنالست پوښتنه کړی وه ، چې ته خو دجرمني په هامبورګ کې اوسیږی نو ولې ستا په ناولونو کې زیاتره کرکټرونه دبرلین اوسیدونکي وي ددې وجه څه ده؟
هغه ورته په ځواب کې ویلي ووچې برلین زما په سینه کې پروت دی.
نو اوس که ستاسې دپورتنې پوښتنې په ځواب کې دهمدغه جرمني لیکوال خبره تکرار کړم بده به نه وي،  دشعر سره مینه مې په سینه کې اوسیږي، ورسره ژوند کوم. اوس یو له بل سره عادت شوي یو. یو له بله پرته ژوند نه شو کولی. نو دسر چینې به درته څه ووایم:
خبرې ډیرې سر یې یو واعظه
چې بې له مینې هر څه سر وخوړو
یا لکه دا چې:
ژوند می مینه مینه دی
ځکه نوم دمینې سره ژوند کوم
سرچینه یې همدا وبوله.
پوښتنه:یوشمیر لیکوالان وایي: په شاعرۍ کې تر ټولو لویه سرچینه مینه ده که دا سرچینه نه وي نودشاعرۍ ډیره مهمه برخه له منځه ځي. لکه، چې حمزه بابا وایي:
مینې ته حمزه چې فکر وکړوما     داهم د ښکلا یوه څپه ښکاري
مهرباني وکړی په دې هکله خپل نظر را سره شریک کړی؟
ځواب: دا ممکن تر یوه حده سمه وي چې دشعر سرچینه مینه وګڼو، خو زماپه اند مطلق نه شو ویلی دلته باید موږ دمینې په اړه فکر وکړو. زموږ په ټولنه کې ډیرې شاید په دې باوروي، چې مینه له ښکلو سره مینه ده، مینه ديوه لطیف جنس سره مینې ته ویل کیږي. ځکه پخوا به دغزل تعریف داسې کیده چې دلطیف جنس سره دخبرو په مانا دی. غزل عشق اومینې ته وایي، خو دغزل په پراخه لمن داسې څه بیان شول، چې هم حماسي وو او هم غنایي او عشقي، او دا عشق نه شو کولای چې یوازې دښکلي مخ سره یې وګڼو، کیدای شي يو څوک له یوه څیز سره اویو بل له یو بل څه سره مینه ولري. ځکه ښکلا پیژندنه مطلقه نه، نسبي ده. یو چا ته ممکن یو څه او بل چاته ممکن بل څه ښکلي وي.
پوښتنه:دتاسو په آند شعر ته کوم تعریف ټاکلی شو، او تاسو د یو شاعر په توګه دشعر او شاعر اغیز د یوې ټولنې د خلکو په راویښولو او د دوی د ملي احساساتو په راپارولو کې څرنګه څیړې؟
ځواب: سره له دې چې دغه پوښتنه ډیره کلیشه یي ده خو بیا هم لازمه ده چې لږ ورته تم شو.
دشعر داسې کوټلې تعریف، چې دهر چا له پاره دمنلو وړ وي، تر اوسه نه شته هرچا تر خپلې وسې پورې دشعر دتعریف په اړه راز راز تعریفونه  وړاندی کړي دي، څوک وایي : شعر موزون کلام دی، ځنی وایي هر هغه کلام چی وزن او قافیه ولري شعر دی، ارواښاد استاد اکادمسین کاندید صدیق روهي وایي: شعرداحساساتو او عواطفو رنګین تعبیر دی، ځنی وایي:هرهغه څه چې په زړه اثر کوي او په انسان کې جوش او جذبه پیدا کوي هغه شعر دی، زموږ دزمانې لوی شاعر ارواښاد ایوب صابر وایي:
له زړګي چې وینې وڅڅوم بیت شي
زمانې زما نقصان ته خو پام وکړه
حمید مومند وایي:
شعر نه دی دا خوناب دزخمي زړه دی
یا وتلی دستي دم له خولی دمړه دی
خوشحال خان بابا هم دشعر په اړه وایي:
لکه غشی لره بویه تیر انداز
هسی شعر لره بویه سحرساز
همیشه دزړه په لاس تله دوزن
زیات او کم له وزنه یو توری غماز
دغه شعر کې ګورو، چې خان علین مکان خوشحال خان خټک به شعرکې  دوزن یادونه کړی او هغه په دې عقیده دی که په شعر کې یوتوری هم کم اوزیات شي نوهغه غمازدی، او په دې ډیر ټینګار کوي چې شعر یو موزون کلام دی،
 شعریوی ښکلې ناوی ته ورته دی ناوی یوازی پرنوو جامو نه ښکلی کیږي هغی باندی باید ناییڼه ډیر کوشش وکړي، چې ناوی داسې  سینګار کړي، چې ښکلا یې لاپسی زیاته شي.
پوښتنه:یو شمیر لیکوالان په دې عقیده دي، چې شعر الهام دی خو یو شمیر نور وایي، چې شعر لیکل ریاضت او انساني تجربه ده. مهرباني وکړی په دې هکله خپل نظر راسره شریک کړی؟
ځواب:چیرته مې لوستلي وو، چې شعر دوه ډوله لیکل کیږي چې یو ته (امد) او دې بل ته یې (اورد) وایي، خو زه په خپله دخوشحال بابا په نظر یم هغه وایي:
زه دشعرپه کار هيڅ نه یم خوشال
ولی خدای می کړ پر غاړه دا مقال
چی دشعر فکر ورشي په مجلس کې
نور عالم خندا هوس کا دی ملال
چی دشعر فکر ورشی په لمانځه کې
د اعوذو ذال بدل کاندي په دال
چی دشعر فکر ورشي په خواړه کې
سپینی وریجی په مزه شی ورته دال
ځنې په دې عقیده دي چې دشعر اساسي توکي دغه څلور دي:
محتوا،مضمون(منځپانګه)، وزن،پیغام، او فکر. خوشحال خان بابا دشعر وزن ډیر اساسي بولي علامه اقبال لاهوري په شعر کې په پیغام ډیر ټینګار کوي هغه وایي:
شعر را مقصود ګر ادم ګری است
شاعری هم وارث پیغمبری است
دلته وینو، که دیو ښه شعر مطلب انسان جوړونه وي، او انسان ته دمینې او خلوص پیغام رسول وي، نو شاعر هم دپیغمبر وارث ګڼلی شو. شاعر باید انسان ته داسې یو جهان جوړ کړي، چې انسان په کې مینه او ښکلا وویني، دداسې صفاتو سره مخامخ شي چې دانسان نه انسان جوړ وي،  وایي چې رب ښایسته دی او ښایسته یې خوښ دي. خوشحال خان هم په دې عقیده دی، چې شعر دفاسق او فاجر کار نه دی شاعر یا ولي دی یا ابدال هغه وایي:
شعر کار دهر فاسق دفاجر نه دی
نه دهر یوه وږسترګی دکنګال
شعر کار دسالک یا دمالک دی
دعاشق دی ددردمن دی دابدال
اوس به نو دپوښتنې نور ځواب لوستونکوته پریږدو چې هغوی شعر څه بولي.
پوښتنه: د تاسو په نظر د ادبي سبک اومکتب تعریف څه دی، او یو ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په معاصره دوره کې ادبي سبک او مکتب نشته. آیا ورته کار نه ده دی شوی او که دا حق څوک نه لري؟
ځواب:ارواښاد استاد ګل پاچا الفت دسبک په باره کې لیکي:(دسبک حقیقي معنا سره یا سپین زر ویلې کول او په قالب کې اچول دي، مجازا دبیان داظهار خاص طرز ته سبک وایي.)
د سبک یو څه مفصل تعریف دا ډول هم شوی دی: (د ژبې د کارولو خاصه طریقه، چې د یو لیکوال ادبي مکتب، ادبي پیر یا صنف ځانګړنه وي، سبک  یې بللی شو. د لغتونو د انتخاب طرز، انځورونه او د ښکلو ترکیبونو استعمال، د ادبي صنایعو دقیق استعمال هم د سبک په پیژندلو کې مرسته کولای شي. په دې ډول وینو چې سبک یو مثبت صفت دی، چې ځنې لیکوال یې لري او ځینې یې نه لري. زموږ د زمانې وتلی لیکوال، څیړونکی او کیسه لیکونکی استاد  اسدالله غضنفر د (سبک به څنګه معلوموو) تر سرلیک لاندی یوه مغتنمه او ډیره ګټوره مقاله کښلی او هلته یې د سبک پر ډولونواو ادبي سبک او سټایل په اړه ډیر څه بیان کړي دي، هغه د خپلې لیکنې په یو برخه کې لیکي: سبک داسې صفت دی، چې د یو کس لیکنې د بل نه  بیلوي. سبک ته سټایل هم وایو....
د سټایل کلیمه لږ تر لږه دوه مفهومه لري، چې توپیر یې په کار دی. که موږ ووایو، چې فلاني لیکوال دښه فکر خاوند دی، خو سټایل نه لري نو له سټایله به زموږ مطلب یو داسې ثابت کیفیت وي، چې د ځینو لیکوالو په آثارو کې شته او د ځینو کې نه شته. د سبک په دغه تعریف کې، چې افلاتوني تعبیر یې بولو، سټایل له یو بل سره دوسیلی او هدف پوره انطباق اوسمون خوړلو ته وایي، په دې حساب سبک د غوره او ښه معادل دی او دسبک څښتن هغه څوک دی، چې د وینا یو خاص انداز یې موندلی، چې د هغه په مټ خپل مطلب په دقیق ډول څرګندولی شي.)
په پښتو ادبیاتو کې سبک دلیکوال له نامه سره ډیر شهرت موندلی دی. موږ هروخت وایو دخوشحال خان ادبي سبک، دحمید بابا سبک، درحمان بابا سبک، دلته زموږ قضاوت هم مختلف دی، مثلا که په کوم شعر کې درزم، بزم دویاړونو ماتو او بریو کیسې شوې وي، وایو فلانی د خوشحال خان دسبک پیرو دی اوهمداډول که دتصوف مسایل په کی وممو نو بیا وایو چې درحمان بابا دسبک پیرودی، اوهمداسې که نور څه پکی پیداکړونو بیا یې به نورو پوری تړو. د پښتو په معاصرو ادبیاتو کې د حمزه بابا ادبي سبک یا ادبي مکتب د خپلو ځانګړو استعارو، ترکیبونو، د ادبي صنایعو د دقیق استعمال له کبله ډیر شهرت لري. په راتلونکي کې هم موږ ممکن د ځانګړي ادبي سبک او مکتب خاوندان ولرو.
پوښتنه: سپن شعریا نوی اوآزادشعراو کلاسیک شعر څه توپیر لري؟ یو شمیر شاعران په دې عقیده دي، چې سپین یا آزاد شعر په پښتو ادب کې له ډیر پخوا څخه موجود وه. تاسو په دې هکله څه نظر لری او دا راته ووایاست ، چې دآزادیا سپین شعرمفکوره دچاله خوا چیرته او څرنګه را پیدا شوه؟
ځواب: دنوی اوآزاد شعر توپیر په فورم یا چوکاټ کې دی کله، چې دمعاصروشاعرانوله پاره دغزل لمنه وړه او تنګه شوه نو هغوی مجبوره شول چې دغه دشعر پخواني فورم مات کړي. په ازاد شعرکې شاعر یوازی دشعر فورم ته تغیر ورکوي، خو وزن او محتوا په شعر کې په خپل حال پاتی کیږي. نه یوازی په خپل حال بلکې پیاوړی کیږي. مطلب داچې ازاد شعر دفورم له مخې ازاد خو د منځپانګی یا مضمون له پلوه قید دی، داسې نه چې که چوکاټ مات شو نو وزن هم له منځه ولاړ. په نورو ژبو کې ممکن دازاد شعر دود ډیر پخوانی وي، خو په پښتو ژبه لیکلی ازاد شعر دشلمی پیړۍ سوغات بللی شو. زما دمعلوماتوله مخې شاید دقیق هم نه وي دپښتو لومړنۍ لاسته راغلی ازاد شعرارواښاد علامه استادعبدالحی حبیبی لیکلی دی.
کله چې مرحوم لوی استاد حبیبی له هیواده تبعید و، او دپاکستان په کراچی کې اوسیده نو هلته یې  یو اخبار چلوه په هغه وخت استاد حبیبی یو شعر لیکلی، چې لومړنۍ ازاد شعریې بللی شو. هغه شعر اوس زماپه لاس کې نه شته خو سرلیک او څو بیتونه مې اوس هم یاددي. دشعر عنوان وو (دکورقاصده). ددغه شعر څو بیتونه داسې وه:
دکورقاصده
دکور قاصده
راته ووایه حال دیارانو
دوطن خپل.......
په پښتونخواکې دازادیا نوی شعر تاریخ دپښتو ژبې دنامتو شاعرارواښاد ایوب صابر نه پیل کیږي دهغه لومړنۍ ازاد شعر، چې (زما تصویر)نومیږي، دهغه وخت دشاعرانو تر منځ یوه ډیره کامیابه زیاتونه او یوه نوی لاسته راوړنه وه،هغه وایی:
تصویر
دازما تصویر دی
زه چی زلمی ومه همداسی ومه
دغه کاږه کاږه بریتونه ګوری
دزلمی عمر یادګارونه ګوری.
زه چی زلمی ومه همداسی ومه.......
  پوښتنه: زموږ یوشمیر ادبي او فرهنګي شخصیتونه په دې عقیده دي، چې دشعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي. تاسو په دې هکله څه نظر لری اوستاسو په آند دخلکوپه راویښولواو دملي احساساتوپه راپارولو کې شعر زیات اغیز لري او که نثر؟ آیا تاسوهم نثرونه لیکلي دي اوکه نه؟
ځواب: په یوه مشهورنړیوال ناول کې مې لوستي وو، چې دهر انسان ژوند دوه برخې لري.یوه یې له واده نه مخکی او بله یې له واده نه وروسته، له واده نه مخکی مرحله شعر ته ورته ده له بغاوت مستې، شور او زوږ نه ډکه ده، خوله واده نه وروسته مرحله هغه نثر ته ورته ده چې مستي شور او زوږ نه نلري،
د نظم په اړه زه نه دشپون غوندی مخالفت کوم او نه دنثر هغومره پلوی یم لکه شپون. زه په دې عقیده یم، چې هنرمند ایجادګر دی، تخلیق کوونکی دی، نو کله، چې دا ومنو نو بیا خوهنرمند باید ازاد پریږدو، هرهغه څه چې ښه لیکلی او ایجادولی شي ودی کړي. هنرمند، شاعر او لیکوال ته دستور ورکول به سم نه وي. چې ته نظم مه لیکه او نثر ولیکه. یا نثر ډیر دی شعر ولیکه. موږ د لیکوال دازادۍ دسلبولو حق نه لرو. پریږدی څوک چې څه ښه لیکلی شي ودی لیکي.
داسمه ده چې کله ټولنه په کلتوري اوروشنفکري لحاظ وده وکړي نو په دغه وخت کې لیکوال په خپله ممکن نثر ته مخه وکړي. ځکه چې شعر په مجموع کې دخوند وسیله ده. او دډیرو مسایلواو ډیر څه شته چې دشعر په ژبه نه بیانیږي.
ما په خپله هغه وخت چې په کابل کې وم ډیرزیات نثرونه لیکلي دي.
 
پوښتنه:د تاسو له آثارو نه معلومیږي، چې تاسو دادبي ژانرونو سره ډیره مینه لری. آیا تاسوبهرني آثار او په ځانګړي توګه دبهرنیو شاعرانو شعرونه مطالعه کوی او که نه؟ کمو لوستلي دي نو ددغوآثارو او شعرونو اغیز پر خپله شاعرۍ څه ډول ارزوی؟
ځواب: زه په خپله د ټولو ادبي ژانرونو سره علاقه لرم، او په ډیرو کې لږ او ډیرې هلې ځلې مې کړي دي، خو که شعر یو ادبي ژانر وګڼو نو بیا مې له دې برخې سره مینه هم پاتې شوې او په دې برخه کې مې د نورو ژبو اثار هم لوستلي دي، طبعي ده، چې اوسنی ادبي پیر کې پر هر شاعر به د یو چا اغیز وي، او دا اغیز معمولا مثبت وي. ځکه څوک چې د چا د اغیز لاندی کیږي هلته بیا د عقیدت موضوع رامنځ ته کیږي. او د دغې عقیدی په نتیجه مینه او خلوص وده کوي. زه خو خپله داسې فکر کوم، چې زما په شاعري زیات د حمزه بابا اغیز دی. په (۱۹۹۲) میلادي کال په پيښور کې د خپل یوه شاعر دوست سره چې فضل غني غني نومیده، یو مازیګر د ارواښاد استاد قلندر مومند لیدو ته ورغلم، زما دوست ورته زه معرفي کړلم، چې له کابله دی اوشاعر دی نو هغه ونه منله  هغه ویل د ده کوم شعر، چې د لیکوال (لیکوال دمجلی نوم دی) چې ښاغلي نورالبشر نوید په مسولیت به په هره میاشت په پیښور کې چاپیدله، په نوی ګڼه کې راغلی، ما خو داسې فکر کاوه، چې دی د خیبر اوسیدونکی دی د ده غزل هو بهو د لواړګي د شاعرانو غوندی دی.
پوښتنه: تاسو د شعر په لیکلوکې کومو اساسي ټکیو او معیارونو ته زیاتره پاملرنه کوی؟ د تاسو په نظر د یو ښه او اوچت شاعر ځانګړنې کومې دي؟
ځواب: زما په نظر دیوه ښه شاعر ځانګړنه ابتکار، بغاوت، سرکشي، د ټولنې د منفي دودونو په وړاندی مقاومت، حوصله، مطالعه، مینه او ریاضت دی. شاعر باید هغه څه ټولنې ته وړاندی کړي، چې د ده خلک ورته اړتیا لري، د یو ښه هنرمند ځانګړنې ډیرې زیاتی دي، لیکوال باید کوشش وکړي، چې نوي او ابتکاري موضوعات بیان کړي. ارواښاد طاهر کلاچوي دپښتو معاصر ادبي بهیر خوږ ژبې شاعر وایي :
اوتی بوتی خو هر څوک لیکي طاهره
د یو ښه دغزل لیکل خو هنر غواړي
پوښتنه: کاظم خان شیدایي وایي:
مضمون د شعر لکه پیکر وي          رنګین الفاظ یې رخت او زیور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څیزه        پیکر که هر څومره دلربا تر وي
د تاسو په آند آیا په شعر کې ښکلا شته او که نه؟ او دا راته ووایاست، چې دا ښکلا څنګه پیدا شوه او د دې ښکلا اغیز څه دی؟
ځواب: شعر دمینی او درد زیږنده ده. ښه شعر له مینې او ښایست نه پیدادی. مینه ښکلاده. خدای (ج) ښکلی دی او ښکلي خوښوي(الله جمیل  ویحب الجمال)هر شعر ښکلا لري خو نسبي، ځینو کې ډیره او په ځینو کې کمه. په مجموع کې په شعر باندی دښکلا اغیز هم ډیر زیات دی. شعر که ښکلا ونه لري نو لوستونکي به هم ونه لري.
پوښتنه:زموږ د پښتولرغونۍ ادب دحماسو نه ډک تاریخ لري. تاسو په پښتو ادبیاتو کې او په ځانګړي توګه په شعر کې د دغو حماسو اغیز څه ډول ارزوی؟
ځواب:دپښتو شعر حماسه ده، رزم دی، میړانه او سرښندنه ده. دپښتو شعر له حماسی سره هست شوی. دپښتولومړنۍ لاسته راغلی شعردامیرکروړسوري ویاړنه ده، چې په ۱۳۹هجری سنه کی دغور په مندیش کې امیر وو. او دجهان پهلوان یې باله، په تاریخ سوري کې محمدابن علی البستی داسې لیکي: چې دعباسی دولت په جنګونو کې، چې امیر کروړ ډیری سوبی وکړلی نو یې دا بیتونه وویل چې (ویاړنه) یې بولي هغه دادي چې شیخ کټه علیه رحمه له تاریخ سوري نه رانقل کړي دي.
زه یم زمری پر دی نړی له ما اتل نه شته
په هندوسندو پر تخار او پر کابل نه شته
بل په زابل نه شته ،له ما اتل نه شته
غشی دمن مې ځي بریښنا پر میرڅمنوباندی
په ژوبله وینم یرغالم پر تښتیدنو باندی
په ماتیدنو باندی،له ما اتل نه شته.....
دمعلوماتو له مخې دادپښتو ژبی لومړنۍ شعر دی، چې ټول له ویاړه، له رزم اوبزم نه ډک دی اوس نو په اسانی سره ویلی شو چې دپښتو ژبې دشعر په تاریخ کې دحماسو رول اوارزښت ډیر زیات دی .او دغو حماسواودغو ترانو هر وخت دغلیم په وړاندی زموږ دغازیانو او باتورانو سنګرونه تاوده ساتلي دي.
پوښتنه:تاسو دخپلو شاعرۍ په دنیا کې کومو شعري فورمونو ته زیاتره پاملرنه کړې ده. تاسو ته کوم فورمونه په زړه پوری دي؟
ځوا ب: زما شاعري دشکل یا دفورم له پلوه زیاته غزلیزه شاعري ده. خو کله کله مې ازاد شعرونه هم لیکلي دي مطلب داچې کله کله مې دشعر په نوي فورم یا قالب کې هم طبع ازمایي کړیده.
پوښتنه: په ځینو آسیايي هیوادونو کې فلکلوریک اشعار لکه هایکواو داسې نور ویل کیږي. تاسودپښتو ادب دلنډیو په پرتله دغه ډول اشعار څه ډول څیړې؟
ځواب: لنډۍ دپښتو ژبې د اولسي ادبیاتو یوه مغتنمه برخه ده.لنډۍ دپښتو ژبې يوه داسې ځانګړنه ده، چې په نوروپرمختللوژبو کې هم دهغی ساری نه لیدل کیږي.دلنډۍ بله ځانګړنه داده چې دهغې ویوونکي او جوړونکي نه دي معلوم، همداسې سینه په سینه له یوه نسل نه بل ته نقل شوي او تر موږه یې ځان رارسولی دی.اوس نوموږ ته په کار ده چې دپښتو ژبې دغه تلپاتی برخه لا پسی غني او خوندي کړو.لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي لیکي:دپښتو تر ټولو نه قدیمه لنډۍ داده:
سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه
                     یار می دګلو لو کوي ګوتی ریبینه
وایي چې زرګونه کاله پخوا په بلخ کې اریایان اوسیدل، اوبلخ ته څیرمه دالبرز په غره کې به یې دسوما بوټي ریبل، اریایانو به دسوما دګلونو لو دشپی له خوا کولو او بیا به یې له دغو ګلانو نه شراب جوړول، ولې یې دشپی له خوا دسوما لو کولو ځکه چې دسوما بوټي یو ډول شیره لرله، نو که دورځی به وریبل شول نو دغه شیره به لاسونو پوری موښل کیدله.نودغه پورتنی لنډۍ ممکن دیوی پښتنې محبوبی له خوا خپل مین ته ویل شوي وي.دلنډیو په هکله یو بل نظر دادی چې ممکن ډیری لنډۍ دښځو له خواجوړی شوي وي.خو که هر څه وي زموږوظیفه به داوي چې موږ دغه لنډۍ راټولی کړو اوپه خپلو اثارو کې ورته ځای ورکړو.زموږدپښتو ژبې یو خوږ ژبې شاعر څومره په خواږه انداز کې دپښتو ژبې دغه لومړنۍ لنډۍ ځای کړی ده وګوری:
توره دننګ وهه راخیژه
غر او ګړنګ وهه راخیژه
لاچي لونګ وهه راخیژه
(سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه
یار می دګلو لو کوی ګوتی ریبینه)
یا لکه دابله بیلګه:
دتوری شرنګ و ته ویده شوی
نه دحجری نه دکاله شوی
تورزن په څه مین په څه شوی
(که په میوند کی شهید نه شوی
خدایږو لالیه بی ننګی ته دی ساتمه)
خوهایکو یو جاپاني شعري فورم دی او تقریبا څلورسوه کاله کیږي، چې رامنځته شوی دی، خو لنډۍ زرګونه کاله قدامت لري، بل فرق دهایکو له لنډۍ سره دادی، چې لنډۍ ۲۲څپې او هایکو ۱۷څپې ده. لنډۍ ازاده او خپلواکه ده دلنډۍ لمن ارته او پراخه ده، خو هایکومحدوده او قید ده، په لنډۍ کې هر څه لکه مینه، سوله ،جنګ ،پښتو،غیرت،توره ،میړانه،شجاعت ،دود،دستور بیانیدلی شي. خو په هایکو کې نه شي کیدلی، دهایکو لمن لنډه او تنګه ده، هایکو دطبیعت رابطه له ژوند سره نښلوي، په (۲۰۰۴) میلادي کال کې یو امریکایي لیکوال هایکو داسې تعریف کړی ده (هایکو یو لنډ شعر دی چې په انځوریزه ژبه د یوې طبیعي یا موسمي تجربې خیال په شعوري بڼه لیږدوي. او له انساني حالاتو سره تړاو ورکوي.) دلته به دهایکو یوه بیلګه ولولو او وبه ګرو، چې دلنډی سره یې څومره فرق دی: دا هایکومشهورجاپاني شاعر کاجو ویلی ده.
                                                     Night and the moon
My neighbour playing on his
Flute-out-of tune
شپه ده سپوږمۍ ده
زما ګاونډي غږوي
شپیلی بی سوره
دا چې هایکو څنګه پښتو ژبې ته لار پیداکړی ده دابیل سوال دی،خونن سبا په ټول افغانستان کې ښه په درز لیکل کیږي دلته به یې بیلګه وړاندی کړو چی ښاغلي شاعر ومان نیازي لیکلی ده:
نن زه او باران
په وړی سپوږمۍ پسی
ډنډ ته وښویدو
پوښتنه:په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه نظر لری اوپښتو متلونه دنوروژبو دمتلونو په پرتله څه ډول ارزوی؟     
ځواب:متلونه دپښتو دشفاهي ادب ډیره شتمنه برخه ده. پر شعر دمتلونو اثر زیات دی یو شمیر لیکوالو وخت په وخت دغو تلپاتی متلونو ته په خپلوشعرونو کې ځای ورکړی دی، که دلته یې زه دهغی مثالونه وړاندی کړم نو خبره به ډیره اوږده شي متلونه دنړۍ په نورو ژبوکې هم شته خو په پښتو ادب باندی دمتلونو اغیز ډیر زیات دی. او زموږ شاعران باید دغه دود همداسې جاري وساتي. اومتلونو ته په خپلواثارو کې انعکاس ورکړي.
پوښتنه: تاسو په شعر کې موسیقیت او دتورو تکرار په موسیقیت کې څرنګه ارزوی؟ او دا راته ووایاست، چې دتاسو شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلي دي؟
ځواب:ما مخکی وویل چی زما شاعري، ډیره دغزل په فورم کې ده. اوغزل موسیقي ده. غزل دشعر له هر فورم نه زیات له موسیقی سره ډیر نژدی دی. اکثره سندرغاړي غزل ته ډیر په اسانه کمپوز جوړولای شي. زما له غزلو نه په هیواد کی ډیرو سندرغاړو سندری جوړی کړي دي لکه ایوب استاد، منګل، شادکام ، شامحمد افغان، ایشان مومند او نور.
پوښتنه:تاسو دادبي نقد او کره کتنې په هکله څه نظر لری، او دا راته ووایاست، چې ولې په هیواد کې دننه او بهر دادبي نقدونو په هکله ادبي مرکزونه، چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟
ځواب: یوه ټکي کې ممکن ټول راسره متفق وي، چې که  کره کتنه ونه لرو نو ښه علمي او ادبي اثار به هم ونه لرو، ځکه نقاد لیکوال خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کوي دیوه اثر ښه او بد سره بیلوی، نو کله چې یو اثر دنیمګړتیاوو نه پاک شي طبعي ده چې ارزښت یې زیاتیږي، داچې ولې موږ ښه کره کتونکي نه لرو دا بیله ستونزه ده موږ اثار لرو خو نقاد نه لرو، ددې عوامل ډیر کیدلی شي. زه فکرکوم تر ډیره حده زموږ لیکوال او نقاد سره په لری واټن کې دي.  بل دلیکوالو دنقد سره نااشنایي هم کیدلی شي یو عامل وګڼو. زموږ دټولنې جوړښت داسې دی چې هلته نقاد هم نه شي کولی سپینی او ريښتنې خبرې وکړي ،موږ په لسګونو غونډې اومشاعرې جوړوو خو دمنظمی کره کتنی په برخه کې لا هیڅ هم نه لرووپه کار ده چې په منظم ډول دکره کتنی مرکزونه جوړ او په منظم ډول علمي او ادبي اثار کره کتنې ته وړاندی شي.
پوښتنه: یو شمیر شاعرانو او لیکوالانو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیولیکوالانوآثاراو شعرونه ژباړلي دي. د تاسو په نظر د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او دا راته ووایاست آیا تاسو هم بهرني آثارژباړلي دي او که نه؟
 
ځواب: دژباړی په اړه ډیر څه ویل په کار دي، سره له دې چې ځنې لیکوال  به دژباړی سره جوړ نه وي، اویا که و وایو، چی دشعر ژباړل ممکن دومره ګټور نه وي لکه دیوناول اویا کوم بل منثور علمي او ادبي اثر، ژباړه هم ځانګړی اصول او معیارونه لري. کله کله چې دغه اصول او معیارونه په نظر کې ونه نیول شي نو هلته بیا دژباړی ارزشت کم وي، خو که هر اثردژباړی دمنل شوو اصولو پراساس وژباړل شي نو هم به یې ارزښت زیات وي اوهم به یې ثواب، زما په اند دژباړی په وخت کې ژباړونکی دغه څو ټکی باید په پام کی ونیسي.
دخپلې ژبې تحلیلي اوتفسیري صلاحیت ولري، داثرګټور توب په پام کې ونیسي، ښی ګڼی او بد ګڼی یې سره پر تله کړي ژباړونکی باید پر دې وپوهیږي، چې اثر تر ده دمخه چا پ شوی او که نه دی، کوشش باید وشي چې داسې اثار وژباړل شي، چې تر ده مخه نه وي چاپ شوی، زما په اند دژباړی په اړه خبرې په دغه ډول مرکو کې نه شي کیدلی ژباړه يو اکاډمیک کار دی او دهغی په اړه ډیر څه ویل کیدلی شي، بل ټکی دا،چې بی له شکه ژباړه د ژبی په بډایینه کې لوی رول لري، که موږ چیرته دنړۍ دمشهورو نوابغو لکه شکسپیر، بالزاک، همینګوی، تولستوی، چخوف او نورو په لسګونواو سلګونو لیکوالو او مفکرینو اثارو ژباړی په پښتو ژبه لرلی نو بی له شکه زموږ ژبه به له اوس نه ډیره پرمختللی وای، اوس هم لا دوخته ده دپښتو ژبې هغه لیکوال چې په نورو نړیوالو ژبو ښه پوهیږي با ید دغه لوی اوتلپاتې کار ته مټی راونغاړي اود نړۍ لوی شهکارونه په پښتو ژبه وژباړي. په نورو ژبو دپښتو اشعارو او اثارو ژباړل هم همدومره ګټه لري لکه څومره چې یې له نورو نه ، ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وایي:
پردی ژبه زده کول که لوی کمال دی
خپله ژبه هیرول بې کمالي ده
ما په خپله په دې بر خه کی تر اوسه څه نه دي کړي.
پوښتنه:یوشمیرادبي او فرهنګي شخصیتونه په دې عقیده دي، چې د پښتو ژبې په سوچه کولو، کره کولو، علمي کولواومعیاري کولو کې باید ډیره زیاته پاملرنه وشي. مهرباني وکړی تاسو په دې هکله خپل نظر څرګند کړی؟
ځواب: دیوې ژبې معیاري کول سوچه کول یا علمي کول زه فکر کوم دهرې ژبې له پاره ضروري دی، هر هغه څوک چې دپښتو ژبې دمعیاري کولو له پاره کار کوي هغه باید وستایل شي په نورو ژبو کې وخت پر وخت نوي لغاتونه جوړیږي او بیا  ډیر ژرعامه بڼه خپله کړي، زما په اند دپوهاند صاحب زیار هلې ځلې دپښتو ژبې په برخه کې دډیری ستاینی وړ دي دژبې سوچه کول معیاري کول دادپښتو ژبې دژبپوهانو کار دی، اوهغه که هر چا کړی دی باید چې درناوی یې وشي.    
پوښتنه: تر هغه ځایه، چې زه خبریم تاسو د ډیرو لیکوالانواو شاعرانوپر آثارو سریزې  لیکلی دي او د دوی آثارمو څیړلي دي.تاسوپه دغو څیړنو کې کومومهموټکیو ته زیاتره پاملرنه کړی ده؟
ځواب: داسمه ده چې ما دخپلو همزولو اومشرانو لیکوالو اوشاعرانوپه اثارو سریزې کښلی دي،خو که رښتیا راباندی وایې تری راضي نه یم ، له یوی نیمی سریزې پرته په ډیرو کې رانه کلیشه یي او تکراري خبرې شوی دي، دسریزو لیکلو دغه ناوړه دود اوس هم دوام لري، پلانی ښه شاعريا ښه لیکوال دی، ترکیبونه او انځورنه یی نوي دي، که ژوند یاري ورسره وکړه نو ښه اثار به ولیکي، بری ورته غواړم دشعرونو نمونې اوبس شابسۍ، زه فکر کوم کومې سریزې چې ما او یا په هغه وخت چې زه په کابل کې وم او لیکل کیدی به، هغه اکثرا په دغه متود وي، چې مایې یادونه وکړه، له بده مرغه دسریزو لیکلو دغه دود اوس هم روان دی.
پوښتنه:سر بیره په دې، چې زموږ په هیواد کې یو شمیر درنو اوپاخه لیکوالانواو شاعرانو پر ځینو تقلیدي شاعرانوخپلې څیړنې کړی دي خو بیا هم زموږ په ټولنه کې یو شمیر شاعران وینو ، چې د تقلید په پله روان دي. تاسو د یو شاعر او ادبي شخصیت په توګه دا نیمګړتیاوی څرنګه څیړې او د دغو نیمګړتیاووپه هکله ځوانو شاعرانو ته کوم وړاندیزونه او لارښوونې لری؟
ځواب:یو تقلید دی اویو توارد دی،  که کوم شاعر یا لیکوال دچا دشعرمضمون نقل کړي، اوموضوع کټ مټ راواخلي نو دا تقلید نه بلکی ادبي غلاده. او اصلا مجاز نه لري. خودترکیبونو انځورونو تکرار که په نوي او ښکلي بڼه وي نودشاعر ابتکاریې بللی شو. شاعر همیشه باید دابتکار په لټه کې وي، او دابتذال په وړاندی خپل کوشش جاري وساتي.
پوښتنه:زماپه نظر دهرهنر هنرمند د یوې ټولنې د خلکو په راویښولواو دملي احساساتو په راپارولو کې ډیر عالي رول لري اوبایددخپل هنر په وسیله دخپلې ټولنې اوخلکوپه خدمت کې وي، خوزموږ په هیوادکې یوشمیرشاعران، لیکوالان، هنرمندان، سندرغاړي او داسې نوربرخلاف دخپلو اصلي دندو عمل کړی دی اوکوي یې، دبیلګې په توګه یوشمیر شاعران اوهنرمندان (مدح سرایي) کوي، شعر اوهنر یې په شعارونو تبدیل شوی دی او دخپل حریف پرضدیې حساسیت ښوودلی دی او یا یې ښیي. مهرباني وکړی په دې هکله خپل نظر راته بیان کړی؟
ځواب: ستر انګریز دانشور او نقاد چې جورج سنتایانه (۱۸۶۳-۱۹۵۲) نومیږي، په خپل کتاب شعراو مذهب کې لیکي: ( چې ستره شاعري د بیټ بازانو او توک بندانو نه، بلکې د پیغمبرانو په خمیر کې اخښلي شوې وي. ستره شاعري دهغو شاعرانو برخه ده چې وینا یې یوازی دپیغمبرانو سیرت او عمل ته ورته وي.)
اوس نو که هرڅوک دغه لو ی اوستر مسولیت په مداحی او چاپلوسی پلوري نو هغه دخوشال بابا وینا ورته په کار ده،بابا وایي:
د هغه شاعر دانی وشه په ژبه
چی دشعر دردانی پلوري په مال
شعر شعار نه دی شعر مدحه نه ده،دشعررسالت او دشاعر وظیفه انسان جوړونه ده.
پوښتنه:په هیواد کې دننه اوبهرپه یو شمیر رادیویي او تلویزوني خپرونو کې ادبي اوفرهنګي پروګرامونه اوبرنامې خپریږي، د دغو خپرونوپه هکله دتاسونظرد یو باتجربه کاره ادبي اوفرهنګي شخصیت په توګه، چې درادیو اوتلویزون سره موهمکاري لرله څه دی؟
 ځواب: په پښتو ژبه کې یو متل دی چی وایی: هر شی، چی ډیر شي ګنډیر شي. چا راته هغه بله ورځ ویل، چې په هیواد کې اوس اوس دڅلويښتو په شا وخوا کې تلویزوني چینلونه خپرونې کوي شکر مې وایست، زه چې دلته په لندن کې اوسیږم هم اوه اته چینلونه ګورم، ډیر وخت داسې راځي چې یو هم په دې نه ارزي، چې څوک یې وګوري، مبتذل او تکراري پرګرامونه خو دومره په کې ډیر دي چې په لیدلو نه ارزي، دنوو پرګرامونو دنشتوالي له کبله ځنې خپرونې ډیری اوږدې دي، چې دلیدونکو دحوصلی نه ووزي. بل کوم ټکی، چې ددغو برنامو په اړه دتامل وړ دی دژبو نه انډول دی د ملي ، اومسلکي کسانو نه شتون، ملي ترمنالوژی ته نه پاملرنه، ملي مسایلو ته نه درناوی او داسې نور ډیر مسایل دي چې دلته به یې یادوول ضرور هم نه وي، ددغو تلویزیوني خپرونو نیمګړتیا بللی شو.      
پوښتنه: په هیواد کې دننه او بهر یو شمیر ادبي اوفرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادبي غونډې ترسره کیړي اود یوشمیر ادیبانو، لیکوالانو اوشاعرانو کارونه او فعالیتونه څیړل کیږي. دتاسو په نظر دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي اودکارونه او فعالیتونود سمون اوخوځون په هکله څه وړاندیزونه لری؟ آیا په دې هکله کومه هڅه هم شوی ده او که نه؟
ځواب: زه فکر کوم دی پوښتنې ته به په همدی مرکه کې ځواب ویل شوی وي خو یو ځل بیا به دومره ووایم چې ددغو ټولنو فعالیتونه دستاینې وړدي او هری یوی ترخپلی وسی یو څه کړي دي. خو کوم ټکی چې زما په نظر ډیر بنیادي دی هغه ددغو ټولنو یووالی دی. دوی ته په کار ده چې په ډیرو ملي او هیوادني مسایلوکې  یو نظر ولري. زه فکر کوم په هیواد کې دننه یو وخت ددغو فرهنګي او کلتوري ټولنو دیوالي هڅې پیل شوی وی . دلته په ارو پا کې هم دغه کار يو څه شوی دی خو لا ډیر کار ته اړتیاده. او په هر قیمت که کیږي ددغوټولنو دیووالي کار بایدچټک شي.
پوښتنه:دلر او برو پښتنولیکوالانو، ادیبانواوشاعرانود ګډو هلوځلو او فرهنګي فعالیتونو په هکله مو نظرڅه دی؟
ځواب:دلر او بر پښتنو دادبي هلو ځلو په اړه زه ډیر خوشبین یم زما په فکر په پښتنو کې له بل هر وخت نه اوس ډیر توان لیدل کیږي دلته زما هدف یوازی په فرهنګي ساحه کې دی نه په سیاسي. په فرهنګي برخه کې دپښتنو هلې ځلې داکه لردي او که بر داکه دهیواد دننه دي که دهیواد دباندی دستاینی وړ دی خو کوم ټکی چې ددغو هلو ځلو په هکله دپاملرنی وړ دی هغه ددغو هلو ځلوهمغږي ده. کله کله دغه همغږي تته وي په کار خو ده چې ددغو هلو ځلو رڼا دومره زیاته شي چې دلر اوبر پښتنودیری او وستلونه پری روښانه شي. دغه فرهنګي هلې ځلې که هر څومره ډیری وي او په هر ځای کې چې وي بې له شکه چې ګټه به یې ډیره وي خو که ددوی تر منځ یوه اړیکه موجوده وي: حمزه بابا وایي:
بیل دی وی خیر چی دیو لاس ګوتی وی
دا په نړی کی یو پنځه پښتانه
زما په نظر دپښتنو دغه فرهنګي هلې ځلې باید همداسې دیو لاس ګوتی وي.
پوښتنه:مهرباني وکړی دخپل ادبي اوفرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې را ته بیان کړی؟
ځواب: ژوند ټول دترخو خاطرو مجموعه ده. چې تیریږي او نه هیریږي.وایي ، چې هیرول ښادي ده،اوچې هیر یې نه کړی نو ښادي نه شته، ترخی  خو دومره ډیری دي چې ویلی یې نه شم. ښه به داوی چې هیری یې کړم، خو یوه ښه خاطره به درته ووایم، اغلی میرمن ګراسیموا د روسی ژبې یوه وتلی لیکواله اوپښتو پوهه ده، په۱۹۹۳میلادی کال کې دلومړۍ ځل له پاره په مسکو کې دهغی کور ته ورغلم، مخکی له دی چې ځان وروپیژنم، نو هغی دخپلو کتابونو نه زما دشعرونو لومړنۍ مجموعه راواخستله، اوزیاته یې کړه چې زه تاسی اونور پښتانه لیکوال اوشاعران ټول پیژنم، بیایی ما ته په روسی ژبه یو پنډ کتاب راکړ چې په هغی کې زما څو شعرونه په روسی ژبه ژباړل شوي او چاپ شوي وو. زه فکر کوم دازما لپاره یوه خاطره وه.
پوښتنه: د تاسوپیغام د یو لیکوال اوشاعرپه توګه په هیواد کې دننه او بهرځوانو  لیکوالانو اوشاعرانوته څه دی؟
ځواب: سره له دی چې داپوښتنه هم ډیره تکراري اوکلیشه ای ده خوکه دځواب کوشش یې وکړم وبه وایم چې زما غوندی دیوه اواره او جلا وطنی مسافر پیغام به څه وي زما پیغام  ځوانو لیکوالو او شاغرانو ته دادی چې له هرڅه نه وړاندی دکره کتنی سره ځان عادت کړي خپل اثارکره کتنی ته وړاندی کړي دنورو سالمو نظرونو ته په درنه سترګه وګوري ځکه وایي چی: انتقاد دملګرو تر منځ دګلونودویشتلو په مانا دی، او زموږ پر اثارو نقد اوکره کتنه باید په همدغه اصل ولاړه وي، موږ یوازی کولای شو دښی او سالمی کره کتنې نه وروسته یو ډیر ګټور اثار ټولنې ته وړاندی کړو. زما دغه هیله دهیواد نه بهر او په هیواد کې دننه ټولو ته متوجه ده. دروسی ژبی دلوی لیکوال پوشکین خبره ده چې وایي: (موږ ادبیات لرو خو نقد نه لرو. ) او موږ پښتانه هم همداسې یو چې ادبیات لروخو نقد نه لرو.
پوښتنه: تاسو دیوشاعراو لیکوال په توګه زموږ دهیواد اوسنی سیاسي، تاریخي اوکړکیچن حالات څرنګه څیړې اونوروشاعرانو او لیکوالانوته په دې هکله څه وړاندیزونه لری؟
ځواب: ما مخکی ویلي دي چې زه لیکوال او شاعرته ددستور ورکولو سره مخالف یم، لیکوال اوشاعربغاوت کوونکی دی هغه دټولنې دعادي انسان نه لوړ فکر کوي. نو ځکه دهغه خیالونه او فکرونه هم اوچت دي، رابه شو دهیواد روانی غمیزی ته، دغې تپل شوی غمیزې بی له شکه چې زموږ په لیکوال او شاعر اغیز ښندلی دی، په لسګونو لیکوال او شاعران ددغې جګړی لمبو سوزولی او لا سوزیږی. اوس موږ د پښتو ژبې ډدیرولیکوالو اوشاعرانو  په اثارو کې ددغوحالاتو انعکاس وینو، زما په فکر لیکوال او شاعرد دغو کړکیچینو حلاتو یو ښه  انځور ګر کیدلی شي او دی. زموږ لیکوال او شاعران باید په طبیعي ډول په خپلو پنځونو کې  ددغو حالاتو بیان  ته ځای ورکړي.
ټکور صاحب له تاسو نه ډیره مننه کوم، چې له ما سره مو مرکه وکړه او زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل. د تاسود بریالیتوبونواو بریاوو په هیله.
په آخرکې زه هم له تاسو نه دزړه له کومې مننه کوم، چې تاسو داسې یو لوی او تل پاتې ادبي کار ته مټی رانغاړلې دي، چې که اوس د ډیروپه ګروهه نیمګړي وي خو بې له شکه به زموږ د راتلونکي نسل لپاره یو ښه او ګټه ور ماخذ وي. تاسو ته په دغه ستراو لوی کار کې  بری غواړم.
په ډیردرنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادر مسعود
 
- بېرته شاته