(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مه کوه په چا چې وبه شي په تا!

 
طنز
محمود نظری
 پولیسو د یو سړک  په غاړه یو مین وموند؛ کومندان یې ناتو ته مخابره وکړه.
  هلو سر ، راسئ مین  شنډ کړئ.
   (د ناتوچې همدا ورځ دوه سپاهیان مړه سوې وه غوښتل یې دا وار افغاني سپاهیان چپه نعل کړي )
 په مخابره کې يې ویل : تاسو یې خپله شنډ کړئ !
 دپولیسوکومندان په اریانتیا وپوښتل:
سر،زموږ سپاهیان  په دې شیانو  بوی لا نه وړي!
 دناتو کومندان ویل :
 سمه ده  زه یې درته وایم چې څرنګه شنډ کیږي:
لومړی  د هغه سر لوڅ کړئ بیا هم  که ژوندي پاته واست  بیا مخابره را وکړه.
  کومندان  چې غوښت ګلمیر د تورو نخودو پسې واستوي  خپله پټ سو او ګلمیر ته يې ویل :
 ګلمیره! ددې مین سر په برچه لوڅ که!
 ژبون وهلي ګلمیر  په غټو سترګو رډ رډ مین  ته وکتله.
کومندان بیا نارې کړه:
 ګلمیره ! امر دی په برچه د مین سر پاک که!
 ګلمیر په برچه  د مین سر او اړخونه پاک کړه
کومندان بیا د سیمې  ناتو کومندان  ته مخابره وکړه
  سر!موږ د مین سر لوڅ کړ.اوس څه وکړو؟
دهاخوا ورته وویل سول :تاسو څوک خبرې کوئ؟
 کومندا ن ورته وویل :  
 سر!زه د سیمي د محلي  پولیسوکومندان یم چې مخکې مې درسره خبرې  وکړې.
دناتو کومندان: ته له کوم ځایه خبرې کوې؟
کومندان :سر!د غره له لمني. 
دناتو کومندان: په  اریاني وپوښتل:
تاسو را ژوندي یاست!
کومندان ورته وویل :
 هو،سر الحمدالله
هغه له ځانه سره وویل : شیت
 ګلمیر : صیب دلته درې لینه ښکاري.
  د پولیسوکومندان :  هلو سر!، دلته درې لینه ښکارې.
دناتو کومندان:کوم رنګونه دي؟
د پولیسوکومندان :ګلمیره: کوم رنګونه دي؟
 ګلمیر: یو سور لین . یو تور لین او یو زرغون لین
د پولیسوکومندان : تور،سور اوشین
 د ناتو کومندان په  دوو زړو ورته وویل :
اوس یوله هغو  پرې کړه تور یا، یا ،سور یې پرې کړه !
د پولیسوکومندان : پوه نسوم کوم یو  تور که سور؟
 هغه په ډاډ ورته وویل : زرغون يې پرې کړه!
د پولیسوکومندان : ګلمیره ! یو یې پرې کړه!
د ناتو کومندان  مخابرې غوږۍ  له غوږه لیري ونیوله او سترګې يې پټي او غوږونه نه يي نیغ کړه
 ګلمیر: هغه مې پرې کړ صیب
د پولیسوکومندان : په مخابره کې وویل :
 سر!هغه مو پرې کړ.
د ناتو کومندان:کوم یو؟
د پولیسوکومندان : ګلمېره ! کوم یو؟
ګلمیر: تور صیب
د پولیسوکومندان : : سر  تور
 د ناتو کومندان په اریاني وپوښتل:
تاسو لا ژوندي یاست؟!
 د پولیسوکومندان : ګلمیره ! ته لا ژوندی يې؟
- هو، صیب!
د پولیسوکومندان : بلی سر
د ناتو آسمان لویدلی کومندان:نور هغه ته لاس مه وروړئ؛زموږ دمین شنډونکی ټېم درځې .
د مین شنډونکي د ټېم  له رسیدو سره سم دپولیسو کومندان  مین خواته ورغلل او مین  پر هغوی پټاو سو.
 د اووم خط ګلمیر پټ پټ په بریتو کې خندل.
 کنايي:
چپه نعل ول (ختا اسیتل)،اووم خط(زیرک او هوښیارسړی)،آسمان لویدلي(هغه چېپه خپل زور او واک ویاړیدتورو نخودو پسې استول (په بهانه څوک ختا ایستل)
- بېرته شاته