(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ليبيا د تاريخ په اوږدو کې

لیک: مسيح الله (عصام)
دروم سمندرګي په ساحل اباد د ليبياهيوادپلازمينه چې  نفوس يې شپږميليونه اوڅلورلکه دى ، چې په پلازمينه کې يې ١٧ لکه خلک اباد دى ، دزمکې لاندي د تيلوبيشميره زيرمي لري او خلکو جي ډي پي ( کلنى امدن ) يې په ٢٠١٠ ع زيږديز کال ١١٣١٤ ډالرؤ اوقومي جي ډي پي يې څلور اويا عشاره دوه سوه دوه ديرش بيليونه ډالروو .
پدي خبره هم ډيره حيرانتيا ده په يو داسې هيواد کې چې عام وګړي يې په ټوليز ډول په خيټه ماره هم دى بغاوت ته چمتوکيږي او په داسې کچه لاريونونه او مظاهري کوي لدي  امله ويلې شو يواځي اسوده ژوند او ولګه خلک په بغاوت نه اماده کوي بلکې په خيټه ماړه خلک هم بغاوت ته تياريږې کله چې د هغوي څخه انساني حقونه واخيستل شې .
حيرانونکى د ليبيا هيواد په څير ددغه هيواد سابقه هم حيرانونکى ده د ليبيا د نوم په اوريدو سره داپه خيال کې نه راځې چې دغه هيواد ٨٠٠٠کاله  دمخه قبل مسيح ع کې اباد ؤ  ، اوسمهال په ياد هيواد کې اوبه يونه موندونکى شيى دى دزمکې لاندې زيرمي راويستلي شي اود هغوي د ورځني ژوند اړتياوي ورباندې پوره کيږې اود شتمندو خلکو لپاره يې تصفيه شوي اوبه د نورو هيوادونوڅخه راوړل کيږې  دنوموړى هيواد په سلوکې نوي فيصده برخه د شګوميدانونه دى ، لس زره کاله د مخه په ياد هيواد کې د رڼو اوبو دريابونه بهيدل او ددغه ځاي په شنودښتواو ځنګلونوکې فيلان ، زرافي اود هوسيو سربيره د بيلابيلو حيواناتو څرځايونه ؤ تاريخۍ بادشاهان يې روما ، بازنطيني سلطنت ، عثماني ترکان او بربري قبائلو سره تړاو لري پردوى فرانسويانو ، اطالويانو اود فرنګيانو قبضي هم تيري شويدي دنولسمي پيړۍ په پيل کې دغه هيواد د امريکا متحده ايالاتونو سره هم ډغري وهلي دى .
لنډه داچې ليبيا هيواد يوډير پياوړي تاريخې پس منظر لري چې اوسمهال پکې معمر قضافي دخپلو هيوادوالو سره لاس اوګريوان دى .
لدي سربيره تاريخ موږ ته څه عجيبه نظاري ښکاره کړي د شملي پيړۍ په پاې کې (دنړۍ والو په وينا ) موږ د نړۍ ستر اوسوپرځواک روس په افغانستان کې په خپلو سترګو په ګونډو وليده اود انقلاب دغه څونامي په مشرقي اروپاکې ډيرۍ لوي لوي څيري اونومونه له خپل ځانه سره لاهوکړل د بيلګې په توګه سټالن ، نينو ، چاوش سکي او دداسې ډيرو مجسموپه غاړو کې پيړي واچول شول اودخاورو سره د يوځاي کيدو وروسته په فلکونو او کداليو سره زره زره شول ،
تاريخ يوځل بيا اړخ بدل کړي په عراق کې صدام حسين په دار وځړيد، مصربادشاه حسني مبارک چه په خپل هيواد کې تري فرعون جوړ شوي ؤ اوس په يوه پنجره کې کينول شوي اود قاضيانولخوا  دخپل مقدر د پريکړي په انتظاردى .
معمرقذافي چې ډيره وخت په مسلمانانو کې ديواتل په څيرياديده اوپه زرګونو مسلمانانو دهغه په نوم خپلو بچوته قذافي نومونه ايښودي ؤ په هکله اود دده د دوه زامنو محمد قذافي او سيف الاسلام قذافي په هکله ضدو نقيض خبرونه جريان لري .
 داسې ګونګوسې هم شته چې کله معمر القضافي دخپو زامنو دنيولو خبرشو نود خبرو وړانديزوکړچې دليبيا ياغيانو (قومي عبوري کونسل ) پدي شرط يې دمنلو اعلان و کړ چې هغه دي دعبوري قومي کونسل ته ځان په غير مشروط ډول اسلحه پرزمکه کيږدي .
په شرق اوسط کې چه کله دبيلابيلو هيوادونو ټغرورټول شوي ؤ نو خلکو د جمهوريت د راتګ پوخ يقين ؤ مګر  ديادو هيوادونو خلک د امريت په منګلو وټرل شو ، د قوميت په نوم دداسې امريت سيلاب راغلي چې په  يادو هيوادونو کې د اوسيدونکيو وګړو ټول خوبونه يې له ځانه سره لاهو کړل عراق ، مصر ، يمن او ليبيا په نوو ازاد شوو هيوادونو اوسيدونکيو وګړو باندې امران ځان ته ونکي اتلان مسلط شول صدام حسين ، حافظ الاسد ، معمر قذافي ، انور السادات ، حسني مبارک او داسې نور ، ددې مضمون ليکلو پوري باغيان داسې په طرابلس کې داخل شول چې چا يې سوچ هم نه شوکولي دقذافي پلوه پوځونو د سړک پرغاړه مورچلي جوړي کړي ، چې په همدغه حال کې دليبيا وزيراطلاعات موسى ابراهيم په خپل وروستنۍ خبري ناسته کې ويلې چې ناټو د دوى هيواد بربادول غواړي چې له امله يې هغه د ډز بندى درخواست وکړ چې په وينايې دداسې کولو نه يې موخه داده چې دعامه وګړو د وژلو مخه ونيول شې  اود نوموړي وزير په وينا ٦٥ زره روزل شوي پوځيان د قذافي د ساتني په موخه پلازمينه طرابلس کې شتون لري .
 
تربيا
[email protected]
مسيح الله (عصام)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مسجدالحرام کې د پراخوالي تاريخې پروسه
لیک: مسيح الله (عصام)
په مسجدالحرام کې د دباب عمره او باب فتح په مينځ کې يو بل باب ( دروازه ) چې دباب شاه عبدالله دراوستلوکارباندي چې د هغې د ٢ غټو بنيادونو کار په وروستي پړاونو کې دى ، په حرم شريف کې د داخليدو لپاره د دوه مينارونو واله څلور لوي دروازى باب عمره ، باب فتح ، باب فهد اود باب ملک عبدالعزيز نومونوته منسوب دى ، ياده پنځمه دوازه به د ملک عبدالله په نوم منسوب وى اولدي سربيره د حرم شريف په انګړکې دمسجد نبوي په څير چترۍ هم نصب کيږې چې دسيوري لاندي به يې خلک لمونځ کوي د نوي پراخوالي په پروسې کې به د طواف کولو په ځاي کې هم د پر اخوالي جائزه واخيستل شي ، دټول حرم د يخ والي لپاره ايرکنډيشن کولو منصوبه ده چې د حرم شريف په تاريخ کې ترټولو لويه منصوبه ( پروسه ) ده ، دحرم شريف سره جوخت دوه پنځه ستوريز ريستورانتونه چې بيه يې اربونو ډالروته رسيږې په راتلونکو کلونوکې به وغورځول شې اودهغې  ځاي به هم دمسجدالحرام په حدودو کې شامل کړي شې ، سعودي حکومت داورګاډي په يوه لويه منصوبه هم کارکوي چې په هغې سره به په راتلونکوکلونوکې د جده ، مکرمة المکرمه او مدينة المنوره د اورګاډي د نظام په وسيله ونښلول شي ، چې تيزوالي به يې په ساعت کې ٤٥٠ کيلو ميتره وي پدغه ډول به زيارت کونکى دجدي د هوايې ميدان څخه مکې او مدينې ته په ډيره اسانۍ سره سفروکړاي شي .
ښکاره دى وي  چې د منى ، مزدلفه عرفات په منيځ کې لا د مخکې څخه د اورګاډو سفرونه پيل شويدي پدغه مصبونه کې دافغانستان په ګډون د بيلابيلو هيوادونووګړې کارونه کوي چې پکې په سلګونو فلپانيان او چينيان هم ګډون لرې چې په دوى کې ٣٦٠ د اسلامي تعلمياتو څخه په الهام اخيستلوسره د اسلام په سپيڅلې دين مشرف شويدې ، چې خادم الحرمين الشريفين يې په ځانګړې ډول انعام او اکرام کړيدى ، اسلام د امن مينې او ورورولۍ مذهب دى ، کله چې غيرمسلم  د اسلام  حقيقت  په خپلو سترګو ووينې نوبيا پرهغوي د لويديځ والو پروپاګندى اثر نه کوي ولې چې دغو نړيوالو مسلمانان يواځي اويواځې د ترهګرو په شکل نړيوالوته وړاندي کوي .
په تيرو ورځوکې د مسجدالحرام دپراخوالي پدغه مصوبې سره شاه عبدالله د نړۍ ترټولو لوي مکه کلاک واچ هم  پرانست کومه به چې د حرم شريف د باب عبدالعزيز دروازي ته مخامخ نصب وي .
جرمني ډوله دغه کلاک ( ساعت ) به په لندن کې نصب د نړۍ ترټولو لوي ساعت چې نوم يې بګ بين دي څخه شپږ چنده ( واري ) لوي وي ، چې لوړوالي به يې ٦٦٢ ميتره يعنې ٢٠٠٠ فوټه لوړ وي ، ددغه اوږد مينار ( ټاور) څلورو خواو ته څلور لوي لوي ساعتونه نصب شوي چې په هغوي به په لويو ټکو باندي لفظ الله ليکل شوي وي دغه ساعتونه به د حرم شريف څخه په اووه کيلوميترۍ کې په ډيره اسانۍ سره ليدکيږې .
لدي سربيره په دغو ساعتونو به ٢١ زره سپين او شنه ګوروپونه ( بلپونه ) لګيدلې دي ، چې د لمونځ کولو پرمهال به يوه ځانګړي منظره وړاندي کوي ، چې پړقا ( څرکوالي ) به يې د ٣٠ کيلوميترو څخه ښکاري دغه راز پکې ١٦ داسې لينزونه ( لينزاسکائي لائټس ) لګول شويدي چې د شعاعو په وسيله به يې د الله نوم پراسمان ( فضا) ښکاري او همدارنګه پدغه ميناره کې به طاقتور لسپيکرونه نصب شوي چې د اذان اوازيې د مسجد حرم څخه ترڅو کيلوميترو اوريدل کيږې .
اټګل کيږې چې  يادمکه کلاک واچ به د ګرين واچ مين ټايم کوم چې په لندن کې د متبادل په څير په کارراوستل شي .
په ٢٠٠٨ زع کال کې په دوحه کې يوکانفرانس کې دمسلمانانو علماء کرامو او پوهانوپه ساينسې بنيادونو داخبره ثابته کړيده چې د مکې مکرمي ځاي وخت د نړۍ اصل معياري وخت دى وجه يې داده چې مکه مکرمه د نړۍ په مرکز ( منيځ )کې شتون لري اوګرين واچ ټايم مغربي هيوادونو په ١٨٨٤ کال کې جبري مسلط کړي شوي دى اميدکولې شې چې مکه کلاک ټاور ( ميناره ) به مسلمانانو ته د ګرين واچ ټايم د متبادل پرځاي کاروکړي اوپوهه مسلمان پوهان او ليکونکي د ګرين واچ ټايم پرځاي دمکې مکرمي ځاي وخت اصل وخت ګڼي او ددې مطالبه کوي چې مکه کلاک ټاور دې د ټولي نړۍ مسلمانانو لپاره اصلې وخت مقرر کړاي شې .
پدي هيله چې د ټولو مسلمانو اوپه ځانګړي د افغانانو د مالوماتو ذريعه وګري او کوم ټکې کې غلطې راڅخه شوي وي مخکې دمخکې درڅخه معافي غواړم ولې چې انسان لره هيرشته دى .  
مسيح الله (عصام)
[email protected]
- بېرته شاته