(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په څادر کې اسمان ګوټې

ليک: ډېوه – امريکا
 ژباړه : فضل الرحمان زاهد بونیری
ښه مې ياد شي چې کله زه اؤ د تره لور مې د اوړي چوټيانو تيرولو له د اروپا نه پيښور ته راغلې ووـ هر څو کۀ تر دغه وخته مونږ يو بل سره ډيرې بلدې نه ؤ خو دې ځل د پيښور يادونو مونږ دواړه د سڼې د اوربل ملګرې کړلو. او دا هرڅه د سکندر کاکا او باتور لکه بله اوشول ـ
سکندر کاکا زمونږ د کورنۍ هغه يواځينےموټر وان ؤ چې په چا باور کيدےشو چې مونږ دواړه جينکۍ به ورسره په امن يو. شپيته کلن سکندر کاکا ، چې خپل تاؤ کړي بريت به ئې هم لکه د خپل سر د ويختو په نکريزو تک سره ساتل ، زمونږه ټوله دنيا وه ـ خو افسوس چې هغه کله هم زمونږ پرواه نه ده ساتلې ـ او يا ېې شايد چې ځان ناهنګاره کړےوۀ ـ هر څه چې وو خو داسې وه لکه چې هغه زمونږ په خبرو د سره پوهيږي هم نه ـ ګوره ، مونږ به ډيره ښه پښتو وئيله خو سکندر کاکا به وئيل چې پوهيږم پرې نه نو، هن! داسې څه شور غوندې مې تر غوږو کيږي چې د پښتو ګمان پرې کيږي خو په ما داسې لګي لکه چې په تيلو کې پکوړۍ ترسخيږي ـ ټول وخت مو په دغه تمه تير کړلو چې خير دے، د سکندر کاکا سره به ګوزاره کوو خو هغه زمونږ سره ګوزارې کولو ته کله تيار وۀ ـ او دا لا څه چې ورځ په ورځ به نور هم سختيدو ـ راځۍ چې باتور درته هم در اوپيژنم ، چا چې به مونږ خاورې هم نه ګڼلوـ دےزمونږ نه پنځه شپيږ کاله مشر وۀ ، اؤ يوه ترله ېې ورته کوژدن کړې وه. د باتور په نظر کې مونږ ښځه ذات وؤ او د ښځو لړ کې د هغه فکر دا وۀ چې ښځه د کور ښايئست وي ، او بايد چې په کور دننه پاتې شي ، بچې راوړي اؤ د کور کارونه کوي ـ او مونږ ته خوبه هسې هم تريو تريخ وۀ ځکه چې د هغه په خيال مونږ څه ډيرې بې قالبه لوئې شوې ووـ خپله باتور کالج په نيمايۍ کې پريښودےوۀ او د جينکو په تعليم خو ېې هډو باور نه درلود ـ خېر مونږ به هم هغه ته واښه نه اچول او د هغه په مخکې به مو په داسې يو سرخط خبرې کولې چې هغه پرې د سره پوهيدلو هم نه لکه اديبيات ، بشريات او داسې نورـ زمونږ کورنۍ د پيښور يوه مخايي کورنۍ ده ـ مونږ بې شکه چې بلوريان نه يو ، شيرپاوان يو او نه د سيف الله کورنۍ سره څه اړه لرو خو له دغه چا نه کم هم نه يو ـ د ترۀ لور مې نور ځان در پيژندل نه غواړي نو دا خبره به هم دغه ځاېې پريږدم ـ
زمونږ د مور پلار خيال وۀ چې که يو کال دوه مونږه دغلته په پيښور کې د کالج سبق اووايو نو ښه به وي ـ په ډاګه خو هغوۍ نه وئېل خو مونږ هم دومره بولګۍ نه و چې پدې نه پوهيدو چې دا زمونږ ودونو ته مونږ او ځان تيارول دي خو هغو د دې اقرار کله کاوۀ ـ
مونږ دواړه د ښځو په جناح کالج کې داخلې کړل شو. د بريښنا مور پلار لږ ځانګړےفکر لرلو نو هغه بشرياتو ته لاړله او زه د طب څانګې کې لوغړيدم. مسز هدايت الله هغه وخت زمونږ مشره استاذه يا پرنسپله وه . دا هغه وخت وۀ چې خيال به کيدو چې جناح کالج د خپلو طالب علمانو ډيره ښه روزنه کوي ـ
مونږه به په يونيورسټي ټاؤن کې د خپل لالاجي څخه اوسيدو او په اوونۍ به د کاکا جې دلې کره حيات آباد ته تللوو ـ ټول حساب کتاب ابۍ کړےوۀ ـ مونږ له خو پرې عمل کول ؤ-

د سکندر کاکا کار دا وۀ چې مونږ کالج ته يوسي اؤ راوړي ـ تر دغه خو هغه هم خوشاله ؤ خو که د نور چيرته تللو به دې ورته اووې نو بيا به سکندر کاکا د پولو نه دانګل ـ مونږ خپله هم ګاډےچلولےشو خو په پښتون ټبر کې چا دې ته کله پريښودو؟ او د ټبر هلکانو ته خو به په دې ځان بد ښکاريدو چې په خپل ښائيسته ګاډو کې ورسره څوک ښځه کيښني ـ او لا به داسې اووايم چې په دې به شرميدۀ چې په ګاډي کې ورسره څوک د خپل کور يا ټبر زنانه ناسته وي ـ
زما او د بريښنا دواړوهغه وخت د غني خان د شاعرۍ سره مينه پيدا شوه چې کله مو سردار علي ټکر واوريد ـ او يوه ورځ مو خبره کوله چې که مونږه د غني خان کليات پيدا کړل نو دا شان به مونږ پښتو لوستل هم زده کړےشو ځکه چې د ټکر سي ډيان خو راسره شته ، هغه به آورو او کتاب ته به ګورو ـ
ما او بريښنا چيرته غرمه سترګه نه وه پټه کړې، خو باقي ټول کور به دا وخت چپ چوپ پروت وۀ او دغه ورځ هم ټول دم دوم ول ـ تر دې چې سکندر کاکا هم اودۀ ؤـ مونږ کوشش خو ډير اوکړو چې راوېلټوو خو هغه ډير په ګرانه يو لحظه سترګې اوغړلولې اؤ بټ بټ ئې راته اوکتل ، هن ئې اوکړل او په ډه ډه واختيدو.اوس ئې مونږ ته شا وه ـ او بيا په خرړيدو شوـ
د ابۍ تپوس کول بې ځايه ول ـ ښه په راستۍ ئې شوملې څښلې وې ـ هسې هم د هغې يوه مشهوره وينا دا وه چې په تکڼه غرمه خو يا ليوني ګرځي او لا بيا سړي خوارۀ ـ
له ډير فکر نه وروستو مونږه پريکړه اوکړه چې ولې نه ، د چا په تمه د کيښناستلو پر ځاېې دې خپله څه لاس پښې اوخوزوو اؤ دا کار تر سره کړوـ د خپل ګاډي د اخستلو خو سوال نه و ، او د رکشې پر ځائې که مونږ د خپل چم يو کوڅه دوه اووهو نو د جرنيلي سرک نه په بس کې هم صدر ته رسيدلےشوـ او چې زمونږ مخونه پټ وي نو مونږ به پيژني څوک؟ او بيا مونږ غلا غولطي خو کوله نه ـ ابۍ هم په څوکرته راته دا خبره په غوږ کې ايښودې وه چې که چيرته لالاجي اوکاکاجي موښکاره مخونه اوليدۍ نو مړې به مو کړي ـ دا خو ښه وه چې دغه ورځ دوۍ دواړه د ښارنه بار چيرته تللي وؤ او که مخې له ورغللو هم نو دوۍ خو هم دغه غواړي کنه چې زمونږ دې مخونه پټ وي نو دغه خو مونږ ارومرو کووـ دغه شان مو ځان له خپلې انې بانې اوکتې . يوه بورقه مو د سکندرکاکا د ماندينې راواخسته او بله خو په اسانه په لاس راغله چې د کور يوې وينځې په تار غوړولې لمر ته ځنګيدله ـ
سر به مو څه خوږوم خومونږ په چل هنر د کوره اووتلوـ د نوکرانو د کورونو او د چم د کوڅو نه په ډاډ زړه او په اسانه تيرې شوـ هر څوکه مو بورقې اچولې وې خو د هغې په نيوري کې د بار دنيا خوندونه مو اخستل ـ دا ښه وه چې بس هم زر راغللو اؤ د نارينوو نزدې و خو د ناستې ځائې مو بيا اوموندـ د کيښناستلو څخه سم مې د بڼو لپاسه يو سيورےاوګالوـ چې مې اوکتل نو د يوسړي لاس مې اوږې پله په راکوزيدو وۀ ـ برند برند مې ورته اوکتل خو هغه په دې هم خوشاله شو او خلۀ ئې چينګه کړله نو زړه مې غوښتل چې ورپسې پاسم او يو ناتار شړق ترې نه اوباسم ، خو نصيب ېې ښه وۀ ، بس اودريدلو. يو سپاهي را ختلوـ ده چې پوليس واله اوليدلو نو په تادۍ سره کوز شو او لاړ د سترګو پناه شوـ مونږ دواړه خواېندې په صدر کې د آرمي لوبيز(اسټېډيم) سره کوزې شوـ زمونږ نه سم ځان ورک وۀ او په جامو کې نه ځايېدوـ دا خو راته معلومه وه چې دلته د کتابونو څلور غټ دوکانونه شته دےـ مونږ په کوچي بازار اووتو او مخامخ قريشي ګهي اسټور پله ورغللو او په ګوټ غاړه په ښي اړخ لمړي دوکان ته ننوتوـ د دوکان کاکا راته اووئيل چې زه ئې نه لرم خو تاسو داسې اوکړۍ چې د بليو بلز خوا ته په کتابتون کې ممکنه ده چې په لاس درشي ـ نو مونږ بيا را اووتلو خو لانجه دا وه چې مونږ په خپلو بورقو کې خوټکيدو او کتل به مو چې نورې ښځې ښه په ارام په دې کې پټې ګرځي؟ نو له ډيرې ګرمې نه مو د بورقې مخامخ پلو تندو ته واړولوـ
بريښنا په خير شوې تکه سپينه خو ده ، ده ، سترګې ئې هم داسې اودي دي چې تاسو به دا رنګ سترګې چيرته نه وي کسلې ، او بيا د ګرمۍ د لاسه ئې مخ په نخاسونو سور شوےهم وـ زما خو د هغې شان د ښايئست لانجه نه وه خو زما قد د عامو ښځو نه څلورسوتره ( انچې ) لوړ دےاو بورقه مې د کچې ښځې اغوستې وه ـ نن چې په شا سوچ کووم ، هغه ورځ راياده کړم ، په ځان پورې خندا راشي ، چې دا مونږ به څه پيښه شان ښکاريدوو!!

مونږ ته څه پته وه چې په دې بورقو کې د اور په شان ګرمي وي ـ زمونږ مخه کور اړخ ته خو لمر ته مخامخ وو نو د بريښنا خيال و چې که مونږ لږ په تادۍ سره اوګرزو نو د نمر د پلوشو نه به زر خلاصې شوـ ما کتل چې د ټولو خلقو سترګې په مونږ دي او تيخته يا منډه به ښه نه وي ـ په دې کې بريښنا په يو لوپر واوخته ـ هغه به ورته څه وېلي وي نو ، دا پسې را اوګرځيده او چپله ئې ورپسې اوويسته ـ هغه په تيخته شو او دا ورپسې ور په منډه ـ ظاهره ده چې زه به چا ته پاتې کيدم ، نو ما هم دؤ کړل ـ هلک په مخکې ، بريښنا ورپسې او وروستو پسې زه منډهې وهم ـ اخر سړےمو لاندې کړوـ بريښنا ورته رسا په پوزه داسې ګوزار ورکړو چې پوزه ئې ماته شوه ـ
لندن کتابځائې ته ورغلو ، هلته مامور کس راته هم عجيبه عجيبه کتل ـ هغه بغير د څه لټون نه مونږ ته اووئېل چې بايد مونږ د سرک په بله غاړه په سعيد بک بانک کې تپوس اوکړوـ مونږه د سرک بل پله کتابځائې ته ننوتو او تپوس مو اوکړو که له دوۍ سره د غني خان يا په غني خان ليکلےڅه کتاب وي نو مونږ غواړو چې وائېخلو. هغه کس ډير په وياړ سره راته اووېئل چې که دغه رنګ کتاب ايله چاپ شوې هم وي نو خامخا به دلته مېلاويږي ـ مونږ د کتابځائې تاخانې ته ښکته کوزې شو خو هلته مامور سړےډير بې مروته اوختلو ، مونږ ترې نه د پښتو سيکشن پښتنه اوکړله ، چشماټو راته د پوزې په سر ايښو چشمو کې اوکتل او لاړ ورک شو ـ مونږه خپله پکې اوګرځيدو خو دغه رنګ کتاب مو پکې اونه موند او يو ځل بيا د کتاب په ارمان را اووتلوـ
مونږه خو د تندې نه ميراتيدو ، چې مخامخ د سرک بل اړخ ته مو د جاني کون په دوکان سترګې اولګيدې نو زړه مو ورته اوشو چې يخ شربت اوڅښوـ او بيا مو هلته په دغه دوکان کې يو داسې انځور اوليدو چې زمونږ خپله په خپل نظر باور نه کيدلوـ اؤ! په دوکان کې زمونږ هغه نر پښتون ورور باتور د يوې پيغلې سره ناست شربت څښي ، د چا خلۀ چې هر وخت په دې وېنا نه ستړې کيږي چې يوه پښنه ښځه بايد چې د پښتو دود دستور کې پاتې شي ـ او بيا دا پيغله څوک زمونږ خپله خپلوانه هم نه وه ، مونږ خو اق دق حېرانې وو خو باتور چې څه خوړل هغه ئې په مرۍ کې اونخاته ـ خو مونږ چې څه رنګ بورقې اغوستې وې ، شايد له دغه امله باتور کيدےشي ، چې په يقين نه وۀ ، چې دا واقعي مونږ يوـ
مونږه خو اوبوږنيدو خو ښه دا وه چې د غلو نيونکےپه خپله غټ غل وۀ ـ زمونږ اعصابو او دماغو هم پوره کار نه کولو نو نه شم وئېلےچې باتور څه رنګ هغه پيغله رخصت کړله اؤ مونږ څه خوړل څښل؟ خو لږ ساعت پس دےزمونږ مخې ته ولاړ وۀ ـ او چې څه په خلې ورتلل هغه ئې وئېل ـ مونږه په ډير قلاره ترې نه اوپښتل چې دا ميلمنه درسره څوک وه ؟ هغه ځان بيا باتور باتور کولو خو مونږ ورته په ډاګه کړه چې که مونږ ابۍ خبر کړله نو هغه به ارومرو ستا حرکتونه لالاجي او کاکاجي ته مخې ته ږدي چې دا ته په ښار کې په کومو اوتو بوتو سر ئې ـ او بيا ستا رنګ نارينه په دې ښه نه ښکاري چې زمونږ په وړاندئې څرمن اووځي ـ که د باتور په وس کې وےنو دغلته به ئې مونږ قېمه قېمه کړےوےخو اوس انختلےو نو ځکه ئې دماغ ځائې له راغلل او مونږ هم په ډيره منت زارۍ ، هغه په بې ځايه عزت سره او په پتاسدارو خبرو دې ته رضا کړلو چې مونږ ځان سره واپس کور ته بوځي او هغه دا زاري په دا شان اوومنله لکه چې هغه په مونږ غټه ملازه اړوي ـ باتور ژمنه اوکړه چې که مونږ بيا چيرې ښار ته يواځې د نه راتللو پخلےاوکړو نو هغه به مونږ ته دغه کليات راوړي ـ او که مونږ د دغه پيغلې په لړ کې ايله هم د چا غوږ کې اوټوسکيدو نو هغه وئېل چې په ټق به مې وژلي ئۍ ـ مونږ ورته وېل چې د مزکې په سر ستا د پښو هغه ټول خاپونه به مونږ ښکل کړو ، کوم چې تا مونږ لپاره د غني خان د کلياتو راوړلو پله ايښودي وي ـ
د خپلو ټولو ناخوښو کارونو سره بيا هم باتور يو ډير درون او نر پښتون دے، هغه خپله وعده تر سره کړله او مونږ ته ئې د غني خان کليات راوړلو او دا وار کيدےشي ، هغه خبر شي چې مونږ کوم ليک خېبرواچ ډاټ کام ته په انګلسي ژبه چاپ له ليږلی و ، هغه په پښتو هم ژباړ شوـ
- بېرته شاته