(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ادب زرين دور

پښتو اؤ پښتون قام کۀ هر څومره زوړ دى ولې د ادب تاريخ يې دومره په تحقيق نۀ دى ليکلى شوى. د زر دولسو سوو کالو دا تاريخ لۀ هغه ځايه شروع کېږي کله چې د اسلام د راتلو نه پس په څۀ نا څۀ رنګ کښې د ادبي تاريخ د اثارو محفوظولو هڅې شروع کړاى شوې دي. د دغه اثارو لۀ مخه د پښتو د ادب تاريخ د امير کروړ ځينې شروع کېږي چې د پټې خزانې په روايت په ١٣٩هـ کښې ژوندى د پښتو شاعر اؤ د پښتنو سالار و رهبر ؤ. د امير کروړ نه تر ستر خوشحال خان خټک پورې په اتۀ نهه سوه کاله کښې د ژبې اؤ ادب ارتقاء څۀ منظم صورت، حوصله افزايي موندلې نۀ ښکاري. نۀ درباري سرپرستي، نۀ اولسي شعور، نۀ تهذيبي پوهه په اجتماعي ډول د ادبي تحريکونو ملګرې شوې ده. کۀ هر څو سياسي تحريکونو، مذهبي جوماتونو اؤ ديني قوتونو پښتو ژبه د خپل خپل مقصد د نظرياتو د خورولو دپاره د وسيلې په توګه پکارولې ده. ولې تر څو چې د ژبې اؤ ادب خالص قامي جمالياتي شعور دى هغه په هر دور کښې په يؤ څو افرادو يا يؤ څو ټولګېو کښې خو ښکاري ولې د عام اولس د ليک لوست سره ډېر کار اؤ غرض نۀ دى پاتې شوى. کله چې په ژبه کښې د ليک لوست، د تعليم اؤ تعلم کار نۀ وي نو هر تحريک په منظم صورت کښې د نورو ژبو لاره نۀ شي نيولى. يواځينى تحريک د پير روښان دى چې د روښاني تحريک د پرمختګ دپاره يې پښتو ژبه وسيله کړې ده. د ادب د يؤ مخصوص نوعيت د تخليق کار پکښې په منظم ډول شوى دى. په دغه تحريک کښې شعر يؤ مخصوص رنګ اؤ معيار ترلاسه کړى دى. ولې هغه همه ګيري پکښې په دې نۀ ښکاري چې دا د تصوف د يؤ مخصوص اندازِ فکر د فروغ په خاطر تخليق شوى دى. د زمانې ناکړدې په خپل ځاى، خو روښاني ادب د شعر يؤ پيکر تراشلى دى. په خپل نوعيت کښې کۀ هر څو يوه مخصوصه فلسفه ده خو د جمال اؤ رومان د تقاضو د تسکين مالګه اؤ خوند هم لري. په ډېره اوږده زمانه کښې يؤ څو نابغه شاعرانو پښتو ژبه د دې جوګه کړې ده چې د ذات اظهار پکښې د شعر په ژبه وکړاى شي. د اخوند دروېزه مکتب هم د يؤ تحريک صورت لري. نثر اؤ نظم د خپل مسلک د خورولو دپاره ليکلى شوى دى. پښتنو سره نۀ يواځې په پښتو خبره شوې ده بلکې د ديني تعليم بندوبست هم پښتو کښې شوى دى. کۀ يؤ واضح مقصديت لري اؤ تر يؤ خاص مقصد پورې ژبه ليک لوست ته محدوده ښکاري خو دا به د وخت تقاضا وه. اؤ بيا چې فطرت يؤ انقلابي غورځنګ وهلى دى، ملي احساس بيدار شوى دى، تهذيبي شعور ځلا کړې ده، پښتانۀ د قبيلو په ځاى د يؤ قام يؤ ملت په حېث د ځان پېژندنې په لور ګام پورته کړى دى. نو د ژبې اهميت اؤ افاديت هم په شعوري ډول څرګند شوى دى. قام په دې رسېدلى دى چې ژبه د ملت د ملا تير دى. د قاميت بنياد دى اؤ د شناخت تر ټولو لويه وسيله ده. د ژبې اؤ ادب د تاريخ دغه مقام د پښتانۀ د تاريخ هغه باب دى د چرته نه چې يؤ نوي فکر يؤ نوي شعور اؤ يؤ تازه احساس اغاز اخستى دى. شايد چې د بې غورۍ اوږدۀ خوب اؤ د ځان ځانۍ فطري مزاج په دغه وخت کښې هم د بيدارۍ ضرورت نۀ وى محسوس کړى ولې زمانې چې د جبر پنجې د دې ولس په سترګو کښې نېغې ورښخې کړې نو دا ولس يې په سترګو غړولو مجبور کړى دى. د مزاحمت د يؤ نوي دور اغاز د پښتو په ادب کښې د زور اؤ قوت هاغه زورور روح بيدار کړى دى چې اخر يې اهميت په شلمه اؤ يويشتمه پېړۍ کښې دنيا محسوس کړو. دغه باب د ستر خوشحال خان زرين دور دى. د پښتو ادب په تاريخ کښې زرين دور دې دور ته ويلى شي اؤ دا په دې وجه چې د دې نه وړاندې اؤ د دې نه وروستو ژبې د کمال هغه درجه ترلاسه نۀ کړاى شوه کومه يې چې په دغه دور کښې ترلاسه کړاى شوې ده. د خوشحال خان په شخصيت، قامي کردار اؤ عبقري ذهن کۀ خبره نۀ هم کوو، ولې د دې ځنې انکار ممکن نۀ دى چې کۀ خوشحال خان قدرت په دغه دور کښې د خپلو نابغه شخصي خوبيو سره نۀ وى پيدا کړى نو شايد چې د قام په حېث د دې ولس تهذيبي مرګ يوه صدۍ نيمه وړاندې واقع شوى وى. قدرت ته چې د دې ولس د تهذيب اؤ ثقافت د ژوندي ساتلو اؤ د يؤ قام په حېث د قامي وجود بقا منظوره وه نو عظيم خوشحال خان ې پکښې پيدا کړو. خوشحال خان خټک د خپل ژوند لۀ هغو مرحلو د تېرېدو نه پس د خپل شعور اؤ خودشناسۍ تر مقام راورسېدو کومې مرحلې چې د ذهن اؤ نفسياتو د ځلولو دپاره د هر جينئس د ژوند ملګرتيا کوي. د ژوند د حالاتو، د عصر د سياسياتو اؤ د قامونو د استبداد د مطالعې نه پس خوشحال خان خټک ته چې د خپل پښتون ولس د بقا اؤ د وجود اؤ د مرام احساس شوى دى نو د يؤ نوي تحريک په رنګ کښې يې د سره د ادب د تخليق کار شروع کړى دى. کۀ هر څو هغه شروع لا تر ننه پورې هم هغه شروع ښکاري اؤ د انجام کوم مقصد چې هلته ټاکلى شوى ؤ هغه هم لرې ښکاري اؤ وخت تر وخته لۀ هغې ځنې لرې وتل هم ډېر شوي دي، ولې ژبه تُوره، ټوپک، علم، هنر، کمال، جمال هر څۀ د يوۀ مقصد دپاره په يوه ژبه کښې اؤ بيا د ژبې په ذريعه کله جهاد کله تحريک اؤ کله تخليقي معيار اؤ تهذيبي شعور اؤ د ملي استحکام دپاره پکارولى شوې ده. زما ژبه نۀ ده اور ده ګوزارونه د ټوپک کا دا غږ چې: په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو ولې هيڅ نۀ شو لۀ يو بل خبردار لۀ يو بله د خبرېدو اؤ په يوه ژبه د ويلو دغه تحريک تر شلمې صدۍ پورې جاري وو. کله چې د نشاة ثانيه په دور کښې د دغه مقصد دپاره حالاتو ستر حمزه شينوارى په دې وينا مجبوره کړو چې : څو چې راغونډ په يؤ مرکز يې نۀ کړم هرې تپې ته د جرګو سره ځم وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم نو ښکاره خبره ده چې د اغاز هغه انګازه چې د خوشحال خان خټک لۀ غږ نه پورته شوې وه، درې څلور سوه کاله پس هم د حمزه شينواري په غږ کښې اورېداى شي. په دغه حساب کۀ د زرين دور د عصر د تعين خبره کېږي نو تر شلمې صدۍ راغزېږي. ولې شلمه صدۍ ځان ته د هغۀ زرين دور يو سيورى خو دى، يؤ نوى اغاز خو کېدى شي. ولې زرين دور د خپل معيار اؤ ادبي کمال په سبب د خوشحال خان نه تر احمدشاه ابدالي خورېږي. يا په نورو معنو کښې د کلاسيک دور بايد زرين دور وګڼلى شي. په دې چې د کلاسيک مقام پخپله هغه مقام دى چې د زرين دور په سبب موندلى شوى دى. پښتانۀ د خوشحال خان خټک نه وړاندې هم اؤ وروستو هم د خپل مزاج، فطرت اؤ نفسياتو نه بهر ونۀ وتلى شو. ولې ژبه د کمال تر يو حده ورسولى شوه. اؤ د ژوندي پاتې کېدلو يؤ قومي جواز يې وموندلو. اؤ د ژوند په دغه جواز کښې يواځې ادب يا تخليقي کمال نۀ دى، د مليت شعور و احساس هم دى. په دې چې خوشحال خان خټک ژبه يواځې وسيله کړې نۀ ده. يواځې د اظهار د احساس جامه نۀ ده. هغۀ په پښتو ژبه کښې د پښتونولۍ د شناخت يؤ روح ګډ کړى دى. يؤ محرک، ژوندى اؤ فعال ادب يې تخليق کړى دى. داسې يې پښتو ژبه، پښتو اخلاقي نظام، پښتني نفسيات اؤ مزاج يې د پښتو د ادب د معيار مضمون کړي دي. د ښايست پښتني معيار د انسانيت اؤ سړيتوب پښتني تصور د ښو اؤ بدو پښتني تناسب يې د ادب داسې غايت ګرځولى دى لکه چې دا هر څۀ مقامي، مخصوص، تناسب نۀ وي، يؤ افاقي جوهر لري. د ايډيل پښتون تصور چې بېخي حقيقي اؤ عملي هم کېدى شي هغه يې د ادب مقصد اؤ کردار ګرځولى دى. د تعصب چشمې په سترګو نقادان به دا هر څۀ د يؤ مقاميت هنګامي مظهرونه ګڼي ولې خبره په دليل تر سره رسي. کۀ څوک پوخ دليل پيدا کړي چې د پښتو ښايست معياري ښايست نۀ دى، پښتني اخلاقيات د انسانيت جوهر نۀ لري اؤ د پښتو فلسفه د سړيتوب د کردار خصمانه نۀ شي کولى نو بيا به د پښتنو ادب ځان ته څۀ نور افاقي قدرونه ګوري. د دې خبرې نه هم انکار نشي کېداى چې جمالياتي اقدار په هره ټولنه کښې توپيرونه لري. ولې د جمال د ذوق معيارونه هم شته اؤ د جمال د پښتني ذوق د ارفعيت نه به څوک انکار وکړاى شي. هله کۀ سترګې اؤ ذهن د خيرو نه صفا وي. دا نادره عقيده لکه زما ده لا عجب کۀ بل پيدا هسې افغان شي د دې ټولو جمالياتي قدرونو سره سره د دانش اؤ پوهې خبره هم ده. د دانايۍ کوم رازونه چې خوشحال خان اؤ پسته نورو پښتنو مشرانو ښکاره کړي دي هغه کۀ د درواغو، ډپلوميسي، مصلحتونو نه پاکه د نرتوب اؤ د مرديت د دانايۍ راز دى. نو د کمزورو ارادو، ضعيفو عقيدو اؤ د مکرو فريب عادي چلګر دانايان خو به يې ناپوهي اؤ کم عقلتوب ګڼي. خو بايد دغه خلک د ازاد فکر، ازادې ارادې، د توکل د مړانې لۀ خونده اؤ لۀ خوبۍ څخه خو خبر وى: چې د بل تر لاسو ورغى د بل شو مرد به خپل لري د خپل فکر زمام اؤ ريښتيني پښتانۀ مدام ازاده اراده اؤ د خپل فکر واګې په خپلو لاسو کښې ساتل غواړي. هغه څوک چې د پښتانۀ د ازاد روح واګي په خپلو لاسو کښې کول غواړي اؤ نۀ يې شي کولى نو هغوئ سره سېوا د دا قسم تبصرو نه نور څۀ پاتې کېږي؟. هر کله چې د ستر خوشحال خان خټک د فکروفلسفې په رڼا کښې ژبې اؤ ادب خپل پښتني نوعيت ترلاسه کړو نو په دغه يؤ بنياد هم دغې دور ته د پښتانۀ د تاريخ اؤ د ادب زرين دور ويلى کېداى شي. کۀ د شعر د معيار د نوي نثر د ابتداء اؤ د يؤ مضبوط ادبي کلچر د رغولو خبره نۀ هم کوو. لۀ دغه معيار پس ته يؤ اوږد کلاسيکي دور په ادب خصوصاً شعر کښې ډېرې نوې فکري تجربې وکړې. د فن نوي پيکرونه اؤ نوي صورتونه يې روغ کړل. خو د ملي اؤ قامي غرور سرمايه يې لۀ لاسه ورنکړه. د پښتني فکر د پښتني احساس د فن يؤ نوى معيار يې قايم کړو. په شلمه پېړۍ کښې د تحريک سره سم د ادب د نشاة ثانيه دور راغى. د ژوند د تقاضو تر مخه په ادب کښې فکري اؤ فني تجربې هم ډېرې وشوې. کۀ په عمل کښې څۀ ترلاسه نۀ شول خو د فکر اؤ فن سرمايې ډېرې وګټلاى شوې. خو افرين په شلمه پېړۍ هم دى چې د دنيا د انقلابونو، سياسي بدلونونو اؤ د نوؤ حالاتو رامينځته کېدو هم د ادب نوعي مزاج بدلېدو ته پرې نۀ ښودو. دا د مزاحمت اؤ د مړانې د مزاحمت يؤ نادر تحريک دى. پښتو د سيالۍ جوګه کړاى شوه. اؤ کله چې په يوويشتمه پېړۍ کښې حالات تر دې راورسېدل چې د بقا وېره پيدا شوه نو هم هغه د زرين دور فلسفې، فکر اؤ نادرې عقيدې دا ولس د فنا ګړنګ ته غورځولو ته پرې نۀ ښوده. نۀ ټينکونو پښتو ورکه کړه، نۀ بمونو د پښتو څېره ورانه کړى شوه. اؤ دنيا په عالمي توګه دا ومنله چې پښتون يؤ قام دى، چې د پښتو ژبې په بنياد يؤ ژوندى اؤ محرک وجود لري، خپله خاوره خپل شناخت لري اؤ د دې هر څۀ سره به دا وجود تسليمول اؤ منل وي. سياستونو، فرېبونو، رشوتونو ډېر ورانى وکړو خو د پښتو نقش يې وران نۀ کړاى شو. ځکه چې دغه انځور په اوبو جوړ شوى يا په هوا کښې جوړ شوى نۀ ؤ. د يؤ ولس د ژوند اؤ ايمان په سينه جوړ ؤ. د غه نقش د پير روښان د دعا اؤ اخلاص برکت، د ستر خوشحال خان د مټو د وجود د فکر اؤ عقيدې زور ؤ. د هجري عبدالقادر خان خټک اؤ صدرخان خټک رومان و ارمان ؤ. د کاظم خان شيدا د فکر د افتاب د چشمې نور ؤ. د رحمان بابا د اخلاص کرامت ؤ. د حميد بابا، کامګار خټک اؤ د علي خان د فن د رېښمو د مزي کلکوالى ؤ. د محمدي صاحبزاده علمي خصمانه وه. اؤ بيا د راحت زاخيلي، مخفي، ادريس، خليق، فدا اؤ د نورو لويو مشرانو نۀ ستړى کېدونکى د مرام سفر ؤ. د خان عبدالغني خان روماني لېونتوب ؤ، د ستر حمزه شينواري د پښتونيت نادر فني احساس ؤ، د کامل اؤ قلندر اؤ د اجمل د فکر پړق اؤ د غيرت انداز ؤ. د حبيبي، خادم، بېنوا، الفت، رښتين اؤ د رشاد علميت ؤ. د هر پښتون اؤ هرې پښتنې د ټپې اهنګ ؤ. داسې چې کۀ دنيا ورانېږي نو انګازه به يې خېژي اؤ کۀ ابادېږي نو اهنګ به يې اورېدى شي. اؤ بيا په تېره تېره د هغو ټولو پښتنو شاعرانو، اديبانو، ليکوالو اؤ دانشورانو د پښتونيت هغه شديد رد عمل اؤ عمل ؤ چې دا د پښتو نقش يې هم په وينه او هم په مينه تازه ساتلى دى خو: ليلا د ارتقاء چې ستا څړۍ کومه ده سندور د کومې وينې دى دړۍ کومه ده زنځير چې د انسان د اخوت جوړېدو ما غږ کړو د پښتون پکښې کړۍ کومه ده د انسان د اخوت په عالمي زنځير کښې د پښتون کړۍ لا تر ننه پورې ځاى شوې نۀ ده. اؤ ځکه نۀ ده چې يې د ژبې ځاى نشته. داسې ژبه چې د مليت ځاى اؤ حقيقي تعليم هم په دې کښې دى. د دې ژبې سندره، د دې ژبې متل، د دې ژبې مقولې اؤ محاورې نۀ يواځې د پښتون ملي کردار سازوي، د پښتونيت توانا احساس هم ورکوي. کله چې دا ژبه د اعلى ذهنونو د فکر اؤ احساس د اظهار وسيله وه نو فن، ادب، فلسفه، حکمت هر څۀ په پښتانۀ کښې وو. کله چې ستر ذهنونه اؤ د اعلى خصوصياتو خاوندانو ژبه بدله کړاى شوه نو ولس خپل تشخص په فولکلور کښې ځاى کړو. د زمانې زوړ ثقافت په خپل شناخت غاوره په ساده ژوندون کښې ګزران خپل کړو. خو دغه ګزران يؤ پښتون ګزران ؤ چې بې لۀ پښتانۀ د بل چا يا د بل رنګ دپاره ګران ؤ. نو هغه اعلى ذهنونه چې ژبه يې بدله کړاى شوې وه، هغو‌ئ د خپلې اسانۍ دپاره نورو هغو ثقافتونو ته لاره ورکړه چې د هغوئ خبرې، جامه بودوباش پکښې ځايدى شو. اؤ دا شان د پښتو په ازاد روح اؤ وجود د غلامۍ د نفسياتو غلبه شروع شوه. کمزورو ارادو اؤ ناسمو کردارونو د پښتو معنى د بدلولو کوشش وکړو، د انګرېز مراعات يافته طبقې د خپلې ذهني غلامۍ ردعمل د پښتو ازاد فکر ته د بندېزونو، حرصونو اؤ د طاقت اؤ سياست نوي زنځيرونه جوړ کړل. دا تهذيبي زنځيرونه د ثقافتي دامونو په رنګ کښې هر چرته خوارۀ کړاى شول. د پښتونيت څېره په نوې اؤ پردۍ غازه بدرنګول شروع شول اؤ دا عمل لا روان دى. خو د پښتو کاڼى چې په اوبو کښې نۀ ورستېږي، تر څو چې دا ژبه ژوندۍ ده نو دا هر څۀ د حالاتو يوه څپېړه خو ده ولې د پښتو ګُونه پرې نۀ شي ورانېدى. شلمې پېړۍ ادب ته ډېر څۀ ورکړل. نوى فکر، د وجود ازادي خو شلمې پېړۍ د ذهني غلامۍ اثرات هم لۀ ځان سره ډېر راوړل. ډېر ثقافتي اقدار لۀ منځه يوړى شول اؤ په ډېرو کوششونو روان دى. خو قدرت چې پښتو ته په خپل فطرت کښې د ژوندۍ پاتې کېدلو صفت ورکړى دى نو يا به پښتو وي اؤ يا به بيا نۀ وي. نيمه نيمچۍ پښتو نۀ شي کېدلاى. پښتو چې يوه عقيده هم ده، پښتو چې د ايمان برخه هم ده، پښتو چې د ژوند مقصد هم دى، پښتو ننګ و ناموس هم دى، د يؤ ځانګړي ملت احساس هم دى، نو د يؤ قام د يؤ ملت په حېث پښتون ته تر اوسه په شعوري توګه دا احساس خو نۀ دى شوى چې د زمانې د دومره لويو طاقتونو، انقلابونو اؤ سېلابونو نه دا ملت يواځې هم پښتو تر اوسه ساتلى دى. ولې په لاشعوري ډول په اجتماعي حيثيت دا احساس ژوندى خو دى. ځکه نو په يوويشتمه پېړۍ کښې چې د انسان د نړۍ د ځمکې په مخ د قامونو د وجود کوم زنځير جوړېږي، د پښتو د ملت د کړۍ ځاى پکښې په خپل ځاى پروت دى. اؤ کۀ دا پېړۍ د پښتو د ځنکدن پېړۍ نۀ وي نو د يؤ نوي صحت نوي ژوند دپاره به پښتو يؤ ځلې بيا د زرين دور هغه اراده هغه عزم تازه کړي چې: د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګيالى د زمانې خوشحال خټک يم - بېرته شاته