(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دګوډۍ وادۀ

ليک : لائق زاده لائق
دخان ګل اکاد مرګ خبر په ټول کلى کښې لکه دکور دلمبې په تندۍ خور شوےؤ، هر څوک ((برکندى)) ته چاق چاق روان ؤ چا دخان ګل اکا دځوانۍ قيصې کولې او چابه دهغه ((سپينې سپينې)) خبرې يادولې، په لږ ساعت کښې دمشر خان حجره دخلقو ډکه شوه، خلق جرګه جرګه کيدل، ډيرې خُلې وې او ډيرې خبرې.. دخان ايکې يو زوې عمر ګ چې دکلى خلقو به ورته ((عمرے)) وئيلو، يو خواته غلےدسوچونو په درياب کښې لاهو لاهور ناست ؤ،هغه دفکرونو مز په يو بل پسې تړل، چې کله به خلقو دعا ته لاسونه پورته کړل نو د ((عمرى)) په سترګو کښې به غټې غټې اوښکې راغلې هغه به دځان سره ووې، ((داهر څه دروغ دى، داټول مکر او فريب دے)) دغه ساعت مشر خان حجرې ته راغےټول خلق احتراماً پاڅيدل، مشر خان د ((عمرى)) خواله راغےاو ورله ئې تسلى ورکړه.. هغه ته داتسلى داسې ښکاره شوه لکه چې ورته کنځل کوى، لکه چې دهغه په پرهرونو مالګې دوړوى، ځکه چې پرون چې دهغه پلار ژوندےؤ او په اوږده ناروغتيا پروت ؤ نو عمرےمشر خان له په منت زارۍ ورغلےؤ چې ((خان پلار مې ټول عمر ستاسو خدمتونه کړى دى،، درنګ ساعت له مرى او زما سره دومره پسې نشته چې ورته دوائى راوړم)) ددې سوچ سره هغه خپل مخ تود تود محسوس کړو هغه ته دمشر خان هاغه درنه څپيړه راياده شوه چې ورله ئې په مخ ورکړې وه او دکوره ئې ويستلےؤ، مرى دسوچونو لړۍ جوړوله ورانوله، هغه ته دخپل پلار هاغه ټول کتابونه هم راياد شو کوم چې هغه په ډيره مينه ليکلى وؤ خو چې چاله به ئې ورکول نو هغوى په ورپورې خنداګانې کولې. د کلى دخلقو دغه خنداګانې دهغه په غوږونو کښې الول کيدې هغه ته .. ډير څه ياديدل ديوې ورځپاڼې هاغه کالم ئې هم مخې مخې ته شو چې پکښې په يو داسې ليکوال ټکونه شوى وؤ څوک چې دپښتو ژبې دپاره هلې ځلې ئې دهغه ناقرارى دپښتو دخدمت ناقرارى ده. هغه کۀ په ځان مئين دےنو دا يوه فطرى خبره ده. خو ددې نه انکار نۀ شى کيدےچې دهغه قلم په نننى دور کښې ډير تيز چليږى
((عمرى)) يوه اوږده ساه راښکه بيا ورته ددغه فعال ليکوال په شکل کښې هاغه ډير پښتانۀ ليکوال ښکاره شول کوم چې وختونو ځپلى دى خو هغوى حوصله نۀ ده بائيللې ((عمرى)) يو خوا بل خوا وارخطا خطا کتل دخان ګل اکا دتعريفونو يوه اوږده سلسله روانه وه. په دې کښې يو سړى ووې چې ((يه دکلى خلقه داستاسو پښتو هم عجيبه ده چې ژوندےوى په کاڼو ئې وولئ چې مړ شى تعريفونه ئې کوئ)) خان ګل اکا خو ددې کلى پوزه وه، ولې چائې دکور پوښتنه کړې وه؟ هغه خو دڅو دوايانو په ارمان لاړو مړ شو خو دهغه ښځه لا اوس هم لاعلاجه پرته ده.. دا زمونږ غرت دے؟ دا زمونږ پښتو ده؟ چې په خپله دعمل توان نۀ لرو نو په بل پسې ګُتې وهو، کۀ څوک چاله عزت ورکړى نو په مونږ اوربل شى، اخر ددې نه به څه جوړيږى؟ کۀ څوک دخپل کوره لرې په پردى وطن کښې دپښتو ژبې دليکوالو دخدمت خبره کوى نو يو ((نړيوال)) ورته فضول خرچى وائى، هغه خو په دې هم خفه دےچې ولې دې څوک ليکوال دملک نه بهر لاړ شى او هلته ورته په درنه سترګه وکتےشى، او بيا نړيوال داهم وائى چې پښتانۀ بهر ملکونو ته بوتلل خه مقصد نۀ لرى؟ ددې په ځائې درحمان بابا او نورو ليکوالو کتابونه چاپ کول ښه خبره ده، نو يه وروره! ستانه چا چنده غوښتې ده؟ يا تۀ چا په شمار کښې راوستےئې، چې دبل دجيب دپاره مشورې ورکوې؟))
سړى غاړه تازه کړه او خپله خبره ئې اوږده کړه((مونږ ته خو دپښتو ژبې ليونى پکار دى، هغه کۀ هر چرته وى، مونږ کۀ دداسې ليونو ډاډګيرنه نۀ شو کولےنو په دوى باندې دټکونو هيڅ حق نۀ لرو کۀ څوک قطر ته ځى او کۀ انګلينډ ته ځى نو يه هلکه نړيواله زما او ستا پرې څه، داسې نۀ شى کيدےچې مونږ څه مثبت سوچ وکړو؟ داسې نۀ شى کيدےچې مونږ لکه دنورو ترقى يافته قامونو سينې لوئې کړو، داسې نشى کيدےچې مونږ دپښتو ژبې دمئينانو ډاډګيرنه وکړو)) سړى داخبرې کولې ټول خلق خاموش ناست وؤ عمرى داسې ګڼله لکه چې دا هر څه دهغه دزړۀ اوازوى. هغه په ډير غوږ د ((کلى)) خلقو ته وکتل هغه داسې محسوسه کړه لکه چې دلته ((ډير نړيوال)) ناست وى په مخ يو شناتې او په زړۀ بل شانتى
لږ ساعت پس جنازه پورته شوه. دجنازې دوتو سره دخلقو ګڼه هم خوره شوه. حجره داسې خالى خالى شوه لکه چې دلته هډو څوک راغلےنۀ وى مشر خان عمرى ته دحقارت په سترګو وکتل هغه دجنازې نه ځکه پاتې شو چې په کور کښې دغسې ديوې ((ګوډۍ)) وادۀ وؤ عمرى شاته شاته کتل لکه چې دهغه په زړۀ کښې دخپلو پښتنو نه نفرت لا سيوا شوےوى هغه داسې محسوسوله. لکه چې دداسې ((ډيرو)) لاسونه دپښتو په وينو سرۀ وى
ورځپاڼه وحدت
de godai wada
By: Layaqzada Layaq
source: KhyberOrg
- بېرته شاته