(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رسنۍد٢١ پيړۍ اسحله

ميډيا ( رسنۍ ) د٢١ پيړۍ يواځينۍ وسله ده چې په هغې سره تهذيبونه ( ټولنۍ ) ويجاړيدى شي  ، اخلاق برباد ولى شي  ، سياستدان اخيستلې او بيا د هغه په خوله کې خپله ژبه ايخوستلى شي ، څوک
چې وغواړى تور او که وغواړى سپين يې کړي ګناه ګار بي ګناه او بي ګناه ګناهګار کړى .
دنن څخه ٨٠ کاله وړاندې د ميډيا د )کارپوريټ ميډيا(اساس کيښودل شو ې او ورته يې دصحافت ښائيسته نوم او د رايه د ازادۍ په نوم نړۍ ته وړاندې شوې ، اول ورته د اشتهاراتو ( د ښودلو ) په وينه خړوب ورکوي اوکله چې دغه خلک دهغوى د فکرونو سره لوبي وکړي لدې وروسته يې په خپل کنترول په  وسيله د اتومي انجرژۍ په څيراستعمالوي چې دخلکو په کورونوکې بغيرد مزاحمته ورداخليږې چې دکتنرول وروسته  دغه قيصه ډيره په توندۍ په حيرانونکى ډول  سره مخ پروړاندې ځې .
په ١٩٨٣ زيږديزکال کې دنړۍ ټولي رسنۍ پروژو                               کارپوريشونونو                        ملکيت ؤ يواځې په ١٩ کلنوکې د اخيستلو او خرڅولو وروسته په ٢٠٠٢ کال کې د نهو کارپوريشنونو په لاس کې ولويد د راتلونکو پنځو کلونو وروسته ٢٠٠٧ کال کې يواځى ٥ کمپنيو د نړۍ دټولو رسنيو ( ميډيا) په ملکيت کې شوي او نن د نړۍ د ټولو خطرناکه وسله د دريو لويو کمپنيو  ملکيت دى د غه کمپنى چه څه ډول سياسي قيادت وغواړى اوچه څه ډول اخلاقي او معاشرتي اندازې وغواړى څوک چې وغواړى د ذلالت په کنده کې وروغوځوي له چا چې وغواړي دعزت تاج ورپسرکړي ټول په ښکاره ډول د دوى په لاس کې دى او ددغو دريو د جملي څخه يو يې روپرټ مرډوک ( رابرټ مردوخ د نيوز کارپوريشن خاوند دى .
ياد تن په ١١ مارچ ١٩٣١ کال د استراليا په ملبورون ښارکې ديوصحافي سرکيت مرډوک په کورکې زيږيدلي دى د صحافي پلارپه وجي په هغه کې هم دغه عنصر موجود ؤ چې له مخې يې د مکتب د يوى رسالي ايډيټور جوړ شو ، فلسفه سياست او معاشاتوکې يې زده کړي کړي روسته د ډيلي ايکپريس د مشر ايډيټور په بست بآندې يې کار پيل کړ يواځې د ٢٢ کلنو په عمر کې د پلار د مړينې وروسته ددغې  ميډيا کمپنۍ نيوز لميټيد خاوند شو په ١٩٥٣ کا ل کې دکارپوريټ ميډيا بنياد کيښودل شو مردوخ د ټولو مخکې د استراليا او نيوزلينډ د اخبآرونو اخيستل پيل کړل او بيا ١٩٦٩ کال کې د برتانيې اخبارونه News af The word   ، Sun  اخبارونه واخيستل اوددغه ځاي ترټولو پرمختللي اخبارونه يې تري جوړ کړل ، ١٩٧٤ کال  کې  امريکا ته ولاړ اوددغى بادشاهۍ په لويولو يې پيل لا چټک کړ ، او ١٩٨١ کال کې دټايم رسالي مالک شو په ١٩٨٥ کال کې ورته د امريکا شهريت (تابعيت) اوپه همدغه کال يې Twehtith Century  واخيست په ١٩٨٩ کال کې هارپرکولنز اوپه ٢٠٠٧ کال يې وال سټريټ جنرل او مرډوک لدي سربيره خپله دائره په جنوبي امريکا کې هم خپره کړه اولدي وروسته يې د اسيا خوا ته رامخه کړه په ١٩٩٣ کال يې د سټار نومي ټي وى نيټ ورک اخيستي دمرډوک په هکله ګورډن ډف په خپله يوه تازه مرکه کې ويلې چې نوموړى په استرالياکې پيداشوي چې ورته اسرائيلې شهريت هم ورپه برخه دى دايو سخت دريزي يهودى دى چې په وينايې دغه کس د تيرو شلوکلنو راهيسې ، د برتانيې او امريکا پر سياست باندې په مکلمه توګه کنترول لرې ، اوددي خبري اعتراف يې خپله هم کړيدى ، ددغه په هکله د امريکا ايف بي آي اود برتانيې پلټونکو اداري ددغه الزام پلټنى کوي چې نوموړى دعامه وګړو سربيره د لويو لويو سياست دانانو تليفونى خبري سبت کوي او اهمو خلکو ته د رشوت ورکولو وروسته هغوى په خپله ولکه کې اخلي اوپه ډيره چالاکۍ او هنرسره تري خپل کاراخلي  ، د مردوخ په هکله داهم وويل کيږې چه په اسرائيلو کې د نتن ياهو هم ډير طاقتور دى ، د فوکس نيوز د مالک په حثيت هغه په اسرائلوکې خپل د جاسوسۍ جال خورکړي دى د خپل همدغه د رسنيو د بادشاهۍ په وسيله هغه يهوديان چه د امريکې په ګانګريس اود برتانيه پارليمان کې دى په خپل کنترول کې د راوستلو زمنه برابره کړي ، د ميډيا ( رسنيو ) د دريو ستنوڅخه يې يوه يې هم پاليسي ( تګلاره ) ده چې دهغي مطابق يې يوهم اسلام اومسلمانانو څخه نفرت دټولو په سرکې دى ، ددوى په اند ټول مسلمانان بددى ، دده په ټولو رسنيوکې مسلمانان ترهګر ،کام چور ، عياش او د نړيوال امن لپاره خطره ياديږې ، هغه خپلو صحافيانو ته داهم وايې د فکرونو او صلاحيت لرونکو مسلمانانو څخه نفرت کوئ او په خاص ډول کوم مسلمان چې پرمختللي زده کړي ولري ، او داهم وايې چې د دوى کردارکشي کوئ دهغه په اند نسل پرستي ترهغي نه پياوړي کيږې تردي پوري چې  دهغوى اعتماد د باصلاحيته مسلمان  چارواکو پورته نه شي ،
دهغه تګلاري څخه داهم ده چې ادب او فرهنګ په څلورو څيزونو بربادولي شو اول نوى موسيقي دويم په خلکو باندې په دروغو د جنسي اړيکو تورلږول دريم مايل کونکى سختي جنسي اړيکي  څلورم په راتلونکى کې خپلو اهدافو ته زمنه برابرول دى چې ورته  پروپيګنډه ويلې شو  ،
داتو بيليونو ډالرو لرونکى درى ځل په ټايم رساله کې د دنيا په سلو کسانوکې راغلي دى ، دنړۍ په مالدارو خلکو کې په ١١٧ نمبرکې دغه شخص دسکايې نيوز دمالک په حيث د مارګريټ تهچر په واک کې راوستلو واله اود فوکس نيزو په وسيله د باراک ابامه په صدارت کې خپله برخه لري ، د ١١ سپتمبر واقعي وروسته د افغانستان او عراق جګړه په ټوله نړۍ باندى ورتپل او بياهم دغه جګړه د ټولي نړۍ لپاره د بقا جنګ په نوم تراوسه پوري بريالى دى ، نوموړى د وخت سره سره د ګوندونو سرخپل حمايت هم بدلوى ، چې يو ګوند په بل ګوند بريالۍ کړې او خپله تګلاره پري عملي کړي ، د ياد کس کړنې ډيري خطرناکې او اوږدى دى چې ددې د کړنو لپاره کتابونه ليکل اړين دى .
دغه کس د يوويشتمى پيړۍ اتومۍ وسله هروخت عياره ساتى او حيريت پدي دى چې په دغو دوه نيم اربه مسلمانانو کې چې ټول د ددغې وسلې ( ميډيا) هدف دى غلي ناست دى چې په هغوى کې لدي هم ډير مالداره وګړي شتون لري اوپه کورونو باندې هره ورځ پدغه وسلى چې اواز هم نه لري ګذارونه کيږي چې هغوى يې نه محسوسوى  ، پاى
م (عصام)
[email protected]
 
           مراکش او طارق بن زياد
 دمراکش هيوادپه ١٩ فبوري ١٩٥٦ دفرانس څخه ازادشوي يو مسلمان هيواد دى لومړۍ وزير اعظم يې احمد عبدالسلام بلفرج وو هسي خواسلامى تاريخ د بي شميره اتلانو ډک پروت دى خو يو يې هم چې سړى ډير دتاثير لاندې راولى او تړاو يې د مراکش سره دى چې لوي امر طارق بن زياد رحمه الله عليه ؤ په ٧١١ زيږديز کال دخپل پوځ سره په کشتيوکې سورشو اود مراکش څخه اندولس ته چې اوس يې نوم اسپين (هسپانيه ) دى ، دبريد کولو په نيت روان شو ، دمراکو او اروپايې هيواد اسپين ترمينځ د څو کيلو ميتره په اوبو باندى ورتيرشو ، چې اسلامي لښکر د اسپين ساحلى سيمه جبرالټر چې عربي مفهوم جبل الطارق دى ورسيد ، او پړاو يې واچوه اوسمهال په همدغه غرباندې يو ښار اباد دى اود برتانيې تر ولکې لاندي دى د دښمن پوځ ترسلو زرو ډير وو اود طارق بن زياد دپوځ تعداد دولس زره وو مګر د اسلامي پوځ مرال ډيراوچت وو اود اسلامي جذبي څخه پوره ؤ .
پدغه سانحه کې طارق بن زياد خپلو کشتيو ته اور ورته کړ او وسوځولې اويوه تاريخې وينا يې وکړه او وى وويل :
چې دښمن زموږ مخې ته دى اوشا زموږ سمندرخواته ده موږ خپلي کشتۍ سوځولى دي لدې وجې بيرته تګ ناشوني دى د  طارق بن زياد ددې خبرو مطلب دپوځ شهادت اوياد لښکر د بريا څخه تعبير وو
ياد اسلامي لښکر داسي ډول تاريخ وليکه چې په ګرده نړۍ کې ساري نه لرې اود طارق بن زياد ياده  بريا په ارپايې نړۍ کې د اسلام د سپيځلې دين د ورتګ او خپوروالي سبب شو او مسلمانانو په اندولس او پرتګال باندې د اتو پيړيو پوري بادشاهي وکړه نن هم په اسپين هيواد کې مسجد قرطبه شتون لري چې تفسير قرطبي په همدغه ځاي کې ليکل شويدى .
په غرطانه کې د اسلامي طرز بي ساري قلعه چې د ( الحمرا ) په نوم ياديږې د مسلمانانو د دور ياد تازه کوي چې نن هم پکې ترپيړيو پيړيو وروسته د طارق بن زياد د دور نښې نښانى ترسترګوکيږې ، او په قرطبه جومات کې د سرو زرو په ابو ټول قرانکريم ليکل شويدى اود نړۍ د ګوډ ګوډ څخه ورته خلک د ليدو لپاره راځې په ډيره خواشينۍبايد وويل شې اوسمهال پدغه جومات کې مسلمانانو ته د مونځ کولو اجازه نه ورکول کيږې
مسيح الله (عصام)
[email protected]

دروژى په مياشت کې عمره اود نړۍ ترټولو ستردرستخوان
د ډيرى نيک بخته کورنيو وګړې د روژى په مبارکه مياشت کې عمري کوي سږکال په ٢٨/٥/١٣٩٠ کې  سعودي عربستان ته د عمرى په نيت دورغلو وګړو شميره د تيرو کلنو په پرتله خورازياته وه  ( بلکې په تيرو وختونو کې هيڅکله هم دومره په زياته کچه  خلک نه ؤ ورغلې ، په مسلمانانو چې کله هم مصيبتونه ، افتونه راشې د لوى خداي جل جلاله خواته رجوع کوى په اوسني وخت کې هم  ټوله اسلامى نړۍ  باالعموم او عربي نړۍ باالخصوص د امنيت د مسائلو سربيره دبيلابيلو ستونزو سره مخ دي ، سوډان هيواد تقسيم شو فلسطين ، ليبيا ، يمن ، بحرين ، مصر ، افغانستان ، پاکستان اوداسې  نورو ځايونو کې مسلمانان په ټوليزه توګه د امنيت او بيلابيلو مسائلو سره مخ دي ، په يادو هيوادونو کې په زرګونو خلک  وژل شوي او تردى ډيرنور ژوبل شويدې .
 
له همدې امله  سږ کال په رمضان المبارک کې د نړۍ څخه دوه نيم ميليونه وګړي دعمرى د اداء کولو په نيت د اسلامي نړۍ زړه ( سعودى هيواد) ته ورغلي وو او د مسلمانانو دايقين دى چې خداي تعالى به د اسلامى نړۍ يادي ستونزى حلوي او الله ج دي وکړي چې مسئلې يې حل شې ، تيره جمعة المبارک ٢٨ اسد ١٣٩٠ لمريز کال کې د عمري لپاره په راغلو کسانو باندې داسې ګومان کيده چې خلک د حج د مبارکې فريضې لپاره راغلې دي اوپه همدغه جمعه کې د ځاي د نه شتون له امله دحرم شريف دروازى دسهار په لسو بجو وتړل شوې چې ډيرو خلکو خپل لمونځ د حرم شريف څخه د باندي وکړ هرکال د حج او د عمرى  کونکو په شميرکې په مسلسل ډول ډيروالي راځي په بيت الله شريف او مسجد نبوي کې هرکال د ځاي د پراخوالي سربيره د ځاي دکموالي مسئله رامنځته کيږې يوځل بيا خادم الحرمين الشرفين په مسجد الحرام کې د ځاي د پراخوالي ديوي پروسي بنياد ايښي چي تقريباً ١١٠ ميليونه ډالره لګښت پري کيږې  د مسجدالحرام شمال خواته څلور لکه مربع ميتر زمکه باندي دنوو ودانيو د جوړيدو وروسته به په حرم شريف کې د دوه ميليونو مونځ کونکو لپاره ځاي برابرشي په سږنۍ روژه کې د حرم شريف دننه او په اطرافوکې چې د روژه ماتي لپاره کوم درستخوان خوره ولي شې دنړۍ ترټولو اوږد درستخوان شمارلي شې چې اوږدوالي يې د ١٢ کيلو ميترو څخه ډير دى په ياد درستخوان باندې پريوه وخت ديونيم ميليونو څخه ډير روژه خلک روژه ماتى کوي ، دحرم شريف د ځانګړو کارکونکو په وينا په ياد روژه ماتي کې تقريبا ًپنځوس لکه کجوري او شل لکه د زم زم د اوبو بوتلي شتون لري چې ورځنۍ مصرف يې يو ميليون سعودي ريال کيږې او د روژه ماتى څخه لس دقيقې وروسته د بيت الله طواف بيرته په منظمه توګه پيليږي  چې ددغه ځاي د نظم يو ځانګړي بيلګه ده اويادکارد انسان د وس کارنشويادولى له دي سربيره په حرمينو شريفينو کې دهر وګړى دا کوښښ وي چې روژه دار د هغه په درستخوان بآندې روژه ماته کړي په درستخوان يې دکجورو ، مستو او شين چاي سربيره د نړۍ بيلابيل نعمتونه شتون لري .
د ميلمستيا اود روژه دار عزت او اکرام کولو دغه دستور ( پل ) د انسانيت محسن حضرت محمد صلى الله عيله وسلم اود اصحابو کرامو رضى الله تعالى عنهم له زماني را روان دى چې دغه کار د اهل عربو وسني نسلونه په ډيره ښه توګه پوره کوي  پدغه وخت کې اسلامي ورورولي مينه محبت يوله بل سره په ډيره کچه ليدل کيږې .
 
ارمان چې په دغه څير محبت او ورورولى موږ د روژى سربيره په نورو مياشتواو ورځوکې هم کولې چې له امله يې دنړۍ د  مسلمانانو ټولو  مسئلو او ستونزوته  د پاي ټکى کيښودلاي  شو .    مسيح الله (عصام)
[email protected]
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
- بېرته شاته