(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که((تگلار)) او((کړنلار)) سره يو دبل پرځای وکارول شي...

که((تگلار)) او((کړنلار)) سره يو دبل پرځای وکارول شي، بېځايه به نه وي
د نوزادي صاحب په غبرگون کې:
دا ترخه يا خوږه منښته  په کار ده چې پښتو له ټولواکمنې  تربرې((پارسي)) ژبې سره د رغنده  سيالۍ لپاره تل دېته اړوتې چې د پوهې- فرهنگ نومهالو نومونو(اصطلاح گانو) په تړاو يې اړوندې رغاونې ځانته مخبېلگه کړي. موږ د(( يوې پښتو- کره پښتو)) د غورځنگ  په لومړيو کې د((گرامري يورنگۍ_ لغوي رنگارنگۍ))  دوو غبرگو معياري آرونو د سمبالتيا په موخه يوه پرله غښتي_ ژبپوهنيز وييرغاونه( نيولوجېزم) د خپلې((کړنلارې)) او((تگلارې)) نه بېلېدونکې برخه بللې وه. داود خاني سياسي_فرهنگي سانسور دېته اړېستو چې ان (شاهراه) هم پر(لويه لار)  واړوو. ملگرو هڅه کوله چې تر هرڅه له مخه سياسي نومونې له آر جاج او مفهوم سره سمې راوژباړي، هغه وه چې رفيع صاحب د (ښکېلاک) د (استعمار) او(زبېښاک) د ( استثمار) ځايناستی کړ. خو (کړنلار) يې د پارسي (برنامۀ عمل)  تر اغېزلاندې د(مرامنامې) لپاره رامنځته کړه، او پتليز يې ورسره(تگلار) هم د(اساسنامې) د انډول په توگه.
 لکه څنگه چې ما گران ليکوال دوست نوزادي صاحب ته په تېلېفون کې ور څرگنده کړه، په کارده،دغه دواړې نومونې نورې له ((غلط مشهور)) دوده راووځي او لږ ترلږه سرچپه وکارول شي.
نو، اوس زه هم د ((ماڼوکي ملا)) غوندې پردغه(اجتهاد) نور ټينگار نه کوم،  مرامنامه به ورسره(تگلار) کړم او (کړنلار) به هم(تگلار). د عربي(خط المشی) يا پارسي(خط مشی، مشی) سياسي ترمونو پښتو انډول(دريځ) دود موندلی دی.  هرگوره، د (کړنلارې) لويديز انډولونه (پروگرام، مانيفېست، مانېفېستو program,manifest,manifesto) دي چې لغوي ماناوې يې  زموږ له(مرامنامې) يا(کړنلارې) سره دومره اړخ نه لگوي. له دې لامله  دې ژبنی منطق ته مخه کوو چې اړينه نه ده، هر نوم(اسم) دې له خپل نومولي(مسما) سره سل په سل کې اړخ ولگولای شي،  ټاکلي جاج و مانا ته ارزښت ورکول په کار دي او بس!
                                                                              په گرده پښتني- افغاني مينه او مننه.
    ستاسې د گردو زيار(اکسفورډ، د زمری ۲۸مه)
Prof.Dr. Majawer Ahmad Zyaqr
- بېرته شاته