(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ساپوهنې اوپښتونولۍ خان

لیک: ډاکتر رحمت ربي زیرکیار امریکا زه ډاکتر ماما د ساپوهنې او پښتونولۍ خان کڼم. په پښتني ټولنه کې خان د پګړۍ خاوند او وتلی سړی وی. کیدای شي له همدې امله به خوشحال خټک بابا د پګړۍ سړی په شمار ګڼلي وي. له نن نه نږدې شپږویست ( ۲۶ ) کالونه وړاندې د کال نولس سوه اتیا ( ۱۹۸۰ ) په مئ کې زه له پېښور نه فرانکفروت ( د هغه مهال لویدیز جرمني ) ته کډوال شوم. ډاکتر ماما فرانکفرت ته زما د ستړي مشۍ لپاره راغی. زمونږ په ښایسته ښه کچه اوږده خواله کې، دلته د ډکتر ماما دوه ( ۲ ) پوښتنې او زما دوه ځوابونه پام وړ ګنم : ويې پوښتلم چې باچا خان څه ویل؟ ورغبرګه مې کړه چې د باچا خان په وینا « دا د روس او امریکاجنګ دی.» ويې پوښتلم چې زه ولی له کابل نه پېښور ته لاړم او بیا د یوې میاشتې په اوږدو کې له پېښور نه جرمني ته کډوال شوم؟ ورته ومې ویل چې له کابل نه مې تن خلاص کړ او له پېښور نه مې سر ( دا هغه مهال و چې څه د پاسه شپږ میاشتې وړاندې د کال ۱۹۷۹ په پای کې شوروی پوځونو په افغانستان یرغل کړی و). له نن ( ۲۴ /۰۴ /۲۰۰۶ ) نه اټکل اته دېرش (۳۸ ) کالونه وړاندې د 1968ع کال په شاوخوا کې ما د افغانانو په یوه غونډه کې کبیر جان ته په ناڅاپي ډول « ماما » ووایه. ده هم سم دلاسه په « خوري » ونازولم. دا هغه مهال وو چې موږ له هغې ورځې راهیسې زه ئې خورئې یم او دې مې مامادی. کله چې ماما د ساپوهنې ډاکتر شو، ما هم پریکړه وکړه چې خپل درناوی ورته په « ډاکتر ماما » وړاندې کړم. ډاکتر ماما( کبیر میردادخیل ستوری) یو دېرش ( ۳۱ ) کالونه وړاندې په زییز 1975 کال کې د کړنې د ساپوهنې د نړۍ والې ټولنې ( انټرنیشنل اسوسیشن آف اپلایډ سا یکالوجي (International Association of Applied Psychology) غړیتوب لاسته راوړ. ما د ډاکتر ماما ستوری درې ( ۳ ) کتابونه لوستلي دي: «د قلم توره»، «د هوښیارتیاتله» او «ژبساپوهنه». درې واړه کتابونه په پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې دېرې له خوا خپاره شوي دي. د هوښیارتیا تله او ژبساپوهنه د ډاکتر ماما هغه پوهنیز کتابونه دې چې د لومړی ځل لپاره ئې پکې ساپوهنه ( سایکالوجي ) د پښتو ژبې د بډاینې بهیرته ورننو ېستلې ده. زما د مالوماتو له مخې ، ډاکتر ماما ستوری په لره پښتونخوا کې لږ تر لږه هغومره اغیزمن دوستان لري لکه په بره پښتونخوا کې چې ئې لري. د ډاکتر ماما ستوری دغه سړیتوب د هغه د سیاسي سترګه ورتیا غټه ځانګړتیا ښئ. د شورویانو له یرغل راوروسته تر نن پورې شپږو ویشت ( ۲۶ ) کلن پیر د جاکړ په شان پښتون وهلی دی ډاکتر ماما ستوری د ملی سیاست هغه ګوربت و چې د لر او بر پښتون د یووالي په کلکوالي ئې وزرئې غوړولې وې. د قلم توره د ډاکتر ماما ستوری د شعر ونو ټولګه ده. په ما باندې ئې « یو ټبر » شعر ډېر اغیز وکړ، ځکه په دې شعر کې ډاکتر ماما سیاست ته د ساپوهنې چلونه ( مینه ، خپلوي ، هویت ) وربښئ: یـــــــــــو ورځـــــــــــــې چــــــــــــا ویــــــــلــــــي چــــــې اســــــــــمــان تـــــه مـــــې کـــــــتــــلـــــي يـــــــــوه غــــــټــــه وریــــــځـــــــه راغــــــــلـــــه دوه وړي ئـــــــــې ښـــــــــــــکـــــلـــــــــولــــــــــي وړې شــــــــوې غـــــــټـــــې کــې غــــــیــــــبـــــي بــــیــا مــــې ســـــــتـــرګـــــو نــــه لـــــیــــدلــــــي ښـــکـــارې دا وي کـــــــوچـــــــنــــۍ وریــــځــــی چـــې د مــــــور غــــــېــــــږې تـــــه تـــلـــــلــــــي د یــــــــو کــــــــــور د یــــــــــــو ټــــــــــبــــر وي د یـــــــــو بــــــل نــــــــه ځـــــارېـــــــــــدلــــــــــې چـــې هــــــم جـــــنـــــس وی جــــمــــع کــــېـــږی عــــــــقــــــل کـــــلـــه بـــــــــــېـــلــــــــولـــــــــــي پــــه ویــــشــلــــــي پــــــښـــــتــون قـــــــام ئـــــــې ســـــــتــــوري اوښــــــکــــــې تـــــویـــــــولــــــې ډاکتر ماما ستوری هغه پښتون عالم و چې د نظر په کچه ډېر د عمل خاوند و. که په پېښور کې ئې د پښتونخوا د پوهنې دېره توده ساتله ، نو په جرمنې کې ئې د ملی سیاست دېره پا لـله. ډاکتر ماما میرداخیل ستوری د « پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند» ( PSDP ) مشر و او ددې ګوند د بنسټ ایښودونکو مخکښانو چورلیز ئې جوړ کړی و ــ PSDP د ( پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي Pashtoons Social Democratic Party ) لنډون دی. که د شاعرۍ په نړۍ کې په ډاکتر ماما ستوری باندې د اجمل خټک د ګل بڼ وږمه لګېدلې وه، نو په سیاست کې یانې د پښتنو د یووالي، خپلواکۍ او سوکالۍ لپاره ورباندې د باچا خان ( فخر افغان ) د نظر او عمل پېرزوینه شوې وه. پښو ژبه د ډاکتر ماما ستوری لیلا وه. په افغانستان کې د ملي ټولنې جوړېدل بې له ملي پېژاند ( هویت )ناشونی کاردی. ملي پېژاند په پښتو ژبه رامینځه کېدلی او ټینګېدلی شي، نه په بل څه! په پښتو ژبه کې افغنستان سره کلکه ژمنه خوندي شوې ده. د افغانستان نورې خوږې ژبې دغه تومنه نه لري. په افغانستان کې د ملي ټولنې د جوړېدلونه په اړوند کې، ډاکتر ماما کبیر میرداخیل ستوری هغه لار خپله کړې ده چې د افغانستان مفکر او فقیر وزیر محمد ګل مومند ئې سپارښتنه کړې وه ــ هغه وزیر چې د کابل ښار په بریکوټ کې ئې په یوه خټین کرايي کور کې ساه وختله. د ډاکتر ماما ستوری له برکته ، پښتون سوشل دموکراټیک ګوندPSDP یو ډول سیاسي دېره شوه چې د هر ډول سیاسي یا دیني پښتون دروناوی پکې کېږي. ډاکتر ماما کبیر میردادخیل ستوری په هډ پښتون ، په پرګنه یو سفزی، او په ټبر میردادخیل دی، ډاکتر ماما د برې پښتونخوا د کونړ په تنر کلي کې زیږیدلې و او په جرمنې کې ئې د زییږ کال ۲۰۰۶ د اپریل په څلورمه نېټه چې د ګل د ورځې سره سمون خوري له نړۍ سترګې پټې کړې. هسک څښتن دې پرې ورحمېږي. پاتې مشرتابه ته خواخوږي او تسلیت وړاندې کوم. منلی ډاکتر ماما ستوری سترګه وره، زړور او نوښتګر شخصیت و. له هغه نه پښتنو ته ډېر څه په میراث او ارمان ورسیدل. زما په اند اوس د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوندPSDP مسئولیت دی چې د خپل جرګه مار مشر ارواښاد ډاکتر کبیر میرداد خیل ستوری په کړنلار وخوځېږی . 24.04.2006 - بېرته شاته