(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپلواکی د ۹۱ کلیزی په مناسبت

                                                 د پاچا امان الله هلی ځلی د خپلواکۍد بنسټیزو اصولو د ټینګیدو په لور
 لیک:  دوکتور م ، ع ، روستار تره کی 
 د خپلواکی نه مخکی د افغانستان حقوقی دریځ:
    افغانستان هیڅ کلهد انګریزانو مستعمره نه وو :  انګریزانو په اوږد مهاله ډول  په افغانستان کی استعماری فوج  نه درلود . افغانستان لکه نورو مستعمره هیوادونو د انګریزی صنعتی کمپنیو د صنعتی توکو د خرڅولو بازار او د اومه توکو د رانیولو هیواد نه وو .
  په هندوستان کی دانګریزانو د شته والی په اوږدو کی ، افغانستان د « بفرستت » یا حایلی سیمی په توګه  حقوقی حالت درلود .
نوموړی حقوقی حالت افغانی سلاطینو ته په کورنیو چارو کی بشپړ صلاحیت ورپه برخه کړی وو . خو د دوی خپلواکی په بهرنیو اړیکو کی د ځینی محدودیتونو سره مخ وه: افغانی واکمنانو په خپلواړیکو کی یوازی د هغه هیوادونو سره چه د انګریزانو سیاسی سیال ګڼل کیدل باید د هندوستان د ویسرا موافقهتر لاسه کړی وای  . پرته د دغه محدودیت نه ، افغانی چارواکو د نورو هیوادونو سره په تجارتی او فرهنګی راکړه ورکړه کی د بشپړ واک نه برخمن وو .
 د خپلواکی نه وروسته د افغانستان سیاسی او حقوقی  دریز :
  د افغان او انګلیس د خپلواکی دریمه جګړه د سیمی او  افغانستان په معاصر تاریخ کی ځانګړی ځای لری . د افغانستان استقلال د انګریزانو په استعماری امپراتوری کی د یوه سیاسی زلزلی پیل ګڼل کیده .
  پاچا امان الله د خپلواکی د بنسټ د ټینګیدو د پاره په دیپلوماتیک ، سیاسی ، حقوقی او ټولنیزو ساحاتو کی په یو لړ اقداماتو لاس پوری کړ :
۱ـ  پاچا  د دیپلوماسی په ساحه کی غوښتل چه خپلواک افغانستان نړیواليټولنی ته وروپیژنی . دهد دغه موخی د تحقق د پاره د۱۹۲۱م کال په پیل کی مختلفو اروپایی او آسیایی هیوادونو ته مسافرتونه وکړل. د هغه په ترڅ کی په لسګونو تړونونه په تجارتی ، اقتصادی ، فرهنګی او دیپلوماتیک ساحاتو کی د بهرنیو هیوادونو د چارواکو سره لاسلیک شول. د نوموړوتړونونو په بنسټباندی د ګن شمیر هیوادونو نه مختلفی مرستی تر لاسه شوي. افغانستان نړیواليټولنېته لار پیدا کړهاو بالاخره د هیواد د استقلال دیپلوماتیک بنسټټینګ شو .
 ۲ـ  په سیاسیډګر  کی پاچاپدی باندی پوهیده چه د خپلواکی د ساتلو اصلی ځواک ولس دی۔ ولس باید په یووالی سره د خپل برخه لیک په ټاکلو کی د لویی جرګی د لاری فعال نقش ولری .
د خپلواک افغانستان د مستقبل د جوړیدو د پاره لمړی لویه جرګه  په ۱۹۲۳م کال کی د ۱۳۰۰کسانو په ګډون  په جلال آباد ښار کی جوړه شوه . د جرګی د جوړیدو په درشل کی د خپلواکی د ګټلو څخه یوازی ۴کالهتیریدل اوپاچاامان الله د مشروطه غوښتونکو د بهیر چه د محمود طرزی له خوآ یی لارښودنه کیدله د سمون غوښتونکو تلقیناتو تر سخت اغیز لاندی وو .
  د جلال آباد د لویی جرګی د لاری په هیواد کی د افغانی قبیلوی دیموکراسی  په  اصولو باندی ټینګار وشو .
 ۳ـ  د حقوقو په برخه کی بايد  خپلواک افغانستان د ملی ژوند د اصولی تنظیم او ورسره په نړیواله کچه د پیژندنی د پاره په خپل قلمرو کی د حقوقی دولت ستنی ټینګی کړی وای. دغه مقصد د ۱۹۲۳م کال د اساسی نظامنامی  د تدوین په واسطه تر سره شو . نوموړی نظامناميچه په واقعیت کی د اساسی قانون حیثیت درلود ، د لمړی ځل د پاره په هیواد کی د پارلمانی نظام ډبره کیښوده .
  په اساسی نظامنامه کی د  « دولت شورآ »  په نوم  یوه جرګه په پام کي نيول شوی وه ، چه د حکومت او ولس استازی په کی راټول وو . جرګي مشورتی واک درلود . خو کله کله د نظامنامو ( قوانینو ) په تدوینولو کی ئي هم رول لوبوه .  د «  دولت شورآ » نږدی ۱۲نظامنامی تصویب کړي .
   که  څه هم د « دولت شورآ » د یو مدرن پارلمان په شان حکومت ته د باور د رایی  د ورکولواو د اجرائیوی خواک د څارنی دودیز واکونه نه درلودل ، خو د کوم ځایه چه هغه د ملی ژوند د تنظیم د پاره لمړی حقوقی جوړښت جوړوه ، کولای شو هغه د پارلمانی نظام د بنسټ لمړی ډبره وبولو .
  اساسی قانون ، پارلمانی نظام  او مشروطه سلطنت د خپلواکو هیوادونو حقوقی څرګندونی ګڼل کیدلی . افغانستان د یو حقوقی دولت په درلودلو سره د مستقلو هیوادونو په لیک کی ځای ونیو .
  په هغه وخت کی چه افغانستان د خپل اساسی قانون په تدوین لاس پوری کړی وو ، د نړی په کچه په بیرته پاتی هیوادونو کی ، لږ هیوادونه د اساسی قانون او حقوقی دولت سره آشنا وو .
۴ـ  په ټولنیز ساحه کی پاچاامان الله وروسته د اروپا د مسافرت نه د اروپا د خپلواکو هیوادونو په تقلید په ۱۹۲۸م کالکيد یو لړ ټولنیزو اصلاحاتو په پلی کولو کی لاس پوری کړ . سمون غوښتونکی ډلهچه دپاچاپه شاوخوآ کی د نفوذ خاوندهوه، پدی نظر وهچه ټولنیز سمونوالی د خپلواکی طبعی رکن دی .
  هغه افراطی بدلونونه چه د ۱۹۲۸م کال د پغمان په لویه جرګه کی  د اساسی قانون په متن کی ځای ونیوه په څرګند ډول په ډاګه کړه چه نوی نظام د خلکو د روحیی سره سمون نه درلود .
  په ۱۹۲۹م کال کی د حبیب اله اغتشاش په ډاګه کړه چه د مشروطیت او د قانون واکمنی اصول دومره ټینګ شوی نه وو چه د دولتی نظام د ړنګیدو مخه ونیسی .
  افغانستان د خپلو بچیانو د میړانی په برکت د خپلواکو هیوادونو په جرګه کی ځای ونیو. اما وروسته د استقلال نه هیواد ته زیادتره  د شمال لخوآ ګواښونه د بهرنیو یا کورنیو دښمنانو له خوا متوجه وو۔  د شورویانو یرغل افغانستان د خپلواکی  نه بی برخي کړ . د بینان سوان د سولی پلان هیواد ناورین ته راکش کړ .  نن د افغانستان د شمال د تجزیی خبره د یو رذيل امریکایی له خولی نه  اوریدل کیږی.
  په دغه ټولو مواردو کی د افغانستان شمال د عامل په حیث رول لوبولی او جنوب  د هغه په وړاندی غبرګون ښودلی . دواړه یعنی عمل او عکس العمل د ګاونډيو هیوادونو د لاسوهنی لامل شوی او ناورین دوام موندلی دی
فرانسه .  اګست ۲۵، ۲۰۱۰
 د « تحلیل اکادمیک اوضاع افغانستان »د کتاب څخه اقتباس شوی متن
Writen By Dr. M . Rostar Tarakai
- بېرته شاته