(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګله ديش بې ستري

 
(٤٠برخه)
 
(١٢)
ولې بنګله ديش
پاکستان اوس مړ او د غرونو مړو کالبوتونو لاندې خښ دى.
تاج الدين احمد:د بنګله ديش صدراعظم
١٧ اپريل ١٩٧١
 غلام محمد زرملوال
پاکستان په اوسنۍ بڼه کې د لويديز پاکستان بورژوازي له لاسه هغه وخت مړ شو کله چې پوځ د ١٩٧١ کال د مارچ په ٢٥ نيټه په ختيځ بنګال کې عام قتل پيل کړ. پاکستان به هيڅکله بيا پاکستان نه وي.
هارپل برار: په لندن کې د کمونست کارګرانو د اتحاديې په غونډه کې د ماؤيستي موقف په هکله بيانيه. ٩ جولاى ١٩٧١
د دې پوښتنې ځواب چې ولې بنګله ديش؟ بايد د پاکستان د زيږيدو په اساس کې مندل شي. د پاکستان د زيږيدو دليل په لنډ دول دا وو: هغه مسلمانان چې په هندوستانکې اوسيدل غوښتل يې يو ځانګړى اسلامي هيواد ولري ترڅو د برتانوي استعمار له تګ څخه وروسته د هندوانو د اکثريت له تسلط څخه ځان وژغوري. دې دوه ولسونو د تل لپاره يو له بله څخه کرکه کوله. په ١٩٤٧ کال کې برتانويانو، هندوانو او مسلمانانو داسې فکر کاوه چې بيلتون ضروري و.[1] نو هغه و چې پاکستان د "هندو مسلم" د کرکې پر اساس وزيږيد. کله چې د داسې بيلتون غږ مسلم ليګ پورته کړ او پاکستان وزيږيد نوداسې هڅه وشوه چې اوس بايد دې نوي دولت ته ايډيولوژيکي بڼه ورکړل شي. نو په پاکستاني سترګو کې هندوستان د هندوانو او پاکستان د مسلمانانو کور و.
د ١٩٧١ کال او له هغه وروسته پيښو د پاکستان د ايډيولوژي روحيه او د بنسټي زيږيدنې منظور دواړه شنډ اودروغجن کړل. د ختيځ بنګال د ولس په سلو کې شپيته مسلمانان چې  تر دوه لسيزوډيره موده يې تر پنجابي استعمار او ترټنې لاندې تير کړل او په پاى کې د "مسلمان پوځگ! له خوا قتل عام شول، پاى يې يواځې دا نه و چې له پاکستان څخه بيل شي،بلکې "پنجابي مسلمانو وروڼو" مجبور کړل چې هند اوهندوانو ته د نجات لپاره پناه وروړي! نو د هغوچا سترګو ته چې اوسد نړۍ په دې سيمه اونيمه وچه کې اوسي د پاکستان ټولې فريبکارۍ څرګندې شوې دي. د پاکستان د جوړيدو بنسټ وران شو او ايډيولوژي يې شله شوټه شوه. ځکه اسلام  خود يوه مسلمان ورور وژل ژوبلول اوترټل مسلمانورور ته روا نه بولي. بنګله ديش اوس يوحقيقت دى. اوهيڅ داسې يو قدرت همنه شي پيدا کيدلاى چې پينځه اويا مليونه بنګالى ولس په خپله بيله لار باندې له تللو څخه راوګرځوي. د پاکستان د تجزيې او ټوکر کيدو مسئوليت د يحيى او پنجابي ډلې په غاړه دى.
جنرال يحيى د دې لپاره چې خپل موقعيت اوځانګړى پياوړتوب يې ساتلى وي، د پوځ په ملاتړ د ملي اسامبلې د ټاکلو په جريان کې په لاسوهنه پيل وکړ او داسې پلان يې جوړ کړى و چې سياسي اړودوړ پيدا کړي. د انتخاباتو وروستنۍ پريکړل شوې نتيجې د ده پلان شنډ کړ مګر د نوموړي د هدف په هکله په شا ته تللو باندې يې هيڅاغيزه نه درلوده. اوس يواځې ميتود (ليار) بدله شوه. داسې چې د پاکستان او ختيځ بنګال تر منځ د کرکو او تنفر اور ته يې لمن ووهله ترڅو د يوه بل پرضد راپورته شي. کله چې دا پلان هم شنډ شو، شيخ مجيب او عوامي ليګ يې نه شوغولولى نو خپل مطلوب اوحريصې خودخواهي ته د رسيدو لپاره يې په وحشتناکه پوځي ماجراجويي لاس پورې کړ.
د مارچ د لومړۍ نيټې د اسامبلې د غونډې ځنډول د پاى پيل و.  پاى پينځه ويشت ورځې وروسته د مارچ په ٢٥ نيټه هغه وخت راورسيد کوم چې د يحيى-بوټهو ډلې پوځ ته امر وکړ ترڅو د ختيځ بنګال د سياسي پرابلم لپاره د حل وروستنۍ لار پيدا کړي. د دې حل مانا د ختيځ بنګال د مسلمان ولس ژوبله، ترټنه او په پاى کې د پاکستاني استعمار لاندې له بنګله ديش څخه د مستعمرې جوړول وو.
دا پخپله پاکستاني پوځي بيروکراسي وه چې د ١٩٧٠ کال د دسامبر د مياشتې د انتخاباتو له نيټې خخه وروسته يې د پاکستان د يووالي مفهوم شند کړ. انتخابات د "يوه تن يوې رايې" پر اساس بيله دې چې سيمه په نظر کې ونيول شي،وشول. دې کار د جغرافيايي بيلتون له پهمنځه وړلو کې مثبته اغيزه وکړه. يحيى خان پخپله دا کار د مشابهت "پاريټي فورمول" چې په مرکزي اسامبله کې د ختيځ-لويديځ مساوي نمايندګي وه د له منځه وړلو په ترڅ کې وکړ. په دې نوي فورمول کې د ايالتي نمايندګي کولو په هکله د ګوندونو لپاره کوم تفصيل نه و ورکړل شوى. نو د ګوندونو په اساس ټول (دواړه خواوې) يوهيواد و.
دا نظر له انتخاباتو وروسته ناڅاپه په بدليدو شو. عوامي ليګ چې له نيمايي څخه د زيات ولس ملاتړ ورسره و، مخ ته شو او جايز حق يې و چې د خپل مانيفيست په اساس د قانون په جوړولو پيل وکړي او د حکومت واګې په لاس کې واخلي. مګر جنرال يحيى خان اجازه نه ورکوله.عوامي ليګ ته يې وويل چې د دوى اکثريت يواځې په ختيځ بنګال کې و. او دا د منلو وړ نه وه. نو مخکې له  دې چې د اساسي قانون د جوړولو لپاره اسامبله غونډه وکړي بايد د پاکستان عوامي ليګ ګوند د بوټهو صاحب له پي-پي-پي سره  د اساسي قانون د عمومي فورمول په هکله خبرې اترې وکړي. د يحيى خان مطلب به نو دا و چې ګوندې لويديځ پاکستان او ختيځ دواړه بيل هيوادونه وو!! د ځانګړوګټو ساتل يې غوښتل او د "يوه تن يوې رايې" حقيقت لويه ټوکه وه! د نوموړي دې پوچ دليل دا نه چې ديموکراتيک تمرين يې نفى کړى و، بلکې د اتحاد د شليدلو زړي يې هم وکرل. نو په بنګالي ولس بايد پړه واچوله نشي چې که له ييحيى خان څخه يې داسې مفکوره اخيستې وي! شيخ مجيب محاکمه شو. دا امکان موجود وچې پوځي حکومت د هغه د اعدام حکم ورکړى واى. مګر نوموړى خو بيګناه و. ګناه او شرمندګي بل ځاى وه: له پنجابي ډلې سره!
د عوامي ليګ مشر تر وسه او وروستۍ ګړۍ پورې په ډيره سړه سينه او زړورتوب هڅه وکړه چې د ختيځ بنګال د سياسي پرابلم  لپاره د منلو وړ سياسي حل لاره پيدا کړي او د پاکستان يووالى وساتي. د پاکستان د اتحاد په هکله د شيخ مجيب د وفادارۍ پاى دا شو چې د مارچ په ٢٥ نيټه يې د جيل د پنجرو شاته واستاوه. ده په اسانۍ سره کولاى شول چې له نورو عوامي ليګيانو سره يوځاى تللى واى اود پوځ سره په مقابله کې يې د ازادۍ د لاس ته راوړلو برخه اخستې واى. مګر نه!  له خپلو ملګرو څخه يې غوښتنه وکړه چې ځانونه پټ "د ځمکې لاندې" کړي. پخپله په کور کې ناست و اود پوځ ورتګ ته سترګې په لار و.  دا ځکه چې نه يې غوښتل پاکستان ټوټه ټوټه شي. د دې حقيقت له يادونې زما يواځنى مقصد دا دى چې شيخ مجيب د پاترياتيزم (وطنپالنې) يوه نمونه مې وړاندې کړې وي.
د پاکستانى پوځ د عملياتو په رڼا کې او د شيخ مجيب د محاکمې په هکله به پر ځاى وي چې يو ځل د ج. و چودهري تبصرې ته ژور وګورو: "زموږ هيله دا ده چې داسې څه لکه ختيځ پاکستان اولويديځ پاکستان به په فدرالي اساسي قانون کې نه وي. اودا به د ګوندونو په بڼه کې پرمخ تګ وکړي. هر ګوند که قدرت واخلي هيله من يو چې دا لوى توپير له منځه لاړ شي. نو داسې پوښتنه به يدا نه شي چې د لويديزپاکستان غړي دې ځانګړى ګوند جوړ کاندي. که چيرې داسې پيښه وشي نو مانا به يې د هيواد پاى وي"![2]
دا څرګنده ده چې د يحيى-بوټهو ډلې د "يوه تن يوې رايې" اساس نه مانه. نو په رضا بندې يې د خپلو ځانګړو ګټو او هوسونو لپاره د پاکستان ااو ختيځ بنګال تر منځ د شخړې او اړو دوړ لپاره لار هواره کړه چې په پاى کې يې د پاکستان په ختميدو پاى شوه. نو دا څرګنده او د لمر په شان په ډاګه ده چې بايد په شيخ مجيب څوک پړه وانه چوي. شيخ مجيب بايد نه وى محاکمه شواى. بلکې هغه څوک بايد محاکمه شي چې پاکستان يې ټوټې-ټوټې کړ.
که څه هم پاکستاني ولس د يحيى-بوټهود رژيم ملاتړ کوي او په هغوى باندې ډيره پړه اچول به يې زړه نه مني، مګر ټولې نړۍ ته اوس په ډاګه څرګنده او مشهوره ده چې د پاکستان د تجزيې مسؤلين څوکدي. باندينۍ نړۍ او نړيوالو افکارو د څو مياشتو لپاره هڅه وکړه ترڅو په پاکستان کې د سياسي پرابلمونو لپاره د حل ليار پيدا کړي. له دې هڅو څخه منظور دا و چې په ختيځ بنګال کې د پوځ د استبداد او بېرحمي مخه ونيسي او له هندوستان څخه په مليونو بنګالي پناه وړونکي روغ رمټ خپل هيواد اوخپلو مينو ته ستانه شي.
مګر غوره پوښتنه دا وه چې ايا کومه سياسي حل لياره ممکنه وه؟ زما په نظر د داسې سېاسي حل لارې امکان چې د پاکستان اتحاد پکې ساتلى وي نه ليدل کيده. د پينځه اويا مليوني بنګالي ولس بيلتون د بنګله ديش د ازادۍ ژوند حقيقت کړ او په هرځاى کې بنګاليانو دا نارې وهلې چې نور نو له پاکستان سره د سولې خبرې ناروا دي. له بلې خوا پاکستان پخپل وار په بنګال باندې کوم  زړه سوى نه درلود اوداسې پوزه ورته نه وه پاتې شوې چې د سولې غوښتنه وکړي. يواځنۍ د حل لاره ازاد بنګله ديش و.
له بله لوري پاکستان د هيڅ وګړي چې لږ  څه قدرت ورسره و دا په زړه نه هواريده چې د دوى دا وزر دې مات شي. او دا خبره پوځ هم چې مسلط قدرت و، نه منله. پنجابي پوځ هم د ختيځ بنګال په مستبدانه کمپاين کې ډير ضايعات ورکړل او په لږ وخت کې تر هغه څخه زيات وو کومچې د ١٩٦٥ کال له هند سره په جګړه کې وررسيدلي وو.  ايا پدې ټولو باندې يې سترګې پټولى شوې؟  نه! پنجابي پوځ تر هغه پورې له بنګال څخه د وتلو عزم نه درلود ترڅو چې په ډاګه په ډګر کې مات شوى واى.
د بنګله ديش د بيلتون ټکى هر پنجابي سياست مدار ته د ځان وژنې (انتحار) په شان ښکاريږي. د کشمير د مسئلې تجربه کافي وه. د پاکستان له زيږيدوڅخه راپديخوا هيڅ يوه حکومت پدې هکله سترګې نه دي پټې کړې. نو دا چې ختيځ بنګال دې ځانګړى ازاد هيواد وي هيڅ چا نه شوه منلى. مګر يحيى خان او ملګرو ته يې بايد  دا څرګنده واى  چې پر پړانګ سپاره وو!
د پاکستاني ډلې خو دې واقعيت ته غړي تښتيدلي وو چې که ختيځ بنګال ازاد شي نو هرو مرو به نور ايالتونه پخپل وار پسې ولاړ شي. د ملي عوامي ګوند درانده مشر خان عبدالولي خان يو ځل په ډاګه دا خبره څرګنده کړه چې "که چيرې پاکستان دوه ټوټې شو نو هرو مرو به پينځه ټوټې هم شي". لکه څنګه چې ختيځ بنګال د پنجابي تسلط غندنه کوله په همدې ډول پښتانه، بلوڅ اوسندهيان هم له پنجابي ټولواکۍ څخه کرکه کوي.
د انتخاباتو په وخت کې دې ولسونو د شيخ مجيب د شپږفقريز پلان ښه څارنه کوله ځکه چې که د هغه پر بنسټ اساسي قانونجوړ شوى واى، نو د هغوى به هم ه پنجابي تسلط څخه اوږې سپکې شوې واى. د ملي عوامي ګوند او ځينې سندهي ازادو سياستوالو په ډاګه د شيخ مجيب ملاتړ وکړ او غوښتل يې چې له نوموړي سره د ده د شپږ فقريز پلان پر بنياد اساسې قانون جوړ کاندي. پوځي رژيم پدې ترخه حقيقت ښه خبر و او هڅه يې کوله چې په هره بيه چې وي د داسې ترخو عواقبو مخنيوى وکړي. له بلې خوا داسې مفکوره موجوده وه چې د مصر، ليبيا او سوريې د خبرو اترو په لړ کې پاکستان له ايران سره اتحاديه جوړه کړي. د دې اقدام لپاره درۍ دليلونه موجود وو:
لومړى دا چې پاکستان فکر کاوه چې له ايران سره د داسې اتحاديې په جوړولو به د پښتنو او بلوڅو او سند ايالت د ازادۍ غوښتنې احساس مړ کړ شي. دې ولسونو د خپلو حقونو د په لاس ته راوړلو لپاره ډيره کلکه مبارزه پيل کړې ده. نوله دې ويرې څخه يې غوښتل چې د ايران لمن ونيسي.
دويم دا چې له ايران سره د اتحاديې جوړولو په ترڅ کې د هغه اقتصادي ورشکست مخنيوى وکړى شي، کومچې په ختيځ بنګال کې د پوځي عملياتو په اوږدوکې وراوښتى و. بالخصوص د هغه مارکيټ عوض کول يې غوښتل کوم چې په بنګال کې يې له لاسه ورکړ.
دريم دا چې د هند په مقابل کې به پاکستان په پوځي لحاظ پياوړى شوى واى.
څلورم مقصد به دا واى چې پاکستان هيله من و چې له ايران څخه ازادې مرستې وغواړي. داسې مرستې د پاکستان د صنعت او پوځي پياوړتوب لپاره غوره اهميت لري. د داسې اتحاديو د جوړولو په هکله د پاکستان نظر کوم څه نوى نه دى. په ١٩٥٨ کال د سکندر ميرزا تر مشرۍ لاندې يې له افغانستان او ايران څخه د کنفدراسيون غوښتنه وکړه. په هغه وخت کې نظر دا و چې پاکستان غوښتل پدې توګه به اقتصادي پرمخ تګ وکړي اود يوه بل د امنيت لپاره به ښه وي. له دې اقدام څخه هم هيڅ جوړ نشول ځکه چې په وخت کې لا د ايران پاچا او د افغانستان مشرانو په "لوى ورور" باور نه درلود. په ١٩٧٠ کال کې يوځل بيا دا نظريه د انتخاباتو د جريان په وخت رابرسيره شوه.دا وخت د مسلم ليګ د مشر، خان عبدالقيوم خان، له خوا چې ګوند ته د انتخاباتو د کمپاين په وخت کې د پردې شاته مرسته ورکيدله دا زوږ پورته شو. په ١٩٧١ کال کې يو ځل بيا لوبه توده شوه. داسې ويل کيده چې يحيى خان يو ځل د ايران له شهنشاه سره پټه کتنه وکړه او دا غوښتنه يې وروړاندې کړه. مګر د ايران د شهنشاه د ځواب په هکله کوم څه څرګند نشول. رښتيا خبره خودا ده چې که ايران دا خبره منلې هم واى، خو شل شوټ پاکستان يې په ګټه نه و.
په پاى کې پنجابي ډله مجبوره شوه چې پر مخ ديموکراتيک نقاب وغوړوي. په ختيځ بنګال کې يې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د جوټ (رسيو) غوړ تجارت له لاسه ورکړ.دې کار د پاکستان اقتصادي ملا کړپه کړوپه کړه. پدې ټولو برسيره ټولې نړۍ د پنجابي بربريت په هکله ورسره له مرستې کولو څخه ډډه وکړه. دې ټولو حقايقو په بيساري ډول د پاکستان اقتصادي وضع ټکرټکر کړه اوپنجابي ډله وروسته داسې مرحلې ته ورسيدله چې يواځې دا نه چې د اقتصادي کټوې بېخ يې راګراوه، بلکې د روپۍ د پانګې د نشتوالي په هکله يې بڼه ژيړه شوه.  په ١٩٧١ – ٧٢ کلونوکې د دولت د بودجې ګراف دومره تيټ شو چې حتى د ملکي او نظامي مامورينو چې رتبه يې له وزير څخه ټيټه وه، د استوګنځيو تليفونونه پريکړل شول. حکومتي اونظاميمامورينو او کارکونکو ته يې د معمولو معاشونو پرځاى د ملي سپما په نوم تصديق ليکونه وويشل. د دې اقتصادي نا اميدي د مخنيوي لپاره به ډول ډول ليارې چارې وسنجول شوې، مګر څوک يې نه شوه غولولى او د حکومت اقتصادي ناکامي هر چا ته څرګنده شوه.
د ١٩٧١ کال د جون د مياشتې په ٢٨ نيټه له ولس سره داسې وعده وشوه چې "د څلورو مياشتو په شاوخوا کې به قدرت خلکو ته وسپارل شي. کله چې اکتوبر رانږدې شو نو دا ژبه او نيټه د دسامبر مياشتې ته وځنډول شول. د دې ځنډ لپاره دليل دا و چې د عوامي ليګ اتيا تنه نمايندګان د "دولت پر ضد عمل" په تور ونيول شول او له دې کبله دولت مجبور و چې د بيا انتخاباتو لپاره مناسب کانديدان ومومي. مګر حکومت ته ډيره مشکله خبره ده چې په بنګال کې داسې څوک ژر تر ژره پيدا کړي! هيڅ شک نشته چې داسې نورې ځنډونې به پسې راتلونکې وي.
پاکستانى ولس ته لږ څه ورڅرګند شول چې د پريزيډنټ يحيى خان منظور له "خلکو ته د قدرت سپارل" څخه څه و. څنګه چې د اساسي قانون جوړول د خلکود نمايندګانووظيفه ده نو دى څنګه داسې خبره کوي چې اوس ضروري بولم چې اساسي قانون ولس ته وړاندې کړم."!
دويم له انتخاباتو وروسته د ده وينا په دراماتيک ډول خپله بڼه بدله کړه. د ١٩٦٩ کال د مارچ په ٢٦ نيټه يې ويلي وو: "دا به د ولس د نمايندګانو وظيفه وي چې د هيواد لپاره يو منل شوى اساسي قانون جوړ کړي اوهغو سياسي-اقتصادي اواجتماعي پرابلمونو ته چې ولس يې تل تر تله په تشويش کړى دى – د حل لياره پيدا کړي."
د ١٩٧١ کال د جون په ٢٨ نيټه بيا يحيى خان پورته شو خلکو ته يې وويل چې د ولس ټاکل شوي نمايندګان د خپلو وظيفو په سرته رسولوکې ناکام پاتې شول نو پوهيږمچې کوم بل الترناتيف نشته مګر دا چې پخپله زه د اساسي قانون د جوړولو لپاره تيارى ونيسم او د يوې ډلې ماهرانو په مرسته يې جوړ کړم." د اساسي قانون د څرنګوالي رښتينې بڼه د نوموړي په لاندې خبره کې ښه څرګنده ده: "اساسي قانون به د ملي اسامبلې له خوا د هغو شرايطو سره سم چې پخپله په قانون کې ځاى کړل شوي وي اصلاح او وکتل شي. داسې قانون به د څو نورو قوانينو پر اساس چې ژور کتل شوي وي جوړ شي او په هغه کې به د ولس روحيه او د مختلفو سيمو غوښتنې چې دوه کاله زما تر خپلې څيړنې لاندې دي تر نظر لاندې ونيول شي."
نو اوس دلته خورا غوره پوښتنه پيدا کيږي چې د ١٩٧٠ کال د دسامبر د مياشتې د انتخاباتو منظور نو څه و؟ د دې لپاره چې "د خلکوغوښتنې" په ډاګه شي، ښه ليار دا ده چې د انتخاباتو نتيجې ته وګورو چې هغوى څه غوښتل. مګر څرګنده خبره ده چې پنجابي ډلې دا څه زغملى نه شول نو پدې لټه کې شوه چې د هغه لپاره ځانګړى فورمول او ځواب پيدا کړي. هغوى غوښتل چې خپل ځانګړى قدرت او د پوځملاتړ له خطر څخه بچ کړي. پاکستانى ولس مجبور کړي چې هرڅه وزغمي. مګر دا چالچلند خو تل تر تله نه شي پاتې کېدلى. مارشال ايوب هم په ١٩٦٢ کال کې داسې ليار نيولې وه مګر منزل ته ونه رسيد. نوپنجابيان هم هيڅکله کوږ بار ترځايه پورې نه شي رسولاى.
د دې لپاره چې د په نامه ديموکراسي د تحريک په لور رښتينې بڼه څرګنده شي، نو په ختيځ بنګال کې د ډاکتر قاسم مالک ټاکل بايد وڅيړل شي. ډاکتر مالک هغه څوک و چې د پاکستان له زيږيدوراپديخوا يې ډول ډول وظيفې اجرا کړې وې. نو ضرور به هغه د يحيى خان اوامر منل او د ليفټيننټ جنرال نيازي لپاره چې د مارشلا اداره چي و ښه مناسبه ټاکنه وه. دا حيرانوونکې خبره ده چې يحيى خان په ختيځ بنګال کې چې جګړې څيرلى و، ملکي حکومت جوړ کړي. مګر داسې څه په پاکستان کې له امکان څخه لرې وو. پنجاب، سند، بلوچستان او پښتونستان تر مارشلا لاندې کړيدل. نو دا د تعجب وړ نه ده چې حتى بوټهو صاحب ورته حيران پاتې و.
اقتصادي بُحران داسې مرحلې ته ورسيد چې پوځ يې هيڅ توقع نه کوله. دې بُحران په ولس باندې چې مخکې له مخه د بيو د لوړوالي، بيکاري اونورو څخه په تنګ شوى و،داسې احساس کيده  چې ممکن ډيره جدي بڼه غوره کړي. په کارګرو اومحصلينو کې به ګډوډي پيدا کړي. په پاى کې يوه سپرغۍ په کار وه چې هغسې اور ولګوي لکه کومچې يې ماشل ايوب خان لهمنځه يووړ. د يحيى خان وضع خراپه شوه او داسې احساس هر وګړي ته پيدا شو چې د قدرت ورځې يې لنډې شوې وې. په ختيځ بنګال کې د پوځي بيشرمانه عملياتو په ضد د ګوريلايي جګړو لمنه ورو په ورواوږده شوه. د بنګالي ولس جګړه د تاکتيک له امله له هغه کوم خخه چې د اپريل او ميى په مياشتوکې يې په لوڅه اومخامخ له پوځ سره کوله، ډيره اغيزناکه وه. د دواړو خواو لپاره دا جګړه خورا خطرناکه شوه. ځکه چې د پناه وړونکو شمير چې هندوستان ته روان وو په ورو ورو داسې مرحلې ته ورسيد  چې د هندوستان او پاکستان پوځونه د بنګال په سرحدونو کې لاس په لاس سره نږدې کړي. ګڼ شمير ويروونکي او له خطر ډک فکتورونه لوبول کيدل. مګر پخپله د بنګله ديش مبارزې ډير پپه زړه پورې ټکي درلودل.
لومړۍ غوره پوښتنه دا وه چې ايا عوامي ليګ به د هغې او دې مبارزې په سرته رسولو کې چې تر مخ يې لري، بريالى شي که نه؟ زيات فشار او لږ تيارى نيول هغه حقيقت دى چې د بنګالي ولس په راتلونکي ژوند کې به زياته اغيزه ولري. د عوامي ليګ يواځنۍ غلطي هم پدې ټکي کې وه چې د ١٩٧١ کال د مارچ له اوومې نيټې څخه يې پوره ګټه وانخستلاى شوه. نو له همدې کبله د وروستيو پيښو بيه بنګال ته ډيره لوړه تمامه شوه. باور لرم چې ولس به دا غلطي بښلې وي، مګر داسې هيله نشي ورځينې کيدى چې ګوندې ټولې تيرې دې هيرې کړي.
دا حقيقت هم بايد ومنو چې د ختيځ بنګال سرتيري (مکتي بهيني) او انقلابي محصلين پدې هکله چې شيخ مجيب د مارچ په مياشت کې ورته د پيښو رښتينې بڼه وړاندې نکړه او نه يې جرئت ورکړ، هم نه شي هيرولى. تر هغه پورې چې په ګوند کې ناڅاپه کامل تغير راشي او بڼه بيخي بدله نکړي، دا به له امکان څخه لرې وي چې د ازادۍ سرتيري به تر پايه پورې عوامي ليګ په خپلو اوږو باندې يوړل شي.
يو حقيقت چې څوکورباندې سترګې نشي پټولى دا دى چې ه پاى کې وضع داسې پړاو ته رسيدلې وه چې د بنګله ديش لپاره   د مبارزې مخه چا نشوه نيولى. ځکه لومړى هر انقلاب انقلابي نتيجه او ځواب لري.د جګړې بڼه او لورى به په هغه  خوا بدل شوي واى له کومه چې ځواب ټينګ او شديد واى. نو پدې هکله بايد عوامي ليګ خورا دير ډيناميک چالچلن او پرمخ تګ کړى واى او که نه يوه ورځ به ناڅاپه ورڅرګنده شوې واى چې دا ډيوه د نوروله خوا چې تل تر تله ځير او تيار ناست دي قبضه کړل شوې ده.
دويم دا چې بنګله ديش خورا لوى او خپور هيواد دى. دا خبره به امکان ونلي چې څوکوکولاى شي په هغې پورې مربوطې چارې د نړۍ له سترګو څخه پټې کړي. ټول دا واقعيت لکه: د پناه وړونکو، لوږې، جينوسايډ او د مليونونو بنګالي ولس بيلتون، هغه  کومې اغيزې چې په پاکستان يې لرلې پخپله خورا لوى نړيوال پرابلمونه وو. دې ټولو پيښو د نړۍ په تاريخ کې له نورو پيښو څخه لکه د بيافرا، وييتنام او هغه څه چې په پيړيو کې واقع شوي دي، لوى او سارى نه لري. که چيرې بنګله ديش ټول پرابلمونه حل کړى شي نو دا مشکل چې څنګه پينځه اويا مليونه ولس په نس موړ، په تن پټ غاوپه خوشۍ خوښ وساتلى شي،کوچنۍ خبره نه ده.هغه ولس چې بيله ناروا څخه د پاکستان استعمار ورته هيڅ هم نه دي کړي او څه يې چې لرل، ورڅخه يې تالا کړي دي. دا يواځې د هغوى د ژوند تور تياره تونل ته د ننوتو پيل دى.ترڅو چې د هغه له پاى څخه رڼا راښکاريږي، نو ډيره اوږده موده به په کار وي.
پاى
 

[1] -  ليکوال، مسکرينهاس، ته د دې ليکنې په وخت کې دا څرګنده نه وې چې پاکستان پرنګي وزيږاوه. نړۍ ته يې داسې ښودل چې ګواکې هندو- مسلمان له يوه بل سره ګډ ژوند کول نه غوښتل، خو په واقعيت کې د پردې شاته ټوله لوبه پرنګي روانه کړې وه. د پاکستان اصلي زيږوونکي لارد لينليتګو، مونټباټن او اولف کيرو وو. پرنګى چې پدې پوه شو چې ټول هندوستان نه شي خوړلى، نو په منځني ختيځ کې د خپلو اينده موخو او پر تيلو د کنترول لپاره يې اډو ته ضرورت لاره. نو يو پر بل پسې يې دوه اډې وزيږولې: پاکستان اواسرائيل. د پاکستان نْطفه يې د محمد على جناح په خيټه کې زرغونه کړه. نو پاکستان په اصل کې د برتانيا "پوځي اډه" وه او ده چې په سيمه کې د پرنګي او ورپسې بيا د امريکا ګټې خوندي وساتي. له همدې کبله دا اوس په يوويشتمه پېړۍ کې چې "مسلمان پاک پوځ" د پرنګيانو په بولۍ خپل ولس وژني او يا يې په شلمه پېړۍ کې د بنګال په ګډون مسلمانان وژل، دا ټول د پرنګيانولپاره او د پرنګيانو په بولۍ وژل. پدې اړه کولاى شئ چې د ناريندرا سريلا کتاب وګورئ.
[2]-  د پاکستان د ټولنې بُليټين، ٣١ لمبر، ٤٣ مخ، لندن ١٠ سپتامبر ١٩٧٠
(٤١برخه)
(شپږ فقرئيز پلان)
پاکستان بايد يوفدراسيون وي چد د شپږ فقرئيز فورمول په اساس بايد هر واحد مساوي حقوق ولري.
(١) -   د حکومت ډول به فدرالي پارلماني وي. د فدرالي واحدونوتقنيني قوا به د خلکوله خوا په رايو ورکولو ټاکل کيږي.
(٢) -   فدرالي حکومت به يواځې د ملي دفاع او باندنيو چارو په هکله مسئوليت ولري. شرط به يې دا وي چې په دريمه مادهکې څرګند شوى.
(٣) -   د لويديځ-ختيځ دواړو لپاره به بيل اسعار او ځان ځانته سيکې ولري. که چېرې يو ډول اسعار په دواړو سيمو کې په کار اچول کيږي شرط به يې دا ويي چې يوفدرالي سپمايي سيستم جړ کړل شي چې د هغه په توګه به داسې امکان پيدا شي چې د يوې خوا  د اسعارو او طبعي منابعو بهير له بلې خوا وتړل شي.
(٤) -   بودجوي پاليسي به د فدرالي واحدونو مسئوليت وي. فدرالي حکومت به د ملي دفاع او باندنيو چارو د لګښتونولپاره منابع او بودجه ورښودل کيږي اودفدرالي حکومت له خوا به د اساسي قانون له کړنلارې سره مطابق د هغه په اجرا باندې بيله درنګه پيل کوي. د اساسي قانون لارښوونې اوکړنلاره به پخپل وار د فدرالي واحدونو د کړو وړو د کنترول اغيزناکه لار وي.
(٥) -   په اساسيي قانونکې بايد داسې څه څرګند شوي وي چې د فدرالي واحدونو هر ييو حکومت وکولاى شي چې پخپله د خارجي اسعارو توريد کنترول کړي او د واحدونو بيلې بيلې ونډې مالومې وي. د فدرالي حکومت د خارجي تبادلاتو ضرورتونه به د فدرالي واحدونو له خوا چې تناسب به يې په اساسي قانون کې وښودلى شي، برابر کړي. ايالتي حکومتونه بايد وکولاى شي چې د فدرالي حکومت د خارجي پاليسي په چوکاټ کې د ننه له باندنيو هيوادونو سره د خارجي تجارت د مرستې تړون وکړاى شي.
(٦) -   د فدرالي واحدونو حکومتونو ته بايد واک ورکړل شي چې د نشنل سيکيوريټي (عامه امنيت) د ساتلو لپاره پوځي اومليشه افراد ولري.
 
 
 
 
 
 
مونږ هم د ژوند کولوحق لرو
ډاکه فبروري ١٩٦٦
 
 د شپږ فقرئيز پلان له تفسير څخه وروسته د شيخ مجيب پيام:
زما د لويديز پاکستان وروڼو
غغواړمچې څوټکي خپلو پاکستاني وروڼو ته وړاندې کړم:
تر ټولو لومړى غواړم چې دوى ته داسې فکر پيدا نشي چې هغه څه چې ما په شپږ فقرئيز پلان کې ويلي دي د ختيځ بنګال د ګټولپاره دي. داسې نه ده. زما د شپږ فقرئيز پلان په هره فقره او ټکي کې زما د پاکستاني وروڼو حقونه پراته او ساتل شوي دي. دوى پدې باور لري چې له دې خخه به مساوي برخه واخلي. دويم کله چې زه داسې وايم چې د ختيځ حقونه  لويديز ته لږدول کيږي اوهلته يوځاى کيږي، نو زما منظور دلته بيا له سکتوري يوځاى کيدلو څخه دى. زما د خبرې مانا داسې نه ده چې ګوندې دا ثروت (شتمنۍ) د پاکستان ولسونو او تودو ته رسيږي. نه! زه دا نه وايم او نه ويلى شم! پدې پوهيږم چې په پاکستان کې هم په مليونونو وګړي لکه د موږ په شان ته دي چې د اقتصادي استثمار سره مخامخ دي. دا هم راته څرګنده ده چې د هيواد ټوله شتمنۍ د څوکورنيو په لاس کې ده. او دا چالچلن به تر هغه وختهپورې ادامه وکړي ترڅو چې زموږد ټولنې کاپيټالستي بڼه بدله نه شي. مګر مخکې له دې چې بڼه بدله شي، زه د دې اقتصادي استثمار پړه په پاکستاني ولسونو نه اچوم.
دريم دا چې جغرافيايي موقعيت اوغير طبعي سيستم د ټولو بدمرغيو په منځ ته راوړلو کې خورا غوره رول لوبوي. يو څه به د مثال پپه توګه وڅيړو: که چيرې د پاکستان پايتخت په ختيځ بنګال کې واى نو اوضاع به سر تر سره ټوله سرچپه واى. زموږد عايداتو په سلو کې دوه شپيته (٦٢%) د پوځ او په سلو کې دوه ديرش (٣٢%) د مرکزي ادارې لګښتونه به په ختيځ بنګال کې عملي شوي واى. زموږ د عايداتو په سلو کې څلور نوي برخه (٩٤%) چې هر کال په پاکستان کې مصرفيږي هغه به په ختيځ بنګال کې لګيده اوخلک به هرومرو شتمن واى. حکومت په پاکستان کې دى.نو له دې کبله د پوځي قواو درۍ سره مرکزونه او د خارجي ميسيونونو مرکزي ادارې هم هلته دي. په نتيجه کې د هغوى ټولو لګښتونه هم پههغهځاى کې دي. که چيرې حکومت په ختيځ بنګال کې واى نو هرو مرو به هغه ټول لګښتونه هم هلته کيدل نوختيځبه شتمن او لويديځ به غريب پاتې شوى واى.
که چېرې داسې څه پيښه واى نو هرومرو تاسو پاکستانيو به د ايالتي برابري غوښتنه کړې وه کومه چې اوس د داسې غوښتنې په هکله موږته بد رد ويل کيږي. هغه وخت به تاسو ته څرګنده شوې وه چې بيله خپلو حقوقو څخه بل هيڅ کوميو شى د اهميت وړنه وو.  هغه وخت مو که چيرې له ختيځ بنګال د حق عوښتنه کړې وى نو پوهيږئ چې موږ به څه کړي وو؟ موږ به  بيله شک اوترديد څخه ستاسو حق ته غاړه ايښودلې واى او ويلي به مو واى چې دا ستاسو وظيفه ده چې د خپل حق غوښتنه وکړئ.
نه موږ  به لږ څه نور هم په مخ تللي وو. موږ به خبره دې ته نه وه پريښودلې چې تاسو غوښتنه کړې واى. موږ به د دې په ځاى چې تاسې غوښتنه کړې واى مخکې له مخې به مو حق درکړى واى. موږرښتيا د وروڼو په منځ کې د عدالت، برابري او مساوات عقيده لرو.  يو هيواد اوولس د لويې کورنۍ په شان دى. په يوه کورنۍ کې که چيرې يوتن ډوډۍ وخوري نو د نورو ګيډې خو مړيدلاى نه شي. نو دا په څه دليل کله چې موږ خپله ونډه وغواړو راته خودخوا واياست؟بل څوک به په تاسو باندې چې يواځې دا نه چې خپله برخه مو اخستې ده بلکې د خپلو وروڼو په برخه مو هم ګيډه اچولې، څه نوم کېدي؟  موږ د تاسو د برخې دعوا نه لرو بلکې يواځې د خپلې ونډې غوښتنه کوو. موږ غواړو چې له تاسو سره مساوي ژوند وکړو، نه د استثمار ګري ژوند.
څلورم: که چيرې داسې پيښه شي چې موږ له ضرورت څخه زيات شتمن يو نو ضرور به موږ له خپلې برخې څخه يو څه له تاسو څخه قربان کړو.موږ په تيرو وختو کې هم داسې کړي دي. ايا د تاسو پخپله په زړه نه دي؟ هيله کوم چې په ياد مو وي:
١ -   په لومړۍ اسامبله کې موږ څلور څلويښت څوکۍ لرلې او اته څلويښت ستاسو وې. که موږ غوښتلى نو په ډيره اسانۍ به مو په ديموکراتيک ډول د دريو پوځي قواو پانګه اومرکزونه ختيځ بنګال ته راوړي واى.
٢ -   د ورور ګلوۍ او برابرۍ په هکله موږ نوموړې اسامبلۍ ته شپږ تنه پاکستاني نمايندګان چې د بنګالي ولس له خوا رايې ورکړل شوې وې، وټاکل.
٣ -   د اکثريت په هکله موږ دا کولى شوى چې بنګالي ژبه يواځنۍ رسمي ژبه واى. موږ غوښتنه وکړه او دواړو ژبو (بنګالي او اردو) ته حق ورکړل شو.
٤ -   د رايو په اکثريت سره موږ کولاى شول چې يو اساسي قانون چې د بنګال ګټې پکې خوندي وي جوړ کړى واى.
٥ -   د دې لپاره چې تاسو داسې خيال ونکړئ چې موږ مسلط ياستو نو پخپل اکثريت مو سترګې پټې کړې او د مشابهت (پاريټي) فورمول مو له تاسوسره ومانه. دا يواځې او يواځې ستاسو د باور او اطمنان لپاره.
پينځم: دا چې له پورتنيوحقايقو څخه زما پاکستاني وروڼه بايد پدې پوهيدلي واى چې موږ د ختيځ بنګال ولسونه د ورورګلوي او برابري احساس لرو اوپدې توګه غواړو چې پتمن ژوند وکړو. موږ کولاى شو لکه څنګه چې مو پخوا کړي دي چې د ستاسو لپاره د ضرورت په وخت کې ښندنه وکړو. که چيرې پانګه زموږ په لاس کې واى نو هڅه به مو کړې واى چې په پاکستان کې هم رښتينى دويمه پانګه واچوو نه دا چې د دروغو او غولولو لپاره. موږ به له ګټور موقعيت څخه ناروا ګټه نه واى اخستې او ټول مهم پوستونه اووظيفې به مو نه وې غلا کړې. د لويو شرکتونو رياستونه لکه د پنبې، پي اې سي، د ريلوې د کرښو، ډبليو اې پي او نور-نور پخپله نه واى نيولي.
موږ به ستاسو د ګورنر د ونډې د نيولو هڅه نه واى کړې. موږ به ټولې څوکۍ اولوړ مقامونه په عدالت او برابرۍ سره ويشلي واى. موږ به د هيواد د عايداتو او پانګې د اغيزناکو تياري نيولو په ترځ کې د دواړو خواو ترمنځ ويشلې واى. موږته د دې په ځاى چې ايالتي برابري موتر پښو لاندې کړې واى، پياوړې کړې به مو واى. موږ به هيڅ دا موکه نه وه ورکړې چې د دوه خواو تر منځ سياسي، اجتماعي او اقتصادي خنډ پيدا شي. موږ به هڅه کړې واى چې په هيڅ ډول داسې احساس پيدا نه شي چې څنګه موږ د ختيځ بنګال ولس د دې لپاره چې اکثريت يو او يا حکومت دلته دى، نو موږ د پاکستان باداران يو. بلکې موږ به هرومرو داسې هڅه کړې واى چې تاسو ته داسې احساس پيدا شي چې په نظر اوعمل کې دواړه د يوه هيواد يو. موږ به د دولت قدرت له تاسو سره ګډ کړى واى. موږ باور لرو چې د برابرۍ مطلق حس، د دوو خواوتر منځ  عدالت او نه توپير د پاکستان د پاترياتيزم اساس ګڼل کيږي. يواځې هغه څوک حق لري د پاکستان مشر وي چې ياد کړل شوي خويونه ولري. يو مشر چې رښتيا داسې عقيده ولري چې د پاکستان دوه وزرونه لکه دوه سترګې، دوه سپوږمې، دوه غوږونه، دوه لړه غاښونه، دوهلاس، دوې پښې ذ پاکستان د سياسي کالبوت غړي وي. يو مشر چې پدې باندې پوهيږي چې د دې لپاره چې روع رمټ او پياوړى پاکستان وساتي بايد د تن ټول غړي يې پياوړي وي. يو مشر چې دا درک ورسره وي چې که چيرې د وجود يو غړى ضعيف او ناتوان شي نو ټول وجود ناتوانوي. يو مشرچې داسې عقيده ورسره وي چې هر هغه څوک چې له دې غړيو نه يوناتوانول غواړي د پاکستان دښمن دى. نو داسې هغه څوک چې د داسې دښمنو مخنيوى اوپر ضد يې مبارزه کوي، حق لري چې د پاکستان د مشرتوب دعوا وکړي. پاکستان اوږده خاوره او غير معمولي اوږد افق لري که څوک وغواړي چې د دې خاورې مشرتوب وکړي، بايد ډير لوى زړه اواوږد نظر ولري.
شپږم:زما ګرانو خويندو وروڼو! اجازه راکړئ چې در په زړه مو کړم چې هغه وخت چې موږ غوښتل بنګالي ژبه دې رسمي شي، نو موږ يې پدې خبره وغندلو او د پاکستان د تجزيه غوښتنې تور مو راباندې ولګاوه. کله چې مو د مشابهت (پاريټي) د نمايندګۍ په رڼا کې د ګډوانتخاباتو غوښتنه وکړه نو له سرحدي کرښې د باندې مو په موږد لمسون تور ولګاوه. اوس هغه دواړه  غوښتنې منل شوې دي مګر يوه يې هم د پاکستان د تجزيې سبب نشوه. ايا دا د تاسو لپاره د خجالت او شرمندګۍ وړ نده چې هره يوه حقه غوښتنه چې يې ختيځ پاکستان له تاسو څخه وکړي نود هغې د په لاس ته اوړلو لپاره بايد درنه بيه  پريکړي او ترخه مبارزه وکړي. او داسې څرګنديږي چې لکه موږ خپل حق له خارجي دښمن څخه غواړو. ايا د دې کار پاى به ستاسو په ګټه وي؟ مهرباني وکړئ له داسې چالچلن څخه لاس واخلئ! مهرباني وکړئ زموږوروڼه واوسئ نه باداران!
په پاى کې زه له خپلو هيوادوالو څخه کلکه هيله کوم چې که د هغې لارې اوفورمول ملاتړ وکړي چې ما جوړ کړى دى. دوى ته به په خپله څرګنده شي چې زما په شپږ فقرئيز پلان کې د هيواد تاوان هيڅ نشته اوکوم غير عادلانه او ناعملي ټکى نه لري. هيله کوم چې د دې اعلاميې په لنډ تفصيل کې چې مې تاسو ته څرګند کړى دى چې د دې پلان مننه يواځې دا نه چې پاکستان ته به تاواني نه وي، بلکې پاکستان به پياوړى کړي.
مګر دا څرګندې ګټې د څرګندودليلونو په هکله د منلو وړ نه دي. ځکه چې دوى ځان ته په خپلهد حقايقو بل ډول قضاوت کوي. د دوى لپاره د استبداد او استثمار ادامه د ټولنې اوهيواد د پياوړتوب لپاره سيخه ليار ښکاري. دوى هر څوک چې دا جابرانه چالچلن درول غواړي او يا يې د مخنيوي هڅه کوي، خاين بولي. دا خبره نه نوې او نه د تعجب وړ ده. زموږلوى مشران لکه فضل الحق او سهراوردي د داسې هڅواوکوششونو قرباني شوي دي. نور هر څوک چې د ولسونو او خلکو ملاتړ او د استثمارګرانو په ضد مبارزه کوي، ضروري ګڼل کيږي چې د مړينې، ژوبلې، ترټنې او بيرحمۍ لپاره يې تيارى نيولى او ملا يې ټينګه تړلې وي.  ما پخپله داسې پيښې لکه محاکمې، جيلونه او ترټنې ډيرې ليدلې دي. مګر د نيکونو له برکته، د ملګرو په ملاتړ او زما د هيوادوالو په مخلصانه مرسته لوى خداى توفيق راکړ چې مقاومت وکړم. اوس زما د هيوادوالو د دې ملاتړ په مخامخ حاضر يم چې د دوى په خدمت کې ځان قربان کړم. د يوه تن ژوند لکه زما په شان د هيواد او ولس د نيکمرغۍ په لار کې هيڅ نه دى.
زما لپاره د مليونونو استثما شويو د حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره مبارزې څخه بله زياته مقدسه او سپيڅلې مبارزه نشته. دا هغه سبق دى چې ما له خپل سياسي ښوونکي سهراوردي خخه زده کړى دى. هغه اوس نشته چې لارښوونه راته وکړي. مګر زما کلک عزم دا دى چې د هغه سبق نوى کړم او جنډه يې لوړه وساتم. هيواد د خپل ژوند په خورا توره ګړۍ کې ژوند کوي. پداسې مرحله کې د عوامي ليګ کونسل (شورا) د جمهوري رياست لوى مسئوليت زما په اوږو کړى دى. مګر د خداى په هيله زه بې زړه نه يم. زه له کار کولو او زحمت کښلو نه ويريږم. نو په ډير ويياړ مې دا مسئوليت منلى دى. زه په خپل ولس ډير باور لرم. په دې هم باور لرم چې ډيره تياره شي نو سپيده چاود ته لږ وخت پاتې وي. هيله لرم چې زما ګران هيوادوال ما ته داسې دعا وکړي چې لوى خداى فزيکي او دماغي قدرت راکړي ترڅو راتلونکى ژوند د دوى د حقوقو د لاس ته راوړلو په لار کې چې په زور او جبر ورڅخه غصب شوى دى، وقف کړم.
(ختم)    ١٨ جولاى ٢٠١١    د ماښام ٧ بچې  ريډينګ
 
دا دويم ځل و چې د بنګله دېش بې ستري سفر له پينځه ديرش کاله ځنډ څخه وروسته بيا د نوې زمانې له دوستانو سره يوځاى پاى ته ورسول شو. په واقعيت کې دا دويم سفر له هغه لومړي څخه له دې کبله غوره او په زړه پورې و چې په نړۍ کې د نوې تيکنولوژي او نويو مالوماتو له کبله داسې لاسوندونه لاس ته راغلي چې د بنګله ديش د جينوسايډ او د پنجابي مستبدې پوځي بيروکراسۍ کاذبه څيره په خورا رسوايي بربنډه وي او په جوته توګه ښکاره کوي چې د اسلام له مقدس دين څخه يې د خپل ولس، سيمې او نړۍ پرضد څومره او څنګه ناروا ګټه پورته کړي -  او دا نن-نن هم د پرنګيانو په چوپړ کې د "ترهګري پرضد" کمپاين لاندې زموږ د ولسونو پر ضد هماغې سيناريو ته دوام ورکوي.
 
بنګله ديش ژوندى دى اوخپل پتمن ازاد ژوند ته دوام ورکوي.
 
 
د دې هيواد او ملت قربانۍ د هغو ملتونو لپاره چې لا اوس هم د پرديو تر اشغال لاندې دي ستر درس دى اوهغه دا چې د ځان ازادولو لپاره اړينه ده چې يونسل قرباني ورکړي ترڅو د راتلونکو نسلونو لپاره په ازادي او سرلوړۍ کې د خپلواک ژوند لامل وګرځي. پدې کېې شک نشته چې له سرښندنو پرته ازاد، خپلواک، پتمن او سوکاله ژوند کول ناشوني دي.
 
تر ټولود مخه د بنګله دېش بې ستري د دې دويم سفر وياړ د استاد توتاخيل برخه دى چې د دې کتاب يوټوک يې د اور په لمبوکې د اور له لمبو څخه خوندي ساتلى او تر دې زمانې پورې يې رارسولى و.
 
د افغان بيلابيلې ويبپاڼې او خپرونې، چې په خورا  مينه او امانت يې دا سفر د لوستونکيو نوي نسل ته ورغزولى، د دې وياړ خاوندان دي. الله (ج) دې همداسې تاند او بيدار لري.
 
يا ربه توفيق!
غلام محمد زرملوال
پاى
 
- بېرته شاته