(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغا نان د پا ڼ او پړانګ په منځ کي

د افغا نستان سیاسي کړ کیچن حالت د تاریخ په نوو شیبو کې یو نوې او لا درکه پړاوته وراوښتي دي. په پخوا زما نو کې چه به څوک په تنګ راغلل او د چا نه به لاره ور که شوه نو دا متل به د اعتبار وړ وو ( چه یوی خواته پاڼ دی او بله خواته پړانګ دي) نو څه به کوي ؟. نن مونږافغانان هم دي حالت ته ر سیدلی یوو، د یوی خواه د پاکستان او ایران او نور ګاونډی هیوادونه د پاڼ په بڼه له بلي خواه د امریکا او غربي هیوادونو بي پر وایی د پړانګ په بڼه مونږ کمزوري افغا نان ددواړو خطر ناکو بلاوو د وحشت په انګړ کي داسي را ګیرکړی یو، چه د حل لاره را نه ورکه ده او نه پوهیږو چه څه وکړو.
که له یوي خواه مونږ افغا نان د سولی ، عدالت ، دیموکراسي ، مساوات ، اسلام ، ورور ګلوي او مسلمانې ناری وهو ، ولی له بلي خواه مونږ افغانان د ظلم ، وحشت ، رشوت ، انسان وژني ، اخلاًْ قي فسا د ،  غلااوغدارې په لومه کي را ښکیل یوو. دا نا خوالی او نیمګړ تیاوی  په خپل لاس او خپل سالم هوښ او فکر سره سر ته رسوو. او تر ټولو دمخه بیا مونږ ناری وهو چه فلان چارواکې رشوتخور ، ظالم او غدار دي . مګر د ستونځې د حل لاره د هیچا سره نشته او که وي هم هغه په دي نه دې توانیدلي چه خپله پاکه د چل او فریب نه پرته کومه ځانګړي کړنلاره  انتخاب کړي او عمل پری وکړي.
ددولت اساسی دستګاه او ما شین دومره چتل او ککړدي ، چه د کو چني مآ مور نه نیولي بیا تر لوړ پوړو چارواکو پوري ټوله په همدغه کرغیړن مرض اخته دي . دبیلګۍ په توګه  که څوک ددولت په رسمی چوکاټ کي کار کوي او خپله دنده د پاک وجدان او اخلاقی انسانیت په وړ تیا سره  په لوړ اخلاصی احساس سره  په ښه تو ګه سره سرته رسوي ، نود هغه  مآمور ځانګړي کاری دنده به یا ژر ختمیږي او یا به  نو موړﺉ د کومی دسیسی او تو طیی په تور نیول کیږي او د درني جزآ انتظار به باسي،کوم چه هغه هیڅ په خبر هم نه وي. دا ځکه چه نو مړی مآمور د فساد او رشوت په راکړه ورکه کي ګډون او بر خه نه لري نوځکه باید د خپلی بی ګنا هي په تور بندی او یا د کاره څخه وشړل شي. دا ده ددې دولت د عدالت او قانونیت  د کړنلاری هنداره او لید لورې.
د افغا نستان او سني دولت د خپل پنځه زره کلن تاریخ په اوږدوکي  تر ټولو بی کفا یته ، رشوتخور او بی پروا دولت ګڼل کیږي.                                                        
که ځني با احساسه پر وطن مین زړه سوانده خلک د افغان خاوري د خدمت لپاره و هر ډول قرباني او سر ښند ني ته ځانونه تیار ښیي ، ولی دوي ددي توان اوطاقت هم نلري چه ددولت په دغه  بی کفا یته لا درکه او تنګ نظره ما حول کي ځان ور ګډ کړي .
 د افغانستان او سنی دولت اوس د بیروکراتانو، تنګ نظرانو ، توپک سالارانو، د جهاد په تار تړلی مجا هیدونو ، ار تجاعی روحانی  متنفذونو ، قومي  بی کفایته خانانو او ملکانو د غیرو قانونی پیسو او پانګي د را ټولولو تاجرانو ، بی سوادو افسرانو او جنرالانو او
د غربی نړي نه ورغلي د اینجینرانو او داکترانو په نوم بی احساسه او بی غیرته افغا نانو په لاس کی دﺉ . دغه ټولي کړۍ د خلکو او وطن په نامه ددولت او حکومت اجرایوی ،قضایی او مقننی قوي په خپل لاس کي نیولی دي ، او د ځنګله قانون په شان چه څه کري هغه ریبي او د هیواد په کچه ټول اختیارات او واک ددوي په لاس کي دي.
غربی نړي او ملګری ملتونه  د انسانی حقوقو د ملاتړ تر عنوان لاندي د افغا نستان ددی کړ کیچن اوجګړه ییز حالت څخه ښه ګټه وا خیستله ، بلکه دوي په ډاګه د نوموړو یادشوو دولتي چارواکو سره  خپل ملاتړ او همدردی اعلان کړه. دوی نه يواځی د اخلاقی فساد ، رشوت او غداری در وازی  ونه تړلي بلکه په لوي لاس یی د خپلو میلیاردو ډ الرو  د مرستی په نا مه ددغو دخدای څخه نه ویردونکو چارواکو په خوله کي  د ډالروشني بستی ور تخته کړي او ګیډی یی په ور و پړسولي.نن ورځ د اویا (۷۰) میلیاردو ډالرو د مرستي څخه یواځی یو څو میلیادره ډالره ددولت په رسمي پروژو کي لګول شوی دي او دا نوری یی ټوله د یادو شوو چارواکو په شخصی جیبو او شخصی پانګو کي ور ګډي شوی دي. په کابل کي د لسو کالو په موده کي د خصوصی او شخصی سکتور وده  دومره پراخه شوی ده چه دولتي سکتور ورته عاجز دي. حال داچه د بهرنيو هیوادونو د مرستي او کومک  هد ف یواځی او يواځي دو لتی سکتور دي .
ددی ټولو اخلاقی فسادونو او رشوت اخیستونو په دي پراخه نړۍ کی  تر اوسه پوری نه څوک ونیول شو اونه  هم څوک د محکمي دروازی ته را کښ کړل شو.  داځکه چه پولیس غله ، څارنوالان غله ، قاضیان غله ، ولسوالان غله ، والیان غله، او وزیر ان غله دي. داسی ما لومیږي چه په دولتی دستګاه کي د قانون او عدالت پلی کول ډیر ستونځمل ښکاري . دا ځکه چه د باز خواست او غور اداره په افغانستان کی بیخی نشته او که مو جود ه هم وي نو د چا په درد نه خوري  او غور یی نه کیږي.                          
 مونږ ټول افغا نان ددي ټولو نا خوالو او بد مرغیو  د ورکولو لپاره باید څنګه مبارزه وکړو او څنګه دریځ غوره کړو . ددی ټولو پو ښتنو د ځواب په هکله غواړم خپل شخصی دریځ په لاندی ډول سره بیان کړم او د امکا ن لاری یی راو څیړم:
۱: مونږ ټول پر وطن مین افغانان په افغانستان او بهر کي باید لاس تر زنی کښی نه نو ، ددی ټولو ناخوالو انځور د قلم ، ژبی، اړیکو، میدیا ، غونډو او ناستو په واسطه په کلکه وغندو او ددوي دا کرغیړن عمل په داخل او خارج کي و ټول ولس ته عیان او بیان کړو.
۲: په افغانستان کي د ننه او بهرباید ټول هغه هیوادوال چه ملی احساس لري او ددغو مفتخورو چارواکو کړني اوعمل غندي باید  دیوی آزادی مظاهری په بڼه سره را ټول شي او په ډاګه ددی مظاهری  د ملاتړ اعلان و کړي ، ددي چارواکو د حکومت داری دا چټله  او بی کفا یته پروسه د ولس او خلکو په منځ کی د ټولو هیواد والو او بهر نیانو تر غوږونو پوری ورسوي ، تر څو دوي د خپلو غلطیو احساس وکړي او مجبور ه شی چه  د خپلو کړونو  په وجه و قانون او عدالت ته غاړه کښیږدي.
۳: هر څومره چه مونږ پټه خوله ونسیو او په ما یی څه ؟ حالت غوره کړو هغومره ددي چارواکو واګی اوږدیږي او ددوي د چړچو ،نوش او واک وخت هم نورهم دوام مومي او بیا به نا وخته وي چه مونږ عملی ګام واخلو او دوي به دخپله قدرته څخه وغور ځوو.
 ددی ټولو خبرو د شواهیدو او ثبوت په تا یید سره غواړم ووایم چه د عربی نړي آزاد  تحریک او انقلاب د شپږو میاشتو په درشل کی د تونس ، مصر جابر واکداران چپه کړل او د سوریه ، لیبیا ، اردن ، الجزایر ، بحرین ، عمان .مراکش ، یمن . سودان، او سعودی عربستان هیوادونه کی دا تحول راروان دي او دخلکو له خوا یی په کلکه ملا تړ کیږي یوه ورځ به ددی هیوادو چارواکي دخپلو خلکو غوښتنو ته غاړه کښیږدي او ددولت ټول واک به ورپریږدي.داځکه چه حرکت نه وی هلته برکت نشته اوپټه خوله بلا ده .
ګرانو هیواد والو: ستاسو پر ناموس تیری کیږي ، ستاسو خاوره شکیلا ک ده ، ستاسو حکومت ګوډاکی دې ، ستاسو ځمکی غصبیږي ، ستاسو حقوق پایمالیږي ، ستاسو د پلرونو او نیکه ګانو ننګ او غیرت تر پښو لاندی کیږي ، ستاسو  د ځمکی تما میت د ګا ونډایانو تر حملو لا ندی راځي ، او باالخره تاسو هره ورځ په خپله خاوره کي د پردو په لمسون دخپل افغان ورور په لاس  وژل کیږي . آیا دا مونږ او تا سو ته د زغمولو وړ ده آیا مونږ افغانان یواځی د خپل ځان په هکله سوچ وکړو . دولس ، خاوری او ملت غم باید هیر کړو ، د یتیم ، کونډی ، مظلوم او بیچا ره او ښکې به څوک ور پاکې کړي.
 دا هغه لا مل دي چه مونږ ور سره لاس او ګریوان یوو. او دحل لاره یی زمونږ او ستاسو په لاس کی ده ، که وغواړو اوټوله سره یو شو نو دا ټولی ناخوالي به ورکي کړو او خپل ګران وطن افغانستان ته به  د خدمت  یو ستره جوګه شو .  افغا نستان يواځی افغانان جوړولای شي او دا د افغا نانو ملی دنده او مسلم حق دي                            
 
 د ټولو ګرانو صاد قو او زړورو افغانانو د یووالي او پیوستون په هیله     
 ولی محمد نورزی                                     
- بېرته شاته