(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تروریست خر

طنز
لیک: محمود نظری
 یو نو ی ځوان شوی  بې پروا خر چې  دغالۍ یو خواته ځړیدلي  ډک خورجین يې په شا و، او د غاړې ژړو زنګولویې دترنګ ترنګ منظم موزیک ږغوه، په ښار کې پر پوخ سړک لوپ لپړ میده میده  لکه د کابل اتل چې وي رهي و.  ټوله موټران د هغه په درناوی  ودریده ، خلک له سړکه په الوتلو بڼو یو د بل پسې پښې سپکولې تا چې ویل چنګیز خان  د ښار لیدو ته راوتلی دی .
دهغه په ویاړ سماوارچانو لوړ هندی خاندنونه بند کړل، دوکاندارانو دوکانونه وتړل ،د سړک د غاړې موټرانو دیو بل پسې بیله د ترافیکو د ویلو سړکونه خالي کړه.
هریخوا ته چې به د خره مخ شو هغه لاره به اتومات د ترافیکو خالی شوه.
دا لومړی وار و، چې  دکلي موشه خره خپل قدر په ښار کې لیده نه پوهیده  چې ولي د ښار خلک دومره  درناوی ورته لري  او هغو  ته قدرمن دی
 نو له ځان سره يي وویل :  نه چې دا ښاریان خر نه پيژني ؟!
خو سر يي وښوروه  چې دا غلطه ده  ،خدای چې چا ته عزت ورکوي نو نه وایي دچا زوی يي
 نو له  خوشالی یې  خوله اسمان ته ونیوله ځان يې وپړساوه  اوله  ارمانه ډکه  یوه  تاریخي شکریه  هنګاه یې وکړه . له ځانه سره يي ویل رښتیا یو ګړی  ازاد ژوند کول د یو عمر غلامي خوند کوي.
د واره څلور زریداره ټانکونه  د یو بل پسې د هغه د درناوی لپاره  راورسیدل او یو ه الوتکه په هوا کې مالومه شوه چې د هغه په سر لی په لی ګرځیده.
ټانکونو خپل   مخونه  د خره خواته کړي وه د یو ټانک  پرسر یو شین سترګي په ګویا کې ویل :
لاسونه پورته که!
خر چې له بده مرغه  په انګریزي یې بوی نه وړه     همداسې  خرامان رهي و او د کابل صافه هوایې تنفسول.
یوچا د پل خښتي د پله لاندې د ایش ناره وکړه
 خر ودرید او مخ يې د ټانکونو خواته واړوئ.
 ټانکونه شا خوا ته زورونه پيل کړه
 په ګویا کې نارې وې  : دواړه لاسونه پورته کړه!
ناببره په انګریزي سرتنبه  خره باندې  له مځکې اوآ سمانه بریدونه وشوه او دهغه ناپوه حق یې ورپه ځای کړ
بیا څو ځانګړو کوماندو عسکرو لکه پلنډیان بار د مړه خره خواته په ډیر پام ورغله چې دهغه  «دي این اې»  نمونه واخلي .
   له هغو څخه یو بهادر دخره د اخیر لغتی د وهولو په لیدولو   رنګ والوت  اوپړمخې ولوید. نورو په خورجین کې سرې لوټې پیدا کړې
 هاخوا دخره خاوند چې د پل خښتی تر پله لاندې وپه یولاس یې پرتوګاښ نیولی او بل يې په پرتوګ کې و کماندوعسکروهغه چې  د خره خواته په منډه و ، هم  ونیوی.
ماښام مو په خبرونو کې واوریدل:
یو تروریست د خره په جامه کې چې چاودیدونکی مواد پر بار وه  د پښو وغورځول شو او په هغه بار شوی چاودیدونکی  مواد  امریکا ته د تجزیې لپاره واستول شول اود هغه بل   انډیوال چې رموټ کنترول  په لاس کې د هغه پسې و مخکې تر عملیاتو ګوری موړی ونیول شو او ګوانتیناما ته ولیږل شو.
   دبشردحقوقو ویاند دا خر ځانوژنه په بدو الفاظو وغندله ځکه هغه شل بې ګناه سیلانیان او لاروهيان  د ځان سره ټپيان او مړه کړې وه.
 د ناتو وياند دا عملیات  ډیر بریالي وبلل اود بې  ګناه ګناهکارو د وژلو  پړه يې په ترورسیت خره واچوله چې دخلکو تر شا يې ځان پټ کړی و.  
 رییس جمهور په ډک زړه دا پېښه وغندله او له خره څخه يې ګیله وکړه چې انسانیت يې نه دی زده ، ده په ژوند کې څه کمی درلوده چې ځان يي ځوانمرګ کړ  ښه زنګولې یې په غاړه وي، د غالی  خورجین  یې په شا و او بې ټکسه یې د کابل په خوش  اب او هوا ښار کې چکر واهه او چکر واهه!
کنايې:
بوی نه وړی (  نه پوهیږي )،حق ور په ځای کول(سزا ورکول)، لی په لی ګرځیدل( سرګردان)
رنګ يې والوتویریدی)،لوپ لپړ (تکی تنهاځان پړسول( تکبر کول)
- بېرته شاته