(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مروتو احمد جان لنګر خېل

دمغربى دانشور دې وينا سره چې (( اسلوب پخپله شخصيت وى )) کۀ څوک جزوى اختلاف کوى نو کولےشى ولې په عمومى توګه داخبره ډيره درسته ښکارى ځکه چې داسلوب نه دشخصيت او شخصيت نه داسلوب اندازه ډيره په اسانه کيدلےشى دکومو اديبانو شخصيت چې زمونږ په مشاهده کښې نه دےراغلےدهغؤى د شخصيت اندازه دهغوى ادبى اسلوب نه کيږى خو دجزوى اختلاف سر ه مثلا: دحافظ شيرازى مولانا روم جلال الدين رومى ، رحمان بآبا ، شاه لطيف بهټا ئى ، سچل سرمست ،بلهےشاه ، وارث شاه ، جام وردک او داسې نور و انسان دوسته شاعرانو دشخصيت اندازه دهغوى دکلام نه کيدلےشى
ا و کوم ليکونکى چې زمونږ په مشاهده کښې دى نو دهغوى دشخصيت وقار او دروند والےهم دهغوى په ادب کښې ښکاره په نظر راځى لکه احمد نديم قاسمى ، حمزه بابا ، کامل صاحب ، هميش خليل ، اونور ډير ، داتمهيدى جملې مې د پښتو دسپيځلى شاعر نثر ليکونکى او خوږ انسان احمدجان احمد په حقله وليکلې خو احمد ان هم په پښتو ادب کښې دخداې فضل دےډير دى ، څوک مولوى احمد دے، څوک ميراحمد شاه دےاو څوک ميان احمد شاه دے، که صرف احمد جان هم لټوؤ نو کۀ منشى احمد جان په ځائې هم پريږدو نو يوزاې په جنوبى ضلعو کښې احمدجان احمدبټنےهم شته او احمدجان احمد مروت هم
مروتو کښې لا بيا دا تقسيم شوےدےچې څوک پکښې اباخيل مروت دےاو څوک لنګر خيل ، خو زه چې د کوم احمد جان خبره کوم هغه (( داوښکې څاڅکى څاڅکى)) مصنف احمدجان احمد مروت لنګر خيل دےچې اوس اوس ئى دنثر يو تحقيقى او تنقيدى کتاب د عبدالرحيم مجذوب رحمت الله دا د اومنتظر بيټنى په شعر و فن يوه تجزياتى مطالعه وليکلو او دغسې ئى خپل ځان دنقادانو په صف کښې هم شامل کړو ، او اوس خو لا په علامه اقبا ل اوپن يو نيورسټۍ کښې دايم فل طالب علم هم شو نو تحقيق خو به هم کوى
ګويا چې احمدجان مروت صر ف شاعر نه بلکې اديب او نقاد او محقق هم شو ، عجيبه خبره داده چې نوکرى دډاکخانو په محکمه کښې کوى او خدمت دپښتو ژبى کوى ، په نصيب کښې به ئى دډاکخانو رزق ليکلےوو ګنى په کال ١٩٨٥ کښې دپښتو ليکچرار هم مقرر شوےوو ځکه چې دپښتو ايم اےامتيازى سند ئې دګومل يو نيوورسټۍ ډى ائى خان نه لا پخوا تر لاسه کړےدے، خو دغه عارضى نوکرۍ باندې ئې دډاکخانو پخې نوکر ۍ ته ترجيح ورکړه ،که ليکچرار وےنو اوس به يقيناً ايسوسى ايټ پروفيسر وو ځکه چې هغه عارضى ليکچرار ان وروستو ټول پاخه شول او دتحقيق او تنقيد کار خو به ئې دومره کړےوو چې زمونږ غوندې نوو ليکونکو ته به هم خطره پيښه وه ، ځکه چې ددې سړى جذبه ډيره صادقه او حوصله ډيره او چته ده
احمدجان صاحب ما تقريباً لس کاله وړاندې د پيښور ريډيو په يوه مسالمه مشاعره کښې ليدلےوو خو هغه وخت مې نۀ دده دشخصيت د خوږ والى اندازه کړې وه او نه دادب دښه والى ، په کال ٢٠٠٠ کښې چې زه ډى ائى خان ته دسر کارى نو کر په حيث لاړم نو دغه ورځو کښې احمدجان صاحب دجې پى او ډى ائى خان مشروو ، چې زما دراتلو نه خبر شو نو مخې سره ئى راسره رابطه وکړه او دشخصيت کمال ئې دداےچې زماغوندې سرکشه ليکونکےئې خپل دوست او مداح جوړ کړو ، په څلورو کالوکښې مې هم دوئى د شخصيت مشاهده وکړه او هم دده دادب مطالعه ، دواړو کښې يوه عجيبه سنجيدګى ، وقار او دروند والےمحسوسيږى ، ماته دافيصله ګرانه ده چې زه ورته ښه اديب اوايم که ښه انسان خوکه چرې دا دواړه خوبۍ په يو شخصيت کښې راجمع کيدلےشى نو بغير د مبالغې به ووايم چې احمد جان احمد مروت هم ښه اديب دےاو هم ښه انسان ، دغه وجه ده چې دډى ائى خان نه اسلام اباد ته دراتلو نه پس هم احمدجان سره زما باقاعده رابطه وى ، دهغه دادبى سرګرمونه ځان خبر ساتم ا و دهغه محفلونو چې د ډاکټر سيد چراغ حسن شاه صاحب او ميجر الطاف خټک صاحب په شموليت به مو ډير ه کښې کول پحقله ورسره خبرى کوم او نه يوازې خپل دوست ئې ګڼم بلکې هغه ته زما دورور درجه حاصله ده
Source :khyber.org
- بېرته شاته