(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي نظیف تکل سره مرکه

د غزل تکړه شاعر او بریالي لیکوال ښاغلي نظیف تکل سره ادبي مرکه
مرکه کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود
غزل په پښتوادب او هنر کې یو ډیر نازک، رنګین، غوړیدلې شعري فورم دی، چې لرغونۍ تاریخ لري . زموږ زیاتروشاعرانو په پښتوغزل کې خپله طبع په ډیر ښکلي ، عالي او ادبي انداز سره آزمویلې ده او خپل قلمونه یې اوچت ساتلي دي . د دغو نامتو او پياوړي شاعرانو بیلګې ډیری زیاتی دي . دغو شاعرانو نه یوازی په غزل کې بلکې په هر ډول شعري فورم کې یې خپل استعداد او ذکاوت آزمویلی دی، چې د دوی ټول فعالیتونه او کارنامې د قدراو ستاینې وړ دي .
یو له دغو با استعداده شاعرانو او لیکوالانوله ډلې څخه زموږ تکړه اوپیاوړی شاعر ښاغلی نظیف تکل دی، چې د خپلو منظومو او منثورو آثارو په وسیله یې زموږ د پښتو ادب ګلبڼ تازه، ښیرازه او روښانه ساتلې دی .
ښاغلی نظیف تکل  د رحمت ګل  زوی دی چې په (۱۳۴۰) لمریز کال کې دکونړ ولایت د څوکۍ  ولسوالی  د ګټوکلاپه کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي .
ده خپلې لومړنې زده کړې د څوکۍ په ولسوالی  د جمعیت په لیسه کې تر سره کړي دي . نوموړي خپلې لوړې زده کړې د کابل د پولی تخنیک  د انجینیري په څانګه کې پای ته رسولي دي . وروسته له دې چې دی د پولی تخنیک له انستیتوت نه فارغ شو، ده د افغانستان د ساختماني چارو په وزارت کې دپروژو جوړولو په مرکزي انستیتوت (پما) کې د انجنیر په توګه په کار پیل وکړ. هغه شوق او علاقمندي چې ده د ادبي ژانرونو شعر او شاعري سره درلوده، ده په (۱۳۶۲) کال کې خپل استعداد په شعر ویلوکې وآزمویه اویو شمیر شعرونه یې وویل .
دی په (۱۹۹۶)زیږدیز کال  د (لیمې مجلی) مسوول مدیر و، د دغی مجلی پالیسي یوازی د پښتو ادبیاتو خپرول وو.
دی د(۲۰۰۳) زیږدیز کال څخه تر (۲۰۰۵) زیږدیز کال پورې په هالند کې دافغاني کلتوري ټولنې مشر و . اوس  په لندن  کې د خپل کورنۍ سره ژوند کوي . ده په هالند او لندن کښې دخپلې ژبې او دپښتو ادب د ودې او پرمختګ په لاره کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي . دی وروسته له (۱۴) کالو څخه خپل ګران وطن افغانستان ته ولاړو او هلته یې د ادب د مینه والو په مرسته په خپله ولسوالې (څوکۍ )کې د ادبي بهیر بنسټ کیښود.
زما پیژندګلوی د دغې خوږ ژبي شاعر سره د تیلفون په کرښو کې پیل شوه . وروسته له ډیرو خبرو اترو، د ماسره دا ذهنیت پیدا شو، چې دی په رښتیا سره د عالي فکر
او پوهې او دلوړو اخلاقو او فضایلو خاوند شخصیت دی . د ده په خبرو کې د وطن او هیوادوالو سره ، دپښتوژبې او پښتونوالي سره، او دپښتو د ادب د ودې  او پرمختیاسره ژوره مینه او محبت له ورایه مالومیږي .
تکل صاحب په ډیره مینه او اخلاص خپل کتابونه ماته  ډالۍ کړل،  چې له ده نه مننه کوم . وروسته له دې چې ما د ده کتابونه ولوستل، نو ما ولیدل چې دده په شعرونو کې په رښتیا سره پاک اوسپیڅلي عاطفي احساسات په ډیر عالي توګه بیان شوي دي او دی دښه قلم خاوند شخصیت دی . همدا وجه وه چې ما دځان سره تصمیم ونیوه چې د ده دادبي شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم او د ده سره یو ادبي مرکه ونیسم تر څو زموږ هیواد وال، د ادب مینه وال او د شعر مینان د ده د ادبي فعالیتونو په هکله مالومات پیدا کړي .
د یادونې وړ ګڼم، چې د تکل صاحب په ټولګو کې هم دمحتوا اومضمون په لحاظ او هم دفورم او شکل په لحاظ داسې شعرونه لیکل شوي دي، چې د اوسنیواو راتلونکوځوانوشاعرانو لپاره یو ښه ادبي لارښود ګڼل کیږي .
ده په خپلو شعرونو کې دطبعیت ښکلي مناظر، دپیمخواو شاپیریو حسن ، جمال او ښایست، مینه اومحبت، دټولنې انساني اواجتماعي پدیدې، دوطن ،  انسان او انساني کرامت سره ژوره مینه، ،د سوکالی، خپلواکۍ، آزادۍ پیغامونه، د خلکو راویښول او دخلکوعاطفي احساساتو راپارول، عدالت، صداقت، ورورولي، اتحاداواتفاق دملي وحدت روحیه، دپښتو اوپښتونوالي سره ژوره مینه، د جنګ ، دیاس او نهیلې تصویرونه، دغم،  درد،  کړاوونواو ناخوالې  انځورونه، د ظالم ظلم،او داسې دنورو پدیدو په هکله  خپل فکر او خیال ، کنایات ، استعارې، موسیقیت ، عاطفي او انساني احساسات په ډیره ښکلي او شاعرانه ژبه  بیان کړي دي .
ده خپل قلم دغزل ،  نوي، سپین اوآزادشعر په لیکلو کې اوچت ساتلې دی، همدا وجه ده چې د ده په شعرونه کې هنري او ادبي اړخونه ډیر  ښکلي او دستاینی وړ  دي .
دی په ډیره ساده او روانه ژبه شعرونه لیکي  او دهرچا په ذوق برابر شعرونه لري . دبیلګې په توګه د ده دشعرونو دا بیتونه ګورو، چې وایي :
 
د افغان د زړګي مینه
په اور وسوه دوزخي شوه
څومره وینې دي بهیږي
لا د وینو ارزاني شوه
د مرګو خولګۍ شوه وازه
مړه زموږه زندګي شوه
دې کنډر کنډر وطن کې
را په برخه غلامي شوه
دسپرلي ځولۍ کې ګوره
 هره پاڼه زعفراني شوه
دا دچا د فرمان لاندې
ازادي مو بندګي شوه
هغه خاوره دجنت مو
لاړه اور باندې ستي شوه
او یا وایي :
څومره ترخې دي زموږ د کلي کوڅې
د غم میرې دي زموږ د کلي کوڅې
لاره دې بچه کړه پرې مه راځه نور
سړیخورې دي زموږ دکلي کوڅي
قدم دې ورو ږده په وینو نه شي
په وینو سرې دي  زموږ دکلي کوڅي
دمینې غل په نیمه شپه راغلی
ځکه سړې دي زموږ دکلي کوڅي
او یا وایي :
لوټ شومه یاره دپردو کوڅه کې
څیرې ګریوان د لیونو کوڅه کې
دځوانۍ وخته څه عبث تیریږې
د چا په سر د تومتو کوڅه کې
جرګې مې لاړې شوی له سترګو بهر
پښتونه یاره دپښتو کوڅه کې
او یا وایي :
سترګو نه اوښکې خامخا وریږي
چې په هر لور د مرګ بلا وریږي
چیرته به پټ کړو ماشومان ورځنې
چې مو په کور کلي بیدیا وریږي
او یا وایي :
رود د اوښکو مې له سترګو په ژړا ځي
په سفر مې له وطنه خوږ اشنا ځي
زهیر زړه مې په ګوګل کې وار خطا دی
د امید ناوې په لارو یک تنها ځي
بیلتانه مې په زړګي چاړه ټومبلې
فریادونه مې تر عرشه په هوا ځي
او یا وایي :
دا خو اشنا ستا د راتلو ورځې دي
ځکه خو مستې د سپرلو ورځې دي
د رڼا ګانو ورځ به کله راځي
په موږ خو ټولې د تیارو ورځې دي
زما دحال پوښتنه اوس مه کوه
چې مې وطن کې د سلګو ورځې دي
زما ګریوان ته دوعاګانې کوه
چې دې کوڅه کې دجرګو ورځې دي
اویا وایي :
په مزار زما ډیوې مه بلوه
په ګوګل راته لمبې مه بلوه
چې په ژوند راسره مینه وفا نه کړې
پس له مرګه مې نو شپې مه بلوه
او یا وایي :
ښکاري چې ګلونه له بهاره مرور دي
ایښې دیار څڼو کې له یاره مرور دي
راشی که جوړیږي چې جرګه یې منځ کې وکړو
ستوري دغه ستوري له سهاره مرور دي
څنګه په سر کوزې زمانه کې موږ اوسیږو
ګوره چې یاران له خپله  اره  مرور دي
او یا وایي :
د نن تیارو کې د ډیوو نښه ده
د روڼ سحر د راختو نښه ده
مین زړګی مې ورته سپر نیولی
که دې بڼو کې د چړو نښه ده
زما ګناه خطا به څه وه اشنا
چې دې اقرار کې د توبو نښه ده
او یا وایي :
بلې چې دا ستا د مخ ډیوې شولې
جګې د سپرلو نه سرې غونچې شولې
اور مې د نظر وو چې یې وکاره
پورته اننګو نه سرې لمبې شولې
ډیر مې اشنا ستا لارې ته وکتل
سترګې منتظرې بې اسرې شولې
ووایه ساقي چې ملا څه ووي
داسې چې هر ګوټ سره توبې شولې
او یا وایي :
په نورسه  مینې واوښتمه شپه شوه
څومره ډیره خوږیدله چې نشه شوه
دلنډۍ لمنې لاندې غلی غلی
خوځیدمه خوځیدمه چې غرمه شوه
او یا وایي :
یوه بې سره او شډله لاره ښه ده
تاته خپله ماته خپله لاره ښه ده
د چاپه پل باندې هر پل راته پیغور دی
خدای راکړې دا بې پله لاره ښه ده
ملنګي ده د چنار لاندې تیریږي
راته غوره همدا بله لاره ښه ده
چې مې هرڅومره تکل د فکر وکړ
دکروړ غوندې اتله لاره ښه ده
او یا وایي :
نه پاتې کیږي دا تیارې سبا ته
وار خو وکړه د دغې شپې سبا ته
سبا به راشي یو روښانه سبا
حساب به کیږي د زرې سبا ته
اغزي اغزي شو د وطن ګلونه
څه په اوربل ږدي پښتنې سبا ته
درڼا کلي ته ورتګ ملګرو
غواړي تګل او ارادې سبا ته
او یا وایي :
ستا پیغلتوب زما ځواني تیره شوه
د چا ښایست د چا مستي تیره شوه
 یودې یوې لارې دوه پردیس ملګري
د یو غرور دبل خاني تیره شوه
په زور مې اوس دخپل غزل پوهیږم
تکله څنګه یې خامي تیره شوه
او یا وایي :
ځمه د مینې تر اسمانه رسم
په لپو ژاړم تر جانانه رسم
په ژوبلو اوښکو یادوم ملګرو
نامه د مینې تر ارمانه رسم
د مخ کعبې ته چې دې پرې نه ښودم
اوس به نو کله تر ایمانه رسم
او یا وایي :
دغه یوه چې ګوره ماته نیسې
څلور نورې وایه چا ته نیسې
ته خبر پر دغې یې او که نه
ټول عیبونه دې دنیا ته نیسې
او یا وایي :
ستا د یادونو شمعې بلې ښې دي
د ارمانونوشمعې بلې ښې دي
زما دې هیڅ پوښتنه  ونه کړله
د دې لوظونو شمعې بلې ښې دي
زما د هیلو بڼ تالاوالا شو
د بهارونو شمعې بلې ښې دي
زما په برخه شو تکل د مینې
د دې وختونو شمعې بلې ښې دي
او یا وایي :
د اوښکو په هر څاڅکي کې خندا راته ځلیږي
په دې تورو تیارو کې سپین سبا راته ځلیږي
ژړا کې مې خندا شته په دې ښه یم پوهیدلی
بیلتون کې د وصال هغه لیلا راته ځلیږي
منم چې ستا د ښکلي مخ پتنګ یم لمبه کیږم
په دغو سرو لمبو کې ستا وفا راته ځلیږي
او یا وایي :
مالیدل چې سحرګاه وه
دځنګل په خاموشۍ کې
زه او ته وو څو خبرې
دریم ګړی منځ کې نه و
دا خبرې زما او ستا
وایه چایوړې بهر
او یا وایي :
لا خو اوس هم دمقصد په لاره نه ځي
تخیل مې
نه پوهیږم
چیرته درومي
دښکلا بادار غلام دی
ښه خبر یم چې ځواني یې ختمه نه ده
او یا وایي :
نا بلد ومه بلد شوم
خو ځمه درنه ځمه
د سیندونو خواته درومم
دځنګلونونه تیریږم
د ا غرونه شاته څه دي؟
نور ملکونه دي اباد دي
او وګړي یې ماړه دي
جنګ جګړې ور په کې نه شته
دانسان قدر معلوم دی
داسې ځای زما خوښیږي
بس همداسې ځای ته ځمه
....................................
...................................
او یا وایي :
په هغو کلیو کې هم
وتخنیږي                    
او د خندا وو څپې 
د دې شملو وطن کې
د غیرتونو قام ته    
درڼاګانو له کور     
سره مشالونه راوړې
چې دا خواره پښتانه
په خپل وطن کې 
بې وطنه نه شي   
او یا وایي :
دلته ګورمه له ډاره           
ستا په ځمکه لویه خدایه
ملایکې نه ګرځیږي
د نیکیو او بدیو
فرعوني اروا ژوندۍ ده
او یا وایي :
د زمان له غیږي پاڅي
دارمان په چینه لامبي
د کڼو شیبو نه غواړي
دا څو ټکي حقیقت
ازادي دژوند لپاره
او خوښي دژوند لپاره
که دا اور وي که ګلونه
دواړه خوښ د انسانانو
 
دتکل صاحب زیاتې لیکنې او شعرونه په ورځ پاڼو، مجلواو دانترنیټي سایتونوپه پاڼو کې خپاره شوي دي . د ده چاپ شوي آثار دادي :
- او پاڼې مړې وې
- شبنم په پاڼه
- پاڼې د لونګو
او داسې نور آثار چې تر اوسه چاپ شوي نه دي .
د ښاغلي نظیف تکل د پوره پیژندګلوی لپاره ما د ده سره یوه مرکه نیولې ده، چې د تاسو ادب دوستانواو د شعر مینانو پام ورته راګرځوم .
تکل صاحب اجازه راکړی چې خپلې پوښتنې پیل کړم :
پوښتنه : کوم احساس، شوق او مینې دې ته وهڅولې ، چې تاسو بایدشعر ولیکې او څرنګه مو خپل استعداد ته پام شو چې کولای شی شعر ووایاست؟
ځواب : خبره داحساس، شوق او مینې ده، او شعر په خپله د احساس ، مینې او تر اندازې د شوق خبره ده . ځینی ادب پوهان شعر د احساس خبره بولي او یو تعریف یې همداسې کوي، چې شعر د زړه غږ دی او زړه په خپله د مینې او احساساتو کور دی . دا چې زما څنګه دې ته پام شو، چې شعر لیکلی شم ښایي دا به د هماهغه لومړنیو
اوتوبوتو  د لیکلو نتیجه وي ، چې وروسته به مې ور پام شوی وي، چې یو نیم شعر هم لیکلی شم .او تر کومه ،چې د باید سوال دی ما هیڅکله هم داسې نه دي کړي ، چې باید شعر ولیکم .
پوښتنه :مالومیږي چې  تاسو د ادبي او فرهنګي آثارو سره زیاته مینه لری ،ولې تاسو دا تصمیم ونیوه چې د خپلې ټولنې شاعر شی ؟
ځواب : زه له خپل خدای (ج)څخه په دې هم ډیر منندوی یم، چې له کتاب سره یې زما اړیکه ونه شلوله او لا تر اوسه ورسره هم هغسی لیونیۍ مینه لرم . پاتې شوه د شعر خبره، ډیر وخت به ما دشعرد ښاپیرۍ  سره مینه نه کولهخو دشعر ښاپیرۍ به کله کله خپل مخ په پټه راښکاره کړ. وروسته له اوږدې مودې په دې وتوانیده ، چې زما زړه راخپل کړي، اوس دواړه یو پر بل مینان یو.
پوښتنه : آیا تاسو د نورو ژبو آثار او شعرونه هم مطالعه کوی، او که مو لوستلي دي نو د دغو آثارواو شعرونو اغیز پر خپله شاعرۍ څه ډول څیړې؟
ځواب :ما د بلې ژبې شعر نه دی لوستی او دا، چې نه مې دی لوستی نو ځکه یې په خپله شاعرۍ هیڅ اغیز نه وینم .
پوښتنه : زموږ یو شمیر لیکوالانو او شاعرانو دبهرنیو ژبو آثار او شعرونه هم ژباړلي دي . د تاسو په نظر د بهرنیوژبودادبي  آثاروژباړه او یا زموږ د ژبودآثارو ژباړه په نوروژبو کې دپښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟
ځواب : زه د نورو ژبو دآثار ژباړه پښتو ته، او پښتو آثار نورو ژبو ته یو فوق العاده ضرورت ګڼم او په دې کې دپښتو ژبې وده او پرمختګ وینم . موږ که ګاونډي هیواد ایران ته وګورو د نړۍ په هره ژبه ، چې هر ډول علمي، مذهبي او ادبي آثار خپریږي، ایرانیان یې دشپږو میاشتو نه واخله تر یو کاله پورې خپلې ژبې ته ژباړي . خو پښتانه په دې برخه کې بیخي پڅ دي . که څوک پښتو آثار نورو ژبو ته او دنورو ژبو آثار پښتو ته راژباړي زه په دواړو کې دپښتوژبې خیر وینم، او دپښتو د ودې او پرمختګ عامل یې ګڼم .
   پوښتنه : د تاسو په آندشعر لیکل او شعر ویل الهام دی او که انساني تجربه؟ مهرباني وکړې په دې هکله په لنډه توګه مالومات راکړی .
ځواب : هغه مشهوره خبره ده ، چې وایي: د پخواني یونان خلک سقراط ته په غصه شول او له قاضي نه یې سقراط ته د سختی جزا غوښتنه وکړه . قاضي سقراط ونیوه او ورته وې  ویل ، چې تا ته په دې خاطر جزا درکول کیږي، چې تا شاعرانو ته سپکی سپورې ویلې دي . هغه خوار ، چې وهل شوی او ډبول شوی و، وویل، چې تاسو خو ما نه وپوښتۍ ، چې ما شاعرانو ته څه ویلي. ما فقط ویلي، چې شاعرانو ته الهام کیږي دوی، چې شعر وایي دوی هم نه پوهیږي ، چې څه وایي خو د دوی په وینا (کلام)، بیا په ټولنه کې نور هوښیار خلک شته، چې د دوی ویناتعبیروي او تفسیروي او خلک ورباندې پوهوي . خو زه یې بیا د سقراط د دې مشهورې خبرې په ادامه دواړه بولم . هم الهام دی او هم تجربه . ځینی ادب پوهان وایي، چې الهام د بریښنا یوی څړیکی ته ورته دی ، چې په ماغزو کې کیږي او معمولا لومړني یویا دوه بیته الهام ګڼي او نور شعر بیا د شاعر پوهه او تجربه ګڼي .زه یوه خبره ضروری ګڼم او هغه شاعرانه تجربه ده ، چې شاعر یې په څه شکل خپل لوستونکي یا اوریدونکي ته ورلیږدوي .
پوښتنه : د تاسو په نظر شعر یعنی څه او شاعر یعنی څوک؟ تاسو د شعر او شاعري اغیز دیوې ټولنې د خلکو په راویښولوکې او د خلکو دملي احساساتو په راپارولو
څرنګه څیړې؟
ځواب : دې پوښتنې ته تر اوسه ادبپوهانو  کوټلی  ځواب نه دی موندلی، یا یې په یوه ځانګړي تعریف اتفاق نه دی کړی . زه فکر کوم، چې شعر د هغه انسان سره، چې ژبه یې پیدا کړې ده ملګری راغلی دی تر داننه پورې . او بیا ننی انسان ، چې څنګه زیږي یو له لومړنیو غږ ونو نه ، چې د هغه غوږو ته رسیږي شعر دی .شعر د ژبې په اندازه لرغونی او پخوانی دی .  شعر د احساساتو او عواطفو د بیان ژبه ده .( اسدالله غضنفر په دې عقیده دی ، چې شعر هغه تیریګر پلوان شریک ته ورته دی ، چې همیشه د نثر کروندی لاندی کوي او ګلونه په کې کري). شاعر هغه څوک دی ، چې شعر لیکي . زه شعر د هنر دلویې ونی یوه څانګه ګڼم او ښه شعر هماهغه دی ، چې ستا د ذوق تنده درخړوبه کړي . پاتی شوه د ټولنی د خلکو د راویښولو او یا دهغوی د ملي احساساتو په راپارولو کې څومره رول لري ما مخکی وویل ، چې شعر د احساساتو او عواطفو دبیان ژبه ده د خوشحال بابا د شاعرۍ ډیره برخه د خلکو د ملي احساساتو د راپارولو لپاره وقفه شوی ده .
پوښتنه :هر شاعر په شعر ویلو کې یا ځانته خپل ادبي سبک لري اویا له نورو شاعرانو د ادبي سبک او مکتب نه پیروي کوي . تاسو د یو شاعر په توګه ځانته
 خپل ادبي سبک لری او که  له کوم بل ادبي سبک او مکتب نه پیروي کوی؟
او راته ووایاست، دکومو پخوانیو او معاصرو شاعرانو شعرونه مو خوښیږي؟
ځواب : استاد الفت د سبک په باره کې وایي،چې دسبک حقیقي معنا سره زر یا سپین زر ویلی کول یا په قالب کې اچول دي . مجازا دبیان د اظهار خاص طرز ته سبک وایي . دسبک بل تعریف داسې هم شوی دی : د ژبې دکارولو خاصه طریقه ، چې دیوه لیکوال ادبي مکتب، ادبي پیر یا صنف ځانګړنه وي سبک بللی شو. دسبک په پیژندنه کې ځینی نور توکی مرسته راسره کولای شي . مثلا دلغتونو د انتخاب طرز ، د جملو د جوړښت ډول، خیال، انځورونه، ځینی نور لکه وزن او یا بله هره ژبنۍ ځانګړنه د یو خاص سبک په پیژندلو کې مرستندوی دی . دا چې زه کوم سبک لرم که نه دپورتنیو یادونو په نظر کې نیولو سره زه خپله هم نه پوهیږم . او د پوښتنې په دې بله برخه کې، چې زه د کوم ادبي  مکتب پیروي کوم په دې هم نه پوهیږم . خو شعر مې ډیر خوښیږي ،چې کله ستړی شم شعر لولم هغه راته یو ډول ذهني آرامي رابښي .
پوښتنه : دکلاسیکو شاعرانواو دمعاصرو شاعرانو شعرونه څرنګه ارزوی اوپرتله کوی؟
ځواب : پښتو ادب پوهانو پښتو شعر په دریو دورو ویشلی دی .کلاسیکه دوره، منځنۍ دوره او معاصره دوره . په پښتو کلاسیکه شاعرۍ کې، چې له خوشحال خان نه راپیلیږي . د منځني دور او منځنی پیر یې بیا د معاصر پیر سره توپیر لري . دا توپیر ، چې څومره زماني واټن لري دغسې یې ادبي تفاوت هم زیات دی پرتلنه یې خاص او ځانګړې څیړنې ته ضرورت لري .
پوښتنه :د تاسو په نظرسپین شعریانوی او آزادشعراو کلاسیک شعرڅه توپیر لري؟ او دا راته ووایاست ، چې دلومړي ځل لپاره دنوي ، سپین یا آزادشعر مفکوره څرنکه او چیرته را پیدا شوه؟
ځواب : ځواب :ځینو شعر پیژندونکو د ښه شعر دلیکلو لپاره څلور توکي ډیر ضروري بللي دي .فکر،احساس،تخیل او آهنګ . له کلاسیک شعر څخه که ستاسی منظور مقفا شعر وي، خو یو څرګند توپیر یې د آزادشعر سره همدا دی ، چې آزاد یا سپین شعر قافیه او ردیف نه لري . مقفا شعر لکه څنګه ، چې یې له نامه نه ښکاري هم باید قافیه ولري او هم کله کله ردیف ولري . زه په خپله په دې عقیده یم ، چې په پښتو کې له پخوانه آزادشعر موجود وه . ټولی لنډۍ یې  ښکاره ثبوت دی .او ځینی سروکي یې په پښتو فلکلور کې دا اوس هم  د بیلګې په ډول یادولی شو.
په لویو غرو باندې راتاو شول طوفانونه
ږلۍ وریږینه
مه ځه دلته شپه وکړه
پاتی شه باران دی
او یا:
بي بي شیرینې زیړې ګلې
راباندی واچوه لونګۍ جوړه لاسونه
په پاسنیو بیلګو کې د یوه ښه شعر ټولی ځانګړنی شته،فکر،  احساس، تخیل او آهنګ د موسیقۍ سره ښیخي یې هم څه پټه او پنا خبره نه ده ډیرو پښتنوسندرغاړو  په خپلو ښو سندرو کې ورشاملې کړی هم دي .خو دپښتو ادب ځینی مورخین په دې عقیده دي ، چې آزاد یا سپین شعر له اروپایي ژبو نه پښتو ته لاره کړی . بل دا ، چې پخوا د شعر د شعریت لپاره دا نظریه موجوده وه، چې شعر په وزن ، خیال او قافیی پوری تړلی دی او شعریت یې هم له همدې نه تومنه اخلي خو زموږ د زمانی شعر که نوی خبرې ونه لري بیا خو نو بیخي شعر نه دی او دایې زما په عقیده تر ټولو لوی توپیر دی .
پوښتنه : آیاتاسو دشعر دلیکلو تر څنګ نثرونه هم لیکلي دي او که نه، کمو لیکلي
 دي نو دتاسو په نظر شعر د خلکو په راویښولو کې او دملي احساساتو په ژوندي ساتلو کې زیات اغیز لري او که نثر؟مهرباني وکړی دشعر او اونثر د توپیر په هکله خپل نظریات راسره شریک کړی.
ځواب : ما تر اوسه د ځینو مقالو نه پرته کوم هنري نثر چاپ ته نه دی ورکړی . د نثر یو تر ټولو آسانه تعریف دا دی، چې هغه څه ته نثر وایو، چې نظم نه وي . وایي ، چې هنر په ښکلا پسې ځي، خو ښکلا مجبوره نه ده ، چې د ټولنی د اخلاقي او اجتماعي قوانینو تابع اوسي . هنر یو ځانګړی انساني پیام دی د احساس او دردیدلي انسان ، چې هنرمند ورته وایي، هنر یې له روح نه راپورته کیږي او د نورو په روح اغیز پریږدي . که هنر وغواړي ، چې درس ورکړي او لار ښود اوسي یا د واعظ منبر ته وخیږي او د خلکو د رهنمایي دعوه وکړي بیا نو ریښتینی هنر نه دی . یو دروغ او چل دی . شعر ما مخکی هم وویل، چې د هنر دلویې ونې یوه څانګه ده . شاعر کوشش کوي ، چې خپل روحي حالت د ذهني انځورونو په واسطه خپل اوریدونکي ته ورولیږدوي . ځکه خو ضروري نه ده چې شعر دی کوم کشف ، اختراع او قضاوت لرونکی اوسي . کفایت کوي ، چې ستا د روح هنري تنده ماته کړي . او همدا ستا لپاره ښه شعر دی . د شاعر وینا د تخیل، استعاری او تشبیهاتو په وسیله څرګندیږي . شاعرانه خبرې د فلسفی او د علم د خبرو سره فرق کوي .
پوښتنه : زموږ دپښتو ادب دحماسو نه ډک تاریخ لري، تاسوپه ادبیاتواو په شعر کې د دغو حماسواغیز څه ډول څیړې؟
ځواب : په پښتو ادب کې او په ځانګړي ډول شعر کې حماسې خپل ځای لرلی دی او لري یې . زموږ دشاعرنو په شعرونو کې که یو بیت هم حماسي دی هماهغه بیت ستایل شوی دی او د خلکو پام یې ځانته اړولی دی د خوشحال بابا د شاعرۍ ډیره برخه حماسې ته وقف شوی ده .
پوښتنه : مهرباني وکړی د لنډیو په هکله خپل مالومات راسره شریک کړی، او راته ووایاست لنډې چې د پښتوژبې د شفاهي ادب یوه ډیره مهمه او په زړه پورې برخه ده په لنډیو کې مفکوره، احساسات، تصویرونه او رزمي برخې څرنګه څیړې؟
ځواب : لنډۍ د پښتو ادب یو خوږ او په زړه پوری ژانر دی ، چې ډیر په اولس پورې اړه لري . تخم یې یوازی د پښتو په ځمکه کرل کیږي په همدی ځمکه رازرغونیږي په همدی ځمکه لویږي . او په همدی ځمکه کې پیړۍ پیړۍ د خلکو په سینو کې ژوند کوي . لنډۍ د خپل نازک طبیعت له مخی ډیر وخت د ښځو له خلو راوځي ځکه اکثرا انځوریزی وي او حماسي رنګ یې هم ډیر پیاوړی وي .په پښتني ټولنه کې د ښځو د محروم ژوندانه ډیری بیلګي هم په لنډیو کې خوندي شوی دي .
پوښتنه : دمتلونو په هکله چې ز موږ د پښو ادب یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده څه نظر لری،دا چې زیاتره شاعران په خپلو شعرونو کې د متلونو نه ګټه پورته کوي د دې اغیز او دلیل څه ډول څېړې؟
ځواب : متلونه یوازی په پښتو کې نه بلکی د نړۍ په ډیرو ابتدایي او لرغونو ژبو کې به هم موجود وي . متلونه د هرې ژبې لرغوني شتمني بلل کیږي . ډیر وخت په خبرو کې د لا اغیز او ثبوت لپاره په کاریږي . دا، چې پښتانه شاعران یې په شعر کې استعمالوي کوم شعري ضرورت نه دی ، یوازی د شاعر د ذوق خبره ده . نه استعمال یې د شعر نیمګړتیا نه ده .
پوښتنه : پښتو غزل چې زموږ دپښتو ادبیاتو یو غوړیدلی ژانر او صنف دی، کولای شي چې دنوروژبو سره په ځانګړي توګه هغه وخت چې دموسیقې په پردو کې په ښکلي کمپوز کې زمزمه شي، سیالي وکړي؟  تاسو د پښتو غزلواصالت اوسنتي ځانګړتیاوې په څه کې وینې؟
ځواب : په پښتوکې اوس د خدای فضل دی غزل ښه غوړیدلی او مخ په بره روان دی ډیر پښتانه شاعران د غزل کامیاب شاعران دي . زه یې نومونه ځکه نه اخلم ، چې د خدای په فضل کم نه دي ښه ډیر دي ، او پښتو اوسنی غزل به اوس په سیمه کې یوازنې غزل وي، چې نور به غواړي ځان د پښتو غزل سیال کړي . اوسنی پښتو غزل تش نصیحت نه دی ، اوس په پښتو غزل کې د ورځني ژوندانه ټولی غوښتنی په پام کې نیول کیږي ، چې دپښتو غزل ښکلا یې څو واره زیاته کړی ده .
پوښتنه : شعر او اسطوره په خپل منځ کې څه اړیکې لري؟ یو شاعر څه ډول کولای شي چې د اسطورې څخه په خپل شعر کې ګټه پورته کړي، او دپښتو په شعرد
اسطورې اعیز څرنګه څیړې؟
ځواب : اسطورې لرغونې افسانوي کیسې دي ، چې بشریت د خپل خلقت سره سمی رامنځ ته کړی دي ، چې په یوناني ژبه کې ورته (میت) وایي او ډیری یې په یونان او اوسني هند کې رامنځ ته شوی دي . میتولوژي د اسطورو علمي څیړنو ته وایي . په پښتو معاصره شاعرۍ کې تر بل هر وخت اوس اسطورې ډیرې استعمالیږي . شعر او اسطوره په خپل منځ کې کومې خاصی اړیکې نه لري . داسې نه ده ، چې د اسطورو نه استعمال د شعر نیمګړتیا ده او یا د اسطورو ډیر استعمال د شعر غوره والی دی . د اسطورو استعمال په شاعر پوری اړه لري او په پښتو شعریې زه څه خاص اغیز نه وینم .
پوښتنه : دا څرګنده ده چې د هراثر کرکتنه او نقدځانته خپل اصول او مقررات لري، تاسو زموږ دعصراوسنې کره کتنې څرنګه څیړې، او دا راته ووایاست، چې ولې په هیواد کې دننه او بهر د ادبي  نقدونوپه هکله ادبي او فرهنګي مرکزونه چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟
ځواب : وایي، چې ښه کرکتنه هغه وخت رامنځ ته کیږي ، چې ښه ادبیات وجود ولري . موږ مخکی له دې ، چې په ښه کرکتنه فکر وکړو باید په دې فکر وکړو ، چې موږ ښه او وړ ادبیات لرو او که نه .  په پښتو ادبیاتو کې هم د آثارو دڅومره والي ستونزه موجوده ده د څرنګوالي خو یې پر ځای پریږده .
موږ   لا په هیواد کې د ننه هم له یادې  ستونزی سره لاس او ګریوان یو ، له هیواده  دباندې خودا مشکل د نورو ډیرو مهاجرو قومونو سره هم شته .
پوښتنه : تاسو دهغو شاعرانو شعرونه ، چې سیاسي ، ایدولوژیک او آرماني اړخونه لري څرنګه څیړې؟ او د یو هنرمند، لیکوال او شاعر تعهد، رسالت او مسوولیت د یوادبي او اجتماعي شخصیت په توګه څرنګه ارزیابي کوی؟
ځواب : ما مخکی هم د یوی پوښتنی په ځواب کې ویلې دي، چې هنر یو ځانګړی انساني پیام دی دحساس او دردیدلی انسان ، چې هنرمند ورته ویل کیږي . که چیرته د شعر شعریت له هنره تومنه اخیستی وي خو خامخا به د لوستونکي یا اوریدونکي په روح خپل اغیز پریږدي او که چیری یې د ایډیالوژی نه تومنه اخیستی وي نو بیا به ګرانه وي ، چې د ټولنی د قبول وړ وګرځي . ضرور نه ده ، چې شعر د کوم قضاوت ، کشف ، اختراع او حکم لرونکی اوسي .  
پوښتنه :کومو هنرمندانو او سندرغاړو د تاسو شعرونه کمپوز کړي دي او د موسیقی په پردوکې یې ویلي دي؟
ځواب : دهیواد نامتو او وتلي سندرغاړي استاد یارمحمد په خواږه غږ کې زما ډیرو شعرونو ته د سندرو روح پو کړی دی . یارمحمد استاد اوس مهال په هالند کې اوسیږي او لا یې هم خپل هنري کارونه مخ په بره  روان کړي دي .
پوښتنه : په هیواد کې دننه او بهر په یو شمیر رادیویي او تلویزوني خپرونو کې ادبي اوفرهنګي پروګرامونه او برنامې خپریږي، د دغو خپرونو په هکله د تاسو نظر د یو باتجربه کاره ادبي اوفرهنګي شخصیت په توګه چې درادیو او تلویزون سره مو همکاري لرله، څه دی؟
ځواب : په رادیو او تلویزون کې ادبي پروګرامونه د نویواستعدادونود غوړیدا سبب ګرځي .که موږ وغواړو، چې نوي استعدادونه  وروزو  باید په رادیوتلویزون او فرهنګي ټولنو کې ادبي پروګرامونه جوړ کړو. پاتی شوه په رادیو تلویزون کې زما د همکاری خبره ، ما هیڅکله هم له رادیو تلویزون سره همکاري نه درلوده .
پوښتنه : د کوزې پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالانوفعالیتونه، کارنامې او آثار څه ډول څیړې؟
ځواب : زما په نظر په کوزه پښتونخوا کې پښتو ته کار شوی اوکیږي ، خو پښتوژبه لا ډیر کار ته اړتیا لري . که چا یو ګام هم د پښتو لپاره اوچت کړی وي دستاینی وړ دی . پښتو ژبه ډیر کار ته اړتیا لري ، ټول باید سره لاسونه یو کړو ، چې پښتوژبه تر بل هر وخته اوس کار ته ډیر ضرورت لري . زه ، چې د خپلی طبعی د شاعر رحمت شاه سایل شعرونه لولم ټوله ذهني ستړیا مې لری کیږي .
پوښتنه : د تاسو په آند په هیواد کې دننه او بهر، ادبي ناستې، ادبي غونډې ،  ادبي او فرهنګي ټولنې اودشاعرانو او لیکوالانو فعالیتونه ، کارنامې او د دوی آثار دپښتو ادب د ودې او پرمختیا لپاره څه اغیز لري؟
ځواب : ادبي غونډې او ناستی د تازه استعدادونو د غوړیدا سبب کیږي . یوبل ته د تجربود لیږد رالیږد وسیله ده . هرهنري اثر په ټولنه خپل مثبت یا منفي اغیز پریږدي.
دا اغیز د ښه او بد د درک قوه په انسان کې روزي . ځوان نسل د مطالعې سره روږدی کوي . 
پوښتنه : د تاسوپیغام دیو شاعر اولیکوال په توګه زموږځوانوشاعرانواولیکوالانو ته چې په هیواد کې دننه او بهر اوسیږي څه دی؟
ځواب : زما پیغام ځوانو شاعرانو او لیکوالانو ته دادی ، چې په څلرویشت ساعتو کې دی دوه ساعته لیکلو او لوستلو ته وقف کړي . دا کار دې تل کوي قضایي دی په کې هیڅ نه راولي . که خدای کول په راتلونکي کې به ښه وځلیږي .
پوښتنه :مهرباني وکړی، دافغانستان په اوسني اساسو سیاسي او تاریخي شیبو کې اود اوسني کړکیچنواوتراژیکو حالاتو په اړونددادیبانو،شاعرانو اولیکوالانو اساسي رول  اواصلي رسالت او دندې راته په ګوته کړی؟
ځواب : دا خبره مې تل په ذهن کې پو ښتنې راولاړوي ، چې زموږ د ټولنی شرایط ولی د لیکوال ، شاعر او هنرمند لپاره خاص دي ؟ آیا یو ساینسپوه ، حقوق پوه، قاضي اوسیاستوال له دې شرایطو مثتثنا دي ؟ آیا پرهغوی دا شرایط اغیز نه لري ؟
بې له شکه ، چې دا شرایط په ټولو اغیز لري او ټول باید پام ورته وکړي . که یوشاعر
عشقي شعر لیکي د ټولو د انتقاد ګوتی ورته نیغی وي او وایي به ، چې دا شرایط وګوره او داشعر ،  که یو کودتاچي نظام چپه کړي او ټول شرایط خراب کړي هیڅوک یې نه ملامتوي . خو شاعر په عشقي شعر ملامتوي .
ښاغلی نظیف تکل له تاسونه ډیره مننه ، چې زما پوښتنوته مو پوره ځوابونه راکړل .
تاسو ته دلابر یاووپه هیله .
زه هم د تاسو نه ډیره مننه کوم .
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود
- بېرته شاته