(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان ورښتنو شخړوته....

دافغانستان ورښتنو شخړوته كتل په كاردي

محمد نعيم كاكړ

لكه څنګه چى زموږ يو شاعر ويلى وو چى دافغانستان خاوره دطوفانو او لړځونكي خاوره ده دتيرو ديش پنځه ديش كلو كښې خو موږ هم دا وليدل لكه څنګه چي شاعر ويلى وو خو ددي دڅنګه به زه په دي خبره كښې داخبره هم ورګډه كړم چي په داخاوره باندي ډيرى دسيسي او سازشونه هم كيږي او دافغانستان په تخت ناسته هم داسي ده لكه څوك چي دزمري ياد پړانګ په ملا باندي ناسته او سواري كوي نو چي څنګه څوك دپرانګ

په ملا سواري كوي ياد دسيسو او ساز شو مخ نوي كوي ياد طوفانو مخ نوي كوي دابه هغه وخت كولي شې چي هغه هم په هر چل ول پوه وي او  د هر چل ول جواب ورسره وي دا رښتيا خبره ده چي نن نړي او دنړي سياست ډير ولونه دي خو چي دچاسره چي رښتيا او صداقت ورسره وي هغه كله هم پاته نه راځي دڅه دپاره به دمشكل او خواري سره مخامخ وي خو بيرته هم ګټه او برخه د داسي چاپه نامه وي څوك چي د رښتيا او صداقت لمن ټنيګه ونيسي.

                              نن چي زه دافغانستان حالاتوته ګورم نو دنن حالات د ډاكټرنجيب و وروستيو حالاتوته ورته دي چي كله نړي والو ګاونډيانو او پخپله دده ملګرو دده په ضددسيسي او ساز شونه تيار كړي وو ډاكټر نجيب الله به هم ددي ټولو جواب ويلي وي خو ددي څخه يوه لويه تيره وتنه هغه وخت وشوه چي دوي په نړي والو دخپل حدڅخه زيات باور وكړي او د   دوي داخيال وو چي نړي والو دجينوا لوظ تامه په ملګرو ملتو كښې لاس ليك كړي ده نو ځكه په دهغه لوظ نامه به عمل كيږي خو نړي والو ګاونډيانودده مخه څخه د دي لوظ مي څخه د سرغړوني پريكړه كړي وه ډاكټر نجيب الله وافغان ملى اردو ته هم ويلى وو چي دوي به د راتلونكو حكمرانانو په لارښود نه روان وي خو د ډاكټر نجيب تيروتنه وه چي دوي دانه وه سنجولي كه چيري داسي وشې لكه وچي شول نو به څه كوي؟ خودبده مرغه نوموړي ته خپله دخپل ګوند او سنګر ملګرو دهوكاوركړه او دي ې يواځي كړي نو ځكه چي دجينواد سولي نړي واله لوظ نامه ترپښو لاندي شوه دي په دي پوه شو نوځكه كيدي شي چي دخپلى حكمراني وروستى خبره دات وي چي افغانستان وران شو؟

                      اوس چي ښاغلى حامدكرزئى دلس كلو څخه دافغانانو ټاكل شوي ولسمشر دي دي هم دورته ناخوالو سره مخامخ دي لكه څنګه چي ډاكټر الله مخامخ وو كورني دسيسي او سازشونه هم هغه هغه ډول روان دي لكه د ډاكټر نجيب په وخت كښې چي روان وو باندني ناوړه عمل هم هغه پخواته ورته دي د ډاكټر نجيب په وخت كښې هم دمجاهدينو په نامه ګاونډ يانو راليږل او اوس هم دطالب په نامه دګاوندڅخه وسله وال را دننه كيږي او دوراينو وروسته بيرته هم هغه ځائي ته ځان رسوي دكومه ځايه څخه چي راغلى وو د ډاكټر نجيب الله په وخت كښې به هغه چا ډالري او روپى ترلاسه كولي چا چي به مړي كړي او دوي ته به شميرل دا اوسني ولسمشر په دور كښې هم داسي كيږي كه نه خو دومره څوم په پوهيږي چي دنوموړي دوخت په ومجاهد ينو او كډوالو ته خواست كوي په راډيو اورسېنو به دقرآن شريف آيايتو نه تيرول او وخپل وطن ته دراسيدو خواست په ورته كاوي وخپلى اعلان شوي ملي روغى جوړي ته په راغوښتو او كله كله به دچپاتى او دال پيغور به وركاوي كه څه هم ډاكټر نجيب په ورستيو وختو كښې څه كډوال ولاړو خو زياترو ددوي وخبره ته ارزښت ورنه كړي ولي چي ددوي خڅه ددوي د جهادي مشرانو په لاس كښې وو هغو هر يوه نه يواځي دكابل په تخت دكښتيتو خوب ليدي بلكى د دوي مهار هم دنورو په لاس كښې وو ولسمشر حامدكرزئى هم هر وخت وهه چاته دا خواست كوي چي دسولي بهير خپل كړي او دجګړو څخه لاس واخلي او خپل هيواد دورانولو په ځائي دي خپل هيواد دسوكاله خو ولسمشر حامدكرزئى ودي خبري او غوښتنه ارزښت نه وركوي لكه چي ديخواني ولسمشر وخبري ته ارزښت نه وركاوي ډاكټر نجيب به ويل چي زما په خوله كښې خپله غوښتنه راكړي كه څه هم حامدكرزئى مخامخ داخبره نه دكړي خو دوي ته هم څه ورڅرګندشوي دي خو حامدكرزئى دخپلو وګړو د باندنيانو يا دخپلو په لاسو هم دومره خواښني دي لكه يوبل افغان ځكه چي دهغه وخته څخه دوي په باندنيو ځواكو كلكي نيو كوي او هر وخت دا د ژنى ور په ګوته كوي او دايو نه منونكي  عمل  بوبى چي دولسمشر او باندنيالو منځ دورځي په تيريدو باندي دهغه اړيكي نوري ګډي وډى كيږي او باندنيان په دوي نيوكي كوي زما ددي ليك ومطلب او مخه دانه ده چي زه د ډاكټر نجيب الله او دولسمشر حامدكرزئي ترمنځ پرتله وكړم بلكي زما په اندچي ددواړه ولسمشران ويوبل ته ورته شخړو سره مخامخ وو كه څه هم ددواړو يه سياست كښې دمځكي او آسمان فرق و نو ځكه كه داخبره وشې چي دافغانستان لانجي داشخاصو سره نه دي تړلي  بلكي ددي خاوري سره تړلي دي او هر افغان چي ددي هيواد دسوكالي پرمختيا او يووا لي ږغ پورته كوي هغه ونړي والو په ځانګري ډول وګاونډيانو او پخپله په افغانستان كښې وځينو كړ يوته ومنلو وړنه وي نوځكه چي ددو يه ضددسيسي او سازشو نه كيږي ولي چي افغانستان يو داسي ټاټوبى دي چي دهر چاخوله او په ورته كوي او زړه ي غواړي چي پخپلو منګولو كښې راولي او تاريخ هم داښو ولي دي خو يو پوه زيرك او په خاوره او ولس مين مشر كولي شي چي په يوه وخت كښې ددهغه ټولو ناخوالو مخ نوي وكړي خو ددي دڅنګه يوه پياوړي ډله چي هغه هم د وطن په خاوره ځان جاروي ښه پياوړي پوځ مخبري شبكه او دولس ملاتړ دځان سره ولري ډاكټر نجيب ددي وړاندي  شو وارزښتونو څخه ځيني ارزښتونه لكه پياوړي پوځ پياوړي مخبري شبكي لږو ډير دولس ملاتړ لرلي خو دملګر و بى وفائي چي بل نوم هم وركولي شو خو ترټولو پوئى ګو ځار وو او بيادكيميونسټ نوم نوموړى ته ټكان وركړي او يوه بله پيښه داچي دوي ډير ناوخته په ځان پوه شو چي او په تر ورځ اوښتي وي كه څه هم ډاكټر نجيب په وخت د شوروي ځواكو دافغانستان څخه كوچ وكړي.

                        ولسمشر حامدكرزئي زموږ په تاريخ كښې تر چاپاته نه دي بلكي ډير مخ په وړاندي ډير ښه سفارت كار او په هره چاره پوه دي خو ددوي دا ټول ارزښتو نه په داسي وخت كښې ودي ازموينو سره مخامخ  شو چي دافغانستان يواځي نوم پاته وو نور نوپيره ډګروو چي ټولي چاري دنورو په لاس كښې وي چي هر څوك په دي ښه خبر دي هو ددي دڅنگه باندنى او كورني دسيسي دلومړي ورځي څخه ترننه رواني دي خو  بيا هم دوي تر ډيره پكښې بريالي دي چي داد جو ده هر او جرات دي چي دهغه ناخوالي سره اړه وي راړوي كله ستونځي  ور باندي زور وري شې خو دوي غړي نه دي ورته اچولي.

                          خو ددي ټولو كارو سره سره دولسمشر حامدكرزئى په لس كلن دور كښې داسي كارونه هم شوي ددي چي هغه ولس نه يواځي خوابدي كړي دي بلكى ودوي ته ومنلو وړهم نه دي بى عدالتي نابرابري من ماني درواغ اداري فسابرلاسي او داسي يو شميرناخوالي چي دخوارولس ورسره مخامخ دي خودابه وروورو هغه وخت ومنځ څخه وړل كيږي چي يوه داسي كاري تړون وي چي په هغه كښې داسي په خاوره مين كسان راټول وي چي هغه پلورل كيږي نه ماتيري نه ويريږي نه پټږي او يوه افغانى نظر ددوي مخه وي په هيواد كښې داسي تګلياليان بى شميره دي چي دوي كولي شې چي دخپل ولس پقه ملاتړ دهغه ټولي كوني او باندني شخري يو په بل پيسي دمينځ څخه يو شې.

اسلام عمل دي خبري نه دي

سياست يوه وياړلي لوبه نه ده چي ځاني ګټو دپاره دهغه لوبه كيږي بلكى دا يو وياړلي او مقدس هدف مخه مشن دي چي دخلګو دخدمت او چوپړ دپاره كيږي داسلامي لارښوني سره سم په دين او سياست كښې يو ډول توپيرنشته او داسياست د دين يوه برخه ده او داو لوئى څښتن (ج) ولارښودنى سره سمه ده

                   دپاكستان دمذهبى ګوندونه دهغه وخته څخه داخبره كوي چي دوي داسي سياست كول غواړي چي دوي دولس دښې ښيګڼي دپاره كار وكړي او دنورو سياسي ګوندو چي دوي سكولر اولا دين نوم وركوي دهغه څخه ځان بيل ښكاره كړي دهغه مذهبى ګوندونه دلسيځو لسيځو څخه به دي هلو ځلو بوخت دي خو به زياته بيا دپاكستان دجوړ بدوڅخه دو ي زياته زورلګولي دي ولي چي دوي دادا وه لري چي پاكستان داسلام په نامه جوړ شوي وو او په كاردي چي په دي ملك كښې اسلامي نظام راشې پاكستان چي يوه اسلامي ملك دي او جمهوري ملك دي نوځكه چي هر ګوند كه هغه سياسي وي يا كه مذهبى كولي شې چي ولي په ځان پسې كړي او ددوي زياتى رائى ترلاسه كړي نو بيا ددي لاري په ټول پاكستان كښې اسلامي نظام راولي چي دي لاري به نه يواځي ولي ددوي ملاتړ وكړي بلكې نړي وال به هم د دوي ستاينى وكړي.

رښتياخبره دا ده چي اسلام چي ټنيګه عقيده غواړي خو دعقيدي دڅنګه په عمل باندي ډير زوروركوي كه داوويل شې چي اسلام دعمل نوم دي بيځايه به نه وي ځكه چي زموم ستر پيغمبر محمد(ص) دعقيدي دوړاندي كولو څنګه هر كار په عمل باندي خپل امت ته ښكاره كاوي ځكه چي دوي دكفارو سره پخپله په هره غزا اړو جنګ كښې برخه اخستي وه او بيا په عام ژوند كښې هر وياړ په خپل عمل داسيپ ښوولى دي چي داسلام ښټ كه يوه خواته عقيدي بياوړي كړي خوبلى خواته ددوى عمل داسي بنسټونه ورته ايښى دي چي تر قيامت پوري به دوام وكړي

زموږ ديني ګوندونه چي دوي وخپل ولي ته په عمل هر څه ښكاره كړي دوي په مخالفت كښې ځان لوړگني او داخبره كوپ چي نور سياسي ګوندو نه سيكولر او لامذهب دي او دوي چي دخلګو څخه رايي  تو ووټ هم اخلي نو داسلام په پيڅلي نو مسلمانان په زياته بياپښتانه داسلام دنامه څخه نه تيرپمي كه دتيرو څلويښت كلو څخه په حكومت مښې راروان دي خو دبده مرغه چي دوي كله حكومت ته رسيدلي دي بيانو ددهغه مذهبى ګوندو اد دنورو سياسي ګوندو په منځ كښې څه توپيرنه دي ليدل شوي چي داموږ په ځخړده ويلى شو چي دهغه مذهبىس ګوندوته داسپڅلي ولس ووټ نه وركوي بلكي د اسلام په خاطر دوي ووټ اخلي دبلوچستان په ايالت كښې نز دي څلويښت كاله كيږي چي مذهبى ګوندونه په حكومت كښې په صوبه سرحد ياپښتونخوا كښې هم دوي زياتره په حكومت كښې پاته شوي دي ددي سره سره چي دري درسي نيم كاله دمخه په پخوانى صوبه سرحد يا اوسني خيبر پښتونخوا كښې بشپړه نپځه كاله دايم ايم اي حكومت وو چي دايم ايم اې بشپړه مذهبى ګوندو تړون وو دوي دي داسي كارونه وښائي چي په دهغه نيځه كلو كښى داسلامى نظام دراوستلو دپاره دكوم كار وكړي ځكه چي ددوي دحكومت دختم كيدو وروسته بيا ايم ايم اي سياسي ګونددومره رائى نه كړي ترلاسه چي دوي حكومت جوړ كړي ښكاره خبره ده چي د اسلامى ګوند وجواب به داوي چي دوي خو ډير اسلامي كارونه په پښتونخوا كښې كول غوښتو خومركز دوي ته اجازه نه وركوله كه دمركز خبره شې نوبياخو دهغه اسلامى ګوپښتانه خو په اسلام دومره مين دي چي هر وخت ې مذهبى ګوندوته رائى وركړي دي خو نورو دهغه وخته څخه دوي ته ووټ نه دي وركړي او تر كله چي دپاكستان اهر ايالت څخه مذهبى ګوندوو وټونه په لويه كچه نه وي ترلاسه كړي دوي خپل مرام ته نه شي رسيدلي داځكه چي دمذهبى او سياسي ګوندو په عمل كښې يوتو پيردوي نه ويني ترهغه وخته چي دهغه مذهبى ګوندو په عمل داته وي ښكاره كړي.

دلته پوښتنه دارا ولاړ يږي چي پاكستان ولس ولى هغه ګوندوته رائى وركوي چي د هغه مذهبى كوندونه دهغوته سيكولر اولاردينه ګوندونه ورته وائى داخوښه شو چى سوشلزم دمنځ څخه ولاړي دمخه خو ددهغه مذهبى ګوندوتكيه كلاك كميونسټوو لكه مخ كښې چي وويل شو چي اسلام دعمل دويم ارزښت دي نو ددهغه اسلامى ګوندو عمل هغه نه دي چي اسلام ې ښوونه كړي ده نوځكه چي عام ولس ونورو غيرمذهبى ګوندوته په لويه كچه ووټ وركوي چي ولي ته داهم څرګنده ده چي دهغه مذهبى ګوندونه ودهغه ګوندوته غيرمذهبى سيكولر او لبرل ښوو لي دي زما په اند په ولس باندي څوك پړه نه شې اچول كيدي ځكه چي ودوي ته دهغه دوه ډول ګوندو كښې توپيرنه ښكاره او بله غوښتنه دځينو لورو لخوا كيږي چي سياست او مذهب دي سره بيل بيل شې څوپيړي دمخه په عيسوي نړي كښې هم دي ته ورته حالت وو سياست او مذهب يوځائى كار سره كوي حو چرچ ياعيسوي پاد ريانو دولس په پرتله دحكومت زياته ملاتړ كوي او خپله دمذهبي لارښودنو څخه مخ ګرځاوي دهغه جنجال چي پيړي  پيړي ې دوام وكړي چي وروستعه ولس په دي بريالي شو چي مذهب او حكومت سره بيل كړي.

                                اسلام چي يوبشپړه مذهب دين اولاره ده خو زموږ پوهان په دي ونه توانيدل چي په عمل كښې دهغه نه يواځى خپل ولس ته بلكي ونوري نړي تعه ورښكاره شي زما په اندددي كبله چي زموږ په خبره او عمل ياقول او فعل كښې ډير توپيردي اوداتر هغه وخت نه شي كيدي چي موږ په عمل وټولو ته داښكاره كړي نه وي او داترهغه وخته نه شې كيدي چي مذهبى ګوندونه په ځان لاګونه كړي.

د هوس د سوچ دي نه د جوش او پخپلو كښې سيالى      .   ليك:عبدالجباركاكړ
           دالمان جرمني نامتو فلاسفر او ځانګړى نظرلرونكي فريډرك نټشى وائى چى لوئى څښتن(ج) يوپټ ذات دي چى د اسرار او راز څخه دك دي په عيسويت ډيرى كلكى نيوكى كوي او وائي چى د مخكښې زمانې د تهذيب او تمدن نه چى كومه ميوه زموږ ترلاسه رارسيدونكى وه هغه د عيسويت يومخ پناه شوه او بياپس ته د اسلامى تمدن نه كومه ګټه موږ ته را رسيدله هغه هم عيسويت تباه او برباد كړله دوي د اندلس د نوموړي اسلامى تمدن مرى خپه كړه او هسپانويانو په واروار له مسلمانانو سره ډغري ووهلي ددي نه زيات دابه ښه وي چى مځكه ځله څيري سوي واي او هغه دننه په كښې خوندي شوي واى. صليبى جنګونه د لوړى كچي او درجى لوټ ماري وه نوموړى د انګريزانو چى موږ فرنګسيان ورته وايو د هغو په اړه وائى چى انګريز بدترين قام دي ځكه چى دا يوپست او لويدلي قام دي دوي پخپله خوښه څريدونكي ځنا وردي پخپل مكرې د نړۍ خلګه تيراستلي او بيوقوفان جوړكړي دي او داسي نور...
         خو زموږ د نن ليك مخه د ښاغلى نټشي په دي خبره دي چى صليبى جنګونه دلوړي كچى او درجى لوټ ماري وه هم دد هغه وينا په رڼا كښې به موږ دهغه ديش پنځه ديش كلو څخه په افغان پښتون خاوره راروان په بيلو بيلو نوموروانو جګړو په خبري كوو او دا به ګورو چى  مقدس جنګو چى كومه جګړه روانه ده دا زموږ جګړه ده كه د نورو جګړه ده چى موږ د بوټو(ايندهن) وارو پكښې سوځل كيږو جګړو زموږ په خاوره روانه ده وګړي د دواړو لوري زموږ دوژل كيږى موږ خپله يو بل سره وژنو او هر يو وخپل مړشوي ته شهيد وايو او دبل وهغه ته اوښتي وايو موږپه دي هم ښه پوه يوچى دهغه جګړه چى په هرنامه ده موږله ورانى راوړي بل څه نه اوكه موږو غواړو هم دا جګړه نه شو بندولي،.؟ ولي څوك چى دا جګړه غواړي هغه زموږ په ليكوكښې خپل لاس پوڅى دننه كړي دي او غواړي چى دهغه جګړه نوره اوږده كړي چى يوه خواته پښتون افغان په لويه كچه ووژني اودوي وخپلو ګټو ته ورسيږي..؟
         كه ښاغلي نټشي پيړي دوي پيړۍ د مخه داخبره كوي چى صليبى جنګونه د لوئى كچې لوټ ووخو د هغه اوسني د پنځه ديش رواني جګړي مخه ده هغه د ډيري ډيري لوئى كچى لوټ دي چى دهغه زور ددي زموږ د سيمي څخه ترلاسه كول غواړي هم دهغه فرلګيسان او انګريزانو څلور پيړى دمخه غوښتنو چى په يوه نه يوه ډول و افغانستان ته لاره جوړه كړي په افغانستان او د منځني آسيا په هيوادو كښې كومه زيرمه خوندي ده موږ ناخبره يو خودوي په خبردي ولي چى موږې ودي ته نه يو ايله كړي چى زده كړي وكړو او خپلى لانجى د زده كړو او دعلم د لاري اواري كړو چا دهغه د صليبى جګړو پائيڅوړته چا دا موقعه وركړه چى داسي زموږ په خاوره را دننه شې زده دكور خاوند واكه بى اختياره شم او دي دي ځما د هر څه واك او اختيار ولري زما ددي خبرى كل هم دا نه دي چى يوځانګړي ډله يا سري دي ددي مسئول وي بلكى هغه ټول مسئول دي چى د تيرو پنځه ديش كلو كښې كه په حكومت كښې پاته شوي يا په مخالفت يا اپوزيشن كښې پاته دي دا ځكه چى دهرى ډلي وشاته باندني لاسونه كاركوي چى د هغو خپله موخه خپله ګټه ده خو زموږ په خوله كښې نور ځه اچولي دي كه د ثوربدلون را واخو او د هغه وروسته پيښو ته ځير شودابه راته څرګنده شى چى دواړو خواؤكه هغه شوروي وويا ناټو وه دهغو نظر دسيمي څخه ګټى ترلاسه كول وو يوي خواته د اسلام دوستى اوبلى خواته بشر دوستي خبره زموږ په خوله كښې ور واچوله هغه وخت هم  د شهيد او اوښتي نومونه وركول لكه نن چى دي.
         خدائى بخښلي محمد ظاهر شاه او شهيد محمد داؤد خان چى څنګه حكومت كوي ددوي په تګ لارو نيوكي كيدي شي خو دوي ته دا وياړ په برخه دي چى هيچاته اجازه ورنه كړه چى په شميريو څوباندنى ځواكونه و افغانستان ته ور داخل شي چيرى په لكاؤ لكاؤ دشوروي ځواكونه ياد دناټو چى د ثور د كودتاه ياد طالبانو وروسته په افغانستان ننوتل ياداچى په افغانستان كښې دي داسي حكمرانان د باندنيو يادګاونډيانو ملكمو كښې ونومول شي او دخپل ولس په ضددي و دريږي هر يودي پخپل ګريوان كښې وګورې چى د پنځه ديش د تورو جګړو د لوئى ځاني زيان وركولو سره موږ ومخ ته نه بلكى ډيرو شاته تللي يو ډير خلګه به داخبره كوي چى په ۱۹۷۸ء كښې چى كوم بدلون راغلي هغه د نور محمد تركي په لارښودنه وشو داسي نه ده دا هرڅه هم ددهغه زورواكو په لارښودنه ددوي افغان لاس پوڅو ترسره كړي پخپله نورمحمد تركي چى كله دبند څخه راواستل شو ددوي لومړي پوښتنه دا وكړه چى انقلاب  د چاپه لارښود نه شوي او داچى سردار محمد داؤد خان ژوندي  دي دا ځكه نور محمد تركى ته داڅرګنده وه چى داهرڅه و شوو څوني  لوئى خطرته موږ مخامخ  شول نور محمد تركي  نه په داسي وخت  انقلاب  غوښتي نه ې د سردار محمد داؤد ځان شهادت خو اوس هر څه شوي وو وده ته بله لاره  نه وه چى هر څه چى شوي دي دهغه سره وديدو ته اړوو اوبلى خواته چى چاد دوي په ضدوسله واله مبارزه كوله  دهغو ولاس ته څه ورغلو  ښاغلى  حكمت يار په دي ښه خبردي چى لويه مبارزه  هم دوي كړي وه نوبياولي  د ډاكټر نجيب د حكومت د منځ څخه دتلو وروسته حكمت ياروهيچاته د منلو
- بېرته شاته