(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي غلام محمد زرملوال سره مرکه

د لیکوال او نثر لیکونکي ښاغلي غلام محمد زرملوال سره د پښتنو په دیره کښې مرکه

Fazal Andaleb مننه---مشره---زمونږ د میړانې تاریخ نړۍ وال پيژني خو مونږ ترې لا تراوسه سم نه یو خبر----خو دا هم یو حقیقت دی چې د نیکونو تورې مو ډیرې وستایلې--د نن ورځ د سبا تاریخ دی-----مشره مونږ د راتلونکو نسلونو د پاره څه ښه مثالونه پرینښودل----د پردو ټوپک دی-او زمونږ اوږې دي-----نو تاسو هیله کوۍ چې په راتلونکي وخت کښې به زمونږ قامي شعور چرته رابیدار شي؟؟؟؟

Ghulam Zarmalwal اجازه راکړئ دا خبره لږ پسې نوره وڅيړم، که بيا پوښتنه وه په پاى کې به يې ځواب کړو. زموږ له تاريخ سره له ١٨٠٩ کال راهيسې تېرى پيل شوى. کله چې لومړى پرنګي، الفنسټون، په پيښور کر د شاه شجاع دربار ته ورغى او تري مرستع يې غوښتله. شاه شجاع د دراني احمدشاه په ژمني پايتخت کې پر ټول افغانستان - يانې له امو تر مارګلې - پور ې حکومت کاوه. انګريزانو خپل ټول قدرت د افغانانوپرضد پيل کړ. له يوې خوا يې له سيکانو سره او له بلې خوا يې له ايرانينوسره - لکه کټ مټ د نن په شان - لاسونه يو کړل او افغانستان يې کمځاکه کړ. په ١٩٤٧ کال کله چ پاکستان جوړ شو، نو دافغانانوخاوره ، د پرنګي له خوا هغوى ته وسپارل شوه. د دې لپاره چې ولې دا کار وشو، تاسو بايد د پاکستان د جوړيدو په تاريخ چې د انګريزانو يوه اډه ته ځان خبر کړئ. هغه ليکه چې ورته ډيورند لاينوايي، نه د کاغذ پر مخ شته او نه د ځمکې پر مخ. نو د جناح پاکستان، چې په اصل کې برتانوي پاکستان دى، يواځې خپل ژوند پدې کې لټوي چې افغانان تباه کړي او ميرات يې هضم کړاى شي.

Fazal Andaleb مننه مشره----د ډیورنډ منحوسه کرښه--یو سوچه پښتون هم نه مني--خو زمونږ نه هم څه تاریخي غلطیانې شوي دي---وړومبۍ خو دا چې امیر عبدارحمان 33ملیونه لر پښتانه او د پښتونخوا خاوره فرنګیانو ته په اجاره ورکړل---بیا چې کله فرنګیان له هنده وتښتیدل نو او هند تقسیم شو نو هغه وخت د پاکستان سره یو څو زاړه تانکونه او لږ شمیر فوځ وو---نو پښتنو ښه په اسانه کولی شوه چې خپل قام او خاوره يې ترلاسه کړی وی---ولې چې دا لوظنامه د فرنګیانو سره شوې وه-د پاکستان سره نه وه شوې--بیا وګورۍ چې د سوات دیر بونیر او شانګلې سیمې 1970 نه وروسته په پاکستان کښې شاملې شوې----نو تاسو دغه تاریخي غفلت ته په کومه سترګه ګورۍ؟؟؟

Ghulam Zarmalwal خو عبدالرحمن خو هغه لکه چې تاسوواياست په اجاره ورکړې وه، نه د تل لپاره. وګورئ هانکانګ همچينايانو پرنګي ته په اجاره ورکړى و، خو هغه يې بيرته چين ته وسپاره.. د افغانانوبدبختي پدې کې ووه چې له هرې خوا پرنګي پرې ولکه لرله، څنګه به چې څوک پيدا شول لکه امان الله خان، باچاخان او شهيد سمدخا اڅکزى، نو هغوى به يې نابود کړل. او افغانان له خپله تاريخ څخه خبر نه وو. خو د الله په فضل نن افغانانو ځان پيژندلى.اوس دا ٧٥ مليونه ملت څوک نه شي غولولاى. د خلاصون يواځنئ لار دا ده چې ټول افغان ملت په يوه غږ پر الله (ج) توکل وکړي، او د خپلې بشپړې ازادۍ لپاره قربانۍ ته تيار شي. له هغه پرته دا ملت څوک ژوند کولو ته نه پريږدئز اوس زموږ د تاخ شيبې رارسيدلې، پنجابي جرنيلان زموږ د لوڼو او زامنو په وينو او اوښو کې ډوبيږي. هغوى او توله نړۍ بايد پدې پوه شي چې پنجاب که پښتون، سندهي، بلوچ او سراييکي ته خپل خپل وطنونه ونه سپاري تر هغه پورې به په سيمه کې ارامي را نه شي.پدې خبره بايد ځان پوه کړوچې حقزموږ په خوا دى. موږ په ناحقه له چا څه نه غواړو. خپل حق غواړه او د غوښتلو لار مو عدم تشدد دى مګر له ځان څخه د دفاعکولوحق له ځان سره ساتو. نو مخ پر وړاندې د ټول افغان د ازادۍ پر لور.يا ربه توفيق

Ghulam Zarmalwal په تاريخ کې ځينې يبې مهمې وي چې بايد سړى ترى پرځاى ګټه

واخلي. داسې چې پخوا چا څه کړي، هغه به هم ضرور تاريخ رالوڅوي او مرتکبين به يې ځواب وايي. خو اوس يوويشتمه پېړۍ ده موږ بايد غليم له ګريوانه ونيسو. همدا اوس
Fazal Andaleb کور دې ودان مشره-------خو د وحدت په لاره کښې ډیر خنډان دي--د یوې پيړۍ نه زیات وختونه تیر شول--د لرو پښتنو تاریخي مشران څه په فطري مرګ مړه شول-څه اوژلی شول---او دا نوی نسل له تاریخه ناخبره وساتل شو--وس که کوم پښتون د خپل حق د پاره مبارزه کول غواړي-نو په سنګر کښې ورته خپل لر ورور ټوپک په لاس ناست دی----نو داسې درته نه ښکاري چې د وحدت په لار کښې که شر کوو نو د پښتنو کورونه به ورانیږي--------تاسو د عملي انقلابه اګاهو یو فکري انقلاب ته ضرورت نه محسوسوۍ؟؟
Ghulam Zarmalwal دا ضروري نه ده چې يو انقلاب دې له بله جلا وي. دواړه د يوه بل ترڅنګ روانول په کار دي. راځئ دا پريږدو چې پښتانه مشران نه لري. دا حقيقت نه دى. تاسو په خپلو مشرانو پسې ځير شئ، ملا پسې وتړئ، پيدا يې کړئ. بيا تکراروم چې همدا اوس د افغانانو د ازادي وخت دى. خپل ملت راټول کړئ. راځئ يوځل خپل ملت او خپلې مټې په رښتيا وازمويو. دا ننګيالى ملت د کذابو مشرانو او رښتينو مشرانو فرق کولى شي. نوى نسل دې پدې پوه شي چې که له دې تاريخي فرصت نه يې ګټه پورته نکړه، بيا به يې لار ډييره اوږده او ستونزمنه شي
Ghulam Zarmalwal يوه بله، د پښتنو کورونه خوورانيږي، بيله هغه هم.نور يې لا څنګه ورانول تصور کولاى شئ؟
Fazal Andaleb ښاد اوسې مشره ----تاسو په افغانستان کښې وسني مقاومت ته په کومه سترګه ګورۍ---په دې مقاومت کښې درته پښتون رنګ ښکاري؟؟؟او د ناټو عسکر قابض قوت ګڼۍ -که د ودانۍ د باره يې شتون ښه ګڼۍ؟؟؟
Ghulam Zarmalwal اشنا، ته د علت پرځاى د معلول خبرې کوې. افغانستان تر پرديو برچو لاندې دى - هم لر او هم بر - خو څه چې په کابل کې روان دي هغه د هغو علتونو زيږنده ده چې پنجاب يې پر موږ روا کړي. ګورۍ روسان افغانستانته چا راوستل: پنجابي جرنيلانو؛ افغانستان د چا له خوا لوټه لوټه شو: د پنجاب له خوا؛ بيا امريکايان چا راوستل:پنجابيانو؛ امريکايانو ته وسلې، تيل او نور څوکورکوي: پنجاب؛ ټول افغان خاوره کې کوم پوځ افغانان وژني: پنجابى پوځ. نو اساسيي خبره دا ده چې غربيان په افغانستان کې خښيږي، خو تر هغه مهم دا دى چې موږخپل اساسي دښمن وپيژنو. يانې د معلول پرځاى د علت علاج وکړو. خوشحال بابا وايي: سپى درمه چيچي د غشي .... پړانګ حمله په تير انداز کا. يانې هغه څه چې په کابل او پيښور کې کيږي، هغه د غشي درمه ده غشى ويششتونکى په لاهور کې ناست دى
Fazal Andaleb مننه مشره------په افغانستان کښې د امریکا د دایمي اډو په حقله څه نظر لرۍ؟؟
Ghulam Zarmalwal ټول ملتونه د خپلو مملي منافعو په اساس تصميمونهنيسي، هيله ده افغانان به هم دا کار وکړي. له بلې خوا امريکايانخو مخکې له مخه په افغان وطن، پيښور، اډې لري،نودا خو کومهنوې خبرهنه ده
Fazal Andaleb ژوندی اوسې مشره-------که فکر وکړو نو د وحدت منزل ته به د عذم تشدد په لار رسیږو-----او زمونږ ستونزې سیاسي دي----نو د پښتنو داسې سیاسي ګوند یا شخصیت نه ترسترګو کیږي-چې لر اوبر پښتون ملت پرې ورپسې شي----نو داسې کومه لار ده چې مونږ یو داسې سیاسي ګوند ولرو چې لر او بر ملت پرې ورپسې شو؟؟؟تاسو کوم شخصیت ملګرو ته په ګوته کولی شۍ؟؟؟
Ghulam Zarmalwal دا پخپله د ملګرو کار دى چې داسې شخصيتونه پيدا کړي. يوه خبره بيا تکرارول غواړم چې افغانان ډير ښاغلي پياوړي او سرتيري مشران لري، د غليمانوخبرې تکرارول په کار نه دي. تاسو سترګې لوڅې کړئ، خپل مشران وموم او ورپسې ودرېږئ.مننه
Fazal Andaleb مشره زما موخه داده چې سیاسي ګوند جوړول پکار دي کنه؟؟
Ghulam Zarmalwal نو لا ورته ګورې؟ په هرډول چې ملت راټولولاى شې، کوه. په مبارزه کې او له خپل اولاد،ناموس اوخاورې څخه د دفاع په لار کې هره مشروع اغيزمنه وسله ضوري ده
Fazal Andaleb لوګی دې شم مشره---------------زه پخپله د پښتون د ویښولو او قامي جذبې بیدارولو د پاره درې نکات لرم----وړومبی تعلیم--دویم چې حجره بیا ودانه شي--او بیا جرګه مو زوندۍ شي---تعلیم خو نن سبا نزدې نزدې هر سړی په بچو کوي--حجره چې کله ودانه شي نو جرګه به هم جوړه شي-او ښکاره خبره ده چې د نن سبا جرګه کښې به نالوستی ملک نه وي ناست بلکې لوستی او ځیرک پښتون ځلمی به ناست وي----تاسو زما ددې پلان سره همغږي یاست؟؟اوکه څه نور تجاویز هم لرۍ؟؟
Ghulam Zarmalwal اشنا، ستا خبرې خو ډېرې ښکلې دي. خوته ماته ووايه چې ترڅو کور ونه لرې، تا حجرې جوړولوته څوک پريږدي؟ تر څوچې مکتب ونه لرې، نو تعليم به څنګه وکړې- ستا خو حجره او کور شپه ورځ تر بمونولاندې چوي؛ مکتبونه دې په بمونوسوځي؛ او تعليم خو د پښتانه لپاره زهر او ستره ګناه بولي. که تعليم وکړي نو بيا به د پنجاب امپراتورء څوک ورته جوړوي. نو راځئ وروڼو، ځانونه به نه غولوو او نه به خپل قام غولوو. په الله (ج) مو سپارم، له رب العالمين څخه د تول-افغان د ازادۍ او افغانانوته د سرښندنې او قربانيو لپاره د توفيق دُعا کوم. ستاسو د پښوخاورې. غلام محمد زرملوال
Fazal Andaleb مشره --تاسو لکه چې زمونږ نه اجازت اخلۍ----؟؟خو که کولی شۍ--نو پښتنو ملګرو ته خپل پيغام ورکړۍ-------مننه مشره مهرباني وکړۍ
Ghulam Zarmalwal زه ستاسوپه خدمت کې يم.که نور څه نه وي نو اجازت غواړم. ټولو ننګياليو ٧٥ مليون افغانانوته زما پيغام دا دى چې پرځان ويسا ومومئ. ځان وپيژنئ؛ تاسو لوى تاريخ او لوړ مشران لرئ. ستاسو حق دى چې د خپلې بشپړې ازادئ لپاره ملا وتړئ؛ پر رب العالمين توکل وکړئگ پر خپل ملت او حق ډاډ وکړئ. څانګه به نن سبا کې ګل شي ..... ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلې دينه. په مينه، مننه اودرناوي
Fazal Andaleb مشره ملګري که څه پوښتنه لري نو جواب ورته ضرور اوايۍ---ستاسو خبرې مشالونه دي------------شابۍ ملګرو که پوښتنه لرۍ نو مشر لا زمونږ سره دی
Ghulam Zarmalwal په دواړو سترګو.واياست
i
Mohammad Farooq Kakar زرموال صیب د ازادی لپاره داولس او دخلگو کوم حق دې.چې هغه پر ځای کړي؟؟
Bostan Waziri زرملوال صاحب زمونږ ددښمنانو دکرکی که یو څو مشخص علتونه مونږ ته په لنډو ټکو کی واضیحه کړی منندویه به مو وو
Ghulam Zarmalwal د ازادۍ لپاره مال اوځان قربانول ضروري دي. بېله قربانيونه کيږي. ازادي بيله قرباني ګټل امکان نه لري.
Farooq Khan ځما خو ده قدرمن مشر زرملوال صيب څخه دغه څو پښتنی دی که چيری ي ځواب کړی.!.ببرک کارمل او ده هغه ټول چاپيريال بشمول ده ډاکټر نجيب پنجابی وو؟ ځما په ياد روسان هغوی راغوښتی وو.۲.احمد شاه مسعود،خليلی،ربانی،او دوستم دا پنجابيان وو؟ چا چه ده کابل ده لوټی کولو بنسټ کښيښود. ده هغی ورځی نه مو ځه ده مرکی په طمعه ووم ،کله چه ښاغلی عندليب دا خبره په انټرنيټ کښی خپره کړه،اوس می يوه پښتنه پيدا شوه ،هغه دا ځمونږ په مشرانو ده نورو اولسونو ژبی ولی دومره اغيزمنی شی چه دوی بيا په خپله ژبه کښی سمی خبری نه شی کولی؟په درنښت.
Hayat Roghani دَ ملګري عندلیب اؤ ښاغلي زرملوال دې مرکې دَ پاره مننه کوو، چې ګټور معلومات مو ترې تر لاسه کړل. زرملوال صېب! پښتون کاکي نه جغرافیه پټولې شي اؤ تاریخ ورته دَ عربو زده کولی شي. تاسې دَ داسې څهٔتالیف/تصنیف/تاریخ صلا ورکولی شئ، چې ستاسو تر پوهې هغه باندې باور کولی شي؟
Fazal Andaleb مشر به د یو ملګري جواب وکړي-نو بیا بل سوال کوۍ--مننه
Daud Latoon Abdul عندلیب صیب ستا او د ګران میلمه زرملوال صیب څخه یوه نړۍ مننه چي ښکلي مرکه مو په لیکه کړه او غواړم ووایم چي ډیره مي خوښه شوه .موږ باید په ریښبیا هم سترګي خلاصي کړو او ډیر ژر د یوه پیاوړي لارښود لټون پیل کړو.په درناوي
Ghulam Zarmalwal د قاضي عطاولله خان د پښتنو تاريخ، د غني خان ليکنې، د باچاخان ليکنې؛ د شهيد سمدخان ليکنې، د شيرعلي پاچا اثار،د ولي خان ليکنې، د علامهحبيبي ليکنې، د خادم صاحب ليکنې؛ د بينوا اثار او داسې نور
Fazal Andaleb مشره د فاروق صیب سوال ته هم جواب اوایۍ--مننه
Hayat Roghani رزملوال صېب! دغه پورته لیکنې کهٔتاسو ما دَ پاره وئيلې وي، نو دغه ما لوستلي دي تر ډېره حده پورې. زما قصد په دغه موضوع ځانګړی کتاب دی. ستاسو دَ ښونې به مننه وي.
Ghulam Zarmalwal د ښاغلي فاروق خان صاحب پوښتنه اوس نظر ته راغله. فاروق خان صاحب، پدې ټوله نړۍ - با خبره نړۍ - خبره ده چې روسان افغانستان ته ضياالحق، پرنګي او امريکې راوستل. تاسو د بريژنسکي مرکه وګورئ. چې څهوايي؟ هو! روسان ضيا ځکه راوستل چې د امريکا بدل ترې واخلي. د افغانانو اساسي قاتل هماغه پنجابى ضيا و. تاسو وڅېړئ. که کومه پوښتنه درسره وه ماته يې راواستوئ. زما ايميل په فيسبوککې شته
پښتون غچ زرملوال صیب سلامونه او نیکی هیلی مي ومنئ! څه پښتانه چي په ډير کم تعداد کي دی، دوی له افغاني پيژاند نه انکار کوي، او وايي. چي پښتانه باید یو بيل هیواد ولري! د تاسي توصیه نوموړو پښتنو ته څه ده؟ په درنښت.
Sayed Shah Kharoti ډیره مننه زرملوال صیب او عندلیب صیب، زه یوه پوښتنه لرم چی تاسو له خبلې تجربې او ژور فکر په رڼا کي ویلای شی چي دا اوس په افغانستان کي چي څه روان دی موږ ته به کوم د خوشحالئ زیری راوړي او که به د مخکي به شان حالات ورځ په ورځ خرابیږي؟
Fazal Andaleb مننه مشره------ملګرو نور سوالونه مه کوۍ--------چې مشر یو سوال ته جواب وکړي نو بیا بل تپوس هله کوۍ
Ghulam Zarmalwal خروټي صاحب، داسې هم خوشحال خانزيږولى شي اوهم بربادي.که ملت ان ويښ کړي او ملا وتړي نو پخپله خوشحال خان موندلى شي.اتبار وکړئ چې ټول حالات د افغان ملت د ازادۍ په ګټه روان دي. يواځې ملاتړل په کار دي. خوشحال بابا يوځل بيا: زه خوشحال توره په لاس کفن په غاړه به راپاڅم.... که خبر شوم چې پښتون د چا غلام شو
Fazal Andaleb خروټي صیب پوښتنه کښې زه هم یاد کړم نو باید اوایم چې دا ټول چې څه روان دي--دا د بهر خلکو مقصدونه پوره کولو د ي-----پښتون ځان نه دی پيژندلی او نه تراوسه مونږ کوم قامي ګوند لرو-چې د حقونو د پاره مو مبارزه وکړي----امریکا زمونږ ساتنې له نه ده راغلې خپل مفادات لري--د وسطې ایشیا ریاستونه يې د ولقې لاندې راوستل----ایران او چین ته په سر کښيناستل----او د افغانانو نه مخکښې خواخوږي وو او نه وس--خروټي صیب ترڅو چې مونږ یو موټی شوي نه یو --بل څوک مو ګټلی نه شي
Ghulam Zarmalwal بښنه غواړم تاسو د خوشحالي خبره کوله زما تر نظر خوشحال بابا راغى.پههر حال هيله ده درتهمنظوره وي
Fazal Andaleb مننه مشره--------------زه ستاسو نور وخت اخستل نه غواړم----خپل اخري پيغام ملګرو ته ورکړۍ----کور مو ودان
Ghulam Zarmalwal د پښتون غچ پوښتنه مې اوس وليده.افغان او پښتون يوه خبره ده. ټول پښتانه افغاناندي. دوي يو تاريخي هيواد لري،چې د خپلې خاورې هره لويشت ورته څرګنده ده. له امو تر مارګلې د افغانانو ټاټوبى دى. په يوه هيواد کې دوه هيوادونه څوکنه جوړوي
Ghulam Zarmalwal اول او اخير پيغام دا دى چې ننګياليو پښتنو، ستاسو د تاريخ شيبې رارسېدلي دي. ځان چمتو کړئ، ملااوې وتړئ او د خپلې بشپړې ازادي زيرى په اولسونو کې خپور کړئ. الله (ج) مو مل له ربه درته بريا غواړم.ستاسو ورور. غلام محمد زرملوال
Fazal Andaleb مننه مشره-----ستاسو یوه نړۍ مننه--چې مونږ ته مو خپل قیمتي وخت راکړ---په دې عمر کښې ستاسو عملي او علمي مبارزې ته پښتون سلام کوم-------------------د پښتنو د دیرې ټول ملګري ستاسو د پښو خاورې یو------تاسو به یو وار بیا هم ملګرو ته راځۍ-----------ښه وختونه درته غواړو
Ghulam Zarmalwal پښتني حجره مو توده او پښتنه اوسه. په الله سپارلي. تر بيا
Bostan Waziri زرملوال صاحب ډیره مننه دهراړخیزه خبرواترو څخه مو الله مو راته ژوندئ ، روغ رمټ، خوښ اواباد لره په لوی او متعال ځدای پاک مو سپارو شپه مو نیکمرغه
Mohammad Farooq Kakar زرملوال صیب الله دي ستاسو په شان لیکوالان او مشران زموږ دپښتنو پر سر تل لري.یو جهان مننه
Sayed Shah Kharoti الله دي خوشحاله او ژوندی راته لره او د موږ تولو ملګرو له خوابه زه زرملوال صیب میلم کړم په لندن کی
Farooq Khan ډيره مننه ستاسو زرملوال صيب.آلله مو ژوندی لره.امين
پښتون غچ زرملوال صیب یوه نړۍ مننه! چي مونږ سره مو خپل علمي او د تدبر نه ډک اندونه يو ځای کړل. تل بریالی او د پښتنو یعني افغانانو چوپړ کي اوسئ! په درنښت..
Shaheer Hotak زرملوال صیب، ستاسو د د پیژندګلوی نه ډیر خوشحاله سوم. ستاسو ځوابونه ، او د عندلیب صیب پوشتنې ډیري ګټوري دي. په خاصه توګه ستاسو دا اخیرې پیغام افغانانو ورونو ته.
د وریت پښتون ټولنه ستاسو ډیره منندویه دی، چې خپل قیمتې وخت مو د لته د ورونو سره تیر کړ.
یو ځل بیا هم ډيره زیاته مننه ستاسو د وخت څخه. خداې مو همیشه سرلوړی لره. د لوې افغانستان په هیله
Farooq Khan ګرانه عندليبه وروره ستا هم ډيره مننه که ته نه وی نو مونږ به دا محفل نه وی ليدلی.آلله دی ښاد او اباد لره.آمين
Fazal Andaleb مننه زه خو ستاسو د پښو خاورې یم----هروخت به مشران تاسو ته مخامخ کوو--------وریت پښتون دیره د ټولو پښتنو ده -او زه يې خاکروپ یم

 

- بېرته شاته