(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوږژبي شاعراونثرنګارحیات روغاني سره مرکه

د خوږ ژبي شاعر او نثر نګار ښاغلي حیات روغاني سره د پښتنو په دیره کښې مرکه

روغاني صیب د پښتنو دیرې ته ستړی مه شې
Hayat Roghani
ښه چارې اؤ سلامونه
Fazal Andaleb
 روغاني صیب د خبرو په سر کښې که د ملګرو سره خپله پيژندګلو وکړۍ نو غوره به وي
Hayat Roghani
 عندلیبه وروره! خپل نوم مې حیات الله دی، حیات قلمی نوم د پاره پکار راولم. روغانی یم
Fazal Andaleb
 تاسو د پښتونخوا د کوم ځاي يۍ----او کوم چاپ اثار هم لرۍ؟؟
Hayat Roghani
 د اشنغر (چارسدې) په وردګه کلي کښې زېږېدلی یم اؤ اوس هم ځاندره مې دلته ده، روح مې هلته دی
Hayat Roghani
 دومره مزل هم د خپلې خاؤرې نه شُوکولی نه یم
Hayat Roghani
 ستاسو وړومبۍ پوښتنې له خو مې پورته ځواب ورکړ
Hayat Roghani
 چاپ اثارو کښې مې دوه شعري ټولګې ؛د لېونتوب سندره؛ اؤ ؛باور؛ دي
Hayat Roghani
 نثر کښۍ مې تر دې یؤ کتاب د حياتونه په نوم اؤ یؤ د غنی خان بابا د کتاب پټهان په پښتو ژبه ژباړه ده
Fazal Andaleb
 کور دې ودان--روغاني صیب----راځو ادب ته------تاسو ښه شعر کوم یو ته وايۍ-----او لوازمات يې څه دي؟؟
Hayat Roghani
 زمونږ مشرانو ادب دوؤ برخو کښې ویشلی دی اؤ زه خو دا وایم، چې دوه برخو کښې ویشلو د فکر زاویې هم دوه ځای کړي دي. شعر د ادب برخه ده اؤ دا وایم، چې ښه شعر هغه دی، چې هغه د علم الشعر بنیادی ضرورتونه وزن، بحر، قافیه،ردیف سره سره یؤ پېغام هم ؤلري. که شعر د خپل وخت ژباړه ؤ نه کړی شي، نو هغه شعر به مري.
Fazal Andaleb
 مننه روغاني صیب-------که د ملګرو د پاره ---د سیلاب-بحر-تشبیه .قافیه -ردیف تعریفونه په لنډو ټکو کښې ولیکۍ نو ښه به وي
HayatRoghani
 عندلیب صېب! ژوند کښې زمونږ د وروستو پاتې کېدلو یؤ سبب هم دادی، چې مونږ هره خبره باندې یؤ څو ټکو کښې ځان پوهول غواړو. تاسو چې د شعر د کوم اجزاء خبره کوئ، دا وړومبی قدم دی. اؤ هم په دې د شعر اډاڼه ده. په لس روپۍ تر لاسه کېدونکې سي ډي واخله اؤ درې ورځې تفسیر ابن کثیر ؤګوره، بله ورځ به څه نا څه حواله درسره وي. ره په دې ځای تاسو سره لوظ کؤم، چې هم ستاسو په دې پاڼه به تفصیلاً په دغه توکو تر خپله وسه لیکونه ؤکړم اؤ هیله لرم، چې ملګري به ترې استفاده ؤکړي
Hayat Roghani
 د بېلګې په توګه به ؤوېم، چې مذهب ته ؤګورئ. مونږ یوازې جومات ته تلل مذهب ؤګڼلو، سیاست ته ؤګورئ، د یؤ بېرغ لاندې ناستې ته مونږ سیاست ؤوې اؤ ادب ته ؤګوره، صوتی اثر یؤ لرلو ته مونږ ادب ؤوې....
Fazal Andaleb
 کور دې ودان روغاني صیب-------د غزل یو څو غوښتنې خو راته دلته لیکلی شۍ کنه؟
Fazal Andaleb
 یانې ښه غزل باید څنګه ولیکو؟؟
Hayat Roghani
 ولې نه؟ د غزل وړومبۍ خبره خو د هغې مطلع ده، چې د قافیې اؤ ردیف د یؤ والی سره (که چرې ردیف لري اؤ مردف وي) د سېلابونو اؤ چپو شمېر اؤ یؤ خيال اؤ بیا دواړو کرښو کښې تړون . دې سره سره د مقطعې شتمني غزل سر ته رسوي. منځ کښې خو یوه کرښه چې وزن یؤ لري اؤ دوېمه کرښه چې د مطلعې د قافیې اؤ ردیف بند لري اؤ نور خاصیتونه د خیال اؤ دواړو کرښو خپلو کښې تړون. ځنې خلق وائی، چې د شعرونو شمېر دې غزل کښې طاق وي اؤ ځنې وائی چې جفت هم کېدی شي. که تاسو ما نه پوښتنه کوئ، نو زه وېم چې جفت اؤ که طاق، خو چې پنځؤ نه کم نه وي
Hayat Roghani
 اوس که د غزل هئیت اؤ د دورونو پله ځئ، نو وېرېږم، چې بيا به خبره اُوږده شي.
FazalAndaleb
 کور دې ودان روغاني وروره--------------------غزل داسې صنف دی چې ځنې خلک وايي-چې نظریاتي شاعري پرې بوج کیږي--تاسو څه نظر لرۍ؟
Hayat Roghani
 دې نه سترګې نه شو پټولې، چې ددې دور شاعرۍ کښې ټولو نه ډېر لیکونکی اؤ خوښېدونکی صنف غزل دی. خبرو کښې هم ښونه بوج کیږي، خو ښه ښونه کوونکی مونږ هغه ته وایُو، چې هغه څېلمه ناست وګړي ته ښونه هم ؤکړي اؤ ساډوبي پرې هم را نه ولي. دغسې زه خو نه ګڼم، چې نظریاتي شاعري غزل کښې بوج کیږی. هن داده چې لطافت اؤ بلاغت سره خبره ؤشي
Fazal Andaleb
 مننه روغاني وروره-----------خبره مو نظریاتي شاعرۍ ته ورسوله-----نو ځنې خلک هره سیاسي یا قامي نعره په شعر کښې شعار ګڼي ---که شعر یواځې د څڼو سترګو او حسن صفت شي---نو قام ته ترې بې له تفریحه څه ګټه رسي؟؟
Hayat Roghani
 تفریح اؤ خوند اخستل خو ډېره لرې خبره ده. یوازې سترګو اؤ څڼو ستائېلو ته خو لُوڅه وېنا وئېلې شو، شعر نه. د رومانیت په نوم ډېرو نوموړو لیکوالانو د اولس پام ځان ته راګرځولی دی اؤ بیا ئې په ډېره فنکارۍ خپله نظریه وړاندې کړې ده. له بده مرغه زمونږ په خاؤره سیاست نه کیږی، ډله ټپله کيږی، ګنې ما ته دې څوک داسې شاعر ؤښائی، چې هغه د قوم غم نه په ګوته کوي. له بده مرغه رنګینې چیرړې ډانګو کښې ځوړندولو ته مونږ سیاست اؤ تشو قافیو اؤ ردیفونو له لکۍ یؤ بل پسې تړلو ته مونږ ادب وايُو اؤ د دې لوي سبب دادی، چې مونږ هره ورځ په پنځوس روپئ یوه ډرامه یا فلم اخستلو ته غاړه ږدو، خو په اڅلور پنځه شلې روپۍ میاشت څه چې کال کښې هم کتاب نه اخلو، چې مونږ وړومبۍ عقیده اؤ نظریه خو ؤپېژنو
Fazal Andaleb
 یانې هرقافیه بند کلام شعر نه وي--او هر لیکلې خبره نثر نه وي----------که دا نظریه ومنو-----نو نن سبا چې کوم ځلمي وروڼه شعرونه لیکي----تنقید پرې صرف فني کیږي------------نو ماته ښکاري چې یو لامل دا هم دی چې د خوشاله پس مونږ داسې همه ګیر سړی پيدا نه کړی شو--چې د ژوند په هراړخ يې قلم پورته کړی وي--------------د فکري تنقید نه شتون يې تاسو د اسبابو نه یو نه ګڼۍ؟؟
Hayat Roghani
 دا خبرې ستاسو بیخی په ځای دي چې یوازې قافیه مستي شعر اؤ یوازې د سپین کاغذ مخ تورول نثر نه دی، خو دغې شلغاتو نه به بیا وتلو د پاره به زده کړې پله راشو. د خوشحال بابا په حقله خو به زه د ښاغلي میا تقویم الحق کاکاخېل دا خبره ؤکړم، چې ؛خوشحال بابا پښتو کښې څه لیکلي دي اؤ څومره لیکلي دي اؤ څنګه لیکلي دي، دغسې .... دغومره اؤ دغه رنګ چا په یوه ژبه کښې هم نه دي لیکلي؛ دا دعوی هغوي د مورنیو ژبو په نړيواله ورځ اسلام اباد کښې په یؤ نړیوال کانفرنس کښې کړې وه اؤ زه د هغوي په دې دعوی قسم خوړلی شم، چې هغوي ريښتیا وئېلي دی. اوس دې خبرې له راځو، چې خوشحال بابا په مذهب، سیاست، قامپرستۍ، حیوانات، طب اؤ هره موضوع لیکل کول، نو د دې په شا د هغوې ژوره مطالعه اؤ زده کړه پرته ده. اوس لیکوال کتاب ګوری نه، کتاب لیکی اؤ دغسې ما ته د اقبال یؤ شعر یادیږی، چې ؛ کتاب لوستونکی دی لاکن د کتاب خاوند نه دی؛ اؤ لوی اثر پکښې زمونږ د تنقید نیمګړتیا ده
Fazal Andaleb
 کور دې ودان روغاني صیب----------اولسي ادب -او ادبي اصناف رانه ورو ورو سر خوري---او هرڅوک کوشش کوي چې غزل ولیکي-----یوه وجه خو يې داده چې غزل که په هرڅومره وخت کښې ولیکلی شي--یاهره موضوع پکښې وچیړلی شي--نو بندیز پکښې نشته----نور يې کوم لاملونه دي؟؟؟؟او دا یو قامي زیان نه دی؟؟؟
Yesterday at 9:12pm · Like · 6 people
Hayat Roghani
 اولسي ادب اؤ ادبي اصناف که مري، نو دا یؤ لوي زیان دی. خو زه دا نه منم. ډېر په زړه پورې لیکل کیږي. خو هر څه کمرشلائز شوي دي. هغه ملګري چې دغه صنفونه ئې ژوندي ساتلي دي، د هغوي د لیکونو خپرول نه خو په مجلو کښې کیږی اؤ نه څوک د هغوي د کتابونو خپرلو د پاره وړاندې راځی. ټر څو چې تاسو د غزل په حقله وئېلي دي، چې بندېز پکښې نشته، نو په ډاګه ئې وایم، چې دې فکر چې غزل کښې بندېز نشته، غزل په فني ، بلاغي اؤ الهامي لحاظ سره ډوپ کړو. باید مونږ د خپلو اولسي صنفونو د ودې اؤ ژوند د پاره ګامونه پورته کړو، ځکه چې په اخره کښې به مونږ له زمونږ هغه بې حسي پېغور راکوي، د کومې بې حسۍ شا ته چې مونږ خپله نااهلي پټه کړې ده
Hayat Roghani
 د غزل يؤ شعر که نن هم ډېر د سړي په وجد اتڼ ؤکړي، خو زما په خیال د ټپې ځای نیولی نه شي
Fazal Andaleb
د اذاد او معري نظم په حقله تاسو څه نظر لرۍ؟؟
HayatRoghani
 د دې صنف پښتو ادب کښې اغږلو ډېره لويه ګټه راوړې ده. یوه ګټه خو داده چې دې صنف سره ډېرې خوېندې تورسرې د خپل غږ اولس ته رسولو کښې بریالۍ شولې. دغه صنف خپل فني لوازمات لري، خو زما په خيال د دې ټولو نه لوي تیکنیک د دې رواني په ځای ساتل دي. خو دې صنف کښې زما په خیال د قام درد اؤ شخړې په ډېر موثر ډول د وړاندې کولو توان وینم اؤ هیله لرم، چې نور به هم پرمختګ ؤکړي
Fazal Andaleb
 د قطعې پوره تعریف د ملګرو دپاره ولیکۍ؟؟دا صنف د دوه بیتونو نه زیات بیتونه هم لري؟؟
HayatRoghani
 زمونږ مشرانو چې د قطعې کومه پېژندګلو کړې ده، هغه په فني لحاظ لکه د غزل ده، خو دومره ده، چې د مطلعې اؤ مقطعې زنځیر ئې پښو کښې نشته. بله خبره دا ده، چې دا صنف هم زمونږ ژبې ته له نورو ژبو راغلی دی، نو باید چې هماغه هئیت ئې پر ځای ؤساتلی شي. (دې کښې زه عربۍ اؤ فارسۍ ژبې ته ګوته نیولې شم اؤ دغه ژبو کښې دا هم په دوؤ بېتونو مشتمله وي). زمونږ سره دا لږه پیکه ولې شوه ، چې دا ځانګړی صنف دی اؤ زمونږ ملګرو نه چې کله غزل سر ته نه رسیږی، نو دغه نیمګړي غزل څخه دوه شعرونه واخلي، اؤ هغې له د قطعې نوم ورکړي. دغه تن اسانۍ قطعې ته ریان رسولی دی
Fazal Andaleb
 کور دې ودان روغاني صیب-------------چې ځنې شاعري ګورم---نو د ښو ټکو مجموعه وي---یا که اوایم چې لفاظي وي---څه پيغام نه لري------نو دداسې شعر قام ته څه فایده شته؟؟
Hayat Roghani
 عندلیب صېب! ستاسودغه خیال سره به را ته ملګرتیا ګرانه وي. دغه خلقو سره نن لفظونه شته اؤ د لفاظۍ کولو توان شته. که په ستغ تنقید مونږ دوي کټار کړل، نو دا به قامي زیان وي. تاسو په تنقید کښې یوه نیمګړتیا په ګوته کړې وه، چې زمونږ ملګري تل په فني اړخونو خبرې کوي اؤ نظریاتي بنسټونو ته پاملرنه نه کوي. زه وېم، چې که داسې لفاظي کوونکي ملګرو ته ادبي غونډو، جوړښتونو اؤ دستورو کښې هرکلی ؤوئېلې شي اؤ بیا د هغوي نظریاتي پلورنه اؤ پاملرنه ؤشي، نو قام د پاره به ډېر ګټه ور شي اؤ باید چې مونږ د یؤ شاعر کتاب کښې دوه نیم سوه غېرمعیاري شعرونه پرېږدو اؤ دوه معیاري شعرونه ئې په ګوته کړو. هغه به پخپله وده مومي
Fazal Andaleb
 کور مو ودان وروره--------------راځو تنقید ته-----------دا خو ځانله اوږد بحث غواړي----خو که لنډراته اوايۍ چې سوچه تنقید څه ته وییلی شو-------او بیا راځو څو قومي خبرو ته----
HayatRoghani
یوه روایتي خبره چې تنقید د نقد نه مشتق دی اؤ د ادب پاڼه کښې مونږ د یوې لیکنې محاسن اؤ معایب په ګوته کولو ته وایُو، خو تنقید خپل ځان له یوه اصطلاح ده اؤ هغه دا ده، چې په علمی، فني، فکری اؤ نظریاتي اړخونو د یوې لیکنې کره کتنه ؤشي اؤ بیا د هغې معایب اؤ داسې خبرې چې هغه ټولنې ته زیان رسوي، هغه ترې ؤویستلي شي اؤ داسې معنا ترې ؤدرولې شي، چې هغه ټولنې، انسانیت اؤ ټولو مخلوقاتو د پاره د خېرښېګړې اؤ ودانۍ په کار راشي
Fazal Andaleb
 کور دې ودان روغاني صیب-----تاسو د ستر باچاخان ګاونډي يۍ----که ملګرو ته د بابا په حقله د هغوي د عاجزۍ انکسارۍ--او غریب پرورۍ په حقله څه واقعه یا نورڅه مالومات ورکړۍ نو ښه به وي
HayatRoghani
ما باندې د لوي الله دا لويه پېرزو ده، چې ما ته په هغه خاؤره د ساه اخستلو اعزاز تر لاسه شوی، په کومه خاؤره چې لوي باچاخان بابا ژوند کړی دی. زما څه سیاسي تړون نه ؤ اؤ اوس هم نشته. د تاریخ په پاڼو کښې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټول انسانیت د پاره د الله لخوا راواستولی شو، اؤ نن د هغوي د ښونو اؤ ښودنو په رڼا کښې مونږ په نړۍ کښې د مسلمانانو وجود وینو. دغه مسلمانان په شمېر کښې د نړۍ دوېمه لويه مذهبي ټوله ده اؤ ډېره توندۍ سره مخ په وړاندې د دوي شمېر روان دی (څه د ابادۍ په ډېرېدو سره اؤ څه د خلقو اسلام قبلولو سره) خو دوي کښې د شمېر یؤ څو داسې سړي وتلي دي، چې هغوي د محمدصلی الله علیه وسلم په لاره د ټول باور سره تلي دي اؤ د امن اؤ عدم تشدد په لاره ئې خپل مرام موندلی دی. شلمه پېړۍ کښې چې مونږ کومو مسلمانانو مشرانو کښې دغه ځانګړتیا لیدلې ده، هغو کښې یؤ حضرت باچاخان رحمة الله علیه دی. اؤ هغوي په عملي توګه په نړۍ منلې ده، چې مرام یوازې امن دی اؤ امن خوښي د جنت انځورونه دي
2
hours ago · Unlike · 5 people
Hayat Roghani
 زه به تاسو ته ؤوایم، چې کله لوي باچاخان بابا د خپل قوم د پرمختګ د پاره وړږمبی ګام واخستلو، نو هغوي مدرسه پرانستله اؤ دا ګام مونږ ته ښائی، چې څنګه د قران افاقي درس د اقراء توري نه پېل شوی ؤ اؤ چې څنګه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د صفه په نامه مدرسه پرانستلې وه، دغه رنګ لوی باچاخان بابا هم عملاً ګام پورته کړو
Hayat Roghani
دغسې چې کله هندوان دې سیمې نه لاړل، نو د دې سیمې استوګنو به اټۍ نه پرانستله. وئېل ئې چې دا د هندوانو بڼیاګانو کار دی. لوی بابا کلی کښې اټۍ پرانستله اؤ خلقو ته ئې ؤوئېل، چې دا خو د پېغمبر علیه السلام روزګار ؤ، نو هله اولس تجارت ته لاس واچول. دغسې زما د خپلو سترګو لیدلی د رځړو یؤ بابا ما ته وئېلي وو، چې ما د اغوستن (کپړو) بڼلو کار کولو. کوڅه کښې په څه خبره ورانېدلو سره ما ته یؤ کلیوال د جولا نوم ؤوې اؤ په ما ښه ؤ نه لګېدل اؤ دغسې زمونږ نور خلق هم دې هنر ته د اولس د سپک نظرۍ په سبب په شا شوي وو. یوه ورځ ما خپله کډۍ ماتوله، چې ما ته یؤ استازی راغلو، چې لوي باچاخان بابا په کډۍ باندې د کپړو بڼلو کار کوي. ټول اولس ګوته په خله وو، چې د خان بهرام خان ځوی اؤ کډۍ؟......... چې کله اولس یؤ ځای شو، نو لوي بابا ؤوې، ؛دا خو پېغمبري کار اؤ د خدای د مخلوق خدمت دی. که دا اغوستن دې خلقو نه بڼلو، نو مونږ به خپل سترونه ځنګه ساتل اؤ زه دعوې سره وایم، چې که نن هم د رځړو ښمتا په نړۍ کښې پېژندګلو لري، نو دغه هنر له په دغه سیمه کښې لوي باچا خان بابا بیا ژوند ورکړی دی. ریښتیا خو دادي، چې د لوي بابا یؤ قول دی، ؛پښتانه په قېصو اؤ افسانو نه پوهیږو. دوي چې څنګه جوړول غواړې، ځان ورته هغه رنګ کښې ثابت کړه اؤ دوي به ستا په قدم قدم ږدي؛ دې نه نور ستر فکر څه کېدی شي. اوس هم زما تړون د هغوي فکر سره په یؤ حقیقت دی اؤ هغه حقیقت دا، چې د هغه منونکي د جنګ اؤ شر اور پخپلو وینو وژني
Fazal Andaleb
 کور دې ودان--روغاني صیب-------یوه پښتنه کوم---بیا به ستاسو نه ستاسو کلام اورو---او ملګرو ته به خپل پیغام ورکوۍ--او بیا مو پریږدم------------هغه دا چې ځنې خلک په دې عقیده دي چې قام پرستي په اسلام کښې نشته---تاسو څه نظر لرۍ؟؟؟
Hayat Roghani
 جانانه! یوه خبره ما وړاندې کړې وه، چې زمونږ نظریاتي بنسټ نشته. مونږ د رنګونو ملګري یُو. کمیونزم یؤ تحریک ؤ. دغه تحریک/خوځښت زمونږ په خاؤره هم قدم کېښودلو، خو ځان سره ئې هېڅ بدلون را نه وړلو. ځکه چې دلته خلقو اوورکوټونه واخستل، سیګرټ ئې وښکي کښې ؤنیول، د مذهب سپکاوی به ئې کولو اؤ ځان ته به ئې کمیونسټ وې. دغسې هغوي ږیره اوږدولو اؤ په سر پټکي تړلو اؤ نمونځ کولو ته د مذهب نوم ورکړو. د قام پرستۍ خبره به لږه اوږده خبره غواړي
Fazal Andaleb
 ستاسو په خبره پوهه شوم چې خلکو د قامپرستۍ نه هم یوه نعره جوړه کړې ده------خبر ترې سم نه دي
HayatRoghani
 قام پرستي له بده مرغه زمونږ شارحین د تعصب په معنا کښې اخلي. هغوي بره عنوان د قام پرستۍ ؤلیکي اؤ ښکته پسې قېصه د تعصب ؤلیکي. قران کښې یؤ سورت د نمل (میږی) په نوم دی. څوک دې ما ته ؤوائی، چې میږي څه تُوره وهلې وه، چې قران کښې الله هغه له دا نه چې یوازې ځای ورکړو، بلکې ټول سورت ئې د هغه په نوم سره نازل کړو. اوس دغه ټول سورت کښې د میږي خبره دومره ده، چې ؛ای زما قومه! څنډې ته شئ. د سلیمان لښکرې را روانې دي اؤ هسې نه چې هغوي خبر هم نه وي اؤ تاسو ئې د پښو لاندې ؤچقېږئ؛ دې نه څرګنديږی څه؟ د میږي زړه کښې د خپل قام مینه وه. قام پرستۍ د خپل ځان نه پېل کیږي، ځکه چې کله هم قران کښې د ښېرښېګړې اؤ ورکړې اؤ منښتې خبره کیږی، نو وائي چې خپل کور نه پېل ؤکړئ (ذوی القربی والیتمی والمساکین.....) د نړئ په کچ ایمپېریلسټ ذهن دغه افاقي سوچ له پښې وهلو د پاره مونږ کښې داسې مستشرقين راوستل، چې هغوي د دې فطري فکر نه خلق په بله واړوي. د قام پرستۍ مثال په تاریخ کښې مه لټوه. په لاس نه درځي. یؤ ځای کښې ئې موندلی شې اؤ راشه چې زه ئې درک درکړم. هغه ځای مدینه ده اؤ هلته د قام پرستۍ مثال هغه ؛مواخاة؛ (ورورولي) وه، کومه چې محمدصلی الله علیه وسلم د انصار اؤ مهاجر تر منځه روغه کړې وه . قام پرستي دې ته وائي، چې خپل حق واخلې اؤ د بل حق ورکړې. لکه مولانا اصفحاني رحمه الله چې وئېل؛ عدل دا دی، چې ستا څه حق وي هغه ټول واخلې اؤ د بل څه حق وي، هغه ټول ورکړې اؤ احسان دې ته وائی، چې ستا څومره حق وي، د هغې نه لږ واخلې اؤ چې په تا څومره حق وي، د هغې نه ډېر ورکړې اؤ مثال هغوي د تبوک غزوه کښې د حضرت عمر (عدل) اؤ حضرت ابوبکر (احسان) په حېث ورکړی دی. مونږ د وفاق په نوم د حقونو لوټلو مېله تؤده کړې ده. زه تاسو نه یؤ تپوس کؤم. د پاکستان په نوم چې کوم فیډرېشن روغ کړی شوی ؤ، د اسلام په نوم..... دغه فېډرېشن نه بنګله دېش ولې ځان ؤویستلو؟ هغوي خدای، پېغمبر، قران یا قبلې نه مخ اړولې ؤ؟ ......... چرې هم نه. هغوي ته خپل حق په لاس نه ورتللو. نن چې په نړۍ کښې د مذهب، امن اؤ نورو جوازونو په نوم کومې نخښتې روانې دي، ایا دا (د خپلو حقونو غوښتلو) یا (د بل د حقونو د غصب کولو) په بنیاد نه دی؟
Fazal Andaleb
 مننه روغاني صیب------په څو وطنونو کښې که حکومتونه کمزوري شول---نو ددې نه دا مانا اخستی شو چې هلته کوم د کمیونیزم نظام چلیدو--هغه ختم شو؟؟؟؟؟تاسو څه فکر کوۍ--چې په نن نړۍ کښې په کمیونیزم نظریه کښې او نظام کښې څه بدلونونو ته ضرورت محسوسوۍ؟؟؟
Hayat Roghani
 د حکومتونو په اډاڼه د هلته مروج شوي نظام لويه اغېزه وي. هغه که هر یؤ ازم وي. کمیونیزم خو د انساني ذهن اختراع ده. زه تاسو ته د مذهب په نوم ولاړ حکومتونه درښودلی شم، چې هلته نه جمهوریت شته، نه د انساني حقونو پاملرنه اؤ نه بله څه داسې هیومنېټېرين اسلوب اؤ بیا هم هلته حکومتونه پخپل ځای ټینګ دي. د حضرت عمر رضي الله عنه وېنا ده چې د کفر نظام چلېدی شي، خو د ظلم نه شي. کفر د خدای د وجود نه د انکار نوم دی اؤ ظلم د چا حق په زور د اخستلو نوم دی. نور په نظامونو کښې د بدلون خبره تاسو کوئ، نو ژوند کښې چې هر څه جمود اؤ ړوند تقلید ته ؤسپارلی شي، هغه مري. تاسو ته یوه ټوقه وېم. د مارکسېزم وړومبۍ مکمل مسوده ښاغلي کارل مارکس د ؛دي کېپيټل؛ په نوم خپره کړې وه اؤ هغوي په سریزه کښې ليکلي وو، ؛په نړۍ کښې د معاشي نظام ښېګړې اؤ ودې د پاره به دا نظام څه وخت پورې وي اؤ بیا د روزګار د نورو اړخونو په پرانسته به دې کښې د بدلون، تخلیص اؤ تعدیل غوښتنه کیږي. دې سره څېلمه ولاړ یؤ نظام د اقتصادیاتو اؤ معاشیاتو د پاره مذهب اسلام وضع کړی دی،دغه نظام به ( شمېر ما نه اوس هېر دی) کلونو پورې څه بدلون نهَ غواړي . هغه دغه مُوده په زرګونو کلونو پورې وئېله. دغه نظام له خلقو د کفر نوم ورکړو اؤ د دوي په شا د تهرډ ورلډ ارډر اؤ اېمپېريلزم وحي د ډالرو سیوري کښې نازېدله.
Fazal Andaleb
 ښاد اوسې روغاني صیب--------------پشتانه چې وس د کومو حالاتو سره مخ دي------ددې نه د وتلو او د پښتو ژوندۍ کولو د پاره زه پخپله درې نکات لرم----وړومبی--تعلیم---بیا حجره--او بیا جرګه------تعلیم خو وس هر سړی پخپل ماشوم کوي---که حجره ژوندۍ شوه نو جرګه به هم ژوندۍ شي--او دغه جرګه به د نن د ځیرک او لوستي ځلمي په لاسونو کښې وي---تاسو څه نظر لرۍ---------زما سره دا خبرې تایدوۍ؟؟او نور خپل نظر څه لرۍ؟
Hayat Roghani
 ما سره خو د ازل دا یؤ بد ملګري دي، چې زیاتره ستاسو غوندې ملګرو سره مې خیالونه سمون خوري اؤ ځکه زه ژوند کښې چرته ناامیده شوی نه یم. تعلیم د ټولو نه وړومبی احتیاج دی. تر څو زمونږ په خاؤره دغه رڼا خپلې وړانګې دېره کړې نه وي، مونږ کښې دننه به بې شمېره تیارې ساه اخلي. ملګري دې خبره لرې نه بوځی، خو زه اکثر خبره کؤم، چې پښتو پنځم امام دی. حجره اؤ جرګه د پښتو اؤ اسلام شریک دي. که تعلیم وي، نو په یؤ پښتون کلي کښې چې تر څو د جومات اؤ حجرې وجود وي اؤ خلق ورته احترام لري، مونږ به وده مومو. خو که تعلیم نه وي، نو حجره به مونږ غلامان کوي اؤ جومات به مو دوزخیان کوي.
Fazal Andaleb
 ګرانه روغاني وروره-----مونږ د کم علمۍ له کبله د څه جاهلانو خلکو په دامونو کښې راګیر شوي وو--د بل ورور په وژنه کښې جنت لټوو----او عصري علوم راته سور کفر ښکاري---دا شرخوښي او ځان وژونکې بریدونه-----يې انجام شو------مونږ باید څه وکړو---چې ددې عذابه خلاس شو؟؟؟؟
Hayat Roghani
 خبره به کښې خبره داده، چې که هر چرته لاړه شي، تعلیم ته ستنیږي. تر څو چې مونږ د اسلام اؤ امن په مفهوم ځان پوهه کړی نه وي، تر څو چې مونږ د قران دا حکم منلی نه وي، چې (من قتل نفس بغیر نفس او فساد.......) اؤ تر څو چې مونږ دې نړۍ کښې لکه د دیاړیمار نه، بلکې د کور د څښتن وخت نه وي تېر کړی اؤ تر څو مونږ د ځان درنولو په نوم د نورو سپکول پرېښي نه وي، مونږ به دغسې مخ په زوال یُو. د عصري علومو منبع اؤ چینه هغه قران دی، د کوم قران درس ورکوونکو چې دغه علوم کفر ګرځولي دي. کرکه د یؤ رنځ علاج نه دی. مینه اؤ امن جنت دی.دا ځانمرګي برېدونه، دا شرخوښي، دا فسادونه، دا کرکه ده، مذهب نه دی

Fazal Andaleb
 روغاني صیب---د افغانستان او پاکستان په پوله چې کوم تاو تریخ والی روان دی--د کوم دریم قوت لاس وهنه درته پکښې نه ښکاري؟؟؟؟
HayatRoghani
 د پاکستان اؤ افغانستان تر منځه پُوله د ۱۹۴۷نه دې دواړو کښې د یؤ هېواد هم نه ده. یؤ څو نړیوال قوتونه یؤ مُوټی شوي دي اؤ هغوي دلته د خپلې خوښې موسمونه نازلوي. پاکستان په جار د دغه قوت غلام دی اؤ افغانستان هم اوس په دغه غلامۍ بد نه ګڼي. د دې زور د پُولې په دواړه اړخ اولس ته رسي. خو یوه خبره منځ کښې کول غواړم. د افغانستان د اولس اؤ پاکستان کښې د مېشته پښتنو منځ کښې جغرافیائي کرښه دومره زوروره نه ده، څومره چې د پُولې په دواړه اړخه د دغه اولس اړيکې زورورې دي. د سیاست په نږم دغه خلق د لر اؤ بر په نوم یؤ خوا یؤ بل سره یؤ کولی کیږي اؤ بل اړخ ته ئې تر منځه دغه کرښې نه خندق روغولی کیږي. زه زیاتره په دې فېس بک یا نورو برېښنائي موقعو د خبرو کولو نه څنډه په دې سبب کؤم، چې اکثر د افغانستان اؤ پاکستان د پښتنو تر منځه د کرکې خورولو دانسته هڅه پکښې کیږی. باید مونږ مسئلو اؤ کرکې له د ډېرولو په ځای د دې د نُوغي ویستلو اؤ ځان ته ژوند ښه کولو د پاره شعوري، منطقي اؤ عملي هڅه ؤکړو. هېڅ درېم قوت به زمونږ مخه ؤ نه نیسي
Fazal Andaleb
 کور دې ودان روغاني صیب----ملګرو ته خپل یو کلام ولیکۍ----مننه
HayatRoghani
 که وي، بې ځایه به وي، ستا زړه کښې ګمان جانانه! / زه بس یؤ ستا یمه، یؤ ستا یم، په ایمان جانانه! / خدای مې دې ړوند کړي، که ستا مینه په بل مخ ماتؤم / خدای مې چاړه کړه، که وېم بل چا ته جانان جانانه / شبې پسې ؤخانده! تیارې پسې ملنډه ؤکړه ږ ستوري وهي زمکې ته چغې له اسمان جانانه! / خاؤره شنډیږی د بدلون بزغلی ساه ورکوي / موسم څه غواړي؟ خو د یؤ باغي اذان جانانه / دلته سندرې بوغې شوې دي، ساز غلی ناست دی / دلته په وېره کښې ژوندون دی بندیوان جانانه / وینم، چې ؤګورې، نو مړې ډیوې رڼا رڼا شي / ګورم اؤ خپل سپېره تندي ته شم حېران جانانه / اوس پردۍ غوڅې ګوتې وړي چې پرې تڼۍ ؤسپړي / اوس زلیخا د یوسف نه شلوي ګرېوان جانانه / بېګا ئې وې، حیاته کلی بیا بې څوکه نه کړې / زما د زړه د کلي یک یوازې خان جانانه!
Shaheer Hotak
 زه هم خپل د مینې ډک سلامونه روغاني صیب ته وړاندې کوم. روغاني صیب ستاسو د پیژندګلوی څخه ډير خوشحال شوم، ډیره مننه ستاسو د قیمتې وخت څخه.
د الله پاک نه ستاسو لا بریاوي غواړم، کامیابه اوسئ.
هوتک
Hayat Roghani
 ښاد اؤ ودان اوسې رړګیه! الله درباندې تود باد مه بادوه!
Fazal Andaleb
 زه هم د پښتنو د دیرې د خدمت ګار او خاکروپ په هیڅ د روغاني جانان مننه کوم--چې مونږ ته يې خپل وخت راکړو
HayatRoghani
 عندلیب ورروره! د پېرزو دې مننه. زه هم ستاسو د لاس کاڼی یم، چې کوم خوا مې اولئ. ما د پاره ویاړ دی، چې تاسو ملګرو سره زما پېژندګلو ؤکړه
Ahmadshah Tsawkiwal
 ډیره ښایسته مرکه وه
او ډیرې ښایسته خبری وې
ډیر څه مو ترې زده کړل مننه روغانی صیب 
او د عندلیب صیب نه هم مننه
DostMuhammad Dilsoz
 ډیره ډیره مننه روغانی صیب چه مونږ له مو خپل دومره قیمتی وخت راکو او دا داسی معلوماتو نه دی خبر کړو چه د هغی راته پته نه وه دا یوه ټپه ستاسو له پاره جه.....................عمر دی ډیر شه خپله یاره......لکه د بیری پانړی اوړې ژمې وینه.....کور دی وادان خوشحاله اووسی...په ژوندی برکت شه...ډیرې ښی خبری وې او ډیره مزه ې اوکړه..
Hayat Roghani
 څوکیوال اؤ دلسور وروره! ستاسو د مینې ډېره مننه
Mohammad Farooq Kakar
مننه روغاني وروره له ښائسته او په زړه پوری مرکې څخه اباد اوسې.
Hayat Roghani
 کاکړه وروره! ښاد اؤ ودان اوسئ
Fazal Andaleb
 د مرکې پاي------------------------------------د وریت پښتون ملګري د ټولو ملګرو مننه کوو---چې مونږ يې ګام ګام په تعقیب کړو--------او د روغاني ورور یوځل بیا مننه کوو---چې زمونږ ملګرو ته يې خپل قیمتي وخت ورکړو-------کورونه مو ودان
د /وریت پښتون/حجره
 
- بېرته شاته