(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سياسي مشران ديني علماد دى ورته ګوري..؟

 سياسي مشران ديني علماد دى ورته ګوري..؟

ليكونكى عبدالجبار كاكړ
دوروسته پاته ملكو دولسونو ژوند عجبه بڼه خپله كړه چى دوي په دي هم قدرت نه لري چى خپل غم او ښادي ولمانځي يا خيل ځان ته يوه لاره وټاكي په دهغه وروسته پاته ولسونو كښى بياپښتانه افغانان ترټولو زياته دڅه وخته څخه د داسي بدمرغيو سره مخامخ شوي دي چى په ريښتيا هم دوي نه شې كولي خپل غم او ښادي ولمانځي يا جرګي وكړي يا دپخوا وارو دښادي اوواده خوشحالى وكړي يا دي په جمات كښى دپخوا وارو يه آرامه او كراره لمونځ وكړي يا دي په جنازه كښى په ډاډه ز ړه ګډون وكړي ځكه چى په وار ووارو موږ وليدواو واو ريدو چى دوران كارولخوا په جماتو په جنازو جرګو په ښاد يواو نو روځايو كښى چاودنى وشوي ځان وژونكى بريدو نه وشول چى دبى شميرو وژنور دڅنګه ې ددهغه وياړ لوځايوي دومره سپكازي وكړي چى  ددي دمخه چادا اټكل نه شو كولي چى زموږ ددهغه وياړ لودودونو او دعبادت ځاپوسره به داسي ناوړه چل كيږي ولي چىپه جمات كښى په جنازه كښې دهغه عمل زموږ دكلتور او دودڅخه دومره ليري دي لكه شمال چى دسويل څخه ليري دي.
                                           دتيروپنځه ديش كلو څخه زموږ ټوله سيمه دخونړيو پيښو سره مخامخ ده څوني بدمرغه ورځ  ده چى داسي خو نړي پيښى په موږ كښې كيږي چې دنړي په تاريخ كښى ساري نه لري ټوله پښتون افغان سيمه ددهغه ولس په وينو سره كيږي خو داخبره په چانه دڅرګنده چى دا څوك كوي؟ ولي كوي؟ او ولي دافغان پښتون نسل كشي كوي؟ په زياته بياد هغه ړندي وژنى خوددي ملت په ضد په   دومره هو ښاري او چالاكى سره كوي چى يوه نخښه او نشان شاته نه ايله كوي هره خونړي پيښه په وران كارو او تهرو ګرو باندي تړل كيږي خو و هيچاته دانه د څرگنديږي چى دهغه وران كار څوك دي؟ دا دبشرسره اړه نه لري   دا مسلمانان دي؟ داپښتانه دي؟ كه دابله قومه ده؟ دهغه اور چى په لر اوبر پښتون افغان  خاوره بل دي كه نور نه وي هم په دي ولس كښې به يوداسي عالم داسي مخور داسي سياست مدار داسي پوه  دخدائى بنده خو به پيداشوي وي چى دهغه وژنى دهغه ورانى او زړه بږنونكي ورانى چى څوك كوي دافلانكيان دي دا دفلانكى ملك سره اړه د دوي مخه او هدف دهغه دي او ددوي وشاته دهغه څوك ولاړ دي  زموږ سترګي څنګه راتړبى دي چى په خاوره مو په يوه ځائى باندي سل كسان وژل كيږي او تردي دوه چنده ژوبل كيږي (دشبقدر د۱۳م مئى ځان وژويكى پيښه) خوموږې داسي واخلو چى دايو تهروروو وشو اوبس خود يوه انسان د يوه مسلمان او ديوه پښتانه په حيث آيا داسي پيښه دايرو لووړ ده؟ او داسي پيښى بى شميره په دهغه خاوره دتير ولسو كلو څخه رارواني دي خو يوه وران كاروياد وران كارو او تهر وركونكو چى داعمل وكړي دوي څومره كورونه وران كړو دوي څومره ميندي بوري كړي دوي څومره پلرونه وځوكلول دوي څومره خوندي بى وروڼوكړي دوي څومره ارمانونه ووژل داخو يوه پيښه نه ده دا خو په دي خاوره دتيرو كلو كلو څخه رار وانه ده نن په پيښور كښى چاودنه  وشه دومره مړه  شوه دو مره ژوبل كړل نن په چارسده كښې چاودنه وشوه  دومره ووژل شول دومره ژوبل شو نن په كندهار كښى چاودنه وشوه نن په غزنى كښى وشوه نن په كوټه كښى وشوه نن په نوښار كښى وشوه نن په قبائيلوكښى چاودنه وشوه ډ راؤن بريد وشوه نن په هلمندكښى په بمبار كښى دومره و وژل شول لنډه داچى كومه هغه پښتون افغان سيمه ده چى هر ورځ موږ دازړه بږنونكي خبرونه نه اورو؟
                     شوروى سرولښكرو دراتلو څخه بياد جهادي مشرانو دكابل ناورينونه به موږ دڅه وخت دپاره دلته ايله كړو چى دلكاؤ لكاؤ پښتون افغان ولس سرونه ې وريبل ددهغه يو ولس كلو څخه چى كوم ناورين راروان دي چى نه قاتل څرګنددي نه ې  وخت ښكاره دي نه ې ځائي وچاته څرګنددي هر وخت هم دي په موقعه كښى ناست دي چى وار  درباندي جوړ شود مرغيو وارودي ښكار كوي او زمااو ستا په خوله كښې دا رااچولي دي چى داوران كار او تهروركونكي دي دهغه تهروركونكى يواځي زما ولس او زما خاوره په نخښه كړي ده چى څوك داخبره كوي چى دا وران كار او تهرو ګردي هغه ته به ارومرو داهم څرګنده وي چى داڅوك دي څونى لويه بدمرغي ده چى دتيرو پنځه ديش كلو څخه دا ناورين را روان دي خوهيڅ نړى وال هيڅ مسلمان هيڅ ګاونډي كله هم زماپه ټخرد ماسره څه خو اخوږي ونه كړه نه يوه ديني عالم په دهغه لسو كلو كښى داچخه پورته كړه چى دابشپړه دپښتون افغان نسل كشي ده نه ې د اوويل داهر څه چى دي دابشپړه دبشر په ضد دي داې هم نه وويل چى داعين اسلام دي راځي چى ټول راياڅه شو.
                      اوس پوښتنه داده چى دهغه   ده چى دهغه وران كاري تهرور او ناورين به هم داسي روان وي لكه دتير ولس كلو څخه روان دي په موږ به مرګ او ژوبله ګډه كړي وي زموږ سياسي مشران ديني علماء مخورا وسپن ږيري رڼ انده ليكوالان او سياسي كارنكونكي به هم د هغه  ډول پټه خوله ناست وي؟ او عام ولس به داسي وژل كيږي ؟ ژوبل كيږي ؟به او ورانى به روان وي ؟او خپل تاريخ به هم داسي وشاته اچوي؟ يابه  دهغه چاوارو به  چى يواځى شتمني او ماڼى يه جوړ وي يابه دنورو دګټو دپاره به ضددپښتون افغان ناوړه عمل كوي ؟او ايجنټي به كوي؟ او موږ به ورته ګورو هغه څوك چى پښتانه افغانان باتوره اوننګياليان ستائي خو پخپله ددوي په ضدكار كوي دا دپښتنو سره دوستى نه بلكى دښمني ده خود هغه ډول چى پخپله يه كرار ناست دي او خپلى ګټي څاري دهغه  ډول څوك بايد وپيژندل شې كه چيري پښتون افغان هراړ خيزه مشرتابه اوس هم خپله ډنډه ترسره نه كړه نوبه هم تروروستي سړي پوري وژل كيږي ددي ليك مطلب دانه دي چى پښتون افغان ولس دي وسله راو اخلى او نور دي وځپل شي بلكى ځان دي سره راټول كړي او ږغ دي پورته كړي چى دكلو كلوڅخه ددوي سره ولى داسىكيږي ؟پړه  ې څه ده؟
.................................................................
دافغان جغرافيائى موقعت نه دمشرانو موقعت ې سم نه دي.
                                                                  ليكونكى عبدالجبار كاكړ
په تيره اونى كښى موږ  دهغه پريكړو په  اړه خبره كړي وه چىد پښتو ليك دود اوپرمختياد دپاره دلراوبر افغانانو پوهاند په خيبر پښتو نخوا  او په كابل كښى په واروو اروناستي او غونډي كړي وي اوځيني پريكړي ې كړي وي كه په رښتيا هم په شووپريكړ وعمل وشې او پښتو ليك دود هم ددي لاري وشي نو به پښتونه يواځى نړى واله ليك دود لري بلكى ديوي سيمي ليكوال به هم دستونځو سره نه مخ كيږي خودبده مرغه زموږ ځيني ليكوالان ودي پريكړوته پاملرنه  نه كوي چى په زړه ي ورغلو هغه په ليك كښې راوړي چى زما په اند دا وپښتوژبى ته ګټوركار نه دي ځكه چى يو ليكوال دشووپريكړو څخه سرغړونه وكړي نو بياونورته هم ورايله شې ددي سره سره چى ځيني باندنيان هم داهڅه كوي چى پښتانه په يوه ليك دود باندي پښتوونه ليكى خو موږ  خپله پښتو پخپله پالو او ځخورو به ې دبده مرغه نن دپښتو شميرني په بشپړه موږ دلاسه وركړي دي چى دايوه  لويه  ناخواله ده په كاردي  چى ټوله  پښتانه په زياته بياد پښتو چوپړوهونكي ليكوالان او شاعران ودي ته ځانګړي پاملرنه وكړي دوي نه يواځى په عام خبرواترو كښى دپښتو شميرنى (ګنتى) ګار كړي بلكى په ليكلو كښى د اكړو په ځائي په تورو كښى راولي(د۲۵په ځائى دي ښځويشت وليكى) چى ددي لاري به تريوځايه موږ څه ترلاسه كړو كله چى دمردان پاڅون مجله ګورم نو دوي دپښتو شميرني داكړو په ځائي په تورو ليكى چى ډيرخوند كوي او كه دپاڅون په تګ لاره موږ هم ولاړ شونو به ډير څه دلاسه كړود پښتو شميرنى دپښتو په ځائي په اردو دښوولوناروغي دډيورنډ كرښى ودي خوا ته او سيدونكو اخستي ده  كه ودي خواته موږ پاملرنه ونه كړه نو به نوري ناروغي هم په موږ پوري شې.
                                   پښتو چى زموږ مورني ژبه ده څوك ښه ډير ليك لوست پكښې وكړي نو هغه تيروتني چى موږې كوو هغه موږ خپله درك كولي شو په دي اړه زه خپل ځان دبيلګى په حيث تاسوته وړاندي كوم زه چى دتيرو ديارلس كلو څخه د ځلاند ورځپاڼي سره تړلي يم دومره ليك به هيچاپه پښتو كښى نه وي كړي لكه ما چى كړي دي چى هره ورځ څوك يوه ورځياڼه ليكى نوتا سو خپله اټكل وكړي چى څومره ليك به زماترلاس تير شوي وي نو ځكه چى موږ په خپله مورنى ژبه كښى څومره ليك لوست كوو نو دپښتو عكس اوارزښت نور راته روښانه كيږي ځكه چى ماپه وارو وارو په دي باندي ليك كړي دي او بياچى زه دخپلو تيرومشرانو پريكړي وګورم نوټكى په ټكى هم هغه ته ورته وي خودمشرا نو او پوهاندو په پريكړو په كار دي چى عمل وكړوځكه چى ديوه سړى خبره دومره ارزښت نه لري او موږ هم ارزښت ورنه كړو.
سياست او ادب يودبل سره تړلي دي نو ځكه چى سياسي خبري هم ايله دي دتاريخ په اوږدو كښى پښتون افغان ولس نه يوبشپړه ملت جوړ شونه پښتو ديوه خپلواكه ملت ژبه وګرځول شوه كله انګريزانو دهغه ملت او د ده خاوره ويشي او كله بيا شوروي دافغانانو دځخور لو دپاره خپلى لښكري ويوه خپلو اكه خاوري ته داخل كوي خو چى بياددهغه لښكرو داستلو دپاره مبارزه كيږي هغه هم افغانان په ځان پوري تړي خودټولى نړي څخه هر همااو شمارا غواړي چى افغانستان څخه باندنيان وباسي چى كله دنړى والو ګټو دخوندي ساتلو دپاره او ددوي په مرسته باندنى شو روي  لښكرو وتلوو ته اړ كيږي او افغانستان خالى كوي هم دهغه مبارزه كونكي باندنيان دومره په خپل  هيواد كښې خپلواكه كوي چى دافغانستان مشرهم دباندنيانو په خوښه ټاكل كيږي مشر څه چى يوبل ناتار په دهغه ولس باندي راځي چى ترشورو يانو هم زياته مرګ  ژوبله په څو ورځو  كښې كوي خو بيا هم دوي نه په كراره كيږي دنوروناخوالو وروسته دامريكا په مشري كښى دنړي نزدي نپځوس ملكونه وافغانستان ته راغواړي   ددي دپاره چى افغانان و ځخوري داهم هغه څوك دي چى دشوروي دمداخلى په ضدې ټوله نړي په افغانستان ورسمه كړي وه څوني مسخره ده پخپله ځان ته افغانان ويونكي كوم جواز ځان ته    وړاندي كوي چى زموږ جغرافيائى موقعت داسي دي خودانه وائى چى زما موقعت سم نه دي
                         ايران هم يووړوكي هيواد دي په دي ملك كښى هم ډيري پيښي شوي دي په ايران كښى هم لږكي په لوئى شميرپراته دي كله دوي باندنيانو ته بلنه وركړي ده چى راشي موږ  و ځخوري دوي نه يواځى خپله خاوره ځخورلي ده بلكى نن دخپلو ګټو دساتلو دپاره دنړى دلويو ملكو سره ټانټى وهي نن ې نه يواځى خپل هيواد مخ  په وړاندي روان كړي دي بلكى دافغانستان وارو ملكو كښى مخامخ لاس وهنه كوي او نخدي  لوتهى د ډالرو  و افغان مشرتابه ته دده په كوركښى وركوي ددي دڅنګه ې خپله فارسي ژبه دومره مخ په وړاندي وړي ده چى په افغانستان ې كلتوري چپاؤ وروړي دي  ځكه چى په ۷م جون۲۰۱۱ء كښى دكتابو يو دومره نندارتون په مزار شريف كښى پرانستلى چى په لكاؤ دفارسي ژبى كتابونه ورته را رسول او دا ډول دفارسي ژبى دكتابو نندارتونونه په كابل هرات او نور ښارو كښى هر كال كوي خو زموږ پښتو چى دافغانستان ډيركي ې وائى هم په هغه افغانستان كښى څه ورسره روان دي داسي  نه چى داخبري دچاپه  ضدباندي څوك كوي بلكى دارښتيا او حقيقت دي نو رښتيا بايد هر څوك وا ورى كه څوك دخپل حق په غوښتنه تورن كيږي  سل واره دي تورن شې ولي كه څوك رښتيا وائي يو سړي به تورن شې سل به تورن شې خوبلى خواته چى څوك رښتيانه وائى رښتيانه اوري هغه ټول ملت خپله ژبه خپل دود او خپله خاوره وكندي ته ورپو روي چى دا وچاته دمنلووړنه شى كيدى؟
 
ځان پيژندنه ملت پيژندنه ده                       محمد نعيم كاكړ
((((((دريمه برخه))))))
لكه څونى چي يو قام پخوانى وي هومره ې ژبه پخواني وي او هره ژبه د هر قام تاريخ او دده د ژوند هنداره وي ژبه نه يواځى دا چي موږ يو بل په خبره سره پوه كوو بلكي ژبه نور ډېر ارزښتونه ليرى لكه ويل كيږى چې تاريخ د يوه قام هنداره وي او هر قام خپل تيروختونه اوسني حالات او سباون پكښې ګوري او د تاريخ په رڼا كښې خپل سباون ټاكى نو ژبه ددي هر څه ارزښتونو لاري او سمتونه ورته څرګندوي د قومونو دود اورواجونه ورته په ګوته كوي د ژبى په زور موږ خپل ذوق او شوق خپل چاپيريال او خپلو نيكونو كلتورونه و مخ ته وړو او و نورو قامونو ته ور په ګوته كوو او داسي د نورو ښه ښه دودونه او رواجو باندى هم ددي لاري موږ ځان خبروي او د بهير د زراو زراو كلو څخه را روان دي او تر هغه وخته به روان وي چي دا نړۍ پاته وي.
      پوهان وائي كه يو بشپړه قوم د مينځ وړل وي نو د هغه تاريخ ځيني واخله او ددي د څنګه ې ژبه هم ځيني واخله او داسي اواره او څربداله كړه چې نه يواځي د خپلي خاوري څخه ې اړيكي وښكيږى بلكى خپله ژبه او خپل تاريخ سره ې هم اړيكي وښكيږى ځكه چې يو بشپړه قوم په داسې جنجالو كښې په نړۍ واله كچه راګير شې نو ډېر ګران وي چې هغه خپل ځان ژوندي وساتي د تيري يوه نيمي او دوو پړيو څخه چي څه د پښتون افغان خاوري ژبى او تاريخ سره روان دي په ځانګړي ډول د تيرو پنځه ديش كلو څخه چې څه ورسره وشو كه د ټولي نړۍ د يوه بل قام سره داسي شوي وي نو ډېره ګرانه وه چي هغه به ځان ورته ټينګ كړي وي خو پښتون افغان چي د غرو او درو اوسيدونكي قام دي هم د غره واروي ځان ورته ټينګ كړي دي څنګه ې ځان ورته ټينګ كړي دي په دي به مخ ته خبري كوو خو دا يوه خبره په يا د ساتل ضروري ده چي دتاريخ په اوږدو كښې پښتون افغان ودي ته نه دي پريښودل شوي چي دي په كراره ژوند وكړي كه يوه خواته په دي خاوره يرغلنو كړي دي و بلې خواته هم په موږ پښتون افغان كښې داسې كرميان او لاس پوځي ژيژولي دي چي زموږ په جامو كښې وراني كړي دي او اوس ې هم كوي چي په يوه نه يوه ډول ودي سپيڅلي ولس ته زيان ورسوي او زموږ پياوړي ولس په بيلو بيلو نومو باندي تكي تكي كړى د سر سړى ې ورو وژنى دود او دستورې ورختم كړي ژبه او تاريخ ې ځيني واخلي او داسې ورګډوډ كړي چي پخپله ې پيژندګلوي نه شې كولي د زده كړو او تعليم څخه ې ليري وساتي د زده كړو لار ور باندى وتړي اقتصادي ور وران كړي په خپله خاوره ې بې واكه كړي او د خپل هر څه څخه ې بيګانه كړي د خپل وطن څخه ې بې وطنه او اواره كړي او هم په خپله خاوره او هم د خاوري څخه د باندي د نورو په مخ كښې د كركي وړوګرځوي مشران ې د تمي او ښه ژوند په بدل كښې د قام په مشكلاتو پټه خوله كړي په خاوره او وطن مين وګړي ې تر داسې عتاب لاندي راولي چي و خبرى ته څوك غوږونه نيسي او قام دومره بې حسه كړي كه د ورځي سل وګړي پكښې وژل كيږى خو دي باك نه پكښې وه وهي تر ټولو لوئى ناورين چې ولس دړي وړي كوي اقتصادي پخپل لاس كښې ځيني واخلي چي په ډېره لويه بيه وګړي ودي ته اړكړي چي دواړه لاسونه ورته په سر كړى.
      داسې نه چې دا هر څه پخپله روان دي بلكي د دهغه لوئى لوبى يوه برخه ده چې يو نيم دوه سوه كاله انګريزانو زموږ په ضد پيل كړي وه چي په يوه نه يوه ډول يا په يوه او بل تر سره كيږى او د عقل خاوند په دي پوهيږي كنې نو ولي به انګريزانو چي په هند كښې حكمرانان وو نور ټول په ځان راټول كړو او يواځي پښتون افغان ې په نخښه كړي كوم كوم چم ې ددي قام سره ونه كړي چي په دي پوه شو چي ددي لاري د را روان وخت ګټي نه شوي ترلاسه كولي نو ې زموږ خاوره وويشله چې د دهغه قام زور مات شې خو په تلو تلو كښې داسې چاري ونيولي چي زړه ې بې غمه شو او د پښتون افغان سره داسې وكړو لكه هغه د كفن كش او د هغه د ځوي كيسه چي ده دا څنګه كيدي شې چې انګريز دي هم په نا كښې خيږى شوروري دي هم په ما كښې خيږي او امريكا او ناټو دي هم په نا غومبروهي خو داخبره هم په ياد ساتل په كاردي چي لكه څوني پړه چي موږ په بل اچوو تر دوي زيات موږ خپله پړه يو باندني كه د كور د كوسى په مرسته زموږ خاوري ته راځي خو هغه زما خاوره زما ماشوم او زما هر څه ورانوي او د تيرو ۳۵ كلو څخه دا هر څه روان دي په كاردي چي لومړى د خپل كوتهي وروكړم بيا د بل وغاړي ته لاس واچوم.
      و كونډوته ورته ګيلي په رسېنو په زياته بيا په انټرنيټ باندى د پښتنو افغانانو لخوا ډېرى ليدل كيږى خو ستونځي او ناورينونه په خبرو او تش په ليكولو نه اواريږي ودي ته د عمل اړتياده دا سرشندنه غواړي و ميدان ته دانګيدل غواړي خو دلته كه دا پوښتنه وشې چي هغه كوم ننګيالي دي چي و ميدان ته راودانګي او ولس په ځان راوغونډ كړي زموږ ولس كه هر څو دښمن ځپلي دى خو د خپلې خاوري څخه مينه دلاسه نه د وركړي اوس هم چي موږ ګورو ولس په وارو وارو سر راپورته كړي او پاڅون ې كړي دي خو د مشر د نشتوالي د كبله هغه بيرته شاته تللي دي ددي سره سره چي پښتون افغان د هيچا په ضد نه دي خو يواځي يوه غوښتنه لري چي زه سوله او كراري غواړم زه په خپله خاوره د باندنيانو انډو خرنه غواړم چي زما هر څه پكښې وران شوي او نورو رانيږى كه يو قام يا د هغه مشر دهغه د سولي كراري چغه نه شې پورته كوله نو نه و داسې قام ته نه ې مشر ته دا وياړ وركول كيدي شې چي دي دخپلې خاوري او خپل ملت داوه وكړى.
      خو د لالا په نوم څه باندى ونه نازيږو بلكي پخپله ځان وپيژنو خپلې چارې په كاردي چي خپله وسنجوو دخپل قام او د خپلي خاوري خلاصون د بل څخه ونه
        
- بېرته شاته