(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځې چې رشتيا و وا يو

ډلی ډلی۰ د پخوا څخه۰

لمړې ډله۰ (سور روس)

چه ور ږغ به مو کړل : مير زا کا کو السلام عليکم، ږغ به يې نه کولې۰ مدير صاحب ، ږغ به يې نه کولې۰ په أخير کښې به مو ور ږغ کړل چه (سور روسه) و به دردې ، او را ږغ به یې کړل ٭ چه اوس پر و لګيداست ، واياست ځوانانو څه واياست ۰

دوهمه ډله ۰ (مکناټن)

چه پوښتنه به دي ځنې وکړل ، چه څه احوال مو دي صاحبه ۰ ويل بيې چه څه احوال مو غواړی ، په دی خاورين او دوړن ښار کښې ۰ حق تعالا چه زه د حاجي پلانکی په کورنې کښې پيدا کولم ؛ ولې د (مکناټن) په کورنې کښې نه کړم پيدا ۰

دريمه ډله ۰ (غازي شهيد)

السلام علیکم ۰ وعليکم السلام ۰ راسې خداې مو راوله ، چاي تيارې دي۰ چه پوښتنه به مو ځنې وکړل ۰ چه څه احوال څه خبر۰ ویل بيې ۰ چه کله به الله هغه ورځ را ولې ۰ چه غزا وي او جهاد وي۰ غازيان سو او شهيدان سو۰

څلرمه ډله۰ (ګډه وډه، نه پوښتنه ، نه ګرويږنه)

ويل به يې ۰ چه ته وا داسې ورځ به خداې راولې؟ ، چه نه پوښتنه نه ګرويږنه ، څه چي مو زړه غواړي ، هغه وکړو ۰ ================================= ورځي مياشتې کلونه تيريږې ۰ دا سي یو وخت را ورسيدي ۰ چې حالات خړ پړ ، غلاوي او ناوړه خبرونه ۰ بيله باده دوړي۰ دا ده يوه ورځ په کابل کښي د سهاره څخه ټکان چې په ماپښين کښې ډزې سوي۰ (مک) الوتکې یې را پورته کړې، بمباړډ او ريډيو سټیشن ساقط ، درک نه معلوميږې ۰ چه څوک څوک دي ۰ پر دوولس بجې د شپي ريډيو شټيشن فعاله سو ۰ اوله خبره یې دا وکړه چه (ستاسې شتمنۍ ستاسې شوي ) ================================= نو داده :

اوله ډله (سور روس)۰

یو څو ورځې وروسته ، چه پر دوو روان وي ، د ( هوررا) نارې وهې۰ زمونږ بزګر راغلې وو ، راته وایې چه زمونږ دا يوه ( خره) د (هوررا) نارۍ زده کړيدي ۰ چې خلګ ناری کړي ، دې هم د (هوررا) ناري وهې ۰ ما ور ته وويل چه نور نو ته ده ته (خر) نه سواې ويلاې ۰ د ده نوم ملګرې لياقت دي ۰ بايد په خپل نامه یې و بولې ۰

دوهمه ډله : ( مکناټن)

يو څو ورځې وروسته چه فقط د افغانستان څخه را و ووت خپلې أرزو ته ورسيدې۰

دريمه ډله : (غازي شهيد)

دا ده هغه ورځ د غزا او جهاد را ورسيدل ۰۰ بمبارې ، شهيدان ۰ کلونه کلونه پر تير سول چه د وينو بهيدل دي ۰

څلورمه ډ له : (ګډه وډه نه پوشتنه نه ګرويږنه)

داده هغه ورځ را ورسيدل چه (سور روس) ولاړې ۰ غازيان ، مجاهدين هم ستړي سول ۰ او پر کورو او يا په خپلو کارو پسې ولاړل ۰ نه پوښتنه ، نه ګرويږنه ، پر لويو لارو زنځيران و لويدل ، غلاوي ، ځوريدل، په زور د خلګو د کورو څخه ماشومان تيښتول۰ چرسيان ، سګوانان ۰ سګوانې، هلکوان رقصول ، ښارونه لوټ چورچپاو، د زور آزماْې د پاره په پارک زرنګار کښې د بيګناه انسانانو ځړولو ننداره۰ ================================= نور نو د زغمني نه وه .۰ بيرته هغه خلګ چه پلرونه يې شهيدان سوې او مجاهدين او غازيان وو۰ را و پا څيدل چه د دي پلا ټول خلګ ور سره ودريدل ۰. دوې هغه مجاهدين وو چه په تيرو پنځلسو کلونو کښې هم د طالبانو په نامه ټولو خلګو پيږندل، او د خلګو قضا ءيه چارې او دعوې د دوۍ په حضور کښې فيصله کيدلې ۰ څه رنګه چه دوې په حقيقت سره خلګو پيږندل ، نو ټوله ملت ور سره ودريدې ۰ امنيت یې جوړ کړې ۰ نوي په سلو(۹۵٪ ) کښې په ټوله مملکت کښې امنيت وو ۰ قومې او د ژبو مخالفتونه نه وه ۰ هغه وخت چه خپلواکې ته ورسيدل ۰ دنړيوال سیاست سره په ټکراو کښې راغلل ۰ د وخت سياست هيڅ موافق نه وو ۰ چه په نتیجه کښې هيڅ چا د دوي ملاتړ نه کولې ۰ غرب ، روس ، ايران ، هند، د پاکستان سياست ، دا ټوله داسې په ډاګه او چپه مخ پر را و غورځيدل ، لکه د پاليزوان جوړڼګ چه يو څوک په ډبره و ولې ۰ د ټولې نړي بنديزونه پر و لګيدل ، د سوداګرې لارې پر بندې سولې ۰ او د الله د طرفه څخه د بارانو بنديز هم پر لګيدلی وو ۰ قدرتې تباهی ، قحطې ، چې نه د آسمان څخه يو څاڅکۍ اوبه را بيليدلي ، او نه د مځکی په تل کښی يو څاڅکۍ پاته سوي ۰۰ حیوانان ګرده مړه سول ، انسانان بر ځانو و ويريدل ، د مجبوری څخه د ټولو سيمو خلګ پاکستان او ايران ته په کډو کولو شروع وکړل ۰۰ د مخالفينو د خوا په حکومت کښې ډير خلګ ور ګډ سول ، چه د عوامو ځورول و کړي ۰ او ګډ و ډي جوړه کړي ۰ ناوړه سياسې استفادي ۰ خو قدرتې تباهۍ، قحطي ، د حکومت ډيره لويه ستونزه وه ۰ او د نوري ولاړي توان يې ختم سوې وو۰ آفت سماوﺉ ۰۰ د امريکا حمله پر افغانستان : دي موضوع اصلآ هیڅ اړه نه در لوده د ( نيويارک) د واقعي سره۰ د طالبانو د حکومت له ميانځه وړلو د پاره هلی ځلی څو کاله مخ کښې رواني وي . خو دا يو دليل او يا بهانه وګرزيدل ، چه ، پاکستان، ايران، روس او يا د هغه پخوانې خواګيان د امريکا فوجې ډګرونه وګرزيدل ۰ چه په نتيجه کښي يې داسي آزموينې او ننداريې ( بمبارډ) وکړې، چه نور خلګ هم په و ډاروي. ۰ ================================= هغه آش هغه کاسه ۰ اوس بعضې د هغو ډلو څخه ، چه په يوه ( بې قوله ) اتحاد يې لاسونه سره ورکړې دي ۰ چې وايې (ډيموکراسې) مو راوستلې ده ۰ چه پوښتنه ځني وکړې ، چه چيري ده۰ وايې په (ټانک کښي ناسته ده)۰ د غرب لښکرې قبضی ته ( د يموکراسې) وايې۰ او په عين وخت کښې د اسلام دعوه هم کوی ۰ ورځنې خبرې۰ کمونسټانو چه څه ويل او څه کول ، اوس هم عينې هغه قصې په افغانستان کښي روانې دي. ۰ اوس داسي معلوميږي ، لکه چه (کمونيززم) غرب ته او (ډيموکراسې) شرق ته نقل مکان کړې وي ۰ Khal Kamran - بېرته شاته