(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک ياد

یادونه: دا لیکنه په ۷/۵/۲۰۱۱ نیټه په فرانکفورت کی دقامي مبارزینو یادغونډه کی واورول شوه
 
يه پښتنو  ، يه ليونو پښتنو !
يه تس نس   ، شوو پرګنو پښتنو !
راځي په کور کې مرکه شوه  سره !
د سيالي وخت دي چې جرګه شوه سره !
دنيا بدليږي  ، ورته ځان بدل کړو  !
 دغه د ظلم زوړ جهان بدل کړو  !
 
 
 
د لوي او بخونکې خداي په نامه
 
درنو او  قدرمنو  مشرانو ، خويندو او وروڼو  ، د لري او نژدي ځايونو څخه راغلو درنو ميلمنو ، ځوانانو  ، او کشرانو  سلام او ستړي مشي !
ارواښاد  اجمل خټک  پيښور ته نژدي  په ۱۵  د سپټمبر کال   ۱۹۲۵  ميلادي کې په اکوړه خټک  کې دنيا ته راغلي دي  ، خپله لمړنۍ زدکړه يې تر  اتم ټولګي  پوري  په خپل کلي کې تر سره کړي  او د زياتي زدکړي د حاصلو لو د پاره بيا د پيښور  عالي ښوونځي   ته  راغي   خو دا چې  د خپلو عالي زدکړو   په جريان کې  يې   د انګريزانو په ضد  زياتي سیاسي هلي ځلي  کولي ،  د ښوونځي څخه وه ويستل شوه !
 
څرنګه چې اجمل خټک  د زدکړي سره زياته مينه درلوده  ، نو ارام نه کښيناستلو   او په شخصي توګه يې  زدکړي ته دوام ورکړو  ، عربي ،  فارسي ، پښتو ، او انګريزي  ژبي يې زدکړي  او پو هنتون ته يې د ازمايني  امتحان ورکړ  ، څرنګه چې  دي يوه پيژندل   شوي سیاسی څيره وه  ، نو د  ازماينو  څخه يې راوه ويست  ، او زندان ته يې  وليږه
 !  په زندان کې هم اجمل  خټک   ارام نه کښينا ستو  او خپًلو زدکړو ته يې ادامه ورکړه   ، او د زندان څخه به خپلو ازماينو ته  حاضريده  ، مانا داچې د  امتحان  په ورځ به ورته د زندان څخه د بهر  وتلو اجازه وه،اوبس !
 
اجمل خټک وايې  ،
 
که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تيره شوه !
توره څومره چې تيره شوه لا خوږه شوه !
اوس که نروي  نو غوږونه دي خپل پري کړي !
چې زما نغمه  سړه نشوه  لا سره شوه !
 
د زندان څخه  وروسته په کال ۱۹۶۰ ميلادي کې اجمل خټک  د پيښور  پوهنتون  ته بريالي شوه  ، خو حالات  داسي وه چې   اجمل يې  بيا  وه نيوه  ، او زندان ته يې واچوه !  بيا يې هم په زندان کې خپلو زدکړو ته  دوام ورکړ  او د همدغه ځايه يې د فلسفي او اروا پوهني   ازمايني تر سره کړي !
د کال ۱۹۴۲ نه تر ۱۹۴۴ ميالادي کلونو  تر مينځ په خورا سياسي سرګرمو کې بوخت وه  ، خو  په همدغه وخت کې  د خورا  ستونزو  او مشکلاتو سره  هم لاس او ګريوان وه !  اجمل خټک د ستونزو او مشکلاتو با وجود  د پيښور پوهنتون  نه  په فارسي کې  ماسټري تر لاسه کړه  .  اجمل خټک دکال ۱۹۷۳ ميلادي څخه تر ۱۹۸۹ ميلادي  پوري په افغانستان کې د پاکستان د زور زياتي له کبله د مهاجرت  شپي او ورځي تيري کړي ،   د عوامي نيشنل پارټي  فعاله  غړي پاتي شوي  ، او هم د پاکستان   د اولسي جرګي غړي پاتي شوي دي . اجمل خټک  د پاچا خان د شخصيت نه   ډير متاثره وه  ، چې  د همدي کبله يې  په ۱۷ کلنۍ کې  په فعاله توګه  د هند  د پريښودلو  د غورځنګ  غړيتوب  هم تر لاسه کړ ،   اجمل خټک   د پښتنو د ملي مبارزي  د غورځنګ  يوه ځلانده  او روښانه څيره ده ، دي وايې
 
د پنجه ور شهباز په جاله باندي !
نور د تنزرو غوبل نشم ليدي !
د بت شکن غيرت په خاوره باندي !
نور د بت ګرو غوبل نشم ليدي !
 
   دده هلي ځلي   د پښتنو د ملي يو والي  او سوکالي په هکله  يو روښانه څپرکي دي ،
 
په کار ده چې راتلونکې نسلونه هم  د داسي مشرانو  د لارو په لټه  او هڅه کې شي  ، که هر څوک   او هر پښتون  د خپل  ژوند  په موده کې  د خپل قامي او  ملي خدمت په چوکاټ کې  لږ هم  د اجمل په لاره  لاړ شي  او  د يوي انساني ذمه واري   او اولس او  قوم ته د خدمت  د جوګه کيدو  يو قدم  هم اوچت کړي  ، نو د خپل  اولس  او قوم  د حق  د ادا کيدو  دنده  او ذمه واري  به يې  پر ځاي کړي وي  ، دلته  زما د ځوانانو څخه  دا هيله او  پوښتنه ده  چې ،  د مشرانو  د خدمت  او هڅو  په نظر کې نيولو  سره  به  زمونږ د ځوان نسل  دندي او ذمه واري  څه وي ؟  ايا  زمونږ  دنده  او وظيفه  ځانله او ځانله همدا ده چې  کله ناکله  به د خپلو  مړو مشرانو   يادونه کوه ! او که څنګه !   پدي باندي مونږ او تاسو ټولو له زيات فکر او سوچ په کار دي !  اصلي موخه او هد ف دادي چې ، مونږ د تيرو  مشرانو  د قومي او  اولسي هڅو  او د دوي  د ملي مبارزي  د غورځنګ  څخه  پند واخلو   او پدي  فکر کې شوه چې  مونږه   څنګه  او په کومو طريقو سره  د نوو  بنسټونو او نوښتونو   په لټه کې شوه  چې د خپل درديدلي او زوريدلي  قوم د زخمونو پټي شوه !  اجمل خټک  د خپلو خلکو  او اولس  سره بي کچه مينه درلوده   ، په خلکو ګران وه  ، او په  خپله ټولنه کې يې  د خپلو  هڅو  او  هلو ځلو په تړاو  يو ځانګړي  ځاي او مقام درلوده  ! د پښتو ژبي ، ادب   او کلتور پوره خدمت يې کړي دي  ، اجمل خټک د خوارانو او  عاجزانو  پلوي  او د دوي د طبقاتي  غوښتنو  او حقه حقوقو  کلک ملاتړ  وه ،  ځکه  اجمل وايې :
د لويو لويو قدرتونو ربه    
                     يوه تمنا ده اوريدي شي که نه
ستا د سکڼي سکڼي  ماښام نه لوږي  
                                د چا د زړه لوګي ليدي شي که نه  ،
 
اجمل خټک زمونږ او ستاسي په مينځ کې اوس نشته  ، په اوم د فبروري کال ۲۰۱۰ ميلادي کې د دي فاني دنيا څخه سترګي پتي کړي  خو مونږ او تاسي ته يې  د ملت پالني يو ستر څپرکي ، او يو  ځوان ملت  پال قوم  په ميراث  پريښودي دي ، چې  پالنه  او ذمه واري يې اوس زمونږ او ستاسي  دنده ده !  څښتن تعالي  دي جنتونه په برخه لري .
داوريدو او حوصلي څخه مو يوه دنيا  مننه .
محمد شيرين ګرديوال
 
 

written by Mohammad Scherien Gerdeawal
- بېرته شاته