(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له استاد لطیف بهاند سره مرکه

استاد صیب دیرې ته ستړی مه شې
Latif Bahand
سلام او ښې چارې!
Latif Bahand
 مننه ،خوشالي مو غواړم
Fazal Andaleb
 استاد صیب بیا درته د پښتنو دیرې ته د ټولو ملګرو له اړخه هرکلی وایم
FazalAndaleb
 تاسو زه د پښتو ادب د نقادانو او استادانو په قطار کښې شمیرم---او دلته به د ملګرو په خواهش --د تنقید په موضوع مونږ ته یو څو خبرې وکړۍ--تاسو سوچه تنقید څه ته وايۍ؟
Latif Bahand
 ډير ښه!
Latif Bahand
 کره کتنه څه ته وايي؟
د کره کتنې اصطلاح په زياترو ژبو کې لرغونى تاريخ لري. په پښتو ژبه کې هغې ته دنقد، تنقيد او کره کتنه او په فارسي ژبه کې د هغې لپاره دادبى نقد، سخن سنجى اويا سخن شناسي اصطلاحات هم کارول شوي دي.
((کره کتنې ته په عربي ژبه کې انتقاد وايي، چې اصلي ريښه يې د نقد کلمه ده. ځېني کسان د انتقاد پر ځاى د«تنقيد» کلمه هم استعمالوي، خو دغه ټکى په همدې بڼه په عربي ژبه کې نه دى راغلى، بلکې په قياسي توگه د (نزاکت، مفشن، قضاوت ) او داسې نورو کلمو په شان جوړه شوې کلمه ده.
انتقاد کره کولو ته وايي. په انگريزي کې ورته (
Criticism) (کريټسيزم) وايي چې د لاتينې له «Kritikos»اويوناني «Criticus» څخه اخېستل شوې او د قضاوت کولو په معنى راځي ».١
په فرانسوي کې (
Lacritique( په الماني کې ورته «Kritik» وايي چې د ټولو ريښه د يوناني کلمې «Krite`s» ته چې د حکم او قضاوت معنى لري، رسېږي»٣
لکه څنگه چې وويل شول، په لرغونو زمانو کې دا کلمه (
Criticism) ليکل شوې ده. دا هغه ډول کره کتنه ده چې معنى يې د عيبونو لټول دي، خو يوه بله خبره هم د يادونې وړ ده او هغه داده چې دا کلمه په يوناني ژبه کې د« Krinein» له کلمې سره همريښه ده چې د سنجش او کره کولو معنى لري. البته داسې سنجش او محک چې صرافان يې په خپله صرافۍ کې په کاروي. نو بې سببه نه ده چې اوسنۍ څېړنې داښيي چې په لرغونو زمانو کې پيسې دوه ډوله وې:
دسپينو زرو پيسې د (درهم) او د سرو زرو هغه يې د (دينار) په نامه ياديدې. په هغو وختو کې به هم کله کله د دينار په جوړولو کې دغلي کېده او په هغو کې به نور فلزات په تېره بيا مس ور گډېدل، دغې دغلۍ به د دينارو او په تېره بيا د هغو د زرو کچې ته تاوان رساوه.
په لرغونو زمانو کې د سرو يا سپينو زرو د دغلۍ د څرگندولو لپاره دنده صرافانو ته سپارل کېدله، هغوی هم د ځانگړي (محک) په مرسته د دغې دغلۍ کچه په ډاگه کوله. دا چې هغه وخت ادبيات له زرو سره پرتله کېدل نو ځکه يې د ادبياتو د نيمگړتياوو پيدا کول کره کول او د هغه سرته رسوونکي يې کره کتونکي وبلل. (٤)
د پښتو ژبې په نازکخيالو شاعرانو کې حميد مومند کېداى شي په خپلو لاندې بيتونو کې د صراف کلمه د هماغه کره کتونکي په معنى راوړى وي،دى وايي:

د حميد له فکره، مه پوښته عــــام خلق
د زربفتو قدر، څه زده بوريــــا بـــــــاف
د حميد د مينې کوټ به کره ووځــــــي
که پرې ځير شى قدر دان، دانا صراف(٥)

او د حنان بارکزى دا بيت چې وايي:
پرمحک د امتحان د سخندانــــــو
د حنان شعر چاندى لکه زر ووت(٦)
ځېنې نور اثار او پوهان هم په دې خبره ټينگار کوي:
((د درهمو کره کول، د کوټه او نا کوټه پيسو بېلولو ته نقد يا کره کول وايي.))(٧)
FazalAndaleb
 مننه استاد صیب---که په وسني پښتو ادب او ادبي ټولنو کښې فکر وکړو--نو فني تنقید ډیر کیږي---لکه په شعر کښې خلک قافيې او ردیفونو او بحرونو او سیلابونو کښې ډیرې ګوتې وهي--او د لیکوال په تخلیقي سوچ او فکر څوک یو ټکی هم نه واي--استاد صیب دې ته سوچه تنقید وییلی شو؟؟
Latif Bahand
 باید وویل شي، چې ستاسو دا ټول یادې شوې خبرې د پام وړ دی،په رښتیا هم چې اوس وزن،قافیې ،ردیف ،تخیل او نورو شعري جوړښتونو ته هیځ شي ته پام نه کيږي.
Latif Bahand
 نو له دې کبله ده چې باید په کره کتنې کې ټولو لاندنیو خبرو ته پام وشي،که دا ونه شي،بیا نو هغه کره کتنه نه ده :
Latif Bahand
 هغه به بیا تقریظ،یا سریزه یا کتنه او يا هسې نظر ګڼو.
Latif Bahand
 نو دا بيڅایه نه ده چې کره کتنه د همدې کبله په ډولونو ویشل کيږي:
تر هر څه د مخه کره کتنه،په ټوليز ډول په دوو ډلو وېشل کېږي:
الف:نظري کره کتنه.

نظري کره کتنه چې د کره کتنې د تيورى په نامه هم يادېږي . د کره کتنې د ټوليزې پېژندنې ترڅنګ، د هغو د ځانگړو اصطلاحاتو د سپړنې، د تعريفونو او معقولو د وېش، د قواعدو او اصولو شننه هم د هغې په دندو کې راځى. دا هماغه بنسټونه دي چې وروسته د هغو له مخې د هنر بېلابېل اثار د کره کتنې او قضاوت تلې ته لوېږى.
په دې برخه کې ترټولو نه پخوانى اثر، هماغه د لرغونى يونان او ستر فيلسوف ارسطو ((بوطيقا))نومي اثر دى.
ب:عملي کره کتنه.
عملي يا تجربي کره کتنه، هغه کره کتنه ده چې د يو يا څو اثرونو څېړنه، سپړنه، شننه او پېژندنه کوي. يعنې د نظري کره کتنې د وړاندې شويو تيوريو له مخې د اثر پلټنه، تحليل او قضاوت کوي.
په دې برخه کې کولاى شو، د بېلگې په توگه د ادبياتو يا هنري ادبي اثارو په اړه ليکل شوې مقالې، تقريظونه، سريزې، خاطرې، ليکونه، مرکې، يا په ټولي توگه د ځېنو شعري، نثري اثارو په هکله د ځانگړو ليکنو يادونه وکړو.
يو ستر عرب کره کتونکی او د ادبي تيورې استاد،د کره کتنې وېش داسې کوي:
-کره کتنه دوه ستر ښوونځي لري:
-يو يې ذاتي او اغېزوال ښوونځى اوبل يې پرعيني يا موضوعي هغه ولاړ دی.٩
د دې ترڅنگ د دې پوهې څېړونکي، لېوال، بېلابېل پوهان او ډلې کره کتنه په دې نورو برخو هم وېشي:

١-ټوليزه کره کتنه.
٢-تفسيري کره کتنه.
٣-هنري کره کتنه
٤-مارکسستي کره کتنه
٥-عيني کره کتنه.
٦-احساسي کره کتنه.
٧-رواني کره کتنه.
٨-اخلاقي کره کتنه 
٩-جوليزه کره کتنه.
١٠-فني يا مسلکي کره کتنه.
١١-تطبيقي کره کتنه.
١٢-ښکلاييزه کره کتنه.
١٣-عقيدوي کره کتنه.
اويا:
١-تفسيري او سپړنه
٢-سنجشي: ماهيت او معنى شننه
٣-تيوريکي: د دغې ډول کره کتنې دنده د ادبياتو د ودې د نويو لارو پيدا کول دي.
٤-تاريخي:
د يوه پړاو يا ادبي بهير د ودې لارې چارې موندل، د هغو د نيمگړتياوو ښودنه او يا د هغو د له منځه وړلو لارې چارې او د ښېگڼو څرگندونه ده.
کره کتنه د يوې داسې تيورى منځ ته راوړل دي چې د هغې په مرسته ادبيات د خپلې ودې لاره پيدا کوي.
٥-ادبي کره کتنه د ادبى ليکنو د څېړنې او شننې، د هغو د ښکلا او ناښکلا ښودنه ده. خو دا څرگنده ده چې د کره کتې دنده په همدې کې نه پاتېږى، ځکه د دندې د هر اړخېزوالي له امله د هغه اړتياوې هم زياتېږي.
=ځېنې کسان کره کتنه د ادبياتو د تاريخ يوه مرستندويه څانگه گڼى داسې څانگه چې دځانگړو اصلو له مخې هغه شني.او حتى پوهنه يې بولي.
=د يوه اثر د مضمون او بڼې تر منځ د انډول موندل هغه څه دى چې لا ارسطو په خپل کتابگوټى ((بوطيقا))کې د هغه يادونه کوي.
دا هماغه محک دى چې ارسطو ښودلى و
له بله پلوه بيا زموږ ځېني پوهان د کره کتې په اړه داسې نظر لري او هغه داسې وېشي:

کره کتنه له آره دې ته وايي چې پر ادبي اثارو قضاوت وشي. څرنګه چې د دې برخې تيوري او بيا عملي کره کتنه د ادبي عامي تيوري د اصولو له مخې تثبيتېږي، نو له همدې امله بېلابېلې تيوري عملي چارې لري.همدا اوس په نړۍ کې د ادبي کره کتنې همداسې لارې او بهيرونه شته، د هغو دځېنو بهېرونو يادونه کوو:
-د کره کتنې اکزستنسيالستي تيوري. 
-د کره کتنې اساطيري تيوري. 
-د کره کتنې اروايزې تيوري. 
-د کره کتنې ژبپوهنيزه تيوري. 
-د کره کتنې ټولنپوهنيزه تيوري. ))١٩
Latif Bahand
 دا ویشونه قطعي نه دي،خو بیا هم دا ټول ددې لپاره دي چې د اثار يا اثار بشپړه شننه وشي.
Latif Bahand
 خو د کره کتنې د تاریخ په اړه باید درته ووایم چې:
Latif Bahand
 که خبرې په دې اړه لنډې کړو او راشو پښتو ادب ته کولای شو داسې ووايو:
راغلو پښتو ادب ته:
حمید:

څو تالۀ شي ذکر فکر په دا تله
کره کېږي هومبره دُر دسخن دله

بل وخت او په بل حالت کې بيا کره کتونکي ته په بله گورى او وايي:

دنادان له وچو پوچو بې پروا يم
بېهوده ماتې ميچنۍ ته څه وايم؟
که دانا پرې ګوته کېږدي مسلم
اميدواريمه له عفوي دقلم
د صراف دخولې ځواب راته اسان دی
چې اسان دی مع السهو والنسيان دی
له جوابه دجاهل د سوال مانده يم
الف،بې مې لوستې نه دی ناخوانده يم
بې هوده د سر ماغزه راخواړه نه شي
دا ميدان ګاټه په توره چاړه نه شي
په کږلو د صراف مهر کاږه شي
د نادان په پوچ ګويۍ سره څه شي
څو بالغ نه شي هلک په صحيح فکر
مات به نه کا د حميد دفکر بکر
که دانا د زړه انصاف خولې ته قرين کا
په ويل به د حميد افرين کا

اوسنۍ کره کتنه:

طلوع افغان
له دغو ټولو خپرونو نه د((طلوع افغان ))خپرونه،چې په ١٣٠٠لمريزکال لمريز کال خپلې خپرونې پيل کړي دي،د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې پښتو ادبياتو ته خورا زيات خدمت کړي دي.
لکه څنګه چې يادونه وشوه،((طلوع افغان)) د مرحوم صالح محمد هوتک په مشرۍ راووتله او لومړۍ ګڼۍ يې يوازې او يوازې دوه مخه لرل.
د ( طلوع افغان ) دوهم مشر ارواښاد عبدالعزيز بابه و.
دغه خپرونه هم د افغانستان د ټول فرهنگى لومړۍ بهير په څېر د حبيب الله سقاو د واکمنى په وخت کې له ستونزو سره مخامخ شوه. په دغه پېر کې دا خپرونه د (( مويدالاسلام )) په نامه يادېدله .
کله چې پوهاندعبدالحى حبيبی د دغې خپرونې مرستيال شو،هلته دهغې پښتو برخې ته هم پاملرنه زياته شوه.
وروسته په
۱۳۱۰لمريز کال کې چې استاد (طلوع افغان ) مشرى تر لاسه کړه. ددغې خيرونې پښتو ليکنې هم کرار کرار زياتې شوى. 
د
۱۳۱۱کال د وری له لومړۍ نېټې ( طلوع افغان ) په بشپړه توگه په پښتو خپور شو. 
کله چې استاد حبيبي په دغې خپرونې کې مشر شو،نو هلته و چې په هغه کې ادبي ليکنې ورځ تر ورځې زياتې دي،داسې چې په لږ وخت کې ددغې خپرونې زياته برخه ادبي شوه.
دهمدې خپرونې په پاڼو کې و چې د يوه نوښت،ديوه وړانديز،ديوې شننې اويا سپړنې په بڼه،ديوې پوهنې په توگه، کره کتنې ته پام ور واړول شو.
د همدې خپرونو سره هممهاله ،په پښتو ادبياتو کې کره کتنه يوازې د شلمې پېړ ۍ په پيل کې پيدا کولاى او ليدلى شو.
دابه ښکاره خبره وى، چې علامه پوهاند عبدالحي حبيبي به هغه لومړني افغاني څېړونکي وي چې زموږ په،ادبياتوپه تېره بيا پښتو ادب کې يې دکره کتنې اصطلاح د هغې د نننې معني او دندې په ډول کارول وي.
پوهاند حبيبي دطلوع افغان په خپرونې کې،د خپلو لومړنيو کارونو ترڅنگ نوروادبى څېړنو ته هم پوره پاملرنه وکړه.هغه په ډاګه دکرکتنې په اړه خبرې کړي دي. ده ددې فن او پوهنې ، اړتيا څرګنده کړې ده.
ښاغلي حبيبي لا په ١٣١٢ کال کې په طلوع افغان کې دانتقاد او دهغو دښېګڼو په اړه خپله وينا خپره کړي ده او ويلي يې دي:
((انتقاد
په قلم دمدير
١٣١٢جوزا
يا د١٣٣٢کال
لويه وسيله دسموالي د امور«انتقاد»دی . نن ورځنۍ دنيا په لاره کې د اصلاح او ترقياتود«انتقاد »مرهونه ده.دغه انقاد دي چې عمليات د ټولو اجتماعي خدمتګارانو دجامعې له هر راز ګډوالۍ څخه وعيوب پاکوي او چوڼلي يې راباسي،خاص بيا انتقاد په ادبياتو کې يو فوق العاده اصلاحي اهميت لري او په نظر کې د ادباوو او فضلاوو ډېر موزون لوېږي او خاوندان دذوق سليم يې په خورا خوند او خواږه ذوق وايي...په دې عصر درخشان کې چې لکه دهر کار او هرې ښېګڼې دپاره پاخه اساسونه اېښودل کېږي ،دپاره دخدمت او اصلاحات ادبي په دننه کې ادبي انجمنونه اوعلمي کورسونه قايم سوي دي چې موږيې د يو روښانه اړ ځلانده اينده اميدواري کوو.))١- 
استاد حبيبي په دې وړانديز سره چې وايي: (دغه انتقاد دي چې عمليات د ټولو اجتماعي خدمتګارانو دجامعې له هر راز ګډوالۍ څخه وعيوب پاکوي او چوڼلي يې راباسي،خاص بيا انتقاد په ادبياتو کې يو فوق العاده اصلاحي اهميت لري)).
دادى وينو چې دى،لومړي پښتون اديب کېږي چې په افغانستان کې او دهغې په ادبى ټولنه او ادب کې د ويښتيا اواز پورته کوي.
ددې تر څنګ په داسې يوه ټولنه کې چې څوک چا ته ان په اشاره کې هم د کومې تېروتنې يادونه نه شي کولای ،دى مخامخ وايي او وړانديز کوي چې ددوي هر کار هم سمولي شي او هم غندلي شي.

کړه يې والکه ،گره د تورو زلفو
باريکى لري تمام ديوان ځما
Latif Bahand
 فکر کوم د کره کتنې په برخه کې دا خبرې بس وي.
FazalAndaleb
 په مونږ ټولو ګرانه استاد صیب----د ادب پولې/سرحدونه/وي؟؟؟او که په نوي او میډیاي عصر کښې مونږ پرمخ تللي فکرونو ته د تعصب په چشمو کښې ګورو--نو خپل ادب د نړۍ د ادب سره سیالولی شو؟
Latif Bahand
يوه ډيره مشهوره خبره ده:د هرې سیالۍ او مقایسې پښه ګوډه وي،نو له دې کبله ټوله هځه باید لومړي د ژبې او بیا د ادب ودې ته ورواړول شي،نه هغه له چاسره سیالۍ ته.
Latif Bahand
 بله خبره داده چې ژبه له سیاسي واک،پانګمن اقتصاد او ستر علمه پرته وده نه کوي او ان ژوند يې له ګواښه سره مخامخ وي
Latif Bahand
 نو که غواړي چې ژبه وده وکړي،هغه باید سیاسي،اقتصادي او علمي شي.
Latif Bahand
 بیواکه سیاسي قام به تل تر فرهنګي یرغل لاندې وي او فرهنګ په چغو او نارو وده نه کوي.
FazalAndaleb
 استاد صیب---زه د دیر د غرونو اوسیدونکی یم--چې کله د بر پښتون ادبي کتاب رواخلم نو په پوهیدلو کښې راته ستونزه پيښيږي-----خبره د لیکدود کوو--وس چې کوم زیار د یو لیکدود د پاره کیږي-تاسو ترې مطمين يۍ
Latif Bahand
 له مانه چې ځوک پوښتنه کوي،زه ورته وایم هغه شان لیکنه کوو،چې مور او پلار دې پرې غږيږي،خو د معیاري ژبې غوره کول هم باید هرو مرو وشي او دا کار هغه وخت کيږي چې يو ادبي سیاسي مرکز رامنڅ ته شي
LatifBahand
 رښتيا غواړم ووايم چې ژبې په دې نه ده چې ولس يې ډير وي،ګورۍ اسرايل تر عربو زیات دي او د پخواني ښوروي يو شاعر چې په ټوله امپراتورۍ کې نوم ګټلي
Latif Bahand
 د ژبې په اړه وايی
FazalAndaleb
 استاد صیب---زمونږ ځنې ادبي اصناف لکه چابیته نیمکۍ-سندره نوي لیکوال نه لیکي-او صرف غزل لیکي---نو ددې سره ددغو اصنافو د ورکیدو خطره نه ده؟؟
Latif Bahand
دا ټول ليکل کيږي،،چاربیته ،نیمکۍ او نور په کلیو او بانډو کې زیات لیکل کي.ي،پخوا به هغه خلکو راټولوي او ندرغاړي به کليو ته ورتلل اوس اړيکي شلیدلي،نو هغه باید راټولې شي او کنه په رښتیا ورکیږي
FazalAndaleb
 استاد صیب---دا خبره سمه ده چې خپل روایات به نه پریږدو--خو د راتلونکو نسلونو د پاره به--نور نوي روایات نه جوړوو؟؟او که جوړوو--نود هغه دقیانوسي فکر سره به څه کوو چې دا ټول نه مني--او د لکیر فقیران دي؟؟
Latif Bahand
 يو پوه وايي چې هنر لکه يو دروند غر په انساني ذهن پروت دی،هغه ژربدلولي نه شو،نه د فکر ډول اوو نه هنر وخت او زغم او واک دا ټول راجوړوي ،البته که وي
Latif Bahand
 وزیري صاحب پوښتنه کوي،چې په پخواني او اوسنۍ روسیه او شوروی کې پښتو ژبه تاریخ څنګه دی؟
Fazal Andaleb
 سمه ده استاد صیب جواب يې کړۍ
Latif Bahand
 پخوانۍ روسیه او بیا شوروی او تر هغه وروسته اوسنس روسیه د پښتو ادب یو ستر کرکز دی..
LatifBahand
 په دې هیواد کې پر ۱۸۰۴کال د ختيڅ ژبو د زده کړې مرکز جوړ شوی و.بیا په ۱۸۳۹کال پروفیسور باریس ډورن په سن پترزبورګ کې د پښتو ژبې تدریس پيل کړی و او ۱۸۵۶کال د پښتو لومړني متنخبات د درسي کتاب لپاره دده له خوا جوړ شو او هغه سره جوخت پښتو لومړنی قاموس هم ولکل شو؟
Latif Bahand
 دغه راز په شوروی اتحاد کې بیا د شلمې پيړي په دیرشمو او څلویښتمو کلنو کې د پښتو ژبې زده کړې او تدریس او قاموس لیکنې سخت پرمختګ وموند.
Latif Bahand
 دومره قاموسونو چې په شوروی او روسیه کې دپښتو ژبې لپاره لیکل شوی دی،د نړۍ په بل هيڅ یواد کې لیکل شوی نه دي.
Latif Bahand
 اوس هم په روسیه کې تر شپږمو نه زیاتو علمي موسسو او پوهتنونو کې پښتو ژبه ویل کيږي. او ځيړنې روانې د
Fazal Andaleb
 استاد صیب دا کار دغلته پښتانه کوي؟؟
Latif Bahand
 ڼه دا روسي بوهان دی.
Latif Bahand
 دهغو په ډله کې ستر استاد پوهاند لیبیدیف چې اوس د ۹۱کالو هم دی ،درس ته روان وي،هغه په يوازې ځان په لسګونو قاموسونه،له پښتو ژبې ژباړې او درسي کتابونه لکلي دي.
Fazal Andaleb
 او بیا د خپلو ملګرو سره خپل پيغام شریک کړۍ او مخه ښه به درته وایو
Latif Bahand
 پیغام دادي چې ژر تر ژره خپل ملت د ويښتیا پړاو ته ورسو ،دا په دې معني چې له ټولو سیاسي،اقتصادی او عقیدوي توپيرونو سره سره ددې ملت د ودې ،خپلواکۍ او سر لوړې او په يو مرکز د راټولو لپاره کار وکړو؟
Latif Bahand
 شپه په خیر
Fazal Andaleb
 کور دې ودان استاد صیب---د پښتنو د دیرې ټول ملګري ستاسو مننه کوو-چې خپل قیمتي وخت مو راکړو-----ښاد او اباد اوسۍ
Mohammad Farooq Kakar
 مننه استاد لطیف بهاند صیب ډیري ښکلې او په زړه پوری خبری دی وکړې.اباد اوسې.او ډیری نوی خبری می هم واوریدې
Latif Bahand
 تاسو نه مننه،دا ستاسو مهرباني ده
BostanWaziri
 کور مو ودان ګرانه استاده دزړه ارمانونه مو الله پوره کړه خو به دی پنځو شپږو روځو کی مونږ به بیا ستاسو انتظار کوو ځکه چی زمونږ تنده لا نده ماته شوی
Shaheer Hotak
 زه هم پخپل وار د بهاند صاب څخه نړۍ مننه کوم، چې خپل قیمتې وخت یی د وريت پښتون په ټولنه کې د مونږ سره تیر کړ. او د عندلیب صیب څخه هم مننه کوم چې، مونږ لپاره ډیرې هڅې کوي تر څو مونږ ته خپل با استعداد لیکوالان او ادیبان را وپیژني. زه همیشه د الله په در بار کې ستاسو د لا بریاوو سوالونه کوم. مننه هوتک
Latif Bahand
 هرو مرو به سره ګورو،تر بیا لیدو
 
- بېرته شاته